له بدمخو سره څنګه چلند وکړئ؟!

 
موږ تاسې ډېر داسې کسان پېژنو، چې هرڅه خطرناک او ناشوني بولي.
ددغو کسانو په سرتمبګۍ او بدمخۍ فکر کول ګټه نه کوي او په همدې ترڅ کې هغوی له دا وړ شرایطو سره ستونزه هم نه لري. دا که د هغوی د خپلو شخصیتي نیمګړتیاوو له امله وي، یا نور عوامل پکې دخیل وي، خو تاسې یې پر وړاندې خپل غبرګونونه کنټرول کولای شئ.
ترڅو، چې له دغسې سرتمبه او په خپله خبر ولاړ کس سره مخ وی، اداره یې کړئ، چې زیان یې تاسې ته کم وي. د مدیر په څېر ستاسې تر ټولو غوره کار به چوپتیا وي. مقابل اړخ خوشاله وساتئ او د اصلاح کولو خوب یې مه وینئ. سرتمبه کسان دلایلو ته غوږ نه ږدي، هغوی نه شي کولای او که ویې هم کړي، زړه یې نه غواړي. په دې وپوهیږئ، چې قناعت نه شئ ورکولای. ښه لاره یې داده، چې خوږه یارانه ورسره واچوئ. هغوی یوازې په دې یوه دلیل ستاسې ټول دلایل نه مني، چې هېڅ ستونزه او عیب نه لري. دغه فکر یې له غوسې، ترټنې او هرې بلې جبري لارې پرته بدل کړئ.
په دې فکر وکړئ، چې دلته مو لاسونه یو تربله نه سره ورځي. یونیم ځل یو کس له نورو سره ډېر خوږ وي، خو ستاسې لپاره به تریخ وي. د خلکو ترمنځ اړیکي ډېری دوستانه وي، خو کله دوه کسان لکه غوړ او اوبه داسې سره اوسیږي.  له داسې کسانو سره یوه او دوه مه کوئ. که هغوی تاسې ځوروي، یا پټکې درباندې کوي، د تحقیر کوښښ مو کوي، درېیم کس منځکړی کړئ. دی به وايي، چې بل کس ته اړتیا نه لرو، خو تاسې له درېیم کس نه مرسته وغواړئ. داسې سترچاري کسان د ډېرو کسانو پر وړاندې پړ راځي. که یوڅوک په دې لټه کې وي، چې تاسې نورو ته شیطان او لاسپوڅي معرفي کړي، ژر د خپل مثبت تصویر لټه وکړئ. پر داسې کسانو تمرکز وکړئ، چې تاسې ته ډېر ارزښت در کوي. وپوهیږئ، چې دغه کس د تاسې په تحقیرولو کې خپل شخصیت لټوي. که هغه ستاسې د شخصیت د ځپلو او جرحه کولو هڅه کوي، په وړ لارو یې مخه ونیسئ. که تاسې ځان له هغه سره په یوه تله کې ونه تلئ، له هغه به ستر او غوره وئ. دا په یاد ولرئ، چې ددغه کس ټولې خبرې سمې نه دي. دا ډول کسان له حقایقو سره تل په ستونزه کې وي. له ځان نه په چیغو دفاع مه کوئ، ځکه دا کار مو یوې بلې شخړې ته ور ټیل وهي. په کیسه کې یې مه اوسئ او نور هم وهڅوئ، چې دده خبرې بابیزې او بې شخصیته وګڼي.
په دې باید پوه وئ، چې له داسې کس نه باید جلا شئ. له سرتمبه او بدمخي سړي سره اړیکي ناشوني دي. که نه شئ کولای په فزیکي او روحي ډول ترې بیل شئ. په ذهن کې دغه رابطه وشلوئ او وګورئ، چې اغیزې یې څه دي.
دا ډول کسان ستاسې له شخصي اطلاعاتو نه ستاسې پر ضد ګټه اخلي. کیدای شي ستاسې په اړه نورو ته درواغ ووايي. هغوی په دا ډول چارو کې مهارت لري او کوښښ کوي ستاسې له خولې یوڅه وباسي. د ځاني حریم دفاع وکړئ او کوښښ وکړئ، چې په نرمه یې مخه ونیسئ. موږ په خپل چاپیریال کې له شاوخوا افرادو اغیزمن کیږو. هغوی تل ښه نه دي. نورو ته درناوی وکړئ، که ستاسې درناوی نه کوي، دا د هغوی ستونزه ده. هغوی بالاخره اړوځي، چې له تاسې سره هم سم چلند وکړي. داسې نه ده، چې هرڅه به تغییر و کړي، خو واړه تغییرات به راشي. ( ژباړه)
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده .