
دنســـــــــــــــــــيم باغ ليك
نســـــــــــــيم باغ _سرينگر
د ۱۹۴۵ كال دسپتمبر ۳
ازما مپرس دردل ما كه يك زمــــــــــــــــــــــان
خود رابه حيله پيــــش تو خاموش كرده ايم
بله ورځ يعنى د اګست په لسم د معمول په توګه د ګهيځ په درى بجو راپاڅيدم د چاى سامان چې په سفر كې مې درلود، دلته هم همدغه سامان راغلي و، ماچاى دم كړ ،پياله مې پرمخ كې كيښوده او په خپلو خيالاتو كې ډوب شوم ، خيالونه مې په بيلابيلو ميدانو كې سر ګردانه ګرځيدل، ناڅاپه مې هغه ليك چې د اګست په دوهم مې په ريل كې ليكلي وو اوپه كاغذونوكې پروت وو، راياد شو، بې اختياره مې زړه و چې يو څه تر ډېره پوري له تاسره مخاطبه وكړم تاسو يې اورئ اوكه يې نه اورئ خو زماد خبرې مخ ستاسو په لور دي چې په دې توګه مې يوليك وليكه او تردې وروسته هره دويمه ،دريمه ورځ يو ليك ستاسو په نوم ليكم چې لږ نور په وړاندې لاړم ځينې نور دوستان او عزيزان مې همراياد شول هغوي ته هم كله كله يو څه ليكم او خپل زړه خوښوم ، له بندي خانۍ نه دبهر نړۍ سره ټولي لارى شكيدلى دي او دغيب په پرده كې مستور يم داپته راته نه لګى چې زما داليكونه به هغه چاته چې د هغو په نوم مې ليكلى دي ورسيږي اوكه به ونه رسيږي خوزه چې قلم را واخلم او تاسو ته ليكونه ليكم نو بيا مې زړه نه غواړي چې قلم كيږدم ، وګړي خپل ليكونه ياد قاصدانو په لاس ليږي اويا دكوترو په ذريعه ، خو زما په برخه عنقا رسيدلى دی.
اىنرسم و راه تازه برحرمان عهد ماست [1]
عنقا به روز گار كســــــــــــــــــى نامه برنه بود
د ۱۹۴۲ م كال د اګست له لسم نه د ۱۹۴۳ كال د مې پوري دليكونو دليكلو لړۍ روانه وه، خوتر دې وروسته بيا بنده شوه، ځكه چې د ۱۹۴۳ كال داپريل دنهمې له پيښى وروسته زما ځپلې طبع هم بنده شوه او په خپلو ځپلتياو وكې ورك وم. اګركه تردې وروسته مې د څه ليكلو كار ته دوام ور كړ او د احمد نگر په كلا كې مې ټولى معمولي چارې سر ته رسولې خو بيا هم دا حقيقت پټول نه غواړم چې زما قرار اوسكون نمايشي او صورې وو د زړه او باطن نه ووجسم مې له تشويش او بد حاليو نه ساتلاى شو، خو زړه مې ونه شو ساتلاى.
دل ديوانه یی دارم كه در صحرا است پندارى
تر دې وروسته مې هم كله كله دفكر غوټې سپړلي خو د ليكلو د چټكتيا لړۍ رانه وركه ده چې د حال په اوايلو كې مې د طبيعت ملګرى وه. د ۱۹۴۵ په اپريل كې چې د بانكوړې بنديخانې ته تبديل شوم نو د طبيعت تياريو وروستى ځواب راكړ ، اوس د ځينو مصنفاتو د تكميل كار ته دوام وركوم او د څه ليكلو له پاره مې طبيعت مستعد نه دى .وروستى ليك مې چې د ځينو سياسي مسلو په نسبت ديو دوست په نوم ليكلى دى د ۱۹۴۵ كال د مارچ د دريم ليك دى په دې ليك باندې د “ بې ستون و كوه كن” د استان پاى ته رسيږي، اګر كه د ژوند داستان تر اوسه پورې نه دى ختم شوى.
شـــــــــــمه یی ازداستان عشق شور انگيز ما ست
اين حكايت ها كه از فرهاد و شيرين كرده اند
غور وكړﺉ د انسان ژوند او دده احساسات هم يو عجيب حال لري . درې ورځې وي او كه درې كاله خو چې تيريږي نو تيريږي له تيريدو څخه د مخه چې ورته سوچ وكړى نو هك پك به شي چې له دغه غر نه څنګه واوړم ، خو له تيريدو وروسته چې ورته سوچ وكړي نوعجيبه ښكاري څه چې تير شول ته به وايي چې له څوشيبونه زيات نه وو.
له بند څخه د خوشې كيدو نه وروسته چې د جون په ۲۱ د “كانګرس وركنګ كميټې” صدارت له پاره له كلكتې نه بمبيي ته راغلم او په هماغه ودانۍ او هماغه خو نه كې استوګن شوم چې درې كاله د مخه د اګست په مياشت كې په كې اوسيدم نو يقين وكړﺉ چې داسې راته ښكاريده چې د اګست نهم او د هغه مهال نه وروسته ټوله ماجرا راته د پرون خبره ده.
دا ټول مهال له يو ګهيځ او ماښام نه زيات نه وو حيران وم چې څه تير شول هغه ښه وو او يا دا چې څه تيريږي يو خوب دى.
هين خواب مين هنوز جوچا گی خواب مين ! ([2])
د جون په پنځلسم چې پانكوړا كې اوسيدلم نو ټول ليكونه مې را وايستل او په يوه دوسيه كې مې د تاريخ په ترتيب راټول كړل زړه مې وو چې د معمول مطابق يې د نقل كولو او كاپي كولو له پاره وركړم او اصل يې تاسو ته دروليږم خو چې مولوي اجمل خان صاحب ورباندې خبر شو نو ډېر اصرار يې وكړ چې دا ليكونه بې ځنډه نشر كړل شي چې د همدغه تصميم پر بنسټ يې په شمله كې يو خوشنويس راوباله او دليكونو ټوله مجموعه يې ورته دليكلو له پاره وركړه اوس يې ليكي او هيله ده د چاپ له پاره چاپخانې ته ژر واستول شي، زه اوس داليكونه د قلمي ليكونو په صورت نه دراستوم چې چاپ شول دروبه يې ليږم.
په “شمله” كې د “مرينه” اخبار په نامه خپرونې مدير راغلى وو هغه له مولوي اجمل خان صاحب سره ددغې لړۍ لومړى ليك یې په اخبار كې خپور كړى دى ښايي چې تر سترګو شوى به مووي د “ صديق مكرم” له خطاب نه به پوه شوى ياست چې د خبرې مخ ستا په لور دى.
چشم سوى فلك و روى سخن سوى تو بود
داليكونه يې په دوو برخوو ويشلي دي : غير سياسي او سياسي په دې مجموعه كې يوازې غير سياسي ليكونه راغلي دي خو ټول ليكونه مې بې استثنا ستاسو په نوم ليكلي دي.
بل سبا ته ډيلي ته ځم ځكه د امريكې پوځي جنرال چې په ډيلي كې استوګن دى د خپلې خاصې الوتكې د رااستولو انتظام نيولى دى نو د ګړندي موټر د سفر له كړاو نه به وژغور ل شم او په دوه نيمې بجې به ډيلي ته ورسيږم چې هلته مې د اختر لمونځ وكړ بمبيي ته ځم او په بمبيي كې له ۱۰ نه تر ۲۴ پورې پاتې كيږم.
ابوالكلام
[1]- عنقا يو مجهول الجسم مرغه دي چې تر اوسه پوري نه دې موجود شوي.
[2]. تر اوسه لا ويده يم اګر كه په خوب كې ويښ شوى يم.