ځارترداسې مشرانو!!

دخپلواكي نوييمه كالزه مومبارك
 دحكومت پلټني  به تل پرلويه شاهې لار له كابله  وكندهار ته تلې راتلې  ، دسورواو پيادو لښكرې و ې ، رباط پررباط يې اړول  خپله لاره   يې وهله په چايې كار نه درلود .شپې ورځې تيريدلې  يومهال له كابله يوه پلټن دكندهارخواته  تله چې رباط پررباط يې څو شپې  كولې  دشاوخواسيمو  ځخه يې  ليدنه كتنه كوله ، ددې پلټني مشر يو ګلمكي  وزير و چې نور هم ډير وزير ورسره و،  دپاچا خورا نژدې  او ر يښتني لاس په نامه  سړي اونوكران  و،  ډير منلى و، نوم يې هم پروت وو، كله چې شاجوئ ته راغلل  څوشپې يې   وكړي  پرخلکويې پسونه حواله كړل  هرخان  په نوبت ورته پسونه حلاله ول ، په جګه ملايې خدمت ته ولاړ ول اخير څنګه يې كړي وای  حكومت وو . د  ارغنداب ښكلو اوشنو دروته  يې سرونه ورښكاره كړل دچينو اوغلام نبات  په شنه اوزرغونه سيمه كې تم شول ، شاوخوايې دترنګ په غاړه ميلې  او تماشې جوړي كړې  ،دشاجوئ بيالې ته ورغلل  پروګرځيدل   ،خلكوچې پربيالې  دګرځيدو په اړه پوښتني كولې نو دوئ به ورته ويل چې موږ حكومت ګمارلي يوو اودبيالو حال اخلو پاچاته يې وروړو. خوپوهو  مشرانوته ددوئ ګرځيدل بې څه نه ښكاريدل،  دديوالونومازديګريو سيوروته يې خبري سره اړه ولې  ،  رااړه ولې ، هريوه خپله خبره كوله هلې ځلې يې كولې چې پر  نوريې ومني ، اوريدل ډير وو خومنل لږ ، چاويل دادپاچاپه امر راغلی په كوم شئ پسې ګرځي ، چابه ويل چې دلته اړه وي، چالاداهم ويل چې دحكومت په كاروباورنشته داسې نه چې دلته نورخلک راولي ، دپاچاله بدنيتې مودې خداى ساتي ،   له ګرځيدوسره يې دخلکو انديښنه ډيريدله ، دپلټنې مشربۀ له خلکوسره كله  نا كله داويل چې داډيره ښه سيمه ده ډيره مې خوښه شوه،  ښه لويه شنه وياله  كښت كروندې  اوپراخي ځمكي لري ، تاسو بختورياست چې پرداسې بياله پراته ياست .  بله  ورځ پلټنه ولاړه  خلګ هم خوشحاله شول  ارامه سايې وښكله چې ددوئ له شره خلاص شول ،
 څومياشتي تيرې شوي  پلټنه بياراغله  څو شپې يې وكړې بيرته ولاړه داسې لكه ددې سيمي چې يې پوره انځورونه له ځانه سره اخستي  وي . يوكال لانه وو وتلی چې  دكندهار له دارلحكمه سره يو ځاى  پلټنه راغله پر شاجوئ يې  واړه ول ،  اوازې  خپر ې شو ې  چې دپاچا  فرمان يې دشاجوئ خلکوته راوړى   . دشاجوئ بياله يې وزيروته وركړيده ، په دې اوازه سره په خلکوكې  ويره اوانديښنه خوره شوه ، څوورځي  ورسته يې دسيمي ټول خلك او دتوخې نيكه دپيرزو جلالزاونوروقومونو مشران  وروغوښتل ، دهغه وخت حكومت و مرغه پرنه شواي وهلاي  ، دزړه شونډي نه شواې ښوريدلاي چاله ځان سره دفكركولوتوان نه درلود، د  واك زړونه پټ ريږديدل او دناتوانو خو په ښكاره  لينګى كړپيدل ،مشران راغلل لويه غونډه جوړه شوه  دارلحكمه  تردرنواو ډاره ونكو .ځيږو خبروورسته وويل :
ماته ، پاچا خداى دې سلامت لري ، فرمان راكړى  دى  چې دشاجوئ په بياله كې دوزيرو څوكورونوته چې پاچاته ډيروفادراه دي  اودپلټنې دمشر نژدې  خلګ دي  ځمكې  وركړلی شي   ،دافرمان مې تاسوته ولوست ، دپاچاله امره د سرغړونكو سزا  خوتاسوته ښه  مالومه ده ښه پري خبرياست، نوريې ويلوته اړتيا نشته  .
په خلکوكې لږ لږ  ځوږشو، خوابدي شول ،  يوه سپين ږير ى سل زړونه سروتړل يويې ترينه جوړكړ توكل يې په خداى كړ  ورته پورته شوويې ويل :
ترپاچا قربان شم خداى دې سلامت لري  هر امريې زموږ دسر پرسترګو،صايبه  خو دا بياله  موږته حكومت راكړي ل له وخته داشاهې بياله زموږ د ه  نوتاسويې ولي نورته وركوئ هغه هم هغه داسمان وزيروته ، دحكومت خودخدا ى زورځمكي دي بل ځاى  دې وركړئ ،
دارلحكومه  له غوسې وخندل په ترخه خنداكې ورته وويل :
ښه يې واورئ  په دې خبروپسې سرمه خوږوئ  كه دسرسلامتيا غواړئ  ، نو ر ارام كرار كينئ  ا ود پاچا دامر اطا عت وكړئ ، كه په تيلوكې  داغل ، په غرابوكې كابل ته وړل  اوياموپه توپ پسې  تړل   خوښ وي نوبيا خپلي نارې پورته كړئ .
 خلګ چې دپاچاله ظلمه ښه خبرول نويې غوږنه كاڼه واړه ول  څه يې ونه ويل ، دوزيرو خلکوته يې په شاجوئ بياله كې ځمكې اواوبه ورجلاكړې ،كورونه يې راوستل دالته پكې ميشته شو ل،  وختونه تيريدل وزير وروورو ډيريدل ، ځايې خلګ يې ځورول ، نيښونه يې وراچول په اوبو اوورخه يې ورسره دخولې وهلوسره سره له سوټي كار اخيستل پيل كړل ،ورځ په ورځ ډيريدل ترځو په ځان ډاډ ه شول نويې په ځآيې خلکو پسې يې راواخسته، په زوريې له خپلو ځمكو اوكليووشړل دچازورنه پررسيدو خلګ يې ټول توپچي وو  پر رواناروانه ول ،ترحلالو په حرامو ، ترښه خبره په دعوو. ترخوښي په جګړو خوشحاله ول ، حكومت هم كلك پرولاړو    دنوروريښتيا او ددوئ درواغ نه سر ه برابريدل  خبري او غوښتني يې  منلې كيدې . دځآيې   خلکو په وس پوره نه شوه ، زوريې ونه رسيدو   له ناكامه شاو خواسيموته كډه شول ، په حكومت كې يې په دعوو عريضوپيل وكړ.  چاورسره منله خوران كمزور ي ول ،
وختونه تيريدل  ترڅو  دغازي امان الله خان پاچاهې شوه له فرنګيانويې ازادي واخستله ، دعدالت اوانصاف اودښه سړى توب اوازه يې هر لوري خپره شوه پر خلکورڼا شوه ،  ځآن اوژوندته يې اميد پيداشو،   دپيروزو دقوم مشران سره راټول شول له نوي حكومت دحق غوښتني لپاره يې جرګه وكړه ترځو خپل استازي ورته وټاكې چې دبيالې دعوه پرمخ يوسي ، جرګې    نظرمحمد خان دشاجوي دخواجكودكلي  مشر چې په خبره پوه زړه وراو ريښتنىىى   خدمت  كونكى سړى وو  دعزيزانو په خدمت كې يې   په قوم اوسيمه كې يې ښه نوم پروت وو خپل استازى وټاكو ، نظرمحمد خان ملاوتړله  ، مڼدي رامنډي او خبري   رواني شوې ،   خو ستونزه ددې پرځاى چې هواره شې لا يې زورواخيست ډيرې  پيسې يې مصرف كړي  خو ګټه يې ونه كړه ،
اخير نظرمحمدخان پريكړه وكړه چې خپله بايد غازى امان الله خان ته ورشي عريضه ورته وړاندې  او ټوله كيسه په خپله ورته وكړي .
 بل وخت اوازه خپره شوه  چې غازي امان الله خان غزني ته راغلى دى ، نظرمحمد خان له خپلو ملګروسره ورغلى ، پاچاته يې  عريضه ورته وړاندې كړي ،  خوپاچا امر كړى وو چې په  دي يوه اونۍ كې چې په غزني كې يم  ماته  به  څوك عريضي نه وړاندي كوي كه يې وكړه سخته سزاوركوله كيږي ، په ښار كې دااوازه هم ورسره گډه شوې وه چې پاچا امر كړيدى  ماته به څوك  عريضه نه را وړي كه يې راوړه سر يې  پرې كيږي  نظرمحمدخان چې هر ځونه هلي ځلي وكړې   ،عريضه يې چانه اخستله ،
په  دعوه كې  ډير ي منډي كړيې وې  ، ستړى ستومانه و، دخداى زورپيسې يې لګيدلې له حلالو خلاص شوي و   ،  ولاړى دغزن درود پرغاړه يې چورتونه ته ملاوتړله ، اخير يې داپريكړه وكړه چې  توكل په خداى مرګ مې  قبول ،  له هري لارې چې  كيږي بايد عريضه ورته وړاندي كړم  ،ليكل يې زده وو لږ ملاغوندي هم و  په خپله يې عريضه وليكله ، په پاكت كې يې واچوله ورغلى عسكر ته يې وويل :
_ زه پاچاصاب راغوښتی  يم  غواړم ورسره ووينم .
_ پاچاصا ب امركړيدى چې هيڅوك   مه راپريږده .
له ډيروزاريو وروسته يې ورته وويل  :
ښه چې داسې ده زه يې  راغوښتى يم ولې نه مې ورپريږ د ې  نوداسې وكړه داسركاري ليك دى   پاچاصاب ته يې ته خپله وروړه زه به دلته درته كينم ،.
عسكر ليك  وروړ  دسړى كيسه يې ورته وكړه ليك يې واخيست امريې وكړ چې سړى راوله .
عسكرله افسرانوسره  په منډه  راغلل خان يې ترلاس ونيو په منډه يې ورته حاضر كړ
  نظرمحمد خا ن  ترپزې راغلی هرڅه يې منلي و،سل زړونه يې يو كړل له ځان سره يې سوكه وويل :
تو كل په خداى اوس راغلې ده  ،هرڅه چې پيښ شول ، دپاچاځواب ته بايد ځان تيار كړم او داسې ځواب ورته پيداكړم  چې له ټولوستونزوخلاص شو.
غاز ي امان الله خان په څوكۍ كې ناست و شاوخوا وزيران افسرا ن  ورباندي راټول و، په لاس كې ليك اړاو،  په خبرولګياو تندى يې تريو نيولي له پوځي سلام وروسته افسرانو دخان دراوستلو رپوټ وركړ ،
خان دافسرانو په منځ كې  په دروازه كې ولاړو ،پوهيدو پاچاميړه دى نو زړور ځان نيول په ګټه دي ، غازي  په غوسه  سترګې ورواړه ولې  په نيولى تندى يې ورته وويل :
_اول خپل ځان را وه پيژنه ځوك يې چې دونه زړه دې كړيدئ زما له امره دې سرغړونه كړيده ؟
_ صاحبه زمانوم خاورې نظرمحمد دكلات دشاجوئ  دخواجكو دكلي اوسيدونكې په قوم  پيروزى توخي  اودخپل قوم  مشريم ، خداى مې دې سترګي وباسي چې ستا امر ونه منم .
_ داستا عريضه ده ؟
_ هوصاحبه دازما عريضه .
_ ما امر كړی وو چې په دې  اونۍ كې به څوك عريضه نه كوئ كه يې وكوله سخته سزاوركوم  تاولې له امر سر غړنه وكړه ؟
_ صاحبه پرمانوره ځمكه سره شوې ده له ژونده بيزاره يم ، تر دې  ژوند چې زه يې لرم په مرګ خوشحاله  يم  كه مهرباني وكړې   او له دي غمه مې بيغمه كړې  دعاګو يه به دې يم .
_ ولي داكوم مشكل دی چې ته يې له ژوند بې زاره كړى يې ؟
_قربآن دې شم زما وريندارګانې لوڅ سرونه په پردوكليو اوكوروكې  بې عزته او وږ ې تږې  ګرځي له خپلو مځكو  يې  شړلي يو ،  ټول قوم مې  په بې عزتی كې ژونه كوي چې زما قوم خواراو بې  عزته وي وريندارګانې مې بي ستره وي  خپل حق نه شم ترلاسه كولاى نو ژوند څه كوم ،  ټول شيان مې  په عريضه كې درته ليكلي دي،
غازى امان الله خان عريضه په لاس كې په دابل لاس يې سركيښود سترګې رڼې ورته نيولې په فكرونوكې ډوب لاړی نظرمحمد خان ته يې كتل ،  دده هم په زړه كې ورتير شول داسې ښكاري لكه چې واردې تيرشو  په كفركې درته ورك شو خداى دي خيرپيښ كړي ،   له ځو شيبوروسته يې سر راپورته كړ شاوخوايې وكتل پرشونډويې نرمه خوږه  مسكا خوره شوه ويې ويل :
_ ځارترداسې مشرانو چې دخپل قوم په خاطر له خپله ژونده هم تيريږي ، كه ستاغوند ي مشرا ن ژوندي وي زموږ ملت هيڅوخت نه خرابيږي ،
 ترخوايې دكينستو ورته وويل چاى ورته راوړ ، دستې يې عريضه ور لاسليك او امريې وكړ چې زرترزره دي ددوئ  ستونزې هوارې او وياله وركړله شي ، دخان خبرې ا وزړه ورتوب يې  خوښ شو ويې نازوه ،  دسيمې او قوم دستونزو په اړه  له مالوماتواو ډيرو خبرو وروسته يې رخصت  كړ  .
په هوټل كې يې ملګري  وارختاول ، چې څه به ورسره وكړي ،  خلکو  سره ويل چې اوس يې سرپريكوي له امره يې سرغړونه كړيده ،چاڅه ويل ،چاڅه .
دوئ لاپه دې خبروكې ول چې سورمخ غوړيدلى تندى  چې دبرياليتوب خوږه او پارونكې مسكايې پرشونډوخوره وه  هوټل ته ورغلى ، ملګر ي يې  خوشحاله شو ل، كيسه يې ورته وكړه  امر يې ورښكاره كړ.
 خلکويې دزړه ورتوب ستاينه وكړه ، كندهار ته ولاړل  دارحكومه ته يې امر ورښكاره كړ  دغازى امان الله خان امر وو  تربريښنا تيزاوتر طوپان پياوړى  ، په څو ورځوكې وزير ټوله كډه كړل،  بل ځاى يې ورته ځمكې وركړې دشاجوی  بيا له يې بيرته دنظرمحمد خان قوم ته ور كړه ، دغازى  امان الله خان له خواخوږي ټول خلګ خوشحاله شو ل  له  كليو سره راټول او په خپلو كورونو كې يې واړه ول، خيراتونه يې وكړل دپاچا عدالت يې وستايه ټول قوم دنظرمحمدخان دميړانې ، قوم پالني اوخدمتونوستاينه  اودرناوى  يې  وكړ ،                             پاى
 
                                                                                                                     رحمتي ګيلانوال