دولتي ترهګري(تروريزم)  دریم څپرکی

                                                                                                              نیټه ۲/۹/۱۳۹۳، ه،ش                                                                                                                                    لُمړۍ برخه
دولتي ترهګري(تروريزم)
د روهي ویب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
د دې لیکنې په تېر څپرکي، کې پر نړیوال تروریزم باندې وغږیدو، دا دی د دریم څپرکي په لُمړۍ برخه کې به پر دولتي ترهګرې باندې رڼا واچول شي، په دې هیله چې ګټوره تمامه شي.
لکه له نوم څخه یې چې ښکاري دا ډول ترهګريزې ګړنې د منظمو حکومتونو لخوا د هیواد د ننه او له هیواد څخه د باندې ترسره کیږي، سره له دې چې زموږ په ګران هیواد کې د تاریخ په اوږدو کې د بیلا بیلو دولتونو لخوا دولتي ترهګرۍ ترسره شوي دي خو په افغانستان کې په کور د ننه د دولتي ترهګرۍ ښه بېلکه د امیرعبدالرحمان خان د دولت کړني دي چې موږ د امیرعبدالرحمان خان پر کړنو باندې په پراخه کچه وغږیږو.
دا شان په نړۍ کې د دولتي ترهګرو حکومتونو له جملې څخه د پخواني شوروي اتحاد د استالین حکومت پر کړنو باندې به پخپل ځای کې په لویه پیمانه باندې خبرې پرې وکړو.
یو شمېر پوهانو دولتي ترهګري په څه نا څه توپیر سره تعریف کړي ده چې له دې جملې څخه یوازې د دوه تنو پوهانو نظرونه وړاندې کیږي:
 ميرمن رابرټاګورين دولتي تروريزم داسې راپېژني: « هغه زور او سرغړونه ده چې په يوه سيمه کې د حکومت په شان د يو طاقت په ملاتړ د انسانانو د ازار، وېرې، ربړ او ژوند د له منځه وړلو لپاره وکارول شي. دا ډول ډاراچونه په عامه توګه د ژاکوبين د تروريزم په نامه پېژندل شوي دى.»
پروفيسور هووارډزېن د امريکا دولت، د دولتي تروريزم په اړه داسې وايي : «... موږد سپتمبر په (١١) د ترهګرۍ بريدونو خوند وڅکلو او د نړۍ په نورو برخو کې لکه  ختيځه اسيا، عراق او يوګوسلاويا کې خلکو له پخوا د بمباريو نتيجې تجربې کړي وې دا ترهګري (دسپتمبر١١) د خلکو له خوا ترسره شوه خو موږ په وسلواله توګه ترې ملا تړ وکړ، موږ په افغانستان کې وېره خپره وو، هغه خلک چې په کابل او د افغانستان په نوروښارونو کې اوسيږي اړ دي چې د بمباريو له وېرې سره ژوندوکړي.
نوموړى پروفيسورزياتوي : « موږ بايد د يوې فرقې تروريزم(بانډستي تروريزم) اوهم ديوه دولت تروريزم (دولتي تروريزم) په نړۍ کې د خلکو له مخالفت سره مخامخ کړو.»
میرمن رابرټاګورین د فرانسې د ژاکوب (ژاکوبين، ١٧٩٣م) کال ترهګروترهګریزې کړنې دولتي ترهګري بللي ده چې نوموړي په هیواد کې د ننه د دولتي ترهګرۍ د پېژندلو په اړه ډېره په زړه پورې بېلګه وړاندې کړي ده.
 دا شان ښاغلي پروفیسور هووارډزېن د امریکایانو حملې پر افغانستان باندې تر یوه ځایه دولتي ترهګري بولي چې د نوموړي پروفیسور لیدلوری هم د قدر وړ دی خوسربېره پر دې موږ غواړو چې د دولتي ترهګرۍ تعریف په پراخه کچه وڅېړو تر څو د دولتي ترهګرۍ ډېر اړخونه په ښه توګه وپېژنو.
 دولتی ترهګري په دوه ډوله ده، په هیواد کې د ننه او له هیواد څخه د باندې:      
 لُمړۍ: دولتي ترهګري په هیواد کې د ننه:
۱ــ هغه دولت یا حکومت چې د خپل قدرت د ساتلو او د سیاسي، مذهبي، نژادي، اقتصادي او نورو عواملو له امله پر خپلو خلکو باندې هر ډول تېری(تجاوز) تر سره کړي، لکه: وژل، شکنجې او نور ډول، ډول ظلمونه او تاؤتریخوالی.
 ۲ــ د غېرعادلانه او تش په نوم دولتي محکمو لخوا د هیوادوالو څخه د ژوند او آزادۍ د حقونو اخیستل.
۳ــ هغه دولت چې د غېر نظامیانو څخه د یوې سیمې د ساتلو لپاره د ډال په توګه ګټه پورته کړي، یا د نورو جګړه ییزو موخو لپاره  د جګړې په سیمه کې په زور سره ملکي خلک وساتي.
۴ــ هغه دولت چې خپل خلک د خپلو اهدافو د لاس ته راوړلو پخاطر په لوږه او تنده کې وساتي او د اړتیا وړ توکي تخریب او له منځه یوسي.
۵ــ هغه دولت چې د جګړې په وخت کې پر خپلو خلکو باندې هوایي او ځمکني ړانده او بې هدفه بریدونه وکړي.
۶ــ هغه دولت چې د سوله ییزو ټولنو، غونډو، لاریونونو او اتحادیو د فعالیت مخنیوی وکړي.
۷ــ هغه دولت چې خپل خلک او یا د نورو هیوادونو هغه شکمن(مظنون) کسان چې په هیواد کې اوسیږی پر نورو هیوادونو باندې وپلوري.
۸ــ له خپل هیواد څخه د هیوادوالو شړل، یا د سیاسي، مذهبي، نژادي، ژبني او نورو انګېزو له امله هجرت ته مجبورول او په زور باندې له هغوی څخه د ځمکو او کورونو نیول، (لکه د اسرایلو لخوا د فلسطینیانو شړل او د هغوی د ځمکو او کورونو نیول، یا د استالين لخوا له خپلو سيمو څخه نورو سيمو ته په زور د ډله یيزو خلکو شړل، یا د (ادولف هټلر) له خوا د يهودانو ډله ييزې وژنې او شړنې.
 
دویم: دولتي ترهګري، له هیواد څخه بهر:
۱ــ هغه دولت چې د یوه هیواد پر وړاندې نا اعلان شوی جګړه(*).
۲ــ هغه دولت چې د ګاونډیو هیوادونو مخالفینو ته خپله خاوره په واک کې ورکړي.
۳ــ هغه دولت چې وسله والې ډلې جوړي او بیا یې په پټه یا په ښکاره توګه خپلو ګاونډيو هیوادونو ته د ورانکاریو په منظور ولیږي، نوموړو ډلو ټپلو ته نظامې زدکړې ورکړي مالي امکانات او نورې هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړي، هغوی رهبري او ترورستي کړنو ته یې وهڅوي ( چې ښه بېلګه یې د پاکستان دولت دی چې د افغانستان او هندوستان لپاره ورانکار، ترورستي بانډونه له ډېرو کلونو راپدېخوا روزي.)
۴ــ هغه دولت چې د سیاسي، اقتصادي، مذهبي، نژادي، ژبني، فرهنګي او نورو عواملو له امله له ترهګرو دولتونو څخه  ملاتړ وکړي (لکه د امریکا دولت چې د اسرایلو له صهیونستي دولت څخه ملاتړ کوي).
۵ــ هغه دولت چې په مخامخ او مستقیم ډول پر کمزورو هیوادنو باندې نظامي او جاسوسي تېری تر سره کړي، چې له امله یې په هیواد کې نا امني رامنځ ته کړي او یا دا چې د یوه هیواد حکومت له منځه یوسي او یا تغیر ورکړي، (چې بېلګې یې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد  تېری چې د حفیظ الله آمین حکومت یې له منځه یوړ او پر ځای یې د ببرک کارمل پر مشرۍ باندې د خپلې خوښې حکومت رامنځ کړ؛ دا شان په افغانستان کې د پاکستان لخوا د ډاکټر نجیب الله او ملګرو ملتونو د قدرت  نتقال ګډ پلان شنډول چې له امله یې د وخت منظم حکومت له منځه یوړل شو او پر ځای یې خپل لاس پوڅي واک ته  ورسول او ورپسې یې د طالبانو حکومت رامنځ ته کړ او بیا د امریکایانو لخوا چې د غربي هیوادونو ملاتړ هم ورسره ؤ د طالبانو د حکومت راپرځول او پر ځای یې د حامد کرزي پر مشرۍ د جنګي ډلو ټپلو څخه انتقالي حکومت جوړ کړ.
۶ــ هغه دولت چې د یو واحد هیواد خاوره او ملت سره جدا کړي، چې ښې بېلګې یې د انګریزانو استعمار لخوا د افغانستان پښتون قوم او کشمیریانو دوه ځایه کول د یادولو دي؛ یا د متحدې کوریا ویشل پر جنوبي او شمالي کوریاګانو باندې دا شان په نړۍ کې نورې ترهګریزې کړنې.
-------------------------------
(*) سره له دې چې په عادلانه جګړه کې هم ناڅاپي بریدونو ترسره کیدی شي خو د ترهګرۍ يو مهم اصل او تکتیک ناڅاپي بریدونه دي، پوهېږو چې انساني فطرت هڅه کوي چې ځان په امن کې وساتي، په اعلام شوي جګړه کې نيت او عزم موجود وي او مخکې له مخکې د دواړو خواوو عام او نور وګړي دجګړې د زيانونو څخه د ځانونو د ساتلو تيارۍ نيسي، الله تعالى وګړي او ژوي داسي پوهولي دي چې د خطر او جګړو په وخت کې کوښښ کوي چې ځانونه په امن کې وساتي تر څو له مرګ او زيانونو څخه تر يوه حده پورې وژغورل شي، خو په نا اعلان شوي او ناڅاپي جګړو کې څوک ځانونه نه شي ساتلې .
 
د لیکنې پاتې برخې به په پرله پسې توګه خپریږي