
که کله په بازار کې له یوه سګرېټ پلورونکي سره مخ شی هېڅکله به مو زړه و نه مني چې داسې یو څوک هم میلیاردر کېدو فرصت لري. د ځینو میلیاردرانو د ژوند کیسې واقعا زړه راښوونکې دي. دوی په ریښتیا ثابته کړې چې پرمختګ د شرایطو پر ځای د هڅو پایله ده. معنا دا چې که د ښه ژوند د جوړولو لپاره ریښتنې هڅه وشي، له نشت پانګې سړی تر میلیاردرۍ رسېدلی شي.
د ټایلنډي وانیک چایاوان د ژوند له کیسې ډېر څه زده کېدلی شي. سره له دې چې د کورنۍ په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو له قراینو ښکاري چې په بې وزله کورنۍ کې به زېږېدلی دی. د ۱۴ کلونو و چې سوداګرۍ ته یې مخه کړه. ده سوداګري له هټۍ یا کوم ستر سټور څخه نه ده پیل کړې؛ بلکې د ټایلنډ په کوڅو کې یې د سکرېټو له پلورلو پیل کړه. ظاهرا داسې نه ښکاري چې سګرېټ پلورونکی دې هم تر میلیاردرۍ ورسېږي، خو وانیک ثابته کړه چې د دوامداره هڅو او زیار په پایله کې دغه هدف ته رسېدل هم ممکن دي.
نوموړي په کوڅو د سګرېټو له پلورلو دومره پیسې پیدا کړې چې وروسته یې د وریژو سوداګري ورباندې پیل کړه. په دې برخه کې تر څه ګټې وټې وروسته یې د بیمې په برخه کې پانګونه وکړه.
هغه وانیک چې یو وخت یې د ټایلنډ په کوڅو کې سګرېټ پلورل نن د « Thai life» په نوم د بیمې د یوې سترې کمپنۍ مشر او مالک دی.
دی په دغه کمپنۍ کې چې په ټایلنډ کې د بیمې دویمه ستره کمپنۍ ده ۶۰ سلنه ونډې لري. له ۱۹۷۰ زېږدیز کال راهیسې په دې کمپنۍ کې د وانیک د کورنۍ ونډې ۷۵ سلنه وې، خو ۱۵ سلنه ونډې یې د « Meiji Yasuda» په نوم د بیمې پر یوه جاپانۍ کمپنۍ په ۷۰۰ میلیونه ډالره وپلورلې. تر دې معاملې وروسته یې د کمپنۍ ارزښت ۴،۶ میلیارده ډالرو ته لوړ شو. نوموړی د دې ترڅنګ د ټایلنډ د نوشابو په درېیمه ستره کمپنۍ کې لږ خو ارزښتناکې ونډې لري. فوربس مجله وايي وانیک یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې تېر کال یې ډېره ګټه کړې ده. سرچینې ویلي چې پر جاپاني کمپنۍ د Thai life د ۱۵ سلنې ونډو له پلور وروسته د نوموړي پانګه دوه چنده شوې ده. دی لا هم د بیمې د یادې کمپنۍ رییس دی.
فوربس مجله وايي د وانیک چایاوان پانګه سږ کال څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۰ ام او په خپل هېواد تایلنډ کې درېیم ستر شتمن دی.
وانیک واده کړی، اته اولادونه لري او د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ژوند کوي.
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده