د ستا په ياد-غزل

زما ښكلې شپې او ورځې مې يادېږې
په خيالونو كې مې سترگو ته گډېږې
كه غمونه او سختۍ راباندې راشي
بده ورځ كې مې دردونو ته رسېږې
زه كه لېرې يم له تا نه هېر دې نه يم
د همځولو سره ما باندې غږېږې
كله كله دې چې بل څوك ازرده كړي
نو زما له څنگه هم غلې تېرېږې
جدايۍ غوندې درد ټول جهان كې نشته
دغه ته يې چې په درد مې نه پوهېږې
اې زما د اميدو د گلو باغه
منتظر يم ته به كله غوټۍ كېږې
دا كجكول په لاس ديدن ته دې چې راشم
خير بهانه كړې زما مخ ته ودارېږې
د خندا ورځې مې هم رانېږدې شوي
خوشحالى كې به مې ته هم وناڅېږې
ښه پوهېږم مخامخ به غېږه راكړې
زړه وره يې له هېچا نه شرمېږې
پيغلې بوى دې د عمبر لېونى كړم
چي نڅا كړې په كټ كټ راته خندېږې
كه دې هېره كړم الله به نارضا شي
ځكه هر وخت مې خوبونو كې ياديږې
چې سوالونه دې كول جماعت كې پروت وې
زه پوهېږم چې مقصد ته به رسېږې
نجلۍ راغله وياله ستا پوښتنه كاندي
گنې نن سبا كې ته هم كوژده كېږې