پښتون ته

د غرور ډكه ميليته
جگې جگې شمبلې څه شوې
د نيكو غيرت مو څه شو
د جرگو فيصلې څه شوې
دا دى كور ته پرادي راغلل
د كورونو لټول كړي
خپل پرادي په راكټ ولي
د خټك سل سلې څه شوې
په ميراث دې بل څوك ناست دي
تاريخونه يې ټول تور كړل
ستا يوالي ته گواښ دى
افغاني قافېلې څه شوې
د امان نهضت ورانگر و
بيا موقع كړله تر لاسه
كابل جان خاورې ايرې شو
جگې جگې بنگلې څه شوې
تمدون واړه تالا شو
شوې كوڅې په مړو ډكې
چې مو دار ته خېږول پرې
اوس هغه غرغرې څه شوې
چې دې واك په كورسۍ كيني
بيگانه راولي كور ته
په ناموس ورته بند نه دي
د قران فيصلې څه شوې
پښتنو وروري كړه خرڅه
په خپل منځ كې سره وژني
غليمان ترې گټه اخلي
د غيرت ولولې څه شوې
سره تنكي زلميان مړه كيږي
په ناحق ځانونه وژني
پښتني غرور ويده دى
د جهاد غلبلې څه شوې
د لښكر په سر كې تلل چې
انگريزان يې وو شړلي
چې خاور يې لړزولو
اوس هغه زلزلې څه شوې
په خپل لاس مو هر څه وركړل
ورورولي برابري وه
چې د خوبه مو بيدار كړي
اولسي نغارې څه شوې
چې قدرت يې كړ تر لاسه
ورورولي شوله ترې هېره
ستا د كور بېلول غواړي
توري زغرې وسلې څه شوې
پښتنو وروڼو هوښيار شى
د نيكو كارنامې ياد كړى
وياله زړه دې چې پرې سوړ شي
آخوږې خاطرې څه شوې