د وریښمو نوې-لار، پرمختګ او د  چین مارشال پلان

 
 
سرچینه/ The diplomat وېبپاڼه
د چین حکومت پیتیلې چې په سیمه کې  د اقتصادي او سیاسي حاکمیت تر لاسه کولو په موخه د وریښمو لار په رغښت ستره پانګونه وکړي.
تېر کال د چین ولسمشر د وریښمو او بحري لارو د زیربنایي پرمختګ په مټ ختیځه اسیا د لویدیځ سره ونښلوي. بلومبرګ مالوماتي کمپنۍ د چین د حکومتي چارواکي له خولې راخیستي چې: چین د هغه ولایتونو  د لویو لارو، سرکونو او پایپلاینونو د پرمختګ لپاره شپاړلس میلیارد ډالر بودیجه جوړوي چې د وریښمو د لارې برخه ده. د چین د حکومتي ورځپاڼې د راپور له مخې په یادو کې دا ستره پانګونه به د چین نسبتا بیوزله سیمې په اقتصادي لحاظ پر مخ بوزي.
په دې سربیره، چین په داسې یو  پلان کار کوي چې له مخې به یې هغه هېوادونو ته د زیربنایي رغښت په مخه پور ورکوي چې د یادې لارې سره تړاو لري. له دې پور پرته، د چین حکومت د وریښمو لارــملګري هیوادونو کې د سترې پانګونې ژمنه کړي. د بیلګې په ډول، نږدې یونیم میلیادر ډالر پانګونه یې په سریلنکا کې د بندرونو د پرمختګ لپاره کړې، پنځوس میلیارد ډالر پانګونه  یې په منځنۍ اسیا کې د انرژۍ سره اړوند زیربناو ته ځانګړې کړې او تر ټولو مهم، 327 میلیون ډالر یې افغانستان د مرستې په بڼه د ورکولو ژمنه کړې چې په مټ به یې ریل ــ لارې، لویې لارې او د اوبو او بریښنا  ذخیرې ورغول شي. د China Daily د راپور له مخې، په زیربنایي پرمختګ کې د پانګونې بانک ((AIIB تاسیس کیدل به ددې لامل شي چې د اړونده سیمې د زیربنا او ظرفیتونو د ځواکمنولو په خاطر به د پانګونې لړۍ نوره ګړندۍ شي. د Want China Times  ورځپاڼې د اټکل له مخې، د وریښمو لار رغښت ټولټال نږدې 21.1 تریلیون ډالر پانګونې ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کې یوې چینایي رسنۍ  Xinhua  د وریښموــ لار نوېو نقشو ته لاسرسی پیدا کړی. د وریښمو د نوې لار اوسنې د پخوانيو هغو سره پرتله شوي او توپير یې خورا هیښونکی دی؛ یادې رسنۍ کښلي چې په وروستیو شپږ میاشتو کې  د وریښمو لار تازه نخچې ته یو لړ نوي هیوادونه هم ور زیات شوي. د بیلګې په ډول، په نوي نخچه کې مسکو، دوشنبه، تاجکستان، اندونیزیا او سریلنکا ور زیات شوي، یاده رسنۍ وړاندې کاږي چې د بیجنګ له لید لوري، د وریښمو لار اړونده هیوادونو لست له تر اوسه بشپړ نه دی. د رسنۍ له قوله، د خپل لمړي سفر پر مهال افغان ولسمشر احمد اشرف غني د وریښمو په پروژه کې دافغان لوري د ګډون لېوالتیا څرګنده کړې.
نړیوالې اقتصادي صحنې ته تازه ننوتونکي هیوادونه به په ځانګړي ډول د وریښمو لارې له رغښت څخه ګټه پورته کړي، په یاده سیمه کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د چین مرستې او سرچینې لمړۍ سرچینه ګڼل کیږي. داسې انګیرنې هم شته چې د یادې لارې په رغښت کې د چین زیاته ونډه به د سیمې نور نسبي ځواکمن لوري او چین د پانګونې په ډګر کې د سیالۍ ډګر ته را کش کړي. د بیلګې په ډول، د هند لمړي وزیر مودي په کلک هوډ لګیا  دی په ګاونډیو ( بوتان، سریلنکا او نیپال) کې د چین له ویرې خپل حضور پیاوړی کوي.
د وریښمو لارې پرمختګ چین ته دوه موکې په لاس ورکوي: چین به په دې وتوانیږي چې خپل نفوذ پراخه کړي، دویم، ددې ډول اقتصادي ګامونو په پورته کولو سره چین شاوخوا سیمې ته د خپلو پروګرامونو نرم مخ ښيي. که یادو پلانونو ته د عمل جامه واغوستل شي، نو په مټ به یې د ګردې ایرواسیا سره د چین سوداګري پراخه شي او په سیمه ییزه کچه به یې چین ته ګټه دا وي چې نور هیوادونه به ورته په سیمه کې د څارونکې نه بلکې د همکار هیواد په سترګه وګوري. چین له وړاندې د سیمې هیوادونو د خپلولو لپاره جذبونکې کلمه (“win-win” situation) کاروي.
د چین اقتصادي ځواک ورځ تر بلې پیاوړی کیږي، بیجنګ د خپل مالي وضعیت د کارولو په مټ غواړي په سیمه کې د خپل ېهرنۍ پالیسۍ اغېز پیاوړی کړي. ځینې کارپوهان د وریښمو لارې د پرمختګ لپاره د چین پلان له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا د مارشال پلان سره ورته بولي. د امریکایي مارشال پلان او چینایي پلان محتوا ته په کتو سره دا انګیرنه پر ځای بریښي چې دواړه لورې د زیرځواکونو په توګه د اقتصادي پیاوړتیا د کارولو په مټ د خپلو بهرنۍ تګلارو موخې خوندي کوي. مارشال پلان امریکا د زبرځواکۍ پوړیو ته ورسوله، چین غواړي د وریښمو په لارو ورته غریضې خړوب کړي. بریالیتوب به یې وخت ته پریږدو.