لومړنی شعر

 
بیګا شپه برقونه نه ول
یوغزل راته الهام شو
ما قلم په ګوتو ونیو او غزل مې هم یادداشت کړ
په سبا پاڼې ته ګورم
پاڼه تشه وه هیڅ نه ول
چې مې پام بیا شو قلم ته
ټکی رنګ قلم کې نه و