داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(17)

 
v     دابو قتاده او ابو حمزه  ترمنځ اړیکې او مناسبات څرنګه وو؟
v     د دوی  ترمنځ شخړه او سیالي وه،چې  له شمالي افریقا څخه نوي جنګیالي دځان لپاره راجلب کړي ، په ځانګړې توګه الجزایري ځوانان،چې  دجعل او تزویر په برخه کې  یې وړتیا درلوده. له دواړو ،چې کوم وګړي راچاپېره و ډیری یې دالجزائر و او دبانکي کارتونو په جعل او تزویر کې یې پراخه لاس درلود. که کله به مو وغوښتل ،چې له بازاره یو کمپیوټر راونیسئ دوی به هماغه کمپیوټر په  نیمه بیه در کاوه ځکه دوی  دبانک جعلي کارت  کاروه.
ځینې وخت به یې  پوره خوړنځای درباندې په نیمه بیه خرڅاوه. دوی  یو شمېر فرانسوي خالي پاسپورټونه درلودل  ، په لندن کې دالقاعده یو مشر  دیو ماهره کمیشنکار  له  دسویلي افریقا له پنځوسو ډېر اصلي پاسپورټونه  تر لاسه کړي وو، دا له ایټالوي او فرانسوي جعلي پاسپورټونو سربېره خبره ده.
په اروپا کې  دالقاعدې یو ځوان غړي  په خپل جعلي فرانسوي پاسپورټ  ځانته بانکي حساب پرانېستې و، ټول مالومات یې هم خپله ورکړي و، او ښه موده یې  خپل بانکي حساب  په سمه توګه  کارواه، ان،چې  بانک پرې باور پیدا کړ  او ATM کارت یې هم ورکړ ، دا ځوان  پورته شو  یو شمېر ګرځنده ټیلفون  یې په قسط واخستل ، بیا یې له بانک پور واخیست بېرته یې ورکړ ، دیو کال په ترڅ کې یې خپل ټول حسابونه پاک کړل ،له دې  وروسته یې خپل کار وکړ او له  بانک څخه یې نږدې 60 زرو پونډو قرض  واخیست او تری تم شو ، بانک یې لټون پیل کړ کله،چې یې رسمي کاغذونو ته  مخه کړه  ګوري،چې دې ځوان  په  خپل جعلي فرانسوي پاسپورټ  په بانک کې د(غنیمت ) په نوم حساب پرانېستې دی او خپل دویم یې  ( یا کفار) ورکړې و ، دوی بیا په ګرده فرنسه کې  د( ای کافرو! غنیمت / غنیمة یا کفار) لټوه ، خو نه پیدا کېده.
v      د دریو هغو اتومي بمونو کېسه څه ده،ویل کیږي ،چې القاعدې له روسیي مافیا څخه رانیولې وو؟
v     هو دا رښتینی کېسه ده.  دالقاعدې دجنګیالیو ترمنځ دا خبره منل شوې وه،چې  القاعدې  له روسیي مافیا څخه  درې اتومي بمونه  هر یو په لس ملیونه ډالره رانیولي و ، پردې سربېره یې پنځه ملیونه  ډالر  نور هم ورکړي و،چې  دا بمونه  په قاچاقي توګه  د دوی  راورسوي دا ټول 35 ملیونه ډالر کېدل . دا بمونه  بیا افغانستان ته  راوړل شول، ابو عبدالعزیز دالقاعدې دکیماوي وسلو کارپوه و، نوموړی او ابو خباب دواړه  بیا دپاکستاني استخباراتو له مامورینو سره ولیدل ځکه دوی اوریدلي و،چې القاعدې  دا بمونه  تر لاسه کړي دي. په 1997 ز کې دا خبره رسوا شوه،چې دا بمونه  افغانستان  راوړل شوې دي . ابو خباب  هغه مهال راته وویل :  القاعده باید له  پاکستاني اتومپوه څخه مرسته وغواړي او دا کره کړي،چې دا اتومي دي او کنه ؟  
v     دا پاکستانی کارپوه بیا راغی ؟
v     موږ ته ویل شوي وو،چې دا پاکستانی اتومپوه په 1999 ز کې  له خپلو ځینو وسایلو سره افغانستان ته راغلې و او دا یې کره کړې وه،چې دا اتومي کوپړۍ دي  اود SS4 توغنديو پر وسیله  لیږدول کېدای شي. 
ما له ابو خباب  پوښتنه وکړه،چې  ایا دا سمه ده ،چې القاعدې اتومي بمونه  تر لاسه کړي دي؟  هغه راته وویل : " هو ما هم اوریدلي دي او د35 ملیونو ډالرو په اندازه یې دا سودا شوې ده او ایمن الظواهري  دچیچنايي مافیا له لا رې  دا سودا کړې وه نوموړی ،چې کله په داغستان کې بندي و هلته یې  له دی مافیا سره اړیکې جوړې کړې وې "
v     ایا تاسې دا اتومي بمونه  لیدلي و؟
v     نه
v     ابو خباب لیدلي و؟
v     ما هم ورڅخه دا پوښتنه کړې وه ، ځواب یې دا و،چې نه ، خو ټینګار یې داو ،چې  ځینو باوري سرچینو راته ویلي و، ایمن الظواهري دا سودا کړې وه بیا مې ورڅخه وپوښتل ،چې موږ اتومي بم لرو ؟ ځواب یې داو،چې  ( تر لاسه کړې یې دی)، خو که القاعدې لېوالتیا درلوده،چې دا وکاروي  له وسه یې پوره نه وه ،چې انفجار ورکړي، که چیرې  یو دودیز بم  داتومي هغه په څنګ کیږدې ،چې انفجار وکړي ، خو اتومي بم  نه چاودیږي، ځکه هغه ځانګړې ټیکنالوژۍ ته اړتیا لري،چې القاعدې نه وه تر لاسه کړې .
v     ددې سودا څارنه چا کړې وه ، چا ترسره کړه ؟
v     دبن لادن او الظواهري تر څارنې لاندې  ابو عبدالعزیز المغربي ددې دوسیې مسوول و .
v     دا بمونه اوس چیرې دي ؟
v     دالقاعدې جنګیالي وايي : دا بمونه واشنګټن ، نیویارک  ته لیږدول شوي دي ، دا اسانه ده ، دیوه بم اندازه  دیو کوچنی یخچال هومره وي .
v     ددې وسلو له ترلاسه کولو څخه دالقاعدې موخه څه وه؟
v     القاعدې فکر کاوه که چیرې اتومي وسلې تر لاسه شي امریکا ته به یو برید وټاکل شي ، که چیرې امریکایان له دې برید پښه رااړوي  او پر کوم اسلامي هېواد اتومي برید وکړي  القاعده به ورته غبرګون ورته وښايي . دا خبرې مو له ابو خباب څخه اوریدلې وې(  ددې وسلو موخه  دامریکا دبریدونو ستراتیژیک مخنیوی و).
v     دمیکروبي وسلو په اړه  څه مالومات لرې ؟
v     د القاعدې دمیکروبي وسلو پروګرام (اسطوره ) ده یوازې پر کاغذ یې یادونه شوې ده. دالقاعدې کارپوهان نه دي توانیدلي،چې دا ډول میکروبي وسلې جوړې کړي ځکه دا پرمختللو لابرتوارونو ته اړتیا لري ،چې دوی یې نه درلودل او بل دوی ډاریدل ،چې دا وسلې نه شي کنترولای . دالجزائر  په یوه څمڅه کې  دالقاعدې 48غړي  پر طاعون ناروغۍ اخته شوي وو او لامل یې داو ،چې دوی هڅه کوله،چې دا میکروبي وسلې جوړې کړي. د روزنې او تمرین پر مهال به ابو خباب ویل : موږ میکروبي وسلې نه لرو ځکه کنترول یې سخت کار دی، هغه به په نظري توګه موږ ددې وسلو په اړه مالومات راکول، نوموړي به له دیني اړخه  میکروبي وسلې  په ځمکه دفساد او نسلوژنې پر مانا تعبیرولې.
v     ایا ابو خباب  دچاودیدونکو او کیمايي وسلو دجوړولو وړتیا درلوده؟
v     هغه به  ویل : د دودیزو او کیماوي وسلو کنترول اسانه دی او کولای شې،چې یو ټاکلي ځای ته یې ولیږدوي ، خو میکروبي وسلې بیا داسې نه دي په ډېره اسانۍ له یوه کس څخه بل هغه ته سرایت کوي.
v     ایا القاعدې دا ډول وسلې کارولې دي؟  
v     هو ، القاعدې درې ځل په عراق کې د الزرقاوي او ابو حمزة المهاجر تر څارنې لاندې کلورین ګاز  کارولې ،وروسته بیا غربي استخباراتو له پټو لارو ورته  ګوتڅنډنه وکړه ،چې موږ  ستاسې پرضد تر اوسه دا ګاز  نه دې کارولې نو تاسې یې ولې کاروئ؟ 
v     ایا د القاعدې او لویدیز استخباراتو ترمنځ دوسلو دکارونې په برخه کې  کومه موافقتنامه وه که څنګه ؟
v     هو ، دا دلیکونو دلیږد رالیږد ترکچې موافقتنامه وه .
v     دا لیکونه څرنګه  تبادله کېدل ؟
v     (خاندي)
v     تاسې به دا چاره ترسره کوله ؟
v     دتبادلې لپاره ډېرې لارې وې .
v     خو القاعدې  داتومي وسلو پر رانیولو سره دا موافقتنامه  ماته کړه ؟
v     القاعدې نیت نه درلود،چې اتومي وسله وکاروي ، بلکې غوښتل،چې دنورو دبریدونو مخه پرې ونیسي په بله مانا دوسیلې کار ترې اخستت ، خو په نیویارک  کې دالقاعدې یوه ډله وه په 2003 ز کې یې غوښتل،چې په همدې ښار کې پر میټرو برید وکړي  او د(المبتکر) په نوم وسله ،چې القاعدې جوړه کړې وه وکاروي، خو الظواهري یې مخالفت وکړ ، ده فکر کاوه،چې بیا به جګړه بله بڼه  غوره کړي. او (المبتکر) وسله  خو پراخه ویجاړونکې ده  الظواهري  ویل : موږ دې پړاو ته نه یو رسیدلي،چې دا ډول وسلې وکارو . پر میټرو دبرید لپاره پلان جوړ شوې و ، خو بیا وروسته  وځنډول شو.
v     ایا القاعدې داروپا هم کوم پلان درلود،چې تاسې بیا رسوا کړې وي؟
v     هو، دالقاعدې یوه ډله وه دوی غوښتل،چې داروپا په پرمختللو سیمو کې دبډایه خلکو موټرونه زهرجن کړي  دوی غوښتل،چې ځینې زهري مواد دموټرو په دستګیرکې ځای پر ځای کړي.
v     دا مو څرنګه کشف کړل؟
v     نشم کولای ،چې درته ووایم ، خو دالله په فضل  رسوا شول دا دالله  پیرزوینه وه ، زه په هماغه ځای او هماغه وخت کې وم او ددې عملیاتو مخه مې ونیوله ، کومو کسانو،چې ددې کار نیت درلود ونیول شول او جریمه شول ، دا 2005-2004 ز ترمنځ خبره وه.
v     کومه جایزه / انعام دې تر لاسه کړ؟
v     هو ، په  ګرانبیه  هوټل کې یې راته  یوه ماښامنۍ میلمستیا راکړه، زه دپیسو دومره شوقي نه یم  او نه دپیسو په کېسه کې یم ، زما میاشتینی معاش له 1700 امریکايي ډالرو څخه ډېر نه و .