
دوی يې په سر باندې ماڼۍ جوړوي
زما شپونکی له خپله غره شړي
ډيرو پټکيو نې سرونه ځار دي
ځني پټکي له خپله سره شړي
ملا انګورو نې کړه خېټه غټه
مونږ يې اوبو باندې له دره شړي
زړکيه مه کړه دا بې ځای مستي
چې رقيب راشي تا له سره شړي
چا چې د پيغلو نوم په خوله نه اخيست
هغه نن تيږې تر ګودره شړي
نقیب الرحمن لکڼوال