
خبریې راولیږه چې رسنۍ راوغواړي او دحقاني شبکې د دووتنوقوماندانانودوژنې په باره کې جزیات ورکړي.
دامنیت امراو جنایي امر ته مې دنده ورکړه چې سیمې ته ولاړشي او واقعیت راته معلوم کړي.
۱۰ بجې راته ددفترمشر راغۍ ویل یې چې دبهرنیوځواکونو ژباړن وایې چې پېښه یې درسنیو سره شریکه کړه، که نه؟
ماورته ووې چې تراوسه نه.
ــ ولې؟
ـــ تراوسه راته خپلومسؤلینودپېښې جزیات ندي راکړي.
ـــ سمه ده.
په ناراضتیا یې پوهه شوم چې خوښ نشو.
دغرمې ۱۲ بجې شوې آمردامنیت اودجنایي دواړه راغلل ویل یې چې پېښه بیخي پیچلي ده، ځایي اوسیدونکې وایې چې بهرنیانوبیګا دوه تنه دبګرام زندان نه راخلاص کړل او دشپې یې په تیاره کورونوته ولیږل، خوکورو ته پرلار دخانې خوړ چې دخوست مرکز دصبریو،باک اوځاځي میدان سره نښلوي، په منځ کې دبهرنیوځواکونو له خواپه شهادت رسیدلي دي.
مازدیګرمهال دبهرنیوځواکونوکاروان سیده زمادفترته راغۍ اوپه ونه دنګ بهرنۍ فوځي دژباړن په ملتیا زما دفتر ته راننوتل.
له مقدماتي پړاوونو وروسته یې راته وویل چې درسنیوسره دپېښه شریکه کړه، که نه؟
مال نه!
ـــ ولې یې نه شریکوې؟
ـــ وژل شوي کسان عام خلک دي اوزه یې پېژنم.
ـــ ته پوهیږې چې چاسره خبره کوې؟
ـــ بالکل زه پوهیږم.
په تلو تلو کې یې راته وویل چې کولای شې چې په کوم بل ځای کې راسره ووینې؟
ــ هرځای چې تاسو غواړئ زه حاضریم
ــ کولای شې چې په سالارنو (صحراباغ) کمپ کې راسره ووینې ؟
مال بالکل.
کولای شې چې په زاړه هوایي میدان کې راسره ووینې؟
مال هو کولای شم.
ــ کولای شې چې ستاپه دولتي کور کې راسره ووینې ؟
مال هرځای چې تاسو ته خوند درکوي.
بې لدې چې رخصت واخلي اویا ځای په نښه کړي، زغراوالو ته وخوت او ولاړ.
په سباګهیځ مې دځینوقومي مشرانوسره غونډه درلوده اوپه ځینوقومي ستونزوباندې موبحث درلود.
تیزه غړمبااوخړې دوړې مې په نظرراغلې.
دکړکي لوري ته مې فکرشو چې ګورم دبهرنیوځواکونویوه څرخي الوتکه دولایت دپاسه په هواکې ګزمه وهي اویوه بله په ولایت کې دکوزیدوپه حال کې ده.دغونډې نه راووتم اود ولایت مقام ددفترمخې ته په دهلیزکې ودریدم،چورلکه په ځمکه کېناسته اودبهرنیوځواکونویومشراوبل هغه پرونۍ کس ترې راښکته شول،سیده زماپه لوري راغلل اوزمامخې ته پراته میزته مخامخ ودریدل.ژباړن راته وویل چې داکس همدا اوس د ایساف دمرکزي قوماندانۍ (بګرام) نه راغۍ اوغواړي چې له تاسره په تیره شوي موضوع بحث وکړي. ماورته هرکلی ووایه او ورته مې وویل چې مهرباني دوکړي،
دایساف استازي راته وویل چې موضوع ولې له رسنیوسره نه شریکوې؟
ورته مې وویل چې وژل شوي کسان عام اوبې ګناه ملکیان دي.
دسړي تندی تریو شو اومخ یې سورشو اوویې ویل چې ته پوهیږې چې پدې کړنوسره ستامقام په خطرکې دی اوپه دې سره یې دسوک په واسطه په میزکلک ګذاروکړ اوویې ویل چې ته به ډیرپاتې نشې؟؟؟؟؟؟
ماورته وویل چې په ولایت کې مې دغ .... هم بند نه دی اوپه دواړولاسونو کې مې ورته ونیوه.
ددې خبرې په اوریدسره سړی نورهم پسې سورشو اوپه غصه کې دچورلکې په لوروخوځید اووالوت.
په دې وخت کې ټول قومي مشران له ولایته ووتل، زه، ساتونکې مې او زامن راسره پاتې شول.
په سبامې دPDC غونډه درلوده، په غونډه کې دایساف استازی هم ناست وو.زه یې چې ولیدم نومخ یې رانه تاو کړ.
خوما بیخي شاورواړوله ماوې زه دچانه کم یم څه!!!!!!
دغونډې په وروستي برخه کې دایساف قوماندان راغۍ اوویې ویل چې که موضوع حل نکړې ستاله کوره تاوشي هسکوګان(خړبوجونه) لیري کوو.
ورته مې وویل چې همدااوس یې لیري کړه.
چوپ راوان شو اوووت.
په سبا د جمعې مبارکه ورځ وه اوزه په کورکې وم.
یونفرراته راغۍ اوراته یې وویل چې دایساف استازی غواړي راشي، خو وایې چې غرمه به راته تیاروي.
ماورته وویل چې بالکل د راشي او زامنو ته مې وویل چې ښه غرمه ورته تیاره کړئ.
دایساف استازی راغۍ او له ورایه یې سلام وکړ، راته یې وویل چې ما اوتا خو دا اوونۍ ډیره سخته تیره کړه، هرڅه چې وشول خیر دی، لدې وروسته به عادي ژوند کوو.
مال بیخي مې خوښه ده.
پای
دخوست دیوپخواني والي خاطره