
اخ دا څـــه ښــــکلې دنیــا ده
ســـتر حکــمت او تمـاشــا ده
دا دنیــا څومـره ښــایسته ده
څومره ښکلي یې دي غـرونه
په هــر لــور یې بحــیرې دي
په هــر خــوا کې دریـابـــونه
اخ دا څنـــګه یــې فضــــا ده
ســتر حکــمت او تمــاشـا ده
پاس هــوا کــې زاڼـې لوزي
لاندې شــور کـوي سیندونه
چیرته پــټه پــه ځنــــګلونو
چیرته خـړ سپــيره ډاګــونه
دا د څـه شــي نه پیــــدا ده
ســتر حکــمت او تماشـا ده
د دنیا زړه کې سور اوردی
غېــږ کې وړي سمنــدرونه
د آســـمان لـویه سیـنه کې
په ګــډا ده خوري څرخونه
اخ دا څومـره یې ښکـلا ده
ســـتر حکمت او تماشا ده
د ســره لمره را تــاویږي
شي پیدا ترې موســــمونه
دوبــی، منـی او هــم ژمی
پســـرلی او مست ګـــلونه
اخ څـــه لـــــویه معـما ده
سـترحکمت او تماشـــا ده
دنیا نه غواړي بربــادشي
په فتـنـــو او آفتــــونــــــو
لږ پام غواړي له انســـانه
چې میراث ده د نســلونـو
دا د لوی څښتن اهــدا ده
ستر حکمـت او تماشا ده
عثمان رسولي