
داسې څوک شته چې تل يې درته رښتيا ويلي وي ؟ په همدې سوچونو کې وم ،چې هغې ته مې پام ورواوښتو .د لمر زرينې وړانګې يې په تندي کې ځليدلې.او دغرنيو تيږو له منځه د رابهيدلې سپينې چينې په څير زما د سترګو په وړاندې وﻻړه وه .
موسکۍ شوم او خوا ته يې ورغلم ، د خزان وهلې پاڼې په څير يې ټول وجود له کرښو ډک و. ښه ورته ځيره شوم خو هغه ﻻ چپه وه او د يوې سوبمنې پيغلې په څير يې خپلې اوښکې د حيا په پلو کې خوندي کړې وې.
ما دهغې په څيره کې د کرښو او تصويرونو د لوستلو هڅه کوله خو له خپل ځان پرته مې نور هيڅ وه نه ليدل. په تندي کې د سوچ ګونځې او دخپلو سترګو تت انځورمې ،د هغې په څيره کې بيا وليد.خو دا ځل يې راته وويل :
تاسو انسانان عجيبه مخلوق ياستئ،تل غواړئ رښتيا واورئ ،سره له دې چې د اوريدلو زغم يې نه لرئ .تاسو له رښتيا څخه ويره لرئ ، له رښتيا تښتئ ، د رښتيا په اوريدلو په غصه کيږئ او په بغاوت ﻻس پورې کوئ ، او پايلې يې بيرته تاسې په خپله زغمئ هم !.
وګورئ ماته !زه په فطرت کې تيږه يم خو بيا هم ستاسو د زړه نغمې اورم .تل په چپه خوله او په ورين تندي ستاسو مخې ته ولاړه يم ،پرته له دې چې ستاسو څخه د څه تمه ولرم هر څه اورم اوبيا هم تاسو ته رښتيا وايم.
تاسو ټول چې زړونه لرئ بيا د تيږو په منځ کې ولې زړونه لټوئ ؟ تاسو چې په خپلو زړونو کې سره او سپين لرئ بيا دتورو تيږو له منځه،د راايشيدليو چينو په غيږکې د څه تمه لرئ. ؟ تاسو چې په خپله رڼې او تودې اوښکې لرئ نو بيا د کنګل شويو اوبو څخه ولې د تودو اوښکواحساس غواړئ ؟ کله مو چې د زړه سمندر په څپو راځي ولې د هيلو بيړۍ د توپان غيږې ته ورسپارئ ،ولې يې د ژغورنې هڅه نه کوئ ؟ کله چې شپونکی ستاسو د زړه په لمن کې کيږدۍ وهي ولې يې د شپيلۍ په ستوني پښه ږدئ؟
تاسو به له ډيرې غصې نه پر ما ﻻس پورته کړئ ،خو زه تيږه يم درد نه احساسوم درد به تاسو زغمئ ځکه اوس هم ستاسو په ﻻسونو وينې راروانې دي ، تاسو چې هر ځلې زما په څيره کې دا کرښې ګورئ نو له خپله ځانه به کرکه کوئ .سره له دې چې زه ماته هنداره يم خو بيا به هم تاسو ټولو ته د تل لپاره رښتياو وايم .زه په فطرت کې تيږه يم او تيږه د ويرې احساس نه لري!!!