
د اكټوبر په پنځه ويشتم سهار په داسې حال کې چې د څو اوونیو په تېرېدلو سره مې ډېر ښه احساس کاوه، ددفتر ساحې ته وخوځېدلم. وزن مې نور هم په کمېدلو و او پتلون مې په ملا کې ازاد شو، لږترلږه هغه څه چې ما وزغمل یو څه مثبتې پایلې لرلې. (لیکوال دلته د وزن د کموالې له امله خوښي څرگنده کوي. ژ) د تشناب سیمه اوس هم د حد څخه زیاته کارول كېدله او د ککړتیا ویره لا اوس هم موجوده وه خو داچې د خرسانو(لیکوال د گروپ د غړو څخه مراد دی. ژ) د سهار د ملاقات څخه ورمخکې كېدلم، یو څه مرستندویه تمامېدله. برقي بخاری (لیکوال حلقه غوندې تاو شوې منقل څخه مراد دی. ژ) له برکته مو د شاور دپاره تودې اوبه درلودلې خو زموږ کوټې لاتراوسه د یخ صندوقونه و.
ددې لپاره چې د سهار د سپیدې چاود سره له خوبه پاڅېدلم، زیات وخت مخکې له دې چې بل څوک گډوډي وکړي ماکولای شول چې شاور واخلم او د مينځلو د ښانک د اینې سره د د ږیرې د خریلو لپاره پينځه دقیقې ولگوم.
سره له دې چې د حرارت درجه ښکته تلله، کرېس اوس هم په انگړ کې د خوب په چېریکې کې ویده كېده. زما په باور د هغه لپاره دغه ماموریت د یادولو وړ پېښه وه او هغه دلته د هرې دقیقې څخه خوند اخېست. د استخباراتو دفتر یې هم په جوش کې و او د ورځې یې په منځني ډول لس استخباراتي رپوټه برابر کول.
د پخلنځی کارکونكې اوس خپلې ورځنی دندې چې د راتلونكې سهار لپاره دوه چاینکه کافي تیارول و، پای ته رسولی وی. د گروپ څخه چې هر یو لومړی پاڅېده، باید گازي بخاری لمړی چالان او بیا یې د گروپ سره د سهاري ستړي مشي لپاره کافي تیاره جوړه کړې وای. ددغه ماموریت څخه وړاندې مې د سټار بکس کافي سره دومره علاقه نه درلوده خو د اوونیو په تېرېدو سره د انسټانټ(هغه کافي چې تیاره جوړه وي او په پاکټو کې بند وي. ژ) کافي د دوام داره څښلو له امله اوس ددغه کافي لومړی گرمې پیالې ته په خوند سره په انتظار وم.
زه به د خپلې کافي سره په انگړ کې كېناستلم او د غونډیو په سر د د لمر راختلو چې دره به یې رڼا کوله، ډېر خوند اخېست.
زما لپاره د ورځې دغه ځانگړی وخت ډېر بهترین وخت و، د پرون ورځې په پېښو به مې بیا سوچ کاوه او د راتلونکې ورځې د فعالیتونو لپاره به مې پلان جوړاوه.
هروخت به مې ددې لپاره چې څه نوې حیرانتیاوې به مې انتظار کوي، فکر کاوه. یو پرمختگ چې ما له ځان سره وڅېړه هغه د هانک هغه پلان چې له مخې یې درې ته زما او ریک ځایناستي افسران د لسو ورځو په جریان کې راتلل، و.
هانک وویل چې کوفر بلاک ډاډه و چې زموږ ورتگ به په هغه پوځي او سیاسي ستراتېژیو په بحثونو باندې چې په واشنگټن کې سره څکول كېږي، رښتینې اغېزه ولرو. مه هم گډوډ احساسات درلودل. ما غوښتل چې پاتې شم او شمالي ټلواله په داسې حال کې چې د خپلو لیکو څخه خلاصیږي او کابل نيسي، وگورم.
هغه بحث چې د کابل سره د شمالي ټلوالې سره باید پوره مرسته وشي او کنه، په واشنگټن ډي سي کې زما موجودیت د سي ای اې د هغه افسر په توگه چا چې د شمالي ټلوالې مشران پېژندل او کولای شول چې حالت په واضح ډول تشریح کړي، ښايي د بم غورځونې د ستراتیژی د بدلولو او د شمالي ټلوالې د ځواکونو د خلاصون سبب وگرځي. کله چې ممتاز له خوبه پاڅېده او تیار شو، ما هغه د لنډو خو د مهمو خبرو دپاره گوښه کړ. ما ورته وویل چې د جنرال فهیم په لخوا نوی وړانديز شوی هوايي ډگر د قبلېدلو وړ نه دی او د هغه لوی شمېر ستونزې مې ورته په گوته کړل. ما له هغه وغوښتل چې له عارف سره اړیکه ونیسي او که چېرې هوا سمه وي نو نن ماښام به گروپونه اصلي ډگر کې ښکته شي. ممتاز د عارف سره له لیدنې راستون شو او خبر یې راکړ چې عارف به په همغه سهار د لیدنې لپاره دلته راشي.
ممتاز ارام ښكارېده او له همدې له امله زه پوهېدلم چې راتلونکېليدنه به له شخړې ډکه نه وي. کله چې د انجينر عارف سره ما د جنرال فهیم لخوا د وړانديز شوي ډگر ستونزې وڅېړل، هغه د پخواني ډگر په کارولو هيڅ نيوکه و نه کړ. هغه غوښتل چې یوه مشوره راکړي. هغه وویل چې په هغه ماښام د راتلونکو ځنگړو ځواکونو د گروپونو له ډلې څخه به یو د جنرال بریالي خان سره یوځای او بل یې دلته په دره کې د بارک په کلي کې ځای په ځای شي.
دغه دواړه سیمې د جنرال فهیم له مستقیم كنټرول لاندې دي. عارف وویل چې جنرال له تاسې څخه هیله لري چې ټول هغه نور ځانگړو ځواکونو گروپونه چې تاسې غواړی چې په هېواد کې پراته قوماندانانو ته چې د فهیم له نېغ كنټرول څخه لیرې دي ولیږی، لومړى پنجشېر ته راشي او بیا که شرایط برابر وو دغه گروپونه په شمال کې د شمالي ټلوالې د نورو قوماندانانو سره یو ځای كېدلو لپاره ولېږل شي.
هغه وویل چې په دې ډول به د شمالي ټلوالې لپاره د قوماندې او كنټرول لپاره جوړښت ساده کړي او د نورو شمالي ټلوالې اړوند قوماندانانو ته به دا واضح کړي چې په عمومي ډول دغه هڅه د شمالي ټلوالې سره له نږدې همغږي شوې او د شمالي ټلوالې د جگپوړو لخوا ورسره په پوره ډول هوکړه شویده.
ما هڅه وکړه څو موسكې نشم، ما دومره فکر کاوه چې فهیم هیڅ غاړه نه ایږدي. ما ورته وویل چې زه له دې چې جنرال غواړي چې په خپلو قوماندانو پوره ولکه ولري منندوی یم او زه په دې هم پوهېږم چې جنرال هڅه کوي چې د هر ځانگړي قوماندان سره د ځانگړو ځواکونو د هرگروپ د موظف كېدلو په صورت کې تر زیاتې اندازې پورې گټه ترلاسه کړي، خو بیا هم که چېرې هر نوی گروپ لومړی درې ته الوتنه وکړي او بیا له درې څخه د خپل هدف په لورې ولاړ شي، دا به د راتلونکي ماموریتونو د ترتیب او کنټرول لپاره ډېره بې اغېزې لار وي.
دهندوکش د غرونو په سرالوتنه حتی که هوا ښه هم وي، له خطره خالي نه وي او دا چې ژمى یو ناببره راغی نوموړې هڅه به نوره هم له خطر سره مخامخ کړي. ما ورته وویل چې موږ به د سي ای اې گروپونه د ازبکستان څخه نیغ په نیغه مختلفو قوماندانانو ته د دندې لپاره ورلیږو خو له جنرال فهیم سره به یې مخکې له مخکې هم غږي کوو څو هغه له قوماندانانو سره اړیکه ونیسي او ددغه ماموريت په اړه د فهيم هوکړه ډاډ کړي!
دا به دقومندان له خوا دپوښتنې په وخت دفهیم امتیاز ډاډه کړي. داهغه ځواب ؤ چې عارف ورته سترگې په لارؤ. هغه وویل چې زما ځواب به جنرال فهم ته ورسوي.
دشلټرونوموسسې دزندانیانوپه حالات باندې بیا وغږیدو. دعارف افسر په کابل کې دطالبانو له جگپوړي استخبارتي مامورسره د څوځله لیدلوڅخه وروسته راستون شوی ؤ. ددوی غونډه دعارف له خولې دساده پلان په جوړولوچې په لاندې ډول ؤ، پای ته رسېدلې ؤ. لومړی به دطالبانو یو یا دوه افسران د طالبانوله کرښوتېراوچاریکاروته ورسېږي. هلته به دعارف له کسانوسره لیدنه کوي. وروسته له دې چې هغوی ته څلور ملیونه ډالر انعام وښودل شي، دوی به دطالبانوافسر سره په کابل کې دمخابرې له لارې دپیسودموجودیت تصدیق ورکوي.
دطالبانوافسر به بیا زندانیان خلاصوي اوهغوی به په دوه موټروکې دکابل څخه دشمال په لورې په نوي سړک باندې چې دطالبانوافسر به په لومړي موټر کې وي څودطالبانوله پټکونوڅخه په اسانی سره تېرشي، انتقالوي. دطالبانودلومړیوکرښوسره نږدې به هغوی عمومي سړک پرېږدي اود وچې ویالې په واسطه به یوه کوچني کلي ته چې دشمالي ټلوالې له لومړیوکرښوسره نږدې ؤ، ورسیږي. دشمالي ټلوالې دلومړیوکرښوسره نږدې انتخاب شوي ځای ته به پیاده ځي اوهلته به دشمالي ټلوالې ځواکونه ددغې ډلې سره ویني. دعارف افسر به هلته موجود وي. څود زندانیانواوطالبانوله جگپوړي افسر سره اړيکه ټینگه کړي. وروسته له دې چې دبندیانوانتقال صورت ونیسي، په چاریکاروکې دعارف کسانو سره به دمخابرې له لارې اړیکه ونیول شي اودطالبانود افسر دوه کسانوته به پیسې ورکړل شي. بلې زما په فکر دایوساده پلان دی پرته له دې چې په نوي سړک باندې دډېراوږده منزل څخه چې عقلاً دېرش میله واټن ؤاوڅوک خبر چې له څومره پټکونو او څو زره عرب اوطالب جنگیالوڅخه به ددوی موټرتېرېدل. بیا به په دښته کې چېرې چې انسانان نه وي دغه پنځلس کسیزه ډله چې اته له دغه جملې څخه به ویرول شوي ملكې کسان وي چې دشمالي ټلوالې دپذیرایي گروپ دپیداکولوهڅه او هغوی سره اړيکه نيسي. هو فکر کوم دایوساده پلان دی. !!ما عارف ته وویل چې زه د زندانیانو د کابل څخه دشمال په لورې د لیږدولود څرنگوالي په اړه اضافه مالومات غواړم. دطالبانوافسر دپټکونوڅخه دتېرېدلولپاره څه ډاډگېرنه او ویسا لري په ځانگړي ډول که ننگوونكې وي، واشنگټن خو واضحً دغه پلان چې موږاوس واورېد، نه اخلي. ریک د ډگروال مل هولانډ سره دمخابرې له لارې اړیکه ونیوه څوپه همغه شپه دځانگړو ځواکونو د گروپونوننه ایستنه تصدیق کړي. دښکته کېدلو ډگر ته دهغوی رارسېدل به دنیمې شپې څخه لږوروسته وي او ریک وویل چې هغه به په هوایي ډگر کې موجود وي څواو ډي اې-585گروپ اوډگرمن اېچ اود SOCCE (د ځانگړو عملیاتو د كنټرول او قوماندې عناصر) گروپ ته ستړی مشې اوښه راغلاست ووایي. مل هولنډ ریک ته وویل چې د ځانگړو عملیاتو د كنټرول او قوماندې د غړو گروپ سره به د ډلټا ځواک (یو ډول ځنگړی ځواک. ژ) درې سرتېري هم یو ځای وي ، څو د شلټر نو موسسې د زندانیانو د خلاصون لپاره د ژغورنې ممکن پلان جوړ کړي. ریک بیا مخابره زموږ پیلوټانو ته ورکړه او هغوی د ننه ایستنې د سر پیلوټ سره ډگر ته د رسېدلواود ښۍ لارې د مشورې لپاره لس دقیقې خبرې وکړې. ریک ماسپښین په درې بجې خواجه بهاوالدین ته ولاړ. موږ ټول انتظار و او لاسونو مو د ښۍ هوا د پاتې كېدلو په خاطر د دعا لپاره پورته کړل.