د تېلو بادشاهان (۲۸برخه)

 
مخکې له دې چې نړۍ یو څه وکړي موږ باید له خپلو کړنو دفاع وکړو
د ایران باچا هېڅکله هم له خپل لویدیځ متحد څخه خپل دا پلان پټ نشو کړی  چې غواړي د یوه وروستي ځل لپارهبیا د تېلو د بیو د پورته تلو لپاره  د اوپک پر غړو هیوادونو فشار راوړي چې  د ۱۹۷۳ کال د دسمبر په ۲۲ نیټه یې په تهران کې د بهرنیو چارو وزیران  سره جرګه کیږي . ایران چې دولتي لګښتونه یې له اندازې لوړ شوي وو دیته یې اړتیا درلوده چې د تېلو بیې پورته کړي چې د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نویو نظامي وسایلو او وسلو د اخیستو پیسې پرې کړي . هغه داسې فکر وکړ چې د تېلو نړیوال مارکیټونه هیڅکله هم دومره د تېلو د تولیدونکو لپاره مساعد نه وو لکه اوس دیته ډیره زمینه برا بره وه چې د تېلو د تولیدونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ور کړل شي . د تېلو بندیز  او په منځني ختیځ کې  جګړې دواړو دیته زمینه برا بره کړه چې د تېلو پر اخیستونکو فشار زیات او هغوی په مارکیټ کې د تېلو په لاس رسي کې له پراخو ستونزو سره مخا مخ شوي وو .  د تېلو بیې لوړو پوړیو ته په ختو وې . شاه په دې پوهیده چې نیکسون او کیسنجر ډیر وارخطاوو او دا یې مناسبه وبلله چې  دوی دواړه خوشحاله کړي .د  ایران  شاه د عمان په سمندر کې د هانکوک په نوم ولاړې امریکايي نظامي  بیړۍ ته د تېلو رسول جاري وساتل  او اسراییلو ته یې هم د تېلو ور کړه ونه نه دروله ، او په دې برخه کې یې د عربو د تېلو په بندیز یې سترګې پټې کړې وې . د ایران شاه په دې هم پوهیده چې د واټر ګیټ رسوايي د نیکسون وړتیا ځپلې او نشي کولی چې د خپلو غوښتنو لپاره د پوځي زور ګواښ وکړي .
د ولسمشر نیکسون  د ادارې  لخوا د بهرنۍ اقتصادي پالیسۍ  نا مناسبې ارزونې په دسمبر میاشت کې د را منځ ته شویو پر لپسې پیښو د مصیبتونو په زیاتیدو کې خطرناک رول ولوباوو .  د همدې میاشتې په شپږمه نیټه د فدرالي خزانې د بانک مشر ارتر برنز یوه غونډه را وبلله چې پکې ولسمشر ریچارډ نیکسون  او د هغه اقتصادي ټیم د تېلو د بندیز ونو په فلج کونکو اغیزو بحث وکړ. د هغه په یاداښتونو کې راغلي چې ، برنز په غونډه کې ښاغلي نیکسون یو ماتیدونکی شخص وباله .«   ولسمشر نیکسون بې پامه  او خفه بریښي ، د هغه فکر بل چیرته وي ، هغه هر وخت خپل سر ښوروي ، خو ښکاره خبره ده چې هغه لیواله نه وو .» نیکسون هغه مهال سر را پورته کړ چې ښاغلي برنز دا وړاندیز وکړ چې «د انرژۍ یو داسې پروګرام دې برا بر شي چې  د فدرالي ادارې مشر په خپلواکه توګه برا بر کړی  او کیدی شي  چې د منهاټن د پروژې او د امریکا د فضايي پروګرام سره به د مقایسې وړ وي . . . .  دا کار به موږ د عربي شیخانو د بلک میل کولو له ګواښ او پر دوی له تکیې څخه د تل لپاره خلاص کړي . » د نیکسون دا طرحه خوښه شوه . او دایې  روښانه کړه « سره له دې چې  ،هغه ، نه،  ویلیم سایمون،د فدرالي انرژۍ ددفتر اداره  اوپه سپینه ماڼۍ کې هغه مسول چارواکي چې د تېلو له ناورین سره د امریکا د حکومت همغاړي کونکي دي ، باید دا کریډیټ تر لاسه کړي او خپل ابتکار  اعلان کړي .
برنز لیکلي دي چې «ولسمشر نیکسون د سایمون په اړه خپله اندیښنه په ډاګه کړه . هغه دا اشاره ور کړه چې  غواړي داسې لویه پالیسي جوړه کړي چې له هره اړخه په ځان متکي وي .» برنز دارنګه دا هم په ډاګه کړه چې «په خونه کې د ناستو نورو کسانو لخوا هم د خزانې د وزیرجورج شولتز ملاتړ وشو. « هغه ټینګار وکړ ددې لپاره چې د تېلو د بندیز له اغیزو  او د منځني ختیځ پر تېلو له تکیې کولو سره مبارزه وشي   د تېلو بیې دې یو څه لوړې او په مارکیټ دې تر هغه تکیه وشي چې  دتقاضا او عرضې تر منځ انډول برا بر شي . »  د نیکسون اقتصادي ټیم تر اوسه دا اټکل نه کاوو چې د تېلو د بیو بیا پورته کیدل به دومره پراخ اغیز  و لري چې اقتصاد ته په پراخه کچه ټکان ور کړي . «ښاغلي برنز د شولتز په اړه چې په ډیر نیښدار ډول یې  دا  په ډاګه کړه چې موږ په بشپړه توګه  نړیوال اقتصاد او مالي وضیعت  درک کوو ،ډیر زیات فکر نه کاوو.  خو دا څومره د شرم، نا امیدی او خفګان ځای دی چې په ولسمشر دغه ډول مفکورو اغیز غورځولی وو. »
د نیکسون په اداره کې دغه تناقضات او ګډوډۍ د تېلو تولیدوونکو  او اخیستونکو هېوادونو  ته یو ډول  اشاره او زیری ورکوي او پایلې یې بل څه را خیژي. د ایران شاه تصمیم ونیو چې د امریکا دولت و ازمويي او په تهران کې یې د امریکې سفیر ښاغلي هلمز ته وویل چې هغه غواړي د تېلو بیې د انرژۍ د نورو منابعو په څېر لوړې کړي. هلمز له شاه سره خپله غونډه پای ته ورسوله او له ځان سره یې داسې فکر وکړ چې د شاه د پلان مانا دا ده چې غواړي د هر بېرل تېلو بیه ډېر تر ډېره یو یا ۲ ډالره لوړه کړي. په واقعیت کې شاه غوښتل چې د هر بېرل تېلو بیه ۷ ډالره لوړه کړي. خو پوښتنه دا ده چې دغه ناسم پوهاوی په څه ډول رامنځته شو؟ سره له دې چې شاه په روانه انګلیسي خبرې کولای شوې، خو بیا هم هغه نه غوښتل چې د تېلو د بیې په موضوع کې په خپله په انګرېزي خبرې وکړي او خپل نظر بیان کړي. دا په خپله د شاه خبره ده چې وروسته یې له یوه خبریال سره  په هغې مرکه کې په ډاګه کړه چې هغه د هر بېرل تېلو به بیه کې د ۷ ډالره لوړوالي  د مسئلې د روښانتیا په اړه ورسره وکړه.  
«موږ یو شمېر کارپوهان و ګومارل چې دا مسئله و ارزوي چې موږ تېل په څو وپلورو؟ تاسو پوهېږئ چې نن سبا ۷۰ زره ډوله غیر معیاري تېل شته دي؟ کله چې زموږ د خپلو تېلو څاه ګانې تشې شي تاسو ته به بیا دغه کمیابه تولید در نه کړل شي. بیا به تاسو ۸ ډالره د قیر په بېلولو ورکوئ. نو زه دا وایم اجازه راکړئ چې موږ بیه له ټيټې کچې یانې ۷ ډالرو پیل کړو، دا د حکومتونو غذا ده، وروسته به ناڅاپه هر یو د تېلو په ترلاسه کولو پسې چغې وهي.)) که دا کلیمه یو خوا پرېږدو چې ((دا د حکومتونو غذا او اړتیا ده.)) داسې برېښېده چې ممکن شاه غوښتل د تېلو د هر بېرل بیه له ۵،۱۱ ډالرو څخه ۷ ډالرو ته لوړه شي.  خو هغه څه چې  رښتیا وو، هغه دا وو چې د ایران حکومت غوښتل د هر ډالر بیه ۷ ډالره نوره هم لوړه کړي. په دې مانا چې په پخوانۍ ۵،۱۱ ډالرو به، ۷ ډالره نور هم ور زیات کړل شي. په واقعیت کې ستونزه په هر بېرل کې د تېلو د بیې د لوړېدو او هر بېرل تېل په یوې معینې اندازې د پلورل کېدو د کلیمو تر منځ هلمز ته ناسمه ژباړه شوې وه او د شاه او ښاغلي هلمز تر منځ د تېلو د بیو په اړه ناسم پوهاوی له همدې اړخه رامنځته شوی وو او هغه په اسانه ډول د شاه د خبرو مفهوم  نه وو  درک کړی. وروسته د برتانیې سفیر اسدالله علم ته وویلې چې: ((هغه هم په هر بېرل کې د ۷ ډالرو د بیې د زیاتوالي په اړه د شاه په تفسیر لکه د ښاغلي هلمز په څېر نه وو پوه شوی  او فکر یې کړی و چې شاه  د هر بېرل تېلو بیه ۷ ډالرو ته لوړوي.)) دې مسئلې دا هم روښانه کړه او د ښاغلي کیسنجر هغه نظر یې هم ناسم ثابت کړ چې کلونه مخکې یې ویلي و چې: ((کیدی شي شاه یوه ورځ د تېلو بیې په هر بېرل کې یو یا ۲ ډالره لوړ کړي چې د وسلو د اخیستو لپاره پانګه برابره او بېرته یې امریکا ته ورکړي.))
د ‌ډسمبر په ۱۹مه نېټه په پاریس کې د تېلو د تولیدوونکو هېوادونو اوپک په   ۳ ورځنۍ سرمشریزه کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر میچل جوبیرت کیسنجر ته وویل، چې د فرانسې حکومت  د ایران له باچا سره د امریکې د حکومت پر چلند کېدی شي پوه نه شي. دا روښانه وه، هغه وویل: ((شاه د تېلو له روان بندیز څخه په ګټې اخیستو سره غواړي یو ځل بیا د تېلو بیې ډېرې زیاتې لوړې کړي، د تېلو د کموالي هڅه کوي  او تر اوسه د امریکې متحده ایالتونه له ایران سره داسې چلند کوي لکه چې ایران یې د ادې زوی  او یا  ښه ملګری وي او د دوی ګټې سره شریکې وي . . . .  دغه مصنوعي قیمتونه د یوې بهانې په توګه د دې لپاره کارېدل چې د اوپک عمومي بیې پرې توجیه شي.)) خو کیسنجر په ډېر ماهرانه ډول د جوبیرتز نیوکې یوې خوا ته کېښودې.
فرانسه په دې باور وه چې ((کیسنجر په داسې مهم  او حساس وخت کې اقتصاد کم  ارزښته او د منځني ختیځ سیاسي ستونزې ډېرې مهمې ګڼي. په داسې حال کې چې د تېلو بیې ډېر ژر د فرانسې لپاره حیاتي ارزښت وموند.)) د فرانسې ولسمشر جورج پامپیدو له امریکايي ولسمشر ریچارډ نیکسون څخه وغوښتل، پر دې پوه شي چې هغه دې ته تیار شوی چې نه یوازې د تېلو د بیو د لوړېدو پر ضد د امریکې د متحدو ایالتونو له دریځ  سره یو ځای شي، بلکې هغه دارنګه  دا وړاندیز هم وکړ چې ((غواړي  له واشنګټن سره د اړتیا پر مهال د نظامي برید په پلان کې هم برخه واخلي.))  په ریاض کې د امریکې د متحدو ایالتونو سفیر جیمز اکینز هم دا خبرداری  ورکړ.
د سعودي عربستان حکومت له واشنګټن څخه د هغوی د سفیر پر مټ وغوښتل چې: ((د شاه مخه ونیسي او د اوپک له ټولو غړو هېوادونو سره د خبرو اترو لپاره زموږ د منځګړتوب اغېز وکاروي.)) د امریکې د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر همدې  مسئلې ته په کتو سره له ټولو وغوښتل چې  د ایران، سعودي عربستان او وینزویلا د حکومتونو مخه ونیسي او که داسې ونه شي، نو امریکايي مشرتابه څه نه شي کولی، ښایي ځکه چې  کیسنجر داسې شک کوي چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جوبیرت او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شیخ یمني  هڅې کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ درز پراخ کړي. خو هغه څه چې په را تلونکي کې پېښ شول داسې ښکارېده چې په واقعیت کې یې هم کیسنجر او د امریکا په حکومت کې بل هر یو هک پک کړ.
د ډسمبر په ۲۲مه نېټه شاه  د  تېلو د تولیدوونکو هېوادونو ناسته په پلازمېنه  تهران کې د مالیې د وزارت په سمبالي ودانۍ کې پرانیسته. هغه د راغلو هېوادونو پلاوي  ته یادونه وکړه چې: ((موږ د لوېدیځو هېوادونو او د تېلو د کمپنیو له لاسوهنو او مداخلې پرته په خپله د تېلو بیې وټاکلې.)) شاه پر دوی ټینګار وکړ چې د تېلو بیې تر هغې کچې باید لوړې نه شي چې د دوی خپل صنعت ته زیان واړوي، د ایران پرمختیا ته صدمه ورسېږي او په تهران کې د کاروبار مخه ډپ کړي. خو هغه په جدي توګه دا نیوکه وکړه چې: ((نباید تېل د برېښنا د تولید لپاره په جنراتورونو کې ضایع کړل شي، بلکې د بېړیو د ګرځولو او د کورونو د ګرمولو لپاره  دې وکارول شي. هغه وویل چې تېل باید د ډېرو پېچلو صنعتي چارو د پرمخ بیولو لکه: د پیترو شیمي موادو د جوړونې  لپاره زېرمه کړل شي.))
هغه لارښوونه وکړه چې د دوی  د خپلو بیو فورمول یا سیستم دې قبول کړي: ((د تېلو بیه باید د ډبرو سکرو له بیې سره پرتله شي. له نورو منابعو لکه د ډبرو سکرو او یا په مایع انرژۍ د ډبرو سکرو له بدلولو څخه ترلاسه کېدونکي انرژي  هم باید د تېلو پر ځای وکارول شي.))  دا د انرژۍ د بیو همغه فورمول یا طرحه ده چې د جولای په میاشت کې د امریکې ولسمشر نیکسون او د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر ته وړاندې شوې وه. شاه خپلې خبرې  په دې  ډاډ ورکولو سره پای ته ورسولې چې ((که چطرې دوی د هغه وړاندیز ومني نو  تیار دی چې دغه حالت تحمل کړي. زه به  له ټولې نړۍ د مخه له خپل عمل څخه دفاع وکړم او دا ډاډ به حاصل یا ترلاسه کړم چې زما ملت زما له پلانونو ملاتړ کوي.))
شاه د تهران د تېلو د تولیدونکو هېوادونود استازو په دغه ناسته کې بریالی شوچې خپل پلان په نورو ومني  او په دې یې ویاړ کاوو چې د هغه خبرې ومنل شوې. په دا بله ورځ د ایران باچا په نیووران ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې ټولې نړۍ ته په دې اعلان سره ټکان ورکړ چې  « د فارس خلیج د تېلو تولیدونکو موافقه وکړه چې د هر بېرل تېلو بیه څه باندې دوه برابره یانې له ۵اعشاریه۱۱ څخه ۱۱اعشاریه۶۵ ډالرو ته لوړ ه کړي. د همدې لپاره دوی په هر بېرل تېلو کې ۷ ډالره له وړاندې ټاکل شوې لوړه بیه عملي کول ډاډه کړ. د ایران شا ه زیاته کړه « صنعتي نړۍ باید په دې پوه شي چې ددوی د فوق العاده پرمختګ، ډېرو زیاتو عوایدو تر لاسه کولواود سرمايې پر اساس د  ارزانه تېلو تر لاسه کولو زمانه پای ته ورسېده.» دوی باید د انرژۍ نوې منابع پیدا کړي او خپل کمر بندونه ورته کلک کړي. هغه وویل « که تاسو غواړى چې ژوندي پاتې شى، نو تاسو باید دنویو منابعو د موندلو لپاره کار وکړئ. که تاسو غواړى چې ستاسو ماشومان ښه ژوند وکړي، ښه شیان وخوري او موټر ولري، نو ددوی پلرونه باید ډېر کار وکړي. ان هغه ترهګر چې دیخوا او هغې خوا بمونه ږدي، هغوی هم باید کار وکړي. موږ نه غواړو چې صنعتي دنیا ته زیان ورسوو. خو موږ به ډېرژر یو له دغو خواري کښوکسانو څخه و.نو که اوسنی صنعتي شوې نړۍ وړوکې او له منځه ولاړه شي نو کوم توکی به یې پرځای وکارول شي ؟ او څه شئ به یې ځای ونیسي ؟
د تېلو په بیو کې دغه اخرنى، پراخ  اوچتوالی په دې مانا ده چې د ۱۲ میاشتو په موده کې د تېلو بیې ۴۷۰ په سلو کې لوړې شوېاو د اوپیک د غړو هېوادونو د تېلو له اړخه تر لاسه کونکې اقتصادي پانګه په ډېرې چټکۍ سره په دغه موده کې۱۱۲ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه.دا تر دې مهاله په تاریخ کې تر ټولو ډېره پانګه وه چې په یو ځل له څو هېوادونو، څو نورو هېوادونو  ته انتقال شوه.  یوازې د ایران د تېلو عواید نږدې ۲۱ میلیارد ډالره و او د ایران پلان داوه چې په را تلونکو ۵  کلونوکې ۹۸ میلیارد ډالره د تېلو د پلور له درکه تر لاسه کړي چې د تهران لپاره خورا ډېر زیات عواید وو. د ایران  د ناخالصو ملي تولید اتو  لپاره  په یوه کال کې د ۵۰ په سلو کې زیاتیدو یاپورته کیدو هدف و ټاکل شو چې بیخي د حیرانتیا وړ لوړ والی  و.  په واقیعت کې د ایران باچا هغه مهال پلان درلود چې خپل هېواد دنړۍ د بډایه هېوادونو په کتار کې ودروي.
رضا شاه پهلوي د تولیداتو په لوړیدو په کال کې د ۵ میلیارد ډالرو د مصرفولو  پلان یقیني کړ. د نورې نړۍ لپاره د شاه د تېلو بندیدل یا کمېدل  یو لوی مصیبت وو. په ځینو هیوادونو کې ملي خزانې په عملي توګه په یوه شپه کې خالي شوې.د بهرنیو تېلو د واردولو لپاره د امریکا لګښت په یوه کال کې له ۳،۹ میلیارد ډالرو څخه ۲۴ میلیارد ډالرو ته لوړ شو.  د نیو یارک ټایمز ورځپانې رپوټ ورکړ چې «دنورو ډیو شیانو په منځ کې د لانکشایر د ورېښمو فابریکې،د باوریا د ماشیني کرکیلېاو په جاپان کې د برېښنايي لینونو یا سیمانو د تولید فابریکه باید د تېر کال څلور برابره ډېر تولید او پلور  وکړي چې د مصرفونکو تېلو بیه پورهاو خپل لګښتونه پرې کړی شي. فرانسې محاسبه وکړه چې  په ۱۹۷۳ کال کې د تېلو په بیه کې دڅلور برابره لوړ والي هر اړخیزې منفي اغېزې به ددې لامل شي چېد بیکارۍ کچه له ۲ په سلو څخه ۶سلنې ته لوړه شي، د ژوند کولو او اوسېدلو لګښتونه به ۱۰ په سلو کې لوړ شي او د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت اضافي تېلو ته اړتیا ته اړتیاوهچې دغه کار اضافي راکړه ورکړه زیانمنولهاو فرانسه یې په څټ روانوله. دهسپانیې د سوداګرۍپه بیلانس کې چې یو وخت د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات زیات وو اوس یې ۳،۱ میلیارد ډالره کسر درلود یانې واردات یې زیات شوي وو. 
« د تېلو د بیو د را کښته کولو پر هڅو سربېره هغه څه چې د لوېدیځ د اقتصاد لپاره یې ډېر زیان اړاوه هغه داوو چې د ایران شاه په هغه فشار ښه پوهېده چې دده لخوا په نورو تېلو ته اړهېوادونو وارد شوی و.» د ایکانومیسټ مجله هغه مهال دې پایلې ته رسیدلې وه چې «په ظاهرهشاه خپل تصویر ته بدلون ورکړی و، هغه کېدای شي اوس  ښه احساس کړې وي چېد نړۍ په تاریخ کې  یې یو عجیب ټکان را منځ ته کړی واو ایران باید په خپل قوت تکیه وکړي چې روسیان همداسې غلي وساتي.» مجلې دارنګه په شاه باندې هغو کورنيو فشارونو ته هم اشاره وکړه چې پر لپسې غوښتنه ترې کیده چې د ۱۹۵۳ کال د کودتا تور داغ پا ک کړي . « ان له ۲۰ کلونو وروسته د مصدق مفکورې او نظریې ته یو شمیر ایراني سیا ستوالو هغه ته د ایراني ملتپالنې د اصلي داعي په سترګه کاته چې  له عربانوسره یې ښکاره ډغرې وهلې  اولویدیځ ته یې چیلنج پېښ کړی و، له مصدق سره په کور دننه ددغو ایرانیانو مینې شاه سخت ځوراوو.
کله چې دوی د پېښېدونکو مسئلو د حساسیت  په اړهپوه شول  او دا یې درک کړه چې وضیعت سم نه دی، د نیکسون سپینې ماڼۍ سخت درد احساساوه. د ډسمبر په ۲ نېټه د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي. ای. اې مشر کولبي یوه همکار وویل: « د تېلو د بیې پورته کېدو زموږ  لس میلیارد ډالره نور هم له خزانې بهر کړل.» لوی درستیز امیر البحر موریر ځواب ورکړ:«دوه شیان په دې برخه کې رول لوبولی شي.کېدای شي موږ شاه ته د خپلوهغو کسانو بیه لوړه کړو چې ایران ورته اړتیا لري.»
د امریکا ددفاع وزیر سچلیزنجر هغه ته ډاډ ورکړ چې «موږ لاهم لاس بري یو»
د ایران شاه غوښتل داسې طرحه پلې کړي چې ټولې څېړنېاو پرمختیايي لګښتونه د هغو وسلو د سیستمونو له تر لاسه کولو سره همغږي ولري چې هغه یې له پنتاګون څخه پیري. سچلیزنجر وویل چې :« موږ د امریکا ددفاع په وزارت کې یو پلان لرو چې پر بنسټ یې د امریکا متحده ایالتونه د نویو پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو د پرمختیا او پلور یوه اندازه  پیسې داستخباراتو په مټ  په یو ډول خیریه چارو لګوو. خو یو شی روښانه وو هغه داچې ددغو ټولو تجهیزاتوتر لاسه کونکی مشتريلهسمندرونو ور هاخوا ایران وواو دا مهال  دې ته هم اړتیا نه وه چې د ۱۹۷۳ کال د تېلو د بیو د لوړتیا پرمهال همموږ په خیریه فعالیتونو کې برخه اخیستې وای.» ایران لا دمخه د خپلو لوړو دفاعي لګښتونو پیټی پورته کولوته اوږه ورکړې وه.
ارتر برنز د ۱۹۷۴ کال د جنورۍ د میاشتې په ۸ نېټه په سپینه ماڼۍ کې په دويمه غونډه کې ګډون وکړ چې د ناورین په مالي او اقتصادي اړخونو بحثونه تر سره کړي.د بحث ګډونوال په دې پوه شول چې شاه له دوی سره د سنوکر لوبه ولوبوله. برنز وویل:«د تېلو د ستونزې په برخه کې کیسنجر هېڅ شی هم ونشو کړی. په واقیعت کې هېچا هم له ما پرته څه ونشو کړی ــــ ما په یوه یاداښت کې د اقتصادي زور څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مسله مطرح کړه چې د تېلو د ستونزې د حل په برخه کې یو ه مهمه یادونه وه چې د هرې غاړې مشران ورته متوجه کړم . کیسنجر تر دې هم ور هاخو ولاړ او ویې ویلې چې « موږ له صفر سره موافقه وکړو ؟ ایا موږ ان له فرانسې سره هم خبرې ونکړو؟ له هغو ټولو غاړو سره هم سر خلاص نکړو چې ګټورې دي؟»
درې کاله دمخه ولسمشر نیکسون په پټه توګه د ایران باچا ته دا اجازه ور کړه چې د تېلو بیې یو څه لوړې کړي. که دغه خبر رسنیو او ولس ته روښانه شوی وای چې ولسمشر نیکسون شاه ته د تېلو د بیې د پورته کولواجازه ور کړې اوله کبله یې د نړۍ د اقتصاد د ویجاړیدو او نا توانه کیدو له ریښتینی خطر سره مخامخ دی نو د هغه ولسمشري به له نور زیات خطر سره مخا مخ شوې وای . په شخصي توګه نیکسون له شاه څخه غوښتنه وکړه چې د تېلو بیې ته بیا کتنه وکړي . په تهران کې د امریکې سفیر وویلې چې :« د واشنګټن رسمي ځواب د تېلو د بیو د پورته تلو په تړاو داوو چې هڅه به وکړي په شاه فشار راوړي چې د تېلو بیې پورته نه کړي. دا کټ مټ همغه څه وو چې د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوله.» په تهران کې د امریکې سفیر ښاغلي هلمز د ایران د دربار وزیراسد علم ته یو لیک ورکړاو ترې ویې غوښتل چې لیک شاه ته ورکړي او د ولسمشر نیکسون خبردارئ ورتهتوضیح کړي.
شاه پر دغه مهال د یخمالک وهلو د تفریح په موخه له تهران څخه بهر شوی واو علم د پېښو شویو مسئلو پر سر سفیر ته وویل: « لکه چې ما  درسره ژمنه کړې وه ، اعلی حضرت ستاسو ملاقات ومانه  او هغه به پکې حتما په دغه ناسته کې دا روښانه کړي چې د تېلو بیې  به د ورته نورې انرژۍ او منابعو له بیو سره یوځای تنظیم کړي. یانې که د هغه لپاره نورې منابع را منځ ته او پکې پانګونه وشي او تولید ته ورسیږي نو د تېلو په بیه باندې خبرې کیدی شي. زه په دغه حقیقت پوهیږم ځکه چې اعلی حضرت همدغه خبره د برتانیې سفیر ته هم همدا ډول کړې ده. »
 ښاغلي هلمز وویل چې دا سمه  خبره ده .
 علم ورته وویل «په دغه کیسه کې ،ستاسو اعتراض څه دی ؟ زموږ تګلاره خو ښکاري چې بیخي منطقي ده.»
د ښاغلي علم په خبره هلمز ځواب ور کړ چې « هغه کوم اعتراض نه لري  او هغه واشنګټن ته یو تفصیلي رپوټ  هم استولی دی.»
 
هلمز وروسته له اسد علم څخه وغوښتل  که هغه یوه بې ربطه  پوښتنه را پورته کړي؟ دغه پوښتنه د اوپیک په ناسته کې د تېلو د بیو د لانجې په اړه وه. امریکايي ډیپلوماټان په دې پوه شوي وو چې په تهران کې د اوپیک د غړو هېوادونو د تېلو د وزیرانو په غونډه کې ډېر عرب وزیران په ځانګړې توګه د سعودي عربستان شیخ یمني د تېلو د بیې له پورته کېدو سره مخالفت ښوولی و، خو هغه درک کړه چې د شاه د ننګولو لپاره په غونډه کې لېوالتیا نه وه موجوده. علم  ته وروسته  شاه ته وویل سعودیانو وړاندیز وکړ چې په هر بېرل تېلو کې دې ۶ ډالره لوړ والی راشي، خو ابوظبۍ، کوېټ او عراق ټولو په هر بېرل کې د ۹ ډالرو بیې د زیاتوالي ملاتړ وکړ. د ایرانیانو نظر دا و چې د تېلو د بیو په اړه د شاه فورمول ډېر معقول دی او دوی په دې باور وو چې شاه د ډېر لوړ قیمت پلوی نه وو، خو د  د ایران د دربار وزیر ښاغلي علم د امریکا سفیر هلمز ته د قیمتونو د فورمول په اړه وویل چې د اوپیک په ناسته کې ډېر پرېشانه کونکي څه  نه وو « د امریکا د سفیر هڅه داوه چې د عربانو د وړاندیزونو په ریښتیني مفهوم ځان پوه کړي چې په رښتیا یې دې مسئلې ته څه ډول یو پای ورکړ.»
د امریکا د ولسمشر له خوا شاه ته په استول شوي لیک کې، نیکسون له خپل متحد څخه غوښتنه کړې وه چې د تېلو بیو ته بیا له سره کتنه وکړي، ځکه چې کېدای شي دغه مسئله د نړۍ په ثبات منفي اغېز وکړي. هغه لیکلي وو « دا چاره کېدای شي د نړۍ اقتصاد ته مصیبت زیږونکې ستونزې را پېښې کړي او نړیوال پولي سیستم اغېز من کړي. د تېلو د بیو لوړ والی به نه یوازې د تولیدي توکو بیې لوړې کړي، بلکې د تېلو د اخیستونکو په اقتصاد به سخت منفي اغېز وکړي او له کبله به یې د تېلو اخیستل کم شي. په نړیواله کچه به اقتصادي بحران رامنځ ته کړي او بلاخره به یې زیان د تېلو د مصرفونکو په ګډون د تېلو تولیدونکو او نورو ټولو هېوادونو ته ور سیږي.» 
شاه په ډېر ساده ډول د ولسمشر نیکسون په وړاندایز سترګې پټې کړې. ښاغلي هلمز وویل:« زه شاه ته د دغه پیغام په ور رسولو کې ښکېل وم، خو هغه په دې برخه کې هېڅ مثبت ځواب رانه کړ.»  د شاه چال چلند ډزر ساده او د  معاملې یا انعطاف وړ نه و. هغه په ډاګه ماته وویل « ما په تېر مهال کې ډېره هڅه وکړه چې  د تېلو بیې لوړې کړم، خو د تېلو امریکايي او برېتانوي کمپنیو له ماسره دا خبره نه منله، اوس مې دا چانس تر لاسه کړی او تاسو باید له دغه حالت  سره ژوند وکړئ » شاه په دې مسئله کې په ژوره توګه د  خپلو لوېدیځو متحدینو له کلکو نیوکو سره مخ شو. شاه د برېتانیې د وخت سفیر پیټر رامسبوتم ته د تېلو د بیې د لانجې په مسئله کې په غوصه شو او هغه یې ان له ایرانه بهر کړ او ان  هغه ته یې د احمق خطاب وکړ، هغه  ډېره هڅه وکړه چې دا کار تر سره نه شي او ان  له ښاغلي علم څخه یې د ده او شاه ترمنځ په رامنځ ته شوي تاوتریخوالي کې د منځګړتوب او پاته کېدو د امکان د رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه، خو بریالی نه شو.
د تېلو د بیو د پورته کولو په برخه کې د شاه د ازاد خوشې کولو او ورته د اجازې ور کولو په تړاو وروسته په ولسمشر نیکسون او د هغه  په سلاکارانو سختې نیوکې وشوې. خو ایا دوی کوم بل انتخاب هم لاره؟ لسیزې وروسته ددفاع وزیر جیمز سچلیزنجر تایید کړه چې امریکايي چارواکي هغه مهال له دې وېرېدل چې په داسې حال کې څرنګه له ایران سره اړیکې خراب کړي او پر شاه د تېلو د بیو د نه لوړېدو له کبله فشار راوړي چې د واشنګټن او ریاض تر منځ اړیکې په خورا نازک حالت کې وې.هغه وویل « اړیکې فوق العاده نازکې او خطرناک پړاو کې وې او امریکایانو ورسره ډېر په احتیاط چلند کاوه، ځکه چې موږ تصمیم نیولی وو  په ۱۹۷۳ کال کې به د عرب او اسراییلو په جګړه کې د اسراییلو ملاتړ کوو چې له امله یې پر امریکا د  عربانو لخوا د تېلو بندیز ولګېد او له کبله یې د شاه د دولت اقتصاد  ته ګټه ورسېده. هغه یو له هغو کسانو وو چې د تېلو د هر بېرل بیه یې ۱۲ ډالرو ته لوړه کړه، نو شاه زموږ متحد او ملګری وو.» د  سچلیزنجرسمندري ځواکونه دغه مهال په سیمه کې د ایران په تېلو چلیدل چې موخه یې پر ملک فیصل فشار راوړل و چې د تېلو بندیز ته پای ورکړي.
 
 (په پایله کې  موږ د شاه په اړه ډېر ډاډه نه وو، ځکه موږ ونه غوښتل  له هغه سره د تېلو د بیې په اړه مبارزه او لانجه وکړو. موږ دارنګه ونه غوښتل چې له هغه سره د انرژۍ د بیو پر مسئلې شخړه وکړو او هغه نا ارامه کړو، سمه ده؟ له بلې خوا دا ډېره روښانه خبره ده چې د تېلو د بیو چټکه لوړتیا د امریکا د متحدو ایالتونو  او لوېدیځې نړۍ په ګټه نه وه. دا یوه لویه ستونزه وه. پر همدې مهال موږ غوښتل چې شاه  د منځني ختیځ په سیاسي حالاتو کې زموږ ملګری او متحد وي. د همدې لپاره  موږ نه غوښتل چې هغه له ځانه یې بېګانه کړو او له واشنګټن او لوېدیځ سره یې تقابل ته وهڅوو.)
دا چې په رښتیا څه پېښ شوي وو د دې  مسئلې ښه تفسیر هنري کیسنجر په ۱۹۷۵ کال کې د یوې مخکښې امریکايي ورځپاڼې له خبریال  جک انډرسون سره په تر سره کړو خبرو کې ښه روښانه کړ چې په پټه توګه ثبت شوې وې. دغه خلاق خبریال انډرسون په یوه ډول د ۱۹۷۳ کال  په دسمبر میاشت کې د هنري کیسنجر لخوا  د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر جوبیرت سره د پټو تر سره کړوخبرو لنډ جزییات تر لاسه کړل. کیسنجر په لومړیو کې ادعا وکړه چې د هغې پېښې په اړه هېڅ نه دي ور په یاد.«ماته فقط ــــــ تاسو پوهیږئ چې، ماته د هغې مسلې په اړه هېڅ هم نه دي په یاد.»
هغه په ډېر لوړ غږ وویل :« زه باید خپل یاداښتونه چک کړم او اوس څه نه شم ویلای»
خبریال انډرسون ټینګار وکړ چې :« دلته داسې  تور موجود دی چې ګنې دوی ( فرانسې )وړاندیز وکړ، په پوځي مداخله کې ورسره  یو ځای شئ.»
« اوه ، دا په بشپړه توګه  ــــ دا ټول ـــ دا ،  په بشپړه توګه چټیات دي.»
« زه به دا یاداښت تاسو ته ولولم  په همغه ډول چې دوی ویلي : دوی د ګډو امریکايي پوځیانو د غبرګون خبره را پورته کړه ـــــ یوازې دا موضوع یې را پورته کړه ـــــ د فرانسې وړاندیز د سفارتونو په کچه را منځ ته شوی و او په مخابره کې منعکس کړی شو. ما د هغه مخابروي بڼه نه درلوده ــــ هغه څه چې ما درلودل هغه مواد وو چې د بهرنیو چارو له وزارت څخه تر لاسه شوي او یا د بهرنیو چارو د وزارت له کار کونکو څخه تر لاسه شوي وو.»
نا ببره د کیسنجر یاداښتونو دا ثابته کړه:« وګورئ ښاغلی انډرسون، دا ډېره  پېچلې مسئله ده، خو دغه خبرې اترې ان که ممکنه وي داسې وګڼه چې سمې دي، خو زه یې نه شم تاییدولی ـــــ زه کېدای شي دېته وګورم چې ایا زه کولی شم د دغه یاداښت لیک یوه کاپي پیدا کړم او یا د هغه معادل څه ومومم.» هغه وویل: « ځکه چې تاسو پوهیږئ همدا ماته باور لري.» کیسنجر پسې وړاندې ولاړ او روښانه یې کړه چې د امریکا متحده ایالتونه د ایراني تېلو په اړه ډېر اندېښمن وو او هڅه یې کوله چې د تېلو د بندیز پرمهال د ایران د تېلو د تولید  او لیږد چاره په ټول قوت سره جاري وساتي.»
انډرسون وویل: هغه مهال چې موږ د تېلو له بندیز سره مخ وو، زموږ ډېره تکیه پر ایران او باچا رضا شاه وه چې په دغه سیمه یانې منځني ختیځ کې زموږ د تېلو د اړتیا یوازینی ملاتړ کونکی او وړاندې کونکی وو، خو دا ډېر هوښیار کار نه و چې باید تر سره شوي وای . . . . ددې مسئلې جیو پولیټیک اهمیت ډېر مهم دی  او دا هم بې اړیکې نه ده چې موږ په سیمه کې یو داسې  هیواد ولرو چې د تېلو له بندیز لګونکو نورو هیوادونو سره یو ځای نه وي او کېدای شي د منځني ختیځ په شخړه کې دغه هېواد  ایران وي، خو باید ټول پام یوازې په یوه هېواد نه وي را ټول. کیسنجر زیاته کړه چې د ۱۹۷۳ کال په دسمبر میاشت کې په منځني ختیځ کې د یوې بلې جګړې د را منځ ته کېدو لوړ خطر را منځ ته شوی  و. د امریکا متحده ایالتونه دغه مهال د تېلو له بندیزونو سره مخا مخ و. هغه وویل «تاسو باید په دغه موده کې زموږ ستراتیژۍ ته وګورئ ....  موږ نه غوښتل چې ایران هم د بندیز لګونکو هېوادونو په ډله کې ور زیات شي. نو دا کوم احمقانه قضاوت دی؟»
د امریکایانو ناتواني هغه مهال لا پسې ډېره شوه کله چې د ایران شاه د امریکا له حکومت  څخه وغوښتل اجازه ور کړي چې د ایران د تېلو تولید زیات شي او په دې توګه به په لوېدیځ کې د سونګ توکو د کموالي ستونزه  هم  را کمه شي. له بلې خوا دې د امریکا متحده ایالتونه ایران ته د بیا رغاونې د توکو لکه، سیمنټو، اوسپنې، المونیمو، مسو او د برېښنايي وسایلو د تولید توکي برابر کړي. په ۲ خواوو کې ـــ د تېلو د بیې او دارنګه د تېلو د تولید په برخو کې د ایران شاه  اوس له سپینې ماڼۍ سره ډېره مهمه لوبه لوبوله.
د ایران مشر په دې پوهېده چې د ده هر بېرل تېلو ته د نیکسون ادارې اړتیا درلوده او د لوېدیځ د نورو هېوادونو اقتصادونو هم د ایران تېلو ته سترګې خړې کړې وې او ددې نه پیدا کېدونکي مایع له تندې یې د هېواد د خلکو د ډېرو کورونو رڼا په تیاره او کار په بیکارۍ بدله شوې وه .
د ۱۹۷۳ کال د جولای په ۱۹ نېټه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر وویل چې شاه  داسې نه ښکاري او احتمال نه لري چې د تېلو له بندیز سره دې یوځای شي. ځکه چې ایران به هېڅکله تېلو ته ددې اړتیا  فرصت له لاسه ورنه کړي  او د دغه هېواد اقتصاد به له دې درکه تر لاسه کېدونکي بیساري زیات عواید په ځان بند نه کړي. د بهرنیو چارو د وزارت  په یاداښتونو کې راغلي چې« د شاه نظامي موخې او د پوځي ځواک په توګه را دبره کېدل به ایران د دې وړکړي چې دغه هېواد له یوه  پیاوړي دریځ څخه معامله تر سره کړي.»
په هر حال دا نه دي  ویل شو ي چې دغه معامله د چا په وړاندې. خو کیسنجر په دې برخه کې په تر سره شویو تحلیلونو سترګې پټې کړې. په واشنګټن کې ځینې اوس  حیران و چې ایا د شاه نوی موندل شوی پیتروپاور(د تېلو ځواک) په رښتیا هغه ته د دې وړتیا ورکوي چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره له پیاوړي دریځه معاملې ته را مخې ته شي؟ یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل:«شاه په رښتیا هم تېل  او نفت د زور د یوې وسیلې په توګه کارول.»  هغه زیاته کړه چې « دا په سپینه ماڼۍ کې یوه خورا نازکه او حساسه موضوع وه ».