سي ای اې په پنجشېر کې (يو څلوېښتم څپركى)

شپږمه برخه
دبگرام په هوايي اډه کې ژامې ماتوونكې او۵۵۵ گروپ
د اكټوبر وروستۍ ـ ۲‍‍۰۰۱
 
د ورځې جگړه
 
سټان په لاس باندې ساعت ته وروکتل اوتقریبا لس بجې وې. سهار ترې تېر شوی ؤ. هغه جنرال بسم الله جي ۲ـ (استخبارات. لیکوال) مرکز سره په تېرو څلورویشتوساعتونوکې دطالبانودخوځښت په اړه داستخباراتي مالوماتودراغونډولولپاره دسهار وخته لیدنه کړې ؤه. هغه ته جگړن نان الله هم دهغه د دفتر په خوا اوشا کې دطالبانوپه هدفونوباندې دامريكې دبمبارۍ نشتوالي له امله دشکایت اوږده كېسه واوروله. سټان خپل دفتر ته ولاړڅولیکلي رپوټونه قرارگاه ته ولیږي خوویې نه کړای شو چې د قرارگا سره اړیکه ونیسي. پاپي باور درلود چې هغه په ستونزه باندې پوهېږي او له سټان سره یې د راتلونکې ورځې لپاره وعده وکړه چې هغه به له بگرام څخه پخپله لیدنه کوي څو له ځان سره كيبل او اړیکه جوړونکې اله وروړي او ستونزهحل کړي. یوازې د همدغه کار لپاره پاپي هوايي ډگر ته د ۵۵۵ گروپ موقیعت ته په موټر کې ولاړ. کله چې د هغه ټویټا موټر په موړ باندې تاو شو، په گڼو ونو کې یې د كنټرول پخوانی برج ترسترگو شو. موټر د ودانۍ ترڅنگ ودراوه. د شمالي ټلوالې درې یا څلور سرتېري د ودانۍ ترڅنگ ولاړ وو. سټان پوه شو چې هغه زموږ پهراداران دي او د طالبانو د ځواکونو لخوا په دغه موقیعت باندې د مستقیم برید خطر نه بلکې د اوږده واټن څخه د درنو ماشین گڼو او د هاوانونو د بريد خطر و. دغه ډول بريد ددومره وخت په بهیر کې تکرارېدلې چې ټول یې بیدار اوسېدلو ته اړ باسل. په دغه ډول بريدونو کې تراوسه څوک ژوبل شوى نه وو خو ترشا د کانکرېټ په دېوال باندې د هغه زرگونو خلکو چې مرگ ته لېواله وي، د ۱۴. ۵ ملي متري ټکار او لگېدلو څه د ټوکو او غیر مستقیمه یادونه نه وه.
 سټان د هغه موټر چلوونكى څخه چې یو ویروونكې سرتېری و چې د مخ په ښی خوا د بمي پرچو له امله داغونه، ښی سترگه د شیدو ته ورته رنگه دایره ښكارېدله، څخه مننه او په لاس یې هغه ته تر بېرته راتگه پورې د انتظار اشاره وکړله. کله چې له موټر ښکته شو، سټان د افغان خوردظابط سره چې د سيمې مسول و، په روسي ژبه ټوکه وکړله. د داسې ډول خلکو سره چې په برج باندې د بريد پروخت به هغوی جگړه کوي، خواخوږي او د هغوی په ذوق برابرېدل یو ښه نظر و. د ودانۍ په دېوالونو باندې د جگړې نښې وې. د بم توټو او په زرگونه مرمېو د لگېدلو له امله خال خال و. ودانۍ د ننوتلو په لاره کې دروازه او چوکټ نه و. یو دهلیز یې درلود او د برج سیمې ته یوه کانکریټي زینه تللې وه. حتې د ودانۍ ننیي دېوالونه هم د مرمېو د لگېدلو له امله داغ داغ شوي وو او سټان له دې امله چې ودانۍ د دومره زیان د رسېدلو سره سره بیا هم ولاړه او کار ترې اخېستل كېږي، حیران و.  د ناپاکه زینو څخه رنگ د ډېر وخت رهیسې له منځه تللی و او د زینې د پوړونو په منځ باندې د ختلو پروخت د زرگونو گامونو د ايښودلو له امله د هر پوړ منځ وران شوی و. مرکزي اطاق ته د ننوتلو لار په چت کې د مربع شکل غوندې غار و او ددغه غار په دریو غاړو کې د اوسپنې کټاره له پخوا څخه پاتې وه. د شنه اسمان له امله کوټه رڼا وه او د كړكيودشیشو څخه بهر منظره ‌ډېره په زړه پورې وه. خودا چې په زرگونوطالبان د ودانۍ سويل لورې ته دکرښې مخامخ پراته وه. سټان په دغه ودانۍ کې ځان بربنډ اوددښمن بريد ته جوړ احساس کاوه. دکوټې په منځ کې له لرگي جوړشوي دوه مېزونه دنقشوپه واسطه پوښل شوي اود او ډي اې دگروپ دغړودشخصي سامان سرونه اوبیخونه پرې پراته وو. څودانې اېم-4ډوله توپک اودپخواني اېم-16ډوله توپکونوي لنډ شوي ماډل څوتوپک، سره دنظامي لوړوفریکویسني لرونكې مخابرې، داوبوبوتلې، دتیاروجوړشوي خوړوبکسونه اودشپې دوربین څودانې هم پرمېز پرتې وې. په کوټه کې داته چوكيو له جملې څخه څلورفعلاً 555گروپ دغړوپه واسطه کارول كېدلې اوهغوی ددوه سترگو ددوربین اود نښې کولولپاره لوی دوربین دهغه كړكيولپاره چې دښمن ته ورمخامخ وې، برابرول. مېوري اویو خور دظابط یومېز ته چې دخور دظابط دکتابچې څخه یې دطالبانودهغه نوي موقیعت جغرافیاوي کوارډینات چې نن سهار لیدل شوي ؤ، رانقلول. مېوري اونوموړي خوردظابط سره ستړي مشي وکړل اوسټان چوكې ورنږدې کړله. مېوري ترې دکارجریان وپوښت. دظابطانوعمومي مشرچې دخلیج جگړې څخه یې هم تجربه لرله، اودمېوري ملگری شوی ؤ، خپل سر په کراره وښوراوه اوله حیرنتیا اومایوسی ډکه موسکا یې وکړه ویې ویل بس د معمول په څېردی!دسپی په بدن کې دسپږوڅخه دلته هدفونه ډېردي اوکه چېرې دوه یادرې چورلکې زموږدغوښتنوپه اساس هوایي بريد وکړي، موږبه ځانونه بحتورحساب کړو. مېوري وویل بلې هوایي حملاتودپاره نن ورځ پينځه شپیته الوتکې په دند ه گمارل شوي څوپه کندهار، مزار، اوجلال ابادکې هدفونه په نښه کړي. دحملاتولومړي توف دټانکونودبیا جوړولوورکشاپونه اوپه سويل کې دسامان دساتلوځایونه. په دوهم مقام کې دځواکونوقرارگاه اودکابل په سويل کې داکمالاتودډیپوبمبارول دي. که نوموړوهدفونود بريدونو وروسته الوتکې نورڅه ولري، بیا به زموږحق وي. سټان سر وښوراوه:زه په دغه ستراتیژی باندې نه پوهېږم ددښمن په سلگونو، زرگونوطالبان اوعرب جنگیالي يوازې ددغه کړكۍ څخه بهر پراته دي. موږدټانک اودځواکونودراټولیدلواوتوپچي او يو د الوتکو ضد توپ موقیعتونه دحملولپاره په نښه کړي دي اوبمباري په گدامونو، تمرکزده. ناببره دکړكۍ سره ناستوکسانوترمنځ یودم دخوښی خبرې پیل اودکړكۍڅخه یې سويلي ختيځ لورې ته اشارې کولې. سټان اومېوري هم دهغوی شاته دكېناستلولپاره وروخوځېدل. دهوایي ځواکونو دځانگړوتا کتیکونوماهر، چې د او ډي اې اود امريكې هوایي ځواک په هوا کې دالوتونكي الوتکې ترمنځ یې اړیکې اداره کولې، دطالبانودموټرویوکاروان چې تقریبا یوسلواوپنځوس طالبان یې یوه گډ مرکز ته چې دځواکونودراغونډېدلو دځای په توگه پېژندل شوی ؤ، په نښه کړی ؤ. داغوره هدف ؤ. فېل الوتکې ته امرورکړه، داهدف باید دویشتلو پاتې نه شي، د او ډې اې دگروپ دوهمه درجه امنیتي افسر ډي ورڅخه نوموړې غوښتنه وکړله. سټان یودانه اضافه پروت دوربین راواخیست اودکړكۍ په لورې وخوځېد. سټان دکاروان ترشا په دوړو چې تقریبا شپږیا اووه درنه روسي جوړدټرانسپورت موټرې وې، تمرکز وکړ. سټان په موټروکسان لیدل چې څوک ناست اوځینې یې ولاړاودټایرونوڅخه دوړې  ددوی په شاوخوا کې راتاوېدلې. سټان له ځان سره په زوره وویل:دوی فکرکوي چې موږیې نه شوژوبلولی!د مصونیت افسر ډي سټان ته مخ ورواړوه او ویې ویل:که چېرې موږ اواکس(1) هوایي خبردار اواداري سيسټم ددغه بريد لپاره وهڅووچې یوه بي-52راولیږي. به دغه حراميانوته وښیوچې موږدوی ته څومره ژوبله وراړولی شو. فېل د اواکس دغه الوتکې سره چې په سیمه کې یې دهمغه سهار دبمبارۍدماموریت دكنټرول لپاره گرځېدله دمخابرې له لارې اړیکه ټینگه کړله. داټایگرون (لومړی پړانگ. ژ)دی:دالوتکې څخه ددښمن له خوا په درنه اشغال شوي ځای باندې چې زما د اوسني موقیعت څخه سويل لورې ته 1. 5كېلومتره واټن لري، د لومړي يرغل غوښتنه کېږي. په نوموړي موقیعت کې دد ښمن يو سلو پنځوس سرتېري، اووه لوی موټراوددښمن نا معلوم شمېر نورجنگیالي هم شته!لږځنډ وشو، بیا په مخابره کې لکه لرگي چې وسوځي، غژهار اوبیا غږراغی. ټایگرون داكنټرول دی؟؟ستا غوښتنې ته ځواب منفي دی ځکه دنن ورځې دهدفونوگېډي ته دبريد په ورکولوکې لومړیتوب ورکول کېږي. په انتظار اوسه. ښایي دسهار په ورستیوکې څوالوتکې به په واک کې درکړو. موږبه حالت ترڅارنې لاندې ونیسوكنټرول مرکز به له ټایگرون سره دالوتکې دشتون اودهغه وخت دڅرنگوالي په صورت کې اړیکه ټینگه کړي، كنټرول مرکز اوس له اړیکې خارجېږي. دکړكۍ سره دولاړگروپ په منځ کې دمایوسۍ زگېروي پیل شو. داد حکومت له خوا هغوی ته بله مایوسي اودپامه غورځول ؤ!دوی ته ښایي یواېف-16الوتکه اویا که د دې څخه نورهم خوشبخته وو، ورته کومه بي-52چې یوبم ولري اودگوتوپه شمېر طالبان ووژني په واک کې ورکړي نه داسې بي-52چې کولای شي طالبانوته سترزیان ورواړوي. که کومې کوچنی بريد وروسته به دجنرال بسم الله دمخابرې گروپ به په مخابروکې دطالبانودقومندانانوخبرې چې ویل به یې امرېكایان څومره کمزوري اوبې اغېزې دي ،هغوى د یویا دوه بمونوپه غورځولو څومره لږزیان اړولی شي، ثبت کولې. داخبر زړه ماتوونكې ؤه. سټان دوربین كېښوداوميوري ته یې مخ ورواړوه زه غواړم دفترته لاړشم اودنوموړي حالت په اړه ژامې ماتونكى گروپ اوقرارگاه ته پیغام ولیکم. ښایي چې دغه بیغام بدلون رانه وړي خوغواړم چې دیادونې لپاره یې ورولیږم. هغه وگرځېد څولاړشي، مېوري وویل:راځه چې نن شپه کار وکړو. زه غواړم دبدلون لپاره له نږدې کار وکړم. تېره شپه موبخت کاروکړاوالوتکې موترلاسه کړې. ښایي چې نن شپه موبخت بیا کاروکړي. ښه خبره ده زما هم خوښه ده!
 
د شپې جگړه
 
سټان دخپلې نسواري رنگه له بخمل جوړشوې سپورتي کورتۍ په ځای دشمالي ټلوالې شین باله پوښ واغوست اود وسلې او مهماتودکڅوړوخلاصې څنډې ټینگې کړې. هغه سره بې غږه، کنداغ لرونكى کلاشینکوف اونهه ملي متره براونینگ اتومات توپانچې دهرافغان سرتېري بخل راپاروه!
هغه له تورووړیوجوړه شوي خولی پرسر وه اوپه مخ باندې دمحیطی تطابق (چاپېريال ورته والي) لپاره دومره رنگ وهلی ؤچې په شپه کې درڼا په مقابل کې خپله څیره پټولی شوله. دشپې دوربین یې په غاړه کې پروت ؤ. دکوټې دروازه یې خلاصه شوه اودمېوری (پسمې) سره ورته څیره ښکاره شوه. سټان لس بجې دي اودتگ وخت دی. موټردلته دي اود ۵۵۵ گروپ غړي خپل زینونه کړي. سټان درڼا څراغ چې دچت څخه دیوه برقي تارپه واسطه راځوړندؤ، بند اودکوټې څخه راووت. مېوري یې ترمنځ ؤاودپیک اپ موټرپه لورې ورروان ؤ. سټان ولیدل چې د ۵۵۵ گروپ غړي ددواړه پیک اپ موټروشاته سامانونه وراچوي. سټان هم خپل کوچنی بکس دلومړي موټرباډی ته چې نورله کلک ترپل جوړشوی بکسونه پکې هم موجود وو، ورواچوه.
جگتورن  آر چې د او ډي اې دگروپ سرگروپ ؤ، ټول راوغوښتل ویې ویل:ایا ټول تیاريې؟
راځی چې په موټرونوکې سپاره شو. سټان خپل ځان ورځای کړ اودسامان په بکسونویې تكېه وکړله بیایې زنگونونه دزنې په لور راوکاږل اوخپل کلاشینکوف یې دپښوپه منځ کې چې د چې خوله یې داسمان په لورې وه، كېښود. دموټرانجن چلان شواودموټردكنټرول برج په لورې وخوځېد. داد عملیاتوهغه مرحله وه چې دسټان ډېره خوښېدله. نوموړي کسانودكنټرول برج سره له موټروښکته كېدلو وروسته دشمالي ټلوالې هغه موقیعتونوپه خوا چې دطالبانوسره مخامخ پراته وو، په نښه شوې لارې څخه په احتیاط سره ورشي.
گروپ دشپې عملیاتولپاره څوداسې موقیعتونه چې له ټولوڅخه یې ددوی په وړاندې ددښمن په ضد دهوایي حملوپه وخت کې ښه ترصد کولای شو، کارول. دشپې دوربین ددې لپاره چې نوموړې لار دداسې سیمې ترمنځ چې مځکنی ماینونه اونورناچوده مهمات پکې وو، شکمنه وه اوموقیعت ته تررسېدلو وروسته به دوی ددښمن سره په نږدې واټن کې پراته وي. دلومړیو شپوپرمهال هغوی دکار لپاره یوه نقطه چې دطالبانوڅخه یوازې پينځه یا شپږسوه متره لیرې وه خوښه کړي وه. دوی دطالبانوموقيعتونوته دومره ورنږدې شوي وو، چې طالبانود هوایي تکتیکي افسردټیټ اوازخبروغږیې اورېده اودوی طالبانوته دومره ورنږدې وو چې دشپې په چوپتیا کې په داسې حال کې هغوی دتکتیکې افسردخبروغږچې د د ښمن دموقیعتونوجغرافیاوي کوارډینات یې رپوټول اورېده، ډزې وکړې. سټان اوميوري دواړه په دغه ماموریتونوباندې دتگ لپاره مکلف نه وو. دلایزرپه واسطه دهدف په نښه کول د اې گروپ دنده وه خودادگروپ گډه هڅه وه اودا دخطرشریکولوپه مانا هم وه. له دې پرته دلومړۍ کرښې په دغه برخه کې دوى دورځې په نسبت دشپې پرمهال دالوتکوپه راغوښتلوکې ښه بحث درلود اوداسې عملیات چې پر دښمن باندې اور او ويجاړتيا ورواړوي سړی مجبورؤچې غړیتوب وکړي. لومړۍ کرښې ته لارپه داسې سیمه کې کږه وږه تللي وه چې روسي نظامي کنډ کپرشوې الوتکې پکې هرې خواته پرتې وې، ددوی راتاوشوي، سوي اومات شوي فرېمونه ددغه هوایي ډگردکنټرول لپاره په کلونودبې رحمانه جگړې یوغلی ثبوت ؤ.
روسي اېم ۱۶ډوله جنگي الوتکه، یوه اې اېن ۱۲ ټرانسپورټ الوتکه یوه زړه دوه وزره الوتکه چې دگروپ هیڅ غړي نه پېژندله، څودانې لویې اى اېل۷۶  ډوله باروړونكې الوتکې چې خنداور جوړښت یې درلود، اوپه قطارونووران او ویجاړشوي ،چاودېدلي لوی فرېمونه پراته وو. سټان به ددغه ویجاړشویوالوتکوکې دگرځېدلوڅخه ډېرخوند اخیستی وای خوهغه پوهېده چې مځکه په نا چاوده مهماتوډکه اودغه الوتکې دپرېښودلووروسته تکرارًدالوتکواوتوپونوبمبارشوې وې. دوژل شویوالوتکودسیمې څخه تېراودونویوه کتار ته ورسېدل. اوږدې وچکالۍ دونودورې مخه نیولي وه، خودخوځښت په وخت کې دپټیدلولپاره ښه ځایونه لرل. دنن شپې دعملیاتولپاره دخاوروهغه لوړڅلى چې دښمن ورته مخامخ ؤ، انتخاب شوی ؤ. دمخابرې سامان الات دخاورې دڅلي دبیخ سره ددې لپاره چې دهوایي تکتیکې افسراودسامان الاتوغږراونغاړي، كېښودل شو.
د اې گروپ دریوکسانوځانونه دڅلي په سردهغه خاوروبوجیوترشا چې څوورځې وړاندې یې ایښې وې، ځای په ځای کړل سټان اومېوري هم دهغوی سره په هغه موقیعت کې چې اوس یې معمول گرځېدلی ددوی سره یوځای شول. وسلې یې غاړې لیرې كړې اولاس رسي ته نږدې یې كېښودلې اود سوفلام SOFLAM (1)توکي دکار لپاره تیارشول. دورځې په پیل کې په نښه كېدونكې هدفونه څېړل شوي وو اودهدفونو لړليک جوړشوی ؤ. نوموړي لست یوپراخه لست نه ؤدوی ددریوالوتکوڅخه دزیاتوالوتکوهیله نه درلوده اوداسې ښکارېدې چې دغه الوتکې دامريكې دسمندري ځواک الوتکې وې اوله دې امله چې دوی الوتکې وړونكې بیړی څخه ترهدف پورې داوږد واټن طی کوي، په هوا کې په هدف باندې دکم وخت لپاره گرځي. سټان دهغه دموقیعت او ددښمن ترمنځ خلاصې سیمې ته وکتل. دطالبانوترټولونږدې موقیعت تقریبا پينځه سوه گزه لیرې ؤ. هغه ډاډمن ؤ چې دښمن دگروپ دکار اودهدفونودپېژندلودڅرنگوالي څخه ناخبره ؤ. دشپې ددوربین دنه درلودلوله امله، طالبان دشپې پرمهال ړانده وو. سټان پوهېده چې دی اودگروپ نورغړي دښمن ته نه ښکاري خوبیا هم په خلاص ډگر کې ددښمن دتوپک خولوته پریوتل قهرماني وه. دشپې په یوولس بجې اوڅلویښت دقیقې دهوایي تکتیکې افسرجگتورن آر دپښې په بنگړي وټپاوه اوپه غوږکې په پس پسې توگه وویل چې دسمندري ځواک دوه اېف اې/ 18 ډوله غومبسې(الوتکې. ژ)په شلودقیقوکې دلته رارسېدونكې دي. هرې یوې دوه دانې پنځه سوه پاونډه غریبې اورهنما كېدونكې بمونه انتقالوي اودهدفونوجغرافیاوي کوارډیناټوغوښتنه یې وکړه. غومبسې به دڅلورهدفونوویشتلوهڅه وکړی. جگتورن آر دخاورودڅلي سره خپلوکسانوته ورنږدې شوڅودالوتکې دبريد لپاره دهدفونوښه سلسله انتخاب کړی. لومړی هدف چې دورځې په پیل کې کشف شوی ؤدخټویوه چاردېوالي وه چې د ځواکونودراغونډیدلوپه توگه کارول كېدله.
دماښام څخه لږ وړاندې دموټرویودوهم کتارهم دغه ځای ته راغلی ؤ یوټي ۵۵ T-او زيډ اېس يو-۲۳ توپ راتلونكي هدفونه وو. دغه هدفونه تقریبا یوه اونۍ دگروپ په نظرکې ؤاودهغوی په مخکې په یوه څرگنده ځاى کې پراته ؤچې هغوی ددوی لیدل نورنشوزغملای.
دطالبانودامریت پوسته بام په سر دڅوانټنونواو ودانۍ ته دورختونکواوراوتونکوکسانوددرنې گڼه گوڼې له امله پېژندل كېده. ددفاع په خاطرڅودانې اېم14.5 ملي متره درنې ماشین گڼې اېښودل شوې وې. هیله داوه چې دبمبارۍ پروخت به ددغه برخې مسول جگپوړی افسرویده وي.
څلورم هدف د اېم۳۰ ډوله توپ یونټ اودوه درنه توپونه چې دلومړی کرښې څخه تقریبا یومیل وروسته ځای په ځای شوي وو، ؤ. دغه توپخانې تازه جوړې شوې وې واضحً دکومې ژر پېښېدونكې پېښې په وړاندې ددفاع دزیاتولوپه خاطر!د سوفلام(SOFLAM) لایزرچې بربنډ په ؤسترگونه لیدل کېږي د ودانۍیوډلې ته چې لومړی هدف ؤ، ورورسېد. هوایي تکتیكې ماهر اوس د راروانې اېف اې/18 ډوله الوتکې له پیلوټ سره دمخابرې له لارې په اړیکه کې وه. دالوتکې غږیوناڅاپه لوړشو. کوچنی ځنډ شو، بیا دهوایي تکتیکې افسر وویل:خپل دوربینونه مولیرې کړی!هریوه دشپې دوربینونه غیرفعال کړل، اوپه همدغه شېبه کې ورانوونكې رڼا پړک اولړزونكي غږدجگړې په ډگرتېرشو. داوږد نارنجي اوسور رنگه توپ اسمان ته پورته اود ځان سره یې خاورې اوسپنې، جسدونه پورته اودیوشمېرطالب جنگیالیودخوب ځای چې اوس پرکنډواله بدل، ؤڅخه خوټیدونكې لوگي داسمان په لورې پورته كېده. دلږځنډ وروسته دسوفلام لایزرپه دوهم باندې وربرابر کړ. دوهمه اېف اى اې-18ډوله الوتکه راروانه اوهدف یې تصدیق کړ. بیا هم دغبرگوانجنونوغږ غړمبهارکاوه اوداوبل توپ هوا ته پورته شو. سټان داځل ولیده چې د ټي-55په سرکوچنى برج په هوا کې تاوېده اودموقیعت څخه دو یلې شوي اوسپنې پړکې، تورې دوړې دلرگیواونورواوسپنوټوټې داسمان په لورې پورته شوې. لومړۍ الوتکې یوپراخه څرخ وکړاودوهمهد بريد دپاره راروانه وه. سوفلام لایزر دطالبانوپوسته په نښه او پیلوټ هدف تصدیق کړ. بم په همدغه ودانۍ نه خوترڅنگ په بله ودانۍ وغورځېده. خوچاودنه دومره ځواکمنه وه چې دخټوپه دېوالونو وشوه اود ودانۍ منځ داورتوپ روښانه اود ودانۍ کړكۍ چې دخښتوپه واسطه بندې شوې ؤې والوځولې. په لومړۍ کرښې باندې بې سده شوي ټولوطالبانوپه ډزوپیل وکړ. زيډ اېس يو-23دالوتکوضد توپ یې اسمان ته په هر لورې په دې هیله چې نا لیدلې الوتکه به ولگيږي، ډزوله. کلاشینکوفونه، درنې ماشین گڼې اوحتی توپانچې هم په هر لورې ډزېدلې. د سټان په سرباندې یوه گولۍ تېره شوه اوڅوگولۍ ددوی ترمنځ دخاوروپه څلي کې ولگېدلې. سټان خپل ځان ټیټ کړاو يوازې سر یې دخاوروڅلي څخه ددې دپاره چې څلورم هدف دبمبارپه وخت کې وگوري، راوتلی ؤ.
څلورم پينځه سوه پاونډه وزن لرونكى بم ددوو اېم-30 ډوله توپونوترمنځ وچاودېده اوچاودنې هواته پورته اوپه بدرنگ شکل یې واړول. بیا دټوپکودمرمېوټیټې چاودنې پیل شوې اود اوبه شوي اوسپنې پړکې اوتالنده چاودنې اسمان ته پورته شولې. دطالبانودکرښوسره ډزې ژرودرېدلې اوکسان ټول دراغورځېدونکوډبرواوداوسپنې له ټوټوڅخه په غاړه کې پټ شول. هوایي تکتیکې افسر له دې امله چې نوموړودوه پیلوټانوښه دنده اجرا کړله، مننه وکړله. اودخاورودڅلي ترشا کسانودیوله بل سره په خوښی سره لاسونه ورکړل. تردغه مهاله نوموړي بريد ترټولوغوره بريد وه. چې دوی دغوښتنې لره سمه ترسره شوله. سبا سهاردبدلون لپاره، جنرال بسم الله خان به خوشاله وي. سټان ددې دپاره چې دترورېزم په ضد ریاست ته ددغه بریا په اړه رپوټولیكې اوهغوی ته هغه پیغام چې که چېرې الوتکه دهغوی په واک کې ورکړل شي په دغه لومړۍ کرښه کې به بمباري څومره اغېزمنه اوڅومره ویجاړتیا منځ ته راوړي. ډېر اوږد فکرسټان دترورېزم به ضد ریاست ته ددغه بریا په اړه درپوټپه لیکلوکې اوږد فکر اوډېره ستونزه وگاله څوهغوی ته هغه پیغام چې که چېرې الوتکې ددوی په واک کې ورکړل شي پردغه لومړۍ کرښه باندې به بمباري څومره اغیزاو ویجاړتیا رامنځ ته کړي، ولیږدوي. دکابل سره په لومړی کرښه په همغه شپه نورې الوتکې دبمباری لپاره را ایله نه شوې.
 
(1)(Awacs) د هوايي خبرداري اړوند څانگه ده. ژباړن
(1) يو ډول روسي جوړ د الوتکې ضد توپ چې دوه جوړه خولې لري، او د روسي پوځونو پاتي شونې دي. ژباړن