د اوباما نوملړ ـــ په افغانستان کې د هدفي وژنو ګونګ شالید

 
سرچینه. شپیګل
په افغانستان کې د نړیوال ځواک د جګړه ییزو عملیاتو پای ته رسیدو سره سم داسې لاسوندونه رابرسیره شوي چې په افغانستان کې د هدفي وژنو په برخه کې د امریکا او ناټو له لورې نااحتیاطي او بې پروایي څرګندوي.
د 2011 فروري میاشت کې د انګلیسي ځواکونو جنګي الوتکې په هلمند کې د طالبانو یو کومندان ملا نیاز د وژلو په موخه عملیات پيل کړل. عملیاتي ګروپ د ملانیاز محمد پټ نوم (ډوډي) وټاکه. د عملیاتو اړوند اسناد، نیټه او وخت په هلمند کې د ناټو ځواکونو د قرارګاه له لورې تصدیق شول.
د فرورۍ په اوومه نیټه ملا نیاز محمد د ناتو د عملیاتي مرکز له لورې غرمه مهال څه د پاسه لس بجې په نښه شو مګر د ملانیاز محمد د وژلو په موخه ټاکل شوې الوتکې د هدف نیولو پرته په نوموړي میزایل وتوغاو، په پایله کې د ملانیازمحمد پر ځای یو بیګنا پلار او ځوی ولګیدل. کوچی ځای په ځای ساه ورکړه او پلار یې سخت ټپي شو. کله چې د الوتکې عمله پوه شوه چې هدف ترې خطا شوی نو د ملا نیاز محمد په لور یې سل ډزې وکړې چې په پایله کې یې نوموړی هم ټپي کړ.
د نه پاملرنې او بې پروایۍ له امله، بېګناه پلار او ځوی یوازیني کسان نه دي چې د مرګ تر کومي رسیږي ـــ بلکې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د ړندو عملیاتو او چپانو ډيری قربانیان بیګنا ملکي وګړي وي.
جرمنۍ اونیزې داسې د امریکا د ملي امنیت د ادارې او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اړوند داسې لاسوندونو ته لاسرسی پیدا کړی چې ویل کیږي پخواني امریکایي څارګر ایډوارډسنوډن رابرسیره کړي، په لاسوندونو کې د هغه کسانو نوملړ هم شته چې په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو له لورې په هدفي ډول وژل شوي یا وژل کیږي.د لاسوندونو څخه داسې بریښي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لورې هدفي وژنې د تروریستي حملو د مخنیوي په موخه د وروستي اقدام په ډول نه بلکې د بهرنیو ځواکونو له لورې د چریکي جګړې په ډګر کې د ورځې دود ګرځیدلی و.
په یاد نوملړ کې څه د پاسه اووه نیم سوه کسان راټول شوي، دنوملړ څخه داسې مالومیږي چې لویدیځ او امریکا په افغانستان کې یوازې طالب مشران خپل هدف نه ګرځوي بلکې منځپوړي او لوړپوړي طالب چارواکي یې هم د ښکار برخه ده په دې سربیره په لست کې د مخدره توکو هغه چارواکي هم شامل دي چې په افغانستان کې د ناکرارۍ سره مرسته کوي.
د جګړې اصول
په افغانستان کې د امریکا او لویدیځ دیارلس کلن جګړه ییز ماموریت تیره اونۍ رسما پای ته ورسید، مګر  د جګړې اصول په نظر کې نیولو سره د وژنو وروستی افشا شوی لست یو لړ اخلاقي او قانوني پوښتنې راپورته کوي. له اخلاقي پلوه ستره پوښتنه داده چې، کوم اصول دا ایجادوي چې د طالبانو له منځه وړلواو وژلو لپاره دې  ملکي بیګنا وګړي هم ووژل شي؟ دویمه پوښتنه داده چې په دیموکراتیک چاپيریال کې د دښمن وژل د کومو اصولو پر بنسټ جواز لري چې د جګړې په ډګر کې مو موخه د هغوی له سترو حملو او بریدونو څخه مخنیوی نه وي؟
شپيګل چې کوم لاسوندونه تر لاسه کړي د اوباما د مشرتابه پر مهال منځ ته راغلي، د اوباما له لیدلوري د عراق برعکس، د افغانستان جګړه قانوني او پاکه جګړه وه. له دې امله ولسمشر له عراقه پښې سپکې کړې او په افغانستان کې غواړي جګړه پخپله ګټه پای ته ورسوي.
د اوباما د دویمې دورې له پیل وروسته امریکا په افغانستان کې په یوه نوې ستراتیژۍ کار پیل کړ ـــ د 2009 په جون میاشت کې پخواني دفاع وزیر رابرت ګیټس، څلورستوریز امریکایي جنرال ستانلي مکرستال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وټاکه، ویل کیږي چې ستانلي دطالبانو سره په معامله کې د امریکا له ارادو چپ او سخت دریځی و.
اوباما هغه مهال افغانستان ته
اوباما هغه مهال افغانستان ته 33000 نور اضافي سرتیري تیار کړل مګر استول یي د پوځي چارواکو له لورې له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو لپاره د یو نیټې د ټاکلو سره تړلې و، همدا کال د افغانستان د برخلیک لپاره خورا ستراتیژیک کال ګڼل کیږي ــ ولسمشر اوباما په افغانستان کې له هغه موخو څخه  چې د پوځي یرغل پر مهال یې ټاکلې وې په خورا مهارت واټن اختیار کړی. د پوځي یرغل پيلامه د لویدځ له لورې ددې لپاره شوې وه چې افغانستان په یو خوندي پرمختللې او باثباته هیواد بدل کاندي. مګر اوباما په افغانستان کې خپلو موخو ته نوی رنګ ورکړــ اوباما په ډیرې سپین سترګۍ وویل: چې متحده ایالات به افغانستان په خوندي او ارام هیواد بدل نه کړي، په افغانستان کې د ناکرارۍ یا بغاوت سره مبارزه د امریکا نوې موخه ده.
اور بل کړه او وتښته له 2009 راهیسې په افغانستان کې د جګړې زور زیات شو، څه دپاسه 2,412 تنه ولسي وګړي په همدې کال وژل شوي. ددې کچې دوه/دریمه برخه د طالبانو له لورې او نور پاته یې د بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو له لورې وژل شوي. له همدې کال راهیسې د طالبانو په ضد شپنیز عملیات په چټکۍ په زیاتیدو شول، دا ټول عملیات د هغه نوملړ په بنسټ تر سره کیدل چې د ناتو او امریکایي څارګرې ادارې له لورې جوړ شوی و.
پخواني جنرال ډیویډ پیتریوس د مک کرستال تګلاره خپله کړه او ټول عملیات یې د هغه له مخې تر سره کول، پیتریوس د وسله والو په ضد عملیات په درې مرحلو وویشل، لمړۍ مرحله یې تصفیې ته ځانګړې شوې وه، په دویمه مرحله کې افغان ځواکونو پاکه شوې سیمه بیرته نیوله او په دریمه مرحله کې د بیارغونې په اړه فکر کید. د یو جرمني سیاستوال په وینا په افغانستان کې د ایساف د څارګریزو فعالیتونو مشر مایکل فلین د خپلو څرګندولو پر مهال ویلي و چې: یوازینی ښه طالب هغه دی چې مړ وي.
د جنرال پیتریوس تر مشرۍ لاندې دهغه کسانو په ضد سرسخته کمپیان پیل شو چې باور کیده د طالبانو او نورو توندلارو ډلو سره یې تړوا درلود، هغه مهال، هغه عملیات چې وژل به پکې وشول د د امریکایانو له لورې بریالي بلل کیدل. په دوه زره لسم کې امریکایي جنرال په کابل کې یو شمیر دیپلوماتانو ته وویل چې حالات ددوی په لور اووښتونکي دي. پیتریوس دوی ته د هغه په کابل کې یو شمیر دیپلوماتانو ته وویل چې حالات ددوی په لور اووښتونکي دي. پیتریوس دوی ته د هغه 365 کسانو نوملړ وښود چې د عملیاتو پر مهال یې له پښو غورځولي و، دې کار د یو شمیر لویدیځ دیپلوماتانو په وړو کې شګه مالومه کړه او د پیتریوس څخه یی ناخوښي څرګنده کړه.
 
وروستي برسیره شوي لاسوندونه د امریکا او ناټو له لورې په جوړ شوي نوملړ کې د هغه کسانو شتون ته اشاره کوي چې د شک په بنیاد نیول شوي دي، د بیلګې په ډول، په یاد نوملړ کې هغه افغان پوځي هم ځای لري چې په هلمند کې د ایساف په ځواکونو د حملې تورن دی، ایساف، افغان سرتیری حسین په دوه زره لسم کې د وژل کیدونکو کسانو نوملړ کې ور ګډ کړ.
 
ناټو ځواکونو د افغان سرتیري حسین د وژل کیدو په اړه له معما سره مخ شوي و، ددوی د څرګندونو له مخې، که حسین ووژل شي نو کیدای شي چې د وسله والو ځواکونو سره له یو ځای کیدو یي مخه ونیول شي، له بل لورې د حسین وژل هغه مهم مالومات هم له منځّع وړل چې شک کید ورسره وي. په یاد نوملړ کې د کسانو ورګډولو پروسې میاشتې په خپل بر کې نیولې، د شکمنو کسانو په اړه لمړی مالومات راټولیدل، تیلیفوني خبرې یې څیړل کیدې او انځورونه یې خپریدل، له دې وروسته به د ایساف کومندان په نوملړ کې د اچولو په اړه پریکړه کوله. ځینې کسان به په نوملړ کې اچول کیدل چې څار او توقیف یې اسانه شي. د همدې لاسوندونو له امخې، په دوه زره لسم کې ناټو ځواکونو د بلخ والي عطا محمد نور هم د وژل کیدونکو کسانو په نوملړ کې اچولی و.
ټولو هغه موټر چلونکو، ساتونکو، او نورو کار کونکو چې د عملیاتو پر مهال یې د ناتو سره کار کولو، د دښمن په سترګه ورته لیدل کیده. هغه کسانو چې د ناتو ځواکونو سره له نږدې کولو په دې اعتراف کوي چې له عملیاتو مخکې به ناتو ځواکونو د ملکي تلفاتو اټکل او محاسبه کوله.
د تیلیفون لوبه
د برتانوي څارګرې ادرې د یو راپور له مخې، لاسوندونه داهم څرګندوي چې د طالبانو یا د هغوی سره تړلو کسانو تیلیفوني شمیرو هم ځینې وخت د عملیاتو پيلولو ته لار هواروله. د طالبانو د تیلیفوني شمیرو څارل او په نښه کول د عملیاتو مرکزي برخه ګرځیدلې وه. دا راپور وړاندې کاږي چې کشفي الوتکو به تل هڅه کوله د کشفي وسایلو په مټ د طالبانو تیلیفوني شمیرې څار او په نښه کړي.
انګلیسي او امریکایي څارګرو ادارو د ټولو هغه تیلیفوني شمیرو لست جوړ کړی و چې شک کیده په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو له لورې کارول کیږي، دوی داسې یوه پرمختللې اله کاروله چې کله به د لست له شمیرو څخه کومه یوه فعاله شوه، څارګرو ته به یې خبر ورکو.
پټ  په جنګي او استخباراتي عملیاتو کې د بې احتیاطۍ یوه بیلګه رااخلي: ناتو د کشفي موخو لپاره د اواز پیژندنې له یو ماشین څخه کار اخیست، له وړاندې یې د هغه کسانو صوتي اوازونه په ارشیف کې ساتلي و چې نومونه یې د وژل کیدونکو کسانو په لست کې شامل و، که دوی به داسې کوم اواز کشف کړ چې په ارشیف کې له ساتل شویو سره به یې ورته والی درلود، په راتلونکو څلورویشت ساعتونو کې به هغه سیمه د بمبار یا برید لاندې راتله چې مشکوک کس به پکې و. د ملکي تلفاتو د پیښیدو او زیاتیدو یو ستر لامل همدا بلل کیږي.
دمخدره توکو سوداګري
د مخدره توکو په برخه کې هم  د نړیوالو ځواکونو دریځ هم له ستونزو ډک و. د امریکا د ملي امنیت ادارې د راپور له مخې، طالبان هر کال د مخدره توکو د قاچاق له لارې درې سوه میلیون ډالر تر لاسه کوي، په دوه زره اتم کې د ناتو دفاع وزیر د افغانستان په جنوب کې د مخدره توکو د قاچاق شبکه د خپلو عملیاتو قانوني هدف وګرځوله او ټول هغه کسان چې د مخدره توکو قاچاق کوي، د اوباما نوملړ ته یې نومونه رسول شوي و. له دې امله ناتو هغه بزګران هم د هوایي بریدونو هدف ګرځولی و چې یو لړ قانوني اندیښنې ترې راپورته کیدای شي. په دوه زره نهم کې د ناتو یو قومندان د یوې بیانیې د خپرولو په ترڅ کې خپلو ځواکونو ته امر کړی و چې د خپلو عملیاتو پر مهال هغه کسان هم په نښه کړي چې دمخدره توکو کښت کوي، دا مسئله د ناتو هیوادونو په منځ کې خورا ګرمه شوه، په ناتو کې یو جرمني جنرال د کښت کونکو او تولیدونکو په نښه کول غیر قانوني او نړیوالو حقوقو څخه سرغړاوی وباله. دې کړکېچ دې ته لاره هواره کړه چې د مخدره توکو تولیدونکي له عملیاتو پرته جلاجلا په نښه کړي.
په افغانستان کې میشت ناتو غړي هیوادونه د استخباراتي موخو لپاره د یو بل سره د یو بل سره تیلیفوني اړیکي او شمیرې شریکوي. د جرمني د بهرنیو استخباراتو ادارې یو کارکونکی دا مني چې په افغانستان کې یې داسې یو پروګرام پلی کړی چې د استخباراتي موخو لپاره د شکمنو کسانو د تیلیفوني اړیکو او شمیرو سره تړاو لري مګر دا هم وایې چه له دوه زره پنځم را وروسته یې د هدفي وژنو په اړه چاته مالومات نه دي ورکړي.
قانوني پایلې
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له لورې د هدفي وژنو مسئله خورا پیچلې ده. ددې مسلې په اړه جرمني له خورا محتاط دریځ څخه کار اخلي. کله چې د ناتو مشري د جرمني په غاړه وه نو لمړی به یې د شکمنو کسانو په اړه مالومات راټولول بیا به یې په جرمني کې ناتو د ګډو عملیاتو یوې ادارې ته استول له هغه وروسته به د جرمني دفاع وزارت ته استول کیدل. د شکمنو کسانو په اړه د جرمني د حکومت دریځ دا و چې، تر څو یو کس په بهرنیو ځواکونو د برید په اړه قومنده نه وي ورکړې او یا په برید کې برخه نه وي اخیستې، نوم یې باید لست ته پورته نشي. جرمني په وار وار خپلو متحدینو ته ویلي چې د اوباما له لست څخه د شکمنو کسانو نومونه لیرې کړي. په دوه زره لسم کال کې د 744 کسانو له لړ څخه یوازې یوولس یې د افغانستان په شمال کې و چې د ټولو کنترول د جرمني په غاړه و. د جرمني یو متقاعد جنرال رام و ایي: مونږ غوښتل په افغانستان کې د ثبات لپاره ماموریت وکړو مګر امریکایانو جګړې ته لاس واچو.
د اوباما په لست کې داسې کسان هم په نښه شوي چې په پاکستان کې میشت دي، له امله د بشر د حقوقو اداره په دې برخه کې د انګلستان د حکومت په ضد د قانوني کړنو په اړه فکر کوي. انګلستان په وار وار ویلي چې دوی په پاکستان کې ډرون بریدونه نه کوي، د رابرسیره شویو لاسوندونو بله مهمه برخه دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړه د مخدره توکو په ضد مبارزې سره ګډه شوې وه همدا لامل دی چې په اړه یې قانوني اندیښنې په ځای پاته دي.
یاد لاسوندونه دایساف ځواکونو ته وړندې شوي تر څو خپل نظر پرې څرګند کړي مګر ډډه یې ترې کړې.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې د دوه زه نهم کال یوه څیړنه وایي چې هدفي وژنو په نړیواله کچه امریکا له ترخې تجربې سره مخ کړې، په ځانګړي ډول د طالبانو د نښه کولو په اړه وایې چې قومي او ارتجاعي جوړښت او مرکزي مشرتابه یې هغه لاملونه دي چې په اړه یې زمونږ تګلاره ګټوره نه وه.