
د احمدنګر کلا
د ١٩٤٢ د اګست ١٩
چو تخم اشک به کلفت سرشته اندمرا
به نا اميدى جاويد کشــــــــــــــــته اندمرا
ز آه بى اثرم داغ خام کارى خـــــــــويش
ز آتشى که نه دارم ، برشــــــــــته اندمرا
ګرانه ملګريه!
بيا هم هماغه د څلورو بجو مهال دى . چاى مې مخکې ايښې دى زړه مې غواړي چې تاسو بيا په تصور کې مخاطب کړم او څه درته وليکم خو که درته ليکم نو څه وليکم؟
ميرزا غالب د «رنج ګران نشين» حکايتونه ليکلي وواو د «صبر ګريزپا» شکايتونه يې کړي وو .
کبهى حکايت رنج گران نشين لکهى
کبهى شـــــــکايت صبر گريز پاکهى ([1])
خو دلته نه په درانه رنځ ناست شته چې هغو ته څه وليکم او نه له صبر څخه تيښتې شته. عرفي څه ښه ويلي چې ناصر على دده په ټول کلام کې چاڼ کړي دي.
من از اين رنج گرا نبار چه لذت يابم
که به اندازه آن صبر وثــــــــباتم دادند
که په دغه شعر باندې د خپل حال د بيان هڅه وکړم دا به يو ډول ځان ستاينه وي خو په دې کې څه عيب دى چې ددغه مقام د لذت پيژندلو نه بې برخې نه يم او ددې هيله لرم عرفي دا هم ويلي:
منکر نتوان گشــــــت اگر دم زنم ازعشق
اين نشئه بآ من گرنبود با ديگرى هست
چې دلته رارسيدلى يم نو يوازې له جيلر سره مې سابقه پيدا شوې ده. يو دوه ځله کلکټر اوسول سرجن هم راغلل خو هغه ورځ چې انسپکټر جنرال راغى له هغه سره په هماغه ورځ يو بل څوک هم راغلى و. جوته شوه چې له اى ، ايم ، اس سره تعلق لري چې ميجر ايم سينډک يې نوم دى او دلته ټاکل شوى دى. ما په زړه کې وويل :
چې سينډک مينډک به څوک وي ؟ کوم بل نوم به لري چې لږ مانوس او روان وي . فوراً را په زړه شول چې کوم وخت مې ليدلى وو چې د چاند بي بي په زمانه کې ددغې کلا د کلا دار نوم چيته خان حبشي و ما په دغه سړي باندې چيته خان نوم کيښود چې سر تر پايه ورسره لګيږي تر اوسه پورې لا دوه څلور ورځې نه وې تيرې چې دلته د هرچا په ژبه چيته خان و. بنديانو او د جيل کار کوونکو ورته هم په همدې نامه غږ کاوه پرون جيلر وويل چې نن چيته خان له وخته د مخه کور ته تللى دى ، ماوويل چيته خان څوک دى ؟ راته وويل شول: هغه ميجر دى بل نولاڅوک دى ؟
ما هيچ نگفتيم و حکايت به در افتاد
په هر حال دا جيلر غريب هم په کړاوو اخته شوى. د چيته خان سابقه داسې ده چې کله جاپانيانو پر “ انديمان” باندې قبضه ښخه کړه نو دې چيته خان هلته وظيفه درلوده ټول سامان یې هلته لوټ کړ شوى دى د خپلو برباديو کيسې وګړو ته کوي:
اگر مادرد دل داريم زاهد درد دين دارد
دا ځل له ټولو نه دې ته ډېره پاملرنه کيږي چې د زندانيانو هيڅ اړيکې له بهر سره پاتې نشي تر دې چې د بهر سيورې لا دلته ونه لويږي غالباً زموږ استوګنځى پټ ساتل شوى، اوس لکه چې احمدنګر هم د جګړې د پر اسرارو مقاماتو په څير د “ سم ويران انډيا” په حکم کې راغلى دى . وګورﺉد ناسخ يو زوړ شعر له دغه ځاى سره څرنګه ښه لګيږي.
هم ساکو يى کمنام زمانى مين نه هو گا ([2])
کم هو وه نگين جس په کهدى نام همارا
د کلا په هغه ودانۍ کې مونږ ساتل شوي يو چې هلته د چوڼۍ افسر اوسيده او کله کله د جنګي بنديانو له پاره هم له همدغه ځاى څخه کار اخيستل کيږي.
د بوثر د جنګ په زمانه کې چې بنديان هندوستان ته راوستل کيدل د هغوې د افسرانو يوه ډله همدلته ساتل کيدله. په تير جنګ کې هم د هندوستان جرمنان همدلته نظر بند وو او په موجوده جنګ کې هم د ايټالوي افسرانو يوه ډله چې له مصر نه راوستل شوې ده همدلته نظر بند وه.
چيته خان وايي چې زمونږ تر راتلو د مخه دلته د پوځي افسرانو د روزنې يو کلاس پرانستل شوى و. پرون یې زما د کوټې المارۍ ليرې کړه او راته يې وښودل چې يوه لويه توره تخته يې پر ديوال باندې جوړه کړې وه ما په زړه کې وويل چې غالباً به يې ددې له پاره مونږ دلته راوستلي يو چې اوس به دليونتوب او وحشت څه درسونه باقي پاتې وي
درين تعليم شد عمر و هنوز ابجد همى خوانم
نه دانم کى سبق آموز خواهم شـــــــد به ديوانش
د احاطې لويديځې خواته چې کومې کوټې پرتې دي چې مونز ته يې داستوګنې له پاره راکړي دي ، ددغه کوټو کړکۍ د کلا د احاطې په لوري پرانستی دی. پرکړکیو روشن دانونه هم شته . د دی له پاره چې زموږ سترګې زموږ په څير بهرونه ګوري دا ټولې کړکۍ يې بندې کړي دي . ديوالونه يې زمونږ تر راتلو دمخه اخيړ کړي دي او سپين رنګ يې ورکړى دى چې زمونږ تر راتلو لا دا رنګ نه و وچ شوى چې لاس به مو ور وړ خاپ به يې ور باندې ښکاريده او داسې خاپ به ورباندې ولګيده چې بيا به نه ليرې کيده:
هر داغ معاصى مرا اس دامن تر ســــــى ([3])
چون حرف سر کاغذنم ساتهـ نهين سکتا
ديوالونه يې داسې اخيړلي چې لاندې باندې هغه خوا دا خوا هيڅ وت نه دى پاتې شوى او که د کړکيو څخه د ګناهونو هر داغ لکه پر لانده کاغذ روشندانونه پاتې هم واى ، زموږ نظرونه به د ډبرو پرديوال لګيدلي واى او بيرته به مونږ ته رامنعکس شوي واى خو زموږ دومره قدر نظرونه هم د زغم وړ نه وو او خطرناک ګڼل شوي وو او دروشندان ښيښې يې هم بندې کړې وې:
هوس گل کاتصور مين بهي کهټکانه رها
عجــــــــــــــــب آرام ديابى پرويالی نې مجهى ([4])
د کلا دروازې شپه او ورځ ساتل کيږي او په کلا کې دننه هم وسله وال کسان ګرځي راګرځي نو بيا هم زمونږ د ساتلو له پاره لږ ترتيبات نيول شوي دي. زمونږ د احاطې شمالي خوا پخوا پرانيستي وه او اوس لس لس فوټه ديوالونه شوي دي او دروازه يې په کې جوړه کړې ده چې په دغه دروازه باندې د شپې او ورځې پهره ولاړه ده ، دلته ټول پوځيان انګريزان دي : له جيلر او څوکيدار نه پرته چې کله کله بازار ته له سودا پسې ځي نور هيڅ څوک بهر ته نشي وتلاى ، دا هم ضروري ده چې که څوک له در وازې نه تيريږي پهردار به يې لټوي. پهره دار هم لوڅوي او لټوي يې. دى جيلر ته ورځي او ورته د لټوونکي له لاسه ژاړی خو څوک يې خبره نه اوري تيره ورځ چې جيلر راته هغه يې هم لوڅ کړ او ويې لټاوه او ويې ويل چې : دا هم د اوښ بچى دى .
له بازار نه د سودا راوړلو انتظام داسې شوى و چې دکلا په در وازه کې يو پوځي دفتر دى چې د مشر تلېفون ور سره نښتى دى . نو څه چې له بازار څخه راوړل کيږي . لومړى هلته ايسارول کيږي او کتل کيږي بيا مر بوط افسر لوى افسر ته تلېفون کوي چې پلانى څيز یې ،چې په دې شکل او څيره دى، راوړى دى. مثلاً په ټوکرۍ يا په دسمال کې دى ، د ټين په کوتۍ کې دى. نو له دې اطلاع نه وروسته جيلر له احاطې نه دروازې ته ورځي او لوى افسر ته راوړل شوى څيز ورښيي او دلته بيا لټول کيږي، که په ټوکړۍ کې وي هغه خالي کوي اوښه يې لټوي چې کوم څيز خو به په کې پټ کړای شوى نه وي . خوږه او اوړه خوښه لټوي ځکه چې ډېر څه ور لاندې پټول کيدلاى شي. هغه پهره دار چې له پونا څخه له بنديانو سره راغلى دى هغه اوس په خپله لکه بندي داسې دى . نه له احاطې څخه وتلاى شي او نه کور ته ليک را استولاى شي. جیلر هم خپل کورته لیک نه شی استولای چې له دې لارې بهر ته کوم خبر تير شي. هغه ژاړي او وايي تش يوه ورځ رخصت راکړئ چې پونا ته لاړ شم او بيرته راشم خو څوک ورته غوږ نه ږدي . دلته چې هر څوک ګورې هاى هاى کوي. دې صورت حال د ضرورياتو په لاس ته راوړلو کې ډېر جنجالونه او کړ کيچونه پيدا کړي دي چې چيته خان ته و ګورﺉ د کوم مشکل غوټه خلاصوي خو هيڅ غوټه نه شي خلاصولاى. لومړى مشکل د ډوډۍ پخوونکي و. له بهر نه خو هيڅ نه شي راتلاى، که کوم داسې بندي وي چې غټ جرم يې کړى وي او عمر ي بندي وي او په ډوډۍ پخولو پوه وي چې کار ترې واخيستل شي، خو داسې بندي هم نه شته. انسپکټر جنرال راغى ويل يې په دې جيل کې هر راز بنديان شته خو ډوډۍ پخوونکي بندي په کې ورک دى او داسې کوم کم بخت بندي په کې نشته:
کس ندارد ذوق مستي می کساران راچه شد
په بنديانو کې په دوو تنو د ډوډۍ پخوونکو تور لګول کيده خو پر دواړو دا تورونه لګيده او د نظر يې دا شعر د حال په ژبه تکراريده:
تا منفعل زرنجش بيجانه بينمش
مى آرم اعـــــتراف گناه نه بوده را
چيته خان چې دلته راغلى ،ددې لاينحله غوټې د خلاصون پسې دى. هره ورځ راته د خپلو نا کاميو داستانونه اوروي:
اگر دستى کنم پيدا نه مى بينم گريبان را
يوه ورځ خوشاله خوشاله راغى او دا خبر يې راووړ چې په ښار کې يو ډېر ښه آشپز ډوډۍ پخوونکى پيدا شوى. کلکټر په تلېفون کې راته وويل چې سباته به په کار پيل وکړي.
صبا به خوش خبرى هدهد سليمانست
که مژدۀ طرب از گلــــــــــشن سبا آور د
بله ورځ څه ګورم چې سبا ته يې رښتيا يو دنګ سړى دننه راواسته معلومه شوه چې هغه آشپز همدغه دى:
آخر آمد زپيش پردۀ تقدير پديد
خو معلومه نه وه چې په دغه بې وزله څه شوي وو چې په راتلو خو راغى خو داسې واراخطا اوله ځان ورک و لکه چې د بدمرغيو غر يې په سر لويدلى وي، چې معلومه شوه هغه داوه چې دا واقعي ښکار د کلکټر په دام کې لويدلى و، څه خو د حکومت زور و او څه د مياشتې د شپیتو روپو د تنخوا مينه وه او دا اجل نيولى په دام کې ونښته ، که په خير کلا ته دننه راوستل شي کار به جوړ شي خو دلته د لوى افسر سره د آشپز د ساتلو خبره لاپاتې وه هغه د پونا دصدر د دفتر انتظار ايسته نو ځکه يې دا ښکار فوراً کلا ته راننه ايسته . اوس که ده ته د کور د تلو اجازه ورکول شي امکان لري چې په ښار کې به خبره خپره شي او ډېر امکان شته چې کوم چالاک له دغې معاملې نه کار واخلي اودا ډوډۍ پخوونکى به د پيغام د ورړلو راوړلو وسيله شي او که دلته يې په کلا کې دننه وساتو نو چيرته به يې وساتو، بايد داسې يو محفوظ ځاى وي چې هلته هيڅوک ځان ورونه رسولاى شي. دا د کلکټر هوښياري ده او که بې عقلي چې دا آشپز يې راووست او بندي خانې ته يې راواستاوه ځکه چې له کلانه پرته په بل ځاى کې محفوظ ځاى نشته. چې کلا ته راغى نو دې احمق او د شپيتو روپو مينې په غم لتاړ کړ:
که عشق آسان نمود اول ولى افتاد مشکل ها
په هر حال دوه ورځې يې په يو راز تيرې کړې او دريمه ورځ هوش او عقل هم ځواب ورکړ او ډېر بې صبره او بې تابه شو. زه ګهيځ په کوټه کې ناست وم او څه مې ليکل چې نا څا په څه اورم چې بهر ډېر شور ، چيغې ژړا ده داسې معلوميږي چې يو څوک سانيولى يو څه وايي او ورسره ژاړي لکه چې هغه صورت حال دى چې خسرو ويلي:
قدرى گريد وهم بر سر افسانه رود
چې بهر راووتلم يوه عجيبه منظره ګورم، چيته خان له ديوال سره نيغ درول شوى ولاړ دى او په مخ کې يې آشپز رغړى او ټول پهره داران چا پيره ولاړ دي او بنديان هم له کوټو څخه راوتلي دي او کتار ولاړ دي لکه چې ددې ځاى ټول وګړي همدلته راټول شوي وو. چيته خان وايي ته هيڅ واک نه لرې چې له دغه ځاې څخه ووځې. خو آشپز چيغې وهي چې دا واک لرم او ته هيڅ واک نه لرې چې زما مخه ونيسې ما چې دا جبر او اختيار وليده د نعمت خان عالي هغه قطعه راياده شوه چې د مختار خان په غندنه کې يې ويلې وه اود خزانۀ عامره صاحب ددې په شرح کې ډېر زيار ايستلى دى:
اين دليل از جــــــــــــــــــــــــــــبر مى آورد و آن از اختيار
اين سخن هم درميان مانده ست امر بين بين
ډوډۍ پخووکى د دوى په منځ کې معلوميده چې دده په څير وګړو په هکله ويل شوي دي:
قومى به جد و جهد گرفتند وصل دوست
خو چيته خان په دې خبره زور اچاوه چې :
قومى ديگر حواله به تقدير مى کنند
جيلر وويل چې حقيقت هر څه وي خو د جبرو اختيار تر مينځ مذهب بايد اختيار کړاى شي او بله چاره نشته. دده نظر د اشاعره وو پر “کسب” او د شو پن هاور پر “اراده” باندې لويده:
گناه گر چه نبود اختــــــــــــــيار ما حافظ
تودر طريق ادب کوش و گو گناه منست
ده آشپز ته قناعت ورکاوه او ورته يې ويل چې دومره سر زوري مه کوه او يو مياشت خو تيره کړه بيا به کور ته د تلو اجازه درکول شي، خو په ده باندې پند او ورم اغيزه نه کوله او چې ديوې مياشتې يې واوريدل نو نور يې په کاليو څيرولو پيل وکړ.
ماښام چيته خان راغى نو ما ورته وويل چې څوک دومره مجبورول ښه کار نه دى . فوراً يې رخصت کړﺉ او که هغه په زور را ايسار کړﺉ مونږ دده د لاس کړې مړۍ نه خورو. همدا وه چې بله ورځ يې خوشې کړ د شنبې په ورځ معمولاً کلکټرراغى ، نو معلومه شوه په کومه ورځ چې خوشې کړاى شو خپل پوزکى يې ونغښت په اورګاډي کې سپور شو او په خپله مخه لاړ چې بیاونه ليدل شو.
کرده ام توبه و از تو به پشيمان شده ام
کافرم باز نه گويى که مسلمان شده ام
دا خو د آشپز سر ګذشت وو خو دلته داسې ورځ نه وه چې نوى خبر به نه پيدا کيږي. د آشپز پسې د حجام مسئله رادمخه شوه هغه لا حل شوې نه وه چې د دوبي سوال سر راپورته کړ د چيته خان ټول وخت په نوکانو تيره کولو کې تير يږي خو دده په کار کې داسې مشکلات موجود دي چې د حل مخه يې نه ليدل کيږي.
ابوالکلام
[1] - کله د درا نه رنځ کيسې ليکم او کله تښتيدونکى صبر نه شکايت او مانه کوم.
[2] - زموږ په څير نوم ورکې به په زمانه کې نه وي هغه غمى ورک شوى چې زموږ نوم ور باندې کندل شوى دى.
[3] - زما ! له دغې لنډې لمنې څخه د ګناهونو هر داغ لکه پرلانده کاغذ باندې د توري په شان نه شي ليرې کيدلاى.
[4]د ګلو د هوس هيڅ تشويش را سره نه شته بې پروبالى عجب آرام راکړی دى .