
سرچینه/ ډان ورځپاڼه
چین ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال چینایي مشرتابه د افغان ــ سولې یقیني کیدو په اړه د داسې یو فورم د جوړیدو وړاندیز وکړ چې په مټ به یې د افغان طالبانو او حکومت تر منځ خبرو ته لار هواره شي. چین په سیمه کې د ښکیلو لوبغاړو په نبض پوه شوی، چین په دې هم پوه شوی چې په نږدې ګاونډ کې یې بنسټپالنۍ ته د سیستماتیکې هڅو له لارې وده ورکول کیږي. ښایي بیجنګ په افغانستان کې د سولې و ثبات په اهمیت له نورو زر پریکړې ته رسیدلی وي له همدې امله یې د افغان معضلې د نورو ورځ چارو اړخونو په ضد، پتیلې چې د خپل ناکراره ګاونډ په اړه له ریالیستیکي دیپلوماسۍ کار واخلي.
د رویتر خبري اژانس داسې اسناد تر لاسه کړي چې پکې د افغانی سولې او پخلاینې په اړه د فورم جوړولو غوښتنه شوې چې په مټ به یې د سولې خبرو لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او طالبانو له لورې پلاوي ټاکل کیږي. د چین یاد پلان دترکیې په استانبول کې د ناټو ځواکونو وتلو ورسوته د افغانستان د راتلونکي په اړه یو کانفرانس کې رابرسیره شو. د ترهګرۍ په ضد جګړه له اوله په ښه نیت نه وه پيل شوې، که څه هم روان څوارلس کلونه په افغانستان کې د طالب او القاعده د ځپنې په موخه جګړه په لار اچول شوې مګر د افغان چارواکیو په ځانګړي ډول د پخواني ولسمشر کرزي په وروستیو څرګندونو کې په ډاګه شوه چې یاده جګړه د (فرصتونو جګړه) ده. له څوارلس کلونو وروسته هم ګواښ ژوندی پاته دی؛ افغان دولتي تاسیسات، چارواکي او عام وګړي لا هم د بریدونو ستر زیان ګالي.
د افغاني سولې اړوند په اړه د چینایی مشرتابه دنوښت په اړه څه ویل له وخته وړاندې کار دی چین په سیمه کې د ستر برم او دریځ لرونکی هیواد دی له همدې امله یې د افغاني معضلې په هکله نوې ستراتیژي افغانستان لپاره د ښه راتلونکي زیره له ځان سره لري.
ولسمشر غني اوس د حالاتو په ارزولو لګیا دی او د چین وروستۍ هڅو ته د پاکستان او طالبانو د غبرګون ارزونې ته نور وخت غواړي، له دې امله د چین یاد وړانديز تر اوسه په رسمي بڼه نه دی اعلان شوی.
د ولسمشر غني سلاکار داود سلطانزي په اند، د چین وروستۍ هڅه په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره ډیر زیات مهم ګام دی؛ نوموړی زیاتوي، چې ټولې ښکیلې غاړې سره راټولې شوې، بیا به په مناسب وخت کې په ګډه د کار کولو پلان رسما اعلان کړو.
چینایي مشرتابه وایي چې بیجنګ په دې ډول نه غواړي په افغانستان کې د لویدیځ رول تر لاسه کړي. ددوی په اند، چین له وړاندې په افغانستان کې د مالي ملاتړ، مخدره موادو سره د مبارزې او د تیلو او مسو د استخراج د هوکړه لیکونو په مټ ځان ته د پښو ځای پیدا کړی.
چین او افغانستان د یوې کوچنۍ تړانګې په مټ له یو بل سره نښتي چې د زیربناو په رغښت سره د دواړه ملکونو تر منځ اوسني اړیکې نورې هم پیاوړې کولای شي مګر چین په سیمه کې له وروستيو ناکراریو ځکه ویریږي چې کوردننه له وړاندې لا د یغور بیلتون غوښتونکو سره په ستونزو کې ښکیل دی. چین له دې هم اندیښنه لري چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې ځای په ځای شوي اورپکي د افغاني خلا په ډکولو سره د چین ناکراري نوره هم زیاته کړي.
داسې ویل کیږي چې په سلګونه یغور اورپکي د افغانستان او پاکستان تر منځ اوس هم ساتل او روزل کیږي له دې امله د چین وروستي نوښت یغور ــ پالي کړۍ خوار هیښې کړي.
په افغان پلاوي کې یو استازي (؟) رویتر ته د نوم نه څرګندولو په شرط د یاد وړاندیز یوه کاپي استولې ده، د وړاندیز له متن څخه مالومیږي چې په دې برخه کې د چین دریځ خوار مثبت دی او غواړي که افغانستان تیار وي نو چین به طالبان د خبرو لپاره بیجنګ ته وغواړي. په متن کې چین، افغانستان او طالبانو ته د خبرو د منځګړتوب وړاندیز کړی.
افغان لوري تل په افغانستان کې د ناکراریو پړه په پاکستان اچولې له دې امله افغان چارواکي غواړي چې پاکستان ديته رامات کړي ،چې د یادې هڅې څخه پوره ملاتړ اعلان کړي. په خبرو کې د چین منځګړتوب افغان لوری هیله من کړی چې اسلام اباد به له خپل اوسني دریځه راوګرځوي.
د ولسمشر سلاکار اودو سلطانزوی وایي چې، چین ته له دې وړاندې هم په افغاني معضله کې د مهم لوبغاړي په حیث د رول وړاندیز شوی و، ځکه چین د افغانستان په ثبات کې ستره ګټه لري او په دې سربیره، د نورو هیوادونو په پرتله یې په پاکستان زهر ښه چلیږي.
تر اوسه چینایي چارواکو د ښاغلي سلطانزي په خبرو کومه تبصره نه ده کړې مګر په افغانستان کې د چین سفیر روانه اونۍ په کابل کې د سولې د پروسې په ملاتړ زور اچولی.
له بل پلوه پاکستان وایي چې پخوا هم له د سولې راوستلو په برخه کې د چین او نورو سره ملاتړ ته تیار دی مګر له هر څه وړاندې باید د نوې پروسې جزیات روښانه شي. اوسمهال د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه ډول، ډول ارزونې رامنځته شوي؛ داسې ویل کیږي چې افغان ځواکونه اوسمهال د افغاني جغرافیي په ساتلو کې له سترې ننګونې سر مخ دي له همدې امله سوله هغه یوازینی فکتور دی چې افغان حکومت یې د ناټو له وتلو وروسته د خپلې بقا لپاره مهم بولي.
شنونکي وایي چې چین به له دې امله د سولې د پروسې په وړاندې وړلو کې بریالی شي چې د پاکستان سره نږدې اړیکې لري.
د افغاانستان دشنونکو د ګروپ یو تن توماس وایي: داسې کوم ضامن شته چې د حالاتو د بدلیدو په اړه څه ووایي، مګر ډيری دې خبرې هیله من کړي چې اوسمهال د پاکستان او چین اړیکې د پاکستان او امریکا د اړیکو په پرتله ډيرې ښې دي. د طالبانو ویاند په دې مقاله باندې د نظر ورکولو څخه ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې لمړی یې سیاسي مشرتابه یاده مسله پخپلو کې څیړي.