
د ټوکي ژباړونکئ داود لټون
د افریقا یو کلي ته تجار ورغئ تر څو د کلیوالو څخه بیزوګانې واخلي(راونیسي)
تجار خلکو ته وویل چې دې ته چمتو دئ چې د هرې بیزو په سر په عمده او پرچون ډول سره (۱۰) روپۍ خلکو ته ورکړي . د آفریقا په دغه کلي کې هرې خواته بیزوګانې ګرځیدې، چې کلیوالو یې هم د رانیولو او خرڅولو لړۍ په بیړه سره پیل کړه . څه موده وروسته په سیمه کې بیزوګانې لږې شوې ، نو ځکه تجار هم د هرې بیزو په سر ارزښت د (۱۰) روپو څخه تر (۲۰) روپو پورې لوړ کړ .د کلي خلکو په سختې سره وروستۍ بیزوګانې راونیوي او په تجار باندې یې په (۲۰) روپۍ وپلورلي او یو څو داني یې چي په پای کې ورته راوستي هغه یې په (۲۵) روپۍ ورباندې خرڅي کړي . تجار د کلي خلکو ته وویل چي غواړي ډیرې نورې بیزوګانې هم واخلي او د بیزو په سر ارزښت یې هم د (۲۰) روپیو څخه ان تر (۵۰) روپیو پورې پورته کړ . تجار د کلي څخه ولاړ ،او خلکو ته یې وویل چې څو ورځې وروسته به بیرته راشي ، خو خپل استاری يې د بیزوګانو سره یو ځای په کلي کې پریښود . د کلي خلک حیران پاتي شول چې اوس به بیزوګانې له کومې کوي ، پدې وخت کې د تجار استازي خلکو ته وویل چي راځي زما څخه هره بیزو په (۳۵) روپۍ واخلئ چې کله زما ریس راشي نو بیا یې هغه باندې په (۵۰) روپۍ وپلورۍ . کلیوال د خبرې په اوریدو سره خوشاله کیږي ، پیسې سره راټولوې ، او د تجار له استازي څخه ټولې بیزو ګانې اخلي .
د تجار استازی د بیزو ګانو د خرڅولو څخه وروسته په کلي کې تری تم کیږي ، او پحپله تجار هم بیا څوګ په سترګو نه ویني. په دغه طریقه سره د افریقا د کلي خلک لوټ شول او خپلې بیروګانې یې بیرته په لوړه بیه واخیستي.
د ټوکي ژباړونکئ داود لټون