
د ۱۹۴۲ كال د اګست د دريم سفر ليک
دا ليك مې د اګست په نهم د ګرفتارې او بندي كيدو له امله در ونه ليږلى شو چې دې خبرې ته مې د احمد نگر په لومړي ليك كې اشاره كړې ده.
بمبيي ميل (ناكپور له لارې )
د ۱۹۴۱ كال د اګســــــــــــــت ۳
صديق مكرم!
په ډيلي او لاهور كې دانفلونزا شدت ډېر ستړى كړى و م تر اوسه يې لاهم اثر پاتې دى ، د سردرو ندوالى په هيڅ راز نه كميږي حيران يم چې له دغه «وبال دوش» يعنې د اوږو له وبال نه به څرنګه خپلې اوږې سپكې كړم؟ ګوره چې د “وبال دوش” تركيب د غالب ياد تازه كړ.
شوريد گى كى ها تهـ سى سرهى وبال دوش ([1])
صحرا مــــــين اى خدا كويې ديوار پهى نهيى
له دغه وبال سره د جولايي په ۲۹ كلكتې ته لاړم څلور ورځې لاتيرې نه وې چې پرون د بمبيي په لور ووتلم هغه وبال مې چې له ځان سره راوړى و بيرته يې له ځانه سره وړم.
رومين هى رخش عمر ، كهان ديكهي تجهى ([2])
نى هاتهـ پاگ پرهى نه پا هى ركاب مـــــــــــــــــين !
خو ګورئ چې سهار د څلورو بجو وخت كې د درنو او قيمتي كرشمو جوړولو څه حال دى ، په حضر كې يم او كه په سفر كې د ناروغۍ كړاوونه وي او كه د زړه د ناخوالو كمى وي ، د جسم ناتواني وي ، او يا د زړه او دماغ ناخوالې چې هر حال وي خو ددغه مهال مسيحايان د كړاوو نو پر بستر له پرتو څخه نه شي بې پروا كيدلاى:
فيضى عجبى يافتم از صبح ببينــــيد
اين جادۀ روشن ره ميخانه نه باشــــــد
زه په يوه “كوپه واكون” كې سفر كوم چې څلور كړكۍ لري دوه بندې او دوه پرانستې وې، زه چې ګهيځ پاڅيدم هغه نورې دواړه مې هم پرانستلې اوس چې دريل تګ څومره ګرميږي هغومره د سړې هوا څپې هم زياتيږي د كړاو په كوم بستر باندې چې ناروغۍ غورزولى وم په هماغه بستر باندې د ګهيځ وږمو كښينولى يم. شايد دا د داسې شپې ګهيځ وي چې بې اختياره د هغه په هكله د خواجه شيرازي له ژبې وتلى وي.
خو شش بادا نســــــــيم صبح گا هى
كه درد شب نشــــــــــينان را دوا كرد
د نن سبا د معمول مطابق ريل بې وخته ځي. هغه پړاو چې اوس بايد ورڅخه تير شوى واى د هغه پته لا تر اوسه پورې معلومه نه ده.
خيال كوم چې په دغه خاصه معامله كې د وخت د عامې معاملې پوره تصوير څرګند دى :
كــــــــــــــــــس نه مى گويد از منزل آخر خبرى
صد بيا بان بگذشت ودگرى در پيـش است
شپه مې په داسې حال كې تيره شوه چې نه ورنه په خوا شینيو تعبير كولى شم او نه ورته سكون ويلاى شم كه ستر ګې مې سره ورغلې واى نو سكون به وو او كه پرانستې واى اضطراب به وو، لكه چې ټوله شپه مې په متضادو خوبونو كې تيره كړه كه له يوې خوا مې د خيال ماڼې جوړولې له بلې خوا مې بيرته ورانولې.
بيدارى ميان دو خواب است زندگى
گرد تخيل دوسراب اســــــــــت زندگى
از لطمۀ دو موج حیاتى د ميده اسـت
يعنې طلسم نقش بر آب اسـت زندگى
درې بجې او څو دقيقې وې چې سترګې مې پرانستې . د ګهيځ د چاى له پاره په سفر كې دا معموله ده چې د شپې عبدالله د سکروټو منقل او د اوبو لوښي پر ميز باندې را ته ايښوده چې چايدانې به هم ورسره ترڅنګه ايښې وه او هر څيز “ وضع الشئى فى محله” وو خو پياله قنداني به ورسره نه وه ايښې او د وضع الشئى فى مجله له قاعدې لاندې نه راتلل، كه به له دريو بجو نه تر څلورو بجو پورې كوم د ريل سټيشن راته نو اكثرو حالاتو كې به عبدالله راته او چاى به يې رادماوه او كه به عبدالله رانغى په خپله به مې ځان ته چاى كاوه. اكثره حالات مې ځكه وويل چې دى كلیې او قاعدې هم استثنا درلوده ځكه كه كله به په سټيشن باندې ريل هم ودريده نو د عبدالله مخ به مې نه ليده نو د هغه معذرتونو به هم راته سودا پيدا كړه. نو معلومه ده چې دوه متضاد طبيعتونه د متضادو نتايجو باعث كيږي ،دده راتګ به زه راويښولم ، ما به دده ډېر زړه ساته او په ده پسې به مې ډېره لټه نه كوله او په دې به نه پوهيدم چې ور سره څه وكړم ، خو بیا د شيراز د شيخ حال راته اطمينان ښكاريده:
باران كه در لطافت طبعش خلاف نيست
در باغ لاله رويد و در شوره بوم خـــــــــس
په هر حال د معمول په توګه به د چاى سامان تيار و. نه پوهيږم چې نن به سټيشن كله راځي او كه راهم شي نو دا ډاډ چيرته دى چې عبدالله به راشي. ما اور لګيت واخيست او منقل مې ولګاوه ، اوس دادى چاى څښم او ستاسو ياد راتازه كوم، زما مطلب ددې خبرې له اوږدوولو له تاسو سره مخاطبه ده.
نفسي بيا د تومى زنم ، چه عبارت وچه معانيم
چاى ډېر خوندور دى. د چين له ډېرو خوندورو قسمونو څخه دى . رنګ يې دومره روڼ دى چې واهمه يې په هستې كې مشتبه ده دا بو نواس خبره ده چې وايي:
رق الزجاج ور قـــــــــــت الخمر ([3])
فتــــشابها ، فــــــــــتشا كل الامر
كيف يې دومره تند دى چې بې مبالغې يې هر پياله دقانې در طل ګران ياد تازه كوي:
ساقى بده رطل گران ، زان مې كه دهقان پرورد
ښايي چې تاسو ته به معلومه نه وي چې د چاى په هكله زه ځينې اختيارات لرم ، ما د چاى لطافت او خوږ لنى د تمباكو له تندې او تريخوالي سره ګډ كړى او ديو مركب كيف د پيدا كولو هڅه مې كړې ده. زه د چاى له لومړي غړپ سره پيوسته يو سګرټ هم څكوم ، بيا نو ددغه مركب خاص عمل سره دواړه يو ځاى شي، چې شيبه په شيبه لږ لږ چاى څښم او سګرټ ته ورپسې هم يو كش وركو م په علمي اصطلاح كې دى كار ته على سبيل التوالى والتعاقب وايي ، په همدې توګه يو غړپ او يو د سګرټ كش سره ملګرى كوم او د كار او راز سلسلې ته دوام وركوم او د مقدار دومره مراعات كوم چې له يوې خوا د چاى وروستى غړپ او بله خوا د سګرټ وروستى كش دواړه پاى ته ورسيږي. څه ووايم چې ددغو دواړو له تر كيب څخه څومره خوندوراوسرور بخش كيف پيدا كيږي زړه مې غواړي چې په دې مناسبت د فيضي الفاظ مستعار واخلم.
اعتدال معـــــــاني از من مپرس
كه مزاج سخن شــــــــــــــناخته ام
تاسو به ووایئ چې د چاى عادت خو مې په خپله يو علت دى ، پردي سره بيره د نافرجامو علتونو اضافي ته څه اړتيا ده؟ ددغسې معاملو د امتزاج او تركيب نه كار اخيستل پر علتونو باندې علتونه زياتول دي او د بادي او ترياق حكايت تازه كوي ، زه منم چې دا خو د ساخته عادتونه بلا شبهه د ژوندانه په غلطيو كې داخل دى خو څه ووايم كله چې په دې هكله فكر وكړم طبيعت مې په دې نه مطمئین كيږي چې د ژوندانه له غلطيو نه يودم ځان بيغمه كړم، داسې معلوميږي چې په دې روزګار كې د ژوندانه د جوړولو له پاره يو څه غلطيو كولو ته هم اړتيا شته.
پير ما گفت خطا درقلم صـنع نه رفت
آفرين بر نظر پاك خطا پوشـــــــش باد
غور وكړې چې هغه ژوند څه شو چې وچه لمن يې غلطيو نه ده لنده كړې ؟ هغه كوم چال دى چې له تزلزل نه ساتل شوى دى :
تووقطع منازلها ، من ويك لغزش پايى
او بيا كه په غور او فكر سره يو ګام په وړاندې واخيستل شي نو ټول كار به په هغه ځاى پاى ته ورسيږي چې د شيراز عارف هغه ځاى يو مهال ليدلى وو:
بيا كه رونق اين كار خانه كم نه شـــود
ز زهد همچو تویی يا بفسق هم چومنى
او كه را څخه پوښتنه وكړﺉ چې كه دآلود ګۍ د لارې اخلال نه واى نو د برياليتوبونو به څه معيار و؟ نو ددې خبرې ځواب هماغه دى چې عارفانو همېشه وركړى دى:
ترك همه گيرو آشنای همه باش
يعنې د ترك او اختيار دواړو اثر سره يو ځاى كړي چې آلود ګي لمن لنده كړي . خولمن ونه شي نيولاى . په دغه لار كېلمن په اغزيو نښتل مخل نه دي لمن ټينګه نيول مخل دي . دا ضروري نه ده چې تاسو له دغه ډاره خپله لمن ټينګه ونيسي چې لنده نه شي. كه لنديږي لنده دې شي خو ستاسو په لاسو او مټو كې بايد دا توان او سیك ارومرو وي چې كه وغواړﺉخپله لمن داسې وزبيښي چې يو څاڅكى هم په كې پاتې نه شي.
تر دا منى په شــــيخ همارى نه جائيو ([4])
دا من نچور دين تو فرشتى وضو كرين
دلته برياليتوب د ګټې او تاوان په لټه كې نه دى بلكه په دې كې دى چې له ګټې او تاوان نه خپل زړونه اسوده حال وساتو چې نه د تر دامنۍ د روندوالى حس كړو او نه د وچې لمنې سپكاوى، چې نه په تردامنۍ خواشيني شو او نه مو په پاك لمنۍ سر دروند شي:
هم سمندر باش وهم ماهى كه در اقليم عشق
روى دريا سلسبيل و قعر در يا آتش اســــــــــت
تاسو ته يوه واقعه دراوروم ښايي چې د خبرې د تار يوه غوټه په دغه راز پرانيستل شي ، كله چې زه په ۱۹۲۱ كال كې ونيول شوم نو ماته جوته وه چې په بنديخانه كې د تمباكو د استعمال اجازه نشته ، چې له كوره تللم نو دميز پر سر د سګرټ كوتۍ پرته وه د عادت سره سم مې وغوښتل چې په جيب كې يې واچوم نو د صورت حال نه چې خبر شوم هغه مې پريښوده ، خو هغه پوليس چې زما د بيولو له پاره راغلى وو ،راته يې وويل چې په جيب كې يې واچوم ، ما په جيب كې واچوله په دې كوتۍ كې لس سګرټ وو چې يو مې د پوليسو د سر مامور په دفتر كېو څكاوه او بل مې په لار كې ولګاوه او دوه مې ملګرو ته وړاندې كړل ، چې شپږ پاتې شول ، چې د جيل رياست ته په على پوره كې ورسيدم. چې د جيل له دفتر څخه دننه تللم نو دا خيال راغى چې كه د خپل جيب له وبال نه ځان خلاص كړم او جيل ته داخل شم دا به ښه وي، نو له جيب نه مې د سګرټ كوتۍ راوايستله او بندي وان ته مې وركړه چې له دغه مهال راهيسې دوه كاله وشول چې سګرټ مې په شونډو نه دى ايښى . په ملګرو كې زيات شمېر داسې وو چې د سګرټو ذخيرې ور سره وې او د جيل په قانون يې سترګې پټې كړې وې او ځينو په كې د شرب اليهود ([5]) له طريقې څخه كار اخيسته:
شرب اليهود كرتى هين نصر انيون مين هم
ځينو د جيل قيدو بند نه شوز غملاى او ويل به يې :
ولا تسقنى سرا فقد امكن الجهر ([6])
باندې عمل كاوه ماته دا حال معلوم وو خو په خپله توبه باندې پښيمانه نه وم څو ځله له كور څخه راته د سګرټو كوتۍ راغلې او مانورو ته وركړې.
خوشم كه توبۀ من نرخ باده ارزان كرد
د سرګذشت اصلي واقعه خو مو واوريده. په هغه ګهيځ چې له قيد خانې څخه خوشې شوم، نو سرمامور خپله د سګرټ كوتۍ راوايستله او ماته يې په مننه ست وكړ، تاسو باور وكړې چې په كوم هوډمې دوه كاله مخكې سګرټ خوشې كړي وو په هماغه توګه مې دا پيش كش ومانه ، نه مې د سګرټ په ترك كې ځنډ وكړ، نه اوس به بيرته پيل كولو كې مترددوم ، نه مې په محروميوماتم كاوه او نه اوس په خوشې كيدو وخوښ وم ، د سګرټ ترك چې څومره خوند راكړىوو. اوس مې د خپلې خوښۍ په خوږلنۍ محسوس كړ.
حريف صافى ودردى نه يې خطا اينجا ســـت
تميز نا خوش و خوش ميكنى بلا اينجا ست
له ۱۹۲۱ كال نه وروسته بيا درې ځله بندي شوم خو د ترك ضرورت پيش نه شو ځكه چې د سګرټ كوتۍ زما له سامان سره تللې وې ليدلې مې وې خو راستنې مې نه كړې كه راستنې كړې مې واې نو بيا به مې سكرټ پريښودل:
اوس د قلم رنګ جواب راكوي نو ځكه نور څه نه ليكم:
قلم اينجا رسيد و سربشكست
ابوالكلام
[1]- د شوريدګي له لاسه مې سدداږوو بال دى اى خدايه په بيديا كې يو ديوال هم نشته.
[2]- د عمر سمندر په تلوكې دى تاسو خوب ليدلى وي نه مې په تيښته لاس رسيږي او نه مې پښه په ركاب كې ده.
[3]- ښيښه نرې ده او شراب هم نري دي دواړه يو بل ته ورته دي خبره مشكله ده.
[4]- اى شيخه زمونږ له تر دامنۍ او ګناه څخه مه تښته كه لمن وزبيښو فرشتې به ور باندې اودس وكړي.
[5]- په اسلامي حكومتو كې يهودانو په پټه شراب جوړول او په پټه پلورل كيدل نو په پټه شراب څښلو له پاره د “شرب اليهود” اصطلاح رواج شوې وه.
[6]- پوره شعر يې دادى:
الا فاسقنی خمرا وقل لى هى الخمر
ولاتسقنى سرا فقد امكن الجهر