دوينو
اوويرونو
په لاسودې
ډيوې بلې دي
ساتلي
زما دزړه
زخموكې
چې رڼاته يې
زما دكلي په كوڅوكې
دشنو ونو په لاسوكې
چاړه په لاس
هغه رګونه لټوې
چې زما سپيره
او مظلوم ژوند ته
مينه ،هيله
اوښكلا وركوي
او هغه رڼا
چې ستا ډيوې
پكي وركيږي .
1/8/2009 دوبۍ
رحمتي ګيلانوال
وروستي