د تېلو بادشاهان (۲۶برخه)

 
یو عصباني یا لیوني وروستني غورځونه
د کیسنجر ضعیف دریځ او نا امیدي په میلیونونو امریکایانو د تېلو د بندیز د لومړني اغېز ښکاره بېلګه بلله چې د دوی په خبره احساس شوه. د مسچوسیت په ایالت کې د ښوونځي یوه مدیر وویل: « د انرژۍ بحران لکه د واټرګېټ مسئلې په څېر کړکېچنه پېښه وه. موږ په دې پوهېدو چې یو څه ګډوډ دي، خو موږ په دې پوره نه پوهېدو چې دا به څه شی وي.» ډرامټیک خبرونه وايي چې په تېلو بار ټانکرونه د ختیځو سمندرغاړو پر لور په حرکت کې وو، دوی د توفاني اتلانتیک له لارې امریکا خواته روانې. د امریکې ولسمشر نیکسون پر ملي تلویزیون را ښکاره شو او اعلان یې وکړ چې د اونۍ په وروستیو ۲ ورځو کې چې رخصتي وي خلکو ته به محدود اندازه تېل ورکوي. له کورونو بهر دې ټول غیر ضروري برېښنايي ګروپونه مړه وساتل شي او دا یې هم وویل چې په لویو لارو دې د موټرونو سرعت کم کړی شي. له دغو ټولو کارونه د نیکسون موخه داوه چې انرژي  او تېل بچت کړي او لګښت یې کم شي. په واشنګټن کې حکومت د یو پلان  اعلان وکړ چې د تېلو د تر لاسه کولو په برخه کې د ستونزو له کبله د بېړنۍ انرژۍ  د لرلو چاره په کې سنجول شوې وه او دارنګه یې د شخصي موټرونو په کارونو کې  د ۳۰ په سلو کې کموالی اعلان وکړ.
سپینې ماڼۍ د اکټوبر په میاشت کې د ورځني ژوند تېرولو د لګښتونو په کچه کې د ۹،۶ په سلو کې راغلي کموالي اغېزې ارزولې چې د تېلو د بیو د وروستي  لوړوالي لومړنۍ نیغې وې چې په امریکا یې سیوری غوړولی و. اټکل کیږي چې پر امریکا د تېلو لګیدلي بندیز په دغه هېواد کې  تېلو ته لږ تر لږه  اتلس په سلو کې اړتیا زیاته کړه او د دې لپاره چې امریکا په خپله کړې لاره خپل مزله ته دوام ور کړی وای په همدې کچه د تېلو کمبود ته اړتیا لیدل کېده. له اقتصادي اړخه داسې خبرداری ورکړل شو چې د تېلو د بندیز دوام  به په امریکا کې د بېکارۍ کچه د لوی خفګان د پیر کچې ته ورسیږي او د امریکا اقتصاد ته به لوی زیان ورسوي.  
د ۱۹۷۳ کال په نوامبر کې د لوېدیځ څراغونه مړه شول. د ګولډین ګېټ د پله نیمايي څراغونه مړه کړل شول او په واشنګټن کې تاریخي یادګارونه بند کړی شول. امریکایان د خپل ولسمشر په خواکې ودرېدل اوپه موقته توګه د واټرګېټ د ستونزې له کبله را منځ ته شوي تفاوتونه او اختلافونه یې یو خوا کېښودل او موخه یې داوه چې امریکا کې نوي رامنځ ته شوي وضیعت سره په ګډه مبارزه وکړي. ټکان ورکونکې کیسې داسې وايي چې د امریکا عامو اوسېدونکو د ډیرې اوږدې مودې لپاره خپله هیواد پالنه په ډاګه کړه. په امریکا کې د یوې لیسنس لرونکې فاحشې خانې مالک جیو کنفورټ چې په موستینګ رینچ سیمه کې وه د خپلې فاحشه خانې د ریسپشن خونه کې یې د هوا د یخوالي له کبله مېلمه پالنې ته ولاړو خپلو نجونو ته یې لارښوونه وکړه چې په نیکر بر سیره یو ډبل پتلون هم واغوندي او دارنګه یې د فحش خونې نورو ټولو کار کونکو ته د برېښنا د کم مصرف سپارښتنه وکړه او ګرمونکو توکو د کموالي له کبله یې کار له خنډ سره مخامخ شوی وو.
د تېلو بندیز په ډېره بيړه دا وېره رامنځ ته کړه چې دغه مسئله به نړیوال اقتصاد ته زیان ورسوي او تر اوسه د نړۍ اقتصاد د سمندرونو له لارې د تېلو په لېږد بارو بېړیو په بیرو بار پورې تړلې مسئله ده. په نړیواله کچه وېره پر خپل ځای پاتې وه، ځکه چې د تېلو کمپنیو  او حکومتونو تر منځ د تېلو د تولید او پلور مسئله د دوی په وروستي بندر کې چې د خبرو اترو په لاره تګ ورته شونی و هرڅه بند پاتې وو. په جاپان کې د لومړنیو اړتیا وړ توکو د کموالي له کبله د کورونو د ښځو لاریون په تاوتریخوالي بدل شو. د اوساکا په ایالت کې یوه ښځه د کاغذ تشناب د تر لاسه کولو لپاره په رامنځ ته شوي بیروبار کې مړه شوه. پر همدې مهال د بورې د ترلاسه کولو لپاره په ملي کچه لوی کمبود رامنځ ته شوی و او ډېرو خلکو د برېښنا د پرې کېدو پر اوازو خپل زړونه وخوړل.
په اېټالیا کې د ماهي نیونې کښتۍ په سواحلو کې دریدلې وې او د کرنې ماشینونه بېکاره شوي وو. لوېدیځ جرمني په خپلو ځینو فابریکو کې کار ګرو ته په لنډ مهالي ډول د کار د بندولو اعلان وکړ. د یکشنبې ( رخصتۍ) په ورځ په موټر چلولو لګول شوي بندیز په فرانسه، هالنډ او اېټالیې کې منفي اغیزې خپرې کړې. هر ې خواته او هر چیرته د انفلاسیون د ډېرېدو، د بیکارۍ د زیاتېدو او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو په اړه وېره خپره شوې وه او فابریکې د بندیدو په حال کې وې.  برېښنايي څراغونه د لندن په پیکادیلي سرکس کې مړه شوي وو او د ملکې الیزابت د لور شهزادګۍ اني واده له ډګروال مارک پیلپس سره د جګړې د مهال په څېر ناورین او بدبختۍ کې ترسره شو. د لندن یوې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې ولیکل چې « دا زموږ د نا سم یا تریخ ژمي دمخه وروستۍ لېونی وضیعت دی.»
د امریکا اقتصاد په هره برخه کې له لویو ستونزو سره لاس او ګریوان و . د وال سټریت د ونډو بازار له ۱۹۲۹ کال راهیسې په لومړي ځل په پرلپسې توګه له ماتې سره  مخ شوی و او هرڅه په کې بحراني وو. د ونډو مارکېټ په ۳ اونیو کې ۱۳۳ درجې را ښکته شوی و چې د یوې میاشتې په پای ته رسېدو سره ۸۵۴ درجې د ونډو بیې را وغورځیدې.  د کادیلیکس کمپنۍ د توکو بیې ۲۵ په سلو کې را ښکته شوې.  د ډیټریوټ د موټر جوړولو د شریکې فابریکې هرڅه دړې وړې شول او د جنرال موټور کمپنۍ اعلان وکړ چې په شمالي امریکا کې خپلې شپږ څانګې  بندوي. په کلیفورنیا ایالت کې د ستروس په نوم شرکت رپوټ ورکړ چې دوی ډېر لږ و ډیزلو ته اړتیا لري چې خپله غله دانه د ژمي له خرابیو وساتي خو دغه کم ډیزل یې هم نه درلودل. د اوسپنې ویلې کولو په فابریکو کې تقریبا ۱۰ په سلو کې د تېلو د لګښت کموالی د دې لامل شو چې ۴ میلیون ټنه د اوسپنې تولیدات یې کم او ۲۰ زره کسان به پکې خپلې دندې له لاسه ورکړي. 
امریکایان په دې پوهېدل چې که دوی په نړۍ کې یو دوست هم ولري چې دوی پرې د ناورین په حالت او بده ورځ کې حساب کولی شي  نو هغه به د ایران پاچا رضا شاه وي. د دغو غمونو په منځ منځ کې د ایران شاه یوه اعلامیه خپره کړه او په دغه اعلامیه کې یې د تېلو له عرب تولیدونکو وغوښتل چې پر لویدیځ د تېلو لګول شوي بندیز ته پای ورکړي. هغه وویل« تېل د ډوډۍ حیثیت لري، تاسو نباید د سولې پر مهال دغه ډوډۍ په خلکو بنده کړی. ولې تاسو غواړئ چې نړۍ په لوږه کې راګیر ووینئ » عربي دولتونو د شاه دغې غوښتنې ته غوږ ونه نیو. د ایران د بهرنیو چارو د وخت وزیر اردیشهر زاهدي وویل:« عرب دولتونه به موږ د زړه له تله ونه بښي، ځکه چې موږ غواړو دوی یوازې  په محاصره کې پریږدو. دوی دا سې نظر لري چې ایران د تېلو د بندیز د لګولو په برخه کې خیانت کړی.»