
مولانا فضل الرحمان چې غواړي له پنجابیانو نه هم ځان په پاکستان مین وښيي او د پاکستان د اسلامي جماعت مشر هم ځان بولي په وار وار فتواګانې ورکوي چې په افغانستان کې جهاد روا دی. ځینې ساده ګان چې په پاکستان کې یې شمیر کم هم ندی او له ډول ډول اقتصادي او ټولنیزو ستونځو سره هم مخامخ دي، بیړه لري چې زر تر زره د ژوند له ناخوالو او بدبختیو نه ځانونه خلاص او د افغانستان له لارې ټرانزیټ جنت ته لاړ شي. خو جنت ته تګ دومره اسان او ساده کار هم ندی. دوی د دې لوی خېټي زېړپګړي او شیطان صفته سیاسي ملا په خبرو غولیږي او افغانستان ته په اصطلاح د جهاد لپاره راځي. خو زمونږ په هېواد او اسلام مین ملایان او دیني عالمان د ده پرخلاف په افغانستان کې جهاد ناروا بولي او زمونږ د ملي اوردو په هېواد مین سربازان او خاوره ساتونکي شکر دی بیدار دی او د جنت پر ځای دوی دوزخ ته لیږي. ځکه چې په ماینونو، بمونو او یا هم پر ځان پسې د تړلو بمونو په مټ بیګناه مسلمانان، ښځې او کوچنیان په شهادت رسوي. پلونه تخریبوي، مکتبونه او روغتونونه آلوزوي.
پاکستان چې د آی اېس آی نظامیانو او د دا ډول ملایانو له لاسه د ګوښېتوب یا تجرید په حال کې دی د ؤلسمشر اشرف غني رسمي سفر د دې ملک لپاره یو ښه زیرۍ ؤ. ځکه خو یې هم د نوموړي ښه میلمه پالنه وکړه. اشرف غني هم پدې سفر کې پاکستان ته لوی امتیازونه ورکړل. خو له بده مرغه اشرف غني سم کابل ته لا نه ؤ را رسیدلی چې د پاکستان د صدراعظم او همدارنګه د ملي آمنیت سلاکارسرتاج عزیز له بي بي سي سره په مرکې کې وویل چې « پاکستان ولې د هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې دوی ته خطر نه پېښوي. افغان طالبان او د حقاني وسله واله شبکه د افغانستان مسله ده او افغان حکومت باید لدوی سره خبرې وکړي...»
دا یو ښکاره ثبوت دی او ټولو نړیوالو ته روښانه ده چې پاکستان د خپل بقا لپاره تروریستې ډلې ساتې او د خپلو ګاونډیانو افغانستان او هندوستان پر ضد یې کاروي. که غواړي چې تجرید نه شي، پاکستان ته پکار ده چې له نړۍ او په تېره بیا له افغانستان سره له منافقته لاس واخلي او په سمه لار روان شي او که چېرې د مولانا فضل الرحمن چې تل په افغانستان کې د جهاد د روا بللو په موضوع شخوند وهي خوله
نشي تړلئ، نو لږ تر لږه د سرتاج عزیز په شان د لمبربدلو پنجابیانو خولې خو دې ور وتړي.
افغانان سترګې په لار دي چې د پاکستان ژمنې د عمل په ډګر کې ووینې.
په ګران هېواد او سیمه کې د سولې او سوکالې په هیله.