داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(18)

 وروستۍ برخه 
ددې مرکې له لوست څخه وروسته به ، لوستونکي تاسې ته خاین خطاب کوي، تاسې په بوسنیا ، افغانستان ، فلبین کې دسنګر له ملګرو سره خیانت کړې دی ، بیعت مو مات کړې دی ؟
v     زه پردې پوهیږم ، خو زه غواړم ،چې ووایم  زه نه بدل شوې ، دا زما ملګري دي،چې په ټوله مانا بدل شوي دي ، دوی دجهاد مفهوم او منځپانګه تحریف کړه زموږ موخه له مسلمانانو څخه دفاع وه نه دلویدیز  راپارول،چې بیا پر مسلمانانو برید وکړي، دوی دجګړې او سولې پریکړه  وتښتوله ، دوی  امانت خیانت کړ ، له خپل مرام سره یې خیانت وکړ ، زموږ موخه روښانه او څرګنده وه او هغه  له مسلمانانو څخه ملاتړ و ، دا زموږ موخه نه وه،چې  حکومتونه  ړنګ  او نور یې پر ځای  رامنځته کړو ، نړیوالې جګړې ته لار هواره کړو.
کله،چې زما دسنګر ملګرو خپله موخه پرېښوده او نړیوال بریدونه یې خپله موخه وټاکله دلته نو هر څه بدل شول  دا کټ مټ د ابو حمزه الغامدي دخولې خبره ده،چې وروسته بیا دالقاعدې ستراتیژي شوه ده به ویل ( ددې جګړې جبهه  د دواړو قطبونو ترمنځ ده) دې ایډیالوژۍ  مفهوم او منځپانګه بدله کړه.
کله،چې ما په هغو سیمو کې جګړه کوله ما به نظامي یونیفورم  کاروه  ، زما له انده دې یونیفورم شرعي  اثر درلود، ددې مانا داده زما پر وړاندې ، چې څوک ولاړ دی  هغوي ته زه دا پیغام رسوم  زه یو نظامي کس یم ، زه دجګړې  لپاره چمتو یم، خو کله ،چې زه عادي کالي اغوندم ، سینما ، هوټل ، پارلمان  ته ځم  او بیا هلته  ملکي خلک په نښه کوم  دا بیا نظامي کړنه  ، نه ده ، دا ترهګري ده ، دا جرم دی .
کېدای شي دالقاعدې مشران ووايي: موږ  دا معاصر قوانین نه منو ، خو شرعي قانون بیا څه  وايي ؟  کوم قاضیانو او دینپوهانو  ددې بریدو  دجواز فتوی ورکړې ده؟ راځه دا به  ومنو،چې د دوی دینپوهانو دا فتوی ورکړې ده ، ایا دوی   دا وړتیا او پوهه لري،چې دا ډول فتوی ورکړي؟
ځواب : نه .  ځکه دوی په ورته وخت کې دقاضي او جلاد په رول کې دي . 
زه  تر اوسه  نه پوهیږم له ستونزې سره مخ یم ،چې ایا القاعده دا حق لري ،چې 240 افریقایان ووژني ،چې سل تنه یې مسلمانان هم دي او پاتې نور تر مرګه  ړانده شي ، دڅه لپاره ؟ دڅه لپاره وژل کیږي ؟  ایا د 12 امریکايي ډیپلوماتانو لپاره .
v     له دې برید څخه وروسته  په القاعده کې خپلمنځي اختلاف رامنځته شو ؟
v     هو ،  پخوا مې درته وویل ،چې له ابو عبدالله المهاجر مې ددې عملیاتو په اړه پوښتنه وکړه او هغه بیا له  اسلامي تاریخ څخه ځینې پېښې د دلیل په توګه راته یادې کړې ، زه ځانته دخاین او جاسوس  په سترګه نه ګورم  او نه مې بیعت مات کړې دی.
v     له بن لادن سره مو بیعت مات کړې دی، له ګناه پرته نور په هر حالت کې دامیر اطاعت  واجب دی ، دتنظیم رازونه باید وساتل شي ، تاسې بیعت مات او رازونه مو افشا کړي دي؟
v     نه ، بیعت خو له پخوا څخه نیمګړی و ، ما نیت کړې و ، ایا زما نیت دا و،چې زه باید خاین او مجرم واوسم ، ما داسې څه کړي،چې الله به راڅخه خوښ وي ، دا له یاده مه باسه دا تنظیم خو داسلام استازیتوب نه شي کولای ، زه اوس دارامۍ احساس کوم،چې له دې ډلې څخه جلا شوې یم ، اسلام ډېر پراخه دی ، وړاندې له دې ،چې له  دې استخباراتي سازمان سره یو ځای شم  ما له القاعدې څخه دوتلو او بیعت دماتولو پریکړه کړې وه.
v     له شرعي پلوه  له  غربي څارګر سازمان سره کار  روا دی ؟
v     پوښتنه  هغه څوک، چې بې ګناه خلک وژني پر هغوي پرده اچول  شرعي جواز لري ؟  پر یوه جرم ، جیانت پرده اچول  جرم نه دی ؟ له اخلاقي پلوه پرده اچول،چې  یوځای مو ناسته پاسته درلوده، سمه ده ، خو دی سړی  دسلګونو وګړو په حق کې تیری او تیروتنه کړې ده. ایا هغه مجاهد دی که مجرم ؟  په نیم ساعت کې مې پریکړه وکړه او دمجرم  نوم مې ورکړ ، پر هغه پرده اچول  شرعي جرم دی ، ځکه نوموړي  دپاریس په هوايي ډګر پنځه ویشت بې ګناه خلک ووژل  دا دده پلان او مرسته وه .
ما سره دپریکړې کولو پوره وخت نه و ، زه له دې هم نه ډاریدم ،چې زندان ته واچول شم ځکه بیعت  اړویستم ،چې هر څه  په پټو سترګو ومنم .
v     تاسې ولې هڅه نه کوله ،چې په داخل کې یو بدلون رامنځته کړې،تاسې خو هلته وعظ هم کاوه  او دځینو مفاهیمو او منځپانګو دبدلون وړتیا مو هم درلوده.
v     که چیرې دوی زما پر بیعت  او ژمنتیا شکمن شوې وای زه به یې سمدلاسه اعدام کړې وای ، زه خو د دوی درازونو خزانه وم ، یا به یې د بیا روزنې په موخه  په اجباري بڼه کومې جبهې  ته استولم ،  ما به ولې دا کار کاوه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي ( خپلې چارې  په پټه ترسره کړې ) زه دیو سرتیري په توګه پوهیدم ،چې په دې جګړه کې زه بریالی کیږم او کنه ؟  زه پوهیدم ،چې  دالقاعدې ترمنځ دمفاهیم دبدلون هڅه او جګړه   ناکامه هغه ده ، له هماغه  پیله به  ناکام وم .
v     له مرګه ډاریږې ؟
v     په القاعده کې ،چې وم بیا ،چې دې څارګر سازمان سره یو ځای شوم له مرګه نه یم ډار شوې ، عمرونه دالله عزوجل په لاس کې دي ، نه زړورتیا عمر کموي  او نه یې ډار زیاتوي کله ،چې زه رسوا شوم  القاعدې زما دترور او وژلو فتوی صادره کړې ده.
v     القاعده څرنګه وپوهیده،چې ته یې  په اړه څارګي کوې ؟
v     یو امریکايي لیکوال زما په اړه لیکنه  کړې وه او هغه عملیات یې رسوا کړي وو،چې ما په کې ونډه اخستې وه له دې وروسته القاعده وپوهیده،چې زه څارګر یم .