سي ای اې په پنجشېر کې (اته دېرشم څپرکى

 پنځمه برخه
سويل
د کندهار په شمال کې جگړه
 
 
د جیپونو او پیک اپ موټرو وړوکې کاروان په هغه کوچنی سړک چې د موټرو ټایرونو پکې لښتي او ویالې جوړې کړې وې، او د یوې کوچنۍ غونډۍ په سر د کلاگانو یې ډلې ته چې دېوالونه یې له خټو جوړ شوي وو، ورروان و. کریگ د ایکو گروپ چې په سويلي افغانستان کې د سي ای اې لومړني عملیاتي گروپ و، مشر و.
 هغه د کاروان په لومړي موټر کې و او له ځان سره یې لنډی توپک درلود. فرانک چې د ځانگړو فعالیتونو پخوانی استخباراتي افسر و، د کرگ د مرستیال په توگه دنده ترسره کوله او له ځان سره په کرار ډول په داسې حال کې چې په سړک کې یې د لویو جمپونو او بربنډو تیږو څخه موټر بچ کاوه، ښکنځلې کولې.
کریگ فرانک ته وروکتل او موسکا یې وکړه ویې ویل: فرانک که چېرې موټر په کراره ونه چلوې، هر جمپ ته د ښکنځلو کړلو له امله به د ښکنځلو کلمې هم درخلاصې شي.
 فرانک و خندل او بیا یې د موټر شترینگ چپ او ښۍ لورې ته په زوره سره تاو راتاو کړ او څو موټر د خاورو په سړک کې د راوتلې تیږ څخه وژغوري خو ناکام شو. هغه په سیټ کې پورته او سر یې په چت باندې ولگېد او ویې ویل: نه مشره ځکه چې که چېرې په انگلیسي ژبه کې د ښکنځلو کلمې راخلاصې شي نو بیا روسي ژبې ته اوښتی شم. روسي داسې یوه ژبه ده چې سړی په رښتیا هم پکې ښکنځلې کولى شي.
کریگ وخندل او سر یې وښوراوه. دغه سړک یا هغه څه چې د سړک په نوم یادیږي، ملا هم ښکنځلو او لعنت ویلو ته اړ کولا شي! کریگ ړ کورونو هغه ډلې ته چې ددوی په مخ کې و، وروکتل او فکر یې هغه ملاقات ته چې په راتلونکو څو دقیقو کې یې درلود، ورواوښت.
حامد کرزي یو نا اشنا شخصیت درلود. ميانه قد او ډگر بدن درلود او هروخت به یې ښایسته جامې په تن کولې حتی په بيديا کې هم! هغه رښتینی ښاغلی او ښه سړی و. هغه نری اسکلېټ او لنډه وهل شوې او خړ رنگه ږیرې د پوهنتون د پروفیسور په ډول ښکاره کاوه نه یو افغان قومى مشر چې د طالبان په وړاندې یې خلک راپورته کول!؟
سربیره پردې هغه د چاخبره کرزی د اوسپنې سخت مينځ و او سرټمبه زړور و حتې تر بې پروایۍ پورې زړور و! په سويل کې د پښتنو په مينځ کې د طالبانو په وړاندې د وسلوال مقاومت په رامنځ ته کولو کې کرزی یوازینې پښتون رهبر و چې د امريكې دولت سره یې په خپله خوښه مرستې ته راودانگل!؟
هغه د سپټمبر د یوولسمې څخه څو ورځې وروسته په اسلام اباد کې د امريكې په سفارت کې د متحده ايالاتو دولتي چارواکو او د سي ای اې افسرانو سره لیدلي و. کرزی یو مشهور شخصیت و. هغه د روسانو په وړاندې د جهاد پرهمال یو فعال کس و او د خپل پلار سره چې په کندهار کې یو مشهور پښتون قومي رهبر و، د سیاسي مشاور په توگه کار وکړي. د ۱۹۹۰ کال په وروستیو کې د طالبانو په واسطه د حامد کرزي د پلار د وژنې له امله د کرزي کورنی مخالفت د طالبانو په وړاندې سخت او ښکاره شو.
حامد کرزي د خپل پلار د مقام د ساتلو لپاره گام واخېست، د هغه خاموش وقار، په انگلیسي ژبه بلدتيا او سیاسي مهارت دی پاکستان ته د تښتېدلې افغاني ټولنې په منځ کې په یوه سیاسي څیره مشهور کړ.
په پاکستان کې د لومړیو لیدنو پرمهال کرزي افغانستان ته په بیا راتگ ټینگار وکړ ، څو د کندهار په شمال په خپل قومي ټاټوبې ټرینکوټ کې د طالبانو په وړاندې وسلوال گروپونه رامنځ ته کړي. کرزي ته د سي ای اې مشوره دا وه چې تر هغې چې د امريكې حکومت په سیمه کې توكي او شته ځای په ځای کړي ، څو وکولای شي د کرزي او دهغه ملگرو لپاره د توکيو، وسلې، مهماتو او جگړی لپاره هوايي مرسته برابر کړي، انتطار وباسي. کرزي انتطار ونه کړ.
د سويلي لویدځ پاکستان، کوټۍ څخه چې یوازې درې کسان ورسره وو، لومړی د بار وړونكې موټر په شا او بیا د موټر سایکل په واسطه د طالبانو د ولکې لاندې سیمې څخه تېر او د ټرینکوټ خوا وشا زیږو غرونو ته یې ځان ورساوه.
 زیات شمېر قومي مشران د هغه سره یوځای شول خو د وسلې او د مهماتو نشتوالي او همدارنگه د یوه داسې مېکانیزم نشتوالي چې له مخې یې له بهر څخه مرسته ترلاسه کړې وای، د کرزي هڅې له پیل څخه د اپت او طاعون سره مخامخ کړې وې.
په سیمه کې د طالبانو همکارانو په کندهار کې د هغوی مشران ژر خبر کړل او د هغوی غبرگون هم گړندی او څرگند و. د کرزي او د هغه د همکارانو د پیداکولو او له منځه وړلو لپاره ستر نظامي عملیات پیل شول. په کمه وسله مجهز، تیت پراق او په پراخه ډول تقسم شویو همکارانو له امله کرزی منډې ته اړ شو. کرزی او د هغه کوچنی گروپ چې د ترینکوټ په لیرې پرتو غرونو کې محاصره وو، پاکستان ته په خوځېدو شول.
د شپې او ورځې د گرځېدلو په بهیر کې په سرحد باندې د تېرېدلو یو ډول لار پیداکړله. کرزي هم د عبدالحق د تقدیر څخه ایله بیله ځان خلاص کړ.
کریگ د لومړی ځل لپاره د اكټوبر په وروستیو کې په کوټه کې د کرزی سره وروسته له دې چې سويل افغانستان ته یې د ایکو گروپ د رهبري کول په غاړه واخيستل، ولیدل.
ایکو گروپ د کرزي سره د کار کړلو او په سیمه کې د هغه د راگرځېدلو لپاره د مرستې د مرکز جوړولو او همدارنگه د هغه همکارانو ته د هوا له لارې د وسلې غورځولو د ترتیب کولو دنده په غاړه وه.
کریگ او کرزي سمدستي په کار باندې پیل وکړ. کریگ د ځانگړو فعالیتونو د فرقې یو باتجربه افسر دی چې د سي ای اې سره یې د نړۍ په سطحه په ځانگړو عملیاتو کې تقریبا شل کاله تجربه لري. هغه یو هسې او بې ځای سړی نه دى!
شپږ فوټه قد، ډنگر او سخت ځان لري. کریگ بهترین ساحوي افسر دی. فرانک د خاورو له سړک څخه د یوې ډبرینې او شډلې ساحې په لورې چې د خټو د کورونو په خوا غزیدلې و، موټر وروگرځاوه او نور کاروان هم دده پسې وروان و. کریگ په داسې حال کې چې په موټر کې د جمپونو له امله ښکته او پورته كېده، ښي لورې ته ځیر ځير وروکتل. هغه د کرزي د جنگیالو یو گروپ چې د او ډي اې -۵۷۴ گروپ څخه را چاپیر و، تر سترگو شو.
څو موټر ولاړ وو اود سهار د اکملاتو د جملې څخه بکسونه د موټرو دننه او شا ته دلۍ وو. کریگ ولیدل چې مخابروي توكي یې تیار وو او د ځانگړو ځواکونو ځینې سرتېري ښكارېدل چې د مخابرې له لارې (د مخابرې شفر یې ټکساس ۱۲ و. لیکوال) د طالبانو د هغه موقیعتونو په وړاندې چې په تنگي کې د لوړو ونو د یوه اوږده کتار سره چې تقریبا زر متره واټن یې درلود، د هوايي بريدونو غوښتنه کوله.
گروپ د تیږو څخه جوړې شوې ټيټه کلا کې ځای په ځای شوی و او د هغه ځای څخه چې کریگ د کرزي سره پکې لیدنه کوله، تقریبا ۲۵۰ متره لیرې واټن درلود.
کله چې کریگ د سرف موټر څخه ښکته شو، دټکساس ۱۲گروپ دمشرپه لورې لاس وښوراوه اوهغه هم ورته لاس وښوراوه. گریک فرانک ته وویل:داسې ښکاري چې زموږدځانگړوځواکونودوستانوهغه توکي چې تېره شپه راغلي خلاص کړي دي. زموږمجاهدین هلته انتقال کړه اوخپله برخه اکمالات ترې رابارکړي اوبیا هلته دکرزي موقیعت راشي. فرانک موسکا وکړه. دهغه کار اداره لپاره خوښي درته غواړم. دسټار بکس خوباید په همغه اکمالاتوکې وي. ژمي ماتوونكې گروپ دسټاربکس کافي دراغوښتلوپرېکړه بې ځایه نه وه. هله مند یم چې ټکساس ۱۲گروپ دازېری چې کافي په اکمالاتوکې نه ده راغلي، رانکړ. فرانک دنوروموټروپه لورې وروگرځېد اوخړاونصواري رنگه دوړې چې دوی جوړې کړې وې، په داسې حال کې چې دگروپ په لورې ور روان ؤ، وخوځېدلې. فرانک هم له ځان سره وژومېده اوگرېک داسې یوڅه ترغوږونوشول که چېرې کافي ونه لري نوله شور اوجنجال ډکه ورځ به وي. گرېک په داسې حال کې چې فرانک ځوان افغان ته چې دگروپ دژباړن په توگه یې کارکاوه، خبرې کولې، ورکتل. بیا راوگرځېد اوپه راتلونكې ليدنه باندې یې فکر وکړ. هغه دبل موټر غږواورېده اوددوی په لورې خوځېده، اومخ یې ورواړوه، هغه دکرزي ابې رنگه سرف موټرچې ددوی په خوا تېز روان ؤ، اودلكې وروسته یې دوړې روانې وې، ولیده. گرېک د ودانۍ لویې دروازې ته ور روان شو، اودموټر تررسېدلوانتظارشو. موټر هم رانږدې كېده له ځان سره یې موسکا کوله اودکرزي سره دلیدنې لپاره خوښ ؤ. هغه دکرزي سره کارکړلوڅخه دومره خوښ اودهغه یې دومره احترام وکړچې تردې وړاندې یې له چاسره کارکړى و اودهغه دومره احترام یې په یادنه ؤ.
په کوټه کې یوه ارامه سوفه (یوډول عصري چوكۍ. ژ)اویوه بله چوكۍ چې یوسپرېنگ هم ترې راوتلی ؤاوله سامان ډکه وه یوکوچنی لرگي مېز او ورسره څودانې نورې چوكې اویوچپرکټ چې چوکاټ یې له لرگي جوړاوپلن پړي پیرل شوي رسۍ دتوشکې په توگه کارول كېده. کړکۍ ټولې خالي څلورکونجه مربع وې حتی دكړكيولرگین چوکاټ یې هم وړي وو. دا دسیمې هغه خلک ؤچې دغریبی ښکار شوي وو. په سوفه باندې كېناستل. دگرم چای پلاستیكې پیالې یې ددوی ترمنځ دچوکۍ په بالښت باندې كېښودلې اوترموز چې کرزي دچای لپاره لږرامخکې شواوپه غلي غږ یې خبرې پیل کړې. گریک:ووایه دهېوادڅخه څه خبر لرو؟
جگړه څنگه پرمختگ کوي؟؟
صاحب که رښتیا ووایم حالت ښه پرمختگ کوي. گریگ په ملا کې کوږشواوپه مځکه پروت پاکټ یې راواخیست. هغه وویل:دانقشه ده اوکولای شوچې پرمختگ پکې په گوته کړو.
دټکساس ۱۲ گروپ نوي راغلي (تکتیكې)ظابط دمخابرې له لارې دیوې بي-52بم غورځوونكې الوتکې سره دطالبانوهغه موقیعت چې همدا اوس تصدیق شواوپه دره کې تقریبا زر متر لرې واټن لري، دهوایي بريد لپاره په اړيکه کې دی. خور دظابط د ځانگړو جغرافیاوي کوارډیناټوباندې دبريد کولولپاره په لازمي مرحله باندې کارکوي. هغه یوه کوچنی خویوه جدي سهوه وکړه. هغه په دې ونه پوهېده چې هغه کوارډیناټو چې هغه یې په هوا کې د څرخیدونكې بي- 52الوتکې لپاره لولي، هغه کوارډیناټ په دره کې دطالبانودموقیعت نه بلکې دخپل گروپ دموقیعت کوارډیناټ دي. بمبار کوونكې افسر دکوارډیناتودتصدیق غوښتنه وکړه اوځوان خور ظابط هغه ته ډاډ ورکړچې دغه کوارډینات هغه موقیعت دی چې دی یې غواړي چې هوایي بريد پرې اجراشي. بي-52الوتکې یودانه او بي يو-31ډوله بم چې دوه زره پونډه وزن لري اودټکساس ۱۲ گروپ له خوا په ورکړل شوي کوارديناتوپه مطابق پروگرام شوى ؤ، را وغورځاوه. بم دهغې ارتفاع څخه چې راخلاصېږي تقریبا نیمه دقیقه نیسي څوپه هدف باندې ولگېږي.
گریک دچای له کرسۍ څخه پیالې لیرې کړې وې اوددوی ترمنځ یې دافغانستان نقشه غوړولي وه. هغه دختیځه ولایتونوپه لورې اشاره وکړه اوکرزي ته یې دتښتېدونکوطالبانوخبرې کولې چې په دې وخت کې دهوا یوه ډېره ځواکمنه څپه ودانۍ ته راننوتله چې دېوالونه اوچت یې ټوټې ټوټې اوگریک یې په کرزي ورونښلوه اودواړه یې په کوټه کې دشلیدلولنځکوپه ډول سرکونډی اوپه بل مخ واړول. د چاودنې زور دوی راپورته او مخ لورې ته یې وغورځول او زور یې ددوی د سږو څخه هوا په زوره راوباسله. بیا د فشار او زور څپه تېره شولو او یوه ارامه او بې حسه چوپتیا یې پرېښودله. کریگ په هوښ کې وږ سره له دې چې ټول بدن یې خوږ و خو دا درد د یوه ژور ټپ په درد نه و. داسې و لکه یو ځل چې هغه د د سیند په څپو باندې لوبه کوله او د یوې سترې څپې سره مخامخ شو چې لاندې یې ډوب کړ او تقریبا نیمه دقیقه یې د سیند په تل کې پرمځکه وواهه.
هوا د دوړو او لوگي څخه ډکه وه. کریگ خوا او شا وکتل، ویې لیدل چې د ودانۍ وروستنۍ دېوال او د چت اړوند برخه له منځه تللي وو.
 کرزی دده څخه څو فوټه لیرې پروت و، په چپ لورې راغښتل شوی او جامې یې شلیدلې او ککړې شوې وې. کریگ کرزي ته په خپوړو ورغی او هغه یې په مخ راواړوه بیا کریگ خپل بدن ورمخکې کړ څو د گڼ شمېر راغورځېدونکو ټوټو څخه یې وژغوري. کریگ خپل غومبوري د کرزي پر مخ کېښودل او د هغه تنفس کول یې احساس کړل.
 هغه له کرزي راپورته شو او د هغه پر بدن یې لاس راتېر کړ څو د مات شوي هډوكو او نور ښکاره غوڅ ځایونه وگوري. پر مخ یې څو عادي زخمونه وو او د هغه پرټنډه خو سربیرن زخمونه لا له وړاندې راجوتېدل خو کریگ کوم گواښوونکې او جدي ټپونه پیدا نه کړل. هغه د کرزي ترڅنگ كېناست او خپل ځان یې وکوت. هغه په شا باندې څو ځایه سره خالونه درلودل خو ښایي چې ددېوال د ړنگېدلو پر مهال پرې څه شی راپریوتې او د هغه په ډډه لگېدلي وي. د ورمېږ او د سر په شا څو ځایه غوڅ شوی و. هغه داسې احساس کوله لکه هغه چې موټر وهلی وي، ټول ځان یې درد او مېږي مېږي كېده. غوږونه یې ترنگېدلو او داسې ښكارېدل لکه غږ چې له لیرې ځای څخه راځي. هغه د پېښې پر څرنگوالي نه پوهېده خو دومره پوهېده چې ترڅنگ یې یوه لویه چاودنه شوې ده. هغه چې خوا وشا ورانۍ او ویجاړتیا ته وکتل پوه شو چه هغه له دې چې کرزی ژوندی پاتې دی، ډېر بختور دی. بم دقیقاً په هدف باندې ولگېد اوله تيږوجوړه هغې چاردېوالي چې ترشا یې دگروپ زیاته برخه یا په کاربوخت ؤاوخوولاړؤ، په لس متری کې ولگېد. دکرزي درې سرتيري چې په دېوال باندې ناست ؤ، ارام یې کاوه اود د دې ځايه يې په لنډو دطالبانودموقیعتونو په منظم ډول دړنگېدلوانتظار کاوه، هواته پورته اوبدنونه یې ټوټې ټوټې شول. دځانگړوځواکونودرې تنه سرتېري هم پکې مړه شول باقي نوریې برسیرن اوځینې یې ژور ټپیان شول. ځینې سرتيري چې په سیمه کې یې اکمالات انتقالول، هم زخمي شول. ایکو گروپ افسر فرانک، چې دخاوروکورسره نږدې چېرته چې ملاقات ترسره كېده، هم غورځولي اوبې هوښه کړي ؤخودعادي گرږلو اوسربیرن ټپونو پرته هغه روغ رمټ و. همغه ماسپښن ډېر وروسته گریک دفرانک سره یوځای په همغه ساحه وگرځېده څوهغه بشپړه گډوډي چې دجغرافیایي کوارډیناتوپه لوستلوکې دیوې کوچنۍ تېروتنې څخه رامنځ ته شوي وه، وگوري. که چېرې بم لس متره نورهم نږدې لگېدلی وای اویا دتیږوددېوال په هغه خوا چې گروپ کارکاوه لویدلای وای، ښايي د ملاقات به په کوټه کې ټول وژل شوي وای اوهمدارنگه یوځواکمن ملي رهبر به موله لاسه ورکړی وای.