ښځه د اسلام نه مخکي تمدنونو کي

 

 
دښځې په اړه د فلسفې د کتابونو له څنډو...
۱- روميانو به ويل ، ښځه روح نه ده دوی به ښځو ته د عذاب ورکولو په وخت کي پردوی تېل اچولاو سوځولې به يې.
همدارنګه به يې په آسونو پوري تړلې کشولې به يې ترڅو چي مړې به شوې .
۲-چينايانو به ويل ، ښځه هغه دردونکي اوبه دي چې نېکمرغي پرېمنځي ، يو چينايي نارينه حق لري چې خپله مېرمن ژوندۍ ښخه کړي او که کوم چينايي نارينه مري نو ښځه يې هم دنوروپاتيشونو په څېر وارث ته په ميراث
کيپاتيکيږي .
۳-هندوانو دښځو په اړه ویل : مرګ ، دوزخ ، زهر ، مار او اور دا ټول له يوې ښځيبد نه دي بلکي که د ښځي خاوند مړکیږي نو ښځه يې بايد ورسره سمه وسوځول سي او یا به د خاوند له مرګ وروسته یې سر خریلی و او تر څو به ښځه ژوندۍ وه چا ورسره نکاح نه سوای کولای .
۴-فارسيانو به ويل ، چي يو فارسي نارينه ته جايز دي چي له محرمو خپلوانو سره له استثناء پرته نکاح وکړي.
۵-همدارنګه يو فارسي حق لري چې په خپله مېرمن د مرګ حکم وکړي.
دا په مخکینیو تمدنونو کي د ښځې په اړوند ددوی نظریات وه.
 مګر دا هرڅه د اسلام څخه مخکي وه. خو؛ د اسلام په ظهور سره ښځياو خاصتاً بیا مسلمانې ښځيخپل هغه حقوق تر لاسه کړل، کوم چي د انساني فطرت غوښتنه وه. یعني؛ اسلام دواړه( نر -ښځه) حُر بنده ګان وه بلل او دواړو ته یې په ټولنه او اجتماع کي ددوی د فطرت سره سم برابر حقوق ورکړل. خو یو شان نه! اسلام دا ټولې فلسفې د ښځې په اړوند رد کړې. مثلاً د رومیانو فلسفه یې داسي رد کړه:
ژباړه:- اې خلکو! له خپل رب څخه وبېرېږئ، له هغه رب نه چي تاسي یې د یوه نفس نه پیداکړۍ او له همې نفس نه یې هغه جوړه پیداکړه او بیا یې له هغو دواړو نه ډېر نارینه او ښځینه خپاره کړل. سورة النسا، آیت ۱
په سورت السجدة کي دا خبره نوره هم ښه واضح سوېده:
ژباړه: بیا یې د هغه اندامونه جوړ کړل او له خپله اړخه یې پکي روح پو کړ. ۹/۳۲
همداشان بلځای الله ج فرمايي:
ژباړه: بېشکه موږ د آدم علیه وسلم اولاد ته عزت ورکړی. ۷۰/۱۷
په پورتني آیت کریمه کي الله ج آدم یاد کړیدی. یعنی؛ د آدم اولاد نه موخه ښځې او نارینه دواړه دي او دواړو ته یې عزت او لوړوالی  وربخښلی دی.
موږ په دې پوره عقیده او ایمان لرو چي اسلام د عدل او انصاف دین دی. اسلام د نر او ښځيد حقوقو تساوي ته بالکل قایل دی خو یو شان والي ته نه! دلته يې هم د دواړو انسانانو(نر-ښځي) دواړو؛ فزیکیت او فطرت ته کتلي دي.
دا چي نن ورځ موږ د اسلام د اصلیت او ماهیت څخه واټن نیولی دی او ځانونه مو پوره -پوره ورڅخه نه دي خبر کړي او یا هم د پردیو او خاصتاً بیا د درواغجنو غربیانو دشومو تبلیغاتو تر تاثیر لاندي راغلي یو، نو؛ یا پر شرعي احکامو نیوکي کوو، یاهمځانونو او بیا خاصتاً خپلو ښځمنو ته د اوسني غربي شیطاني تبلیغاتو سره سم د حقوقو غوښتني کوو. ځکه؛ کله چي انسان د نفس تر غلبې لاندې راسي، بیا نو د خپل ناقص عقل سره سم غوښتني کوي.او د نفس په اړه موږ ته الهي ارشاد دی چي الله ج فرمايي:
ژباړه:-
بیشکه! نفس دی چي انسانپر بدو کارونو باندي آمر کوي. سورة یوسف ۵۳ آیت
بل دا چي اسلام نارینه او ښځينه یو د بل په کارونو نه دي مکلف کړي. بلکي؛ د دواړو لپاره یې جلا جلا مسئولیتونه او د کار کولو ساحه ټاکلې ده. ځکه؛ الله ج ته د نر او ښځې فزیکیت او فطرت ښه معلومیږي. خو څنګه چي موږ نن اسلامي ارشاداتو ته شاه کړېده-واټن مو ورڅخه نیولی دی. نو؛ خامخا به د پردیو بیا خاصتاً د غربيانو او غرب فکرو د شومو تبلیغاتو تر تاثیر لاندي راځو او خپلې ښځمنې به په یوه او بل نوم اړ باسو، ترڅو هغوی په خپل ضعیف فزیکیت سره د نر په شان درانه مسئولیتونه په ځانو وه مني.
د بېلګي په ډول:
الله ج دښځې ضعیف فزبکیت ته کتلي دي؛ بیا یې د هغې نفقه پر پلار، ورور او وروسته پر خاوند اچولې ده. یعنی؛ ښځه یې د نفقې په موندلو نه ده مکلفه کړې. خو پر ښځي باندي یې بیا د اولاد د روزنې او ښې تربیې مسئولیت ور اچولی دی. ځکه؛ ښځه بیا نسبت نارینه ته فطرتاً مهربانه، زړه سواندې او د پراخې حوصلې خاونده ده. یعنی؛ د اولاد روزنه او تربیه په ښه شان سره کولای سي. ددې دا معنا هم نه ده چي نارینه نو بالکل د اولاد د روزنې څخه خلاص دی. نه! دا چي نارینه د نفقې په ګټلو پسي د سهاره ترماښامه وتلي وي، نو؛ څنګه چي ماشومان پر کور وي، ځکه ښځمنې د اولاد د تربیې مسئولیت لري.
 
پایله دا چي؛ هغه ښځه چي په پخوانیو تمدنونو کي دیوه خیرن ټوکره غوندي استعمالېده، خو؛ اسلام په خپل ظهور سره ښځه ښځه کړه او د کور ډېوه یې و ګرځوله. نو؛ که په اسلام پوره پوره عمل وه سي او د اسلام ماهیت او اصلیت وه پېژندل سي بیا ورباندي پوره -پوره عمل وکړل سي، هیڅکله به د هیڅ یوه فرد حقوق هم پایمال نه کړل سي. ځکه؛ اسلام داسي دین دی چي د انسانانو د حقوقو په اړه خو څه، چي د حیواناتو او الوتونکیو د حقوقو په اړه لا راته لارښوونې لري. نو؛ لهذا د یوې سوچه او پاکې ټولنې لپاره د ژوند په هر ډګر کي یوازي-یوازي د اسلامي اوامرو او ارشاداتو منلو او په ژوند کي د هغوی تطبیق ته اړ تیا ده؛ او بس.
 
نوراحمد فضلي
۱۳۹۳-۰۹-۱۳