موږ خو سم پټانان يو

  مازديګرمې ددوكان كارونه  تمام او دپلورلوشيان سره سم كړل داخستونكو لپاره مې پوره تيارى ونيو ، په خپلو كارونولګياوم چې دوې  ميرمنې يوه پخه اويوه سپن سرې  له دو ماشومانو سره چې جنكۍ وې او عمريې هم له اتو ترلسو كلونو پوري اټكل كيدای شو راننوتلې  .  له سلام وروسته په دوكان كې وګرځيدې  له خبرو يې داسې  ښكاره شوه چې موراولوردي ، په اردو يې خبرې كولې اودهندوستان ول ، دخپلې خوښې څيزونه   يې راواخيستل ،  له بيې ويلووروسته  سره جوړ راغلو دبيل په ليكلو شوم د نوم ځآى ته چې راورسيدم پوښتنه مې ترينه وكړه نوم موڅه دى ؟
وليكه زكريا خان
 تاسو خانان ياست يعنی پښتانه ياست ؟
هو مو ږ پټا نا ن يو د ډيلي  پټا نا ن  .
 ماشا الله   څومره ښايسته او ګلالي ماشومان دي ، څه نوميږي ؟
ښې بيداره جنكۍ وې ، دستې يې وخندل ميزته  رانژدې شوې  ويې ويل :
زمانوم عادله اودهغې نوم فريده .
مور يې سترګې وربرګې كړې ورته يې ويل :
زويه  سړى خپل پوره نوم اخلي كاكا ته خپل پوره نوم ووايه .
زمانو عادله خان اوهغه فريده خان ده .
شاباش افرين تاسوخومې خپل سواست ، زه هم خان يم، پښتون يم چې تاسوورته پټان واياست .تاسو هم پټانان ياست .
جنكوسره وخندل مورته يې وكتل انايې وويل :
موږد هندوستان پټانا ن يو قبيله مو  سوري ده پخواتللي يو دشيرشاه سوري له كورنۍ څخه يو ،نورموهر څه بدل شوي دي يوازي دانوم راپاته دى مشران مو وايي چې دماشومانو له هرنامه سره بايد دخان تورى وكاروئ  ترڅو خلك مو وپيژنې چې موږخانان يو اوخپل  اصل نسب  هير نه كړو ،
ماشومې ته مې وويل :
اوس نوموږاوتاسو سره خپلوان يو ؟
نه دي وړي نه دي راوړي ويې خندل داخبره لږ عجبه ورته ښكاره شو ه مورته يې وكتل بيايې وويل :
نه نه  موږ سم خانان يو تاسو غوندي پټانان نه يو ،
 ولې ولې څه پروالري تاسو هم پټانان اوخانان ياست موږهم يو .
نه كاكا داسې نه ده موږ ارامه او سم خانان يو تاسو چې ياست داكالي چې مواغوستي دي  قوي او غټ خانان ( استرانګ) خانان ياست  موږ  تاسو غوندې نه يو .
دانو څه پروا لري  كه زوره وريو كه كمزوره خوټول خانان يو.
نه كاكا داسې نه ده موږ دې خداى تاسو غوندې نه كوى موږ سم پټانان يو تاسو خو زوره ورياست جنګونه كوئ خلک وژنۍ موږ تل په تلويزيون كې وينو چې خلک مړه كوئ لوې ږيرې پټاني كالي لونګۍ مو تړلي دي  تاسو طالبان ياست ،موږته په ښوونځي کې ټول شاګردان  وايي ستاسو پټانا ن داسې ظالمان دي ، له خلکوسرونه پرې كوي ښوونځي سوځي ،
ټول پټان  داسې نه دي
نه نه موږ يې نه منو تاسو پټانا ن  چې كالي اغوندئ او ږيري لرئ   زوره ور  ياست ډير ظالمان ياست  ، خلک وژنئ موږ نرم پټانان يو  جګړې نه كوو ظلمونه نه كوو  موږ سم پټانان يو موږ ښوونځي ته ځو درسونه وايو او تاسو ښوونځي سوځی ا ودرسونه نه واياست
پردې مهال يې  انا وخندل ماته يې مخ رااړاوو ويې ويل ::
 په ډيلي كې پر پټانانواو طالبانو ډيرې خبرې كيږي  يوه ورځ په ښوونځي كې چاورته ويلي و چې تاسو پټانان ظالمان ياست خلګ وژنئ ،  دې ورته ويلي وچې موږ له هغو پتآنانو نه يو هغه ډير پياوړي او (استرانګ ) پټانان دي ، كله چې كورته راغله ماته يې وويل موږ  خود افغانستان اوپاكستان پټانان  نه يو سم خلک يو جګړې نه كوو .
په دي مهال يې تلويزيون ولګاوو تصادفا دافغانستان اودطالبانو فلم  يې  خپراوو.
                                                               پاى                     
  رحمتي ګيلانوال