
موږ غواړو چې اوس ټول له سعودي عربستان سره و اوسو
په یوه داسې هڅه کې چې د مختلفو مسلو په اړه د ایران د شاه په فکر ډیر زیات پوه شو ، د عیسویانو د مذهبي اختر کریسمس د رخصتیو په موسم کې امریکايي ورځپاڼو د شاه یوه میاشت دمخه مرکه خپره کړه چې له یوه ایټالوي خبریال اوریانا فلاسي سره یې تر سره کړې وه .په دغه مرکه کې شاه په ډیر احتیاط سره داسې تصویر ور کړی وو چې هغه د لویدیځ یو ملګرۍ او یو خیر غوښتونکی واکمن او د یوې مینه ناکې کورنۍ غړی دی . د ښځو په اړه د هغه نظر داسې ووچې ویل به یې « تاسو به هیڅکله د هغوی له شتون پرته کوم ماشوم ونه لرۍ ،تاسو به هیڅکله ښه خواړه پاخه نشي کړی خوکه ښځه وي دا هرڅه په اسانه امکان لري.» د ډیموکراسي په اړه د هغه نظر بل ډول وو (زه ددغې ډیموکراسۍ هیڅ اړخ نه غواړم ، دا ټول ستاسو دي ،تاسو کولی شئ دا وساتئ ، تاسو نه وینئ؟ستاسو ښایسته او په زړه پورې دیموکراسي )، او نفاق یا اختلاف ؟(هغه څوک چې د وژنو جرم یې تر سره کړی هغوی باید ژر ووژل شي . خو ددې لپاره نه چې دوی کمونستان دي ،بلکې ددې لپاره چې دوی ترهګر دي .)
ډیرو امریکایانو داسې فکر کاوو چې دوی به هیڅکله شاه له هره اړخه ونشي پیژندلی ، خو هغه څه چې دوی اوس د هغه په اړه پوهیږي دادی چې دوی یې ډیر نه خوښیدل .یوې میرمنې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ایډیتور ته ویلي وو «د ایران د شاه خوږ تصویر په منظمه توګه د امریکا په مطبوعاتو کې موجود وو او هغه هم د هغې مرکې له برکته چې تاسو خپره کړه . » زه په دې وروستیو ورځو کې له یوه قیمتي سفر (ایران) څخه را ستنه شوې یم . «په نوم سپین انقلاب نور په ماتیدو وو او له ماتې سره مخا مخ وو.« ډیرو کلیو کې خلکو نه بریښنا او نه هم د نل پاکې اوبه در لودې . د بیسوادۍ کچه ۷۲ په سلو کې وه او پاته یې لوستي کسان وو. ډیر کم مخالفت ددې لامل کیده چې خلک ونیول شي او د پولیسو په بدنامو ادارو کې وځورول شي . د تهران له ګڼې ګوڼې ډکې او چټلې کوڅې دنه شمیر وړ وې او اوسیدونکو یې داسې عصري ژوند پکې کاوو چې د نه باور وړ وو. ارزښت یې ډیر د ستایلو وړ نه وو . په دغو کوڅو کې خلکو ډیر ارامه او خوشحاله ژوند در لود . ما ولیدل چې یوه ایراني د شاه او د هغه د میرمنې د ژوند دوعا وکړه.« الله دې د باچا ښځه (ملکه) له هر مصیبته وساتي . زه باور نشم کولی چې هغې میرمنو ته څومره خدمت کړی دی .»
د سي بي اس CBS امریکايي تلویزیون په یوه یو ساعته خبري پروګرام کې چې له نیوکو ډک وو د ایران شاه راڅرګند شو او هڅه یې وکړه چې له ځانه دفاع وکړي . له شاه سره مرکه کونکی خبریال مایک والاس وو . دغه پروګرام چې د فبرورئ په ۲۴ نیټه د یکشنبې په ماښام خپورشو یوازې له خرابیو جوړ وو . شاه په روښانه ناروغ اوعصباني بریښیده . هغه په دې پوښتنه سخت ولړزیده چې ورنه وپوښتل شو «په ایران کې فساد موجود دی ولې ؟» هغه د تېلو په امریکايي کمپنیو ولګاوو چې د تېلو د بندیز د ماتولوهڅې کوي او په پټو ټانکرونو کې د امریکې متحدو ایالتونو ته تېل قاچاق کوي .هغه وویل: «دوه که درې ځلې د سمندر په منځ کې دا ډول ټانکري بیړۍ نیول شوي او لیدل شویدي.»
هغه د تېلو د پلور په اړه وویل چې « د یوه ځای لپاره تېل پیرل کیږي او یوه بل ځای ته بیا انتقالیږي .» هغه روښانه کړه چې د امریکې متحده ایالتونو په واقیعت کې د تېلو کمبود نه لاره . په لویه کې دوی د بل هر وخت پر تله ډیر زیات تېل وارد کړي وو . » نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ور کړ چې « د شاه دغو څرګندونو واشنګټن ولړزاوو، ځکه چې دوی د ولسمشر نیکسون اداره هم د تېلو د بندیز په لانجه او ستونزه کې د کورنیو د لایلو له مخې ښکیله او پړه بلله . »
بیل سایمون په دا بله ورځ کپیټول هییل ماڼۍ ته ور وغوښتل شو چې پر شا د لګول شو یو تورونو په اړه ځواب ور کړي چې څوورځې دمخه یې پر هغه لګولي وو .هغه په واضح ډول په بل انداز کې راغی . نا څاپه د هغه را غوښتل د هغه د بوخت تقسیم اوقات له کبله ګډ وډ شو . هغه ډیره بیړه در لوده او له نورو یې هم وغوښتل چې ژر هر څه ور سره خلاص کړي چې خپلو کارونو ته ولاړ شي . نا ببره هغه خپل سر د خپل موټر د دروازې له څنډې سره وواهه . د هغه د روغتیايي خدماتوغوښتنه وکړه ، خو د جراحي چارو دتر سره کیدو یا د هغه د ټپ کنډلو د خدماتو غوښتنه د کمیټې د مشر لخوا له پامه وغورځول شوه . سر یې په بنداژ وتړل شو او هغه ،۵ ساعته په بنداژ تړلي سر او درد سره په ډیرې ستونزې تیر کړل . هغه وویل چې «له ډیر زیات درد او نا راحتۍ او د وینو له بهیدو سره سره د کانګرس غړو پر ما غوصه ناکې نارې سورې وهلې او په سختو پوښتنو کې یې را چار پیره کړم . » هغه ددوی مخونه را تاو کړل او په ډیر نا راحتۍ سره یې د شاه ټول تورونه پر دوی ور وغورځول .هغه د تېلود بندیز په اړه نه یوازې دشاه نظر بې مسولیته وباله بلکې له مسخرې ډک او لیونۍ ډوله یې وګاڼه . »
وروسته د کلو لینډ د سیمې د کانګرس یوه غړي چارلیس وانیک د شاه صفت پیل کړ او په دغه ډګر کې یې خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړې .
سایمون یې په ځواب کې وویل « ایا تاسو ماته دا وایاست چې د ایران شاه یا باچا چې په نړۍ کې د تېلو د برخې مشهور متخصص دی په دې نه پوهیږئ چې هغه دڅه شي په اړه خبرې کړیدي؟ دا هغه څه دي چې زه یې تاسو ته وایم »
هغه بیا د سنا د فرعي کمیسیون په وړاندې ښه ونه ځلید .
یوه سناتور هنري سکوپ جاکسون وویل:« ښاغلی سایمون ، زه به دا در ته ووایم چې موږبه د اپریل په میاشت کې د یوه لوی بمب چاودنې په اړه له تاسو سره حساب کتاب وکړو.» د جاکسون تبصره هغه ته یو ډول نیښ ور کول وو .د ښاغلي سایمون وضیعت سر ګردانه وو او تر دې دمخه د ۲۴ ساعتونو ترپټو عملیاتو لاندې وو ،ځکه چې د انرژۍ د کموالي له کبله د قهر جنو امریکایانو لخوا د مرګ د ګواښوونو کچه لوړه شوې وه . یو ځل چې د سایمون کورنۍ په یوه کالج کې د فوتبال په یوې لوبې کې برخه واخیسته نو د اړوندو ما مورینو د خلکو ګڼه ګوڼه یو خو ا او بل خوا ټیله کړه او دوی ته یې ځای پاک او څو لیکې شاته یې کښینول .
د سایمون یوې لور کتیا سایمون وویلې «زما په یاد دي چې مخفي ما مورین زموږپه ژوند کې هر چیرته موجود وو . زما په یاد دي چې مخفي ما مورینو له ښوونځي یوه ورځ مخکې زه مکډونالډ ته بوتلم»
په کپیټل هاوس ماڼۍ کې د سایمون له تاییدیدو دوه ورځې وروسته یوې معتبرې منبع د اسوشیتید پرس له دفتر سره اړیکه ونیوله او ورته ویې ویل چې« سایمون د شاه په غندلو سره ډیره لویه تیروتنه وکړه او د خزانې د وزیرپه توګه د جورج شولتز د ځای ناستې په توګه یې خپل چانس ته لویه ضربه ورسوله . »
یوه بله مقاله چې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوه د امریکې حکومت ته یې خبر دارئ ور کړ چې «د سایمون وروستۍ تبصرې په ایران کې د خلکو او حکومت غوصه را پارولې او ټول یې خفه کړیدي .
«د ایران شاه په واشنګټن کې له خپل سفیر زاهدي سره څو څو ځله په تماس کې شو.» ددوی تر منځ داسې خبرې اترې هم وشوې چې هغه له واشنګټن څخه بیرته ایران ته را وغواړي . په همدې وخت کې د امریکې ولسمشر نیکسون په رسمي او شخصي ډول فوق العاده ګامونه پورته کړل او د سایمون له تبصرې څخه یې ځان لیرې وښوده او هغه یې د سایمون شخصي نظر یات وبلل . هغه د ایران له شاه څخه په یوه لیک کې د سایمون د خبرو اترو په تړاو بښنه وغوښته او دا د هغه د پیښمانۍ له اړخه خورا مهم لیک بلل کیده .
سایمون له دې وروسته په دې ښه پوه شو چې د ایران شاه په واشنګټن، په امریکايی رسنیو ، په کپیټول هیل یا د خزانې په وزارت، سپینې ماڼۍ او نورو امریکايي ادارو کې څومره ډیر زورور ملاتړي لري .خو تر دې مهاله هم هغه د ایران له شاه سره د ولسمشر نیکسون او کیسنجر د هغې پټې معاملې د تاریخ په اړه په څه نه پوهیده چې د دریواړو ترمنځ ترسره شوې وه. د هغه لپاره د غه پیښه یو درس وو چې په څه ډول یو پټ ځواک په واشنګټن کې په ځینو بهرنیو مهمو مسلو اغیز لري . دارنګه دا دهغه لپاره په واشنګټن باندې د پهلوي کورنۍ د سیا سي اغیزو د یوه چتر پر ضد د یوه مهم برید پیل وو .سایمون یو خوشبینه سیا ستوال وو چې په بهرنۍ پالیسي کې یې په اخلاقي موضو عاتو ډیر باور درلود. خو شاه هغه ویرولی وو . هغه وروسته وویلې :«زما په نظر د ایران شاه یو ناپوه ،بې معلوماتو، بې عقل او لیونۍ انسان وو چې هغه ته یې هسې وهم ور غورځولی وو ا و ډیر دوه مخی شخص وو . »