زموږ په ژوند کې دد تعليم اهميت

د تعليم اهميت زموږ په ژوند کي: تعليم معنا د ټولو هغو مضامينو ژوره پوهه او مطالعه چي زموږ په ورځني ژوند کي کارېږي. د تعليم (Education) کليمه يوازي د کتابونو تر مطالعې پوري نه محدودېږي بلکي هغه علم او پوهه هم په ځان کي رانغاړي چي موږ ئې تر کتابونو او ټولګيو ورهاخوا ترلاسه کوو. تعليم دئ چي د ژوند په اړه زموږ ليدلوری بدلوي.
 
د تعليم اهميت زموږ له پيدايښته راپيلېږي او تعليم يوه اوږده او لامهاله پروسه ده چي يوازي د انسان په مړينه سره پای مومي. دا پخپله د يوه حديث مطلب هم دئ، چي وايي: له زانګو څخه تر ګوره پوري د علم زدکړه فرض ده. او وايي: علم حاصل کړئ که څه هم په چين کي وي. د دې دواړو حديثونو څخه د تعليم اهميت ښه جوتېږي. يوه بې تعليمه ټولنه زموږ نړۍ نه سي روښانه کولای. زموږ په دې ليکنه کي موږ پر دې باندي بحث کوو چي: زموږ په ژوند کي د تعليم اهميت چشي دئ؟، ولي تعليم زموږ په ژوند کي ډېر مهم دئ؟، زموږ په ژوند کي د تعليم رول څه دئ؟، د مکتب يا مدرسې تعليم زموږ په ژوند کي څومره مهم دئ؟ او... راځئ زموږ سره دا ليکنه تر پايه ولولئ څو خورا ډېر مثبت افکار در خپل کړئ.
 
فهرست

  • د تعليم اهميت زموږ په ژوند کي
  • تعليم چشي دئ؟
  • تعليم ولي لازمي دئ؟
  • په ژوند کي د تعليم د اهميت تر شا دليلونه
    • تداوم
    • مالي خونديتوب
    • پر ځان بساينه
    • د مسلک د انتخاب خپلواکي
    • د کاروباري فرصتونو ډېروالی
    • لوړ عايد
    • خپلو هيلو ته رسېدل؛ د خپلو خوبونو تعبيرول
    • مساوات
    • د ستونزو حلولو وړتياوي پيداکول
    • پر ځان باور او اعتماد
    • ټولني ته ئې ګټي
    • د نورو ټولنو سره اړيکي او ارتباط
    • د عصري ټکنالوژۍ کارونه
    • د ټولو له پاره يوشان / مساوي فرصتونه
    • د ملت اقتصادي رشد او پرمختګ
  • د ښوونځي تعليم اهميت
    • د ښوونځي تعليم د اهميت ذهني اړخونه
    • د ښوونځي تعليم د اهميت فزيکي اړخونه
    • د ښوونځي تعليم د اهميت اجتماعي اړخ
    • د لوړو زدکړو پر لور ګام
    • د رهبر روزني کيفيت جوړونه
    • هر اړخيز پرمختګ
  • ټولني ته د تعليم کومي ګټي رسېږي؟
  • په تعليم کي د رنګارنګ والي اهميت
    • د شاګرد محورۍ تاثيرات
    • له نوښتونو ډک
    • د ورورولۍ درنښت او احترام ساتل
    • د يوه جلا کارځای له پاره ښه چمتو کېدل
    • ډېري نوي نظريې خپلول
    • جرات او شجاعت پيداکول
    • په تدريس کي تغير او تحول راوستل
    • تجارتي سيالي
  • د تعليم د اهميت په اړه ډېري معمولي پوښتل کېدونکي پوښتني:
    • تعليم چشي دئ؟
    • تعليم ولي مهم دئ؟
    • باکيفيته تعليم چشي دئ؟
    • تعليم ولي د يوې ټولني له پاره لازمي دئ؟
    • تعليم ولي د برياليتوب له پاره مهم دئ؟
  • پای / نتيجه
 
زموږ په ژوند کي د تعليم اهميت:
تعليم هغه مهمه وسيله ده چي په مرسته سره ئې يو کس د خپلي کورنۍ، ټولني او خپل هيواد په وړاندي پر خپلو حقوقو او مسؤليتونو پوهېږي. تعليم د يوه انسان لرليد ته وده ورکوي چي نړۍ وويني او هم انسان ته د دې ظرفيت ورکوي چي د ناسمو څيزونو / کړنو لکه بې عدالتي، فساد، تاوتريخوالي او نورو په وړاندي مبارزه وکړي. تعليم يوازي دا نه چي زموږ اوسنی او راتلونکی ژوند بدلوي بلکي هغه په ژوند کي د يوه انسان شجاعت او جرات ته هم وده ورکوي او پر ځان باور یا شجاعت (Confidence) د برياليتوب پر لور کيلي ده. د هر هيواد حکومت د خپلو اتباعوو د تعليم له پاره پيسې لګوي او د افغانستان په شمول ډېر هيوادونه دي چي د خپلو اتباعوو له پاره د وړيا زدکړو زمينه مساعده کړې ده. دا په دې خاطر چي خلک ئې وده وکړي او د يوه ملک خلک هغه وخت ښه وده او پرمختګ کوي چي ډېر تعليم ئې کړی وي. يو تعليم یافته کس د خپلي ټولني له پاره يو ښه تبعه جوړېږي.
 
تعليم څه  دئ؟
تعليم زموږ په ژوند کي یوه مهمه پروسه ده چي يو شخص پکښي له نورو خلکو څخه لومړنۍ زدکړي ترلاسه کوي. تعليم يوه داسي پروسه ده چي پکښي يو انسان:
 
  • خپل مهارتونه زياتوي
  • اخلاقي ارزښتونه زده کوي
  • افهام او تفهيم او اړوند مهارتونه خپلوي
  • په ټولنه کي ژوند کول زده کوي
  • دا زده کوي چي ښه او بد ځله بېل کړي
  • زده کوي چي څنګه پر مناسب وخت باندي سمه فيصله وکړي
بناً د تعليم يوازينی او تر ټولو مهم هدف دا دئ چي يو شخص پر خپل ځان متکي کړي؛ او د خپلي ټولني په وړاندي خپله برخه مسؤليت او مکلفيت په خورا ښه ډول ترسره کړي.
 
تعليم ولي لازمي / مهم دئ؟
       تعليم زموږ په ژوند کي مهم دئ ځکه چي هغه موږ ته دا توانايي راکوي چي خپل راتلونکی تغير کړو. موږ د تعليم په مرسته کولای سو چي نړۍ په يوه داسي ځای سره تغير کړو چي پکښي هر انسان له هر ډول ټېنش (فشار، اندېښنې) پرته له خپل ژونده خوند واخلي. او د دې هرڅه له پاره، موږ ته بويه چي ليک او لوست مو زده وي چي دا له مکتب او ښوونځي پرته امکان نه لري. ځکه چي ډېر معلومات د کتابونو، نسخو، صحيفو په لوستلو سره ترلاسه کېدای سي. خلاصه دا چي، يو انسان هغه وخت باسيواده کېږي چي تعليم وکړي او د ليک و لوست وړتيا خپله کړي.
 
په ژوند کي د تعليم د اهميت تر شا دليلونه:
       زموږ په ټولنه کي د تعليم رول بې ساري دئ. تعليم په ژوند کي د ودي او پرمختګ پر لور د لا ډېرو مأخذونو او سرچينو راخلاصولو په موخه يوه کيلي ده. يو باسيواده کس کولای سي چي په مختلفو ساحو کي خپلي کورنۍ او ټولني ته لا ډېره وده ورکړي. نو راځئ اوس پر هغو دليلونو لږ تم سو چي موږ و تاسي د تعليم پر اهميت باندي پوهوي:
 
تداوم:
          د تعليم اهميت زموږ په ژوند کي زموږ په ورځني ژوند کي موږ ته تداوم رابخښي. تاسو به حتمي اورېدلي وي چي ستاسي هرڅه وېشل / تقسيمېدای سي خو ستاسو تعليم نه سي وېشل کېدای. کله چي تاسي ډګري (Degree) او زدکړي ترلاسه کوی، تاسو د نورو په نسبت د دې ډېر چانس لرئ چي په خپل مسلک کي ښه وځلېږئ او هغه ته نوره هم وده ورکړئ.
 
مالي خونديتوب:
       تعليم زموږ سره د مالي اړخه زموږ پر ځان بساينه کي مرسته کوي. مثلاً، هغه کس چي ډېر تعليم ئې کړی وي ډېري لوړي دندې ورته پيداکېږي چي دا ده/دې سره د ده/ې د راتلونکي په خوندي کولو کي مرسته کوي.
 
پر ځان بساينه:
       تعليم موږ په خپل ژوند کي پر ځان بسيا کوي. چا چي تعليم کړی وي؛ دا يوازي په ده پوري مربوط وي او د همدې تعليم په مرسته دا شخص ځان خوندي او پر ځان بسيا احساسوي.
 
د مسلک انتخابولو آزادي:
       د زدکړو پر مهال يو کس دا آزادي لري چي د خپلي خوښي مسلک انتخاب کړي. ډاکټري، انجنيري، معلمي، وکالت او... ټول هغه مسلکونه دي چي هر کس ئې د زدکړو پر مهال انتخابولای سي.
 
د کاري فرصتونو ډېروالی:
       په اوسني عصر کي، د وظيفې موندل ستونزمنترين کار دئ. یو کس ته بويه چي د يوې وظيفې له پاره د زرونو نوماندانو سره مسابقه وکړي. د تعليمي سويې کښته والی مستقيماً يوې وظيفې ته د زيات شمېر کانديدانو له شمېر سره تړاو لري. همدارنګه که تاسو د کښته سويې دندو ته درخواست کوی، هلته به ستاسو معاش هم لږ وي. خو که يو کس لوړي زدکړي او ښه تعليمي سابقه ولري، د ده/ې له پاره د خپلي خوښ وړ وظيفې موندلو چانس زيات دئ.
 
لوړ عايد:
       د لوړو زدکړو او خورا ښې تعليمي سابقې لرونکي افرادو ته د لوړ عايد لرونکو وظيفو پيداکېدلو چانس زيات دئ. د کومي وظيفې چي معاش زيات وي، د هغې له پاره همداسي لوړو زدکړو ته اړتيا وي. د يوه کس لوړ عايد اهدافو ته د نوموړي په رسېدو کي مرسته کوي.
 
د خوبونو او هيلو رښتيا کول:
       په نننۍ نړۍ کي به داسي څوک نه وي چي نه غواړي هيلي او خوبونه ئې په رښتيا بدل/ي سي. تعليم يو له خورا مهمو عناصرو څخه دئ چي ستاسي خوبونه په رښتيا در بدلولای سي. بناً، که تاسي غواړئ چي خپلو هيلو او خوبونو ته ورسېږئ، ستاسي له پاره تعليم حتمي و لازمي دئ.
 
مساوات:
          هر کس د مساواتو حق لري. که هر کس ته د لوړو زدکړو حاصلولو حق ورکول سي، ددې احتمال او چانس زياتېږي چي هر کس دي ډېر عايد ولري او په دې سره به د ټولني قشرونه ځانونه يو پر بل باندي غوره نه بولي. چي دا پخپله په يوه ټولنه کي د مساواتو پر سته والي دلالت کوي.
 
د ستونزو حلولو مهارتونه زده کول:
       د تعليم له بې ساريو ګټو یوه دا هم ده چي تعليم موږ ته په خورا سختو شرايطو کي د منطقي فکر کولو او يا مناسب تصميم نيولو پوهه راکوي. کله چي يو شاګرد لوېږي، هغه په خپل ژوند کي له خورا زياتو ستونزو سره مخامخېږي او طبیعي خبره ده، چي يو باسيواده کس د يوه بې سيواده هغه په نسبت د حالاتو قابو کولو ښه وړتيا لري.
 
جرات او شجاعت:
       د بريالي اوسېدو يو له خورا بهترينو اړخونو څخه زموږ جرات او شجاعت دئ. تعليم په شخص کي شجاعت او جرات پيداکوي. تاسي کولای سئ پر يوې موضوع باندي چي لا د وړاندي تاسي ورباندي پوهېږئ، ډېر وږغېږئ. همدارنګه تاسي کولای سئ چي د همدې موضوع په اړه د هغه پوهي په مرسته چي تاسو حاصله کړې ده – تر نورو ډېري ښې خبري وکړئ.
 
ټولني ته ئې ګټي:
       يو باسيواده کس خپل ارزښتمن وخت دې ته وقفوي چي په مختلفو پروژو کي په برخي اخيستني سره خپلي ټولني ته تداوم ور وبخښي. په هر هيواد کي چي هر کار کېږي، دا د خلکو سره د هغوی په لا زياتي ودي او پرمختګ کي مرسته کوي. دا په دې معنا که يو کس په خپل ژوند کي په مختلفو عرصو کي کار کوي دی/ا د خپل ملت او ټولني سره هم مرسته کوي.
 
له نورو ټولنو سره اړيکي او ارتباط:
       برېښنايي يا (Digital) تعليم زموږ په ژوند کي زموږ سره دا مرسته کوي چي د نورو ټولنو او هيوادونو له خلکو سره په اړيکه کي و اوسو. اوس موږ د برېښنايي زدکړو په مرسته کولای سو چي د نړۍ له مختلفو خلکو او فرهنګونو سره د نظرياتو او معلوماتو تبادله وکړو. دا زموږ د حلقې په لويولو کي مرسته کوي د کوم په مرسته چي موږ له مختلفو خلکو څخه مختلف نظريات را اخيستلای سو او دا په خپله د نړۍ په يو موټي کولو کي زموږ سره مرسته کوي.
 
د عصري ټکنالوژۍ کارونه:
          يو باسيواده کس له هر ډول ستونزي او مشکل پرته عصري ټکنالوژي کارولای سي. ځيرک ټليفونونه ئې يو ښه مثال دئ چي په مرسته سره ئې کولای سو په خپل کور کي مختلف څيزونه وپلټوو او بېلابېل کارونه ترسره کړو. موږ کولای سو چي په مختلفو ځايونو کي له خلکو سره برېښنايي قراردادونه او کارونه ترسره کړو. امازون، فليپ کارت او نور ويبسايټونه ئې په ننني عصر کي ښه مثالونه دي ځکه موږ کولای سو چي له یادو ویبسایټونو څخه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي شيان رانيسو او هم ئې وپلورو. خو يو بې سيواده کس د دغو ټولو ګټو څخه محروم دئ.
 
د ټولو له پاره يوشان فرصتونه:
       په ټولنه کي د تعليم اهميت خورا زيات او حياتي دئ ځکه چي باسيواده وګړي د خپلي پوهي له مخي يو له بل سره يوشان چلند کوي. يوه باسيواده ټولنه له هر ډول ژبني، سمتي، فرهنګي، نژادي، مذهبي، ګوندي او نورو تعصبونو څخه خلاصه وي.
 
د ملت اقتصادي رشد او نمو:
       يوه باسيواده ټولنه د يوه ملت د اقتصادي رشد سبب باله سي. په کومه ټولنه کي چي د پوهي کچه لوړه وي، په هغومره اندازه به پکښي د ګمارني او وظايفو له پاره زيات فرصتونه وي.
 
د ښوونځي تعليم اهميت:
       د نن ورځي ماشوم به د ټولني / هيواد د سبا ورځي يو لوی تبعه جوړېږي. او دا ماشوم/ه چي نن کوم تعليم حاصلوي دا به د نوموړي راتلونکی ترسيموي. نو دا خبره باید هېره نه کړه سي چي د ښوونځي تعليم باید پر داسي مهمو اړخونو متمرکز وي چي د يوه ماشوم له ماشومتوبه بیا تر مرګه – د نوموړي د ژوند دا اوږد سفر ټول وپوښيي. د تعليم د اهميت اړوند زموږ د دې ليکني شعار دا دئ چي زموږ په ژوند کي د تعليم د اهميت په اړه پوهاوی خور کړو. زموږ راتلونکی د ماشومانو پر هغه کيفي تعليم بنا دئ چي موږ ئې ماشومانو ته ورکوو. ځکه خو، دلته اړتيا لیدل کېږي چي د ماشومتوب د دې مهمي دورې د تعليم پر اهميت باندي لا ښه پوه سو ترڅو د نن ورځي ماشومان د سبا ورځي ښه لویان اوسي. په اوسني ژوند کي، د ماشومتوب دورې تعليم دومره مهم دئ څومره چي د يوه ماشوم له پاره د هغه/ې آساسي اړتياوي لکه خوراک، څښاک، پوښاک او هستونځی مهمي دي. د تعليم حق د هر انسان انساني او بشري حق دئ. ماشوم له ښوونځي محرومول په دې معنا چي هغه دي خپل اهداف په راتلونکي ژوند کي ترلاسه کړي.
 
       ډېر اړخونه دي چي له مخي ئې د ماشومتوب دورې تعليم له پاره خورا مهم دي. دغه ګامونه د ماشوم سره د هغه/ې په لويوالي کي مرسته کوي. د تعليم د بېلابېلو اړخونو له لاري به موږ د يوه ماشوم په ژوند کي د ښوونځي تعليم پر اهميت باندي پوه سو.
 
د ښوونځي تعليم د اهميت سايکالوجيکي اړخونه:
       ښوونځی د ماشوم تر ودي وروسته د هغه/ې د والدينو په مرسته آساسي ګام باله سي. اوس، ماشوم/ه په يوه نوي فضا کي دی/ه په کومه فضا کي چي ماشوم د ځان په شان له نورو ماشومانو سره د نويو فکري پروسو سره مخامخېږي. ښوونځی ماشوم/ي ته دا موکې ورکوي چي د ډېرو نويو عرصو په باره کي په پوهېدو سره خپله پوهه زياته کړي. شاګرد/ه له ډېرو تعليمي ساحو لکه: ریاضياتو، تاريخ، ساينس او ډېرو نورو سره په اړیکه کيږي. دا د شاګرد ذهن تېزوي. دا چي ماشوم بېلابېل مضامين زده کوي په دې سره د ماشوم سایکالوجيکي کچه لوړېږي. دا د نوموړي د فکري پروسې سره مرسته کوي. همدارنګه، کله چي ماشوم/ه په تعليمي سیسټم کي د بېلابېلو ساحو په اړه خپل معلومات زياتوي، دی/ا د ځان له پاره بهترين مسلک انتخابوي په کوم کي چي دی/ا غواړي خپل راتلونکی جوړ کړي.
 
د ښوونځي تعليم د اهميت فزيکي اړخونه:
       د ښوونځي تعليم په جريان کي، یو ماشوم خپلو فزیکي مهارتونو ته هم وده ورکوي. په تعليم کي د ورزش اهميت هم خورا زيات دئ دا ځکه چي ورزش يا تمرين د ماشوم سره مرسته کوي چي په خپل ژوند کي چټک ګامونه واخلي. ښوونځي د يوه ماشوم ذهني او فزيکي ودي ته پرمختګ ورکوي. همدارنګه، سپورټ او نور فزيکي فعاليتونه هم زموږ په ژوند کي خورا ډېر مهم دي. ورزش زموږ سره زموږ له ژونده د سټريس او فشار په کمولو کي مرسته کوي.
 
       تاسو به زما سره موافق ياست چي کله موږ د خپلي خوښي وړ لوبه / ګېم کوو، موږ په خپل وجود کي په لوړه کچه مثبته انرژي احساسوو. موږ د يوې مودې له پاره زموږ په ژوند کي هر ډول پېښېدونکي اندېښنې، ټېنشنونه او منفي څيزونه هېروو. همداسي باید ماشومان هم فزيکي اړخونو ته تشويق کړل سي چي دا هرڅه له يوه کس سره د اضطراري حالاتو په قابو کولو کي مرسته کوي. ورزش د يوه شخص د فزيکي ودي له پاره شه دئ ځکه چي په هر ډول ورزش کي، شخص د ساعتېري او تاوتريخوالي له مرحلو تېريږي او زده کوي چي يو وضعيت څنګه کنټرول کړي.
 
د ښوونځي تعليم د اهميت اجتماعي اړخونه:
       تر هغو چي ماشوم د مکتب د دورې کېږي، د نوموړي ژوند تقريباً ټول د ده/ې د والدينو او کورنۍ له غړيو سره تېريږي. خو کله چي ماشوم ښوونځي ته تګ پيلوي، نوموړي (هلک – نجلۍ) په يوه بېل چاپيريال کي چي د دوی کور نه دئ، له نورو ماشومانو او استادانو سره ملاقي کېږي. هره ورځ له نويو خلکو سره ليده کاته موږ اجتماعي جوړوي. يو ماشوم ډېر نوي څه زده کوي لکه: برخه اخيستنه، ملګريتوب، ګډ / ګروپي کار او داسي نور. د دغو نویو څيزونو زدکړه به له ماشومانو سره د دوی په راتلونکي ژوند کي ډېره مرسته وکړي.
 
د لوړو زدکړو پر لور ګام:
       د ښوونځي زدکړه د لوړو زدکړو پر لور يو مهمترين ګام بلل کيږي. له ښوونځي څخه په محضي فارغه کېدو سره شاګرد په آسانۍ سره خپلي لوړي زدکړوي شروع کولای سي؛ چېري چي هغه د خپلي خوښي وړ مسلک پيلوي. په لوړو زدکړو کي بېلابېلي رشتې او مختلف مسلکونه: لکه انجنيري، حقوق، عامه اداره او نور. یو شاګرد له يادو رشتو څخه د خپلي خوښي مطابق يوه رشته ټاکي.
 
د رهبر جوړېدني مهارتونه زده کوي:
       د ښوونځي ژوند د يوه ماشوم له پاره فرصت دئ چي د ځان په رقم نور ماشومان وويني. د ډېرو همصنفيانو په منځ کي زدکړه کول په ماشوم کي جرات او شجاعت ته وده ورکوي چي جرات زموږ د ژوند يو خورا مهم اړخ دئ. یو شجاع کس خپل تر لاس لاندي کسان ښه رهبري کولای سي او د رهبر جوړېدني کيفيت له ښه څخه ښه تر او له ښه تره ښه ترين کولای سي.
 
هر اړخيزه وده:
       کله چي موږ له خپلو والدينو او کورنۍ له غړيو سره اوسېږو، موږ تر يوې محدودي اندازې پوري زدکړه او تفکر زده کولای سو. خو ښوونځی موږ ته يو داسي محيط چمتو کوي چي يو ماشوم پکښي تر خپلي محدودې زيات څه زده کوي. نن سبا، ښوونځي خپل تعليمي سيسټمونو ته د ماشومانو له پاره د خورا ډېرو نويو پروګرامونو په ور اضافه کولو سره تغير ورکوي. په ښوونيزو سيسټمونو کي د ډېرو نويو څيزونو لکه: خطاطي، ګلدوزي، خياطي، سلماني، نقاشي و رسامي، او... په ور اضافه کېدو سره د ښوونځي تعليم اهميت څو چنده زيات سوی دئ. رسامي او نقاشي زموږ د تفکر او قوت زياتوي چي دا په خپل وار سره زموږ له ابتکار او نوښتګرانه خيالاتو سره مرسته کوي. د نړۍ د بېلابېلو لويو او سترو بلډينګونو ننني ډيزاينونه د انجنيرانو او مهندسانو د نوښت او تفکر نتيجه ده. زموږ تعليم زموږ د ټولني آساس جوړوي. د نن ورځي ماشومان زموږ آساس دي. د راتلونکي د ښې ودي په موخه د ښوونځي تعليم پر اهميت پوهېدو جدي اړتيا ده. د نجونو او نورو ماشومانو له پاره د ښوونځي تعليم اهميت به زموږ له ملت سره مرسته وکړي چي ډېر ژر وده او پرمختګ وکړي. اوس نو موږ ويلای سو چي د ښوونځي تعليم د يوه ماشوم له پاره حياتي ارزښت لري.
 
د ټولني له پاره د تعليم اهميت په څه کي دئ؟
       تعليم زموږ په ژوند کي ولي ډېر مهم دئ؟ د يوې ټولني له پاره تعليم خورا مهم دئ دا ځکه يو باسيواده کس په ټولنه کي خپلو اخلاقي او ټولنيزو ارزښتونو – نزاکتونو ته وده ورکولای سي. دا زموږ سره مرسته کوي چي په ټولنه کي له هري ممکنه لاري علم خپور کړو. دا ټولو ته جوته ده چي په ټولنه کي د يوه باسيواده کس سره د ټولني د نورو کسانو چال چلند خورا نېک وي. تعليم د شخص او ټولني ترمنځ اړيکه او ارتباط جوړوي. يو بې سيواده کس د ټولني له پاره ستونزي را ولاړوي لکه: کورنی تاوتريخوالی، د ژوند ډول کمزوری معيارونه، او داسي نور. ځکه خو موږ په ټولنه کي تعليم ته اړتيا لرو. په بل عبارت، تعليم دواړو؛ نر او ښځي ته اجازه ورکوي چي د يوې بهتري ټولني په جوړولو کي مرسته وکړي. خلاصه دا چي، که ښه تعليم نه وي، نو د ښې او زموږ د خوښي سره سم ټولني غوښتنه مو بې ځایه ده.
 
په تعليم کي د رنګارنګوالی اهميت:
       رنګارنګوالی مانا د شاګردانو خپلمنځي توپيرونه. دا توپيرونه کېدای سي د هيواد، مذهب، ژبي، سمت او نژاد له مخي وي. د يوه ګروپ په شکل د بېلابېلو انسانانو راټولېدنه په رنګارنګوالي کي د اتفاق نخښه ده. په تعليم کي رنګارنګوالی په يوه صنف کي د بېلابېلو شاګردانو د راټولېدو په معنا دي.
 
       نن سبا، په تعليم کي رنګارنګوالی مخ پر ډېرېدو دئ. په زرونو شاګردانو د لوړو زدکړو له پاره خارج ته ځي. ډېری پوهنتونونه بېلابېلو خلګو ته په يوه خوندي محيط کي د زدکړو حاصلولو اجازه ورکوي. په تعليم کي د رنګارنګوالي اهميت په نړۍ واله سطحه کار کولو کي خورا مهم دئ. په تعليم کي رنګارنګوالی ډېري ګټي لري چي په ننني عصر کي خورا ډېري کارولي کېږي. راځئ چي د ليکني په دې برخه کي په تعليم کي د رنګارنګوالي پر اهميت باندي لږ تم سو.
 
د شاګر د فعاليت تاثيرات:
       په تعليم کي رنګارنګوالي د شاګردانو په فعاليت کي بې ساري تغيرات راوستلي دي. یو شاګرد چي کله په يوه رنګارنګ صنف کي زدکړه کوي، دی/ا د يوه مضمون محتوا په خورا ژوره توګه زده کوي. په تعليم کي رنګارنګوالی پر نويو موضوعګانو د پوهاوي په موخه د شاګردانو په ذهنونو کي خورا زياتي نظريې تحريکوي.
 
ډېر نوښتګر:
       په تعليم کي د رنګارنګوالي اهميت ته له يوې بلي زاويې کتلای سو او هغه دا چي، په تعليم کي رنګارنګوالی په شاګردانو کي د دوی د نوښت او ابتکار کچه زياتوي. د بېلابېلو خلکو په منځ کي کار کول ځيني داسي نوي نظريات رامنځته کوي چي د دوی ترمنځ يوه مثبته فضاء ايجادوي. په يوه ګروپ کي رنګارنک شاګردان ځایول د ستونزي حلوني له تخنيکونو سره هم مرسته کوي.
 
د ورورولۍ درنښت او احترام ساتل:
       په تعليم کي رنګارنګوالی له يوه شاګرد سره د هغه/ې د زغم او حوصلې په زياتولو کي مرسته کوي او د دوی په منځ کي د باور فضاء ايجادوي. دا د يوه شاګرد سره مرسته کوي چي د نويو ژبو، فرهنګونو، رسومو او عنعناتو په اړه پوه سي چي دا د نوموړي سره د هغه/ې په راتلونکي ژوند کي مرسته کوي.
 
د يوه بېل کارځای له پاره ښه چمتو کېدل:
       موږ اکثراً دا خوښوو چي له داسي خلکو سره کار وکړو چي زموږ په شان وي. خو د روزانه نړۍ وال کېدو سره سم، دا د هر کس له پاره خورا مهمه ده چي د بېلابېلو خلکو سره سروکار ولري. هغه شاګرد چي لا دمخه ئې په يوه رنګارنګ محيط کي زدکړي کړي دي به په يوه بېل کارځای کي ډېر ژر وده وکړي ځکه چي هغه د بېلابېلو خلکو سره د ناستي – پاستي مخکينۍ تجربه لري.
 
ډېري نوي نظريې:
       په دې کي به تاسي هم راسره موافق ياست چي وګړي بېلابېل نظريات او طرز فکرونه لري، چي دا زموږ سره زموږ په ژوند کي د تصميم نيولو او پرېکړي کولو سره مرسته کوي. په تعليم کي رنګارنګوالی د هغه شاګرد په دماغ کي چي د بېلابېلو خلګو په ټولۍ کي پاته کېږي – یو شمېر نوي نظريات خلق کوي. دی/ا د دې فرصت لري چي ډېر نوي نظریات زده او حتا د خپل ژوند د بهتره کولو په موخه کولای سي چي ډېري نوي نظريې خپلي کړي.
 
جرات او شجاعت زياتوي:
       چا چي په یوه بېل محيط کي زدکړي کړي هغه خورا شجاع او باجراته وي دا ځکه چي نوموړي بېلابېلي ژبي، مختلف رسوم او فرهنګونه زده کړي وي چي دا د ده/ې سره د نوموړي په راتلونکي ژوند کي مرسته کوي. دا د شخص سره مرسته کوي چي د نورو بېلابېلو خلګو سره اړيکي او ارتباطات جوړ کړي چي دا په خپل وار سره د نوموړي د شجاعت او جرات په زياتېدو کي مرسته کوي.
 
په تدريس کي تغير او تحول:
       په تعليم کي رنګارنګوالی د تدريس په تخنيکونو او مېتودونو کي تغيرات راولي. ښوونيزي ادارې له بېلابېلو هيوادونو او ټولنو څخه استادان ګوماري چي هغوی کولای سي بېلابېل شاګردان اداره کړي. دا د تعليم سطحه لوړوي او شاګرد له يوې بېلې زاويې څخه څیزونه زده کوي.
 
تجارتي وړتيا:
       په يوه رنګارنګ محيط کي د تعليم اهميت زيات فرصتونه ايجادوي. هر تاجر غواړي چي خپل تجارت ته په نړۍ واله سطحه وده ورکړي. د همدې موخي له پاره، دوی داسي شاګردانو ته اړتيا لري چي نړۍ وال ذهنيت ولري. په تعليم کي رنګارنګوالی له شاګرد سره مرسته کوي چي بېلابېل څيزونه لکه: ژبه، فرهنګ او بېلابېلي نوي ټکنالوژۍ زده کړي چي د دوی سره په نړۍ واله سطحه کار کولو کي مرسته کوي. هغه شاګرد چي په يوه رنګارنګ محيط کي زدکړي کوي دا وړتيا لري چي په نړۍ واله سطحه کار وکړي.    
 
تعريفات او تشريحات
تعليم چشي دئ؟
       تعليم يوه پروسه ده چي پکښي يو شخص له نورو خلکو څخه آساسي پوهه حاصلوي څو د خپل ژوند خوبونه ورباندي رښتيا او خپلو موخو ته ورباندي ورسېږي. یو باسيواده کس د دې وړتيا لري چي خپلي ټولني ته – د خپلي کورنۍ او خپل ملت په شمول وده ورکړي.
 
تعليم ولي مهم دئ؟
       د تعليم پر اهميت باندي بېلابېل دليلونه سته چي يو بنيادي هغه ئې دا دئ، چي تعليم له يوه شخص سره دا مرسته کوي چي خپلو هيلو ته ورسېږي او پر ځان بسيا جوړ سي.
 
باکيفيته تعليم چشي دئ؟
       هغه تعليم چي د شاګرد پر اجتماعي، ذهني، فزيکي او هیجاني وده باندي تمرکز کوي عبارت له باکيفیته تعليم څخه دئ. باکيفیته تعليم هغه دئ چي د يوه شاګرد ټولو کيفيتونو ته وده ورکوي.
 
تعليم د ټولني له پاره ولي مهم دئ؟
       د يوې ټولني وده او پرمختګ عموماً پر پوهو او هوښيارو خلګو باندي متکي ده. په ټولنه کي د تعلیم اهميت د ټولني په وده کي حياتي رول لري. يو باسيواده کس به د خپلي ټولني د ودي او پرمختګ په موخه اړين ګامونه واخلي.
 
تعليم د برياليتوب له پاره ولي مهم دئ؟
       زه به غلط نه يم که ووايم چي تعليم د برياليتوب له پاره کيلي ده. تعليم له شخص سره دا مرسته کوي چي کافي پوهه حاصله کړي کومه چي به د نوموړي له پاره مرستندويه وي چي په خپل ژوند کي بريالی/ۍ سي.
 
نتيجه:
       زموږ په ژوند کي د تعليم اهميت: تعليم هر انسان ته د خپلي خوښ وړ ژوند جوړولو په موخه هيلي او اُمیدونه وربخښي. دا يو داسي قوت دئ چي د يوه شخص په ژوند کي د جاود په شان عمل کوي؛ څو خپل ژوند تر يوه بې سيواده په مراتبو بهتره جوړ کړي. غواړم خپله ليکنه په دې کليمو سره ختمه کړم چي هر انسان باید د تعليم حق ولري څو وکولای سي چي په لوړ سر د ځان او خپل ملت په جوړونه کي رغنده رول ولوبوي. د تعليم په کچه کي د يوه کوچني زياتوب په راتللو سره په زرونو جرمونه محوه کېدای سي. هر ملت بايد خپل خلګ تشويق کړي چي تعليم وکړي.