
پنځم فصل
د تېلو ټکانونه
(که زه ولسمشر وای، ما به عربو ته ویلي وو چې خپل تېل په لویه پیمانهمارکېټ ته پمپ کړي»
—هنري کیسنجر, 1974
« ددې لپاره چې کیسنجر و ځوروې، نو خبرو ته یې غوږ مه نیسه»
—د ایران شاه, 1974
دوی به یې بیه پرې کړي
د پوځ په ملي ورځ د هغه وځي کمپاین کلیزې ته اشاره وشوه چې په ۱۹۴۶ کال کې د شوروي اتحاد لخوا د ایران د شمالي ګاونډي اذربایجان اشغال په کې پای ته ورسېد. دا د پهلوي په کلیزه کې یوه روښانه ورځ وه او د واکمنې پاچاهۍ او پوځ ترمنځ د اړیکو د یوې نښې په توګه یادیده. په ۱۹۷۳ کال کې د پوځ ورځ د چهارشنبې په ورځ راورسېده چې د ډسمبر میاشتې ۱۲ نېټه وه. له تهران څخه ۱۵ مایله لرې لیدونکي د دې نمانځنې نندارې ته ورغلي وو او پهلوي ټولنه د بهرنیو مېلمنو، لوړ پوړو چارواکو، جنرالانو او سفیرانو کوربه وه. را ټولو شویو مېلمنو تور چای څښه او په خورا یخه هوا کې دوی په ځانګړو ګازي تودونکو ماشینونو تودېدل، د دغې ورځې په اړه مېلمنو له یوه او بله سره خبرې اترې کولې او دوی ټول دغو مراسمو ته د شاهنشا ه د را رسېدو په تمه وو. د ناستې ګڼې ګوڼې انتظار پای ته ورسېد او بلاخره د ایران د شاه د را رسېدو نښې نښانې را برسېره شوې. « په خاکي یونیفورم کې یو شمېر سرتیري را ښکاره شول چې دوی د شاهي ګارډ له سرتېرو دمخه روان وو او په اسانو سپاره وو او پر سینو یې زغرې او د سپینو زرو مډالونه لګیدلي وو، هلمټ خولۍ یې پرسر وې او په اوږو یې پرېمانه پلېټونه سرېښ وو. دوی خپل درې رنګه بیرغ ښوراوو او د نیزو او اسانو غږونو یې یو خاص زوږ جوړ کړی و او بېل اواز یې تولیداوه.» دا د دې نښه وه چې شاه را روان دی او د همدې نندارې لېدو ته ټول خلک په ۲ پښو ودرېدل. ورسره جوخت د ولاړو خلکو احساسات د لاسونو په پړکا کې را ښکاره شول او د زرګونو هغو سرتېرو لخوا د خوشحالۍ چیغې په یوه اواز پورته شوې چې د شاه د سلامۍ او تشریفاتو لپاره مخامخ درول شوي وو. دوی د خپل باچا رارسېدو ته دوه سترګې نیولې وې او خولې یې د هغه د هرکلي په ساندو پرانیستې وې.
پاس فضا ۱۵۰ فانتوم جټ الوتکو ښوروله او غږونه یې د مراسمو د ګډونوالو غوږونه ورکاڼه کړل. لاندې په کنګل ځمکه لیکه په لیکه برېتانوي جوړ چیفټین ټانکونه روان وو او غرهاري یې شاهي فضا ته نوی رنګ ورکړی وو. شاه په معمول ډول د پوځ له ورځې خوند اخیسته او د یوه داسې فرصت په سترګه یې ورته کتل چې د خلیج د یوازیني ساتونکي دی او د ایران د باچا او امپراتور په توګه یې د خپلو فرمانونو په عملي کېدو، نړۍ او سیمې ته د خپل پوځي غرور له ښوولو ډېر خوند اخیست. خو سږ کال په دغه ورځ باچا د یولړ پام وړ خبرونو له کبله پرېشانه وو. په نړیواله کچه د تېلو د بندیز او تولید د لانجې او درد په اوج کې د ایران د تېلو ملي کمپنۍ داسې پټې هڅې پیل کړې چې د ۱۹۷۴ کال په لومړۍ نیمايي کې د ۸۰ میلیون بېرله تېلو د صادرولو په تړاو د مارکېټ وضیعت وارزوي او ځانته حالات ښه روښانه کړي چې په دغه معامله کې څومره او څه ډول ګټه کوي. د ټولو پلورل شویو تېلو د پیسو اندازه د تېر کال د ایران د ټولو تولید شویو تېلو تر ۴ په سلو کې کمه اندازه وه. د ۲ اونیو په موده کې د ایران شاه د خلیج د تېلو د ۶ تولیدونکو هېوادونو د تېلو د بیو پر سر د خبرو اترو د یوه نوي پړاو کوربه وو. د دغو هېوادونو د تېلو ۴۳ په سلو کې اخیستونکي غیر کمونیستي صنعتي نړۍ وه. د دې مزایدې نتیجه کېدای شي دا شي چې د هغه لاس د خبرو اترو په پړاو کې بر شي. په دې کې هېڅ شک نه و چې شاه هم د تېلو د بیو په لوړولو کې خپل لاس درلود او د لوېدیځ غوږونه یې په کلک ډول ور تاو کړي وو. د تېلو د بیو د لوړولو چاره ۵ ورځې تر هغه وروسته عملي شوه چې عرب دولتونو له امریکايي بانکونو د خپلو پیسو د ایستلو چاره پیل کړه. دوه ورځې وروسته دوی( د ایران د تېلو ملي شرکت) نوی پلان را مخې ته کړ چې په ورځنۍ توګه ۷۵۰ زره بېرله تېل به کم تولیدوي او دا چاره به د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته عملي کیږي. په هر حال ایراني حکومتي چارواکو ټکان وخوړ او د تېلو د صنعت تحلیل کونکي هم هغه مهال حیران شول چې کله بهرنیو کمپنیو د تېلو د پلور په بېډېنګ یا داوطلبي کې برخه واخیسته چې د هر بېرل تېلو بیه ۱۷اعشاریه۴۰ ډالرو ته لوړه شوه. دلته قاطع ثبوت و چې د تېلو نړیوال مارکېټ د چاودنې له حالت څخه را بهر شو، ځکه چې د ایران حکومت د تېلو د نوي پلور په مټ د تېلو نړیوال مارکېټ په تېلو بمبار کړ او د نویو تېلو د پلورلو له درکه یې یو نیم میلیارد ډالره نوي عواید ترلاسه کړل. د تېلو د برخې یوه کار پوه وویل «داسې ډېر خلک وو چې د تېلو د تر لاسه کولو دغه نوې معامله یې ازموییله.» د تېلو بیې نورې هم پر لېوني لوري روانې وې. یو بل کارپوه ویلي «هېڅوک نه پوهیږي چې څه به پېښ شي. دغو هېوادونو کتل چې بهرنۍ کمپنۍ څومره تږې او وږې وې او ځینې نورې یې څومره وارخطا وې.»
د ډسمبر په ۲۱مه یوه ورځ مخکې تر دې چې د خلیج هېوادونو د تېلو وزیران تهران ته ولاړ شي، د ایران باچا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خبریال سره یوه ډېره مهمه مرکه وکړه. د دې مرکې پر مهال د ایران باچا ورخطا او ډېر خسته برېښېده. هغه پر یوه کوچ یا نرمې څوکۍ ناست و او د خپلې خوښې په موضوع یې خبرې کولې. هغه وویل« د تېلو عایدات به ایران د نړۍ د لومړۍ درجه هېوادونو په کتار کې راولي. هغه څه چې زه یې د ایران لپاره غواړم ډېر ساده، روښانه، هیله بښونکي او ډېر ممکن شیان دي.» په ۲۰ او یا ۲۵ کلونو کې غواړم چې ایران د نړۍ د سترو ملتونو په مخکني کتار کې را شي. زموږ نفوس به په راتلونکو ۲۵ کلونو کې ۶۰ میلیون وګړو ته ورسیږي. د دومره نفوس په لرلو سره به بیا هم موږ ډېر پرمختللی هېواد واوسو او له بل هر هېواده به پر دې خوا ښه پرمخ ولاړ شو. «ځینې خلک وايي چې موږ به په دغه موده کې د نړۍ له ۵ پر مختللو هېوادونو یو هېواد و اوسو. ددغه پرمختګ لپاره به د ایران د تېلو صنعت کافي وي او زموږ د پرمختګ مهمه سرچینه به زموږ تېل وي. هغه د تېلو په لوېدیځو کمپنیو او د اخیستونکو په تم ځایونو بیساري نیوکې او ډزې وکړې. هغه وویل: په تېر مهال کې د تېلو زیاتو کمپنیو په ډېرو مهمو ستونزو سر نه خلاصاوو او نه یې هم لاس ور وړ. دوی به تېل اخیستل او ګټه به یې تر لاسه کوله. دوی د ډبرو سکرو ټول کانونه وتړل. دوی نور ه هڅه ونه کړه او نه یې هم زحمت وویست چې د انرژۍ لپاره نورې او نوې زېرمې پیدا کړي. دوی د تېلو لپاره ډېر ارزانه قیمتونه وټاکل. اوس به نو دوی دغه قیمتونه پرې کوي.»
ستاسو د ټولو د ژوند خوندیتوب کېدای شي په دې پورې اړه ولري
د اکټوبر د میاشتې د جګړې او کړکېچ پر مهال د ایران باچا په دې باور وو چې هغه لوېدیځ ته د هغوی د نورو متحدینو پرتله ډېر زیات اعتبار او ارزښت لري، خو د تېلو د بیو موضوع داسې مسئله وه چې هغه یې په اړه په دوه اړخیزو اړیکو کې پرې هېڅ بحث نه کاوه. خو ها خوا د جولای په میاشت کې د ایران باچا د امریکا ولسمشر نیکسون او د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر ته خبرداری ورکړ چې د تېلو بیې به لوړې شي «تر څو چې د ډبرو سکاره په ګازو تبدیل او د ګټې وړ نه شي تر هغه به د تېلو بیې لوړې وي» نیکسون د ایران باچا ته ۳ کاله وړاندې د تېلو د بیو د پورته کولو په اړه سپین چک ورکړی و (هغه ته یې اجازه ور کړې وه چې د تېلو بیې د نظامي وسلو د را نیونې او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اوچتې کړي.)
امریکایانو له شاه څخه پوښتنه ونه کړه چې ولې د یوه سونګ توکي د بیې مسئله د بل ورته توکي سره مشروط کوي. د تېلو د بیو په اړه د شاه نظر په لومړي ځل د ۱۹۷۳ کال د ډسمبر په لومړۍ د نیو ریپبلک په نوم خپرونه کې په یوه مرکه کې تر ټولو ښه روښانه شو چې تر دې مهاله هېڅکله هم نه و واضح شوی. اېټالوۍ خبریاله اوریانا فلاسي چې خورا فعاله ژورنالېسته وه له یو لړ سختو عصباني کونکو پوښتنو او د نظرونو له راکړې ورکړې وروسته وتوانېده چې د منځني ختیځ له جګړې دمخه د شاه د زړه خبرې را وباسي. کله چې د ایران له باچا څخه وپوښتل شول چې غواړي د تېلو بیې لوړې وساتي؟ د ایران باچا په ځواب کې ورته وویل:« البته بیې د پورته کېدو په در شل کې دي. مطمینا، خو څرنګه تاسو دغه بد خبر خپروئ؟ او زیاته یې کړه چې دا خبره تاسو ته داسې څوک کوي چې هغه پوهیږي چې د څه په اړه لګیادی خبرې کوي. زه د تېلو په برخه کې په هرڅه پوهیږم، زه یو ریښتینی مسلکي یم او د یوه کارپوه په توګه باید تاسو ته ووایم چې د تېلو بیې باید پورته شي. ځکه چې بله هېڅ د حل لاره نه شته.»
شاه په دې ویاړ کاوه چې د نوې زمانې د تېلو یو واکمن یا د تېلو درلودونکي هېواد مشر دی. هغه یو له هغو لومړنیو او پخوانیو کسانو څخه و چې لېواله و او غوښتل یې، د تېلو تولید او ارزښت لوړ شي او استدلال یې کاوه چې د نړۍ د تېلو ستر تولیدونکي باید د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د تېلو او پیټرولو د را ایستنې چار پراخه او منظمه وساتي. ایران تمه درلوده چې د خپلو تېلو تولید په ۱۹۷۳ کال کې په ورځ کې له ۵،۸ میلیون بیرلو څخه په۱۹۷۶ – ۷۷ میلادي کال کې د ورځې ۹ میلیون بېرلو ته لوړ کړي. په دې ډول به د ایران د تېلو تولید خپلې لوړې پوړۍ ته ورسیږي او د څو نورو لسیزو لپاره به په همدې حالت کې وساتل شي او که اړتیا وه بېرته به یې تولید را کم کړي.
د شاه لخوا د ایران د عصري کولو د پروګرام موخه دا وه چې د ایران اقتصادي وده لوړه او داسې ځای ته یې ورسوي چې که بله ورځ د تېلو چینې وچیږي، نو د ایران اقتصاد پرمخ روان وي. هغه د انرژۍ د ساتنې او تنوع په اړه په خپله مرکه او د بحث وړ موضوع کې روښانه کړه چې د تېلو د بیو او د لوېدیځ له خوا په ایران د پلورل کېدونکو خوراکي توکو او پیترو شیمي(نفتي) توکو د بیو ترمنځ نېغه اړیکه شته. هغه اېټالوۍ خبریالې فلاسي ته په خپلو تندو خبرو کې روښانه کړه چې «تاسو د غنمو بیې لوړې کړې او په ۳۰۰ فیصدو لوړه بیه مو په موږ وپلورل، دارنګه بوره او سیمنټ مو هم را باندې لوړ کړل. تاسو د پیترو شیمي یا تصفیه شویو تېلو بیې پر موږ اوچتې کړې ( تاسو زموږ خام تېل اخلئ او بېرته یې په موږ د پیترو شیمي تصفیه شویو توکو په ډول په موږ باندې زموږ د بیې سل برابره لوړ پلورئ.) تاسو موږ مجبوروئ چې ډېرې پیسې درکړو په افتضاح امیزه ډول لوړه بیه، هر شی په لوړه بیه، نو دا ډېره مناسبه ده چې له همدا اوسه تاسو باید د تېلو لپاره ډېرې پیسې ورکړئ. اجازه را کړه درته ووایم . . . تاسو باید تېل په ۱۰ برابره لوړه بیه واخلئ.» هغه داسې وړاندوینه وکړه چې « داسې ورځ به راشي چې انسانان به د تېلو لپاره د شمالي قطب لاندینۍ پوړ پلټي او ژورې څاه ګانې به په کې وباسي. دا کار به تر سلو کلونو په کمه موده کې تر سره شي. د تېلو دغه راکړه ورکړه یا سوداګري به پای ته ورسیږي. تېلو ته ورځنۍ اړتیا په ډېرېدو ده او د تېلو موجودې زېرمې به بیخي خالي شي او ډېر ژر به تاسو د تېلو پر ځای د انرژۍ د نورو منابعو د موندلو په لټه کې شئ. دا منابع ممکن اتومي، برېښنايي یا نورې منابع وي. تاسو کېدای شي ډېرو حل لارو ته لاس ور اوږد کړئ، ځکه چې یوه حل لاره به کافي نه وي. تاسو کېدای شي انرژي د سمندرونو له تل څخه د توربینونو په زور را وباسئ او یا کېدای شي تاسو د سمندر په تل کې ۱۰۰۰۰ متره لاندې د انرژۍ د را پیدا کولو هڅې وکړئ او یا دا کار په شمالي قطب کې . . . زه نه پوهیږم. په هغو ټولو مسئلو چې زه پوهیږم هغه داده چې هغه وخت همدا اوس را رسیدلی او باید منظم ګامونه ورته واخلو، نه دا چې دغه تېل هسې بیځایه مصرف کړو. دا به جنایت وي چې که موږ دا تېل همداسې وکاروو لکه نن یې چې کاروو.»
شاه د انرژۍ د قیمت په موضوع کې خورا ټینګ و او پرېکړه یې وکړه چې د امریکا د متحده ایالتونو هغه جنګي بېړۍ چې د عمان په سواحلو کې ولاړه ده او دوی تېل ورکوي باید د امریکا د متحدو ایالتونو خزانې ته یې ګټه ورسیږي. اسد الله علم ته دنده وسپارل شوه چې سفیر هلمس ته لارښوونه وکړي چې تهران د هغو تېلو پیسې غواړي چې په سمندر کې یې امریکايي ځواکونو ته استولي دي. د تېلو د لوړې بیې په اړه د ایران د شاه هڅې د یوه تریخ حقیقت په توګه پټ پاتې شوې. د شاه د بودجې د خپل پلان جوړونکي په خبره ایران په زیاتېدونکي توګه « د معاشونو د ورکړې د انډول په برخه کې له چاودیدونکي کسر سره مخ دی». په دې کې شک نه شته چې د ۱۹۷۳ کال په وروستیو کې په وسلو د زیاتې پانګې لګول او له ملکي اقتصاد څخه د ماهر انساني ځواک لرې کېدل روان وو. کیسنجر لا دمخه په دې پوهېده چې د ایران اقتصاد د شاه د نظامي پلانونو او لګښتونو له کبله تر سخت فشار لاندې و او نارې سورې یې اوس ډېرو اورېدای شوې. د بهرنیو چارو وزارت په یوه یاداښت کې ویلي وو: « ایران له ۱۹۶۵ کال را هیسې ټول ټال د ۳،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي دفاعي وسایل او وسلې اخیستې او یا یې فرمایش ورکړی و. له دغې ډلې د شاوخوا ۱،۸ میلیارد ډالرو په ارزښت دوسلو د اخیستو فرمایش د ایران لخوا یوازې په ۱۹۷۳ کال کې ور کړل شوی و. د اقتصادي دړې وړې کېدا او ګواښ د درک په اړه د ایرانیانو او امریکا یانو تر منځ تفاوت په زیاتېدو و. « د شاه نظر د ایران د پوځي او نظامي اړتیاوو په اړه زموږ پرتله پراخ اولوی و. هغه د کورني امنیت لپاره تر اړتیا ورها خوا یا زیات مرکزونه جوړول او دا کار یې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه تر سره کاوه. ظاهرا دا کار په دې موخه تر سره کېده چې تر اخري اندازې پورې پیاوړی او د دې وړشي چې هره معامله له قوي او پیاوړي دریځ څخه تر سره کړي.» د ایران شاه هڅې کولې چې په دې برخه کې ډېر کار تر سره کړي « شاه په بیساري او بې اندازې د پېچلو او پرمختللو وسلو تر لاسه کولو ته لېواله و چې د ایران لپاره یې ساتنې او ګټې تر اندازې ډېر زیات کلنۍ مصرف لاره او ددغه هېواد په پرمختیايي بودجه یې ډېر زیات فشار اچاوو. د چټک نظامي پرمختګ مسئلې په جدي توګه ولسي اقتصاد او بشري ځواک له کلک فشار سره مخامخ کړی و.
که دلته کومه نقريي لاره د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره وي نو هغه به داوي چې : ایران ونه غوښتل د امریکا پر متحدو ایا لتونو د تېل بندیز ډله کې ور شامل شي، ځکه تهران نه غوښتل چې د هېواد د عوایدو سر چینه یې وتړل شي. شاه په حقیقت کې هڅه کوله چې د تېلو د بندیزونو له برکته تر وروستۍ کچې پورې ګټه پورته کړي او په مارکېټ کې د تېلو د کمبود له اړخه په لوړه بیه خپل ډېر تېل وپلوري. «داسې احتمال نه وو موجود چې ددومره ډیرو نظامي لګښتونو په خواکې دې په لویه کچه بهرني اسعار هم زېرمه کړل شي. او یا کېدای شي تر ټاکل شوې اندازې د تېلو تولید ټیټ کړی شي . . . . ایران نه غواړي چې خپل د تېلو تولیدات د عربو او اسراییلو د جګړې له کبله کم کړي .
د ایران د شاه د نظامي وسلو د اخیستو په لست کې تر تولو مهم اولوی توکي ۱۷۷ وزرهاف ۴ (F-4 )جنګي جټ، ۱۴۱ اېف ۵ اي(F-5E) الوتکو، ۵۸ وزره سي ۱۳۰ الوتکې، ۴۸۹ وزره برید کونکې چورلکې ، ۲ پایې امریکايي ډېر ویجاړونکي سټنډرډ توغندي، ۳۰۲ پیاوړي توپچي سیستمونه، ۴۶۰ چینه اېم شپېته (M-60) ټانکونه او د هاواک میزاییل ۶ دستګاوې شاملې وې. بلخوا ایران نه یوازې له امریکا نظامي وسلې اخیستې بلکې برېتانیې ته یې یو ځل د ۸۰۰ چینه چیفټین ټانکونو د جوړولو فرمایش ورکړ. شاه ۱۴ هوورکریفټ الوتکې چې د نړۍ تر ټولو لویې الوتکې وې، نورې هم په دغه لست ور زیاتې کړې. دا داسې الوتکې وې چې کولی یې شوای په یوه الوتنه کې د خلیج په څنډو، په سعودي خاوره کې په یوه ساعت کې پوره یو ټولګی سرتیري پیاده کولی شي.
پر دې سربېره په ایران کې دې د ۲ نويو هوايي او سمندري اډو د جوړولو کا ر پیل شي چې ټول ټال پرې ۱ میلیارد ډالره لګښت کېده. دارنګه څو لویې ورانونکې بېړۍ، ۴ جنګي جټ الوتکې، ۱۲تیز سرعت لرونکې بېړۍ او۲ بیا جوړې شوې بیړۍ ایران وغوښتې. پر دې سربېره شاه نوي KC-135 جټ تېل ور کونکي ټانکري الوتکې وغوښتې چې په دې توګه د ایران د اف ۴ جنګي الوتکو د الوتنې مزل به یې دوه برا بره یعني ۱۴۰۰ مایله پورې اوږداوو. دغه ټول پوځي وسایل ایران له واشنګټن څخه په ۱۹۷۳ کال کې د عربو او اسراییلو له څلورمې جګړې دمخه وغوښتل. دې جګړې شاه په ۲ شیانو قانع کړ. اول دا و چې د تېلو مارکیټ باندې میخونه ټکوهل شول. دویم دا چې ایران اړتیا لري چې داسې بېړني ګامونه پورته کړي چې برېښنا ډوله عملیاتو ته تیاری ونیسي چې ټول اسرا ییل په کې را ونغاړي. د مسکو نویو چټکو پوځي خوځښتونو د شاه په محاسبو اغېز کړی و.
د حل لاره بلاخره د ۱۹۷۳ کال په دسمبر کې شاه ومونده او هغه داوه چې د تېلو مارکېټ به د خپلو نویو وسلو د اخیستو لپاره کاروي، داهغه حقیقت و چې وروسته په سختۍ د امریکايي چارواکو لخوا هم د یوې ارزونې له تر سره کېدو وروسته ومنل شو.« سره له دې چې له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۳ کاله پورې په کلني ډول د ایران اقتصادي وده په منځنۍ کچه ښه او له ۱۰ په سلو کې پورته وه ، د ایران حکومت په دې باور و چې له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۸ کاله پورې د ایران د وسلو د غوښتل شویو وسلو ټول ارزښت ۵ میلیارد ډالرو ته رسیده چې په همدغه موده کې د ایران د عایداتو له ټاکل شوې اندازې زیات وو. د همدې لپاره رپوټونه ډېرې خطرناکې پایلې ته اشاره کوي : «شاه په پلان کې لري چې د امریکايي وسلو، پوځي وسایلو او دمهماتو په اخیستو ډېرې پیسې مصرف کړي چې ټول ټال ۵ میلیارډ ډالره یې ورته په پام کې نیولي وو.
د پهلویانو په زمانه کې د ایران حکومت پرمختیايي پلانونه را مخې ته کړل او د عملي کېدو هڅې یې پیل کړې. د ۱۹۷۳ کال له مارچ څخه د ۱۹۷۸ کال تر مارچ میاشتې پورې د ایران د پهلوي دولت د پلان او ددغه حکومت د بودجې د ادارې لخوا د ۳۶ میلیارد ډالرو په ارزښت یو پرمختیايي پلان جوړ کړ چې خورا ستر پلان و. داسې تصور کېده چې په کلنۍ توګه به د ایران اقتصاد ۱۱،۴ په سلو کې وده وساتلی شي او که په دغه کچه وده د ایران اقتصاد کړې وای نو دا خورا زیاته وده بلل کېده. د ایران د پلان او بودجې(PBO ) په اداره کې لوړ پوړي چارواکي وارخطا وو چې پنځم پلان ډېر هیله بښونکی و او فکر یې کاوه چې د جذب وړتیايې ډېره خطرناکه وه. د دوی لویه وېره دا وه چې د ایران د بدن مالي شیریان ته د تېلو د عوایدو ور دننه کېدل کېدای شي انفلاسیون ته د سونګ مواد برابر کړي او اقتصاد لانور پسې له پښو وغورځیږي.
د ایران د دولتي بودجې یو په درېیمه برخه پیسې نظامي برخې ته بېلې شوې وې او تقریبا توره بودجه بلل کېده، ځکه چې په کلکه یې د شاه لخوا څارنه کېده او پر دې بودجې د ملکي چارواکو او د هغه د حکومت لخوا څارنه او نظارت نه شوای تر سره کېدای.
پنځم نمبر پلان د څو میاشتو په دننه کې خپل اغېز څرګند کړ او شاه له خپلو جنرالانو سره په ګډه د نویو پرمختللو وسلو د اخیستلو لپاره تازه غوښتنه را پورته کړه. «د کورني مصرف د زیاتېدو په اړه فشار د شاه په دفاعي ادارې مخ په زیاتېدو دی .» یوه ایراني چارواکي وویل : شاه له خپلو پلان جوړونکو څخه وپوښتل چې « د اوږد مهالي ۲۰ کلن اقتصادي پرمختګ د وړاند وینې په اړه طرحه ورته وړاندې کړي او دارنګه د تېلو او ګازو له اړخه د مالي منابعو د تر لاسه کولو اندازه هم ورته په ګوته کړي. » شاه خپلو دولتي چارواکو ته له وړاندې خبر دارئ و رکړ چې د تېلو نوې بې خرته ګټه په خپله لاره روانه کړي. په داسې حال کې چې همدغو چارواکو د تخنیکي سمونو هڅې کولې، شاه داسې اشاره هم ورکړه چې په واقیعت کې د لته په سیا سي کړیو کې د وروستیو پیښو( د منځني ختیځ د جګړې او د عربو د تېلو د بندیز) د مهموالي په اړه یو والی او پوهاوی موجود دی.
د تېلو د عوایدو د لوړېدو له کبله د ایرانیانو د منځنۍ اقتصادي پوړ د خلکو کچه پراخه شوه. د اقتصاد پرمختیا د پیسو او پانګې له تر لاسه کولو سره د دوی مینه او هیله زیاته کړه او ټول په دې فکر کې شول چې د سیاست کولو پرځای پیسې تر لاسه او ښه ژوند خپل کړي. خو فعاله اقتصادي پرمختیا د دې لامل شوه چې د توکو اخیستونکي، ماهر او مسلکي کار کونکي کم شي او په ښارونو کې د کورونو د ترلاسه کول ستونز من شي. د شاه مېرمنې او د ایران د دربار وزیر اسد الله علم دې مسئلې ته پام زیات کړ او د حل لپاره یې داسې هڅې پیل کړې چې د ایران اقتصادي وده په کې د پخوا په څېر خوندي وي.
د ایران د دربار یوه لوړ پوړي چارواکي د اژاکس د عملیاتو قهرمان کیرمیټ روزویلټ ته خپلې اندېښنې هغه مهال وړاندې کړي چې هغه د ۱۹۷۰ کال په لومړیو کې له تهران څخه په یوه رسمي لیدنه بوخت وو او هڅه یې کوله چې ایران دې ته وهڅوي چې له امریکا څخه ډېرې جټ جنګي الوتکې وپیري.
یوه پخواني ایراني سفیر، کیرمیټ روزویلټ ته په پټه وویل « هغه داسې فکر کوي چې د ایران د دولت او خلکو تر منځ واټن په زیاتېدو دی.» هغه وویل د شاه د شخصي اغېزو له کبله د ایران دولت او خلک سره یوځای دي، که نه وضیعت به داسې نه وو. هغه، انفلاسیون د ایران یوه جدي ستونزه وبلله او په دې باور وو چې د حکومت باور په ډېر بد ډول سره له منځه تللی.» روزویلټ د دغه پخواني ایراني ډیپلوماټ او نورو ایرانیانو اندېښنې په یوه لیک کې هنري کیسنجر ته وړاندې کړې او د هغه پام یې ور ته را واړاوو.
د ۱۹۷۳ کال په مني کې دوه پېښې داسې رامنځ ته شوې چې د ایران باچا ته یې خپل مرګ په سترګو و وښوده. د همدې کال د اکټوبر د میاشتې په لومړیو کې ترهګرو یوه داسې طرحه وکښله چې یا په کې شاه، ملکه فرح او یا شهزاده رضا په تهران کې سینما ګرانو ته د جایزو او مډالونو د ور کړې او د هغوی د نازولو په مراسمو کې د ګډون پرمهال ووژني او یا یې برمته کړي. هغوی دغه مراسم بیخي ترک کړل. دقیقه نېټه یې نه ده معلومه خو تقریبا پر همدې مهال د ایران شاه د خپلې خېټې په شاوخوا کې د پاړسوب خبر ورکړ. هغه په خپله داسې تشخیص کړه چې« د سږي پاړسوب به وي او کېدای شي لامل به یې د وینې یو ډول اختلالات وي.» خو دا خبره هغه پټه وساتله او له ښاغلي علم پرته یې دا موضوع نه له خپلې میرمنې او نه هم په دربار کې له بل چا سره شریکه کړه. د نوامبر په میاشت کې شاه لومړی وزیر هویدا، د پارلمان مشر، د محکمې او دربارلوړ پوړي چاروکي او د وسله والو ځواکونو قومندانان نیوران ماڼۍ (د ایران د شاه د کار او اوسیدو ماڼۍ ) ته را وغوښتل. کله چې د دربار وزیر اسد علم دې پټې ناستې ته راورسېد هغه په دې هک پک شو چې د شاه په خوا کې یې د هغه مېرمن ملکه فرح ولیده. د دربار وزیر هغه مهال بیخي ټکان وخوړ چې له محمد رضا شاه پهلوي څخه یې واوریدل چې خپلې غوښتنې او وصیت نامه په غونډه کې ناستو ایراني مشرانو ته لولي او په ظاهره په دې وروستیو کې د هغه صحت ته پیښو ګواښونو ته یې اشاره وکړله. شاه خپلې سپارښتنې او اشارې په خبر داري سره پیل کړې :« یوازې الله پاک ته زموږ او ستاسو د ژوند او مرګ شیبه او ساعتونه معلوم دي ، خو موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې د مرګ اسباب په پراخه کچه د ترهګرو او ورانکارو لخوا هم ډیر کارول کیږي .نو هره شیبه امکان لري چې زما ژوند له ماڅخه واخلي . » هغه اعلان وکړ چې «که هغه نا څاپه او له وخت دمخه مړ کیږي ، او تر کله چې تنکۍ شهزاده د واک اخیستو قانوني عمر ته رسیږي ، نو د دولت واک به له ملکې او د نایب السلطنه شورا له غړو سره وي.» هغه وسله والو ځواکونو ته امر وکړ چې « که خدای مکړه داسې ورځ راغله نو د هغه د میرمنې او ملکې اطاعت دې وکړي ،پر دوی کیدی شي په راتلونکو حساسو کلونو کې دغه امر یا میرمن او یا هم یو نارینه وکړي. نو دوی باید په بشپړ درناوي سره دغه امر پرځای او خپلې چارې مخته یوسئ .ستاسو د ټولو ژوند کیدی شي په همدې پورې تړلی وي.»
هېچا هم کومه خبره ونه کړه، ښاغلی علم وايي «تر هغه بشپړه خاموشي او چوپتیا وه چې باچا او اعلی حضرت خپلې خبرې پای ته ورسولې.هر یو کس بریښنا نیولی وو او هیڅ یې هم په خوله نه را تلل . زه په خپله ډیر سخت خراب تراب وم او هیڅ فکر مې نشو کولی .ما نور یوه شیبه داسې ژوند نه غوښت چې شاه دې په دې نړی کې نه وي او مو ږ دې ژوندي وو .ما الله ته دوعا وکړه چې خدایه ماته له خپل ګران باچا مخکې مرګ را په نصیب کړې.»
شا ه خپل داخلي بدني جوړښت د راتلونکي طوفان لپاره تیاراوو ـــــ خو څه ؟ او له کومې خوا؟