
چې دې ولویدم له پامه ښه دی ښه دی
چې په سر وخورم جانانه ښه دی ښه دی
د ګلونو تمنـــا مو ګلــۍ نــه ده
که ته وااورې بارانـــــه ښه دی ښه دی
مونږ ته یو رنګ دې راکړی دی چې سور دی
که بدل کړې رنګ زمـــانــه ښه دی ښه دی
چې قلم به دې جهان سره هــم سیال کړی
په دا پوی شولې افـغـانـــه ښه دی ښه دی
لـــه اټـکه په ټپـــــو دی را وتلـــی
یو سړی ځي تر بولانه ښه دی ښه دی
دغې خاورې باندې ورحمیــــږه نـــوره
کني ولویږه اســــــــــمانه ښه دی ښه دی
چې نقیب د لیونتـــوب لاره وه خوښه
نن چې ورک دی له خپــل ځانه ښه دی ښه دی
ن.لکڼوال