کرزی: افغانستان، د پاکستان لاس ته غورځي

 
سرچینه/ ګارډین
 د نوي حکومت له راتګ سره د پاکستان په اړه د افغان حکومت بهرنۍ پالیسي د ستر بدلون په درشل کې ده. په اړه یې  د غبرګون په ډول، کابل میشتي سیاستوال او سیاستپوهان ډول ډول نظرونه وړاندې کوي. یو شمېر، پاکستان سره د ولسمشر غني نږدیوالی په افغاني حالاتو کې د پاکستان د روان څلویښت کلن رول له سترګو ګوري، یاده طبقه پاکستان سره د نرمې لار معاملې ته دومره خوشبین نه دي او انګیري چې په افغانستان کې پاکستانۍ ادارې ته د سرې قالینې غوړول له خطره ډک ګام دی. دویم لوری په دې اند دی چې د سیاسي ډینامیزم تقاضا داده چې د تیر حکومت برعکس، اوسنی افغان حکومت باید پاکستان سره په اړیکو کې له سره غور وکړي. ددو په اند، پاکستا اوس خپلو کورنیو حالاتو مجبور کړی چې افغانستان سره صادقانه چلند وکړي. په ټولیز ډول، د پاک ـ افغان اړیکو سړښت او ګرمښت یوه پیچلې موضوع ده چې پخواني ولمسشر کرزي له ګارډین ورځپاڼې سره په لاندې مقاله کې سپینه کړې.
پخواني ولسمشر کرزي ګارډين ورځپاڼې سره په څرګندونو کې په پاکستان باندې د ولسمشر غني زیاتیدونکې اتکا او د پاکستان له لرلیده د سولې د پروسې چلولو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه.
ښاغلي کرزي، ګارډين سره په مرکه کې زیاته کړه چې د ګاونډیو فشار ته سرټيټاوی به د برتانوي ښکیلاک او د شوروي پوځي چپاو په ضد د افغان ولس تاریخي هڅې بې مانا ثابتې کړي،(افغان ولس تیره نیمه پیړۍ لګیا دی خپلې ازادۍ لپاره قرباني ورکوي).
ښاغلی کرزی داسې مهال ورته څرګندونې کوي چې ځایناستی ولسمشر غني لګیا دی طالبانو سره د سولې په اړه د خبرو په موخه د پاکستان سره د افغان پیچلو اړیکو په اړه له سره فکر کوي. ولسمشرغني په وروستیو کې پاکستان ته یو لړ اقتصادي او نظامي امتیازونه وکړي چه له امله یې ښاغلی کرزی خورا اندیښمن دی.
ښاغلی کرزي زیاتوي: مونږ د پاکستان سره دوستانه اړیکې غواړو مګر هر څه مو باید د پاکستان له کنتروله بهر وي.
ښاغلی کرزی او س هم د افغاني سیاست په منځ کې قرار لري او پاکستان سره د معاملې په برخه کې ډيری همدریځّي لري، له همدې امله ډيری په دې اند دي چې ولسمشر غني د ښاغلي کرزي دریځ او فکر له پامه نشي غورځولی. د مرکې په ترڅ کې ښاغلي کرزي زیاته کړه: مونږ باید هغه ګانډیو هېوادونو ته پوځیان د روزنې په موخه واستوو نه چې په بدل کې ځانمرګي برید کونکی رالیږي.
ښاغلی کرزی اوس هم د مشرتابه د مهال په څېر هره ورځ حکومتي چارواکو، سفیرانو او د هیواد له ګڼو برخو د قومي پلاو سره ګوري. ولسمشر غني سره د مخالفت په اړه، ښاغلي کرزي هغه اوازې رد کړې چې ګوندې د اپوزیسیون محوري کړۍ ده. په دې اړه ښاغلی کرزی وړاندې وایي چې: د ولسمشر غني سره په ځینو مواردو کې اختلاف لرم.... مګر د حکومت ملاتړی یې یم. د ملاتړ د څرګندولو په لړ کې ښاغلي کرزي د ولسمشر غني په هغه پریکړه نیوکه وکړه چې له مخې یې تیره میاشت پاکستان ته پوځي سرتیري د روزنې لپاره استولي و. ښاغلي کرزي د خپل مشرتابه پر مهال هند ته یو لړ افغان پوځي سرتیري د روزنې لپاره استولي و، په غبرګون کې یې یو شمېر پاکستاني جنرالانو انګیرل چې هند، افغان ځواکونو ته پاکستان ضد ذهني روزنه ورکوي.
تیره اوې د پاکستان پخواني دیکتاتور مشرف ګارډين سره په مرکه کې په دې خبره اعتراف وکړ چې د پاکستان څاګرې ادارې طالبانو سره اړیکې لري او په افغانستا کې یې د هند سره په نیابتې جګړه کې کاروي.
د مشرف یادې خبرې د هغه عقیدي د پیاوړتیا څرګندوی کوي چې له مخې یې پاکستان غواړي افغانستان، هند سره له نږدې دوستۍ لیرې وساتي.
ښاغلی کرزی وایي چې:  زه تشدد نه خوښوم، مونږ به اوس په خورا ښه حالت کې و کچیرې مو د شوروي په ضد جګړه نه وه کړې. نوموړی په کلک ټینګار سره وایې: که مونږ په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کنترول له لاسه ورکړ، نو د برتانوي ښکیلاک او شوروي په ضد به مو مقاومت په اوبو لاهو کړی وي.
ښاغلي کرزي ته نږدې کړۍ، د پاکستان په اړه د ولسمشر غني تګلاره ننګوي. داکتر سپنتا د کرزي د ملي امنیت سلاکار وایې چې د پاکستان په اړه د ولسمشر غني وروستۍ پالیسي هغه دښمن ته د سر ټیټولو په مانا دي چې په هیڅ صورت به خپله تګلاره بدله نه کړي.
د پاکستان په ټس کې د هند یو خواته کول هغه ګام دی چې ښاغلی سپنتا یې هیښ کړی. د دوی په اند، ولسمشر غني پاکستان ته په پوځي برخه کې ستر امتیازات ورکړل مګر په بدل کې یې هیڅ نه دي تر لاسه کړي. د پوځي لورینې په برخه کې ولسمشر غني ختیځ افغانستان ته د طالبانو د پاکستاني تحریک د ځپلو لپاره افغان پوځ واستو مګر په عین حال کې افغان طالبان د پولې دې غاړې ته تر اوسه امنیتي ستونزې زیاتوي.
د ښاغلي کرزي د کابینې یو پخوانی غړی زیاتوي چې په کابل کې  د څارګر مشر رضوان اختر او غني تر منځ لیدنو کتنو هیښ کړی. د پاکستاني پوځي مشرانو او غني تر منځ د لیدنو وروستۍ لړۍ ښاغلی کرزی هم هیښ کړی.
په افغانستان کې د پاکستان په اړه زیاتیدوکې کرکې او بې اعتماد ۍ ولسمشر غني دې ته اړ کړی چې د پاکستان په اړه خپله وروستۍ تګلاره بریالۍ وښيي.
 له بل پلوه د ملي وحدت حکومت هم ولسمشر ته سردردی جوړ کړی، د (جلالتمآب) عبدالله او غني تر منځ د چوکیو ویش ددې لامل شوی چې له دواړو څخه یو اندازه مافیایي ملګري خفه شي.
ولسمشر غني په پاکستان خپله اتکا زیاته کړې تر څو خبرو ته د راماتولو په پار په طالبانو د پاکستاني نفوذ څخه کار واخلي. د ښاغلي کرزي د سیاسي کړیو څخه د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر دوادزی وایي چې د سولې په موخه د غني له لورې د پاکستاني لورې هڅولو ګام یو زړه ور ګام دی مګر ولسمشر غني به په دې  ونتوانیږي چې په مټ یې د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون راولي. د ښاغلي عمر په اند، ولسمشر یو لړ بیخونده ګامونه پورته کړي چې افغان ولس یې پایلې ته اتنظار باسي.