په سویلي ولایتونو کې ډېری معاملې په کلدارو کېږي

 
د هېواد په سویلي ولایتونو کې ډېری سوداګریزې راکړې ورکړې په پاکستانیو کلدارو کېږي.
د دغه ولایتونو اوسیدونکي وايي د دولتي ادارو د بې غورۍ او نه پام له کبله سوداګر او ټول وګړي د افغانیو پر ځای پاکستانۍ کلدارې استعمالوي چې د افغانۍ هویت ته يې زیات اړولی دی.
په جنوب کي د افغانستان بانک مشر هم یاده ستونزه مني او وايې چې دا یوه اقتصادي نه بلکي سیاسي ستونزه ده چې ځینې ګاونډي هېوادونه قصدا د دې لپاره کار کوي چي افغانۍ ارزښت کم کړي.
د افغانستان په جنوبی ولایتونو کې چې ډېری يې له ګاونډیو هيوادونو سره سرحد لري اوسېدونکي يې راکړه ورکړه په بهرنیو اسعارو ترسره کوي.
د تلوکان خبري پاڼې د راپور له مخې د دغه ولایتونو اوسېدونکي وايي د دولت د بې غورۍ او نه پام له امله ډېری کسان د افغانۍ پر ځای پاکستاني کلدارې او یا هم ډالر استعمالوي.
د دوی په خبره سوداګر له ګاونډیو هېوادونو خوراکي او غیرخوراکي توکي واردوي او د هغه هېواد په اسعارو يې دلته پلوري چې له امله يې ورځ په ورځ افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي او پر ځای يې د پاکستانۍ کلدارې او ډالر ارزښت لوړیږي.
دغه کسان له حکومتي چارواکو غواړي چې د نورو هېوادونو په څېر دوی هم د بهرنيو اسعارو لپاره ځانګړې پالیسي جوړه او هغه کسان چې دا کار کوي نقدي جریمه او سزا ورکړي.
 
په ورته وخت کي د جنوب غرب حوزې د افغانستان بانک مشر فضل محمد عظیمي وايي په بهرنیو اسعارو د راکړي ورکړي په څنګ کې په ډېرو لرو پرتو سیمو کي خلک افغانۍ نه پیژني او یوازې په پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه کوي.
هغه وايي په دې اړه ټاکل شوې کمېټه چې د ولایتونو د مقام، ملي امینت، قوماندانیو او څارنوالیو استازي په کې ګډون لري، له دوی سره هیڅ ډول همکاري نه کوي
دده په خبره یو شمېر کسان يې نقدي جریمه کړي، خو تر اوسه يې پیسې ندي تحویل کړې او اوس هم سوداګریزې چارې مخ ته وړي.
نوموړی وايې یو شمېر هېوادونه د دې لپاره کار کوي چې د افغانۍ ارزښت کم کړي او خپلي پیسې دلته رواج کړي.
که څه هم هغه په دې برخه کې د کوم هېواد نوم وانخیست خو اشاره يې ګاوندي هیواد پاکستان ته وه.
ويل کېږي چې يوازې کندهار د پاکستان سره د معروف، ښوراوک، رېګستان، سپين بولدک او ارغستان ولسواليو په اوږدو کې ٤٤١ کېلو متره ګډه پوله لري، خو په زياته اندازه سرحدي سيمه بيا د زابل د شملزو ولسواليو سره ده چې ټول وګړي يې د افغانيو پر ځای پاکستانۍ کلداري استعمالوي.
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې