غونډ جهان راته تور تم ولاړ په سر دى
پاك الله مې خوار زړګي نه ښه خبر دى
ولاړ دنيا كې خالي جسم يم عــــــالمه!
پروت مې روح و خيال د يار په در دى
نور دې ګرځي دين دنيا پسې هر لوري
هر څه هر څه ماته ستا ښــكلى نظر دى
ډب د اوښكو په سېلو كي پـــروا نشته
تياره اسمان كې اخير ستوري د سحر دى
وصالــــونه به ضــــــــــــرور وشي رحمتــــه!
د مينې لار كې چې مولا مو هم سفر دى
رحمتي ګيلانوال
ايران
۱۳۷۱/ ۲/ ۴
وروستي