د سولې لپاره حل لاره.

سوله د افغانستان لپاره په اوسنیو حالاتو کي د افغان ملت لپاره د لومړیتوبونو څخه ده. د سولې په نشتون کې زما په نظر د حکومت هر ډول برنامې بې معنا او هیڅ دي. او د افغانستان د سیاست په اړه زما کمه پوهه دا راښيي چي زما په زړه( افغانستان) کي د روانې پردۍ او تپل سوي جګړې د درېدا، د افغانستان د اوسنیو کړکېچنو حالاتو د کابو کېدا او یو بین الافغانی تفاهم ته د رسېدا لپاره باید د اوسني حاکم نظام په شمول د جګړې ټولې ښکېلي خواوي لومړی بغیر کوم قید او شرطه په خپلو کي د مذاکرې مېز ته کښېني. په دې سره به دوی ځانونه واقعاً افغانان ثابت کړی. ځکه؛ کله چي ټولې خواوې د مذاکرې مېز ته کښېني، نو طبعاً چي اوربند به اعلانوي. کله چي اوربند اعلان سو، د افغان بې ګناه ملت وینه توئیده به وه دریږي، کوم وخت د افغان ملت وینه توئیده او وژل کېده وه درېده، بس د روانې پردۍ جګړې ټولو داخلي ښکېلو خواوو افغانیت ثابت سو. ځکه؛ په دې ډول سره ټولو ښکېلو خواوو وښودل چي یو لوری هم د افغان بې ګناه او مظلوم ملت د وینې توئیدا غوښتونکي نه دی. او نه هم دوی د پردیو په  لمسون او د پردیو د ګټو لپاره یو له بل سره جنګیږي. بلکې؛ ددوی په مینځ کي څّه نارضایت توب رامنځته سوی، غواړي همدې اوږده نارضایتیا ته د پای ټکی کښېږدي.  اوس نو کله چې د ښکېلو خواوو افغانیت ثابت سو، ټول پر یوه مېز د مذاکراتو لپاره سره راټول سول؛ نو په پایله کي خبره د سولې او یو بین الافغانی تفاهم ته د رسېدا رسیږي. نو؛ لېري نه ده چي پر افغانستان باندې د الله ج په مرسته، نصرت او زموږ په عقلانیت او پاخه سیاسي شعور سره د سولي څرک را وه خېژي. ان شاء الله
مګر که خبره برعکس وي؛ یو د بل وینو ته په سنګرونو کې سره ناست یو؛ خنجرونه مو ددې پر ځای چې د اصلي دښمن په سینه کي دننه کړي وي- د خپلو وروڼو په سینو کې بند پاته وي او پر اصلي دښمن د وار پر ځای مو لاسونه خالي وي. د
 
مذاکرې مېز ته د راتلو مخکي یوه-بل ته په درځنو شرطونه ور پلنډه کړو... هیڅ امکان نه لري چي په دې ډول دې پر افغانستان باندې د سولې ټغر و غوړول سي!
 
بلکه همدا د ملت وینه توئیده به په شکل د اشکالو جریان لري، ښکېل مدعین به هم هر یو ځان پر حق ګڼي، ګټې به یې د تل په څېر پردیو او د استکبار خاوندانو ته رسیږي. افغان وژنه او خاصتاً پښتون وژنه( چې یوه پخوانۍ برتانوۍ طرحه ده چې د Divides and Rules یعنی تفرقه واچوه حکومت پر وکړه، یا دا چې یېل یې کړه بېل یې کړه؛ فرمولې پر آساس د میوند د جګړې څخه وروسته پر لاره اچول سوې ده) روانه وي. ولي؛ هغه وخت بې شرمو انګرېزانو ته معلومه سوه چي که چیري پښتون ویښ سي نو پر یوه مشر به سره راټول سي او دوی بې شرمان به هیڅکله هم ونه سي کولای چي پر افغانستان بیا مسلط سي. نو له هماغه وخته یې د افغانانو خاصتاً د پښتنو د بېلوالي لپاره د ځینو خرڅ سویو، بې ضمیره او ایمان خرڅ سویو افغانانو او پښتنو په مرسته ترسره کړل او لا اوس هم د همدې لپاره کار کوي.
 
نو د خدای په خاطر راسئ د ملي-اسلامي ارزښتونو لپاره سیاست وکړو، تفرقې، کرکې او بې اتفاقۍ ته په زړونو کي ځای ورنه کړو. یو –بل ترمینځ مینه، ورورولي او یووالي ته ځای ورکړو. یو د بل د سینې څخه خنجر وکاږو، د خپل پټ دُښمن ( هغه چي نن يې زه –ته سره ښکر په ښکر کړي یو) په سینه کي یې ورکړو. ځکه؛ دا زما –ستا ترمینځ جګړه نه؛ بلکه یوه تپل سوې او پردۍ جګړه ده. هیله ده لږ څه سیاسي شعور په ځانو کي پیداکړو او دا و منو چي په کورنیو جګړو خصوصاً بیا  زما د افغانستان په هغو کي اتل او قهرمان نشته! نو چې نشته؛  راسئ ټول پر یوه ټغر درا ټولېدا لپاره لستوڼي را وه نغاړو، افغان ملت او خاصتاً بیا (پښتون) د روانې برتانوۍ توطیئې څخه و ژغورو. ان شاء الله چي په دارینو کي به خپل رب ته سپین مخي یو. هو!
 
نوراحمد فضلي
 
۱۳۹۳-۰۹-۱۳