وطن

اې وطنه ستا د نومه قربانېږم
كه هر چېرې يم په تا باندې نازېږم
چې دې هر ځاى كې نوم اورم هوس راشي
دومره غټ شم چې جامو كې نه ځايږم
د ستا دښتې او خړ غرونه طلايي دي
ځكه هر ميدان كې زه له تا زارېږم
تا به ساتم كه مې سر درباندې ولاړ شي
پيره دار غوندې له تا به راتاوېږم
كه د روس او امريكا گولۍ و اريږي
زه افغان سرباز له هېچا نه و ېرېږم
پښتنې مور مې دي ننگ شيدې راكړي
ستا لپاره به په هر مو رچل ورخېږم
د نيكونو كارنامو ښه درس راكړى
دا ولس دښمن ته مخامخ د ا رېږم
زه افغان يم خپل ناموس راباندې گران دۍ
گاونډو سره په رمز كې به چا لېږم
زما مېنې ماتې گوډې لوټې لوټې
ته چې ورانه وې زه كله ابادېږم
زيا ر اوباسم چې ښه علم او هنر زده كړم
د و اړو زا ړو هر درد ته به رسېږم
وياله پورته كړه لاسونه پاك الله ته
كور مو جوړ كړې چې نور زه هم ورستانېږم