
د بې ستون او كوه كن داستان
احمدنګر كلا
د ۱۹۴۲ كال د اګست ۱۰
از ساز و برگ قافلۀ بى خودان مـپرس
بى ناله ميرود جرس كاروان مــــــــــــــــا
ګرانه ملګريه!
تر پرون ګهيځ پورې خو مې د بمبي په پراخه سيمه كې حوصله تنګه وه ، چې د اګست په دريم ليكلی سفر ليك مې اجمل خان ته ورنه كړاى شو چې تاسو ته يې در رسولى واى خو نن د احمدنګر كلا په تنګ حصار كې زما پراخه حوصله وګوره چې غواړم دفترونه توروم:
وسعتى پيداكن اى صحرا كه امشب در غمش
لشــــــــــــــــــــــكر آه من از دل خيمه بيرون مى زند
نه مياشتې وشوې د ۱۹۴۲ د اګست په نهمه د مركزي قيد خانې دروازه زما له پاره پرانيستل شوه پرون د ۱۹۴۲ كال د اګست نهم په پاو باندې دوو بجو د احمدنګر د كلا د زاړه حصار نوى دړه په ما پسې بنده شوه، د زرګونو شيوو اورنګ په دغه كار خانه كې څومره دروازی پرانيستل كيږي چې بندي شي او څومره پورې كيږي چې پرانستلې. شي نهه مياشتې مو ده په ښكاره دومره ډېره موده نه ښكاري:
دوكرو ټين هين عالم غفلت مين خواب كى ([1])
خو چې فكر كوم داسې معلوميږي لكه چې د تاريخ پوره داستان تير شوى وي:
چون صفحه تمام شد ورق برگردد.
چې نوى داستان پيل كيږي نه معلوميږي چې پاى به يې كله او څرنګه وي:
فريب جهان قصه یی روشن ســــــــــــــت
ببين تاچه زايد شب ابســــتن است
د اګست په څلورم چې بمبيي ته ورسيدم نو د انفلوننزا ګرمي او د سر دروندوالى مې لا ملګري وو چې ورسيدم سمد لاسه مې په كار پيل وكړ ، چورت مې خراب و خو دا راته ښه نه ښكاريده چې د كار په مهال ويش كې ګډوډي راشي، د اګست له څلورم نه تر اووم تاريخ پورې د وركنګ كميټۍ اجلاس روان و په اوم تاريخ له غرمې نه آل انډيا كميټې پيل شوه د كار جريان داسې و چې كار تر درې ورځو پورې دوام كاوه او مقامې كميټې هم د درې ورځو ترتيبات نيولي وو ، خو ما هڅه كوله چې په دوو ورځو كې كار پاى ته ورسيږي داتم له دوو بجو څخه د شپې له يوولسو بجو پورې كښيناستم خو كارونه مې پاى ته ورسول او جګ شوم:
کام تهى عشق مين بهت پر “مير “ ([2])
هم هى فارغ هوى شـــــــــــــــــــتايى سى
ستړى ستومانه استوګنځى ته ورسيدم ، د كاله خاوند مې منتظر او يو څه چورتي ومونده ، دا صاحب له څه مودې نه ناروغ دى او په يوه ډول دماغي خواشينى اخته دى، ماله ده نه د وخت د معاملو يادونه پټوله چې نور يې هم خواشيني زياته نه شي . ده دوركنګ كميټۍ له غړيتوب نه هم استعفا كړې وه. او ما اګر كه تر اوسه پورې دده استعفا نه وه منلې خو ده ته مې دا هم ونه ويلې چې د كميټې په غونډو كې برخه واخلي هغه وويل : فلانى سړى ماښام راغلى و څو ساعته منتظر و او همدا اوس اوس لاړ او دا پيام يې راكړى دى چې : د ګرفتارۍ او نيولو افواه غلطه نه وه او له باورى وسيلو څخه معلومه ده چې ټول انتظامات نيول شوي دي. نن شپه به په كوم مهال دا معامله ارومرو پيښه شي له دوو اونيو څخه زمونز د نيولو افواه له ډيلي څخه تر كلكتې پورې د هر چا په ژبه وه زه په اوريدو اوريدو ستړى شوم.
ياوفا، يا خبر وصل تو يا مرگ رقيب
بازى چرخ ازين يك دوسه كارى بكند
او يوه بله خبره هم وه او هغه دا چې غوښتل مې چې دا رنځور طبيعت يې راڅخه خوابدى نه شي ماور ته ځان نا ګاره كړ، او ومې ويل چې په داسې حالاتو كې همداسې افواه پيدا كيږي دا خبرونه كوم اعتبار نه لري. او كه څه پيښيږي هم څوك څه نه شي كولاى نو وخت خرابول ور باندې په كار نه دي. كه د خوړلو له پاره څه وي رايې وړه چې ويې خورو چې دا پاتې نيمه شپه موله لاسه ونه ووځي او يو څو ساعته آرام وكړو:
گر غم خوريم خوش نه بود به كه می خوريم
د معمول په توګه په څلورو بجو راپاڅيدم خو طبيعت مې ډېر ستړى او سر مې سخت دروند وو ما د «جن سپرين» دوه ګولۍ په خوله كې واچولې او چاى مې ور پسې غړپ كړ، قلم مې واخيست چې د ځينو ليكونو مسوده وليكم چېد شپې د تجويز له مخې پريزيډنټ روزويلټ او نورو ته ليږل كيده شپه ووتله او د سمندر څپو له ساحل سره ټكر واهه او د هوا سړې او لندې څپې لګيدلې. يو څه جن سپرين كار كړى وو او څه د سهار وږمو زما چاره كړې وه داسې راته معلوميده چې ګوندې د سر دروندوالى مې لږ شوى دى بيا راباندې د لوږې حالت طارى شو:
نســــــــــــــيم صبح تيرى مهربانى
(د سهار وږمى ســــــتا مهربانى ده)
بې اختياره شوم او قلم مې كيښود او پر بستر باندې پريوتلم او چې پر يو تلم سترګې مې سره ورغلې او بيا ناڅاپه داسې محسوسه شوه چې څوك پر سرك باندې په ګړندى موټر كې تيريږي نو بيا څه ګورو چې څو موټر حويلې ته راننوتي دي او هغه ماڼې ته ورځي چې شاته واقع ده چې د كور د خاوندزوى “ ديرو “ په كې اوسيږي بيا مې خيال شو چې خوب وينم او بيا له دې وروسته په درانه خوب ويده شوم.
زهى مراتب خوابيكه به زبيدار يست
شايد په دې حال لس دولس دقيقې تيرې شوې وې چې زما پښه زور كړل شوه چې سترګې مې پرانستلې نو څه ګورم ، وينم چې “ديرو” دى او كاغذ يې په لاس كې نيولى او ولاړ دى او راته وايي چې د پوليسو له ډپټې كميشنر سره دوه تنه پوځي افسران راغلي دي او دا كاغذ يې راوړى دى ، نو همدومره خبر زماله پاره كافي و خو ما كاغذ واخيست چې و يې ګورم ما “ ديرو” ته وويل چې زه يو نيم ساعت كې تياريږم دوى ته ووايه چې انتظار وباسي ، بيا مې غسل وكړ او كالي مې واغوستل يو څو ضروري ليكونه مې وليكل او د باندې راووتلم پنځه بجې پنځه څلويښت دقيقې وې:
كار مشكل بود ، برخويش آسان كرده ايم
چې موټر د باندې راواته نو ګهيځ مسيده چې وړاندې مې كتل سمندر نڅل او ټوپونه يې وهل ، د سهار وږمو خوااوشانيولې وه او د ګلونو خوشبويې يې ټولو لې سمندر ته يې استولې چې له خپلو څپو سره يې په هوا كې خورې كړى، چې يوه څپه زما په موټر هم راغله او بې اختيار د حافظ غزل را په ياد شو:
صبا وقت سحر بویی ززلف يار می آورد
دل شوريدۀ ما ، ر از نو در كار می آورد
موټر “ ویکټوريه ټرمينس سټيش” ته ورسيده چې ددغه ځاى وروستۍ برخه د پوځي پهرى په حصار كې وه او اګر چې دسيمه ييزو اور ګاډو د تللو مهال تيريده خو د مسافر و داخله روا نه وه يوازې په يوه تم ځاى كې د وګړو ګڼه ګوڼه ليدل كيده ځكه يو انجن د رستوران مو ټر ټيله كاوه او له اورګاډي سره يې نښلاوه جوته شوه چې دا خاص كاروان دى چې مونز بنديانو ته تيار شوى دى ، دغه اورګاډى ، د دهليز په ډول تيار شوى دى ، چې يو د بل سره نښلي او سړى كولاى شي چې له يو سرنه بل سرته په كې لاړ شي چې اورګاډي ته ورننوتلو نوراته معلومه شوه چې د نيولو او ګرفتار يو كار په پراخه اندازه صورتموندلى دى چې ډېر راغلي دي او نور هم راځي.
ځينې دوستان چې له ما نه د مخه دلته راوستل شوي وو، څيرو كې يې بيخو بي او تر ناوخته پورې د بيدارۍ اثار ليدل كيدل چاويل په دوه بجو ويده شوم او په څلورو بجو راپاڅول شوم،چا ويل په مشكل مې يوه ګړې خوب وكړ . ما وويل : معلومه نه ده چې د ويده قسمت څه حال دى د هغه د راپاڅولو هڅه به څوك وكړي او كه نه؟
درازى شب و بيدارى من اين همه نيست
زبخت من خبر آريد تاكجا خفته اســـــــت
په هر حال د وخت په تاوده جوش كې دا مانې اوشكايتونه مخل كيداى نه شول . ځكه درستوران موټر ولاړو اوچايونه غوښتل كيدل ، نو كه چا به چاى څښلى و بيا به يې هم نور چاى غوښته او خپل خو بونه به يې ورباندې تښتول:
بنوش مې چوسبك روحی اى حـريف مدام
على الخصوص درين دم كه سرگران دارى
تش په يو ماښام او ګهيځ كې صورت حال څومره بدل شو پرون ماښام د كيف او سرور بزم جوړ او دشپې تر دوو بجو پورې يې دوام وكړ خو اوس د ګهيځ مهال وګورﺉ چې نه هغه سرور شته او نه هغه جوش او خروش:
خميا زه سنج تهمت عيش رميده ام
می انقدر نه بود كه رنج خــــمار برد
دشپې كيفو نه كه تند او تيزوى د ګهيځ خمار هم سخت وى كه د شپې مستيو د سهار له تلخ كاميو سره مسابقه كولاى نو دا ضرو روه چې موږ شكوې نه كولاى خو ددى حسرت پاتې شو چې داسې خو كيدل نو كاشكې چې په څښلو څښلو خو مو پوره زړه سوړ كړى وای او د پيالو په ځاى مو ښيښې تشې كړى واى! مير درد څه ښه ويلى دى:
كهى خوش بهى كياهى جې كسى رند شرابى كا ([3])
بهرا دى منه سى ســـــــــــــــــاقى هما را اور ګلامى كا
اوه نيمى بجې وي چې اور ګاډي دليږ د شپيلې و غږوله. د حافٰ دا شعر مې په سلګو نو وار و لوستلى او اوريدلى دى خو واقعه داده چې ددغه شعر په اصلي خونداو س پوه شوم:
كس ندانست كه منزل گهمقصود كجا ست
اين قدر هســـــــــــت كه بانگ جرسى مى ايد
په بمبيې كې چې د ګرفتار يو او نيولو افواه د مخه خپره شوې وه په هغو كې د احمدنګر او د پونا داغاخان پليس نومونه اخيستل كيدل ، كله چې له كليان سټيشن څخه اور ګاډى تير شو او د پونا په لور روان شو نو ټولو دا خيال وكړ چې البته موږ پوناته وړي خوچې پوناته ورسيدو نو په يو غيرآباد سټيشن باندې يوازې څو ملګرى رانه كوز كړاى شول او د بمبيي مقامې قافلې ته هم د كوزېدلو وويل شول خو موږ ته هيڅ ونه ويل شول او بيا جرس د ليږ د اعلان وكړ:
جرس فرياد ميدارد كه بربنديد محملها
اوس احمدنګر د هر چا په ژبه و ځكه چې كه په پوناكي كوز نه كړای شو نو له احمد نگر څخه پرته بلى خوا ته مونه بيايي. يو صاحب، چې د هغه ځاى اوسيدونكی و، ويل : چې دپونا او احمدنګر ترمنځ فاصله تر اويا اتيا ميلو څخه زياته نه ده نو دوه نيمي ګړۍ منزل نور هم پاتې دی، خو زما خيال بلې خوا ته روان و. احمدنګر په يقين سره ليرى نه دى او ډېر ژر به راشي خو په احمدنګر باندې سفر كله پاى ته رسيږي ، د احمدنګر نه خوبه پيل شي بې اختياره د ابوالعلامعري لاميه را ياده شوه:
فيادار ها بالحيف ، ان مزار ها ([4])
قريــــــــــــب و لاكن دون ذلك اهوال
دا عجيب اتفاق دى چې د هېواد ټول تاريخي ځايونه مې ليدلي وو خو احمدنګر كلا مې هيڅ كله نه وه ليدلې يو ځل چې په بمبيي كې وم نو هوډ مې وكړ چې احمدنګر كلا وګورم خو حالاتو مهلت رانكړ دا ښار هم د هندوستان له هغو خاصو مقاماتو څخه دى چې له نومونو سره يې د سوونو پيړيو انقلابي داستانونه تړلي دي لومړى دلته د بينګر په نامه ديوه سين په غاړه يو کلى، چې “ اسي” نوميږي، پروت و . د پنځلسمې مسیحي پيړۍ په اخر کې چې کله ددکن بهمني حکومت کمزورى شو نو ملک احمد نظام الملک ( بيرى) د استقلال توغ اوچت کړ او له بينګر سره نږدې يې د احمدنګر بنسټ کيښود د “جنير” په ځاى یې د احمدنګر مرکز وټاکه له هغه مهال نه راهيسې دا مرکز دارالحکومت شو. فرشته چې کورنۍ يې له ما زندران څخه راغلې وه. دلته ميشت شوې ليکي چې په څوکالو کې دا ښار دومره پراخه شو چې د بغداد او قاهرې جوړه او سيال شو.
کس پايمال آفت فرسودگی مباد
ديروزه ريگ باديه آئینه خـــانه بود
ملک احمد چې د اکلا جوړه کړه ديوال يې د خټو و دده زوى برهان نظام شاه دا کلا ورانه کړه او بيا يې ورڅخه د ډبرو ديوال او حصار تاو کړ او دا ديوال يې دومره لوړ او ټينګ جوړ کړ چې آوازه يې مصر او ايران ته ورسيده . په ١٨٠٣ کال کې د مرهټي په بله جګړه کې چې جنرال ويلز دا کلا وليده بيا هم اګر که درې سوه کاله ورباندې تير شوي وو خو کلا هماغسې ټينګه وه. هغه په خپل ليک کې ليکلي وو چې ددکن په ټولو کلاوو کې يوازې، ويلور کلاده چې په ټينګښت کې له دې کلا نه زياته ده.
کاروان رفته و اندازه جاهش پيداسـت!
زان نشانها که به هر راهگذر افتاده است
همدغه داحمدنګر کلا ده چې ددې پر ډبرينو ديوالو باندې د برهان نظام شاه خور چاند بي بي د خپل هوډ او زړه ور توب ياد ګارونه او داستانونه ليکلي وو چې دا داستانونه بيا تاريخ د اوراقو په دفترونو کې ليکلي او ساتلي دي:
بيفشان جرعه یی برخاک و حال اهل شوکت بين!
که از جمشيدوکیخسرو هزار داستان دارد
ددغه احمدنګر په مشعر کې د عبدالرحيم خان خانان د ميړانې هغه پيښه څرګنده وه چې دا پيښه مونز ته عبدالباقي نهاوندي او صمصام الدوله را اورولې ده کله چې د احمدنګر د مرستې له پاره د بيجاپور او ګولکندي پوځونه هم راغلي وو او د خانخانان لږ پوځ د حبشې سهيل له پياوړي پوځ سره مخامخ شو نو دولت خان لودي و پوښتل : “ داسې ګڼه ګوڼه په مخ کې ده ، او برى اسماني دى که کومه حادثه پيښه شوه . يوه نښه راکړه چې تاسو پيدا کړو . خانخانان ځواب ورکړ: “د مړو لاندې “
ونحن اناس لاتوســـــــــــــــــــــــط بيننا
لنا الصدر دون العالمين اوالقبر ([5])
د احمدنګر نوم هير شوى نقشونه يو يو راياد کړل. اور ګاډی په چټکۍ ځغليده. له يوې بيديا پسې بله راتلله پر يو ځاى باندې نظر ځاى په ځاى نه دريده چې بله منظره مخې ته راتلله او دا ما جرا زما په ماغزو کې هم تيريدله. احمدنګر د خپلو شپږ سوه کالو داستانونه پاڼه په پاڼه اړول يوه پاڼه به لا پاى ته نه وه رسيدلې چې بله به راواووښتله:
گاهى گاهى باز خوان اين دفتر پارينه را
تازه خواهى داشتن گر دا غهاى سينه را
زما خيال و که دا ځاى يې زموږ د قيد او بند له پاره غوره کړی وي دا ځاى خو يو موزون ځاى دى. مونږ خراباتيانو ته همداسې ځاى په کار دى :
بايک جهان کدورت باز اين خرابه جانيست
دوه بجې وې چې اورګاډی احمدنګر ته ورسيده د اورګاډي په تم ځاى کې چوپه چوپتيا وه ، يو څو پوځيان د مقامي چوڼۍ له قوماندان افسر سره ګرځيدل چې له دغه قوماندان سره موږ مخامخ کړاى شولو مونږ له اور ګاډي نه کوز شولو او سمد لاسه له تم ځاى څخه روان شولو . له تم ځاى نه ترکلا پورې نيغه لار تللې ده، په لار کې کوم موټر پيدا نه شو ما فکر کاوه چې د مقصدونو د سفر هم همدا حال دى ، چې قدم مې پورته کړى دى نو بيا کږليچ مخې ته نه دى راغلى او که له لارې کږيدل وي نو هغه هم يوازې د شا په لور کږيدل دي خو د شاته تګ لار دلته لا له پخوا څخه بنده ده:
هان ره عشق است کج گشتن نه دارد باز گشت
جرم را اين جا عقوبت هست استغفار نيــــست
له تم ځاى نه تر کلا پورې لاره په لس يوولسو دقيقو کې پاى ته ورسيده د کلا ديوالونه له اول څخه لږ وړاندې ښکاريدل خو بيا هم دا لاره په څو شيبو کې ووهل شوه اوس نو د کلا نه دننه اود باندې نړى يو ګام وا ټن دى چې د سترګو په رپ کې به دا هم پاې ته ورسيږي او موږ به په کلا کې ورننوځو . که غور وکړﺉ نو د ژوندانه ټول واټنونه همدا حال لري . په خپله د مرګ او ژوند تر مينځ واټن له يو ګام نه زيات نه دى:
هستى سى عدم تک نفس چند کى هى راه ([6])
دنياسې گزر نا سفر ايســــــــــــــــــاهى کهان کا !
د کلا خندق چې د هغه په هکله ابوالفضل ليکلي دي چې څلويښت ګزه پراخ او څوارلس ګزه ژور دى اودا خندق په ١٨٠٣ کې جنرال ويلزلي سل فوټه پراخه ليدلى وو دا خندق ما ونه ليده نو غالبا داسې وه چې کلا ته له کوم لوري څخه داخل شولو دا د خندق مخالف دى دلته د خندق د کيندلو خاورې دومره ډېرې دي چې د کلا ديوال يې پنا کړى دى خو دا ډېرۍ هم چې موږ ته ښکاريده اوس په هغه صورت پاتې نه وه.
لومړى په کلا کې دننه د لارويو کتارونه ولاړ وو بيا د ټانکونو او وروسته د کلا د احاطې په وړاندې چې د کلا عامه سطحه ده څوارلس پنځلس فوټه لوړه ده نو ځکه په لوړه پرته ده . دلته موټر ودريدل او مونږ ور څخه کوز شولو . دلته د بمبيي د پوليسو مشر چې له موږ سره راغلى وو زمونږ د نومونو لست يې قوماندان افسر ته ورکړ هغه لست واخيست او په دروازه کې ودريده چې دا زمونږ دسپارلو مراسم وو . اوس زموږ د ساتنې سر رشته د بمبيي د حکومت له لاسه ووتله د پوځي انتظام پهلاس کې ولويده او مونږ له يوې نړۍ څخه په بله نړۍ کې ننوتلو:
درجستجوى ما نکشى زحمت سراغ
جايى رسيده ايم که عنقا نه مى رسد
چې له دروازې څخه دننه ننوتلو يوه اوږده احاطه مخې ته راغله چې نږدې دوه سوه فوټه اوږده او يو نيم سل فوټه پراخه ده ، چې ددې احاطې درې لورو ته د خونو لړۍ اوږده شوې ده او د خونو په مخ کې برنډې شته او په منځ کې پرانستی او خلاص ځاى دى.
دا ځاى اګر که دومره پراخه نه دى چې ميدان ورته وويل شي خو په احاطه کې د بنديانو له پاره د ميدان کار ورکولاى شي، که څوک له خونې نه بهر ته راووځي نو ورته معلوميږي چې پراخې سیمې ته را وتلى دى. لږ تر لږه خو دومره ځاى په کار دى چې خاورې په کې سړى وشيندلاى شي. د انګړ په منځ کې يوه پخه چوتره ده چې د بيرغ لرګى په کې ولاړ دى خو بيرغ کوز شوى دى ، ما چې د لرګي جګوالى ته پورته وکتل نو دا اشاره راته کوي چې ستا چيغې به ترما پورې راورسيږي د احاطې په شمالي غاړه کې يو زوړ قبر دى ديوې ونې ښاخونو ورباندې خپل سيورى غوړول غواړي خو نه کاميابيږي.
د قبر سرته يو وړوکى طاق دى چې اوس په کې ډيوه نشته خو د محراب رنګ وايي چې يو وخت دلته ډيوه لګول کيدله.
دا معلومه نه ده چې داد چا قبر دى ، د چاند بي بي خو به نه وي ؟ ځکه د هغې قبر له کلانه د باندې پر يوه غره باندې پروت دى. دهر چا چې وي خو د کوم مجهول الحال شخصيت به نه وي او که نه نو چې د کلا ټولې ودانۍ ړنګې وې نو دا به هم ړنگ و . سبحان الله ددې مهال ودانۍ هم د خپلو و دانيو کرشمې لري ددې قبر ورانول هم په کار و ځکه چې زموږ خراباتي زندانيانو په شور او هنګامو ودان و:
کشتون کاتيرى چشم سيه مست کى مزار ([7])
هو ګا خراب بهى تو خرابات هـــــــــوى ګا
لويديځې لوري ته ټولې خونې پرانيستې وې او موږ ته سترګې په لار وې . دکتار لومړى خونه زما ورسيده چې پل مې په کې کيښود نو لومړى مې دا کار و کړ چې په خونه کې ايښې کټ باندې پريوتلم نو د مياشتې خوب او ستړيا له ماسره پر بستر باندې پريوتله:
ما گوشه رانه بهر قـــــــناعت گرفته ايم
تن پرورى به گوشۀ خاطر رسيـده است
نژدې له دريو بجو نه تر شپږو بجو پورې ويده شوم او بيا مې د شپې په نه بجو سرو لګاوه د ګهيځ تر درې بجو پورې مې سترګې خلاصې نه کړې چې درې بجې راويښ شوم نو تازه دم او چست و چالاک وم نه مې په سرکې دروندوالى وو او نه د انفلوینزا نوم او نښه وه. سمدلاسه مې د بريښنا نغرى ولګاوه او چاى مې دم کړ اوس مې جام صراحي په مخ کې ايښې دى او ورته ناست يم ، تاسو مخاطب کوم او د بې ستون او کوه کن داستان در اورم:
شرين تر از حکايت مانيــست قصه یی
تاريخ روزگار سراپا نوشـــــــــته ايم
له مياشتو مياشتو راهيسې مې داسې دروند خوب په برخه شوى نه و، داسې ښکاري چې د عمرو ستړيامې وتلى ده “ يغماى جندقي “ څه ښه ويلى دى:
غلط گفـــتى چرا سجا دۀتقوى گروکر دى!
به زهد آلوده بودم گر نميکردم چه ميکردم
نو ته ووايه چې په دې موجوده حالاتو کې به مې څه کول “چه ميکردم” څه خوښه رواني لري لکه چې مصرعه يې د همدغسې موقع له پاره ويلى ده خو نور نه پوهيږم په “ چه ميکردم” باندې زيات زور اچوم وليدل شي چې د صورت حال پوره تصوير به په څه راز راښکاره شي دا څه چې ليکم دا ټول چټيات دي ، دا هم معلومه نه ده چې په موجوده حال به زما آوازونه تاسو ته در ورسيږي او که نه ؟ خو څه وکړم افسانو ويلو نه ځان نه شم ساتلاى . دا هماغه حال دى چې ميرزاغالب ور څخه د قلم سولونې د ذوق په ستم تعبير کړى دى .
مگر ستم زده هون ذوق خامه فرساکا
ابوالکلام
[1]- د خوب د غفلت په عالم كې دوه اړخونه شته
[2]- اى ميره ! د مينې په كار كې پر موږ باندې ډير كار پروت وو خو موږ ترې په چټكې وزګار شو لو.
[3]- كله دى هم درند شرابي زړه ښه كړى – ساقي تر خولى ډكې پيالې شراب راكړه.
۲- اى د محبوبى كوره په خيف کې، ددى دليدو ځاى نژدې دى خو په مخ كې يې كړاوونه دى
[5] - موږ داسې وګړي يو چې زموږ مينځ ته مه راګډيږه دا زموږ سينه د عالمونو په وړاندې ده او يا قبر په مخ کې دى.
[6] - له هستې څخه تر عدم پورې يوڅو شيبې لار ده له دنيا نه سفر همداسې دى.
[7] - که ستا د تورو سترګو د غشو وژلى مزار وران شي خرابات به ترې جوړ شي.