نور مې مه وله په غشو سر په سر
ټول زخمي دې كړم په زړه او په ځيگر
ليونى شو رانه جوړ سر په بيديا يم
خوار او زار يم په خپل ځان نه يم خبر
د پوښتنې څوك مې نشته دي هېڅ چېري
رنگ مې زېړ شو رنځور پروت يم په بېستر
گوښى تشى په خيالونو كې ډوب شوى
خلاصوى نشمه ځان په هېڅ هنر
خداى خو شته ده همېشه به داسې نه وي
كله رابه شي زموږ بڼ په سمر
چې مې ټول جايداد او سر ورباندې درومي
دې غمو ته مې وهلۍ دى ټټر
ډېر د لېرې مې يې وير شواخون په غوږ شو
چې اغيار ورته نيولۍ دى سنگر
گوره مه يې ځوراوه لار يې ايله كړه
نن مې يار دى زما خوا ته په سفر
اى ناصحه ته به څه هدايت راكړې
په ورځمه كه مې وي مخ كې خطر
وياله پيغله چې ز خمونه مودار وكړي
راراوانه شوه ستا لورته په چكر
وروستي