
د ليکوال په اړه
ګيري سي شرون د سي ای اې له څارګره ادارې سره پنځه ديرش کاله خدمت کړی. د دندې زياته برخه یې په منځني ختیځ، ايران، پاکستان، سعودي عربستان او افغانستان باندې متمرکزه وه.
ليکوال د مېډالونو له جملې څخه د استخباراتو د صلیب نښۍ مېډال هم ګټلی دی چې د سي ای اې تر ټولو لوړ مېډال دی. هغه اوس مهال په رينو، نیواډه ایالت کې د خپلې ښځې بېټسي سره اوسیږي.
د ژباړن یادونه
د کتاب ژباړه که د کتاب د لیکلو څخه یې ګالل زیات نه وي ترې کم هم نه دي، ځکه چې د کتاب د ژباړې پر مهال باید ژباړه هم پر ولسي ژبه وي او هم باید د لیکوال د ژباړې اصلي متن سره توپیر ونه لري څو د لیکوال نظر ته پکې احترام شوای وي،دغه انډول ساتل له ستونزو خالي نه وي، خو د هغه څه څخه چې بهرنیان یې زموږ د کړیدلي ملت په اړه نورې نړی ته وړاندې کوي ، د ملت خبرول مې خپله ایماني او افغاني دنده وګڼله. د کتاب اصلي نوم فرست ان( IN FIRST) چې پښتو ژباړه یې لومړی ننوتنه ده خودغه نوم کوم ځانګړی پیغام نه درلود، نود دوستانو سره د مشورې او د کتاب موضوعاتو په پام سره مې د کتاب نوم سي ای اې په پنجشېر کې کیښود.
د لیکوال ژباړې د اجازې لپاره مې د لیکوال سره د هغه وبیپاڼې له لارې چې دده کتاب یی چاپ کړی و،د اړیکې لپاره زیاته هڅه وکړه خو بریالی نه شوم او نوموړې ویبپاڼې ته مې د یادونې لپاره یو نوټ پريښود او د کتاب ژباړې ته مې لاسونه راونغښتل، هیله ده چې لیکوال دغه ټکي ته پام وي.
د کتاب د لوستلو پر مهال کله کله د سړي احساسات راپاریږي او د ځینو افغانانو د زړه دردونکو اود شرمه ډک عملونو له امله سړی لعنت ویلو ته اړ کیږي خو لوستونکی باید ترې پند واخلي او نورو افغانانو ته باید له دغه حقیقت څخه پرده پورته او سترګې یې پرې خلاصې کړي.
لیکوال په ځینو ځایونو کې پر افغانانو خاندي او د خپل مجهز پوځ سره یې پرتله کوي خو هغه باید پر هغه حقیقت پوه شي چې دا همغه افغانان دي چې د روسانو ستر او مجهز پوځ یې د هغوی د ځانګړو ځواکونو( سپیتسناز ) چې د وخت مجهزه او د امریکې د اوسني او،ډي،اې څخه ډیر ځواکمن و، په شته والي کې ېې له لویې او شرمونکې ماتې سره مخامخ کړل.
لیکوال د سپټمبر د یوولسمې د پیښې وروسته پر افغانستان باندې د یرغل پرمهال د خپلې ادارې پر بې خبری او د هغوی لږې همکاری څخه تر ډیره سر ټکوي حتی تر دې چې لوستونکی پرې شک کوي چې ښايي د سپټمبر د یوولسمې پیښې هم په خپله د متحده ایلاتو د حکومتي چارواکو په منځ کې د رښتنیوالي په اړه پوښتنې راپورته کړي وي.
لیکوال د امریکې د ادارې په هغه ستراتیژي او کړنلارې چې په افغانستان کې یی پلې کوي، نیوکه کړې او د سمون او د افغان دولت لپاره د یوې داسې ادارې وړاندیز کوي چی د دری ګوني قواوو دمجهز ، کنترول او د کارولو وړتیا پرته له دې چې نړیوالو ته ور غژ کړي، ولري. دا یو په ځای وړاندیز دی او زما په باور،خپل کور په خپله ښه ساتل کیژي او افغانان یی باید واګي په لاس واخلي.
د کتاب په زیاتو ځایونو کې مې د پوځ اړوند لنډ (مخفف) نومونه په (٭) ستورې په نښه کړي او د اړوند پاڼې په پای کې یی اضافه مالومات لیکل شوي دي ځینې نور مې بې له تشریح په اصلي حالت پریښول ځکه چې د ډیرې هڅې سره سره بیا هم ددغه نومونه د اصلي مفهوم او ماناپه پيداکولو بریالی نه شوم خو د لوستلو پرمهال یې لوستونکی عمومي مانا درک کولای او د زیاتې بوختیا ترڅنګ مې د کتاب ژباړه تر دغه ځایه راورسوله، تر خپله وسه مې ژباړه اسانه کړې او هیله ده چې لوستونکي مې تیروتنې وبخښي.
د کتاب ژباړې ته د هڅولو لپاره له ښاغلي اسدالله لایق څخه یوه نړی مننه کوم چې چې هغه د نوموړي کتاب لا لوستی نه و چې ما د هغه له لاس څخه په دې پلمه چې کتاب ګورم راواخسېت او دا دی د یوه کال وروسته مې د هغه د دوام داره هڅونې او ارزښتناکه مشورو په برکت تر چاپه ورساوه، الله دې ورسره مل وي.
منور فدا منګل هغه ځوان دی چې د کتاب په ژباړه کې یې راسره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې، هغه سره له دې چې د دفتر له کارونو به سخت ستړی و، د ورځې په پای کې د تفریح قیمتی وخت به یې د کتاب په ژباړه او مناسبه پښتو کلمو پيداکولو کې لګوه.هغه مې حتی له خوبه رابیدار کړی څو زما سره په دغه له ستونزو ډک خو په زړه پورې هڅه کې مرسته وکړي، هغه به یوازې سترګې وموښلې د کوټې څراغ به یې روښان او چپرکټ ترڅنګ په کوچني سره میز او هغه چوکۍ باندې چې په یوه پښه باندې معیوبه وه،په سختۍ سره کیناست او د کمپیوټر د چالانولو سره سم به یې قلم پر لاس او په کتاب به یې کار پیل کړ، له ده څخه یو ه نړی مننه کوم او ټولنې ته د داسې ځوانانو دعا کوم.
د ښاغلي شمس الله خوستي پر مټونو د برکت وي چې د خپل زیات او دوام داره بوختیا او په داسې حال کې چې خپل کتابونه یې نا مکمل او په نیمايي کې پریښول، د کتاب دومره اوږد او له ستونزو ډک بار په خپلو مټو واخېست چې که چیرې شمس خوستي هڅونه او د هغه دوام داره او نه ستړې کیدونکې مرسته نه وای ښايي چې کتاب تر ډیره وخته ځنډیدلی او حتی په نیمايي کې پاتې وای.له هغه یوه نړی مننه کوم او د لا زیاتې بریا دعا ورته کوم.
همدارنګه له بازمححمد اریوبوال د هم کور ودان وي چې د بوختیاسره سره یی د کتاب په سمون کې راسره مرسته وکړه.
د کتاب په ټایپولو کې زما وړوکي ورور جاوید منګل راسره مرسته وکړله، هغه په خپلو نازکو ګوتو باندې کتاب ټایپ او تیروتنې یې تر خپله بریده سمې کړلې. دلوی څښتن له دربار څخه ورته روښانه راتلونکې غواړم.له تګ وړاندې له احسان الله خوشنصیب هڅې هم د قدر وړ دي چې کتاب یې تر چاپه تیار کړ. نور مو دلته نه تموم، د کتاب لوستلو ته مو رابولم.
د یوه خپلواک او د شا شجاع ګانو څخه د پاک افغانستان په هیله!
لاهور منګل - خوست
۲۰۰۸ اکتوبر ۲۵ د ماښام -۰۶:۳۰
لومړۍ برخه
لومړی څپركى
واشنگټن ډي سي
۱۱-۱۹ سپټمبر ۲۰۰۱
په شمالي ويرجينيا کې د سپټمبر يوولسمه سهار ډېر ښکلی ؤ، ښایسته شین اسمان او نرمه هوا لگېده چې د منې زېری یې تر غوږونو رساوه، په همغه سهار زه د خپل کور نه چې د ویرجينيا په الکزاندريه کېؤ، د نورمال وخت څخه يو ساعت وروسته وخوځېدم. زه له دېورځې څخه يوازې یوولس ورځې مخکې(د سي، ای، اې)د درېمياشتني تقاعد بدلېدو پروگرام كې شامل شوی وم، ددغه یولسو ورځوپه بهير کې مې په دفتر کې د پاکوالي کارونه ترسره کول اوپه عین وخت کې مې د خپل پينځه دېرش كلن تر ټولو زیات خطرناک خو په زړه پورې ماموریت اسناد او سوانح جوړول.
تقاعدزما د پاره یو ناڅاپي بدلون ؤ اوکه رښتیا ووایم ورته سترگې په لار نه ؤم.
د تقاعدد پروسې د بدلولو پروگرام موخه داوه چې د تقاعد شوي مامورينو د پاره هر څومره چې وکولای شي ژوند اسانه او ارام کړي. د مسلک يو ناڅاپه او حتمي بدلون يو څه اندېښیمن کړم. ما بايد د نوموړي پروگرام لاندې درې مياشتې د هغو نورو کسانو سره چې د خپل تقاوت سره مخامخ او زيات يې زما په باور د ښې راتلونکې هيله ترې درلوده، واوسم څو د سي اې څخه د وروستي ژوند په لټه کې راسره مرسته وکړي. سره له دې چې په خصوصي سکټور كې مې دنده خو ښېدله خو زه په دې چې دقيقاً څه وکړم ډاډه نه وم. د تقاعد د بدلولو له پروگرام مې هيله درلوده چې د څو راتلونکو کلونو د واضح پلان د پراخولو دپاره وخت او مشوره راکړي.
دفتر ته په رسېدو سره ډېر خواشينی وم ځکه چې خواشينونکى خبر مې اورېدلای و، چې د افغان تاجکو محبوب رهبر چې ما ورسره لهاوږدې کاري اړيکې درلودې په يوه ځان مرگي بريد كې چې ددوی په قرارگاه پنجشېر کې شوی ؤ، خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
زما لپاره ددې نه نوره بده داوه چې د مسعود جگپوړی سياسي مشاور هم سخت ټپي شوی و، او امکان يې و چې هغه هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.
(مسعود خليلي) او زه دواړه مسلكي همکاران او نږدې ملگري ؤ. د هغه د حالت د خبر په اورېدلو سره خپه او ځان مې بې مرستې احساس کړ.
وژونكي دوه عرب ژورنالستان وؤ او په کومه اسلامي ټولنه(چې تر اوسه نامعلومه: لېکوال) چې مرکز يې په اروپا كې و، اړه لرله. دغه ډېر بد خبر و او عربي نړۍ سمدستي د اسامه او د هغه د القاعده شبکې د ممکنه ښکېلتيا لپاره خپله زاويه د هغوی په لورې وروگرځوله. بن لادن د طالبانو له رهبر ملا عمر لخوا کوربه اود هغه سره په افغانستان كې پټ و، د امريكې دولت ډېره هڅه كوله چې په طالبانو فشار راوړي څو اسامه له افغانستان څخه وشړي. طالبان د گوتوپه شمېر افغان مذهبي شاگردانو څخه چې په شمالي پاکستان كې په ۱۹۹۴ كې د مذهبي سخت دريځه مدرسو څخه په يو داسېځواک واوښتل چې نن ورځ يې د افغانستان د څلورو څخه درې برخې په واکكې درلودې.يوازنی جدي مخالف نظامي ځواک د طالبانو په وړاندي د احمدشاه مسعود او د هغه شمالي ټلواله وه چې یوازې غرنى او شمال ختیځ افغانستان يې تر والکې لاندې و.
د شمالي نازکه او په تار تړلي ټلواله چې د سيمه ايزه جنگسالارانو څخه جوړه او يوازې د مسعود په شتوالي کې سره يوځای وؤ، د مسعود په مړینې سره نوره هم په لړزه شوله، د اسامه په لاس د ملا عمر ترټولو لوی او وروستنی دښمن، مسعود وژل به د ملا عمر په مقابل کې د اسامه محبوبيت نور هم زيات کړي.
په لانگلي ویرجينيا کې خپل دفتر ته راورسېدم او د پخوانۍ قرارگاه د ودانۍ او د موټروله تم ځای څخه چې د دروازې څخه يوازې پنځوس گزه شاته وه، تېر شوم.پخوانی تمځاىپه دفتر کې د لوړرتبه مامورينو لکه مرستيال او د سويلي اسيا مدير مسول لپاره ساتل شوی و، زه اوس د يوې کوچنۍ کمزورې ډلې مامورينو له ډلې څخه وم نو په دې اساس مې باید خپل موټر په پخواني لوېديځتمځای كې درولای وای او دهغه وروسته مې هروخت لس دقیقي تر دفتره پیاده تگ کړای وای. کومه لويه ستونزه نه وه خو زما د ورځني او پخواني مهالوېش د بدلېدو یوه نښه او ياداښت و. زه اوس د ودانۍ په شمال ختيځه برخه کې وم او د لاندينۍ برخې نه چېرته چې زه دوه کاله مخکې وم، نسبتا ارام و.
که نور نه و لږترلږه خپلو انډیوالانو سره نېږدې وم. کله به مې چې اداري کارونه خلاص کړل نو دفتر ته به د راتگ دپاره هره ورځ نه اړ كېدلم. نن سهار دفتر ته ددې دپاره ولاړم چې د خليلي د صحت او شمالي ټلوالې ته د مسعود د مړينې وروسته د جدي او درانده ټکان په اندازه ځان خبر کړم له هغې نه وروسته مې خپل نورمال عادت چې په خوندي کمپیوټروكې د برېښنا لیک او د ورځيني کار کتل وو، دوام ورکاوه.
بيابه مې د لومړۍ فرقې د ریس دفتر مخ ته کافي(قهوه) څښله، دلته څلور يا پنځه کسان ولاړ و او د ټلویزیون کسان هم و، دغه صحنه ډېره غېر نورماله ښكارېدله ځکه چې سهار وخت ډېر مصروف وخت وي او نن سهار جیم هه (نوم)(1) هم موجود و،. زموږ دفتر په بهركې خلاص ويپه داسې وخت كې چې واشنگټن دلته په خوب ويده وي. (لیکوال دلته د وخت تو پیر منظور دى. ژباړن) نو ددې لپاره کله به چې په سهار کې دفتر ته راغلو نو د ساحې(بهر)څخه به د لیکونو دروند بار موجود و، اوهغه باید تنظیم شوى او ځواب ورکړل شوای وای. زه هم ددغه گروپ سره یو ځای شوم او د ټلویزیون د شیشي په لیدو سره هک پک او خوله خلاصه پاتې شوم.
لومړی د د نړۍ والې سوداگرۍ د ودانۍ د ژوبل شوي لورې نه لوگی راپورته شو او د پاک او شنه اسمان په لورې په غوټه غِوټه پورته شو. زما ترڅنگ ددغه کسانو د گروپ په مينځ كې هم حیرانتیا رامينځ ته وه. دوی به ټلویزیون ته کتل اوپه عین وخت کې به په خپل منځ كې هم غږېدل. یوه کوچنۍ الوتکه راغله او دغه ودانييې ووهله. له ځان سره سوالونه راته پیدا شول چې ایا دا د هوايي لیكې سوداگريزه الوتکه وه؟ څنگه دا پېښه وشوه؟ودانۍ ته څومره زيان ورسېده؟ ماته هغه بي دوه پنځوس ډوله الوتکه رایاده شوه چې په ۱۹۹۴ كې د دوړو ډک سهار له امله د دولت د جگپوړو مامورینو له ودانۍ سره وجنگېده. که څه هم دغېودانۍډېره صدمه ولیده خو بیا هم د چاودنې سره ودانۍ مقاومت وکړ. بی له شکه نړۍوال سوداگريز مرکز هم په مساوي توگه ټینگ جوړ شوی و، يو کس د دغه ډلې څخه وویل چې په ۱۹۹۵ کال كې دنړۍوال سوداگريز مرکز په لاندنۍ برخه کې یو موټر چې د چاودېدونكو موادو څخه ډک و، وچاودېد او ودانۍ په پوره ډول مقاومت وکړ. ټلویزیون ته په کتلو بوخت و او دوهمې الوتکې دوهمهوداني سوری کړه. دغه صحنې ټول ولاړ کسان ولړزول او موږ هم په دې پوه شوچې دغه کومه احتمالي پېښه نه بلکه یو منظم پلان و.
سمدستي د ترورېزم ضد له ریاست څخه پیغام راغی چې لږ ترلږه شپږ سوداگريزې الوتكې تښتول شوی دي. او د نورو بريدونو احتمال هم شته. ټلویزیون ته ولاړ کسان بدلېدل رابدلېدل او ټول سرگردان او لړزانده و. موږ هم د ملیونونو امريكايانو په څېر ټلویزيون ته په حیرانتیا سره کتل.
زه د چاودنې څخه سمدستي وروسته د هغې په سختوالي پوهېدم ولې په دې هیڅ باوري نه وم چې دغسي یو کار دېزموږ تر سترگو تېریږي. سکرترې مې د مېز په سر غوږۍراپورته کړه او په دقت سره ټليفون ته غوږ شوه. ما هم د ځان سره خاموشي غوره کړه چې سکرترې سترگي راپورته کړې اوویې ویل چې د پنټاگون سره همدا اوس یوه الوتکه وجنگېده او د ودانۍ ۳۹۵ برخې سره څنگ ته برخه يې ووهله. دې خبرې بېواکه کړم او ها خوا دېخوا گرځېدم ځکه چې په پنټاگون كې زما زوی کرستوفر مامور و. سوالونه مې په سر کېگرځېدل چې ایا هغه به ټپيوي، که پکې مړشوی دی؟ زه نه پوهېدم چې د ودانۍ په کومه برخه کې کار کوي خو دهغه د خوندي توب دوعا مې کوله. ماخپلې لور جينېچې ددولت لخوا په ختيځه اسیا كې د بېرو (Bureo)غړي وه، ټليفون وکړ. جیني په ټليفون خبري پیل کړې او غږ یې د احساساتو له امله بند بند کېده، هغې هم دغه خبر اورېدلی و او سمدستي یې کریس ته د ټليفون کولو کوښښ کړی و، خو د ټليفون د شبكې د بوختيا له امله اړيکه ونشوه. ما د جيني څخه د کېټ چې زما بله لور وه، پوښتنه وکړه، جیني وویل چې هغې ته یېټليفون کړی و او په روزلين ویرجينيا كې وه، او خوندي وه.
كېټ ورته ویلي وو چې تر هغې به په دفتر کې پاتې شي څو چې حالات نورمال شوي نه وي. ما جیني سره په مات غږ خدای په اماني وکړه. ماته دا ښکاره شوه چې ددولت ریاست ودانۍ به په دغسې حالات کې ترټولو جذابه نقطه وي. جیم د خپل دفتر څخه راووت ا و د ټولو د پاملرنې دپاره یې د تیارسی امر ورکړ. جیم ته د اووم منزل لخوا امر ورکړ شوی و. (په اووم منزل کې لوړپوړي چارواكياوسېدل) چې د سي ای اې دغه وداني باید خالي شي څو لوړپوړي چارواكيپه كې خوندي شي.
رپوټونو دا هم وویل چې لږ ترلږه یوه بله الوتکه په هوا كې وه او هدف يې واشنگټن و. په پنټاگون باندېبريد د دې ثبوت و چې په ډي سي (1)کې چارواكې ددوی راتلونكې هدف و او باید ټول د ودانۍ څخه په بیړه وایستل شي. ما هم په زینو کې منډې وهلې او همکاران مې پرېښودل ځکه چې خطر و او دغه صحنه ما ته ډېره ترسناکه او د حیرانتیا وړ وبرېښېده. زما دپاره د سي ای اې سره د کار کولو مختلفې تجربې وې.
نور کله به چې بحران وو، نو کار به دوه چنده کېده ولې دا ځل بحران توپير کاوه او زیاته برخه یې له بحران څخه منډې وهل و. کله چې له دروازې څخه بهر ووتم ومې لیدل چې په زرگونو مامورین په یو ځای وتلي او دسرک په سر يې گڼه گوڼه جوړه کړې وه. زه په قهر خو په عین وخت ډار شوی هم وم.
ما د خپلېمېرمنې او د لور دخونديتوب په خاطر اندېښنه درلوده. له خپل لور كېټ سره مې د اړيكو نیولو کوښښ وکړ خو د ټليفون لیکېډېرېبوختې وې، ما هیله لرله چې هغه ترهغې په دفتر کې پاتې شي څو چې دغه بحران پای ته ورسیږي. ما د خپلېمېرمنې (بیټسي) سره اړيكه ونیوه. بیټسي په بېروت، لبنان كې ددولت د ریاست لخوا په موقتي توگه په دنده گومارل شوې وه. او هغه په دې پوهېده چې دغسې یوه پېښه به د امرېکې څخه بهر څه اغېز ولري.
بېروت په تېرو څو کالونو کېډېر خوندي شوی و خو په داسې وخت كې مې دبیټسي په اړه فكر كول اړين نه ؤ. وروسته ماښام ښه خبر دا و چې کریس په هغه شپه تر ناوخته په دفتر کې کار کړی و، او په دې اساس سهار دندې ته ناوخته تللی و. (1)
کله چې پیټاگون سره الوتکه وجنگېدله، کریس یوازېمېټرو سټېشن ته رسېدلای و او کوڅی سمدستي د پېښی څخه وروسته بند وي. هغه خلک چې په کوڅو كې بند و، خوندي او د لنډ وخت څخه وروسته ټول له ساحی څخه بهر شول. جینی او كېټ دواړه کورته په لړزه خوندي راغلي. لږ وروسته بېټسی ماته ټلیفون وکړاو ويې ویل چې تر هغه ټول بهرنۍ الوتنې د امريكې خاوري ته د يوروپ څخه د څو ورځو دپاره وځنډیدل او بېټیسي د یو څو ورځو دپاره په بېروت کې بنده وه.
د حالاتو تر نورمال كېدو پوري هغه خوندي وه. زما راتلونکې څو ورځېله حیرانتیا ډکې وې. که څه هم چې زه د کورنی د غړو په اندېښنه کې نه وم خو د نوموړې پېښې په اړه د مطبوعآتو دوام دار غږېدلو دغه غمېزه را په یاده وله. په راتلونكېکې زه په دې وتوانیدم چې خپل دفتر ته راوگرځم او په حیرانتیا سره مې د تېرو ورځو نیمگړي اداري چاري د سپټمبر په دېارلسمه پای ته ورسولې.
درسمي دندې د نه درلودلو او په دفتر کېد گردانۍ د له منځه وړلو دپاره مې د څو ورځو د رخصتي غوښتنه وکړه. او د خپلې راتلونكې په اړه مې د فکر کولو دپاره وخت پیداکړ، زه سرگردان او د نورو هېوادو په څیر قهرپه دې وم چې د هغه خلکو سره چې دغه بې گناه خلک یې په ډېره ناوړه توگه وویرول، څه وکړم. تېره شپه د بېټسي د راتگ سره مېپاملرنه بېرته خپل عادي ژوند ته واوښته. د شپې ناوخته کورته ټليفون راغی او زما څخه يې غوښتنه وکړه چې د کوفربلاک چې د ترورېزم ضد دفتر د مشر سره د خپل کار په دفتر کې سهار وختي وگورم. زه هیڅ نه پوهېدم چې کوفر به زما څخه څه غواړي. د موټر د چلولو په وخت کې مې هم په دې چې په غونډه کې په کومه موضوع غږېږم، فکر کاوه.
کوفر جسماً غټ او شپږ فوټه لوړوالېيې درلود، هروخت به یې پاکې او ځلېدونکې جامې اغوستلې، هغه د گرم هرکلي څخه وروسته د غونډو کوچنيمېز تهور وبللم.
هغه نیغ په نیغه په موضوع باندې خبرې پیل کړې ويې ويل، گیري ته باید د سي ای اي د افسرانو کوچنی گروپ(1) افغانستان ته وېسي او هلته باید د شمالي ټلوالې سره په تماس او هغوی دې ته وهڅوې چې د سي اى اې او د امريكې اردو سره په داسې حال كې چې د اسامه په لټه پسې ځي، په پوره ډول همکاري وکړې، په عین وخت کې ددوی پوځي ځواک ارزیابې کړي او لازمه مشاوره راکړې چې شمالي ټلواله په پوره ډول سره مجهزه کړو څو طالبان له منځه یوسي اوموږ ته د اسامه بن لادن د نیولو لاره خلاصه کړي. کوفر لږ په چوکۍ را مخته شو او ویې ویل: گیري نوموړى یو له خطره ډک ماموریت ولېډېر مهم دی او ته په رښتیا هم د گروپ درهبري دپاره ترټولو ماهر افسر یې. ماپرته له ځنډه ځواب ورکړ چې هو: بلې زه باید دا ډله رهبري كړم.
ددی دپاره چې تاسو له ماڅخه غوښتنه وکړه، زه ویاړم او له تاسي څخه منندوی یم. کوفر له ماڅخه مننه وکړه او ویې ویل چې هرڅه پیسې، کسان او نور تجهیزات چې گروپ ته پکاریږي هغه به د گروپ په خدمت کې ورکړل شي. هغه له ماڅخه وغوښتل چې له راډ سره چې د ځانگړوعملیاتود فرقي (ساډ) مشر و، ووینم. او د هغه نظر او وړانديز واخلم.
مآ هم مخکې له مخکې دغه فکر کړی و. کوفر له دفتر څخه راډ ته ټليفون وکړ او خبر یې راکړ چې هغه زما د لیدو په انتظاردی، راډ زماسره د خپل دفتر په مخکې هرکلی وکړ. راډ د سمندري ځواک پخوانی غړی و او په هغه ډول یې ځان ساتلای و. د سر ویښتان یې په همغه ډول لنډ ساتلي و. زه ډاډه وم چې هغه تر اوسه دومره رخصتیانې نه وې کړې، راډ هم د کوفر خبرې تکرار کړې او ويې ویل چې هر څه چې د گروپ دپاره پکاریږي هغه به د گروپ په خدمت کې ورکړل شی. هغه یوه غوښتنه درلوده او هغه داچې د هغه یوه مامور ته باید په گروپ كې دمرستیال په توگه ځای ورکړم او ریک يې خوښ کړ، ما سمدستي هوکړه وکړه، ځکه چې ریک مې څو ځلې لیدلای و او هغه په لوړو استخباراتي معلوماتو یا(اس ای اس) کې تر ټولو ځوان او ښه شهرت درلودونكې افسر ؤ.
ریک ته موږ انتظار و، او په عین وخت کې راډ ددغه عملیاتو په اړهخپلې اندېښنې څرگندې کړې، هغه دا وویل چې افغانستان ته د سي ای اې د دغه گروپ د لیږلو پريکړه د سي ای اې د مشر (جورج ټینیټ) په مشری وشوه او څو چې راډ د گیري(لیکوال) سره لیدلی نه وي تر هغی به مېوري چې د سي ای اې پخوانی تخنیكې افسر ؤ، د ډلې د تنظیم کولو دنده په غاړه ولري.
راډ خپلو خبرو ته دوام ورکړ اوويې ویل چې مېوري د بوړبوکۍ په شان کار کوي خو څومره چې کار کوي هغومره تخریب هم کوي. ما مېوري د خليج او د رياض دجگړې له وخته راهيسې پېژانده او هغه ماسره په نظامي مسلكې پروگرام کې چې په عراق – کويټ(عراق اشغال کويټ. لېکوال) کې د څارگرو مالوماتو غني کول وؤ، کارکاوه.
هغه په ښکاره ډول د بېوروکراتيک ادارې له امرونوڅخه سرغړونه کوله او هغه افسرانوته چې يې کارکاوه احترام نه درلود. هغه د خليج د جگړې له پای ته رسېدلو، وروسته سملاسي له دندې څخه استفا وکړه او بيا وروسته يې د ترورېزم ضد رياست کې د قراردادي په تو گه دنده پيل کړه. زه په دې پوهېدم چې زه به له ميوري سره په اغېزمن ډول کاروکولاى شم او داچې ده په سمندري ځواک په (سيل)(1) کې کار کړى ؤ، زموږ د گروپ لپاره په بشپړه توگه ښه کانديد ؤ. ريک راورسېد او له ستړيمشي وروسته مو په دې چې چېرته مو سره ليدلي و، په لنډه توگه خبرې سره وكړې. ، له هغه وروسته مې زما د گروپ د معاون په توگه مباركې ورکړه. زموږ کاري تجربې يو د بل سره برابرې شوې. زه په افغان چارو كې د ١٩٧٨ کال را په دېخوارا ښکېل شوى وم او د ١٩٨٨ تر ١٩٩٠ پوري مې شخصا د شمالي ټلوالې سره ناسته او ولاړه کړېده. ريک د ځانگړو ځواکونود اې (اول) گروپ پخوانى غړى ؤ او په کالونو ساحوي تجربه يې درلوده او ما هم د داسې همكار د پيداكولو له امله خوښي څرگنده کړه.
له راډ سره د خدای په اماني وروسته ميوري ته د کتلو لپاره ولاړوڅو د هغه د هڅو د پرمختگ څرنگوالی مالوم کړو. زه او ريک د ميوري سره څو ساعته کېناستو هغه په رښتيا هم د فعاليتونو مور وه، هغه د دفترونو سره تماس نيولى ؤ څو هغه تجهيزات برابر کړي چې په افغانستان كې ورته اړتياوه.
هغه د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو له فرقي سره اړيكې نيولې وه څو مرکزي اسيا ته د گروپ د لېږلو ترتیبات برابر کړي چېرته چې موږ غوښتل چې افغانستان ته د سفر نه مخکې هلته قرارگاه جوړه او سفر ته تيارى ونيسو. ميوري يو ځوان د سي ټي سي (ترورېزم ضد مرکز) زموږ ټيم ته وگوماره. ما او ريک د ميوري ددغه پريکړې له امله هيڅ ونه ويل خو هغه کارونه چې ميوري کول موږ له ځان سره ياداښت کول. ميوري ښه پيل کړیؤ خو د يو کس لپاره ډېر کار مالومېده. ددي دپاره ما يو څو فکټورونه لرل چې موږ بايد په نظر كې نيولي وای او هغه دا چې گروپ بايد کوچنى وي او شپږ يا اووه کسه وي، په دې کې بايد يو د مخابرې ماهر وي او يو يې بايد ډاکټر وي، ما له ځان سره د مخکې نه پرېکړه کړې وه چې د ميوري لخوا گومارل شوی افسر بايد زموږ د ټيم سره يو ځاي نشي يو خو دا چې د سي اى اې سره يې پخوانۍ کاري تجربه هيڅ نه درلوده او بل داچې د سيمي (افغانستان) سره هيڅ بلد نه ؤ. موږ جمله پينځه کسان شوو، ما وويل چې ددغه پوست لپاره چې د عملياتو افسر ؤ، زه يو تجربه کار کس پېژنم او ريک هم د ځانگړو فعاليتونو افسر د پاتې پوست دپاره وړانديز وکړ.
زه نور دې ته متوجه شومچې گروپ تياردى او ښايي په افغانستان كې په مياشتو وځنډېږو او گروپ مو بايد په لوجيستيكې موادو سمبال شي، په يو ځل چې هر څومره مواد چې په خوندي ډول لېږلى شو بايد ویې لېږدؤ. ما ريک ته وويل چې موږ بايد د هغو مهمواداروي او لوجيستيكې موضوعاتو له امله نن شپه سره جلا شو اوپه هغه ستونزو باندې چې موږ ورسره په ساحه كې مخامخ كېږو، فکر وکړواو راتلونكې سهار سره يو ځاى شو څوگروپ او مهم توكي سره يو ځاى کړو. ما يوازې په دې فکر کولای شو چې ما ته اوس فرصت راکړل شو څود اسامه او د القاعدې په وړاندې رښتينى غاښ ما تونكى ځواب ورکړم.
د غبرگو ودانيورالوېدل، پنټاگون په لمبو کې او د هغه تور لوگى او په پينسليوانيا كې د لمبو ډکتور غار زما په مغزو كې بلکل ځاى موندلاى و. زه په دې پوهېدم چې د اسامه بن لادن د نيولو يوازېنۍ لار په هغه پسې افغانستان ته تلل او د هغه د ښکار دپاره موثره لار د طالبانو دځواکونو چې د هغه ساتنه يې کوله، له منځه وړل ؤ او د دغه کار دپاره يواځنۍ اغېزمنه لار د هغه يو ځاى شوي ځواک چې د طالبانو له منځه وړلو توان يې درلودد مسعود شمالي ټلواله او د هغې څخه گټې اخيستل ؤ.
زه په دې وېرېدم چې د مسعود له مړينې وروسته به د دوی ټلواله دومره لړزېدلي او بې موراله وي چې د جگړې كولو توان به ونلري. د هغه څه نه چې زه اوس ډارېدم هغه د دغه دندې څخه د بېټسي (د ليکوال مېرمن. ژ) خبرول ؤ. زما ميرمن ددولت د رياست افسره وه اودتېرودولس کالونود شريک ژوند په بهيركې يو شمېرله خطره ډكې دندې يو ځاىسره اترسره کړي وې. د خليج جگړې په بهير کې موږ په يو ځای و.
په داسې حال کې چې عراقي سکډ ميزايېل به زموږ په سرونوپه هوا کېچاودېدل. په رښتيا هم د عراقي بيالوژيكې، كېمياوي او د غټو سکډ ميزايېلو دنږدې چاودنو او د عراقي تروريستي پېښو خطر په ځان اخيستي وه. موږ دواړو له هغي وروسته درېنيم کاله په اسلام اباد کې دنده تر سره کړه بيا مو هم د دوام داره تروریستي پېښو خطر احساس کاوه. هغه په افريقا كې د امريکې د سفارتونو په ضد د چاودنو له امله له اسلام اباد څخه د احتمالي پېښود گواښ له امله په بېړني توگه وايستل شوه (د خطر د زياتوالي له امله. ژ) خو هغېبيا هم راتلونكې پسرلي ته د دندي د په پای کې اسلام اباد ته را وگرځېده. خطرناک ځايونه او له خطره ډکې دندې د بېټسي دپاره عادي وې. د کلونو په تېرېدو دي هم په حقيقت پوه شوه چې زما د سي اى اې دندې زه د هغه افسرانو څخه ډېر په خطر کې اچولى يم کوم چې په بهر كې د نورو دولتي اورگانونو لخوا په دنده گومارل كېږي. خو زمادپاره دغه د ټولو څخه زياته خطرناکه دنده وه. ما د افغانستان په حالاتو او شمالي ټلوالې ته د احمد شا مسعود له مړينې څخه وروسته د ټکان د رسېدو په اړوند بحثونه کړي وو. او زه اړ وم چې ورته مې ويلي وای چې که چېري حالات خراب شي، او شمالي ټلواله ماته شي موږ به سره جلا او په ژور خطر كې د لوېدلو امکان ؤاو په دېمې دروغ نشو ويلای چې موږ تهبيا به په هغه وخت کې د مرستې او ژغورنې کومه هيله نه وي. زه په دې پوهېدم چې بېټسي بهپه دې قهر وي چې د دغه دندي مسؤليت مې د خپل کاري ژوند په دومره ناوخته پړاو کې په غاړه واخيست. زموږ ژوند هم ډېر په نرمه لار روان ؤ او موږ د تقاعد د اخيستلو او د امريكا د دولت له چاوکاټ څخه بهر د کار کړلو پلان درلود او اوس دغه ټولې هيلې په خطر کې وې. موږ په هغه شپه تر ډېره ناوخته پدغه ماموريت غږېدو او په ورته وخت کې هغې لکه څنگه چې ما باورد درلود، غصه او اوښکې هم بهولې. بېټسي په پاى کې په دې پوه شوه چې ما دغه دندې ته ملا تړلي ده او کله چې هغه د خوب ځای ته تلله ويې ويل، زه پوهېږم چې ته حتما ددغه دندې د ترسره کولو دپاره ځي خو زه په دې نه پوهېږم چې ته ولې غواړې خپل ځان په خطر کې اچوې. زه به کوښښ وکړم څو ستا د دندې ملا تړ وکړم خو په عين وخت كې نشم کولای خوشاله ښكاره شم. زه په دې پوهېدم چې هغهد دې توان نه درلوده چې له ماسره دغه خطر شريک کړي او د هغې دپاره دغه پرېکړه تر هر څه سخته وه.
دويم څپرکى
بل سهار غونډه په ارام سره تېره شوه. ما تر ټولو لومړى په خبرو پيل وکړ. د دي دپاره چې ميوري په اصولو پوه شوی وي، زه د گروپ مشر وم، او ريک مرستیال و.
زه او ريک به د گروپ د جوړښت او د تنظيم پرېکړې کوؤ. د سپټمبر ديارلسمه نېټه وه او موږ بايد د امريکې څخه په يووشتمه نېټه سفر پيل کړاى واى په دې اساس د سفر دپاره د تياري نيولو پوره شپږ ورځې مو لرلې. دغه شپږ ورځې دومره پوره وخت هم نه و خو بياهم کولاى مو شول چې کار پيل کړو او اووم منزل(لوړ پوړي چارواكي) په دې خوښ کړو. د ريک تماس د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو فرقي) سره په دې بهتر و چې هغه هلته پخوا لوړپوړي چارواكې و او په دې پوهېده چې د ساډ فرقي توانايي څومره ده او په دقيقه توگه له چاسره په اړيكه كې شي. زه په دې تر هغه سهار نه وم خبر چې ريک ددوو مياشتو نه زياتې مودې دپاره د ژبو زده کړو کورس نيولای و اوهغه هم د ملک څخه بهر د دندو لپاره.
د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو فرقه كې د ريک د ددندي په و خت هغه د ځانگړو عملياتو په څانگه كې ډېر ملگري درلودل او هغه ددغه ملگرتيا څخه په گټې اخيستلو سره په دې ډاډه شوی و چې د اړتیا په وخت كې د هغه قطعاتو سره چې په افغانستان كې ښايي کاروکړو، د مرستي غوښتنه وکړو.
دريک دغه نظر مې چې بايد دامريكې د پوځ د ځانگړو عملياتو څخه يو نماينده خپل گروپ ته د يو غړي په توگه راوبالو، ومانه.
ميوري د لوجيستيک مسوليت په غاړه درلود.
وسلې لکه توپانچې، توپک او مهمات، او د سفر دپاره تيار جوړ شوي خواړه، داوبو د تصفيه کولو توكي، د سفر دپاره کوچنی لاپ ټاپ کمپوټراو دهغه دپاره نور تجهيزات او داسې نور موادو ته مواړتیا درلوده.
موږ په قرارگاه د يو کوچني لنډ مهاله دفتر ته هم اړتیا درلود څومو د خپل گروپ دلېږلودپاره نېغه اړيكه درلودلاى واى.
ريک دپاپي سره تماس نيولای و، ريک له پاپي سره چې د اړیکو افسر ؤ، په بوسنيا كې کار کړاى و.
پاپي ډېر تکړه ساحوي ارتباتي افسر(1) و او اوسني دنده يې دلته په قرارگاه كې وه، ريک تېر ماښام له پاپي څخه غوښتنه وکړه.
پاپي پرته د کوچني ساه بندي څخه ومنله او اووم منزل(لوړپوړي چارواکو دفتر) هم په دې اړه کومه ستونزه نه درلود. د پاپي په رسېدو سره به ډله نوره د ارتباتي ستونزو څخه په امن كې وي.
ريک وويل چې د ډاکټر څخه بايد غوښتنه وشي څو زموږ سره په گروپ كې د ساحوي ډاکټر په توگه کار وکړي، ما هم پرتهله کوم نظر هوکړه وکړه، ځکه چې ډاکټر زما د لاس لاندې په ریاض کې د مېوري سره په یوځای کار کړی و او هغه د ځانگړو ځواکونو سره پخوانۍ پوځي ډاکټر ؤ، په ويتنام او نورو خطرناکه ځايونو کې یي ښه کاري تجربه درلوده. د تقاوت وروسته هغه د سي اى اې د طبې خدماتو له څانگي سره يو ځاي شو. ډاکټر تر ټولو ننگونكې او په خطرناکو چاپېريالو كې کار کړی دى، سربېره پردېيې بيا هم وخت پيداکړى څو د مرستياله ډاکټر بری ليک ترلاسه کړي، او څو ډېر ښه نظامي تاريخ کتابونه يې ليکلي دي.
زه او ريک په دې پوهېدلو چې د ډاکټر څخه غوښتنه وشي هغه به بې له کوم فکر څخه دغه دنده ومني، سره لدي چې یوازې څو مياشتي وړاندي د ترورېزم د مبارزي د مرکز لخوا د امريكې څخه بهر هم په دنده گومارل شوی و.
ريک تېره شپه خبر ترلاسه کړ چې ډاکټر په گانډر، نيو فاونډلر کې بند پاتې ؤ. هغه د نړيواله الوتکو د هغه مساپرينو له ډلې څخه ؤ چې د سپټمبر د پېښې وروسته اروپا ته گرځول شوې وې. هغه د خپلې دندې څخه کورته راروان و. دغه پېښي هغه بحث چې ډاکټر له کوم ځایه د گروپ سره یو ځای شي، منځ ته راوړ.
د الوتکو هغه ټاکلي امکانات چېموږهلته لرل، ددي سبب گرځېده چې د ډاکټر يو ځایكېدل ښايي ځو ورځي ونيسي.
د ځانگړوفعاليتونو فرقي ريک ته خبر ورکړ چې يو روسي جوړ چورلکه چې اوس مهال په مرکزي اسيا کې زموږ انتظار دی، به افغانستان ته زموږ د لېږلو اصلي وسېله وي. ددي لپاره چې چورلکه په نسبتا هوسا ځایكې لاسته راوړو، هڅې رواني وي. موږ د خپل خونديتوبلپاره چورلکه او توكي ازميلې، معاينه اود شمالي ټلوالې له نماینده سره مو وروستنۍ دقیقې اړيکه ټينگه وای څو زموږ د چورلکې هوایي کرښه او د سفر ترتیبات د خپلو افغان کوربه گانو او سیمه ایزه مهمو حکومتونو لخوا تصديق شوي وای.
د اوزبکستان تاشکند او يا د تاجکستان، دوشنبه تر ټولو احتمالي ځايونه و چې موږ به دهغه څخه د افغان خاوري ته ننوتلو.
ريک وويل چې ډاکټر بايد تاشکند ته ولاړ شي او هلته له گروپ سره يو ځای شي. تاشکند تر ټولو منطقي انتخاب ښکارېده ځکه چې د امريكې دولت ورسره نسبتا ښي اړيكې دردلودي، او ددي اړيکو پراختيا د ازبک حکومت د اندېښني سبب گرځېده. که چېري تاشکند زموږ وروستني هډه نه واى انتخاب، بيا به هم د ډاکټر په تاشکند كې د گروپ سره يو ځاى كېدل نسبتا اسان و. ډاکټر زموږ په ډلهكې دوهم زوړ(د عمر په لحاظ. ژباړن) سړى و. زه نهه پنځوس او ډاکټر اووه پنځوس کلن و.
کريس د اوپراسيون د افسر په توگه زما په نظر كې و. کريس که په ساده توگه ووايم ترټولو بهترين اوپراتیفي افسر و او ما سرهيېډېر وخت کار کړاۍ و.
په ٢٠٠١كې يې د طالبانو او د ترورېزم په نښه کولو له دفتر سره په پاکستان كې خپله څلورکلنه موده سر ته ورسوله. هغه د سيمي او منطقي سره بلدتيا درلودله. هغه افغانان پېژندل او په روانه توگه يې په پاړسي ژبه خبرې کولې. (هغه ژبه چې د افغانستان په شمال کې محلي خلک ورباندي غږېږي. لیکوال) او د پاکستان په زياتو ځايو كې پلیگرځېدلى و.
گرو پ سره يو ځایكېدل به دده يوه قرباني په دې وي چى دی لا له وړاندې د خپلې کورنۍ څخه د يو کال دپاره جلا وتني کړې وه. په پای کې رېک د گروپ د اووم کس لپاره سټان راوپیژاند.
سټان د ځانگړو فعاليتونو يواځنى انتخاب و. هغه د سمندري ځواک پخواني غړۍ او د لویو عملياتو او د سي اى اې د اوپراسيون د څانگي څخه په پوره ډولروزل شواى و. د گروپ سره د سټان یوځای كېدلو له امله به زموږ څارگره برخه نوره هم ځواکمنه شي. زموږ گروپ يواځي د ساډ(ځانکړوفعاليتونو فرقه) نماينده په يو ځایكېدو سره د سفر دپاره تيار و.
يو وروستنی شى پاتي و، او هغه دگروپ دپاره مناسب نوم و.
زه په دې نظر وم چې گروپ به د شمالي افغانستان د ارتباتي گروپ؛ یا(NALT)(1) نوم ورکړو او دغه نوم د شمال ختیځه فرقې لخوا شمالي افغانستان ته د پخوانیو لیږل شویو گروپونو ته ورکړل شوی و.
که څه هم زموږ د گروپ دپاره په شفري نوم جابريکر يا ژامي ماتوونكې وي دا يو کوچني خو په سمبولي توگه مهم امتياز و.
هغه مرغی يا چورلکه چې په هغېباندې به موږ په افغانستان كې عمليات کول د شمال ختیځې فرقي امانت و خو د ترورېزم ضد مرکز د هغه ستونزې لپاره چې موږ افغانستان ته سفر کاوه، خپل گاڼه. په تېرو وختو كې چې کوم گروپونه افغانستان ته لېږل شوي و، د شمال ختیځې فرقي او د ترورېزم په وړاندې مرکز لخوا د نظر بېلوالۍ موجود و خو ما غوښتل چې د فرقې دننه غه کورنی سيالۍ په ټيټه اندازه كې وساتل شي.
پاپي په هغه سهار ناوخته راغى او ما او ريک په پرمختگ او د گروپ په حالت پوه کړ. پاپي د اړیکو نیولو موادو په لست جوړولو بوخت شو. او ويې ويل چې هغه به تر ماسپښين پوري زيات کار خلاص کړيما ورته وویل چې د ستونزې سره د مخ كېدلو په مهال له ماسره سمدستي اړیکه ونیسي او که زه یې په حل کولو ونه توانیدم نو زه به له کوفر بلاک سره د خنډونو د له منځه وړلو لپاره اړیکه ونیسم.
ما هم د وخت په تېرېدو سره پاپيخوښېده. پاپي خپل ځان ته لوړ فکر نه کاوه او په کار کې هومره وړتیا درلودله چې نور ترې اغېزمن كېدل.
سټان هم ناوخت راغى هغه هم لېوالتيا درلوده. هغه د ظاهري بڼي څخه ډېر ځوان ښکارېده او تقريبا د څلويښت يا د هغه څخه کم عمر ښكارېده.
هغه وړين زوړ شوي ته ورته جاکټ درلود، د څرمنې لستوڼې لرونکې بنین یې په ځان و، هغه وويل چې په روسي ژبه په روان ډول خبري کولاى شي.ما فکر کاوه چې د نشته څخه بهتردى او په پنجشېر دره كې به په گټه تمام نه شي خو ما غلط فکر کړى و.
رېک د غرمي وروسته د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو فرقي د لوجستيک د مسول سره يو ځای راغى. د ساډ د لوجيستيک مسول موږ ته ډاډ راکړ چې ددوی يود کانفرانس کوټه به زموږ د گروپ دپاره خالي كېږي او په دې ترتيب موږ کولاى شول چې لنډمهاله کارځای او په څنگ كې خوندي برښنایي اړیکه هم ولرو.
په شپاړسم سپټمبر باندې دغه کوټه د ژامې ماتوونكي گروپ جايداد وگرځېده. ريک په هغه ماسپښين معجزې ته ورته کار وکړ. هغه د کوفر بلاکمېرمن زموږ د موقتي د دفتر د منیجرې په توگهپه داسې وخت کې چې موږ د سفرلپاره تیاري نیوله، وټاکله.
مېرمن بلاک ډېره اغېزمنه، زحمت کښه او د خپلې دندې توان لرونكې وه.
دترورېزم په وړاندې دمرکز له مشر سره د هغې پټ خو ډېر نږدې اړيكې هغه مخالفت چې د نورو سره د مرستې د غوښتنې په وخت كې لرلاى، له منځه يووړ. ميوري د سي ټي سي (ترورېزم ضد مرکز) له ريس سره د گروپ د غړو دپاره د ساحې دپاره د جامو غوښتنه وکړه. ميوري وويل چې هر غړی د کالو د رانیولو لپاره د ١٢٠٠ ډالرو پورې لگښت کولاى شي.
په پایكې موږ په دې هوکړه وکړه چې کريس او ډاکټر دپاره جامې او نور اړين توكي واخلو او ماموريت ته د تگ په وخت كې یې له ځان سره ولیږدوؤ. که څه هم موږ ددوی دپاره ددوى او د ساحي سره سم رنگونه نه ؤ اخيستي، خو نسبتا ښه مو مجهزکړل.
د بهر دپاره د سامان خوښول څومره چې ساده ښکاري هومره ساده نه دي. موږ په دې نه پوهېدو چې زموږ د ژوند حالات به څنگه وي؟ د ميلې په ډول په څپرو كې به وي او که د خامو خاورو څخه جوړشوي کوټو كې به وي؟ ايا محلي خواړه به موجود وي او صحي اوبه به موجودې وي؟ او په دې ترتيب له څه ډول هوا سره به موږ مخامخ و. موږ په دې پوهېدو چې د پنجشېر په دره كې هوا گرمه نده او د مياشتو په دوران كې باران هم نه و شواى. موږپه دې هم پوهېدو چې واوره هلته د اکټوبر مياشتي د نيمايي څخه پیلكېږي. د غرونو په سر خو تردي لا وړاندي هم واوره پيل كېږي. ايا په دره كې به د واوري سره مبارزي ته اړ شو؟ او ايا د ژمي بارانونه به هم وي؟ ځکه چې موږ ټولو د چورلکو په ذريعه افغانستان ته سفر کاوه، د سامان وړلو لپاره به محدود ځای ولرو. اضاف تیل، جنراټورونه، وسله، د اړیکو توكو د وړل به زموږ شخصي سامان کم وړلو ته اړ کړي.
نوددې دپاره د جامو گډ انتخاب، مناسب بوټان، د خوراک لپاره لوښي، د اوبو د تصفیه کولو توكي، اړین تخنیكې سامان لکه چاقوگان او قطب نامو وړل مهم وو.
هغه وخت كې که چېرې اړ شو، چې د وروستۍ هډې څخه د نوموړي سامان څخه يوازې نيمايي برخې په وړلو وتوانېږو، نو بايد څه وکړو؟
څنگه به دا ټول سامان وویشو؟ دلته کوچني غلطي به په هغه سر کېډېرې ناوړه پايلې ولري، ما او ميوري په همغه شپه دواړو په نوموړې مغازه كې درې ساعته تېر کړل څو دا ټول سامان واخلو، د سودا په پاى كې زه اوميوري دواړه مشهور مشتريان ونومول شوو.
درېم څپركى
د سپټمبر د اوولسمې پر سهار د ساډ يا د ځانگړو فعاليتونو د څانگې له لوړپوړو مامورينو سره كېناستلو چې د لېږدونې د تيارۍ په اړه ورسره خبرې اترې وکړو. زموږ د مأموریت او راسره توکودڅرنگوالي په پام کې نیولو سره چې موږبایدله ځان سره اخیستي وای زموږ د لیږدونې لپاره په گډه د امریکې پوځي الوتکه او یوه کرایه شوې الوتکه په پام کې ونیول شوه. دلېږدولو دچارو پازوال مأمورچې زموږدعلمياتودغه چارې یې سمبالولې وویل چې د سفردلومړي پړاولپاره به مو دامریکې دپوځ د سي پينځه ای ډوله الوتکه ترټولو ښه وي چې په عادي مهال ویش سیمې ته الوتنه کوي او زموږ ډله او توكي به په دلاوري(1) کې د دوور له پوځي هوايي ډگر څخه د جرمني تر فرانکفورته پورې ولیږدوي. له هغه ځایه موږباید دامریکې دپوځ ترڅارلاندې نورې اسانتیاوې وکاروو. له همدغه ځایه موږ باید ایل ۱۰۰ چارتر الوتکه (د سي ۱۳۰ ملكې ډوله کارگو الوتکه) ونیسو چې دازبکستان ترتاشکند ه پورې په کې ولاړ شو.
له فرانکفورټ څخه ترازبکستانه زموږ د الوتنې وخت، د ازبک حکومت دهوايي کرښې دوخت پر ټاکلو او هوایي اجازې پورې تړلی ؤ. په تاشکند کې زموږ د سي اى اې افسرانو ډېر ه هڅه کوله چې د ازبک حکومت هغه راپورته شوي بېوروکراتيک خنډونه هوار کړي چې گڼې ازبک حکومت نه غواړي د هغوی هېواد دې دیوې اډې په توگه د سي اى اې د پرسونل له خوا افغانستان ته د ننوتلو لپاره وکاورل شي. که څه هم د امريکې حکومت د ازبکستان له حکومت سره ډېرې ښې اړیکې درلودلې خو دغه سياسي حساسيت چې ددغه مأموریت دتر سره کولو لپاره دې دازبکستان خاوره وکارول شي باید حل شوي واى. دلته موږ د روسېې د حکومت مرستې ته چې پرازبک حکومت یې پیاوړې اغېزه درلودله، اړتیا درلودله. موږ ته ډاد راکړل شوچې که اړینه وگڼل شي نو ولسمشر بوش به له روسي مشر پوتین سره اړیکه ونیسي چې راودانگي.
موږ د چورلكې په اړه نور معلومات هم ترلاسه کړل. چورلکه په روسیې کې د درندو کارونو لپاره جوړه او د پوځیانو او پوځي توكو د وړنې راوړنې وړتیا یې درلودله او سي اى اې (د امريكې څارگره اداره) څو کاله وړاندي پېرودلې وه او د سي اۍ اي کارکوونكې یې شمالي افغانستان ته له احمدشامسعود سره دليدني لپاره لیږدول. که څه هم چورلکه نوې نه وه خو له تخنيكې پلوه په نوې په خپل سرکارکوونکې تیکنالوجې سمبال شوې وه. ددغه تخنیكې نویز په پام کې نیولو دغه چورلکه په سيمه كې تر ټولو ښه چورلکه وه. موږته خبرراکړ شو چې د سي آی ای دوه د چورلکو پيلوټان تاشکند ته په لاره وو او يو د ميخانيک دډ لې مشر له بلې لارې را روان ؤ چې په تاشکند کې به له پیلوټانوسره یوځای شي.. چورلکه به دسپټمبر په شلمه يا يوويشتمه چمتو او د الوتلو لپاره وازمويل شي. په تاشکند کې زموږ افسران ډاډه وو چې د ازبک له خاوري څخه زموږ د پلي کېدلو په وړاندې رپوټته شوي خنډونه به ژر لیرې شي. خو د گاونډي هېواد تاجکستان د حکومت ددریځ په اړه هیڅوک ډاډه نه وو چې هغوی به څه غبرگون له ځانه څرگند کړي. زموږ لپاره تر ټولو ښه اویا لږ ترلږ خوندي لاره له ازبکستان څخه نیغ په نیغه د ختيځ په لورد غرونو په سر د تاجكېستان دوشنبې ته الوتنه وه. په دوشنبه کې مو کولاى شوای چې تېل واچوو او له هغه ځايه نیغ په نیغه سویل لورې افغانستان ته والوځو. په دغه ډول به موږ دافغان هغه هوایي تشیال (فضا) ته ننوځو چې د شمال ټلوالې په ولکه کې ده اود طالبانو له شوني هوایي ضدغبرگون څخه به په څه ناڅه ډول خوندي اوسو. طالبانو له اوږو څخه توغول کېدونكې هر ډول هوايي ضد توغندي درلودل او حتى دیوه بې تجربې توغندي ویشتونكې لپاره دداسې یوې الوتکې ویشتل چې په ورو ورو گړندیتوب خوځښت کوي آسانه کارؤ.
له بده مرغه له تاجکستان سره زموږ اړیکې دومره ښې نه وې. د څو تېرو کلونو په اودږدو کې په
تاجیکستان کې د نږدې او کارپوهنیزو (مسلكې) اړیکو دټینگولو په اړه دسي آی اې
هڅې له تېروتنو سره مخامخ شوې وې ځکه په دوشنبې کې د بې قانونۍ اوپه سړکونو کې د تاوتریخوالي کچه دومره لوړه شوې وه چې زموږ مأمورینو ته یې اجازه نه ورکوله چې حتى دیوې یا دوه ووورځولپاره له هغه ځایه لیدنه کتنه وکولای شي. سره له دغه هم، موږ له تاجک حکومت سره لومړنۍ بنسټیزې کاري اړیکې درلودلې او د سي ای اې له خوا به یولوړ پوړی مأمور وگومارل شو چې دوشنبې ته په مياشت کې یو ځل دڅو ورځو لپاره سفر وکړي او هلته له څارکښو څانگو سره وگوري څو داړیکو کړکۍ پرانیستلې وساتل شي. دغه افسر باید دوشنبې ته سفر کړای وای او له هغه ځایه یې زموږ د نیغ په نیغه یا ترانزیت تېرېدلو په اړه مرسته کړې وای اوباید ورزیاته کړم چې تر ټولو اړینه دا وه چې دغه مأمور باید تاجیکان داسې همکارې ته لېواله کړي وای چې که زموږ مأمورین هرڅه وپېري باید په پېرودلو کې له هغوی سره مرسته وشي.
که چېرې دننوتلو لپاره د تاجیک د هوایي تشیال په کارولو نه بریالي كېدلای موږ اړ وو چې نیغ په نیغه له تاشکند څخه سویل لورې دطالبانو ترولکې لاندې هوایي تشیال ته ننوځو او بیا څو سوه میله ختیځ لورې بیا هم د هغوسیمو پرسروالوځو او پوهېدلو چې په دغو سیمو کې هم طالبانو هوایي ضددفاعي توكي ځای پرځای کړي دي. په دغو سیمو کېدای شوای چې څوځایونوراداردرلودل او موږ کولای شوای چې د برېښنایي تکنالوجۍ په مرسته هغه په نښه کړو خو ورڅخه تیښته اودځان ژغورل ناشونی ؤ.
په پای کې زموږ مأمور د شمالي ټلوالې له استازي سره په تاشکند او دوشنبې كې وکتل. دڅوکلونو په اوږدو کې سي ای اي له هغوی سره اړیکې درلودلې او بیا هغوی په خپل وار د پنجشېر په درې کې د شمالي ټلوالې له سرمشریزې ډلې سره په اړېکه کې وو. موږ ته ډاډ راکړل شو چې زموږ ډلې ته په پرانسیتلي تندي ښه راغلاست ویل كېږي او د شمالي ټلوالې سرمشریزه ډله په پنجشېر کې زموږ د ډلې شتوالي ته په ډېره مينه لېواله ده.
د امتیاز په توگه د شمالي ټلوالې دچورلکو یو کارازمېلی پیلوټ به هم زموږپه چوپړ کې وي چې په تاشکند یا دوشنبې کې به زموږ له ډلې سره یوځای شي څو د لارې په اوږدو کې زموږ پیلوټانو ته د لارې په موندلو او د الوتنې په اړه سلا ورکړي. موږ بایدخپلې ټولې چارې د شمالي ټلوالې د همدغو استازو لارې سمبال کړې وای او موخه داوه چې موږباید پرډاډ د شمالي ټلوالې سرمشریزه په کړۍ کې زېندۍ وساتو.
هرڅه یو پرپل پسې په سمه توگه پرمخ تلل. پاپي سهار ناوخته له دوه کراچېو سره چې له بکسونو ډکې وې راغی دغه توكي زموږ له مرکزونو سره د اړیکو د نیولو زړه بلل کېدل او دهغو په مرستې کولای شوای چې د ډلې له غړیو او د سي آی اې له ټولو سټیشنونو سره خوندي اړیکې ټینگې کړو.
انډیوالانو د سفر دپاره تیاری نیولي. پاپي په همدغه ورځ دوه کراچې چې د سفر د سامان څخه ډکې وې، راوړلي. دغه دوه کراچې سامان زموږ دپاره ډېري حیاتي وي په دې منظور چې په دغه کراچېو كې هغه توكي وو چې موږ يې په كارولو سره د قرارگاه او د گروپ د غړو سره خوندي تماس ونیسو. پاپي د بکسونو په خلاصولو بوخت شو که څه هم چې دغه توكي پاپي ته د سپارلو وړاندې څو ځله په ساحه كې د کارولو وروسته رغول شوي او ازمويل شوي و. په سامان كې کوم ښکاره تخنیكې ستونزه نه تر سترگو كېده خو دویمه معاینه د دې د پاره اړینه وه چې په افغانستان كې د خرابېدو وروسته د پرزو پیداكېدل ناممکن و.
پاپي همدارنگه څو ډوله سټلایټ ټلیفونونه راوغوښتل څو وکولای شو د قرارگاه او د وړتيا په وخت كې د ژغورنكي ډلې سره په خوندي ډول تماس ونیسو. زموږ گروپ ته د ژغورنې د ډلې سره په ځانگړي ډول د اړیکو د ټینگولو زده کړه ورکړل شوې وه. په ټليفون كې مې د یو ساعت د غږیدو وروسته د شمالي ټلوالې دپاره بدیجه تصدیق کړه. پایسي هغه یوارینی انرژي ده چې په افغانستان كې کارونه سرته رسولای شي. ما د پایسو د غوښتلو موضوع د کاپر د مرستیال، بین سره وڅېړله او په دریو ملیونو ډالرو باندې هوکړې ته ورسېدو. د ډېر وزن له امله ما کولای شول چې یوازې درې ملیونه ډالرپه یو ځل له ځان سره ولیږدوم. زه د پخوانی تجربی په اساس پوهېدم چې درې ملیونه ډالر په هغه کوچنیو بکسونو كې نه ځايېږی کوم چې مافیا په فلمونو كې له ځان سره وړي. ددی دپاره چې موږ باید د سفر دپاره په څو ورځو كې چمتو وای، نو د ترورېزم ضد له ریاست سره مې اړيکه ونیوه او د هغو څخه مې نقدې پایسي وغوښتلي هغوی ډاډ راکړ چې پایسی به د نولسم سپټمبر په سهار تیاروي.
سټان چې د مېوري څخه يې د لنډ وخت دپاره د هغه د لوجستیک دندي مسولیت په غاړه اخستی و، رپوټ راکړ چې زموږ د گروپ دپاره وسله هم تیاره ده او ويې وویل چې د ځانگړو فعالیتونو د فرقی منسوبین دغه مسولیت په غاړه لري. د ځانگړو فعالیتونو فرقه ساډ په نړۍواله کچه وسلو ته د لاس رسی لري. موږ ته لس داني کلاشینکوف او ۹ ملی متره په مختللي اتومات تو پانچې هم راکړل شوي. ددغه وسلو دپاره د مهمات، بندونه او د پاکولو سامان مو هم راواخیستل. سټان د ځان سره دگروپ دهرغړي لپاره يو، يو جي پي اېس (هغه اله چې موقیعت پېژندنه کوي) اويوه، يوه قطب نامه راواخیستل.
زما دپاره د حیرانتیا وړ د امريكې د هوايي ځواکونو هغه ځانگړي نقشې وې چې سټان له ځان سره را اخیستي وي، دغه نقشي زموږ د عملیاتو د سیمي وي، هره نقشه د اوبو ضد له ټوټو څخه جوړي شوې وه، چې د اړتیا په وخت كې د کمپلې، د څښاك اوبود پاره د لوښی او د ټپ لپاره د پټۍ په توگه كارولۍ شوه. پرلومړنيومالوتوسربېره يې زیات شمېر حیاتي مالومات هم درلودل لکه له اورلگيت پرته د اور بلول، د اوبو پیداکول او د بیړني وخت لپاره او د بېړنيوطبې مرستو لارښود هم پکې شته و.
ماښام شپږ بجي ناڅاپي ټلیفون په لړزه کړم راډ وویل چې د ساډ (ځانگړو عملیاتو فرقه) مشرتابه د خپل دفتر څخه څو شېبې وړاندي راوتلی و او خبر دا و چې زموږ گروپ د سفر نېټه د پخواني ټاکل شوي نېټيې څخه راوړاندې شوه.
راډ وویل چې ددغه امر څخه سر غړونه ځکه نشو کولای چې د امريكې ولس مشر د سي ای اې په مشر د فشار راوستلی و او هغه هم ورسره وعده کړي وه چې دغه نېټه راوړاندي کړي. د اړتیا وړ سامان د راټولو دپاره زموږ سره پوره وخت نه و.
موږ په بیړه سره د سفر دپاره تیاری نیول پیل کړل او هغه لومړني شخصي مواد چې ډېر اړین و، موږ درلودل. هغه شیان چې موږ تر اوسه د هغو په لټه كې و، هغه به مو یا په لار كې اخیستل او یا به يې د غوښنتي په صورت كې رالیږل كېده. موږ ټولی شخصي دندي تر اوسه نه وې بشپړی کړې د دې لپاره چې زموږ په نه موجودیت كې زموږ مېرمنو د کورنیو او ماشومانو مسولیت په غاړه اخیستلای شوای، نو موږ باید وصیت نامې لیکلې وای. موږ پدې نه پوهېدو چې څه وخت اوایا کله به هم کورته ژوندي راوگرځو؟
موږ د خپل لنډ مهاله دفتر څخه د کور په لورې روان شوو څو پاتې مهم کارونه سرته ورسوو. د نورو شپو په څېر تر نا وخته بوخت وم.
څلورم څپركى
زموږ د سفر څخه یوه ورځ وړاندي نږدې مغازې ته ولاړم. ما غوښتل چې د تیارو جوړو شویو خوړو، د وچې مېوې، پاور بار(یو ډول چاکلیټ چې مختلف وایټامينونه لري. ژ) د لیست د پوره کولو او خوړو ته د خوند ورزیاتولو لپاره مرچ او مسله او نور ځانگړي مواد راواخلم.
د ممپلي کوچ او د کافي را اخیستل هم ښه نظر و. ددواړه ځخه دوه لوی بنډل مې کراچې ته ورواچول. گيټريډ(يو ډول نوشابه. ژ) د ټوباسکو چکني، په پنيرو غوړې شوې ډودی، د سوی (يو ډول نشايسته. ژ) چکني او وچ شوي بسکټ هغه څه و چې ما له ځان سره وړل. د هغه څخه وروسته درملتون ته ولاړم څو له ځان سره د سفر لپاره مناسب دارو لکه سپرین، ابوپرافین، پټۍ، د مېکروب ضد کريم، دلاسونو لپاره د مکروب ضد صابون، د لاسو وچولو دسمالونه او د ټوخي او زکام دپاره دارو واخلم. کله چې کراچې تقریبا ډکه شوه، نو بیا په دې وپوهېدم چې له ځان سره د سامان لیږدول خو محدود دي. ما له ځان سره وویل چې زه خو جنگ ته روان یم نه د سیاحت دپاره نو یو څه توكي مې وروگرځا وو. بېټسي(د لیکوال مېرمن) او خپله ما په هغه ماښام ډېره کمه ډوډی وخوړله او د تېرو دریو شپو د سفر لپاره د تیاری نیولو له امله بیټسي هم ناراحته شوې وه.
زما د دوو ورځو د سفر د راوړاندې كېدلو دغه اور ته تیل نور هم ورزیات کړل(لیکوال دلته د خپلې کورنی د ناراحته کولو منظور دی، ژباړن) دا ځل اوښکې وې خو غوسه نه وه. بیټسي وویل چې ولې ځان په خطر کې اچوې. تا خو دغه هېواد ته له دېرشو کالونو زیات خدمت کړی ولې په پاى کې غواړې چې افغانستان ته ولاړ شې؟ ما غوښتل چې په ارامه او مينه سره ځواب ورکړم.
په پخلنځي كې د واشنگټن پوسټ اخبار و او په لومړی مخ يې د اور ضد ریاست یو مامور چې یونیفارم يې درلود، عسکري سلام کړی او په مخ يې اوښکې روانې وې. ما اخبار راوخیست او ورته مې وویل: گرانې دغه انځور ته وگوره، ځکه زه افغانستان ته ځم. موږ ټول د مرگ دغه درد احساسوؤ، او موږ ټول غواړو چې هغه حراميانو ته چې له امريكې سره یې دا ډول وکړل، ځوب ورکړو!زما د خپلې پرېکړې څخه پرته، زه د دغه دندې دپاره مناسب سړی یم. زه په رښتیا سره کولای شم چې دغه گروپ ښه رهبري کړم.
ما خبرې وځنډولې، موسکۍ شوم بیا مې وویل: او که چېرې زه دغه دنده ترسره نکړم، زه به په راتلونکي کې هغه څوک نه وم له چا سره تا مينه درلوده، یا له چاسره چې تا ټول ژوند په یو ځای کار کړی و. زه ددغه دندې لپاره باید لاړشم.
زما د هڅولو لپاره همدومره تشریح او هڅونه وه چې ما کولای شوه. په داسې حال کې چې په پخلنځي کې مو پشقابونه پریمينځل، يو بل مو سره وموښل، غېږې مو سره ورکړي او یو او بل مو په شونډو ښکل کړل. یوازې د ؛پر ما گران یې؛ نور څه نه ؤ چې سره ویلې مو وای او په راتلونکي ساعت کې مو همدغه څو ځلې سره وویلې!
د تېرې شپې فکرونه مې په داسې حال کې چې قرارگاه ته په وروستۍ ورځ ورننوتم، له مغزو لیرې کړل. ډېر زیات اندیښناکه شېبې وې. پاپې هاخوا دیخوا منډې وهلې څو د سي ای اې له شبکې سره د اړیکې نیولو لپاره مهم توكي راپیدا کړي. هغه لس دانې لوړه فریکونسي لرونکې لاسي مخابرې هم رااخېستې وې څو په دره کې د گروپ غړي د خوځښت په مهال په خپل منځ کې خوندي اړیکې ولري. مېوري د ترورېزم په وړاندې په ریاست کې پېژنگلوي درلوده او له هغه سره یو ځای یې د توكو د خریداری د همشنۍ سسته مرحله په یو ځای تېروله. هغه وویل چې په همغه سهار یې شپږ سوني لاپ ټاپ کمپیوټرې د هرڅه اړوند توكو سره پېرودلي دي، نوموړي کمپیوټرونه د هغه کمپیوټرونه چې پاپي د خپلې دندې لپاره راوړي وو، څخه اضافه وو. هغه څلور دانې ډیجیټل یا کمپیوټري کمرې، د انځورونو لپاره سافټ ویر او د انځورونو د چاپ لپاره یې دوه پرېنټرونه هم پېرودلي وو. د ترورېزم په وړاندې د ریاست لوجستیكي افسر نوموړي توكي په همغه سهار په بنډلو کې تاوؤ او ولېږل. ریک د ځانگړو فعالیتونو د فرقې سره د ترانسپورټ د تیاري په ترتیباتو کار کاوه. د ډاورډیلویر څخه باید راتلونكې ماښام د سیپټیمبر په نولسمه د ماښام په اووه بجې د هوايي ځواک اړوند په سې پينځه اې ډوله الوتکه کې مو الوتنه کوله. د گروپ نور غړي مېوري، پاپي او سټان به د ځمکې له لارې ډورته د سامان سره یو ځای راتلل.
زه او ریک باید ماسپښین ډور ته په چارټر الوتکه کې تللي وای څو موږ د لوړپوړو افسرانو سره او کوفر بلاک سره لیدلي څو موږ ته یې د ماموریت په اړه کې وروستي مالومات او لارښوونې راکړي وای. زموږ ټول شیان په همغه شپه جرمني ته لیږل كېدل. کله چې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې مرکز خلاص شو، ما ورته ټليفون وکړ څو پیسې تیارې کړي او دوی هم ډاډ راکړ چې د سپټمبر په نولسمه د ورځې په يوولس بجې به تیارې وي، پیسې مو له ځان سره د شخصي توكو په توگه لیږدولې.
کریس هم فرانکفورټ، جرمني ته د سفر دپاره په خپلواکه توگه سفر کاوه او هغه ته ویل شوي و چې د امريكې په نظامي اډه کې هلته زموږ سره وگوري. ډاکټر هم له پخوا څخه په تاشکند کې موږ ته انتظار و. زموږ افسرانو خبر راکړ چې ازبکستان ته زموږ سفر د ازبک حکومت لخوا تصدیق شوی دی. افغانستان ته د اجازې په اړه تر اوسه کوم مالومات نه و. د نولسمسپټمبر پورې مې یوازینی شی چې له یاده نه وت، هغه د امريكې د پوځ د ځانگړو عملیاتو د برخې کوم غړی چې غوښتل یې له گروپ سره یوځای شي، ؤ. ریک د تېرو دوو ورځو رهیسې د ډالټه ځواک(ځانگړې ډول ځواک. ژباړن) له قرارگاه چې په فورټ براگ کې وه، او دمتحده ايالاتو دپوځ مرکزي قوماندني يا Centcom چې په ټا مپه فلوریډا کې ده، تماسونه ونیول څو هغوی ته ددغه ماموریت د اهمېت او د ځانگړو عملیاتو د څانگې زموږ د گروپ سره په همکاری او د امريكې د ځانگړو ځواکونو سره د روڼ او واضح تماس باندې یې ټینگار وکړ.
موږ ته د حیرانتیا خبره دا وه چې که څه هم چې د ریک تماس د ځانکړي څانگې مامورین لېواله کړل، خو دوی په خپل منځ كې په دې بحث درلود چې څنگه او څومره کسان به افغانستان ته لېږدوي.
پوځ پدی بحث کاوه چې ایا دوی د ډلته (ځانگړی ځواک) که نور ځانگړی ځواک د لومړی کرښې شاته د طالبانو په وړاندې او د شمالي ټلوالې سره د مرستې لپاره ولیږي، او ایا د ژغورنې او مرستې چورلکې په پنجشېر کې ځای په ځای کړي؟
ایا د اردو ځانگړی ځواک د شمالي ټلوالې سره یو ځای په لومړی کرښه باندې د طالبانو مرکزونو د بمباری دپاره د لایزر په واسطه د نښه کولو لپاره ولیږي؟
دهوايي ځانگړې مرستې گروپ په سر هم بحث را ولاړ و. هغه ځکه چې په پنجشېر کې کومه هوايي مرسته د هغه کسانو دپاره چې هلته ځای په ځای كېدل، موجوده نه وه. د شمالي ټلوالې د ممکنه ماتي په صورت کې به ټول ځواک په دره کې (پنجشېر. ژباړن) له منځه ولاړ وای. د بحث په وروستیو کې په دې سره یوه خوله شول، چې هیڅ د ځانگړو عملیاتو گروپ د زامې ماتوونكې گروپ سره پنجشېر ته نه لیږل كېږي او یوازینۍ رسمي دلیل ددغه پریکړې دپاره د هوايي ژغورنې د گروپ نشتوالی و.
دغه ماښام هم ډېر اوږد ماښام و او ما د دریم ځل دپاره خپل سامان سره ټول کړ او هغه توكي چې ددغه سفر دپاره افراط گڼل كېده، له خپلو بکسونوڅخه لېرې کړ لکه مالگین بسکټ او مربع.
کافي مې هم په پلاستكې کاسو کې ونغوښتله او هر هغه څه چې د شلیدلو او بهېدلو امکان یې و، هغه مې پکې واچول. جامې مې بیا ټولې كړې. ما ددې لپاره چې بیټسي ته نږدې وم، د هغې ترڅنگ په داسې حال کې چې هغه تلویزیون ته په کتلو بوخته وه، ترسره کاوه خو په پاى كې په يوولس بجو هغې لاسونه پورته او د خوب ځاى ته لاړه.
زه هم د هغې وروسته زېرزمينی ته ولاړم او په کمپیوټر مې خپل وروستنۍمېراث وصیت نامه ولېکله.
د لیکلو سره سم ددغه ماموریت د خطر او د نه راگرځېدلو احتمال مې هم سترگو ته ولاړ و. ما هغه امکان چې ښايي بیرته را ونه گرځم، لیرې نه گاڼه. موږ په دې چې په پنجشېر کې به له څه سره مخ كېږو، نه پوهېدو، ځکه چې طالبان په شمالي ټلوالې باندې د مسعود مړینې وروسته په منفي اغېزه باندې پوهېدل.
ایا شمالي ټلواله به د یوه ځواکمن برید په وړاندې مقاومت ولري؟ که څه هم چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې د ماینونو له امله هر کال په زرگونو خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي، د سختو او زیږو غرونو د خرابو او جنگ ځپلو سړکونو، د بې تجربه موټروانانو له امله په سلگونه خلک خپل ژوند د لاسه ورکوي نو د ددې دپاره یوه مناسبه وصیت نامه لیکل اړینه وه.
په زیرزمينی کې په ساعتونو كېناستم. پرته زما د جایداد د ویش څخه بیټسي، زما مور، زما ماشومان او زما خور ډونه ټولو ته مې د مينې اظهار په جلا ډول په پاڼو کې ولیکه، په پاکټ کې مې بند کړل، تاریخ مې پرې ولیکه او پر پاکټ مې ولیکل چې: یوازې زما د مرگ وروسته باید پرانستل شي، بیټسي ته مې وویل چې وصیت نامه د المارۍ په پاسنۍ خانه کې ده!
پنځم څپركى
د نولسم سپټمبر په سهار په پينځو بجو له خوبه راویښ شوم او یو ځل مې بیا په راسره توكو نظر واچاوه څو رایاد کړم چې په نومړو دریو بکسونو کې کوم توكي موجود دي. زياتې جامې مې په يو لوی بکس چې اوسپنيزه فریم یې درلود، ایښې وې. خواړه او نور توکي مې په دوه متوسطه اونرمو بکسونو کې و. د بکسونو وړل او څکول راته یو څه ستونزمن او بې رقمه ښکاره كېدل خو د مياشتو سفر او د اکمالاتو نشتوالی راته په ياد و.
بیټسې خپل کار ځای ته د تگ تیاري نیوله. ما ارام کاوه او کافي مې څښله.
خپلې لور جینې ته مې ویلې و چې تر کار ځای مې په موټر کې وېسې څو موټر مې په سي ای اې دفتر کې ولاړ پاتې نشي.
بیټسي راکوزه شوه، کار ځای ته تگ لپاره تياره وه، خپله وروستنۍ خدای په اماني موسره وويلې، يو او بل ته د مينې داظهارولو او يو او بل څخه مو د جدايې په مهال د محتاط اوسېدلو د ټېنگار څخه پرته نور د ويلو لپاره څه نه و پاتې.. موږ د ښه ځنډ لپاره سره ودرېدو، ټينگې غېږې مو سره ورکړې وې او دهغې اوښکې زما په غومبوري راولوېدلې. په غېږ کې نیولو يې ډېر خوند کاوه او هغه حقیقت چې د مياشتو جدايې یې را په یادوله، دغه غېږ ه نوره هم له مانا ډکه کوله. موږ سره ومچول او ورته ومې ویل چې زه به بیرته خوندي راگرځم.
دې سر وښوراو د خبرو کړلو کوښښ یې وکړ خو غږ يې بندشو، موسکا یې وکړه، مخ یې بل خوا وگرځاوه اوله دروازې ووتله.
دفتر ته د تگ په مهال جيني هم خو شبيني څرگنده کړه. ما ورته وویل چې سي ای اې د دفتر په دروازه کې به د ترورېزم په وړاندې رياست د لو جستيک افسرسره وينم اوهغه به ټول توكي د راټولولو(تر دې مهاله ناڅرگند. لېکوال) ځای ته ولېږدوي او د غرمې خوا او شا به خوځښت وكړو. زه پوهېدم چې جېني دخندا ډک مخ نه شو ساتلای خو هغه تکړه وه. جېني ډاډ راکړ چې هغه او کېټ به د بېټسي سره زما په نشتوالي کې په تماس کې وي. هغې ته مې وويل چې په دره کې د سمبال کېدو وروسته امکان لري چې د سټلایټ تېلفون له لارې ورته ټلېفون وکړم. دفتر ته په رسېدو مې جېني ته وويل چې موټر د دفتر مخ ته ودروي. ما د وېديو کمرې له لارې ځان وروپیژانده، او امنیتي مامور ته مې وويل چې زه کارمند يم او د پذیرايې د دروازې ترڅنگ له موټره ښکته شوم.
له جیني سره مې رخصتي اخستنه پیل کړه. ټینگې غېږې مو سره ورکړې او په غومبوریو مې ښکل کړه په سترگو کې یې اوښکې راتاو شوې. هغه تاو شوه د موټر دروازه یې خلاصه کړه، بیا یې د موسکا سره راوکتل او ویې ویل چې پر ما گران يې او پر تا فخر کووم بيا به راځې. موټر ته ور ننوتله، زه هم ولاړ وم د جیني موټر ته مې کتل څو مې موټر له سترگو پنا شوه، دغه یواځینی ځای و چې له سترگو مې اوښکې را وبهېدې.
توكي له وعدې سره سم تېره شپه فرانکفورټ، جرمني ته دترورېزم په وړاندې رياست او د ځانگړو عملیاتو د مامورینو لخوا لېږل شوي و. گروپ د ځانگړې فرقې او د ترورېزم په وړاندې د مرکز له نماینده سره د حمل او نقل د تيارولو لپاره ليدنه وکړه. ميوري، سټان او پاپي بايد په يوولس بجو حرکت کړای وای. موږ د خپلو شخٌصی بکسونو سره په لس او پينځه څلوېښت دقيقې موجود وای. ددې لپاره چې ما او ریک باید یو څه جدي لیدنې کړې وای، نوموږ لږ وروسته حرکت کاوه، زموږ وروستی ليدنه د کاپر بلاک سره وه. د هغې په څار د دوور هوايي ډگر ته بايد چارتر تجارتي الوتکه کې تللي وای. د گروپ له نورو غړو سره مو د مساپرينو د ترمينل د روانېدو په برخه کې لېدل. زموږ بله نابللې موضوع د اې پينځه سي الوتکې ددې په ځای چې په رين مين هوايي ډگر کې کښيني، په رمسټېن هوايي ډگر چې دفرانکفورټ څخه د سويل په خوا يو سل اويا ميله واټن لري، کښيناستله. زموږ په رسېدو سره يو ملكې بس چې بايد فرانکفرټ ته يې رسولي وای، ترتيبات نيول شوي و. له دې هاخوا نور داسې کوم شخصي څه نو و پاتې چې باید ترسره کړي مو وای.
زه په ۱۰:۳۰ بجو د ترورېزم ضد مرکز ته ولاړم او له هغه ځايه مې درې مليونه ډالر چې د کارډبورډ په بکسونو کې وؤ، له ځان سره را واخيستل. پيسې سل گون نوټونه و، ټول زاړه وو، په نويو بنډلو کې نه وې، او ټول په لس زريزه بنډلو کې وې. لس ددغه بنډلو څخه په پلاستيكې بنډلو کې چې هر يو يې سل زريزه بنډل جوړاوه، تړل شوي و. په هر بکس کې د ددغه خښتو لس بنډل په صحيح ډول بند شوي وو. د هر يوه بکس تقريبا پنځلس پاونډه وزن درلود نوځکه زه اړ شوم چې ددې د وړلو دپاره يوه کراچې پيدا کړم. ددغه دريو بکسونو هرې خوا ته څکول واضح يوه دنده وه.
په لس او پينځه څلوېښت دقيقو زه د گروپ له نورو غړو سره په هواييډگر کې انتظار وم او د گروپ غړو په خپل منځ کې ټوکې کولې. ددغه مسلكې کسانو گروپ ته په رسېدو سره ارام شوم. دغه ډول ماموريتنونه د دوی لپاره عادي وؤ ځکه هغوی ډېر ځلې خطرناکه ساحو ته د دندې لپاره تللي وو، د ا شېبه هغه ډول لکه په کوم کمپني کې چې د نوکرۍ د ساعت د بدلېدلو پرمهال ډلې سره ولاړې او په خپل منځ کې سره ټوکې کوي. دوی په دې خوښ و چې دوی لومړی کسان و چې په افغانستان کې به د اونیو په موده د یو نا ازمویل شوي دوست سره د یوې خطرناکې کرښې تر شا چې په زرگونو طالبان او عرب جنگیالو په وړاندې واقع و، دنده اجرا کوي. موږ ټول له خطر څخه خبر و او داوطلبې موکړې وه، په ساده الفاظو که ووايم، زموږ دنده وه او باید پرته له ډېرې اندیښنې مو بشپړه کړې وای. ما خپل درې بکسونه سټان ته وسپارل اوله هغه مې وغوښتل چې دغه پېسې د نور سامان سره يو ځای کېږدي، فرانکفورټ ته د سي پينځه اې پرځای په موټر کې په سفر له امله مو یو څه ټوکې سره وکړې اود هغې وروسته مو سامان شاته ورواچوه. مېوري، سټان او پاپي وروختل، او موټر حرکت وکړ. ما او ریک د جلسو خپله دوره پیل کړه. کله چې په دهلیز کې راوان شوم هر افسر چې به ددې ماموریت په باره کې اورېدلي و، رادرولم څو زموږ دپاره د ښه سفر غوښنتې دعا او په عین حال کې به هر یو زموږ د گروپ سره د یوځای كېدو ارمان کاوه. په دهلیز کې مې یو پخوانی دوست چېز برانډون هم ولید او د هغه سره مې ددغه ماموریت او زما د بچيانوپه اړه لنډې او جدي خبرې وکړې. د چېز سره مې ددغه ماموریت او زما د بچيانو په اړه د خبرو کولو هغه حقيقت چې ښايي کور ته ژوندی را ونه گرځم، را ياد کړ. رېک او زه دواړه د کوفر په دفتر کې په خپل وخت حاضر شو هغه گوښی و او د هغه سره مو روغبړ وکړ، د هغه د غونډې مېز گرد چاپیره كېناستو، د عادي خبرو اترو وروسته مې د خپلې تيارۍ ډاډ او د سفر د پلان په اړه لنډ مالومات ورکړل. کوفر مخ ته راټيټ شو او خپل لاسونه یو پر بل كېښودل، یو ځل يې ماته او بل ځل یې ریک ته وکتل او ویې ویل چې زه غواړم چې تاسې ته د تیارسی امر درکړم او غواړم چې ښه یې واضح کړم. ما ددغه موضوع په باب د ولس مشر سره هم خبرې کړېدي، هغه هم راسره ومنله. ستاسې دنده داده چې شمالي ټلواله زموږ سره گډ کار او مرستې ته و هڅوی چې زموږ پوځ ته په پنجشېر دره کې اجازه ورکړي څو سيمه د عملياتو د مرکز په توگه يې وکاروؤ. د هغې نه پرته ستا دنده داده چې اسامه بن لادن او د هغه جگپوړي چارواكې پيدا او ويې وژنی!! يو څه يې خبرې ودرولې څو هغه څه چې یې وويل تېر کړي، او بيا يې ادامه ورکړه: زه نه غواړم چې اسامه بن لادن او د هغه جنایتکاره ډله ژوندي ونېول شي. زه غواړم چې هغه مړه ووینم او نه غواړم چې ژوندي يې وساتم او په متحده ايالاتو کې د هغوی زندانول به د نوروو تروريستانو د راغونډیول لپاره یوسمبول او جالبه نقطه وگرځي. دوی زموږ په زرگونو بې گنا ښاريان ووژل. دوی حتماً بايد ووژل شي، او زه غواړم ددوی د سرونو انځورونه د نېزو په سر ووېنم! زه غواړم چې د اسامه سر ماته په يو بکس کې چې د وچ يخ څخه ډک وي، راولېږل شي!؟ زه غواړم چې هغه د امريكا ولس مشر ته وښايم. ما له هغه سره د دغه کار د ترسره کېدلووعده کړې ده! کوفر خبرو ته ځنډ ورکړ او بيا ېې وپوښتل چې ايا کومې خبرې چې ما وکړې په هغې ستا سر خلاص شو؟
رېک او ما يو بل ته وکتل او موسكې شوو. ما ورته وویل: کوفر ستا په خبرومې سر په پوره ډول خلاص شو،. زه نه پوهېږم چې وچ يخ به په افغانستان کې له کومه پيداکړم خو زه ډاډه يم چې په دښته کې به د نېزو سرونه ډېر پراته وي!! د سي ای اې سره مې د ديرشو کلونود دندې په بهير کې لومړی ځل و چې محکمې ته د راکشولو په ځای د يو چا د مرگ امر راکول كېږي! موږ ولاړ شوؤ، لاسونه موسره ورکړل او موږ ته يې د برياليتوب دعا وکړله. کله چې له دفتر څخه بهر ووتم، له ما ته د کاپر په ډول د خپل زړه ورتوب او ځان ښودونکې وېنا د الن ولف هغه وينا (هغه ته يې پکې ماتې ورکړه. لېکوال) چې په کال ۱۹۷۸ د اگسټ په مياشت کې مې ترې واورېده، را ياد کړله، هغه وويل چې سي ای اې به افغان کمونسټ رژيم راغورځاوي او ددغه کار لپاره هڅه همدا اوس له دغه کوټې څخه پيل کوؤ. موږ د ولف سره په مېز باندې څلور کسان په کوټه کې ناست و، چارچاپېر مې ټولوته وروکتل، او فکر مې وکړ چې نوموړی پلان ېواځې د څلورو کسانو په واسطه سرته رسول خو ډېرخوشبین ښکاري!! د کوفرد دفتر څخه دوتلو پر مهال مې همدې ته ورته احساس درلود. زموږ د ژامې ماتوونكې گروپ اوو کسانو ته ېې د کار خپله برخه را بېله کړه. !
دوهمه برخه
شپږم څپركى
د سي اې اېس ډوله نظامي الوتکې منځ کې تته رڼا وه، سيټونه يې ډېر ارام و او د چوكې سره ازاد ځای ددې اجازه راکړه چې خپلې پښې په ازاده توگه وغزوم او د ارام هڅه مې وکړه. ماغزه مې ډېر بوخت وو اوپه افغانستان کې د سي ای اې ماموريت پيل كېدل د شوروي يرغل د کال۱۹۷۹ ډیسمبر څخه تر اوسه پورې او ددغه په څنگ کې مې خپل کردار ته چې څنگه د هغې وخت نه وروسته تر اوسه پورې پرې تړلی و په داسې حال کې چې د الوتکې غږ مې په غوږونو کې انگازې، په تته رڼا کې د الوتکې انجن غږ ويده کولم، فکر کاوه او په دې وپوهېدم چې د افغان مجاهدينو سره مې د سي ای اې د راښكېلیدو په بهير کې په دغه اوږده تارېخ کې څومره مهم او بدلېدونکې رول درلود.
هغې پېښې چې سي ای اې يې په لومړی ځل په افغانستان کې راښکېل کړه په کال ۱۹۷۳ کې و، کله چې داودخان د محمد ظاهرشا د تره زوی چې د يوې مسلمانې سخت دريځه ډلې او د یو څو کمونستانو په مرسته ظاهرشا د تخت څخه لیرې او په ایټالیا کې یې پنا وړلو ته اړ کړ. د شوري اتحاد دپاره دغه یو طلايې چانس و چې په افغانستان کې خپل نفوظ زیات کړي. دغه د پیړیو اوږده لوبه وه چې روسانو بل گام اوچت کړ څوخپل نفوظ او کنټرول د پخواني انگلیس هندي امپراتوري کې نور هم زیات کړي.
په افغانستان کې د گوتو په شمېر خلکو د پاچا په لېرې کېدو خپگان څرگند کړ. د کابل څخه بهر خلکو ډېر بې وزله ژوند درلوده او زیاتو یې له دې چې پاچا څوک دی یا خبر نه درلود او یا یې پروا نلرله.
په حقيقت كې زياته برخه اسلامي رهبران چې وروسته رهبرۍ ته ورسېدل لكه پروفيسوررباني، گلبدين حكمتيار اواحمدشاه مسعودچې په ملي رهبري كې بدلون راوړاودداؤد په نوي رژيم كې يې زيات اومهم رول درلود، ډېره هيله لرله، خوددوى هيله هغه وخت خاورې شوه چې كله داؤدپه اسلامي گوندونوراټيټه كړه اوهغهيې له هېواده پاكستان ته تښتېدوته اړكړل.
پاكستانيانوچې د داؤدپه رژيم كې يې دكمونستانوله نفوذڅخه اندېښنه لرله، دغواسلامپالوته ښه راغلاست ووايه اودوى ته يې مرسته او پناوركړه.
په (۱۹۷۵) كال كې ددغواسلامپالولخواد داؤد دحكومت پروړاندې ناكامه كودتاوكړه، اوددغې كودتاله مخې اسلامپال په خپلوكې سره بېل اودغه بېلوالى ددې لامل شوچې كمونېست راغوړېدونكېگوندنورهم ځواكمن كړي.
داؤدهم يوبې اغېزې رهبرؤ، هغه كوښښ كاوه چې روسان، امريكنيان اوپاكستانيان پخپل منځ كې سره ولوبوي!
افغان كمونستان دشوروي اتحادپه لاسنيوي نورهم ځواكمنن شول، په ۱۹۷۸ كال كې يې له داؤد څخه دكركې اودواك ترلاسه كولولېوالتياله مخې يې داؤدپرحكومت كودتاوكړه اوپه پايله كې يې د داؤدحكومت راوپرځاوه.
افغان كمونستان پخپل منځ كې په دوو لويوډلو(خلق اوپرچم) وېشل شوي وواودوامدارپه دې هڅوكې ووچې كوم يو گوندبه رهبري په لاس كې ولري چې كله ناكله به ددولت واگې ديادشويودووډلوترمنځ بدلون كاوه.
سره له دې چې دروسانولويې مرستې ورسره وې خودغه مبارزې دوى حاكميت دخلكوپروړاندې سرټيټى كړاودافغانستان عمومي خلكوپه منځ كې ددولت پروړاندې خپگان رپوټته شو، كوچنيوډلودهېواد په کچه د دولت پروړاندې څرگندوسلوال مقاومت پيل كړ.
دغه مخالفت غيرمنظم، ټوټې، ټوټې اوبې له بهرنيومرستوڅخه يې پخپلو لږو تجهيزاتوخپلې مبارزې ته دوام وركړ.
په ۱۹۷۹ كې حفيظ الله امين دخلق له گوندڅخه رپوټته شواودحكومت واگې يې په لاس كې واخيستې، په دې وخت كې ډېره نا ارامي رامنځته شوه اوپه امين باندې دروسانوباورهم ختم شوچې په پاى كې د۱۹۷۹ كال دډېسمبرمياشتې د کرېسمېس په شپه(د عيسويانو مذهبي ورځ چې پر پينځه ويشتم ډیسمبرلمانځل كېږي. ژ) دروسانوحوصله پاى ته ورسېده اوپه سترځواك سره يې پدغه هېواد نېغ تېرى وكړ.
روسان دكابل په هوايي ډگركې دشپې كوزشول، امين اودهغه دحكومت لوړرتبه چارواكي يې له منځه يووړل اودده پرځاى يې ببرك كارمل دهغه پرچم گوندته دواك واگې وركړې، دڅواونيوپه اوږدوكې روسان افغانستان ته دځمكې اوهواله لارې ننوتل اودهېوادټولوبرخوته په لنډوخت كې ورسېدل.
كابل پوهنتون دروسانواشغال پر وړاندې غبرگون وښود، چې محصلين يې پاكستان ته وتښتېدل څوزندانيان نشي، يوځوان تاجك رهبر احمد شا مسعود له دغومهاجروسره په پېښوركې يوځاى شو، په ۱۹۸۰ كې يې دكمونستانوپه وړاندې جهاداعلان كړ، نوموړي يوڅه تاجك محصلين له ځانه سره پنجشېرته بوتلل څودكمونيستي دولت پرضدجگړه پيل كړي.
همدارازنوروكوچنيوگروپونوهم رسمي مخالفت اعلان كړاوله بهرڅخه دمرستې نشتوالي له امله غيرمنظم اوغيرمجهول، له دې امله دروسانود زور لپاره لوى گواښ نه ؤ.
دسي اى اې رول په دغه کېسۍ کې يوازېاتلس مياشتې وړاندې د ۱۹۷۸ کال په وروستيو کې هغه وخت پيل شوكله چې دخلق گوندكوچنى خوجدي تېروتنه وكړه.
دوى دهېوادلپاره يونوى بېرغ اعلان كړ، دغه بېرغانځور يوڅوروځې وروسته په واشنگټن پوست كې راڅرگندشو، ديوې اونۍ په دننه كې غوسه شوي الن ولفاسلام ابادته لاړ، الن په هغه وخت كې دختيځې اوسويلي اسياد سي ای اې دڅانگومشرؤ.
الن د سي ای اې په دفتركې يوافساني ډول شهرت درلود، هغه څوكاله دسويلي اسيالپاره وقف كړي وواودپاكستان اوافغانستان د اوپراسيون دبرخې مسؤل ؤ.د لومړيو سفرونو پر مهال هغه په لاهور کې د اړوند برخې مشر ؤ او په يو ډول يې د اوه گارډنر سره هر ماسپښين له لیدنې په داسې وخت کې چې هغوی RAINS OF RANCHITPUR فلم انځوراوه، خوند اخېسته!څه وخت وروسته الن په كابل اوبياپه اسلام ابادكې زموږدمشرپه توگه كاروكړ، هغه ددغه زون په باره كې ډېره مطالعه لرله، دهغه ښځه هم دافغان په كلتوراوقبيلوي تاريخ باندې دښه پوهېدوله امله مشهوره وه، زه په ۱۹۷۸ كې اسلام ابادته راغلم اوله ماسره خپله لومړنۍ ميرمن پاټريشهاوزمادرې بچيان هم وو، زه ترټولوټيټ رتبه افسروم، اسلام اباد ته د الن سفر زموږدټولولپاره يوحيرانوونكى خبرو، ؤ، ځكه په هغه وخت كې دغسې كوچنيودفترونوته له قرارگاه څخه دجگپوړي چارواكي راتلل معمولي خبره نه وه.
زموږمشر ؛جان. ار ؛ له الن ولف سره دكتنې لپاره د تيار پر مهال داسې لکه پېشو اندېښمن ؤ.
د رارسېدلو سره سم، ولف لکه د فلم لوبغاړی په ډول هر وخت په صحنه حاضر، موږ درې واړه ټيټ رتبه افسران ېې د سفارت د تشرېحاتو خوندي کوټې ته چې په پوکڼه مشهوره وه ځکه چې روڼ پلاستيکې چت، غولی او راڼه دېوالونه يې درلودل، راغونډ کړلو.
ولف د دهغه مېز سره چې په شنه بخمل پوښل شوی و کېناست، موږ ټولو ته يې په کراره او په غور سره راوکتل.
هغه بيا په خبرو پيل وکړ: زه له خپلې ميرمنې سره په انگړ کې دمازيگرچاى پرخوړلوناست وم، موږ د ماښام مارټيني(1) څښل او د واشنگټن پوسټ اخبار مې لوست. باور مې نه راته، د اخبار په لومړي مخ باندې د انوي افغان بېرغ انتځور ترسترگو شو، ماخپلې ميرمنې ته مخ ورواړاوه، ورته ومې وويل چې گرانې دغه كمونيست حراميان زموږله افغانستان سره دغسې لوبې نشي کولای! زه به دغه لعنتي رژيم رانسكوره وم، او ښا غلو زه دلته د مبارزي د پيلولو لپاره راغلی يم، زموږخلك په كابل كې دشته رژيم له امله څه نشي كولاى خومجاهدين په پاکستان کې، په پېښور او دلته په اسلام ابادكې نمايندگان لري، له دغه ځايه زموږاوستاسې جنگ پيلېږي، تاسې بايددمجاهدينوپه ليكوكې خپلې سرچېنې پيداكړئ اوماته رپوټ ركړى، چې دوى څه شي ته اړتيالري، ددوى جنگ څنگه پرمخ ځي اوڅنگه موږكولاى شوله دوى سره لاسنيواى وكړو، تاسې بايدكاروكړى اوزه غواړم دهغې پايله وگورم.
ښه تياتر و او ډېر ښه کردار يې ترسره کړ، ماغوږنيولى ؤاوله بيا هم ځان سره مې وويل چې كاش كېمره مې لرلئ څودغه صحنه چې دتاريخ پاڼې يې زماپه مخ كې واړوله، ثبت كړې واى.
د۱۹۷۹ كال په نيماى كې موږد ولف ديونڅاپي امرونوله مخې دمجاهدينوپه ټولو اوو(۷) لويوډلوكې سرچېنې پيداكړې.
د ولف پرامرونوسربېره په واشنگټن کې دده دهڅوپه مټ دامريكې دولت دپاكستان حكومت په لاسنيوي كوچنى پټې ډلې جوړې كړيې څوله مجاهدينوسره بشري مرستې وكړي.
د۱۹۷۹ كال دنوامبرمياشتې په ۲۱ مه نېټه په اسلام ابادكې يوه پېښه وشوه چې په اسلام ابادكې يې نړۍ پړمخې واړوله، هغه داچې يوې كوچنۍ جنايتکاره ډلې چې وروسته يې دكسانوشمېر۱۵۰۰۰ تنوورسېددامريكې دسفارت دېوالونه مات كړل اوودانۍ ته يې اور واچاوه، دووتنوامريكې يانواودووتنوپاكستانيانوچې هلته يې دنده لرله په كې خپل ژوندله لاسه وركړاو زماپه شمول ۱۳۸ كسان دسفارت په ودانۍ كې چې اوريې اخيستى ؤترپينځوساعتونوپورې بندپاتې شوو.
موږپه دې وتوانېدوچې ځانونه له مرگه وساتوخودډېروخت لپاره په لړزه اوگنگس وو.
له پېښې څخه وروسته دامالومه شوه چې پاكستاني حكومت دجنرال ضياالحق په مشرۍ دغه پېښې ته په دواړوپښو ولاړؤاودپېښې مخنيوى يې ونكړ، چې وروسته پاكستانۍ چورلكودسفارت ودانۍ پرسركشفي الوتنې وكړې اوپه اشتباسره يې فكروكړچې تراورلاندې ودانۍ كې څوك ژوندي نه دي پاتې، له كشف وروسته يې ولسمشرضياالحق ته خبر وركړ چې په ودانۍ كې څوك ژوندي نه دي پاتې نوبهتره ده چې د څو وژل شويو امريكنيانو جسدونو د لاسته راوړلو په خاطر د زور څخه کار وانه اخيستل شي، بهتره ده دغې ډلې ته اجازه وركړل شي چې خپله غوسه سړه كړي او په پای کې په خپله سره خواره واره شي. له پاكستان سره زموږپه اړيكوكې توپيرراغى اوله مجاهدينوسره دامريكې ناڅرگنده مرسته هم په خطركې شوه، بيا شورويانو په افغانستان يرغل وکړ.
د۱۹۷۹ كال د ډېسمبرپه مياشت كې روسانودومره غلطه پرېكړه وكړه چې دكرملين ماسټرانويې وړاندوينه نه شوه كولاى.
دغې پرېكړې دامريكې دولت اړ كړچې دمجاهدينوترشاخپل پوره لاسنيواى پياوړى كړي، او اسلامي نړۍ يې دېته وهڅوله چې له مجاهدينوسره په ليكو کې ودرېږي اوله دوى سره دخپلواكۍ په اخيستلوكې مرسته وكړي.
پرافغانستان باندې دروس له يرغل څخه يوازې څو ورځې وروسته دامريكې دولسمشركارټرپه لارښوونه يو دولس كلن لوى پروگرام پيل شو، چې دهغې له مخې به په بليونونوډالرمجاهدينوته دنظامي تجهيزاتواوبشري مرستې لپاره وركول كېږي، چې پاكستان دولت مجاهېدينو ته ددغومرستودوېشلومسؤليت پخپله غاړه اخيستى ؤ.
كله چې له مجاهدينوسره د ۱۹۸۰ كال په لومړيودرېيوكلونو دمرستې لړۍ گړندۍ شوه، داموضوع ټولوته څرگنده شوه چې كه څه هم پاكستان زموږسره پخپل هدف (دروسانوماتې) كې شريك ؤخودمجاهدينوله مختلفوگروپونواودافغان مجاهدينوله قوماندانانوسره يې دمعاملې خپله اجنډادرلوده.
پاكستان حكومت له پيله د(امريكې )دغه كوچني اوپټ عمليات (له مجاهدينوسره مرسته) په افغانستان كې دخپلواوږمهاله سياسي موخودترلاسه كولولپاره يوه ښه وسيله وگڼله اودپاكستان لپاره يوه ساده مفكوره وه، چې دافغانستان سره بايدمرسته وشي څويوپښتون نفوذه، سخت دريزه مذهبي گوندواكمن شي اوپاكستان وكولى شي په اسانۍ سره ددوى نظريې بدلې اوپخپل منځي موضوعاتويې بوخت كړي او اودافغانستان له لارې دپخواني شوروي اتحادله اسلامي جمهوريتونوڅخه دتېلولاسته راوړل اوخپله سوداگري په اسانۍ ترسره كړاى شي اوپاكستان په عين حال كې يوارامه لوېديځه سرحدولري. دپاكستان دغې موخې ځينوقوماندانانوته ډېره گټه ورسوله، دبېلگې په ډول، دگلبدين حكمتيارحزب اسلامي گوندته پيسې اوتجهيزات وركړل شواوپه ساده ډول احمدشاه مسعود(له ټولونه ښه تكتيكي قوماندان. لېکوال) به په ساده ډول په ډېر لږ څه غولاوه.
گلبدين حكمتياردسخت دريزه عقېدې په لرلوسره په افغانستان كې دپاكستان دستراتيژيكوموخو د ترلاسه كولولپاره تر ټولو ښه لوبغاړى ؤ.
مسعوداودهغه تاجكوپه افغانستان كې له جهادڅخه وروسته يوپراخه نظردرلودچې دپاكستان له غوښتنوسره يې سمون نه كاوه. ددې لپاره چې دغه يوړاخيزقضاوت په نظركې ونيسيسي ای اې يوپروگرام جوړكړڅوله هغومهموقوماندانانوسره په جلاتوگه اړيكې ټينگې كړي چې دجنگ په ډگر کې اغېزمن وو، او دپاكستان حكومت لخواورته پام نه ؤشوى د دغو قوماندانانو د نمايندگانو پېژندنه مشكله نه وه، ټولو مهمو قومندانانو په پاكستان كې دمرستې ترلاسه كولولپاره خپل نمايندگان لرل، موږله هرنماينده سره يواړخيزاوپه جلاتوگه اړيكې ونيوې، ناسته موورسره وكړه اويوې ساده پرېكړې ته ورسېدو. معامله ډېره ساده وه، موږبايدهرقوماندان ته دمياشتې نغدې پيسې وركړې واى، (ځينې وخت موجگپوړوقوماندانانوته د مياشتې تر50000ډالرو پورې ورکولې خواكثره وخت مو۵۰۰۰ ډالرعادي قوماندانانوته وركولې اوپه بدل كې قوماندانانوموږته دجګړيزو عملياتومياشتينۍ رپوټ اودپاكستان لخواله دوى سره دكېدونكې مالي اونغدي مرستولېست راكاوه، هېڅ قوماندان چې ماپېژاندزموږسره دوكه ونكړه، دوى زموږداړيكودوامداره سرچېنې نه وې، په كومه سيمه كې به چې جنگ پای ته ورسېد او يا به جهاد په سيمه کې وگټل شو، نوزموږاړيكې به هم له اړوندقوماندان سره ختمېدلې، دغه پروگرام دوه گټې لرلې، يوه داچې كوم قوماندان به دپاكستان په گټه نه ؤ، هغې ته به زموږمرستې په نېغ ډول رسېدې اوبل دپاكستان لخوامجاهدينوته دمرستواو وسلو وېشلودهغه رپوټسمون اوكږون راته مالومېده چې دپاكستان لخواموږته راكول كېده.
د1988 كال په اوړي كې روسان په افغانستان كې مات شول اوددوى وتل دافغانستان څخه نور يوڅرگندحقيقت ؤ، په كابل كې زموږ سفارت د څو لوېديځواله سفارتونوله جملې څخه يوسفارت ؤچې ديوشمېرپرسونل په لرلوسره يې كولاى شول له انقلاب څخه وروسته حالات تجزيه كړي، كه څه هم له سفارت څخه دپرسونل ايستل اوپه پايله كې دسفارت بندول دواشنگټن دلوړپوړوچارواكوموافقه وه او په عين حال كې دغه كار روسانواوپه کابل کې کمونيستي رژيم ته يوه ځواکمنه او څرگنده ضربه هم وه. په کابل کې دقرارگادرئيس په توگه (خو واشنگټن ته د سفارت په اړه د وروستۍ پرېکړې لپاره منتظر) مې كوښښ وكړچېفرانك انډرسن او په افغاني چارو کې د سي ای اې مشردېته وهڅووم چې دسفارت پرسونل هلته پرېږدي خوبريالى نه شوم.
سفارت دبندېدوپه حال كې ؤ، انډرسن اوڅولوړپوړي چارواكي په دې باوري وو چې له افغانستان څخه به دروسانووتنه په كمونېست رژيم باندې سخت منفي اغېزولري اودسفارت بندول به دكمونېستي رژيم نسكورول گړندي كړي. د۱۹۸۶ له مۍ مياشتې راهيسې دغه رژيم دنجيب الله ترمشرۍ لاندې كاركاوه، نجيب الله د کې جي بې لخوادجوړې شوې افغان څارگرې ډلې يا(خاد)د مشرۍ پر مهال خپل ځان يو بې رحمه قاتل معرفي کړ. كه چېرې نجيب الله دمخالفينولاسته ورغلى وئ نودوينوتويلودپخواني ريكاډله مخې به يې يوازې دمرگ هركلى كړى وئ، نوله دې امله نجيب الله هم نه غوښتل چې جنگ ودروي، سربېره پردې دنجيب الله ځواكونه دمجاهدينوپه پرتله ځواكمن وواودهېواد په کچه ورسره ستراتيژيك اوځواكمن دفاعي ټكي (نقطې) وې.
ماخپلومشرانوته وويل چې دغه جگړه به راتلونکې ته ادامه ولري، كه چېرې سفارت خلاص وي، زه موجودوم، په ښار کې د گرځېدلو له امله به، د روسانو څخه په وروستي افغانستان کې پېښې به له نږدې وڅارلاى شو.
انډرسن زمانظردلاس په ښورولوسره ردكړاو ويې وې چې نجيب الله به په څومياشتوكې له منځه لاړشي اوموږبه خپل سفارت په د ۱۹۸۹ کالپه پيل کې كې بياخلاص كړو، نوبې له كوموتشريفاتواومراسمويې زه له دفترڅخه وشړلم اوزه هم دښه عسكرپه توگه اسلام ابادته لاړم، څودنجيب الله اوهغه دجنايتكاره ډلې دنسكورېدوانتظاروباسم. ولف انډرسن اودهغه ملگرويوڅه ناسمه وړاندوينه كړې وه، دنجيب الله حكومت دروسانوله وتلودرې كاله وروسته په ۱۹۹۲كال كې راوپرځېد.
په كابل كې د امريكې سفارت د طالبانو د ماتې يوه مياشت وروسته د په2011 كال د ډيسمبرپه مياشت كې بيا په كار پيل وكړ.
اووم څپركى
په ۱۹۸۸ كال كې زه اسلام ابادته ور وگرځېدلم. مېلټ بېرډن په خوښۍ سره راته هركلى ووايه اوهغه دا حقيقت چې په اسلام اباد کې هغه يوازېنی سي، اى، اې مشر و، څرگند کړ. زما په معزو کې هغه شک چې مېلټ د خپل عمر په لحاظ په لويه رتبه کې ؤ، موجود نه ؤ. زه په لنډوخت كې ترټولولوړرتبه افسرشوم اودافغان استخباراتو دراټولولو(له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكو درلودل. لېکوال) دبرخې مسؤل شوم، د اوږدې مبارزې لپاره دا زما لپاره ښه چانس و ځکه چې په همدغه وخت کې ما له احمد شا مسعود سره اړېکې پيل کړې.
په ۱۹۸۰ كال كې كله چې مسعودله پېښورڅخه پنجشېرته روان شونودمسعود يو نږدې ملگری او سلاکارتاجک ځوان (مسعودخليلي) له ده سره په دغه تاريخي مزل کې د لارې ملگرتياوكړه.
په كم وخت كې څرگنده شوه چې خليلي يوځيرك شاعر، ليكوال، په درېيو ژبو غږېده، ښه ويناوال او د شمالي افغانستان په غرونو باندې د کلاشنکوف د ښکته او پورته گرځولو پر ځای هغه د سياسي موضوعاتو د پر مخ بېولو لپاره ښه لوبغاړی و.
خليلي په پاکستان كې دمسعود يو مهماستازىؤاوپه پاى كې په پېښور کې مېشت دبرهان الدين رباني اودهغه دتاجكي اسلامي حزب (ښايي جمعيت اسلامي يې منظور وي. ژباړن)لپاره جگپوړی سياسي مشاور وټاکل شو.
د۱۹۸۰ كال په نيمايي كې د سي ای اې افسرانوله خليلي سره وپېژندل او له هغه سره يې د همکاری ارتباتاط ټينگ کړل، هغه دسي اى اې كوم جاسوس نه ؤ(1)!؟ خوهغه خپلې اړيكې دكمونيستي رژيم له نسكورېدو، وروسته دافغانستان په راتلونكي كې له سي ای اېسره دخپلونظرياتودشريكولوله امله خپل شخصي نظر پراخول غوښتل!کله چې زه د ۱۹۸۸ په وروسيتو کې اسلام اباد ته را وگرځېدلم، خليلي ته وروپېژندل شوم او اسلام اباد ته د هغه د هر رسمي سفر په مهال به مې له ده سره ليدنه کوله.
له خليلي سره زمادپېژندنې لېوالتياپه دې کې نه وه چې هغه د مسعود نږدې سړى دى، له مسعودسره خوموږدهغه د ورور احمدضيا پواسطه (له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكو) له مخې اړيکه لرله، له خليلي سره زما د پېژندنې لېوالتيا د مجاهدينو د گروپونو سره د هغه د پراخه اړيکو او د هغه قوماندانو او سي ای اې ترمنځ د هغه په منځگړېتوب کې چې سي ای اې پکې دلچسپي لرله، وه. دڅواونيوپه تېرېدوسره زمادخليلي ترمنځ ځانگړې ملگرتياجوړه شوه او زما اودده ملگرتياددې لامل شوه چې د سي ای اې سره د هغه د مرستې لامل په ډاگه کړم.
هغه په ټينگ باور سره له مجاهدينوسره د(سي، اى، اې) مرسته دروسانوماتې گڼله، هغه په دې هم باوري ؤچې پاکستانيانو د سي ای اې دغه پروگرام يو فرصت گاڼه څو د پښتنو مجاهدينوپه گروپونو په ځانگړې ډول په هغه ډلو کې چې سخت دريزهمذهبي عقيدې لري، خپل نفوظ زيات کړي، دخليلي په باور كله چې كمونستان مات شي پاكستان به له خپلوپښتنوملگروسره لاسنيواى وكړي څودواك واگي دوى ترلاسه اوتاجك او نور عقليتونه دتل په شان په دويمه درجه كې پاتې شي.
خليلي له سي اى اې سره داړيكو لرلوله مخې دخپل برياليتوب په زر ترلاسه كولوډېرباوري ؤ، سي ای اې ته د هغه ښو قومانداناو ورپېژندل چې دپاكستان په خوښه نه ؤ، دى په دې باوري کاوه چې دغه قوماندانان به دكمونيستي رژيم له نسكورېدو وروسته دسياسي جگړې په ډگركې د پاکستان په خوښه د پښتنو قومندانانو په وړاندې د مقاومت لپاره ښه سمبال وي. د خليلي اړيکې د قوماندانانو سره د يادولو وړ وې، دخليلي پواسطه موږكولاى شول چې دهېواد په کچه له ټولو توکمو مهموقوماندانانوسره لكه دشمال ازبك، دجلال اباد د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي سيموپښتانه قوماندانان اوحتى د کابل په لوېديځ کې له شياقوماندانانوسره موهم دده پواسطه اړيكي ټينگولای شولې.
خليلي (1)په رښتياهم يو افغان هېوادپال ؤ او دی، او دغه حقيقت يې د خپل څلورويشت کلنيز خدمت او قربانۍ په واسطه څرگند کړ؟؟؟
خليلي په كال كې دوه ځله دپاكستان دچترال له غرنيوسيموښكته د اس په شا دپنجشېردرې ته د مسعود د لېدنې لپاره سفر کاوه. دا يو له خطره ډک او اوږد سفر و چې د تنگو لارو له امله يې اته ورځې نېولې. په سيمه کې شورويانو د هوا له لارې په زرگونه کوچني مځکني ماينونه راغورځولي وو او د هر سفر پر مهال د يوه اس يا د کچر له لاسه ورکول او يا د سړي لپاره که چېرې د ښې کارول شوې اوتنگې لارې څخه وتلی وای د يوې پښې دلاسه ورکول عادي وؤ!(دا ټول ستاسې د بشري حقوقو د پرځای کولو له برکته پر افغانستان داسې حالت تېرېږي. ژباړن)ماهم په شوق غوښتل چې يوځلې له خليلي سره يوځاى سفروكړم اوله مسعودسره مخامخ وگورم خوخپلومشرانوراته(د خطر د اخيستلو وړتيا نلري) له امله اجازه نه راکوله. څوكاله وروسته پوى شوم چې د نوموړو سفرونو پر مهال خليلي مسعودته زمايادونه كړې وه اوهغه باوراودرناوى چې خليلي ماته درلودمسعودته هم ولېږدېده، داهغه څه وو چې زما اود سي ای اې لپاره يې په راتلونكي كې ښه خدمت كاوه. د۱۹۹۰ دجون په مياشت كې ماپه رياض كې دزون دمرستيال په توگه دنده واخيسته اوددغه كال داگسټ په مياشت كې زمالپاره د خليلي پرېښودل په پاکستان کې زما د وخت تر ټولو سخته او غمجنه برخه وه، ځكه چې هغه يورېښتينى ملگرى ؤ او په افغانستان كې دنجيب الله حكومت د سرټمبه مقاومت له امله حالات غمجن ښکارېدل، داحمدشاه مسعود شمالي ټلوالې د ځواکونو اوگلبدين حکمتيار او د نورو وړو سخت دريزه پښتنو گروپونو ترمنځ شخړې په زياتېدو وې، له دې امله د افغانستان څخه د روسانو د وتلو ستره خوشالي او د کمونستي رژيم په وړاندې د ژر کاميابۍ هيلې له خاورو سره خاورې شوې. دا هم ښکاره وه چې د متحده ايلاتو حکومت هم د افغانستان څخه خپل لاس راپرې کاوه او د روسانو سره د دواړو جگړه کوونکو خواؤ ته د مرستې او همکارۍ د بندولو پر څرنگوالي باندې جدي خبرې اترې روانې وې. د هغه شېبې ليدل چې گټلو ته يې ډېرو کسانو زياته قربانی کړي وي، او بيا له منځه ځي، ډېر گران وي. زماپه اند، زما تگ خليلي ته هغه حقيقت چې سي ای اې د مجاهدينو سره د ملاتړ پروگرام، داسې پروگرام چې خليلي ورته تېر لس کاله ځان وقف کړی و پای ورکوي، څرگند کړ. ما د خليلي سره د بيا ليدنې هېڅ هيله نه درلوده. زه په هغه حقيقت چې د خليلي سره به د راتلونکو شپږو کلونو پر مهال زما اړيکې دوام او بيا به هم ډېر اهميت لري، هېڅ نه وم پوهېدلای.
اتم څپركى
د۱۹۹۲ كال داگسټ په مياشت كې وروسته له هغې چې زمادنده په رياض كې پاى ته ورسېده، زه لینگلي ته راوگرځېدم څو دنويوعملياتوچې (ايران دعملياتوځواك) نومېدل د مشری مسولیتپه ِغاړه واخلم.
د۱۹۹۲ كال داپريل په مياشت كې كابل دمسعود، تاجكوځواكونولاسته ورغى اودنجيب حكومت له منځه لاړ. هغه وړاندوینه چې گټونكې مجاهدین به د کمونسټانو په وړاندې د بدل اخستنې لپاره ستره وژنه ترسره کړي، سمه نه وه.
نجيب دملگروملتونودفترته پنايووړه اود هغوی په یوه کلا کې په غيررسمي ډول ترڅلوركلونوپورې نظربندپاتې شو، څودمجاهدينو نوی رامنځ ته شوی دولت دنجيب په اړه پرېكړه وكړي.
كله چې طالبان كابل ته په کال ۱۹۹۶ او د سپټمبر په وروستیو کې ورننوتل، دهغوی ترټولولومړى گام دملگروملتونودفتر ته په زورننوتل ؤ، چې نجيب له دفترڅخه كشولوراوباسي اوترټولوسخته او وحشيانه سزا وركړي.
په ټایم مجلهکې هغه انځور چې ډاكټرنجيب الله په كې دسړك پرغاړه له ولاړې مټې په ناوړه توگه راځوړند و، لویدیځ تهدطالبانودغوښتنوڅرگندپيغام ؤ.
برياليومجاهدينود حزب اسلامي د لیډر(ښایي مراد یې جمېعت اسلامي وي. ژ) رباني ترمشرۍ لاندې په بيړه يوه نوې اداره را منځ ته کړله، او احمدشاه مسعوديې ددفاع وزير وټاکه.
خليلي اوس مهال په پاكستان كې ددغه نوي دولت سفيروټاکل شو، كله چې مجاهدينودنوي دولت ځواکمن او واگي یې په لاس كې واخيستل، سي، ای، اېته په رسمي ډول امر وشوچې له مجاهدينوسره دمرستې دولس كلن پروگرام ته پای ورکړي. تر دغه وخت پورې د مجاهدینو لپاره د پخواني جوړ شوي پروگرام(د مجاهدینو سره د مرستې پروگرام. ژ) یوازې نوم پاتې ؤ.
زموږلپاره ددغه پروگرام بندول په دا مانا چې د هغومجاهدينوسره چې موږ ورسره معاملې کړې وې، اړیکه ونیسواو خداى په اماني ورته ووایو، خوپاكستانيانوته په كابل كې د روانو سياسي حالاتو له امله فرصت په لاس ورغى څوپه افغانستان کې خپلې اجنډا (موخې) ته دوام ورکړي.
پاكستان له گلبدين حكمتيارسره چې دنوي دولت دبهرنيوچارو وزير ټاکل شوی ؤ، ، اوددې ترڅنگ يې له نورو سخت دريځوپښتنو مشرانو ته د مرستې ورکولو ته دوام ورکړ څو دنوي تاجك دولت او نورغیر پښتون پروړاندې وجنگېږي.
پروفيسور رباني اواحمدشاه مسعوددپاكستان له دغومرستوڅخه بې برخې ؤاوبې له شكه چې دغه ډول حالاتوخپل منځي جگړې ته هرکلی وایه.
د۱۹۹۲ كال په نيمايي كې داحمدشاه مسعوداوگلبدين حكمتيارترمنځ دكابل په لوېديځه برخه كې جگړه پيل شوه، دڅومياشتوپه اوږدوكې دكابل ښارويجاړاوودانۍ په ودانۍ ړنگ او په لوټو او خاورو بدل شو، چې د هغې ورانۍ ځیني برخې خو لا تراوسه هم د کابل په ښار کې لیدل كېږي.
دپاكستان دغه ډول مرسته له گلبدين حكمتيارسره ډېره بېشرمانه وه اوخليلي په پاکستان کې خپلوخلكواونړۍ ته له دغومرسته څخه دپردې په پورته كولوكې ډېرفعال ؤ.
پاكستان دخليلي دغه ډول كړنې ستړى كړ(ويې نه زغملې)، نوخليلي اودده كورنۍ دپاکستان لخوا ونیول شو او د څو ورځو لپاره دده کور تنگ ؤ او د هغه کورنۍ هم وځوروله. د هغه په پاى كې دئ له بندڅخه ازادشوخو
اته څلويښت ساعته وخت وركړل شوچې دپاكستان له خاورې څخه ووزي، خليلي دامريكېدتابېعت په لرلوسره وكولاى شول چې خپله كورنۍ دامريكې شمالي ويرجيناايالت ته ولېږدوي، كله چې زه امريكې ته دخليلي له راتگ څخه خبرشوم، نو سي ای اېدفترته مې خبروركړ، خوكوم رسمي دليل نه ؤچې ما اوخليلي يې بايدله مخې سره ليدلي واى، يوازې ددووملگروټوليزه ليدنه وه.
مابه په مياشت كې يوځل له خليلي سره دغرمې ډوډوۍ خوړه، هغه د مېډیا سره ښې اړېکې ساتلې او د افغانستان دولت ته به یې کار کاوه، ، ځینې وخت خو به دومره په زړه پورې څه ویل چې یو څوک به د هغه په هېواد کې د روانو چارو د څرنگوالي په اړه د پوهېدلو لپاره ورته غوږ نیوه، د ۱۹۹۰ په نیمایۍ کې د افغانستان خبرونه د وروستي مخ خبرونه وو او دا د جگړه سالارانو ترمنځ په یوه ډېر وران شوي او وروسته پاتې هېواد کې هغه ناندارې وې چې دجگړې لپاره پکې ډېر لږ او هیڅ څه شته والی نه درلود. خليلي پخپل هېوادكې د روانو حالاتو څخه سرټکاوه او خلیلي لکه د زیات شمېر نورو افغانانو په څیر د هغه حقیقت چې د متحده ايالاتو دولت او سي، ای، اې د مجاهدینو سره د بریالیتوب د راوړلو لپاره څومره مرستې وکړې، او اوس مهال چې بریا یې ترلاسه کړله، لیرې ولاړ دي او د هېواد په غمېزه کې د رادانگلو څخه انکار کوي، سخته کرکه کوله.
دده له نوموړې سردردۍ سره سره زموږترمنځ ملگرتياهمغسې توده وه، ماله خليلي سره دده په ستونزوكې پرته له غمشريكۍ نورهېڅ مرسته نه شواى كولاى، موږپه افغانستان كې نه سي، ای، اېپرسونل اونه هم سفارت درلود، او ما هم دغه پړه پرځان منله، دافغانستان په اړه زموږڅانگوچې په اسلام ابادكې وې ډېركم مالومات راكول، دهغوڅانگوډېرپام نشه يې توكيواواړوندچاروته وه.
په ۱۹۹۴ كال كې زه اروپاته د(ايراني عملياتو) په دنده وگمارل شوم اوبیټسي ته هم په اروپاكېجي اېس او یا عامه خدماتو په څانگه کې مهمه دنده ورسپارل شوې وه، موږدواړه اروپاته دتگ له امله خوښ ؤ، زه له خليلي سره بياخداى په امانۍ ته اړشوم، وروسته خليلي دافغانستان دولت لخواپه هندكې سفيركړاى شو، هغه د ددغه دندې لپاره وړ شخص ؤ، په هغه وخت کې دا حقیقت چې زموږ دندو د یو بل سره مخامخ كېدل، ډاډي کول، ناشونۍ ښكارېده.
ماپه اروپاكې دڅلوروپينځوكالولپاره دپاتې كېدوهيله درلوده، خو په ۱۹۹۵ کال په اكټوبر کې دسي، ای، اېپه لوړپوړوچارواكوكې دناڅاپي بدلون راغی، په اسلام اباد کې سیمه ایزه مشر د لوړې دندې د مشرۍ په غاړه اخيستلو لپاره قرارگاه ته ورغی او ماته امر وشو څو د هغه ځایناستی شم. دا یوه دنده وه چې ما ترې انکار نشو کولای، ما هر وخت دغه دنده غوښتله، زه او بېټسي په نوموړي دنده باندې وغږیدو، که څه هم چې زموږ تر منځ بل بیلتون سخت ؤ خو دنده ډېره قیمتي وه او د ۱۹۹۶ کال په جنوري د پاکستان په لورې وخوځېدلم.
د۱۹۹۶ كال داگسټ په مياشت کې مابيادافغان اوپاكستان د سرحدي سیمو دعملياتومسؤليت پرغاړه واخست، په هغه وخت كې دپاكستانډېرپام عنعنويکورنیو حالاتو ته ؤ، سياسي بدلون هم له نږدې څارل كېده خود پاکستان د پام تمرکز دهندوستان سره په اړیکو ؤ، د هندوستان لخوا د نیول شوي كشمير کې د جنگياليوسره د هند د پوځ په وړاندې د پاكستان پټې مرستې، دهندوستان اوپاكستان ترمنځ اتومي جگړې ته ښه راغلاست وايه، دپاكستان حالات خراب ؤاو د هر واکمن سیاسي گوند له امله د زيات اداري فساد په کراره خو په ډاډ سره د بربادۍ په لور روان كړى ؤ، د دواړو لویو گوندونو--دنوازشريف ترمشرۍ لاندې دمسلم ليگ اودبېنظيربوټوترمشرۍ لاندې دپاكستان د پيپل(خلک) گوند د هغوی د واکمنیدو پرمهال داداري فسادونوترمنځ كوم توپيرنه ؤ، له دې دووگوندونوڅخه به چې هريوپه واك كې ؤ، كوښښ به يې كاوه چې څومره زياتې پيسې هغوبانكونوته چې په بهركې وو، ولېږدوي.
په ۱۹۹۴ كال كې كله چې دگلبدين سخت دريزه قوماندانانو د مسعود، د شمالي ټلوالې لخواماتې وخوړه، نوپاكستان دغه ماتې دخپل سياست ماتې وگڼله، همدالامل ؤچې د ۱۹۹۴ په نیمایۍ كې پاكستان دملامحمدعمرترمشرۍ لاندې دطالبانو نوی پیدا شوي تحریک ته پام واړوه.
دطالبانوتحريك له هغوسخت دريځومدرسوڅخه چې په بلوچستان او د پاكستان په شمال لوېديزو ولايتونوكې وې راوپارېد، په سلگونومدرسوبې كوره افغان اودپاكستان غريبوماشومانوته كور، ډوډۍ اومذهبي درس وركاوه، له دغومذهبي مرستوسره دپاكستان دسخت دريځه سياسي گوندونو او په سعودې كې ؤ د بسپنې د څو لویو مرکزونو څخه ورسره شخصي مرستې كېدلې او په دغومدرسوكې زده كوونكيوته سخت دريځه، جدي اوحتی د اسلام د بې فکره بڼه ورته ښوول كېدله.
ملامحمدعمردمجاهدينوله وخته يوتجربه كار جنگيالى ؤ، هغه د جگړې یو ریکارډ جوړ کړ چې هغه ته یې په قران کې د زیاتې پوهې شهرت ورکړ.
په ۱۹۹۴ كال كې ملامحمدعمرخپل عمليات كندهارته وغزول اوپه ورو، ورو يې د رشوت خورواو بې قانونه قوماندانانو په وړاندې جگړه پيل كړ.
په لومړيووختونوكې خلكودملامحمدعمر تود هركلى وكړ، ملامحمدعمر له ځان سره ملگري راټول او دطالبانو نوم يې وركړ.
پاكستان دطالبانوتحريك له مخې په افغانستان كې خپلې سياسي موخې ته رسېدل شوني وگڼل اوله دې امله يې خپله ټوله مرسته طالبانوته متوجه كړه.
دپاكستان له دغه ډول مرستې سره طالبان په ثابت اوگړندي ډول دافغانستان سويلي ولايتونووالکه په لاس كې واخيسته.
د۱۹۹۶ كاله په نيمايي كې طالبانودهېوادپه درېيوكې دوه برخې په لاس كې واخيستې، داطالبانوتحريك چې دپاكستاني اوعربجنگياليوپواسطه ځواكمن ؤ، دكابل په څنډوكې يې ځواكمنې دفاعي ليكې جوړې كړې او افغان اداره چې په هېواد باندې یې نازکه والکه لرله، له گواښ سره مخامخ کړله.
د۱۹۹۶ كال داگسټ ترمياشتې پورېدامريكې حكومت په افغانستان كې دسياسي بدلونونو څخه اندېښنه نه درلود ه.
د متحده ايالاتو حکومت په افغانستان کې یوازې په دوه سیمو کې لږه دلچسپې درلودله، يو په دغه هېواد کې د مخدره موادو د سخت زیاتوالي او بیا له دغه سیمي اروپا ته د مخدره موادو لیږد ؤ. دا حقیقت چې افغانستان د نړۍواله ترهگرو د پټیدلو لپاره لویه سرپناوه، راڅگندېده.
په هغه وخت كې په اسلام ابادكې بېساري عمليات پيل شول، ددغوعملياتويوه برخه يې په افغانستان پورې اړونده وه چې هغه دميرعمل قاسي ښكارؤ، ميرعمل قاسي هغه پاكستانى بلوچ ؤچې دامريكې په مکلين، ويرجنيا په ۱۲۳ سړک، په کال ۱۹۹۳ د جنوري په درويشتمه سهار د سي، ای، اې مرکزي قرارگاه په عمومي دروازه کې دسي، ای، اې دوه تنه مامورين مړه اودرې نوريې ټپيان كړل.
ميرعمل قاسي پاكستان ته په تېښته بريالى شو، سي، ای اې اوایف، بې، ای له ډېروهڅو سره سره دهغه په نيولوبريالي نشول، هغه دخپلوبلوچوملگرولخواساتل كېده، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د کوټې او کندهار په سیمو کې یې خوځښت کاوه.
اسلام اباد يوافغاني گروپ دميرعمل قاسي دښكارلپاره جوړاو سي اى اېورسره ددغه گروپ په جوړولوكې موافقه وكړه. دغه ډلې د طالبانو په اړه په سیمه کې د طالبانو د شخصیتونو او د هغوی د فعالیت څارگره مالومات راوړل او د څو سي، ای، اې څېړونکو افسرانو د دلچسپۍ سبب گرځېده او موږ په اسلام اباد کې د طالبانو او په افغانستان کې پر حالاتو پوهاوی پیل کړ.
که څه هم چې دغه گروپ ونه توانېده چې قاسي ښكاركړي، خو ما د اف بې ای سره د هغه عملیاتو په رهبري کې د هم غاړې توب څخه خوند واخست چې په پایله کې یې په کال ۱۹۹۷ د جون په مياشت کې مېرعمل ونیوه. د دلته ددغه كېسۍ ویل ارزښت لري، که نور نه وي، ددی دلایلو لپاره چې په نوموړو عملیاتو کې سي، ای، اې څومره مهم رول درلود، ارزښت لري). دا ما ته واضح وه چې یوه ورځ خو ژر د متحده ايالاتو حکومت به هغه حقیقت ته چې طالبان د افغانستان د پوره كنټرول کولو ته نږدې دي او کله چې پوره ځواکمن شو، هغوی به افغانستان د نړۍواله ترهگرو لپاره په یو بې مثاله ځاله بدل کړي، راويښ شي او ورپسې به د کانگریس نعارې او ژړا چې ولې سي، ای، اې نوموړی حالت له پامه غورځولای دی، راوپاریږي.
موږبايددسياسي پرمختگ په اړه د مالوماتو په ورکولو پیل کړی وای.پوښتنه دا ؤچې څنگه دواشنگټن خپل لږ پام دغه هېوادته راواړوؤ؟ ددغه ډول هڅې د پیل په پام کې نیولو سره مو څو عامله او فکټورونه مخې ته ولاړ وو،
په سويل كې طالبانودجنگ سالارانوبې وسلې كول پيل كړل اوطالبانودغه عمل ددې لپاره په ټولنه كې دمنولو وړؤ چې ټولنه دشل كلن جنگ څخه ستړې وه، طالبانوپه لومړيووختونوكې ښه شهرت درلودخودوخت په تېرېدوسره خلك ددوى نه هم ستړي شول، دطالبانوله تنگ نظرۍ څخه چې داسلام په نام يې كوله خلك ستړي شول.
زيات قومي مشران دطالبانوله دغه كړنلارې څخه ستړي ؤاوداهغه قومي مشران وو، چې په زړه ورتوب سره دروسانواودافغان كمونيستي ژريم پروړاندې جنگېدلي وو، زه ډاډه وم چې دشرايطوپه برابرېدوسره به نوموړي قومي مشرانوحتماًله سي، ای، اې سره دطالبانوپروړاندې لاسنيواى كړى واى، خو په سويل افغانستان کې د طالبانو د سخت كنټرول په نظر کې نیولو سره به داډول اړیکې له ستونزو خالي نه وي.
په شمال كې دتاجكونظامي ځواكدطالبانوپروړاندې په جگړه کې نښتی ؤ خوله بهرڅخه دمرستې له نشتوالي يې هغه ورو په وروټوټه كیدلواوشاتگ ته اړ كړ، دشمال له قوماندانانوسره اړيكې نيول هم يوڅه ستونزمن ؤخوزه ډاډه وم چې هغوى به له سي ای اې سره دلاسنيوي تازه کولو ته حاضر شي.
ماپه دې ترتيب فكروكړچې دانتقالي دولت له دفاع وزير احمدشاه مسعودسره اړيكې ونيسم، ځكه چې مسعودترټولوځواكمن قوماندان ؤاود په شمال کې یې د هر توکم گروپونو له مشرانو سره اغېزمنه اړیکې لرلې، او د هېواد په کچه یې د غیر تاجک قوماندانانو سره هم اوږدمهاله اړیکې لرلې.
مابايدواشنگټن ته له مسعودسره داړيكوټينگولولپاره يومعقول دليل وړاندې كړى واى، ځكه چې واشنگټن له طالبانوسره كارنه درلود، خودواشنگټن اندېښنه دنړيوالوترورويستانولكه اسامه بن لادن اودهغه ملگروته وه چې طالبانوساتلي وو.
د ۱۹۹۶ كال په مۍ مياشت كې اسامه بن لادن دامريكې د زیات فشار له امله خپله عملیاتي قرارگا له سوډان څخه افغانستان ته ولېږداوله، بن لادن په افغانستان کې د پخوانیو فعالیتونو په اساس دغه هېواد د ځان لپاره ښه امن ځای وباله. افغانستان ته دهغه له رسېدوسره سم اسامه بن لادن دسخت دريځه جهادي قوماندانانولكه پروفيسورسياف اويونس خالص ميلمه شو.
د اسامه د جهاد باورلیک او د لوېدیځې نړۍ سره د هغه مخالف دریځاو دپیسولوى صندوق په لرلوسره ملامحمدعمرهغه خپل گران ميلمه وگاڼه.
په ۱۹۹۰ كې پاكستان افغانستان اوسرحدي سيمووزيرستان ته دنظامي زده كړوپه موخه دخپلوكشميري جنگياليولېږل پيل كړل، دپاكستان دولت لپاره دغه خوځښت له ماناډك ؤ، داځكه چې دنړيوالې ټولنې اودمرېكاله دولت څخه په پاكستان فشارؤ، چې دكشميري جنگيال(د خپلواكې جنگيالي) كمپونه له خپل ملك څخه وباسي.
زيات عرب ترهگر چې له خپلوملكونوڅخه په منډه كې وو، په دغه كمپونوكې چې كشميري اوپاكستاني خپلخوښو (داوطلبو)په كې زده كړې كولې ځاى پرځاى شول، دغه اړيكې چې نن ورځ ددغولويوډلوترمنځ ښكاري، له دغه وخت پيل شوې.
کله چې د ۱۹۹۶ په نیمایۍ کې د ترهگرو دغه تور جوړښت په راڅرگندېدو شو، اسامه بن لادن د سي، ای، اې اصلي هدف وگرځېد.
په افغانستان كې داسامه شتون، له مسعود سره په کابل کې زما د لیدنې لپاره معقول دلیل پیدا کړ څو د اسامه او په افغانستان د بهرنیو ترهگرو په وړاندې د سي، ای، اېسره د هغه د مرستې د کولو توان او د هغه رضایت وسپیړو!
زه په دې هم پوهېدم چې زماپخوانى دوست خليلي چې تراوسه په نوي ډهلي کې افغان سفیر دی، د مسعود سره د یوې مثبتې او بریالۍ لیدنې په دايرولوكې اړين كس وي، مادغه وړانديز یوه تلگراف کې د ترورېزم پروړاندې دمبارزې مركزته ورولېږه، هغوی خپله د نوموړي سفر لپاره د بودیجې ورکولو هوکړه وکړله.
نهم څپركى
خليلي هم د نوموړي وړانديز له امله خوښ ؤاو له وړانديز رسېدو، وروسته يې يوازې د يوې ورځې په بهير كې له احمدشاه مسعود څخه دجلسې هوکړه راواخېستله او په دومره بیړه سره ددغه کار ترسره کولو سره یې زه هم حیران کړم.
ما فکر کاوه چې دسي، ای، اېسره به دده دويم ځل اړيكې، دده دټلوالې لخوادومره په بيړه تصديق نشي، ځكه چې امريكې په ۱۹۹۲کال د مجاهدینو سره اوږدمهاله مرسته ودروله، خوخليلي په دې نظرؤچې دافغانستان په چاروكې دامريكېدحكومت لاس لرل گټوردي، د کلونو په تېرېدو سره هغه ما ته تکرارً ویل چې دامريكې حكومت به په افغانستان كې د پېښېدونکو پېښو له امله خپل رول بیا تازه کړي.
په ۱۹۹۶ كې مااوخليلي په هندوستان كې زموږ د لیدنې اوکابل ته د سفر لپاره نېټه وټاکله، ما د دغه ترتیباتو د نیولو لپاره له قرارگاه او د نوي ډهلي سره اړیکه ونیوه، او ما او خليلي هلته په کال ۱۹۹۶ د سپټمبر په وروستیو کې سره یو ځای شوؤ، زه پوهېدم چې مسعودبه دامريكېله دولت څخه د طالبانو په وړاندې دسياسي اومالي مرستې هيله وكړي، خوماخليلي ته وويل چې په امريكې كې څوك اوس مهال نه غواړي چې نوموړي موضوع مطرح کړي، خوداسامه اودهغه دملگروپه نیولو باندې دامريكې حكومت د بهرنیو چارو وزارت د څار لاندې انعامونه ايښي، كه دغه كاروشي دمسعودپه گټه به وي، كابل ته زه اوخليلي له هندوستان څخه يوځاى په یوازینۍ الوتکه اريانابوینگ-۷۲۷ الوتكه كې راغلو، دغه یوازینۍ وسېله وه. الوتكه زړه وه او ښه ساتنه یې نه كېدله، او په مينځنۍ خانه کې یې یوازې دېرش چوکۍ درلودلې، د الوتکې وړاندېنۍ برخې په لورې ټولې سره غونډې شوې وې، د اصلي دهلیز باقي برخه د کارگو لپاره لکه لوی او واړه صندوقونه، لرگین کریټونه، او په نازکه بوجیو کې تړل شوي بکسونه ټول په منځنۍ برخه کې په غیر منظم ډول دلۍاو په یوه زاړه ترپال پټۍ باندې خوندي شوي وو، كله چې ماخليلي ته په دغه الوتكه كې دسفركولو د خطرپه اړه خبرې كولې، دهغه يوازېنۍ ځواب داؤچې گيري دومره اندېښنه مه كوه، دغه الوتكه تراوسه هرځاى ته خوندي سفر ترسره کوي او ځان یې په سیټ کې ارام کړ. زه هم چوپ شوم او قمربند مې وتړه.
پرته له ځینې عجيبه اوازونو او د اوسپنې د زگېرویو، تربگرامه مو سفر بې له کومې پېښې پای ته ورسوه.
بگرام هغه نظامي هوايي ډگردى چې له كابل څخه دېرش ميله واټن لري، دروسانواوله هغه څخه وروسته دنجيب دحكومت يومهم پوځي ډگرؤ.
په دغه ډگر باندې په تکرار ډول ډېرې جگړې شوي دي، په راکټونو، بمونو او په توپونو باندې لگېدلی، او اوار شوی دي، هوایي لیکه یې په داسې حال کې چې موږ د موټروان رارسېدلو ته انتظار ؤ، گونځې گونځې شوې وه. او په تېرو بهترو کلونو (د مسعود او رباني د نوي مرکزي ادارې څخه یې مراد دی. ژ) کې دغه ډگر باندې د بیا جوړونې هېڅ کار نه ؤ شوای.
مادارياناالوتكې مامورين ليدل چې په بې مهارته توگه يې بكسونه دمځكې پرمخ ښويول او ډگر ته یې د اوږدې شېبې لپاره کتل!
په هغه لیکه چې موږ پرې ولاړ و، ژور غارونه شوي وو، او د الوتکو څو گراجونه وران او دېوالونه یې را لویدلي وو، دهوايي ډگر په څنډوكې پوځي الوتکې گډوډې په داسې حال کې چې ویجاړې، کباړ شوي او په ځاى پاتې وې، (دغوالوتكې په ۲۰۰۱ كال پورې وې او کله چې د متحده ايالاتو هوايي ځواک په هوايي ډگر کې د ټولو روسي الوتکو د بمباری پرېكړه وکړه، ژامې ماتوونكې گروپ ته یې یو څه مشکلات جوړ کړل.)
كله چې موږدبگرام په هوايي ډگركې منتظرؤ، دمسعوديوه اېم اې جې ۲۷ (1)چورلكه چې پوځي نسواري رنگ يې وركړى ؤ، او یو دانه دوه سوه پنځوس پاونډه بم یې درلود، پورته اودختيځ په لورې يې الوتنه پيل كړه، طالبانو ځواکونو د جلال اباد له لورې د کابل په خوا رانږدې كېدل، او همدارنگه د ښار په لویدیځ او سويلي برخه کې دفاعي کرښې یې هم تر فشار لاندې راوستلې وې.
فعلاً حالات په سیمه کې ښه وو خو د طالبانو ځواکونه ډاډه ښكارېدل او په کراره خو په تدریجي ډول یې پرمختگ کاوه په ځانگړي ډول د ختیځ له لورې، سروبى چې د کابل او جلال ابادد لویې لار په نیمايې کې دی، وړوکۍ ښار ؤ خو د همغه استقامت څخه یې ښار ته عمومي لاره كنټرولوله، د برښنا کوټ چې دکابل ښار ته برېښنا ورکوي په سروبي کې په همدغه لاره باندې د سیند په غاړه موقیعت لري، نوموړی بند د طالبانو لپاره مهم هدف ؤ او همدرنگه د جهاد پر مهال د مجاهدینو لپاره هم یو مهم هدف ؤ.
كابل ښارنږدې هره ورځ د پوره سپټمبر مياشت د طالبانو لخوا تر راكېټي بريدلاندې نيول كېده، خوخليلي وویل چې حالات خوندي دي، هغه وویل چې كابل لوى ښاردى، زه اوته كوم مهم هدف نه يو او بېله دې هم طالبان هدف نشي ويشتلاى، (زماگروپ په سپټمبر کې هم۲۰۰۱ كې همدا ډولبیانیې اورېدلې). له دغه ډاډ سره زه ارام شوم او د موټر چلوونكي د رارسېدلو په هیله انتظارشوم.
زموږموټروان ممتازهم راورسېد، موږ یې د خلیلي کور ته انتقال کړلو، اودمسعودسره ليدل هم نږدې وخت كې شوني ؤ.
په افغانستان كې هرڅه خپله همغږي لري، دكاردترسره كولولپاره لیدنې او پلانونه ترسره كېږي، خو وخت ته ډېره كمه پاملرنه كېږي، فكرنه كوم چې هېڅ دوه افغانان چې له يواو بل سره وعده كوي ځانگړي وخت ته په كې پاملرنه وكړي، يوازې د ورځې كومه برخه دبېلگې په ډول (دسهارلخوايادماسپښين لخوا) سره یادوي، كله چې افغانان دكوم بهرني سره وخت ټاكي دوخت ټكى په كې ذكركېږي، د شېبې لپاره بهرنی خوشاله ساتي خو بیا وروسته هوکړه شوی وخت اصلاًً په پام کې نه نیول كېږي.
د کلونو په بهیر کې ما دغه حقیقت ته د (افغاني وخت) نوم ورکړ. او ما باور درلود چې د مسعود سره دلیدنې لپاره د ژر کلمې ذکر هم د همدغه کټگورۍ لاندې راځي.
دماسپښين نږدې څلوربجې به وي چې موږدخليلي كورته ورسېدو، وروسته دخليلي په كوركې وگرځېدو، دغه كورخليلي ته له خپل پلارڅخه ورپاتې ؤاوبيارغونې ته يې ډېره اړتيالرله.
موږدچاى له څښلو، وروسته انتظارشوو، دماښام په اووبجو خلیلي مزدورانو ډوډۍ، چې كباب، وريجې، پېروني اوخوندورخټكى په كې ؤ، راوړه او ومو خوړله. وروسته خلیلي خپل ځان د ورځني ژورنال په لیکلو بوخت کړ او مایې د لوستلو هڅه وکړله.
نيمه شپه يوناڅاپي خلک د حیرانیتا او ویرې په ډول ها دیخواه بوخت شول او موږ ته د مسعود سره د لیدنې لپاره امر وشو.
موږته دوه ټويوټه لنډكروزر راغلل يويې زمااوخليلي لپاره اودويم يې دهغوڅلورو، وسلوالوكسانولپاره ؤچې زه اوخليلي يې بدرگه كولو، موږيې موټرته ورټېله كړو، موټر دكابل په تورو كوڅوكې گړندي روان او په جمپونو ښکته او پورته غورځېده، د سړكونو د خرابۍ له امله په موټركې ښكته اوپورته كېدلو، خوله دې څخه زيات بد تر یې بياپه پاټكونوكې ؤ چې وسله وال اومجهزځوان مجاهدین سرتېري په كې ولاړؤ، يوسرتېری به يې د موټر ښيښې ته په داسې حال کې چې نورو به یې کلاشنکوفونه تیار نیولي وو، د شپې د پټې کلمې د تبادلې لپاره راغی.
دغو ساتونكيو د طالبانود همکارانو په لوی لاس د ورانکاری د ویرې له امله د شپې شېفر ډېر جدي گاڼه، زه پوهېدم چې دغه قهرجنوافغانانوته به ډېركم شى ددې لامل شي چې په سړي ډزې پيل كړي.
د مسعود سره ليدنه له ویرې او بحرانه ډکه وه خوخليلي ډاډ راکړ چې مسعود د جهاد په کلونو کې د مجاهدینو سره د مرستې له امله د سي، ای، اې څخه منندویه دی، اود همغه اړیکو د بیا پیلولو لپاره هیله مند دی.
زه پوهېدم چې مسعود هغه حقیقت چې د متحده ايالاتو دولت د ۱۹۹۲ پر مهال مجاهدین پرېښول او بې له شکه له موږ سره په بیا اړیکو ټینگولو کې محتاط وي.
ماله احمدشاه مسعودسره ډېره كمه مرسته كولاى شوه، مادهېڅ مالي اويادامريكې دولت لخواد رسمي مرستې ژمنه نشوه كولاى، خو مسعود ته مې ډاډ وركولاى شوچې سي، ای، اې غواړي له ټلوالې سره په يوه هدف باندې په گډه کار وکړي هغه د اسامه بن لادن ختمول او د هغه عرب جنگیالي له افغانستان څخه شړل ؤ، دا هغه څه ؤ چې مسعود هم ورته تږی ؤ.
زماموخه داوه چې له مسعودسره د دويم ځل لپاره اړيكي ټينگې كړم، او د همکاریو په پایله کې مسعود ته د گټو لاسنوی ورکړم.
د هغې توانايي چې د مسعود ځواکونو د اسامه بن لادن په وړاندې لري په پام کې نه نیولو سره، دهغه نظامي ځواک ترټولومجهزه ؤ، د هغه حیثیت او اغېزه د هېواد په کچه ټولو سیموته غزېدلې وه، هغه کولای شول چې زموږ لپاره د یو شمېر پخوانیو قوماندانانو سره اړیکه ونیسي. که چېرې زه د سي، ای، اې سره مسعود همکاری ته په هڅولو کې ناکام شم، نو د نورو جهادي قوماندانانو سره به زموږ اړیكې په همغه اندازسختې کړي.
مسعود په يوه ډېره ارامه كوټه كې زموږانتظاركاوه، دغه ودانۍ داطرېش پخوانی سفارت واواوس دمسعود او رباني دحكومت د مېلمستون په توگه كارول كېدله.
مسعودلكه معمولاٌ خړ لوېديځ ډوله خاكي پتلون، دغه ته ورته واسكټ او چترالي پكول درلودچې پكول به يې په مغرورډول دسرپه شاتنۍ برخه اېښوده، ده ډنگر بدن، زيتون ډوله پوستكي، نرى مخ اوکلوښته ږيره اوبريتونهلرل. شتون یې ځانته پام اړوه، كه څه هم هغه په چوكۍ كې تكيه کړې وه او ارام ناست و، زما پام یې ځان ته اړوه.
هغه له ماسره دستړې مشۍ له پاره له چوكۍ پاڅېد، دهغه لاس ښورول زماسره منظم ؤاونېغ يې زماسترگوته راكتل، محاوره مو په دري ژبه پیل کړه، سره له دې چې په ژبه نسبتا ښه پوهېدم خو په ځینو ځایونو کې را بندېدلم نو ددې لپاره خلیلي زموږ د ژباړن په توگه دنده اجرا کړله.
ما غوښتل چې په چټکۍ له مسعودسره اړيكې ټېنگې كړم. زه پوهېدم چې خليلي مسعود ته زماپه اړه په تېرو وختونو کې یادونه کړې وه اوهغه زه پېژندلم او د جهاد وخت کې زما په رول خبر ؤ.
ما غوښتل چې اوږدو رسمي خبرو پرځای چې په دغه ډول لیدنوکې معمول دي، لیدنه په شخصيخبرو پیل کړم. مامسعودته وويل چې په ۱۹۸۸ او۱۹۹۰ كلونوكې د هغه سره د اړیکې نیولو مسول افسر وم او له هغه سره مې د اسلام ابادڅخه دده د ورور احمد ضیا په واسطه اړیکه ټینگه کړله.
ما هغه ته د سي، ای، اې د هغې مرستې چې د دولت په پیل په لومړیو کلونو کې برابر کړې وه، او همدارنگه د هغې لویې یوځای مرستې چې په پنجشېر کې مو د بیا رغونې دپروژو د ترسره کولو لپاره ((لومړی مرسته وه چې د مجاهد قوماندان سره مو د جهاد په کلونو کې د بیا رغونې په موخه کړې وه))مو د مسعود سره کړې وه، یادونه وکړه.
زه پوهېدم چې په ۱۹۹۲ کال کې د متحده ايالاتو لخوا د مجاهدینو د پرېښودلو موضوع به د لیدنې یو برخه وي خو ما هڅه وکړه چې د مبارزي په اوږدو کلونو کې د مسعود سره د سي، ای، اې د همکاری په اړخ باندې ټینگار وکړم.
مسعودله روسانواونجيب د کمونستي رژیم حكومت پروړاندې د جگړې پر تاریخ په واضح او بېل ډول وغږېده، هغه ټكي چې مسعودياد کړل اړيناوله ماناډك وو، نوموړى پرته له احساساتوغږېدهاويوه حقیقي تاريخ ته يې لنډه كتنه وكړه، هغه دخپلوخبروپه اوږدوكې دمجاهدينوله برياليتوب وروسته دامريكې مرستې په بندولواو دمجاهدينو پر نوي حكومت منفي اغېزو باندې وغږېده.
د امريكې دولت ددغه پرېكړې اوله گلبدين حكمتيار او نورو سخت دريزو سره د پاكستان مرسته په دغه هېوادكې دخپل منځي جگړو لامل شوه، كه څه هم دغه قوماندانان مات شول، خوهېواد اود مسعود قوماندانانو ته هم په ډېرلوړقيمت تمام شول، اوس پاكستان له طالبانوسره مالي اومادي مرسته كوي، مسعودوويل چېهغه له ايران څخه ډېركمه مرسته ترلاسه كوي اوهرهغه پوځي تجهيزات چې له روسيې څخه يې ترلاسه كوي دهغوى په مقابل كې نغدې پيسې وركوي، افغان دولت چې مشري يې درباني پرغاړه ده یو قانوني حکومت دی، ، كه چېرې امريكې اونورلوېديځ ملكونه مرسته ونه كړي د طالبانو په وړاندې جگړه که ناممکنه نه وي خو له ستونزو هم خالي نه ده. طالبان داسې ښکاري چې د هېواد زیاته برخه تر ولکې لاندې راولي.
دشپې ترناوخته سره ناست وو، ماهم پخپل وارسره د سي، ای، اې په همكارۍ ټينگاروكړ، دعرب او اسامه بن لادن پروړاندې دهغوى جنگ اوكاميابي به هغه ته د امريكې مرسته او مننه ترلاسه کړي. د بن لادن او د عرب په وړاندې بریا به نیغ په نیغه مسعود ته گټورې پایلې ولري ځکه چې عرب داوطلبه جنگیالي د مسعود سره په جگړه کې هر وخت د اغزيو په ډول وو.
ماهغه ته وويل چې دامريكې حكومت په افغانستان كې دلچسپي بيازياتوي اويوه ورځ به په واشنگټن کې لوړپوړي چارواكي په افغان چارو کې د بیا ښكېلیدلو باندې هوکړې ته ورسیږي.
له موږ سره د مسعود اوسنۍ مرسته به مسعود دمتحده ايالاتو په افغان چارو کې د بیا ښكېلیدلو پر مهال هغه د مرستې په لومړي کتار کې وي.
مسعود، ددغوهمكاريوپه پايله كې خپلې گټې پېژندلې اوده كوم تاوان په كې نه درلود، که چېرې په هغه ډول چې ما مشوره وکړله، عمل وشي، د گټو د زیاتوالي امکان ؤ. هغه د پوره همکاری د کولو وعده وکړله خودطالبانوپروړاندې يې دده دځواكونوپه شاتگ اوكونج ته كېدوله امله په اسامه پسې مستقيم تگ ناممكن وباله، زه هم دده ځواکونو د موقف په نظر کې نیولو سره دده له اندېښنوسره موافق شوم. زه او مسعود ددغې ستونزې دممكنه اواري لپاره دلارې دپيداكولو، دده په لاسنيوي له نوروقوماندانانوسره داړيكوپرټينگولواوددوى د هڅولو لپاره د مرستې په څرنگوالي سره وغږېدو.
موږ نږدې د سهارپه څلورو بجوخپله ناسته پاى ته ورسوله، اومسعودهم له سي، ای، اې سره داسامه بن لادن په اړه دهرډول مالوماتودترلاسه كولوژمنه وكړه.
مسعوداسامه خپل شخصي دښمن باله اوله اسامه سره عرب جنگيالي دده لپاره لوى خنډؤ، د مسعود لخوا به داسامه ختمول، طالبانوته په ماتې وركولوكې لومړنى گام وي.
له مسعودسره دغه ناسته ډېره اړينه وه، چې له مخې يې له شمالي ټلوالې اومسعودسره دراتلونكيو همكاريودروازه پرانستل شوه او مسعود په راتلونکي کې زما او سي، ای، اې له هر نماینده سره په کابل کې د لیدنې لپاره هوکړه وکړله. د راتلونکي لپاره یو مهم گام ؤ، زماگروپ (ژامې ماتوونكى) د دغې غونډې له برکته د ۲۰۰۱ كال دسپټمبرپه شپږوشتمه نېټه په پنجشېركې د شمالي ټلوالې له گرم او دوستانه هركلي سره مخامخ شو. (1)
له دغې ناستې څخه وروسته طالبانوپه سروبي كې دمسعوددفاعي كرښه له منځه يوړه اودمسعودكسانو د ښار د ویجاړیتا د مخنیوي لپاره پرته له مقاومت كرښه پرېښوده، چې وروسته كابل هم په لنډوخت كې دطالبانولخواونيول شو.
مسعودله كابل څخه لاړاو په شمال کې بگرام د هوايي اډې د یوې سترې برخې په گډونیې خپله لومړی کرښه جوړه کړه، دغه شمالي كرښه ۲۰۰۱ كال د سپټمبر پورې پرځاى وه.
له مسعودسره زماداعتبار، رسۍ په تېرپينځوكلونوكې نوره هم ځواكمنه شوه اودغه باورددې لامل شوچې دامريكې حكومت ته يې ستراتیژیک موقیعت او یو كلك سیمه ایزه ملگری وركړاودقيقاپه وړ وخت كې يې اجازه وركړه چې د طالبانو او القاعده پروړاندې خپل ځواكونه راوړاندې كړي او د جگړې پر ډگر یو ه گړندی، مهمه بریا ترلاسه او افغانستان د طالبانو له زورواکۍ څخه خلاص کړي.
له جرمني څخه د ازبكستان په لور
۲۰۰۱ د سپټمبر د 19-25
لسم څپركى
زموږ د گروپ برخه رمسټېن ته دقيقاٌ پخپل وخت راورسېده، او د رامسټېن د ننوتلو مرحله مو په اسانۍ سره تېره کړله.
دهوايي خدمتگارانولخواپه الوتکه کې د ډالرودرې بكسونواجازه لېږد راكړل شوی ؤ، او زماله اوږو ېې هغه اندېښنه چې بکسونه ؛ د ترانزیټ په مهال لادرکه شول؛ لېرې کړله.
فرانکفورټ ته زموږ د لېږدونې د بس د پيداکولو له امله يو څه حيرانيتا وه، ساړه ؤ او ورو ورو باران ورېده، موږ بايد خپل بکسونهد امنيت له نويو امنيتي موقتي خونو چې د سپټمبر د يوولسمې څخه سمدستي وروسته جوړې شوې وې، څخه تېر کړى وای.
بس مو پيدا کړ او زه له دې امله چې د بس کرايه بايد په خپله ورکړو، هک پک شوم، دبس له چلوونكې ټينگار وکړ چې که چېرې غواړو چې نقدې پيسې ورکړو، بايد مارک وي او که غواړو چې چېک ورکړو بايد هغه د پيسو د شتون د تصدیق کولو لپاره کريډيټ کارټونه معاینه کړي. زما خوښه وه چې د بس ټوله کرایه پر دولتي راکړل شوي کارټونو باندې واچوم خو بیا هم باید موږ موټروان ته په داسې حال کې چې هغه د خپل گرځنده ټليفون له لارې د خپل دفتر سره د ۲۳۵ ډالرو د اخيستلو تصديق وکړي، دېرش دقېقي انتطار وباسو.
زه په هغوبكسونوباندې ناست وم چې درې مليونه ډالرپه كې ؤ، اود دوه سوه پينځه دېرش ډالرو د وركړې لپاره اړ و چې تر ډېره وخته انتظار وباسو. په پای کې په داسې حال کې چې باران ورېده، فرانکفورټ ته روان شو.
په هغه ځای کې چې د سي، ای، اې لنډ مهال دفتر جوړ ؤ، زموږ تود هركلى هغومره چې هیله مو درلوده، نه ؤه. موږ د سرې قالینې غوښتونکې هم نه ؤ خو موږ فکر کاوه چې د مامورينو لخوا به زموږ په راتلو به هیله مند او خوښي وي. اوس دا دی موږ دلته ؤ، لومړني سي، ای، اې افسران د القاعده په ځپلو پسې د سپټمبر د یوولسمې وروسته راوتلي وو، او په دغه دفتر کې کارمندان هم د همدغه هڅې یوه برخه وه، برسېره پردې دفتر ته زموږ راتگ دوی ته د سر درد جوړ شوی ؤ. کارمندانو فکرکاوه چې دغه گروپ وظیفې ته د پرسونل د اعزام کولو لپاره چې ښايي په نږدې راتلونکي کې ترسره نه شي، راغلي وو، په دفتركې يوازې يو يادوه كسان په دې پوهېدل چې زموږكوچنى گروپ دالقاعده دځپلوپه لپاره راوتلي دي، او هغوی هم د ماسپښين زموږ د توكو د راتگ په څرنگوالي ډېر وروسته پوه شول، یو څوکپه دې هېده چې کرېس نومى امريكنى ښار ته راغلى، خوپه دې نه پوهېده چې هغه کله او چېرته به شپه تېروي، په پاى كې موږدالوتكې د الوتنې مسؤل ته ور ورپېژندل شوواوهغه وویل چې راتلونكې سهار وختي به تاشکند ته په چارتر ۱۰۰ ډوله الوتکه کې الوتنه کوؤ. ښه خبر و خو زموږدگروپ اودسامان ټول وزن ډېر ؤ او موږ اړ ووچې يوڅه سامان كم كړو، ځكه هغې چورلكې چې له ازبكستان څخه دهندوكش له غرونوتېرېده بايدمعياري وزن درلودلاى واى.
کريس په همغه ماسپيېن د دوه نیمو بجو په خوا او شا کې راغی، یو څه ناوخت راورسېد، هغه اسانتیا د رارسېدلو په مهال د سپټمبر د یوولسمې پېښې وروسته د امنيتي تدابېرو د سختوالي له امله له ستونزو سره مخ شوی ؤ، د استانبول څخه د راوتلو پرمهال له واورې سره هم مخ شوی ؤ او له دې امله الوتکه فرانکفورټ ته ناوخته خوځېدلې وه.
کريس د ژمي لپاره لا له وړاندې توكي رانيولي وو او د هغه سره د لنډې لیدنې وروسته مو د متحده ايالاتو نږدې پوځي پوسټ مرکز ته افغانستان ته د ځان د مجهز کولو لپاره ولېږه.
موږدراتلونكي سهارپه پاؤباندې پينځه بجې له خوبه بېدارشوؤ، که څه هم چې زموږ مرستیاله ملگري زموږ د راتگ څخه خوښ نه وو خو هغوی موږ او زموږ توكي د الوتکې ساحې ته په لېږلو کې ښه دنده ترسره کړله، -100اېل الوتکه زموږ په انتظار ولاړه او زېنه ترې راښکته وه. د کارگو په مخکنۍ برخه کې د ترپال څخه جوړې سره مېزونه د الوتکې د دواړو خواوؤ څخه راځوړند وو او زموږ د شخصي توكو، د اوبو، د اود خوړو بکسونو د خلیگاوؤ په منځ کې دلۍ وو. د مخکنۍ بیلوونكې دېوال ترشا د رڼو متيازو لپاره يو پایپ(هغه پايپ چې لوېديځوال پکې په ولاړې تشې متيازې کوي. ژ) او يو كېمياوي چړچوبۍ هم موجود ؤ. چوکۍ مو خوښې كړې، کله چې ترپال د اوسپنيز فريم ته راکوږ او ځوړند شو، ما يوازې د الوتنې د سختوالي او ناارامۍ په اړه فکر کاوه.
کله چې د کاري ډلې مشر موږ ته د غوږونو خولپوټي(هغه پلاستيكې اله چې په غوږ په کېښودلو سره بېدیاني غږ او شور بندوي. ژ) راکړل، د الوتنې پرسختوالي يې زما شک نور هم زيات کړ.
د اوسېدلو ځاى په نسبت الوتنه د حیرانتیا سره، ډېره ارامه وه. د ترپال په سیټونو خوا ته مو پښې غزولې او حتى کولای مو شول چې کارگو یا توكيو سر ه ویده شو. د ډېر شور له امله مو ډېرې خبرې نشوې کولای، کوچنۍ برقي تنور هم ؤ او پوهنيزه ډلې الوتکه د ډېرو ژر گرمېدونکو خواړه او مشروبات درلودل، وخت مو پر لوستلو او ویده كېدلو تېر کړ او په تاشکند کې د ماسخوتن په اته بجې او دېرشو دقيقو ښکته شوؤ.
په هوايي ډگر كې دسي، ای، اې افسرانواو ورسره محلي ازبك مامورينوله موږسره وليدل، دازبكستان د وېزو په نه لرلوسره هغومامورينواندېښنه لرله، هغوی په هوايي ډگر کې د گمرگ او د مهاجرينو اړوند مامورينو په منځ کې اړیکې او په پاى كې يې هېواد ته د ننوتلو اجازه راکړله.
الوتكه په بيړه سره خالي شوه اوديو لوى روسي موټر په څار چې زموږ توكي هم پکې بار وو، د متحده ايالاتو سفارت ته لاړو. کله چې توكي په سفارت کې نوې جوې شوې لوجستيكې ودانۍ ته ښکته كېده، زه د سفارت ودانۍ ته د سي، ای، اې د مسول پازوال سره د سفر په اړه د پلان پر څرنگوالي د ځان پوهولو لپاره ورغلم. حتى د شپې د يوولسو بجو په مهال هم هر څه بوخت وو، او مشر، يو ځوان افسر چې ما د څو کلونو په رهیسې پیژانده، دنده ښه ترسره کړله. هغه تاشکند ته په رسېدلو سره، په مرکزي اسیا کې دغه هېواد ارام پيدا کړ خو ناڅاپه دغه ځای ډېر بوخت او د قرارگاه څخه پکې زیاته دلچسپي پیدا شوله.
په رسېدومې ټولو قرارگاه او اړوندرياستونو لکه د ترورېزم په وړاندې مرکز، شمال ختيځه فرقه او د ځانگړو فعالیتونو فرقې ته دخوندي رسېدوډاډوركړ، شريټن هوټل ته نيمه شپه راورسېدلو، ستړي خو خوښ وؤ. موږ په خوښۍ سره د هركلي مېز سره د ځوانو او جذابه جنكيانو په ليدلو سره چې ټولو يې بېخي لنډې لمنې لرونکې جامې اغوستې وې، حیران شوؤ، ریک وویل چې د هغه په باور دغه جنكيانو ته هوټل د بې وزلى له امله پوره جامې نه شي اخېستلای، خو د گروپ هیڅ یوه هم ترې شکایت نه درلود! ډاکټر هم هوټل ته ننوتلی و او ميوري ورسره سمدستي اړیکه ونیوله او هغه ته یې وویل چې د سهار د چاى پر مهال په اتهبجو سره وینو. په خپل منځکې یې سره ټوکې ټکالې وكړې، دوی دواړه نږدې ملگري وو او د ټول سفر په بهیر کې همدا ډول ټوکې ټکالې کولې. زموږچورلكه هم تر معاينې او رغونې لاندې وه اوپه يوه ورځ كې تيارېدله.
زموږگروپ دوه پيلوټان هم په دوه ورځوكې هلته راورسېدل، د ازبك او تاجك دولت لخوا زموږ لپاره د هغوى د هوايي ليكې د كارولو اجازه هم پاتې وه، دغه موضوع دلوړې ديپلوماسۍ موضوع وه او بايد نېغ په نېغه دامريكې بهرنيو چارو وزارت بايد ورباندې غږېدلاى واى، ددغه مذاکراتو د اغېزمن کولو لپاره زموږ له وسه څه نه ؤ پوره نو موږ یوازې اجازې ته په تمه وؤ. ، راتلونکېڅلور ورځې مو د اجازې دراکړې لپاره په تمه تېرې كړې. پاپي خپل برقي سامان، ټليفونونه اونور تجهيزات معاينه اوچمتوكړل، دسټلایټ دوه ټليفونونه یې معاینه او اړوند بټری یې له چارجه ډکې كړې. گرځنده جنراټورونه مو معاینه او له تیلو مو ډک کړل. د هغې وروسته مو ټولې وسلې راواخيستلې او هره یوه مو معاینه بیا مو د کلاشنکوفو دېرش ډزې شاجورې ډکې او په هغه بندونو کې چې په افغانستان کې مو کارول، واچولې. لاسي جي پي اېس مخابرې مو معاینه او سټان یې په کارولو پوه کړلو، بياپه بازاركې وگرځېدواويوڅودانې مو روسي دوربينونه چې ډېرارزان وو واخيستل، يوه دانه مولويه اوقوي پلاستيكي بوجۍ واخيسته څودگروپ پيسې په كې ځاى كړم. بوجې ایله بیله پرې ډکه شوله، د وړلو لپاره نسبتا ارامه وه او ددرېيو بکسونو پرځای د يوه بکس څارل راته اسان ؤ.
له ازبك حكومت سره دڅوورځولپاره دهوايي ليكې دكارونې بحث روان ؤ، هيله كېده چې ازبك حكومت به موافق شي، خوتاجك دولت دزيات روسي نفوذله امله تراوسه بې ځوابه ؤ، او واشڼټن پر روسانو فشار راوړ څو تاجک دولت د هوکړې لپاره وهڅوي،
كه چېرې تاجكستان دولت موږته ددوى دهوايي ليكې دكارونې اجازه راكړې نه واى، موږاړ ووچې دازبك خاورې له سوېل څخه دافغانستان خاورې ته داخل او د ختيځ په لورې د طالبانوتر ولكې لاندې الوتنه کوله، د شمالي ټلوالې سېمې ته تر رسېدلو وروسته به سويليلورې ته د هندوکش غرونو په سر د پنجشېر درې ته ورگرځېدلو، د وروستي ذکر شوي پلان سره د واشنټتن او د ازبک حکومت له پلوه مقاومت موجود ؤ ځکه چې په دې ډول موږ په هواكې د طالبانو د ولکې لاندې سيمه باندې څو سوه ميله الوتنې ته اړ كېدلو. په دې ډول موږ د دښمن د هوايي ضد حملاتو د شنډول لپاره هېڅ هوايي مرسته او د ژغورنې هېڅ مرسته نه درلودله. که چېرې د طالبانو د ولکې لاندې سيمه کې كېناستلو ته اړ شوي وای، موږ ټول به یې له مرستې او په خپلو مټو وای. څو ورځې خو داسې ښکارېدله چې د تاجک ددولت د اجازې پرته زموږ ماموريت په خطر کې پرېوتى ؤ.
کرېس دافغان مقاومت دډلې له قوماندانانوسره په تاشکند کې د هغوی له کوربه گانو په واسطه په اړيكوټينگولولگياؤ، دغه قوماندانان دشمالي ټلوالې سره متحد وو او په راروانه جگړه کې په پنجشېر کې د شمالي ټلوالې سره په يو همغږي وو، موږ غوښتل چې افغانستان ته د ژامې ماتوونكې گروپ تر رسېدلو وروسته وتواونېږو چې نېغ په نېغه له نوموړو قوماندانانو او يا د هغوی له استازو سره اړيکه ونيسو. ما د پيسو بنډل د لومړي ځل لپاره خلاص کړ او هغه ته مې ۵۰۰۰۰ زره ډالر ورکړل څو د هذاره هغه لوړپوړي قوماندان ته تاشکند ته د سفر پر مهال ؤ، ورکړي. موږ له هغه سره د روسانو په وړاندې د جهاد په وختونو کې ډېرې معاملې کړې وې، دی او ځواکونه یې د کابل دننه او خوا او شا کې ډېر اغیز درلود. ايډ او گریگ په ۲۳ سپټمبر راغلل اوسمدستي د کاري ډلې له مشر مېخانیک سره د چورلکې د وروستنیو لاس وهنو لپاره كېناستل. رتلونکې ماسپیين یې د چورلکې الوتلو ته د چمتو والي خبر راکړ، ايډ او گریگ دواړه باتجربه پیلوټان وو او دواړه د متحده ايالاتو د پوځ د ځانگړو عملیاتو پخواني پیلوټان وو چې په زرگونه ساعته الوتنې یې په هر ډول چورلکو کې کړې وې. بک هم په مساوي ډول تجربه کار ؤ، هغه د امريكې په پوځ کې روزل شوی ؤ او هرډول مېخانیكې ماشین له چورلکې ټربین انجن څخه رانیولې تر گرځنده جنراټور او د روسي جیپ تر ماشین پورې یې جوړولی شول.
دسيپټمبرد پينځه وشتمې نېټې په سهاريې رسميرپوټاكړچې د ازبك اوتاجكدواړوحكومتونولخواددوى دخاورې داكارونې اجازه راكړل شوه.
ترراتلونكي سهارپور ې موږخپل گروپ ته دچمتووالي اجازه وركړه، چورلکه مو باید د سهار په شپږو بجو بار او دوشنبې ته مو الوتنه کړې وای، هلته مو بیا تیل اچولي وای اوله دوشنبې څخه مو دشمالي ټلوالې دوه كسان له ځان سره را خيستي واى، چې يويې په دوشنبه كې دشمالي ټلوالې نماينده اوبل يې يوتجربه كارپيلوټ ؤچې زموږله پيلوټ سره يې دهوايي ليكې په لارښوونه كې دمرستې په راغلى ؤ.
موږبايدددغودووكسانوپه راخيستو انجمن له کنډو څخه تېر او دهندوكش دغرونوپرسر چې د پيلوټانو په وينا ۱۴۵۰۰ فوټه لوړوالى درلود، سفر لپاره الوتلي وای.
يوولسمه ورځ مو د اړيکو سامان الات بايد بېرته په بکسونو کې بند، په صحیح ډول مهر لاک، او شمېرل شوي وای. جامې مو هم مينځلې وې، قرارگاه ته مو تلگرافونه ولېږل او په تاشکند کې د مرستې له دفتر سره مو راتلونکى سهار هوايي ډگر ته د سامان دلېږدولو لپاره اړیکې ونیولې.
له تاشکند څخه د تگ پرمهال د ترتیباتو پر مهال د پلان د نورو برخو څخه تقریبا ډېر اندیښمن ؤ ځکه چې تاشکند ته نوی گومارل شوی لوجسیتكې افسر سره معامله له خنډونو خالي نه وه، سفارت ته زموږ د راتگ او زموږ د گروپ سره د معاملې کړلو هغه په غصه کړی ؤ، ما باید اندېښنه نه وای کړې ځکه چې هوايي ډگر ته خوځښت ارام ترسره شو.
زما په گمان نوموړی ځوان افسر له دې امله چې موږ ترې روان ؤ، خوښ ؤ.
موږ شریټن هوټل ته مازدیگر لاړو او راتلونکې سهار په درې بجې او پنځوس دقیقې مو د راوېښېدلو پلان درلود. موږ ټول خوښ ؤ، تېرې یوولس ورځې په داسې حال کې دندې ته د تللو خبر راکړل شوی ؤ، له اندیښنو ډکې وې، داسې ورځې چې له سخت کار او اوږدو کاري ساعتونو، د بیروکروتیک ځنډ له امله د سر دردی او زموږ معشوقو ته د احساساتي خدای په امانۍ څخه ډکې وې. اوس انتظار پای ته رسېدلی و، سبا سهار به له خطره ډکه او د يادولو وړ كېسۍ پيل كېږي!!
يوولسم څپركى
زموږ روسۍ جوړه چورلکه د انجمن پرکنډو د ۱۴۵۰۰ فوټه لوړه ارتفاع باندې د ختلو له امله په لړزه شوه، دانجومن كنډؤاودهندوكش غرونوله تېرېدو وروسته دپنجشېردره موقیعت لري.
سره له دې چې زموږ چورلکه د باتجربه پیلوټانو لخوا ښه رغول شوې وه، په دغه کنډو باندې الوتنې د چورلکې له حدودو تېری ؤ. زموږ بار دروند ؤ، څو زره پاونډه توكي مو د کارگو د برخې هر کونج او غار ته ور تخته کړي وو، پرته له دپیلوټانو او بک څخه، د مشر مېخانیک په گډون نهه مساپروو چې ټولو یې د شخصي سامان درنه بکسونه له ځان سره لېږدول، د بار ترټول دروند شی، د لرگي هغه ستر صندوق ؤ چې زموږ ټوله وسله پکې ځاى په ځای وه. ترټولو مهم شی هغه ستره توره پلاستكي بوجۍ وه چې پيسې پکې وې او اوسپنیزه پټوره مې تر راتاو کړې وه، زما تر نظیر لاندې وه.
اکمالاتو، دولس کسان او د هغوی شخصي سامان، او اضافه تیلو په دغه ارتفاع کې پر چورلکه باندې د كچې زيات بار ؤ. زه د چورلکې په اوسپنیزه غولي باندې ناست او په خپل بکس باندې مې تكېه کړې وه، د چورلکې په وړاندینيدېوال او د ترپال چوكيو تر منځ بند ؤم.
د کوم سوري څخه راننوتونکې سخت ساړه باد په شا وهلم، جاکټ مې راټینگ کړ څو ځان د کنگل له تند باد څخه وژغورم. د گروپ نور شپږ غړي خو به يا د ترپال په چوكيو سره تنگ ناست وو یو يا خو به د توكو پر بنډل ناست وو، کريس د تيارو جوړو شويو خوړو ټيټ بنډل ته زما مخامخ تكېه کړې وه، هغه د كړكيو څخه بهر په واوره پټ شوي د غرونو سرونه کتل، هغه مخ راواړوه، د ښي لاس غټه گوته چې په دستکش پوښل شوې وه، پورته او په مخ یې موسکا خواره شوه، هغه نږدې دېرش کلن ؤچې سره لویه ږیره، زموږ په ډول درنې جامې، د پيک خولۍ او دستکش یې په لاسونو وو څو د ساړه سره ارتفاع د لوړیدلو پر مهال مبارزه وکړي.
الوتکه بيا په لړزه شوه او د څرخونو غږ د څو شېبو لپاره لوړ او تېره شو، بک چې دکرس تر څنگ ناست ؤ، وروکتل. هغه سپین غوږۍ په غوږونووې او د پېلوټ ترڅنگ ځای کې ناست او په غور سره يې غوږ نيولی ؤ، څو شېبې وروسته هغه ټول گروپ ته ورکتل او په هوا کې یې د (U)ډول رسامي وکړله، ښی لاس یې پورته کړ، سېده یې یووړ، بیا ناڅاپي ښکته کړ، غټه گوته یې د ښه زيري په موخه پورته کړله. موږ د انجمن په کنډو اوښتي وؤ، دا يوازېنى ځای ؤ چې (ټول موسكي شول، موټي مو داسې لکه هو چې وايې پورته کړل) زه په ځان پوه شوم چې له ویرې مې ساه بند نیولې وه، ترمخې له خطره ډکه الوتنه پرته وه خو ناوړه برخه مو ترشا پرېښودل، د فلمونو په صحنو کې په مخالفت سره، په پوځي چورلکو کې د ډېر شور ماشور له امله خبرې اترې مشکلې دي، موږ ربړین غوږ خولپوټی چې گوشكيو ته ورته ؤ، د غږ د کمولو لپاره په غوږونو کې ايښې وې، تكېه مې څو لږ ارام وکړم او د حالاتو ته مې بیا کتنه پیل کړله، اوس مهال د سويل په لورې څلوېښت دقیقې الوتنه د چورلکې د كېناستلو هغه ډگر ته چې زموږ د کوربه، افغان شمالي ټلوالې لخوا کارول كېده، پاتې وه. له دې هاخوا موږ په هغه څه چې به ورسره مخامخ كېږو، لږ خبر ؤ.
د۲۰۰۱ كال دسپټمبرپه په نهمه نېټه مسعودپه پنجشېركې دځانمرگي بريدله امله دشمالي ټلوالې دبادشاهى له كړۍ څخه ليرې شو، د مسعود مړينې د شمالي ټلوالېپر رهبرۍډېرمنفي اغېزاچولى ؤ، موږ خبر و چې د مسعود د مړینې سمدستي وروستهد ټلوالې واکمن سره راټول كړي، اوپه شمال كې له ټولوقوماندانانوسره اړيكې ټينگې كړې وې څو هغوی ته دټلوالې د ثابت پاتې كېدو او د طالبانو په وړاندې د جگړې د دوام ډاډ ورکړي، خوموږدپاچاهی د زور د ویشل كېدلو پرڅرنگوالي او یا دا چې د ټلوالې په ننۍ دایره کې د واک د كنټرول لپاره مبارزې روانې وې، نه پوهېدلو.
زه پوهېدم چې زموږگروپ لپاره به ښه راغلاست دوستانه وي، خوهغه فکر چې څوك به عمومي مسؤل وي اودنوي رهبرغبرگون به څنگه وي، اندښمن کړم. زمااوږې وښورېدې اوريك ته مې مخ ورواړاوه، هغه ممتازته چې د شمالي ټلوالې سره زموږ اصلي اړیکه وه او ددوه افغانانو له جملې څخه ؤچې د دوشنبې څخه مود تیلو د بیا اچولو پر مهال له ځان سره را اخیستی وو.
ممتازهغه څوك ؤچې په ۱۹۹۶ كې يې له ما اوخليلي سره دلومړي ځل لپاره دبگرام په هوايي ډگركې ليدلي وو. ممتاز واضحً له همغه وخته تراوسه په همدغه نړۍ کې رالوی شوی ؤ،
هغه خپل غټ جاكټ کې ننوتلى ؤ، اوپخپل پنجشېري ډوله سپين او تور دسمال يې مخ پټ كړی و، او سترگې یې پټې وې. ريك زماغوږته رانږدې شوله یوه غوږ یې غوږۍ لیرې كړې او ويې ويل: زموږ انډیوال خویو څه ډار شوی دی!
ماريك ته وويل: بلېخو ملامتولی خو یې نه شې، هغه ددومره وخت لپاره له موږ سره ؤاوخداى خبرچې په پنجشېركې تركوزېدو، وروسته به څه ورباندې تېرېږي. ریک وویل چې هو زه هم دومره نه یم خوښ، ماوريك دواړوتكيه وكړه اوپه فكرونوكې ډوب شوو.
ممتازپه دوشنبه كې دشمالي ټلوالې مهم نماينده ؤ، چې دمسعودترټولوباوري ځوان افسرامرالله صالح سره يې كاركاوه سی، ای، اې له امرالله صالح او د هغه شمالي ټلوالې له کسانو سره په تېرو دووكلونوكې ثابتې اړيكې درلودې اوممتازچې اته ويشت كلن بااستعداده ځوان ؤپه انگليسي ژبه ښه پوهېده او یو څه روسي ژبه یې هم زده وه،
ممتازپه پنجشېركې پیدا شوى اولوى شوى ؤ، هغه د مسعود تر ټولوډېر خوښ ؤ، د دوشنبه دنده ډېره مهمه وه او یوازې د مسعود باوري کسانو د دغه دندې مشري کولی شوه.
ممتاز وويل: دامرالله صالح په امربه دى زموږله گروپ سره ترهغوچې په افغانستان كې وي، يوځاى وي.
دويم افغان چې زموږله گروپ سره ؤ نصير نومېده، نصير د روسانو لخوا د پېلوټۍ لپاره تمرين شوى ؤ، هغه د كمونيستي رژيم له ماتېدو وروسته په ۱۹۹۲ كې له شمالي ټلوالې سره يوځاى شوى ؤ، نصيرپه ۱۹۸۹ كې د روسانوپه گټه پيلوټي كوله، او له هغه وروسته يې د نجيب الله كمونيستي رژيم په گټه د مسعود ځواكونو پر وړاندې اصلاً جگړه ایزې الوتنې كړې وې، كله چې د نجيب رژيم مات او هغه یې دسړك پرغاړه له ولاړې مټې څخه راځوړندشو، نصيرله بریالی شمالي ټلوالې سره يوځاى شو.
زموږ) لوېدېځوالو)لپاره دغه كار ښايي نا اشنا وښكاري، خوپه افغانستان كې د يو رژيم څخه بل رژیم ته خپل اړخ بدلول هیڅ نااشنا نه ده.
نصير اوسمهال د شمالي ټلوالې یوباوري تن ؤاوڅوځله يې مسعود ته هم الوتنې وركړيدي، نصير په دریمه چوکۍ کې زموږ د پيلوټانو ترمنځ ناست اوهغوى ته يې افغانستان ته د راننوتلو پر مهال په بهترموړونو باندې د الوتنې مشوره او پنجشېر ته له خطره ډکه موړونه او څنډې له هغوی سره څېړلې.
له دوشنبې څخه دالوتنې له مهاله يوساعت وروسته، نصيرڅوكسانوته چې دغونډۍ پرسريې دفاعي نقطه جوړولواشاره وكړه او ویې ویل چې هغوی د طالبانو ځواکونه دي.
كله چې ایډ چورلكه له هغوى څخه بلې خواته وگرځېده، نصير ورپورې وخندل او ويې ويل چې موږ ډېر تېزروان يواوپ دې سربېره دوى هدف هسې هم نشي ويشتلاى، اندېښنه مه كوه. که چېرې پر مځکه کسانو زموږ د چورلکې د کتلو لپاره وخت لرلى ښایي چې پر موږ یې شک پيدا وای ځکه چې چورلکې رنگ خړ ؤ او پنجشیر د رسېدلو سره سم مو د بدلولو پلان درلود.
بک زموږ دپاملرنې لپاره اشاره وكړه او ويې ويل چې د کوزېدولپاره یوازې لس دقیقې پاتې دي.
مېوري د کریس ترڅنگ ولاړ و او د کارگو ترڅنگ ارام ولاړ ؤ، هغه په دغه ډول کارونوکې پوخ ؤ، یو اغېزمن سړی، چې د شپږو فوټو څخه لوړ قد، پلنې اوږې او نرۍ ملا یې درلوده، لنډۍ شوې ږیره یې درلوده او توره بېسبال خولۍ یې په سر وه، جگړې ته د تگ پر مهال دده په څېر کس ته اړتيا وي. چورلکې د بارولو وروسته، ډاکټرد بار د انبار څخه پنا و، هغه ډنگر، ځواکمن چې سپین ویښتان یې درلودل، له ارزښته کم گڼل یې اسان ؤ(خاکساره خوی یې درلود. ژ). پرته له پوځي تجربې او د سي، ای، اې سره د ډېرو کلونو د ځانگړو عملیاتو د تجربې څخه هغه په سايكلاژيكي عملیاتو ډېر ښه پوهېده.
د هغه سره د تېرو څو ورځو د یو ځای کارکولو پر مهال علاوه نامتووالي او ځیرکتیتا(د هارورډ پوهنتون څخه یې ماسټري کړې وه:لیکوال) هغه په ډېر ښه فزیكي حالت كې ؤ، او داسې لکه تبر تېره(ځواکمن) ؤ.
پاپي د بک تر څنگ ناست و او د هغه مخابرې سره چې د ترپال چوکې لاندې تړل شوې وه، بوخت ؤ. هغه پينځه فوته او لس اینچې لوړ چې تور گورگوتي ویښتان چې سپین پکې لگېدلي ؤ، درلودل. زه د پاپي څخه اغېزمن شوم، هغه په ساحه کې تجربه درلوده چې د کار ظرفیت یې ډېر لوړ ؤ. د هغه ښه وجدان ډېر اغېزمن ؤ، او ده او ریک خو لا له وړاندې د مارک برادرز(د فلم نوم. ژ) په اړوند خبرې اترې پیل کړې وې. بک زموږ د پاملرنې لپاره په ناڅاپي ډول اشارې وكړې. هغه دواړه لاسونو پورته او ټولې گوتې یې ودرولې، کوزیدلو ته لس دقیقې پاتې وې، زموږ نږدې پينځه ساعته سفر تقریبا په ختمېدلو ؤ، درې ته په ورکوزیدلو سره په فشار کې ثابت بدلون راته او مازغه مې په ځای شول، د چورلکې دننه حرارت ورو پورته كېده او موږ هم گرمېدلو. د کریس تر شا غرونه نور په واورو نه و پټ بلکه نصوراي رنگه او ډبرین وو، د سترگو تر شا په سر مې تیزه سر دردي هم شروع شوله، ډاكټرهم ویلي ؤ چې د انجمن غرونو پرسريوساعت سفرښايي داكسجن دكموالي له امله سردردي، داوبوكمېدنه اوستړيارامنځته كړي. ما گډوډ باور درلود چې ښايي درې واړه علایم په ما کې پاتې شي، بدبختانه چې ما رښیتنى اټکل کړی ؤ. (لیکوال دلته په پنجشېر کې د ورپېښې ناروغی یادونه کوي. ژ)
د بک له دغې اشارې سره موږټولوځانونه وښورول، بكسونه موټينگ كړل اودسمالونه موله ځانونوتاؤكړل. ددغه ماموریت د پلان کولو اوږدې ورځې اوس پای ته رسېدلې وې او کوزیدلو ته یوازې څو دقیقې پاتې وې،. ماله ځانه سره فكروكړچې (په افغانستان کې دمسعودشمالي ټلواله يوازېنۍ ساتندويه ځواك دى، چې دغه لسامريكني گروپ ساتنه به كوي، كه چېرې كوم څه پېښ هم شي نوزموږيوازېنۍ هيله دغه چورلكه ده او ترټولو نږدې امريكني مرکز په ازبکستان کې ؤ چې د مشکل په وخت مرستې کولو څخه ډېر لیرې وو اوكه هغه امرکايې ځواکونو رارسدلای هم شوای، هغوی د غبرگون ښودلو لپاره اجازه هم نه درلودله. چورلکه په هوا کې ودرېدله او د مځکې څخه یوازې یوه اینچه لیري وه، ساعت ته مې وروکتل، د ماسپين ۰۲:۴۰ دقیقې وې.
بک د چورلکې په دروازه کې د خوځښت د څارلو لپاره ولاړ و، هغه په داسې حال کې چې چورلکه وښورېدله، راوگرځېد. چورلکې لږه جيټکه وخوړله خو بیا ثابت شو، بک موسکۍ شو، بیا یې لاس پورته اوغټه گوته سیخه کړله، موږ ښکته شوي وؤ!
بک دروازه خلاصه کړله او اوسپنزه زینې یې برابرې كړې، د چورلکې څرخونو نصواري رنگه دوړې پارولې، بک کوز شو په خولۍ یې لاس نیولی و او د چورلکې د مخ په لورې ورغى څو د مصونیت لپاره یې معاینه کړي. بیا پیلوټانو د هغه په اشاره د چورلکې ماشین بند کړ، موږ ټول ولاړ و او د وړو كړكيو څخه مو بهر ته کتل څو روان حالت وگورو. چورلکې څرخونه هم په کراره شول. مېوري له ټول لومړی وتلو ته ځان ټیله کاوه او غوښتل یې چې د گروپ په منځ گې هغه لومړنۍ امريكې يي وي چې پر مځکه یې پښه لگېدلي وي. ما او ریک یو او بل ته وکتل او په مسلسل ډول مو وخندل. زه د مېوري په څار په احتیاط سره ولاړم، د الوتنې څخه مې لنگي لړزېدل.
تېز لمر مې سترگې وبرېښوولې، اسمان ډېر شين اوهوا نرمه وه.نصواري رنگه مځکې ته مې ورټوپ کړ او څو گامه لیرې ولاړم څو د گروپ نور غړو ته لار خلاصه کړم.
ممتازهم له ما وروسته راكوزشو، ممتازهغه افغاني گروپ ته چې دچورلكې په څرخونوڅخه يوڅوگامه ليرې ولاړؤ دستړي مشي لپاره ورغى، كله چې موږځانونه وڅنډول يوه ډله افغانان چې ټول وارخطا وو له موږ څخه د ستړي مشي په لپاره راتاو وو، اوس دوه بجې او څلوېښت دقیقې او د ۲۰۰۱ كال د سپټمبر شپږويشتمهنېټه وه او موږ ښکته په شمال ختیځه افغانستان د پنجشېر په دره کې ؤ.
دولسم څپرکى
كله چې كوزشوو، څومره چې موږوړاندوينه كړې وه زموږهركلى هغومره گرم او دوستانه ؤ. واضح زموږ کوربه گان له دې امله چې موږ ورورسېدو، خوښ و.
ممتازله ښكته كېدوڅخه شېبه وروسته كنټرول واخيست او په ټویوټا ډبل سیټه هایلکس موټرو كې يې دسامان دښكته كېدو او منظم كېدو، او د گروپ غړو ته په همغه موټرو یا په روسي جیپونو کې د كېناستلو او کلا ته د لېږد هدایت وکړ.
زه د چورلکې سره ترهغې چې د پیسو لويه توره بوجۍ یې ترې را ښکته کړله، پاتې شوم او زماتركنټرول لاندې په هغه روسي جيپ كې كېښودل شوه چې زه په كې تلم. د چورلکې کاري ډله او مېوري په سیمه کې پاتې شول څو د توكو را ښکته کول وڅاري او په پای کې چورلکې دروازې بندې او خوندي کړې. د نورو ټولو شمېرلو وروسته، کوچني کاروان په خوځښت پيل وکړ.
هغه سيمه چې چورلكه په كې كېناسته استنه نومېده، دغه سيمه دپنجشېر د سیند چې په هغه وخت کې نسبتاگړندی بهېده، ختيځه برخه وه او نږدې سل متره پراخوالى يې درلود، د ښکته كېدلو ډگر سره نږدې په سیند باندې یو اوسپنزه پول تړل شوی ؤ.
زه له ریکاو کریس سره په روسي جيپ موټر کې چې د کتار لومړنی موټر و، ناست وم. کله چې موټر د خوځېدلو لومړی جیټکه پیل کړله له پله څخه ښکته لورې تېراو سیند ور ړپېده. ما نورو ته مخ ورواړوه، هغوی هم حیران و او مټونه یې وښورول: ما وپوښتل ایا ستاسې په باور به موږ له سیند څخه تېر شو؟ مخکې له دې چې څوک ځوب راکړي، موټروان موټر ودراوه او د گیرونو بدلول را بدلول یې پیل کړل.
او په پای کې هغه وتوانېد چې په کمک کې یې واچوي. کریس وویل: زما په باور ددغه پوښتنې ځواب هو دی. او موټروان کلچ راپرېښی او د موټر د بلې جیټکې سره د سیند له غاړې تېرشو، سیند ته په داسې حال کې چې ورگډ شو اوبه یې شیشې ته راپاشلې،. سمدستي اوبه بولټ ته وروورنږدې شولې، او جیپ موټر څپو په زوره واهه خو بیا هم موږ ته اوبه را ونه رسېدلې. اوبهدلته په کراره بهېدلې، او د سیند مينځ د باسکټبال توپ په اندازه په تیږو سره پوښل شوی و.
د سیند په بېخ کې ښه کارول شوې لاره ښكارېدله، او موټروان په داسې حال کې چې موټر په صحیح لار وربرابر کړي، موټر يې ښکته اوپورته، او مخکې او وروسته رغړاوه.
د جمپونو پرمهال کریس وویل: که موټر بند شي، څه به پېښېږي؟ لکه غږ يې اورېدلى وي، د موټر ماشین ولړزېد او بیا بند شو. د موټر په مخکني سیټ يې ناست وم او د اوبو جریان زما د سیټ د دروازې سره راټولیدلې. موټروان هم ددغه پېښېدونکې ډرامې له امله و نه خوځېده. هغه زموږ پارونکې تبصرې څخه ځان کوڼ کړ او د موټر سلف یې تکرارٍ د چالانېدلو په موخه تاووه. زموږ وروسته موټر زموږ له څنگه تېرېدل او څپو یې زموږ موټر واهه، هغوی د مرستې هیڅ لاسنیوی ونه کړ. ما وویل: اوس ښه شوه، موټروان به په انجن باندې اوبه تېرې کړي او بیا اوبه موټر ته راننوځي او د ښکته كېدلو څو دقیقې وروسته به په اوبو کې ډوب شو! ما وروسته وروکتل او په دغه حالت باندې مې وخندل، او ومې پوښتل: باید له سیند څخه پلي تېر شو که څنگه؟
په همدغه شېبه کې ماشین ولړزیده، بیا چالان شو. د گېر د غږ او د یوې ځواکمنې جیټکې سره موټر بیا په خوځښت پيل وکړ څو دقیقې وروسته جیپ له اوبو پورې غاړې ته ووت،. موږ ډېر ښکته او پورته شو خو په حیرانتیا سره، وچ راووتلو! وروسته خبر شوؤ چې اوسپنز پل یوازې د پياده تگ پل دی. ځواکمن ښکارېده خو د موټر د وزن سره رالوېده. د موټر په واسطه د سیند څخه د تېرېدلو یوازینۍ لاره په سیند ورگډېدل ؤ. هوایي ډگر ته د ورپورې كېدو او رپوټې كېدو لپاره د څلوېښتو ورځو په جریان کې ډېر ځلې تېر شو خو بیا هیڅ لوند او موټر هم هیڅ بند نه شو. شمال خوا ته په هغه مځکه چې د الوتنې پروخت پرې تېر شو، ولاړو. زموږ لاره د كيفیت له اړخه سړک ته ورنږدې هم نه وه. خامه لار وه، د نرۍ لار څخه لږه زیاته پراخه او دومره سوري پکې ؤ چې موټر که هرڅومره په کراره هم خوځېده، ښکته او پورته ټوپونه یې وهل. د لومړیو څو دقیقو په لړ کې موټر پورته او په اوسپنیزه چت یې ووهلم. څو ثانیې وروسته یې ښي اړخ ته وښویولم په ښۍ کړکۍ مې سر ولگېد. زه ډېر ژر وپوهېدلم چې باید ځان راټول، لنگي شخ، پښې په کونجونو کې ټینگې، منگولې د کړكې پر سر په هینډل باندې راتاؤ او کوناټی د سیټ څخه لږ جگ ونیسم څو د جمپونو او ناڅاپي بدلون سره ځان راټينگ كړم، بارک کلی چېرې چې موږ اوسېدلو، یوازې د یوه میل څخه زیات وآټن کې ؤ او تر رسېدلو پورې یې له موږ پنځلس دردناکه دقیقې ونیولې. بارک کلی د سړک ترغاړې له تیږو جوړ شوي کلاگانې وی، ځینې کلاگانې په عنعنوي ډول په خټو خړل شوې او د ددغه کلاگانو ترشا په گډوډ شکل جوړې شوې وې.
موږ خوځېدنې ته دوام ورکړ او ترشا مو خړ-نصواري رنگه دوړې پرتې وې. موټروان به د سړک ترغاړې د کوچنیو دوکانونو چې د مېوؤ او سبزیو سره د ولاړو ماشومانو او لويانو د پاملرنې لپاره هارن غږاوه. سړک ښۍ غاړې ته وگرځېده او موږ یوې شنډې ساحې ته ورگډ شوؤ. زموږ په ښۍ غاړه د شمالي ټلوالې د مهماتو ستر ډیپو ؤ. دغه کلا باندې اغزن تار راتاو او په منځ کې یې د خټو یو بله ودانۍ لیدل كېدله. پاتې نوره سیمه د توپ د گولیو پر بکسونو او ۱۲۲ ملي متره راکټونه په بربنډ او بې احتیاطه ډول چې اغزن تار ترې راتاو شوی ؤ، پوښل شوې وه. د مهماتو له ډنبار څخه مخامخ تقریبا پنځوس گزه لیرې د تیږو یوه کلا وه. جیپ موټر نېغ د همغه کلا دروازې ته ورغی. همدا زموږ منزل ؤ! ریک له وروستني سیټ څخه وویل: دا خو ډېره ښه شوه. موږ به د مهماتو د ډیپو ترڅنگ اوسېږو. که چېرې دغه شی کوم وخت وچاوېد، موږ به ټول له دوړو سره گډ کړي. ددغه خوږې تبصرې سره، جیپ موټر د پاتې نو رکاروان د موټر ترشا ودرېده، دوړې هم راپسې راورسېدې او ترې ښکته شوؤ.
ممتاز د هركلي کميټې مشر و، په داسې حال کې چې ممتاز دځان نه ټيټ رتبه کسانو ته سخت او سپک امرونه کول، هغه یولوړ، ځواکمن سړى چې خړ وېښتان يې لرل جان محمدنومېده موږته د دغه مېلمستون مسؤل راوپېژنده، ترهغې چې موږ دلته يوجان محمد به د دغه مېلمستون مسؤل وي.
ودانۍ دغره لمنې ته څېرمه جوړه شوې وه، په منځ كې يې له تيږو اوخاورو جوړې شوې كوټې وې. افغانان چې زیات عمر يې پنځلس او شپاړس كلن وو سرتېري وو، هغوى له جیپه زموږ سامان په بیړه راښکته کړ. سټان وویل چې هغه به د سامان لېږدول وڅاري. کله چې ټول گروپ سره راغونډ شو، جان محمد په کور کې راوگرځولو.
کلا د غره په ډډه باندې د دوو اصلي ودانيو په لرلو سره جوړه شوې او یوه پر بله سپرې وې. لومړى مو ښکتنۍ ودانۍ وکتله، دغه وداني د دروازې سره ودانۍ ته ورته والی درلود. دا یوه اوږده ودانۍ وه، سره له دې چې چت یې درلود، منځنۍ برخه یې بشپړه شوې نه وه. ساختمانيتوكي، خښتې، د ونې سټې، او د تیږو او شږو انبارونه د انگړ ترنیمايې پورې پراته وو. د جوړې شوې ودانۍ په منځ کې یو اوږد دهلیز ؤ. موږ د ودانۍ په سر کې په دوه کوټو کې چې یوه یې د ممتاز او بله زما ؤ، ځای په ځای كېدلو. زموږ افغان کوربه گان په کوچنیو کوټو کې اوسېدل. دهلیز زموږ د توكو او د اکمالاتو د دلۍ د ايښودلو لپاره کارول كېده.
جانمحمدزماداوسېدولپاره يوازې كوټه راكړه، ماپه پيل كې ددغې كوټې قبلول دځان لپاره وړ ونه باله خوددې لپاره چې کریس جان محمدته ويلي وؤچې زه ډېرجگپوړى افسر او جنرال وم، جان محمدټينگار وكړچې زه بايددغه كوټه قبوله كړم اودهغه سمدستي وروسته زه ښاغلى جنرال شوم. د نورو کسانو د اوسېدلو د کم ځای په لیدلو سره مې يو څه شرم احساس کړ خو دا چې صحي ستونزې مې لرلې د دغه کوټې په درلودلو سره بار بار منندوی وم. دغه وداني د غونډۍ په لوړه ډډه پرته وه او په بام باندې یې د اوسپنې کټاره درلوده، د پنجشېر د درې په پورې غاړه ختيځ لورې ته د غرونو چې دره یې جوړوله، او سويل ته ښکته د هوايي ډگر په خوا چې ډگر د غونډۍ د کږلیچ پنا کړی ؤ، ښه منظره درلودله. دغه ودانۍ سره یوه بله تړل شوې ودانې وه چې د پخلنځى یا پخلنځي په نوم يادېدله او یوه کوچنۍ کوټه یې د نیمگړي تشناب په توگه کاروله. تشناب په خپله د چېني یو څلور کونجه لوښی او په منځ کې یې یو سوری او د پښو نښان پرې جوړ شوي ؤ.
جان محمدپه غرورسره وويل چې احمدشاه مسعودبه هركله چې دپنجشېردرې دغه برخې ته راغى دغه ودانۍ به یې د قرارگاه په توگه کاروله، او له دې پاسنۍ كوټې څخه زيات كار اخيسته چې په دره کې ترټولو بهتره ودانۍ وه.
له جان محمدسره په ودانۍ باندې په گرځېدو، وروسته لوى روسي موټرچې له چورلكې څخه زموږپرسامان بار ؤ په داسې حال کې چې مېوري ورپسې شا ته ؤ او هارنونه یې کاول، راورسېد. له موټرڅخه دسامان كوزولو پر مهال کومه پېښه را منځ ته نه شوه پرته له هغه وخت چې موټروان د شا ته تگ پرمهال د تیږو له دېوال سره دغه لوی موټر ووهه او دېوال یې راوغورځاوه. اوجان محمدهم پخپلوكسانوباندې چېغې وهلې څوهرڅوك په سم ډول سامان ځاى ته ورسوي، دگروپ هرغړى د خپل سامان په منظم كولولگياشو، اود گروپ غړو د هغه سره د لپ ټاپ راخلاصولو او د څومېزونو برابرولو کې مرسته وکړله، مېزونه مو د کاري سېمې د زیاتوالي لپاره منظم کړل. د جان محمد سره د پوښتنې وروسته موږ باید په خپلو جنراټورونو تكېه کړې وای، موږ له ځان سره یو دانه پينځه كېلو واټه هونډه او دوه دانې یو كېلو واټه هونډه جنراټورونه راوړي وو. د پاپي د ډېرې تجربې لرلو له امله ددغه زورونكو غصه کوونکو څارويو فعال ساتلو ته اړباسه، موږ د پاپي ټوله او همدارنگه د بک مېخانكي تجربه په کار اچولو ته اړتیا درلوده څو دغه جنراټوران د دوړو، اوږدو ساعتونو او په زیاته اندازه خیرنو تیلو په کارولو سره فعال وساتو. توره بوجۍ مې په کوټه کې دننه د وروستني چپرکټه سره څنگ ته انتقال کړله، اوسپنزه پټوره مې پرې څو اندازه او محتویات یې معاینه کړم، هر څه صحیح وو، ما پیسو ته دوام داره لاس رسي ته اړتيا لرله نو یوازې د صندوق قلفونه مې کارول(یوازینۍ کيلي مې له ځان سره ساتله) او دغه صندوق مې د نور خوندیتوب لپاره په ځواکمن پلاستیكې ربړټیپ باندې وتړه. ما د خپلو کسانو له امله اندېښنه نه درلوده خو په ودانۍ کې د زیاتو افغانانو د شتون له امله اندیښمن وم او صندوق مې د نورو توكو په بنډلونو کې پټ کړ. د وسلو ستر صندوق مو په دهلیز کې ايښي ؤ، د وسلې دپاره سم ځای و، ټولو په خپل وخت سره څارلی او لاس رسی درلودلی شو. ما او ریک پرېکړه وکړه چې دا چې د پنجشیر په زړه او خوندي ځای کې د کور دننه او په کلي کې د وسلې گرځولو ته اړتیا نه وه. دا چې وسلې ټولې یو ځای وې د سټان لپاره به د وسلې څارل چې هغه یې مشر و، اسان وي. خو سره له دې موږ په یوه خطرناکه هېواد کې ؤ، نو ددې لپاره د ودانۍ څخه لیرې بهرته تللو، كه څه هم چې دچورلكې كوزېدوځاى ته به تللو، هروخت به وسلوال ؤ. ډاكټرهم خپل سامان په دهلېزكې د زینې ترڅنگ د زیات شمېر دارو درمل اواکمالاتو ته د اسان لاس رسي لپاره ایښي و. یو څه چې زه پرې نه وم خبر هغه پينځه گیلنه د اوبو د تصفیه کولو لپاره کلورین وو چې په شمالي ویرجینیا کې یې د یوه اکمالاتي مغازې څخه پېرودلي ؤ. کله چې یې ما علت وپوښت، ډاکټر وویل چې په داسې سفر باندې د کلورینو راوړل بهترین شی دی. موږ یې د څښلو اوبو د تصفیه کولو، د تشناب د سیمې د صحي ساتلو او د حمام کولو وروسته یې په پښو اچولی شو څو د بوټانو د اغوستلو څخه پیدا شوي مکروبات له منځه یوسي.
ایا موږ په رښتیا سره کولای شو چې د لامبو د ډنډ کلورین د څښلو د اوبو د تصفیه کولو لپاره وکاروؤ؟ ډاکټر موسکۍ شو او ویې ویل چې هو. په متحده ايالاتو کې په زیاتو ښارونو کې د عامه څښلو اوبو سره کلورین گډوي خو د اوبو د بوتل په اندازه د اوبو د تصفیه کولو لپاره ډېره کمه اندازه پکاریږي. د ډاکټر له لږې اندازې څخه پوه شوم چې د ډنډ د پوره دوبي لپاره یوځل کلورین کول کفایت کوي.
د بخت د ملیتا له املهوروسته بيا موږوليدل چې له جان محمدسره د دېرشكرتنو څخه زیات معدني اوبه وې چې درې ته دتېر ځلراغلي سي، ای، اېگروپ څخه دلته پاتې وې.
موږ تر پایه ددغواوبو او د نورو اوبو په راوړلو سره محلي اوبوته هېڅ اړتياپيدانكړه، دماښام په شپږو بجو هر څه د سمون په لورې لاړ. د راتگ هغه بيړه اوسر دردي هم له منځه لاړه او گروپ د ارتباتي توكو څخه راتاو ؤ. پاپي د بک په مرسته لوی جنراټور د نابشپړې شوې ودانۍ چې زموږ مخامخ وه، كېښود او چالان یې کړ. د جنراټور لپاره دومره هوسا ځای نه ؤ خو په دېسره یې غږ لیرې كېده. د شپږو بجو څخه څو دقیقې وروسته پاپي د خپل سامان وروستي سرونه او بیخونه سره وتړل او هر څه یې چالان کړل. هغه په انگړ کې د لگېدلي سټلایټ انتن ته د كيبل نښلول معاینه کړل د سیستم د چمتو والي اعلان یې وکړ. زه هم لپ ټاپ كمپيوټر ته كېناستم اود سي، ای، اې قرارگاه ته مې پنجشېرته زموږ د گروپ د خوندي رسېدلو لپاره یو لنډ تلگراف ولیکه. مادوى ته زموږ د موقیعت د دقیق پوهاوي لپاره جغرافیایي کوارډیناټ هم ورولېږل. څودقيقې وروسته پيغام واشنگټن ته په هوا شواو ژامې ماتوونكي گروپرسماً خپل كار پيل كړ.
دريمه برخه
ژامې ماتوونكى گروپ
۲۰۰۱ كال د سپټمبر۲۸-۲۶
ديارلسم څپركى
په هغه ماښام چېموږ راورسېدو، محلي کسانو هغه خواړه چې زموږ د ټول سفر په بهير کې معیاري خوراک گڼل كېدل ، په دې كې وریجې او چرگ او يا هغه څه چې د چرگ په نوم په دره کې پلورل کېدل، راوړل.
موږپه غیر منظم ډول د کاري سيمې په غولي باندې د بالښتونو په دايره کې کېناستلو او د پتنوسونوڅخه مو خواړه په قاشوغو سره قابونو ته واچول. تازه پیاز، واړه بانجان او تازه شنه مرچ د یو څه اندازه هغه مسالې سره چې موږ له ځان سره راوړې وو، خواړه يو څه خوندور كړي وو.
اېم ار اي MRE (په پاکټو کې تیار جوړ شوي خواړه. ژباړن) او پاور بار(یو ډول چاکلیټ چې ډېر ویټامينونه لري. ژباړن) د خوړلو څخه چې موږ یې اټکل کړی ؤ، په امن کې وؤ.په لومړي ماښام له ډوډۍ خوړلووروسته ممتاز راغی او خبر يې راکړ چې د مسعود د څارگرې ادارې مشر انجنيېر عارف سروري به د شپې د اتو بجو په خوا او شا کې زموږ سره د لیدو لپاره کلا ته راشي.
د شمالي ټلوالې د جگپوړي چارواكې سره زموږ دغه لومړنی لیدنه وه نو په دې اساس زموږ لپاره په زړه پورې خبر ؤ، ځکه چې موږ غوښتل هر څومره په چټکۍ سره وکولای شو له شمالي ټلوالې سره په نېغه اړيکه ټینگه کړو.
زه له رېک سره وغږیدم، ددې لپاره چې عارف او د شمالي ټلوالې نورو جگپوړو چارواکو ته د رښتیني همکارۍ غږ او په عین وخت کې هغه خوښ کړو، باید په پرتليزډول زیاته اندازه ورته نقدې پیسې ولروڅو عارف ته یې ورکړو.
موږ په500000باندې سره هوکړه وکړه او زه او ریک وروستنۍ کوټې ته ولاړو چې پيسې په پاکټ کې بندې کړو، زه د مخکنۍ تجربې په اساس پوهېدم چې دهېڅ افغاني لوړپوړي چارواكي دا نه خوښېدل چې پيسې په نېغ ډول په خپل لاس واخلي، ما باید پيسې په کاغذ کې نغښتلې او يا مې په خلته کې د اسانه لېږدولو په خاطر اچولې وای.
زه پوهېدم چې پيسې به د لېدنې په وخت ددوی لخوا ونه شمېرل شي، او زه پوهېدم چې عارف به د پیسو د ورکړې په مهال د غبر گون د نه ښودلو لپاره ډېر وگالي.
د سي ای اې په چوکاټ کې باید پيسې په اصلي حالت له صحيح شمېرلو وروسته وسپارل شي خو په دغسې اله گوله کې زه په پوره ډول خپلواکه وم څو پيسې په هر ډول چې اړتیا وي، خرڅ او تادیه کړم. خپله مې کولای شول چې څومره او چاته باید پيسې ورکړم او ددې لپاره مې له قرارگاه څخه تصدیق ته اړتیا نه درلوده.
دغه ډول پرېکړه له قانونهسرغړونه وه، خو دغه حالت نورمال حالت نه ؤاو په عین وخت کې زه پوهېدم چې د دغه پیسو د لگښت د څرنگوالي لپاره به په نږدې راتلونكېکې وپوښتل شم.
ما له ځان سره دقیقاًريكارډ ساته او عادت مې وگرځاوه څو پيسې حساب، ويې پیچم او د یوه (سي، ای، اې) افسر په شتون کې يې تسلیم کړم. په پنجشېر کې د څلوېښتو ورځو په بهير کې مې د پیسو زیاته برخه، پينځه ملیونه ډالرخپلو افغاني ملگرو ته د هغوی د اړتیا په خاطر ورکړه، ددغو پیسو ډېره کمه برخه زموږ د گروپ د اړینو موادو د لاسته راوړلو په خاطر وکارول شوه. دغه یوه زیاته اندازه پيسې وې خو که د هغه لاس ته راوړنو سره یې پرتله کړو لکه د طالبانو د نظامي ځواک ړنگېدل، د القاعده شبکې ماتېدل او په افغانستان کې د ترورېزم دپاره سرپنا له منځه وړلو په وړاندې، په ډېر ښه ډول خرڅ شوې وې.
انجینیرعارف تقریبا د اته بجو په خواوشاکې راغی. وروسته له دې نه چې ممتاز د ورځې په پېښو باندې په لنډ ډول مالومات ورکړل، ما او ریک ورسره ولېدل. عارف په رښتیا هم انجینیر ؤ او دده لپاره مناسب لقب هم و. په افغانستان او ایران کې څوک چې د پوهنتون څخه فارغ شي، همغه لقب د ځان دپاره خپلوي او عزت یې گڼي.
عارف د دېرش کلنۍ په وروستيو کې ؤ، نريتور ویښتان او لنډۍگیره یې درلوده، په دره کې زما د ماموریت په مهال هغه لوېديځ ډوله خاكي پتلون، پتلون ته ورته بنیان او نسواري رنگه واسکټ اغوست، زما، نه په یادېږي چې هغه د خولۍ یا د سر پټولو دپاره داسې څه چې د یو افغان دپاره غیرمعمولي دي په سر کړي وي. هغه یو اغېزمن نطاق، ځواكمن او متحرکه سړی ؤ، هغه پاړسي ژبى لوی شوی و، په پښتو ژبه په روانه توگه غږېده، هغه په روسي ژبه ډېر ښه پوهېده او انگلیسي یې هم بده نه وه، هغه غوښتل چې د غونډو په دوران کې په دري ژبه وغږېږي داچې زما دري دده د انگليسي په اندازه وه، نوموږ ممتاز د ژباړن په توگه وکاروه، عارف سمدستي وپېژندم ځکه چې زه یو د هغو دوو سي ای اې افسرانو له ډلې څخه وم چې د قوماندان مسعود سره یې په پاریس کې په ۲۰۰۱ كال کې ليدلي و، ما هم عارف و پیژانده، ځکه چې هغه د مسعود د افغاني نننۍ ډلې (مسعود ته نږدې کسان. ژباړن) غړی و. زه او دى د هغې لیدنې وروسته بیا نه وو سره غږېدلي خو یو بل ته ورپېژندل شوي وو، ما عارف ته وویل چې ما له مسعود سره په کابل کې د ۱۹۹۶ كال د سپټمبر او دوهم ځل لپاره مې په تالقانو کې په د۱۹۹۷ کال په وروستیو کې ورسره لیدلي وو، ما ورته وويل چې ممتاز مسعود سره په کابل کې زما دليدنې پرمهال زموږ موټرچلونكى ؤ.
ما بیا زما د ښه ملگري خلیلي د صحت پوښتنه وکړه ځکه چې هغه هم په هغه بمې چاودونه کې سخت ټپي شوی ؤ، چې مسعوديې د سپټمبر په ۹ له منځه یووړ. ما هغه ته وویل چې زما او د خلیلي ملگرتیا د ۱۹۸۸ كال څخه راپه دېخوا پیل شوه او نږدې دوستان و. عارف وویل چې خلیلي اوس ډېر ښه دی که څه هم چې د هغه لنگي سخت ټپي ؤ او د هغه لپاره په پښو گرځېدل به له ستونزو ډک وي.
داسې ښكارېدله چې دده ښۍ سترگې نظیر هم له لاسه ورکړی ؤ، عارف پوهېده چې مسعوددده ژوند ساتلای ؤ، له وژونكې پېښې لږ څه وړاندې مسعود دهغه پاسپورت د خلیلي د جاکټ په مخ جیب کې د زړه په سر ایښی ؤ، پاسپورټ په نهه دانو کوچنیو پرچولگېدلی ؤ او هیڅ یوه یې هم له پاسپورټ څخه نه وه تېره شوې، ډاکټرانو ویلي ووچې که نوموړو هرې پرچې د خلیلي زړه وهلی وای، ښايي چې هغه یې وژلی وای.
ما ورته وویل چې په تېرو کلونو کې خلیلې زما او د مسعود تر منځ د غونډو په جوړولو کې مهم رول درلود، د ۲۰۰۱ کال غونډه په پاریس کې غیر معمولي وه، ځکه چې مسعود به له افغانستان څخه ډېر کم ځل بهر ته سفر کاوه، په دغه سفر کې مسعود له پاریس څخه لیدنه وکړه او د پاریس د حکومت مېلمه ؤ، چې ترتیبات یې د فرانسې دکورنۍ امنیتي څانگې ياډي اې ټيلخوا نیول شوي وو.
مسعود لدغه وخت څخه په گټه اخيستنې د فرانسې او نورو اروپایيهېوداونو د مرستې غوښتنې په لټه کې شو، مسعود لدغه ليدنې وروسته د اروپایي اتحاد له پارلمان سره پهسټراسبورگ، فرانسکې ولیدل څو له ده سره د طالبانو پر وړاندې د جگړې لپاره د مرستې غوښتنه وکړي، په همغه مياشت کې په باميانو کې دوه غټې له تیږو دجوړو شويو مجسمو په ویجاړتوب سره اروپايې ټولنه ډېره ولړزول شوه او مسعود اروپایي پارلمان څخه د مرستې هيله مندؤ.
خلیلي په هغه هوټل کې چې د مسعود چارواكي پاتې كېدل، زما لپاره د یوې کوټې ترتیبات نیولي و، کله چې ما لېست وکوت، زه د هوټل له کارکونكو سره د افغان مېلمنو په لېست کې شامل وم، زه د فرانسې څارگرې ډلو کورنی او بهرنی ډي جي اې اي دواړو په ښه توگه پېژندلم، په دغه سفر کې مې خپل اصلي نوم کاروه، زه به کله کله حیرانیدم چې د ډي اېس ټي د لېست د بيا کتلو پر مهال زما د نوم په لیدلو سره څه فکر کاوه، ښايي داسې یو څه به یې ویل، چې سي، ای، اې څنگه له دغه ليدنې څخه خبر درلود او څنکه د هغوی یو افسر د افغان مېلمنو په لیست کې ؤ؟ څنگه دغه امکان لرلای شي؟
له مسعود سره زما د اړيکو او د خليلي سره زما د شخصي ملگرتيا له امله عارف په ما باندې سمدستي باوري شو او دغه باور به دشمالي ټلوالې هغه لیډرانو ته چې له ماسره به یې په راتلونكې څو اونیو کې کار کاوه، وغږیږي، له عارف سره ملاقات ښه تېر شو، هغه غوښتل چې زموږ دماموریت په څرنگوالي باندې پوه شي، موږ به څو په افغانستان کې پاتې شو؟ د امريكې حکومت د افغانستانلپاره څه پلان درلود؟ ايا شمالي ټلوالې ته به مرسته ورسېږي؟ ما دده پوښتنو ته په دقیقه توگه غوږ نیولای ؤ، ما ورته وویل چې د امريكې حکومت د القاعده شبکې د ختمولو او په افغانستان کې د هغوی لپاره د سرپنا په پاى ته رسولو کې مطلق جدي دی، داپه سياسي اونظامي لحاظ د طالبانو دله منځه وړلوپه ماناوو، ما عارف ته وویل چې زه د امريكې حکومت د پلان تشریحات نه لرم خو باوري یم چې د امريكې ولس مشر د امريكې پوځ ته هدایت ورکړي چې د طالبانو او د هغو عرب مېلمنو په ضد خپل ټول وس، ځواک او توان وکاروي.
ما ورته وویل چې د امريكې متحده ایالات په دې پوهېږي چې شمالي ټلواله د طالبانو پر وړاندې ترټولو زیات مخالف اغېزناکه ځواک دی او د طالبانو او د عرب جنگیالو زیات نظامي ځواک له شمالي ټلوالې سره په لومړیو لیکو کې او په لوېديځ کې، چې د تخار دلومړۍکرښې په نوم یادېده، متمرکز ؤ. زما ماموریت دا ؤ چې د شمالي ټلوالې له لیډرانو سره نږدې اړیکې وساتم څو د شمالي ټلوالې هغه ځواکونه چې د امريكې له اردو سره په یو ځای د طالبانو پر وړاندې جنگېږي، همکاره وساتم او د طالبانو د له منځه وړلو لپاره د پنجشېر د درې د امريكې د پوځ د ځانگړو عملیاتو د مرکز په توگه د کارولو لپاره ترتیبات ونیسم، زموږ گروپ به د ماموریت د سرته رسولو تر پایه پاتې كېدلای. شمالي ټلوالې ته بودیجه ورکول كېدله او لومړنی ورکړه په همغه ماښام تر سره كېدله چې موږ له عارف او د شمالي ټلوالې د گروپ له نوروغړو سره یو ځای کار کاوه، څو څرگنده کړو چې شمالي ټلوالې ځواکونه د راتلونكې جنگ ته د تیارينیولو لپاره څه سامان او اسبابو ته اړتیا لري، هغه اړین سامان چې په سیمه کې موجود نه ؤ، د هوا له لارې به په دره کې وغورځول شي او همدارنگه په نورو هغو ځایونو کې چې مجاهدین له طالبالون سره مخامخ دي، هم وغورځول شي.
ما ورته وویل چې زموږ یو بل مهم ماموریت به د شمالي ټلوالې د لمړیو کرښو څخه د جي پي اېس (هغه اله ده چې د جغرافیايې شمېرو په اساس موقیعت پېژندنه کوي. ژباړن) په واسطه په نښه کړو څو زموږ الوتکې د شمالي ټلوالې د ځواکونو او د موقیعتونو په ضد بمباري و نه کړي، موږ غوښتل هغه توکي پیداکړو چې وکولای شو د شمالي ټلوالې درانده اسباب لکه ټانکونه په نښه کړوڅو زموږ پیلوټانو ملگري ځواکونه وپېژندلای او په ډاډه زړه د دښمن پر ضد يرغل باندې متمرکز شي.
موږ غوښتل چې له عارف سره گډ استخباراتي دفتر زموږ له گروپ سره یو ځای زموږ په کلا کې تاسیس کړو، ټول هغه څارگر مالومات چې شمالي ټلوالې به په راتلونکو څو ورځو کې راغونډولاو که هغه استخباراتي مالومات چې له شمالي ټلوالې سره په لومړیو کرښو کې ددښمن فعالیتونو په باب یا له مستقیمې لیدنې څخه په لاس راتلل او یا ددښمن د مخابرود پیغامونو څخه لاس ته راتلل، په دغه دفتر کې راغونډېدل او بیا به پرتله، تجزیه کېدل او د سي ای اې سره شریک كېدلی او په بدل کې به موږ له عارف سره له خپلو منابعو څخه اخيستل شوي مالومات شریک کول.د عارف لپاره دغه ښه خبر ؤاو ما لیده چې زما د خبرو په بهير کې د هغه په مخ کې هوسايې راغله.
د ۱۹۸۰ کال ورسته کله چې د روسانو رول د جگړې په ډگر کې په څرگند ډول کم شو، هر یوازینی فکټور چې د جگړې په پای کې به یې په سختو شېبوکې د جگړې د نتیجې پرېكړه کوله، بلې لورې ته د قوماندانانو تسلیمېدل او د هغوی سره یوځای كېدل وؤ.
بې جراته شوي او بې زړه شوي او سرځوړنده قوماندانان به له مخالفې ډلې سره د خپلو تاوانونو د پوره کولو لپاره معاملو ته غاړې ایښودې.
طالبانو چې د پاکستان او د عرب سخت دریځه اسامه بن لادن لخوا مالي مرسته ترلاسه کوله، په ۱۹۹۴ کې د کندهار سويلي دښتېد پاکولووروسته یې زیاتې کاميابۍ د پیسو په زور واخيستلې.
د یوه گوند څخه بل گوند ته تښتېدل کومه د شرم خبره نه وه، مخالف گوند ته په وفادارۍ بدلېدل ډېر اسان كار و، په ناوړه او سخت حالت کې له گوند څخه تښتېدلوته په عمومي توگه د ښې پرېکړې فکر كېده.
د مسعود په مړېنې او د طالبانو لومړۍ کرښې ته په پاکستان کې د مذهبي مدرسو څخه د داوطلبه شاگردانو د شمېر په زیاتېدو سره د شمالي ټلوالې لپاره هرڅه بې خونده او سپېره ښكارېدل.
د شمالي ټلوالې مشران له بهرنۍنړۍ سره د سټلایت ټلویزیون په واسطه نښلېدلي و، او د سپټمبر ۱۱ مې وروسته یې د امريكې د لیډرانو ويناوې لیدلې.
درې ته زموږ د راتگ خبرتیا دوی ته د مسعود له مړیني څخه وروسته د هیلې درلودلو لپاره لومړنی کلک دلیل ؤ، اوس موږ په دره کې وو او ما هغه څه چې دوی یې دقیقاً اورېدل غوښتل.
یوه نقطه وه چې عارف یې ځوراوه، هغه داچې ما ټینگار کاوه چې په شمال کې له ټولوهغو قوماندانانو سره چې د شمالي ټلوالې اړوند واو په اړونده سیمه کې یې په خپلواک ډول عملیات کول، موږمعاملې کوو. عارف په نېغ ډول وویل چې د قوماندانانو سره دغه نیغ په نېغه تماس به د ستونزو حل نه بلکې ستونزې بهپیدا کړي ځگه چې دغه به د واک رسۍ گډوډه کړي، هغه ډاډه ؤ چې جنرال محمد فهیم چې د مسعود مړېنې وروسته دهغه ځای ناستی او د شمالي ټلوالې عمومي لیډر ؤ، غواړي چې د شمالي ټلوالې له قوماندانانو سره ټول تماسونه دده لخوا اداره شي.
ما ورته په ځواب کې وویل چې زه د فهیم مقام باندې پوهېږم ولې په راتلونكې جگړه کې د بریا لپاره د سي، ای، اې مسقیم تماس په ډگر باندې د هر او ټولو قوماندانانو سره چې غواړي د طالبانو په وړاندې لښکرې رامېدان ته کړي، اړين دی.
سي ای اې مخکې له مخکې زیاتو مهمو قوماندانانو سره اړيکې ټینگې کړې وې لکه جنرال دوستم سره په مزار کې، اسماعیل خان سره په هرات کې، شیه قوماندان خلیلي سره په باميانو کې او همدارنگه موږ به له پښتنو قوماندانو سره چې په سويل کې وو، دې ته ورته اړيکو ټينگولو ته دوام ورکړو.
ما یوې مهمې موضوع ته اشاره وکړه او ورته مې وویل چې امريكې به د ۱۹۹۲ کال په ډول چې د مجاهدینو لهكاميابۍ وروسته یې دوی ته شا کړه، ونكړي، دا ځل د امريكې دولت په دغه جگړه کې په اوږده مزل کې ده.
موږ غواړو چې په افغانستان کې حالاتو ته بدلون ورکړو، کله چې طالبان له منځه ولاړل او د اسامه بن لادن او د هغه عرب ترهگر له منځه ولاړشي، هېواد به د بیارغونې په لور روان، اقتصاد به بیا ځواکمن او په پای کې به هېواد ته سوله راشي، یو سوله يېز او په اقتصاد ولاړ دولت به دا ډاډه کړي چې دغه هېواد به هیڅکله بهرنیو تروریستانو ته د امن ځای په توگه ونه کارول شي.
ددې تضمين کولو لپاره د امريكې حکومت ته پکارده چې د یوه صادق منځگړي په توگه له طالبانو وروسته په افغانستان کې رول ولوبوي، ددې هدف دلاس ته راوړلو لپاره موږ باید د هېواد له هرڅومره ډېرو لیډرانو سره اړیکې ټینگې کړو، ما په مودبانه او په ټینگه ورته وویل چې فهیم او د شمالي ټلوالې لیډران به د دوی له قوماندانو سره چې په شمال کې وو، خبر وي خو موږ به له دوی سره په نیغ ډول معاملې کوو، عارف په بې مېلۍ سره دغه حقیقت ومانه خو موضوع په راتلونکو اونیو کې زموږ د اړيكولپاره بلا گرځېده.
له ژمنې سره سم مې عارف ته هغه کڅوړه چې ما پکې 500000 ډالر ایښي وو، وروسپارله. هغه کڅوړه واخیسته خو ویې نه کتله او ممتاز ته یې ورکړه. ما د پیسو مقدار ورته وښود او ورته مې وویل چې دا د شمالي ټلوالې لپاره لومړنی تادیه وه، ما ورته وویل چې زه هیله مند یم چې د عارف استخباراتي ادارې ته به ددغې لومړنۍ تادیې زیاته برخه د شمالي ټلوالې لخوا تصدیق شي.
ما عارف ته وویل چې زه غواړم دده استخباراتي اداره وتوانېږي چې اغېزمنه دنده اجرا کړي او گډ استخباراتي دفتر باید زرترزره تیار شي، ما ورته وویل زه ډاډه یم چې جنرال فهیم به ددغه پیسو یوه اندازه پيسې د ځواکونو په اکمالولو ولگوي خو ما عارف ته وویل چې فهیم ته په ټینگار سره ووايي چې د ځانگړو نظامي مقاصدو لپاره زیاته اندازه نوري پيسې هم موجودي دي، عارف په خپلې جیبې کتابچه کې د پیسو مقدار ولیکه او ممتاز ته یې تكرار کړ، زه هم موسکۍ شوم، دا ښکاره وه چې عارف د پیسو لپاره زما غوندې دوه ځله احتیاط کاوه، هغه غوښتل چې ممتاز په دې توگه وتوانېږي چې د پیسو مقدار د فهیم او نورو لیډرانو د پوښتنې په ځواب کې تصدیق کړي، په دې سره دغه ليدنه پای ته ورسېده، لاسونه مو سره ورکړل او دراتلونكې ماښام لپاره موله عارف سره د لیدنې پلانونه جوړ کړل.
ممتاز د گډې استخباراتي ادارې په جوړولو کار پیل کاوه او کریس له هغه سره د مرستې لپاره وټاکل شو، عارف باید له فهیم سره د کابل د لومړیو کرښو او د شمالي ټلوالې د موقیعتونو دجي پي اېس د سروې لپاره د گروپ غړي ټاکلي وای، نوموړې دنده له خطره ډک ماموریت ؤ، ځکه چې د طالبانو لومړۍ کرښې دومره نږدې وې چېکولای یې شول زما افسر ترنېغ اور لاندې راولي او موږ ټولو غو ښتل دغه کار چې هر څومره په احتیاط سره امکان ولري، تر سره شي.
زه او ریک دفتر ته راوگرځېدلو او د لیدنې په باب مې یادښت ولیکه، ریک له قراراگاه په خوندي کرښه باندې تلېفون وکړ څو له هانک سي سره وغږیږم.
هانک سي تازه د افغانستان د ترورېزم ضد ماموریت یا سي ټي سي د ادارې کولو لپاره په دنده گومارل شوی ؤ.
دورځې کار مو د شپې تر نیمایې پای ته ورساوه، ما ددغه کار د سرته رسولو له امله ښه احساس درلود خو جسماٌ مې هیڅ ډول ښه احساس نه کاوه(لېکوال دلته د ناروغتیا یادونه کوي. ژباړن) د ماسپښین سر درد لا نور هم پسې ورزیات شو او لاندینۍ کولمومې هم گواښوونکي اوازونه کول، زه خپلې کوټې ته چې دودانۍ په لاندې برخې کې وه، ولاړم.یوه بستره او یو محلې جوړ شوی بالښت زما د خوب ځای و، ما د زیات ځای په درلودلو سره ځان گناهگار ځکه نشو گڼلای چې ډېر ستړی او ناجوړه وم، او دا چې گوښۍ وم، ډېر خوښ وم.
خو زه په دې نه پوهېدم چې د تشناب یوازینۍ اسانتیا د پخلنځي تر شا د ودانۍ په هاخوا کې ډېره لیرې وه. دوه ساعته وروسته له خوبه راویښ شوم، او دا یې پيل ؤ. کولمې مې غړکه وې(پړسېدلې) او باید ځان مې سمدستي تشناب ته رسولای وای.
په سويلياسیاکې مې زیاتو کلونو د تېرولو له امله د اسهال له یوناڅاپيیرغل سره پوره بلدتیا درلوده، ما د پتلون د تړلو لپاره هڅه وکړه خو ډېر ناوخت و، کوښښ مې وکړ خو کولمې مې په خپل سر د خلاصیدلو څخه بند نه کړای شوې. د تشناب کاغد له بنډل څخه مې د چټلۍ د پاکولو لپاره اوږد خولپوټی راپرې کړ خو ډېر کمه بریا مې ترلاسه کړله. زه په ویره او ډار کې وم، او پوهېدم چې د انگړ ها خوا تشناب ته په دغه حالت کې ځان نه شم رسولای، د لیټر په اندازه د اوبو پلاستیكې بوتل مې راواخیست او د جیبې چاقو په واسطه مې د بوتل خوله پرې کړه، د بوتل پریکړې خوله مې د کوناټیو لاندې ټینگه ورونیوله او ځان مې غلی کړ، په حیرانیتا سره نښه مې برابره وه، د گوتو په سر کښیناستم، تبجن او د بدن اوبه مې کمه وه، شرم او درد مې په ورته وخت کې احساسول، خپل ځان اود مځکې مخ مې ککړ کړل، ما په همغه شپه د ښه كېدو هیله نه درلوده او دا په افغانستان کې زما د ماموریت لپاره ښه پیل و!!
څوارلسم څپركى
زما لپاره راتلونکى ورځ تر ماسپښينه بې گټې وه، په هغه سهاروختي تر بلېودانۍ پورې د ډاکټر د پيداکولو په هيله کوږ وږ ولاړم.
بك د دووپيلوټانو، سټان او مېوري دچورلکې دبيارنگولولپاره په استنه كې دچورلكې ډگر ته ولاړل. چورلكه داوسني رنگ په درلودلوسره په دره كې ښكاره نښه وه اوداهغه څه وو چې موږنه غوښتل، دچورلكې نوى رنگ به دشمالي ټلوالې دشنه كموپلاژ(هغه وسيله چې ددښمن دغولولولپاره كارول كېږي. ژ) له نمونې سره سمون ولري، زه د دوی تگ ته د تیارۍ او بیا په تللو ډېر لږ وپوهېدلم.
ډاكټردمعاينې داسې وسيله نه درلوده چې زمادناروغۍ لامل څرگندكړي، هغه وويل چې سپېرو(يوډول مکروب ضددرمل) چې بازارته نوي توليدشوي مكروب ضد درمل و، وکاروم اوهرڅه چې وي له منځه به يې يوسي.
يوه دانه مې وخوړله اوكوټې ته مې ځان وروڅکاوهد ایموډیم په کارولو سره یې د ناروغی علایم يو څه کم کړل او یوه اندازه مایعات مې وڅښل.
سهارناوخته راويښ شوم، يوڅه ښه وم، خوبياهم یا خو تشناب ته نږدې وم اویا خو پرېکړي بوتلانو ته نږدې اوسېدلم.
له غرمې وروسته (كه څه هم چې زه یې له خوړلو تېر شوم) مې له ريك سره دراتلونكوڅو ورځولپاره دپلان جوړولوپه هكله وليدل اومهم ټكي موطرح كړل، موږبايددجنرال فهيم سره ليدلي وئ، څو د سي، اى، اې سره دهغه د همكارۍ هوكړه اودعارف هغه څرگندونې چې دامريكې ځانگړي ځواكونه كولاى شي چې د پنجشېر دره د خپلو عملياتو د مركزپه توگه وكاروي، تصديق كړې واى.
مادعارف خبروته دشك په سترگه نه كتل خوماغوښتل چې همدغه څرگندونې له فهيم څخه په نېغه واورم.
موږدشمالي ټلوالې له لومړيوكرښوڅخه چې دكابل په شمال كې پرتې وې، د جي پي اېس كوارډيناتود اخيستلولپاره د فهيم هوكړې ته اړتيا درلوده.
دگډڅارگر دفتر جوړولو لپاره موكريس په خبرو اترو كې راگډ كړ، له هغه څخه مې د بهترينومشورو هيله درلوده.
كريس اوممتازپه لاندينۍ ودانۍ كې يوه مناسبه كوټه خوښه كړې وه اودكوټې لپاره دڅو لويومېزونو د پيداكولوكارهم روان ؤ، كريس وويل چې د دېوالونودپراخه ساحې(خالیگا) په درلودلوسره كولاى شوچې دعملياتودسيمې نقشې ورسرېښ کړواوممتازيوه اندازه لوى مقياسه نقشې چې شمالي ټلوالې درلودلې، راوړې.
ممتاز د شپې په لسو بجوراغى اوخبر يې راكړچې جنرال فهيم، انجينرعارف او د شمالي ټلوالې د بهرنيوچارو وزير عبدالله عبدالله زموږ سره د ليدنې لپاره د یو ساعت وروسته راروان دي.
عارف تېرماښام وويل چې دپېژندگلوى غونډه به دشپې ناوخته پيل شي، ما هیله درلوده چې ترهغې به مې ناروغي یو څه صبر وکړي. د ا چې زه ډېرستومانه اوكمزورى شوى وم او د ارام لپاره مې اړتيا درلوده خو د فهیم سره لیدنې لپاره لېواله وم.
سره له دې چې عارف ته مې يوه شپه وړاندې پينځه سوه زره ډالر وركړل، مابياهم غوښتل چې فهيم ته يوه لويه اندازه نغدي تاديه وركړم، څو د لومړيوكرښوځواكونه دجگړې لپاره تياركړي.
د پيسو د پام وړ اندازه به دشمالي ټلوالې مشران خوښ كړي، سي، اى، اې له دوى سره د مرستې په كولو کې جدي وه او دا به زموږ د گروپ سره په همكارۍ كې مستقيمې اومثبتې پايلې ولري.
ريك اوزه ولاړو او د توربكس څخه مو يومليون ډالر په کاغذ کې تاو او تیار کړل. غونډه له ټاكلي وخت سره سمه پيل شوه د دوى درې موټره كاروان دخړو او نسواري رنگه دوړوپه كولوسره راورسېد.
له فهيم سره دستړي مشي اوداخل ته دهغه دبدرگه كولوپه خاطر افغاني كاركوونكو منډې او رامنډې پيل كړې.
غونډه د ودانۍ په لانديني پوړكې چې ممتازپكې اوسېده پيل شوه.
په كوټه كې ارزانه لمڅیپينځه ياشپږ چوكۍ اوڅودانې محلي جوړشوي بالښتونه هم پراته وو.
دكوټې كړكۍ خلاصې وې او ارامه وږمې له مالوچوڅخه جوړې شوې پردې د بېړۍ د پردوپه څېركوټې ته دننه راننه باسلې.
ماله فهيم سره له دې وړاندې هېڅ نه و ليدلي، اوكه رښتياووايم دمسعوداوشمالي ټلوالې سره د ټولوكلونودكارپه بهیر كې مې دده نوم يويا دوه ځلې اورېدلي ؤ.
فهيم منځينىنږدې پينځه اعشاريه نهه فوټه ځواني، دربلى اوكلك جوړښت لري، گردى مخ اوپوزه خو يې په ښکاره ډول څوځلې له دې پخوا ماته شوې اوبيا بېځايه پيوندشوې وه، چترالي پكول يې په ټنډه راټیټ اودگڼو ورېځودپاسه يې ايښى وي.
هغه د مسعوداو انجينرعارف ترټولوخوښ رنگ خړخاكي پتلون اغوست، دهغه مخ به همېشه خريېلئ او دپنجشېرمشرانوپه منځ كې غيرعادي ښكارېده.
د غږېدلو پرمهال هغه عادت لري چې د سړي سترگوته ځيرځيرگوري او نږدې زيات وخت يېنه (زامبې) پټوي او دخبري كوونكي غبرگون سره په مساوي ډول عمل كوي،
په چوکۍ کې لږ رامخکې اوخبروته پوره پاملرنه وركوي.
هغه په انگليسي ژبه نه پوهېږي، حتى په نېمگړې انگلیسي هم نه پوهېږي، دا هغه څه ؤ چې عارف اوعبدالله دځان دگټې لپاره د فهیم سره د دغه او نورو غونډو پرمهال یې ترې گټه پورته کوله. ممتاز زموږ د لیدلو لپاره درسمي ژباړن په توگه کارول كېده.
د څواونيوپه تېرېدوسره پوه شوم چې كله مسعودپه ۱۹۸۰كال كې راوگرځېد، فهيم له هغه سره يوځاى شو، هغه د مجاهدينو د كوچنۍ ډلې چې په شمال كې يې د تاجكستان له سرحدسرهفعالیت کاوه، مشري په غاړه درلودله.
هغه يوکلک اوسرټمبه جنگیالی ؤ، نوپه دې اساس هغه د مسعود احترام ځان ته قايل كړاو ده ته يې ترټولو لويه دنده چې مسعود تر دغه مهاله چاته نه وه سپارلې، وركړه.
د ۱۹۸۰ كال په وروستيوكې فهيم دجنرالۍ رتبې په درلودلوسره د مسعود تر ټولو لوړ پوړى سيمه ييز قوماندان ؤ، ماته داهم ويلي شوي وو چې كه څه هم چې مسعوددفهيم له شخصيت سره په ځانگړي ډول مينه نه درلوده خودده دسيمه ييز مهارت له امله يې پرې پوره باوردرلود، په دې اساس يې هغه ډېراړين باله.
وروسته انجينرعارف اوعبدالله دواړوپه جلاډول وويل چې دمسعودله مړينې وروسته فهيم ؤچې دواك واگې يې په لاس كې واخيستې اودشمالي ټلوالې مشرتوب يې يوموټى وساته، دوى دواړووويل چې هغوی اودمسعودخواوشاټول ددغه ناورين له امله په لړزه او وېرېدلي وو اوفهيم دواك واگې په لاس كې واخيستې اوپه ټلواله باندې د واك اچولوپه خاطريې دمسعوددمړينې اعلان ترهغې چې په شمال کې نورو قوماندانانو ته د ټلوالې دثبات ډاډوركړل شوى نه وي، وځنډاوه.
په ماسپښين يې هغه چورلكه چې مسعوداوخليلي يې تاجكستان ته لېږدول، له ځان سره كړه او ټلوالې ټولو لوړ پوړو قوماندانانو ته پخپله ورغى، كه چېرې فهيم دغه پياوړې او اړينه پرېكړه نه وای كړېښايي چې شمالي ټلواله د مسعودله مړينې وروسته په لومړيوڅو ورځوكې له منځه تللې واى.
ماله ډاكټرعبدالله سره پخواهم څوځلې ليدلي و، په لومړي ځل په ۱۹۹۷كال كې مې د مسعودسره دليدنې پرمهال په تالقانوكې هغه وپېژانداوبيامې په ۲۰۰۱ كال د اپرېل په مياشت کې په پاریس کې دمسعودپه سياسي سفر كې چې غوښتل يې په اروپايې ټولنه كې خپل ملاتړ زيات كړي، ورسره وليدل. ډاکټر یوازینۍ هغه بل کس ؤ چې د مسعود سره زما د لیدنو پرمهال یې په محاوره کې فعاله ونډه لرله.
هغه منځينى قد، ډنگر بدن او لنډۍ پاكه ږيره لري، هغه هر وخت فيشني لوېديځ ډوله جامې په تن كوي، خاكي ډوله پتلون اوسپورت ډوله جاكټ اغوندي.
په انگليسي ژبه پوره مهارت لري اوده په ټولوغونډوكې دمسلكي ژباړن په توگه د دري څخه انگليسي ته په مودبانه ډول د ژباړن غلطۍ اصلاح كولې (ممتازبه دژباړن په توگه كارېده. ليكوال) او له هغه سره يې داصلي كليمې په پيداكولوكي مرسته كوله.
ډاكټرعبدالله يو ارامه غږېدونكى، مودب او د ښه خوى خاوند دى، هغه ته د اصلي پنجشېري په سترگه نه كتل كېدل، ځكه چې يوازې مور يې د پنجشېر وه او دغه حقيقت مسعود د ډاکټر عبدالله سره د ښو اړیکو او په هغه باندې د باور کولو څخه منعه نه کړ.
دكلونوپه تېرېدوسره مسعودهغه دمشاور ډاكټر له چوكۍ څخه د لوړپوړي سياسي مشاورپه توگه ومانه، زه نه پوهېدم چې فهيم به په غونډه كې له څه شي پيل كوي خوزه ډاډه وم چې عارف به هغه ته زموږدگروپ داهدافواوغوښتنوپه هكله مالومات وركړي وي، ماله فهيم څخه دمثبت غبرگون اوهركلي هيله درلوده خوڅه موضوعات و، چې موږله عارف سره ذكركړي و، زموږافغاني كوربه (فهيم، ژباړن) ته له ستونزو ډك برېښېدل اوهغه داچې په پنجشېركې دامريكې دپوځ په لويه كچه په پوځي يونيفورم كې شتوالى به د افغانانوله نيوكوسره مخ شي.
دشمالي ټلوالې له نورجگپوړوقوماندانانوسره زموږدگروپ په خپلواكه توگه تماس درلودل يوبل ممکنه مخالفت ؤ.
ماد لیدنوپرمهال د مناقشو سره کوم مشکل نه درلود، موږهم اړ ووچې دډېروموضوعاتوسره مخالفت وكړو، ځكه موږغوښتل چې دامريكېلويې گټې خوندي كړواوشمالي ټلوالې غوښتل چې دواك نازكه كړۍ باندې خپل موټی خوندي کړي.
ماغوښتل چې ټول مخالفتونه دنرم روش اودصادقانه معاملې له لارې حل اوپاى ته ورسېږي.
نو د دې لپاره ماپلان درلودچې د فهيم سره به د هغو سرېښناکه موضوعاتوذكر کوم چې دئ دهغې د ذكركولوسره بې ميلي ښايي، زموږ د گروپ دشمالي ټلوالې سره په خپلواك ډول دتماس درلودلودپرېكړې دبدلولوسره مخالف وو.
سي، ائ، اې دشمالي ټلوالې له مهموقوماندانانوسره يوازې تماس درلودل نه بلكې موږغوښتل چې له هغوى سره په هرڅومره بيړه اوخوندي ډول وكولاى شوخپل گروپونه ځاى پرځاى كړو، دنورموضوعاتوپه اړه هم زموږدريځ دغه ډول ؤ.
دسيپټمبرله يوولسمې څخه شپاړس ورځې وروسته دامريكې دولت دالقاعدې سره دجنگ كولودپلان باطلول نه غوښتل، دشمالي ټلوالې له قوماندانانوسره دسي، ائ، اې د خپلواکه تماس نيولوپه اړه به دفهيم مخالفت ته واشنگټن دكوچنۍ جگړې په توگه چې غواړي خپلې محدوده سياسي گټې وساتي، وگوري.
دپاكستانيانواو د واشنگټن غړمبهارخولاله پخواپيل ؤ، دوى ويل چې په سويل كې دپښتنو قومونه هم مخكې له دې چې دشمالي ټلوالې سره په پوره ډول بوخت شوبايددجگړې ډگرته راوړل شي.
پښتانه په عنعنوي ډول دافغانستان واكمن تېرشودي پاكستانيانوهم په لوړاوښكاره ډولد تاجكيانو او نورو لږگكيو د واكمنېدو له امله دبدبختۍ خبر وركاوه، مانه غوښتل چې روان اور ته نور هم تېل ورگډكړم اوماته دغه مهم حالت ښه او واضح ښكارېده.
طالبانواو د هغوى عرب ملاتړودجنگي ځواك زياته برخه په شمال كې په دوه عمده كرښووېشل شوې وه.
يومخكينۍ دېوال يې دلوېديځ څخه ختيځ ته دكابل څخه جلال اباد، دپاكستان سرحدته نږدې غزېدلى ؤ، بل يې له شمال څخه سويل ته يانې دتاجكستان څخه ښكته دكابل په سرله كرښوسره وصل كېده، په نقشه كې داسې ښكارېده لكه غټ (L) حرف چې رسم شوى وي اودهېوادشمالي برخه يې دپنجشېر سيمې څخه چې د دوى لپاره خنډ ؤ، بېلوله.
دشمالي ټلوالې اته زره جنگيالي وو، او د طالبانو پر وړاندې يې مخالفې ساكنې كرښې جوړې كړې وې، د دواړو ځواكونو زور په مساوي ډول زورور ؤ او يوبل کرښې يې نشوې ماتولى، اوله يوكال څخه زيات وخت لپاره حالت په ساكن ډول پاتې ؤ.
د هېوادپه سويل كې طالبان په دې توانېدلي وو، چې ټول پښتانه قومي مخالفين له ماتې سره مخ اوپه موثره توگه يې بې وسلې كړي (له درنو وسلوڅخه. ليكوال) په سويل كې له ټوټه شوي قبيلوي پښتنوڅخه دطالبانوپر وړاندې ديوه منظم نظامي مقاومت جوړول به د امريكې له ټولو هڅوسره سره په مياشتومياشتووخت ونيسي.
دطالبانولومړۍ كرښې د امريكې د هوايي ځواكونولپاره بې له شكه غني چاپېريال ؤ، زه په دې ډاډه وم چې د بمونو د غورځولو يو متمركز كمپاين به دطالبانواو د عرب ځواكونود روحيې وژونكي وي، طالبانوزياته كاميابي دسختې جگړې له لارې نه بلكې د رشوت وركولو او په نتېجه كې د محاصرې له لارې لاسته راوړې وې اوزياتوجنگي پېښويې ډېرې لنډې اوكمي مرگ ژوبلې درلودې.
طالبان دهغه ډول سزااوبمبارۍ سره تراوسه نه وو مخ شوي چې دامريكې دهوايي ځواكونولخوا ورسره دوى په راتلونكي جگړه كې مخامخ كیدل.
د درنې مرگ ژوبلې او د ورځې او ورځوپه دوام بمبارۍ به طالبان په پاى كې له ماتې سره مخ كړي.
عرب جنگيالي امكان لري تريوه حده زيات پاتې شي او خنډ جوړ کړي خوشمالي ټلواله به دهغوى مقاومت مات كړي.
كه چېرې موږاسماعيل خان چې په هرات كې ؤ او دوستم او عطاچې په سويلي مزاركې وو، مجهز اوسمبال كړو، دوى به په هغه سيموكې طالبان ماتولی شي. د پنجشېرپ ه سميه کې دطالبانوماتې بهپه ډاډ سره طالبان په ټول شمال کې راوغوځوي.
د امريكې دهوايي ځواكونو په مرسته به او دقوماندانانوپه واسطه دهغوسړكونوبندول چې سويل ته تلليوو، په شمال كې دطالبانوزياته برخه تسليمېدوتهاړاو يابه ووژل شي. دكابل اوشمال لوى ښارونه به دشمالي ټلوالې لاسته ولوېږي، له دې امله به په سويل كې پښتانه قومي مشران دطالبانوپروړاندې دبريد لپاره زړور او د هغوى په وړاندې به خوځښت پیل کړي.
ښايي چې په سويل كې جگړه يوڅه وخت وغزېږي ځكه چې پښتانه ټوټې ټوتې (كوم منظم پوځي ځواك يې نه درلود، ژباړن) اودچټكې كاميابۍ ترلاسه كولولپاره په كمزوري سلاح سره سمبال ؤ، خودامريكې د هوايي ځواك په مرسته به بېلانس او تعادل د طالبانوپه ضدواوړي. دكاميابۍ لپاره مهمه لارپه شمال كې وه او دغه كاميابي د فهيم تر امر لاندې دشمالي ټلوالې په ځواكونوپورې تړلې وه.
ماغوښتل چې د دغه مهم حقيقت څخه دتمركز د بدلولومخنيوى وكړم، مافكر كاوه چې حقيقت واضح ؤ اوپه واشنگټن كې دجگړې پلان كووونكي به زماپه ډول فكركوي، زه نه پوهېدم چې په واشنگټن كې دامريكې دپوځ جگپوړوچارواكوپه شمال كې دفكرتمركزكولولپاره مې مخې ته څومره لويه مبارزه پرته ده.
دجنرال فهيم سره زموږ لیدنېنږدې دوه ساعته دوام وكړاودليدنې زياته برخه هغه موضوعات وو چې مااوريك دانجينرعارف سره تېرماښام څېړلي وو.
ولې موږدرې ته راغلي يو؟ دهمكارۍ لپاره زموږ څه پلان دى؟ د امريكې متحده ايالات به په راتلونكوڅواونيوكې څه وكړي؟عارف ته ورته وينامې ده ته هم وكړه او هغه موضوعات مې تشريح كړل چې اړين وو.
فهيم له تشريحاتوڅخه خوښ ؤ، ریک غوښتنه وكړه چې جنرال فهيم دامكان په صورت كې دېرش سرتېري زموږ په واك كې راكړي څو زموږ دگروپ پواسطه د ژغورنې او پلټلو قطعې په توگه وروزل او وكارول شي.
دامريكې د ځانگړوقطعاتوتر رارسېدلوپورې به زموږ روسی جوړ چورلكه به يوازېنى چورلكه وي چې دطالبانودكرښوهاخوا ممكنه لوېدلې امريكايي پېلوټ وژغوري اوله سيمې څخه راوباسي.
فهيم د دېرشوسرتېرو په وركولوهوکړه وکړه اودكسانودروزلو لپاره د هغوى دهرڅومره ژر غونډېدلوپه صورت كې لومړني تدابېرونيول شول.
ریک دشمالي ټلوالې له لومړى كرښوڅخه دجي پي اېس كوارډيناتوپه اخيستلوسره بياهم ټينگاروكړ، ځكه موږ د بمبارۍ د پيل كېدوله نېټې څخه ناخبره ؤ، نوپه دې اساس دجي پي اېس كوارډيناتواخيستلوته لومړنۍ اړتياوه.
فهيم زموږگروپ دكابل لومړۍ كرښوته دسفرلپاره دتياري نيولوهوكړه وكړه او ويې ويل چې دكابل دلومړۍ كرښې امٍرجنرال بسم الله خان ته به دنده وركړي څو د گروپ سره پخپله كار وكړي، د شمالي ټلوالې له نورو قوماندانانوسره چې له درې څخه بهر ؤد سي ای اېد اړيکو موضوعراپورته کړه او ومې ویل چې د دوستم او اسماعیل خان سره خو لا له وړاندې په اړيکو کې یو او د څو راتلونکو ورځوپه بهیر کې مې د عبدالرسول سیاف سره پخپله د لیدنې لپاره پلان جوړ کړی دی.
فهيم په دغه نظرباندې نيوكې وكړې، خوپه خپل بحث كې مودب ؤاو ويې ويل چې سي ای اې لپاره له دغوكسانوسره نېغې اړيكو لرلو ته كومه اړتيا نشته، ځكه چې شمالي ټلواله په دغوقوماندانانو باندې بشپړ واک لري، نوله دوى سره يواړخيزې اړيكې به دامر كړۍ كمزورېاو گډوډې كړي اوپه هغوځايونوكې به ستونزې جوړې كړي چې اوسمهال په كې نشته.
ما له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكولپاره خپل دلايل وړاندې كړل او ومې ويل چې واشنگټن به دغه اړيكوته دوام وركړي، د فهیم د هوکړې او نه هوکړې په پام کې نه نیولو سره به دوام ورکړي.
ماله ده سره ژمنه وكړه چې زه به له نوموړو قوماندانانوسره له اړيكواوله هغوى سره دمرستې په اړه هغه خبروم.
هغه ته پيغام ورسېد، كه څه هم دئ په دې اړيكوخوښ نه ؤ، خوله قوماندانانوسره دنېغواړيكوحقيقت يې ومانه.
دليدلوپرمهال يوه جالبه برخه دفهيم پروړاندې دډاكټرعبدالله اودعارف غبرگون ؤ، د نظامي موضوعاتوپه وخت كې فهيم غږېده او په ښكاره فهيم مشر ؤ، خو دسياسي بحث پرمهال به عبدالله اوعارف خپل نظريات تبادله كول، د فهیم د خبرو د ژباړې په پاىكې به عبدالله په انگليسي ژبه ياد فهيم تبصرې پراخولې او يا به يې د فهيم په تبصروكې سمون راوست.
په یوه برخه كې ډاكټرعبدالله يوڅه وويل، دغه موضوع په خاطر چې فهيم ورڅخه په بشپړ ډول نه ؤ خبراوموږ هم په هغه ټكي باندې پوهېدلو لپاره له هغه سره مرسته وكړه.كله چې عبدالله هغه تبصرې چې په انگليسي ژبه يې كړې وې په دري كې دفهيم لپاره وژباړلې، په خوله كې يې وژولې (داسې چې هغه پرې پوره پوه نشي، ژباړن) زما باور خو دا ؤ چې كه څه هم عبدالله اوعارف فهيم ته د نظامي موضوعاتو په اړخ كې درناوى درلودخوپه سياسي ډگركې د فهیم له مشرۍ سره هیڅ یو هم خوښ نه ؤ.
په همغه ليدنه او وروسته په نوروغونډو كې مادفهيم پر وړاندې د عارف اوعبدالله په گډسلوك گمان وكړچې دوى غواړي فهيم په نظامي برخه كې دبري اخيستلولپاره وكاروي اوبيايې له طالبانوڅخه وروسته په سياسي مبارزه كې څنډې او له صحنې وباسي.
ماهغه بكس چې يوميليون ډالرپكې ؤدوى ته وركړاوفهيم ته مې وويل چې دغه بوديجه بايددراتلونكي جگړې لپاره دخپل نظامي ځواك دتيارولولپاره وكاروي، ماورته وويل چې عارف ته مې يوه شپه وړاندې 500000ډالر وركړل اوهيله لرم چې هغه بوديجه به دعارف دسازمان (څارگرسازمان، ژ) دځواکمن کولو لپاره وكارول شي.
ماتټینگار وكړچې د ځانگړې اړتيا پروخت کې نورې پیسې هم شته. پيسې مې دكوچني مېزپرسرچې زموږمخې ته ايښودل شوى ؤكېښودې، خوهېڅ يوه دبكس داخيستلولپاره حركت ونه وكړ، دلیدنې په پاى كې كله چې دلاسونووركولولپاره ټول ولاړشو، بياهم هېچابكس اوچت نكړ، حتى ترهغه پورې چې موږکوټه پرېښوده، بياهم چااوچت نه كړ. ديوې شېبې لپاره مې فكروكړچې ښايي دوى پيسې ونه غواړي، عارف ممتازته دخبروپه وخت كې دبكس داوچتولولپاره اشاره وكړه، ممتازبكس په يولاس اوچتولوخود ډېر وزن لرلوله امله نږدې ؤچې ويې غورځوي، ماته يې وكتل اوموسكی شو، ماوويل چې هويوميليون ډالر د هغه اندازې څخه چې ته باور لري، ډېر وزن لري!
زه ډېرستومانه وم اوپه دروازه كې موالله په اماني سره وكړه، زه د دفتر برخې ته لاړم ، څو د ليدنې په اړه تلگراف ولیکم، كله چې زه راغلم كريس د هغه پرمختگونوپه اړه چې ده اوعارف دگډڅارگردفترلپاره لاسته راوړي ؤخبركړم، كوټه تياره شوې وه، نقشې يې هم په دېوالونوپورې نښلولې وې اودټلوالې مخابروي الات هم ځاى په ځاى شوي ؤ، عارف څلور ځوانوافسرانوته دنده وركړې وه چې دممتازترامرلاندې نوبتي دندې ترسره كړي اولږترلږه باید دوه كسان له دغوافسرانوڅخه په كوټه كې ويده شي، څوپه كوټه كې ۲۴/۷ (څلورویشت ساعته او په اوونۍ کې اووه ورځې) کسان شتون ولري.
ددغه گروپ لپاره بل گمارل شوى افغان حفيظ نومېده، هغه یوتجربه لرونكى جنگيالى ؤاودندې ته په رښتياسره وفاداراوهڅاندافسرؤ.
په هغه ماسپښين حفيظ ؤچې هرڅه يې سرته ورسول، كريس اوحفيظ سمدستي كارپيل كړاودحفيظ په مرسته يې په هغه ورځ درې ياڅلورڅارگررپوټونه برابركړل اوكريس په راتلونكيو څوساعتونوكې هغه واشنگټن ته لېږدول، ماله افغانانوڅخه تردوويادرېيوورځوپورې دكارپيل كېدلوهيله نه لرله، نوددې لپاره يواغيزناك پيل ؤ، او ماموریت د عارفد هڅوونکې مرستې نښه وه.
کمپیوټر ته كېناستلو او د فهیم سره د لیدنې پایلې مې د تلگراف په واسطه ورولېږلې. ريك ته مې وويل چې زه به يې وليكم اودى به يې وروسته د لېږلو وړاندې د بدلون اوبڼې وركولوپه خاطروگوري، ناروغ احساس مې کاوه سر مې گرځېده، زه پوهېدم چې ډېركم وخت به وپاېږم، كله چې ماپه رپوټباندې كاركاوه، دگروپ نوروغړود ورځې په پېښوباندې بحث كاوه.
هوايي كاركوونكي دچورلكې درنگولوله امله خوښ وو، اودمازيگر مهال يې دنده سرته رسولې وه، بك دكلك كاغذ څخه دچورلكې دراجسټرنمبرپه خاطردنمبروشكلونوجوړول څو د چورلكې په لكۍ نمبروليكي، مافكروكړچې دغه كاربې اغېزې دى، ځكه دغه نمبر ډېر اضافه جعلي ښکاري خودومره ناروغ وم چې تبصره مې هم نشوای کړلای. ما د رپوټ ليكل پاى ته ورسول خوله پايلو یې هومره خوښ نه وم او په هغه شېبه کې دومره ورپسې ونه گرځېدلم.
ريك راغى چې تلگراف بشپړکړي، پوهېدم چې د اسهال بله څپه راروانه دهسیپرو(يوډول دارو) بل ډوز(خوراك) مې له ډاكټرڅخه راواخيست او د خپلې كوټې په لورې وخوځېدم.
ټوله ورځ به ويده او بياويښ شوم، خوبیا وروسته په همهغه شپهبيا دفتر ته دقرارگاه سره داړیکې د څارلو لپاره راغلم.دلسنيمو ساعتونودوخت دتوپيرله امله واشنگټن په هغه شېبوكې كارپيل كاوه اوموږكارپاى ته رساوه، نيمه شپه خوب ته لاړم، سټان اوكريس مې دڅارگرورپوټونودپاى ته رسولولپاره په دفتركې په داسې حال كې پرېښودل چې پاپي په ډېركوښښ سره سامان الات فعال ساتل اوپریکړې بوتلان مې په همغه شپه بیا هم وکارول.
پنځلسم څپركى
كه څه هم زموږژوند په پنجشېركې په عمومي ډول دومره ارام نه ؤ، خوهغه لوى ميلمستون چې په استنه کې دچورلكې دكېناستولو ډگر ته مخامخ و، ډېر ښکلی و حتى د لوېدیځ والو پام یې هم ځان ته اړولی ؤ. دغه مېلمستون د يوڅولوېديځوالوژورنالستانو لخوا چې درې ته راتلل، كارول كېده..
مسعوددښه شهرت لرلوپه زور پوهېده او د دې لپاره شمالي ټلوالې گڼ شمېر ژورنالستانو د۱۹۸۰ كال له نيمايي څخه راپه دېخوا كوربه کړي وو.
دغه مېلمستون دڅوهغوودانيوڅخه ؤچې شمالي ټلوالې به ژورنالستان او درې ته بهرني چارواكي د ملاقات پروخت پکې مېلمه کول. دامنيت له نظره موږ بايدپه خوندي ځاى كې واى نوله دې امله موږ د درې په پورتنۍ شمالي خواكې پراته ؤ.
د بارك كوچنى كلى د لوېديځ غرونواودسيندترمنځ كوچنى تړانگې ته غېږوركوله، د درې خوله د كلي په سويل كې سره تنگېدله، نوپه دې اساس كه هرچاغوښتل چې درې ته دشمال لخوا ننوزي اړ وو چې دپاټك له تلاشۍ څخه وروسته راننوځي.
دبارك په سيمه كې دپنجشېرسيندنږدې درې سوه متروپه واټن پراخېږي، يخ دى، مناسب ژوروالى لري اوتېز بهېږي، چې د كلي ختیځې برخې لپاره يو طبيعي ساتندوى دى، سربېره پردې د درې ختيځ لورې او د كلي مخامخ غرونه لغړ او ډبرين دي چې په اسانه خوځښت په كې كشف كېږي، شمال ته چې د سيندختيځ لورى ؤ د كلي ها خوا د ټلوالې هغه غولى ؤ چې د طالبانونيول شوي ملايان به يې د زندانیانو په توگه په كې ساتل، په ښكاره توگه دغه جگپوړي ملايان و چې شمالي ټلوالې لپاره يې ارزښت درلود، گڼ امنيتي تدابېرنيول شوي ؤ اودكوټې پرسريې -۲۳ZSU ډوله دالوتكې ضدتوپ موجودؤچې كولاى يې شول د درې لمن هم له دغه ځايه تر اور لاندې ونيسي.
زموږغولى دغونډۍ په سر ؤ چې شپږسوه فوټه جگوالۍ يې درلود او ورپسې د غونډیو دوهم او دریم کتار هم ؤ. اودكلي په شمالي وروستيوبرخوكې ؤچې خوا و شايې ډېر كورونه چې څو ډوله جوړښتونه يې درلودل موجود و.
جان محمدوويل چې شورويانودخپل يرغل پر مهال اته ځله كوښښ وكړچې دره ونيسي اومسعود او د هغه ټلواله ماته كړي.
بارك کلی د دغه يوناڅاپي ننوتلونښان ؤ، كه څه هم چې شورويانوشپږځله دغه كلى ونيوه، خوهېڅ وار د دغه کلي څخه شمال لورې ته پرمختگ و نه کړ. هرځل يې له دغه ځايه ددرنې مرگ ژوبلې سره ماتې خوړه.
د درې اود كلي شا او خوا اوس هم دروسي زغره والو ټانكونو د پاتې شونو او زنگ وهليو په ټوټو لړلې ده، د جنگ د بېرحمۍ يو بربنډ او بې شرمه ثبوت ؤ.
جان محمدوويل چې په دره كې ټولې ودانۍ يوځل ړنگې شوې دي اويوځل روسانودرې مياشتې دغه كلى اود درې خوا اوشا غونډۍ د ورځې څلور او پينځه ساعته په پرلپسې ډول بمبار او په توپ وویشتله!
جان محمدډاډراكړ چې په نږدې خوا اوشا كې كوم ناچاودي توكي نشته، هغه شمېرماشومانوچې زموږ د كور خوا او شا كې يې لوبې كولې، دغه خبرې تصديق كولې. هغه وويل چې دتېرو درېيوكلونوراپه دېخواكومه پېښه (دماين پېښې، ژ) دغونډۍ په ښکته برخه كې نه ده شوې، خودغونډۍ پورتنۍ برخې ته موږبې له كومې لارښوونې څخه نه تللو.
دافغان كلتورله مخې زموږكوربه ټينگاروكړچې ټول خواړه به دوى تياروي، دغه يونيمگړى پخلنځى وچې خام اوپه لاس جوړشوى كانگريټ په كې كارول شوى اودلرگي لرگيو بخارۍ اوتنوريې لرلو، په پورتنۍ برخه كې يې گړدى سورى ؤچې په لمبوسره پوښلى شو، خواړه داورلمبواودودپه منځ كې پخېدل، لوگی دسوريوڅخه تېرېده اودكوټې په چت پورې دډبل پوښ په ډول سرېښېده، كله كله به دود، دومره گڼ ؤچې داشپزاودهغه دمرستيالانويوازې پښې ترې لیدل كېدلې، چت به زيات وخت په سترو لگنو(ستل) کې دلوښودمينځلوله امله لوندؤ، دلوگي دزيات والي له امله به زيات وخت خواړه دمځكې په مخ تيارېدل، له پخلنځي څخه د څو ځله ليدنو وروسته موپرېكړه وكړه چې په پخلنځي كې دحالاتوله خبرېدلوڅخه نه خبرېدل بهتردي.
هغه خواړه چې موږته يې تيارول د كوربه په ټول توان سره تيارېدل، موږدسټمبرپه وروستيوكې هلته ورسېدلو، نوپه دې اساس په دره كې تازه پياز، سره باټينگړ، كوچني شنه مرچ، گازرې اومولۍ پيداكېدلې.
وريجې دخوړلومهمه برخه وه، موږبايدپه احتياط سره خوړلي واى، ځكه زيات وخت له اشپزڅخه يوه يا دوه شگې دپاكولوپرمهال په كې پاتې كېدلې، له كلي څخه هرسهارتازه ډوډۍ راوړل كېده، ډوډۍ به هواره دتيږې په تنورپخېدله، ترماښام پورې به دغې ډوډۍ خوندبايله، زماانتخاب هرسهارله دغې وچې اوگرمې خوندورې ډوډۍ سره دمومپلې كوچو او مرباخوړل ؤ.
هگۍ يې هرسهارجبري په غوړيوكې پخولې، دغه ډول غوړي په ټوله اسياكې مروج دي، دابه دگيلن په اندازه په اوسپنيزوقطعيوكې راتلل چې نږدې په ټولوهغوخوړوكې چې موږته تيارېدل كارول كېدل.
غوښه به دغرمې ياشپې لخواتيارېدله، خوهروخت په پټ اومختلف ډول پخېدله، هېڅ وخت موسره كړايې يادكباب په ډول غوښه پخه ونه لېدله، هروخت به دغوښې ټوټې چې بندونه، كوچني هډوكي اوشحم يې درلوده راوړل كېده، دغه غوښه دكورنۍ ساتل شوي خوار او كمزورو چرگانو چې د كور په شا او خوا كې په ازاده هاخوا دېخوا منډې وهلې لاسته راتله، داسې ښكارېده چې دغه چرگانو زموږ د تشنابونو لاندې ويالوڅخه خوراك كاوه، نو موږ به چې کله پوه شوؤ چې همدغه چرگان یې حلال او تیار کړي دي، نو له خوړولو څخه به مو ډډه کوله.
دغرمې اودشپې دډوډۍ لپاره به ښورواهم تيارېدله، زيات وخت به زمينه وه، په لوښي كې به يوڅوډوله سبزي ښكارېده، زماپه گمان چې دپخلنځي كسانودسبزي زياته برخه دځانونولپاره ځكه ساتله چې دغوښې ښې ټوټې چې موږهېڅ ونه ليدلې له هغوسره يې وخوري، خوددې ادعالپاره موږكوم ثبوت نه لرلو!زماځانگړې غذادغرمې اوبېگاه لخوالنډشوى رومي باتينگړ، پياز، ښوروااوڅوقاشوقې ورېژې وې.
جان محمدله تاجكستان څخه داوږې اوترخومرچوڅخه جوړه شوې چكني راوړه چې دخوړوخونديې ډېرښه كاوه، له ډوډوۍ وروسته خوراك يوه مڼه وه اوكه زه به بیا هم وږى وم نودممپلي مربا به مې د محلي وچې ډوډۍ سره خوړله. همدغه پرهېزاوزمادخېټې اوكولمودوامدارتكليف له امله مې په څلوېښتو ورځو شل پاونډه وزن له لاسه وركړ، ديادونې وړده چې هغه څوك چې غواړي ډنگړوجودولري هغوى ته ددغه ډول پرهېزمشوره وركوم!
ځان مينځل هم يوه بله زړورتياوه!دحمام كولوسیمه لس په لسوفوټوپه اندازه وه، چې ټول ښوينده كانگرېت ؤ، دمځكې څخه يودانه نلكه، چې جگوالۍ يې ۱۸ انچه ؤ، دلومړنيوڅو ورځوپه اوږدوكې به دپخلنځي ځوان افغان كار كوونكو په موقتي جوړه شوې بخارۍ باندې اوبه گرمې اوپه لگن كې به يې دگروپ هرغړي ته په جلاډول راوړلې، اوبه هروخت خړې وې، اودلوښي په تل كې به يې خړه راټوله وه، يوه پلاستيكي پياله به موپه اوبوكې دننه كړه څوځان پرې لوندكړو، بيابه موصابون وهلو، اوپاتې اوبه موپرځان تېرولې، دڅوروځوله تېرېدو وروسته مو په محلي ماركېټ كې يوه برقي حلقه (منقل) واخيسته، دغه منقل په لسودقيقوكې كولى شول چې يولگن اوبه معتدلې گرمې كړي، كله به چې دغه بخارې كاورل كېدله، په دهلېزكې گروپونه به یوناڅاپه تت شول، زه به هروخت دبرېښنا له ټكان څخه په وېره كې وم، خوپه حیرانيتاسره ترې بچ شوؤ، دڅواوونيېوپه تېرېدوسره هوانوره هم سړه شوه اوكانگريټ حمام ته تلل نور هم ستونزمن شول اوموږبايدپه نوبت كې ناست واى، څوحمام موكړى واى.
جان محمدپه كلي كې زموږدجامودمينځلوترتيبات نيولي وو، زموږداوسېدلوپه محدودځاى كې دمحدودواوبو له لرلوسره د جامو مينځل ناشونى و.
جامې به په تنكي گهيځ كې راوړل شوې او د ورځې په وروستۍ برخه كې بيا وړل كېدلې، جامې به لمدې وې، خويوڅه به يې سره ټولې اونښتځلې وې، جامې يې حتماً په سيندكې مينځلې، ځكه زموږسپين بنيانونه او نېكرونه دوخت په تېرېدوسره خړكېدل.
په لومړيو دوه ورځو کې موخواړه په هغه لويه كوټه كې چې ددفترلپاره موخوښه كړې وه وخوړل، له دې امله به دفتر ډېرناارامه اوككړؤ، دخوړوپه وخت كې اړ ؤچې كاربنداوكوچني مېز، كمپيوټرونه او نورسامان له مخې لېري كړو، زموږكوربه به په بيړه سره دسترخوان اواركړاوكاسې به يې پرسركېښودې، بيابهترې تاوكېناستواوپه قاشوغوسره به موخواړه په ډېرمهارت سره را اچول څوككړتياونه كړو.
ددويمې ورځې په پاى كې مې له جان محمدڅخه وغوښتل هغه لويه كوټه چې ماپكې شپه تېروله دخوراك اودليدنوكتنولپاره بېله كړي، په راتلونكي سهارممتازكوټه وزگاره كړه، زماسامان يې نږدې كوټې ته يووړ، هغه دڅارگره دفتركوټې ته لاړ او اوس مهال هلته ویده كېده، له مالوچوڅخه نوی جوړ شوی لمڅی چې په هېواد کې هر چېرې موجود وي، د قالینې په توگه کارېده.
كړكيوته يې درخت له ټوټوڅخه پردې جوړې كړې وې اوالمارۍ یې هم پاكې کړې وې.
يولوى مېزچې په يوځل يې دولس كسان ځايولى شول ديوڅو چوكيوسره د دسترخوان او دغونډې دمېزپه توگه كارول كېده، د كوټې بله برخه چې يوڅوپايې چوكۍ چې له سامان ډكې په كې وې له څومېزونوسره زموږاودعارف دليدنواوكتنو ځاى ؤ.
خواړه هم په پرتليزډول ارام اوكارموهم دورځې درې ځله له مداخلې خوندې ترسره كاوه.
موږپوهېدوچې دڅښاك لپاره دپاكواوبوپيداكول گران ؤ، نوپه دې توگه موله ځان سره داوبوپاكوونكي توكي لرل او د ځانگړې اړتيا لپاره موساتل.
جان محمدهم هغه دېرش كرتنه اوبه چې تېرځل د دترورېزم پروړاندې دمبارزې مركز (CTC)، له غړوپاتې وې، چې دملاقات لپاره راغلي ؤ، راوړل شوې وې، هغې داوبواندازه چې موږله ځانه سره راوړې وې، دوه برابره كړه.
ډاكټروويل چې كه چېرې دبوتلوسرونه سرغوچ وي، اوبورنگ نورمال وي نوكولاى شودڅښاك لپاره ترې گټه واخلو، كه څه هم چې دوخت په تېرېدوسره موږدحالاتوسره برابرېدلو، يوشى چې ډېريې ځورولو، هغه دتشناب اسانتيا وه! كله چې درې ته راورسېدو، لس كسان ؤاودڅواونيوپه تېرېدوسره دوه نورافسران هم رازيات شول، په دې ماناچې دولس نارينه اوبالغوكسانوديوه كوچني تشناب څخه گټه اخيستله، تشناب خپله اته په لسو فوټوڅخه زيات پراخوالى نه درلوداودكوټې په ښۍ خواكې يوه زنگوهلې داوبوبرقي بخاري ايښودل شوې وه، دلاسومينځلوځا ى چې يو دانه دسړواوبونل اويوه ماته ائينه يې لرله، ؤ.
د اسانتياو د كارولو لپاره بايدپه تشناب درېدلی، پرتوگ ښكته او په منگولوكې دې كلك نيولى واى، څو د دوامدارهکكړچېنو لوښو پورې دې له ليگدلوڅخه خوندي وای، بيابه دپښوپه گوتوكېناستې اوشاته به دې زوركاوه، ځان به دې په دېوال پورې نښلاوه، له كېناستو وروسته به دې د لنگيو ترمنځ كتل او هدف منځ به دې په نښه کاوه، چې د چټلى د شيندلو مخنيواى شوى وى.
دغه ډېر بې ډوله او له ستونزو ډك او نا ارامه ځای ؤ، په ځانگړي ډول په هغه وخت كې چې اسهال به دې كولمې سره تاوولې. اصلي ستونزه د تشناب سوری ؤ، د غولي په مخ نیږدې څلور اینچه قطر درلود خو دوه فوټه لاندې د سوري قطر سره تنگېده، که چېرې دوه یا دریو کسانو له دغه سهولت څخه گټه اخيستلای، ښایي چې د بدرفت کوچنى پایپ ښايي چې مشکل نه وای پېښ کړای، خو تشناب د لسو کسانو بیا د دولسو کسانو، ټول نارینه او بالغو کسانو چې د گروپ په منځ کې د کولمو تکلیف هم پسې په زیاتېدلو ؤ، زور نه درلود. د اسانتیا کارو، هغه څه وو چې سړی ترې وېرېده، په ځانگړي ډول د سهار په مهال. د پایپ بندېدل عام و او د گروپ یو یا دوه غړي خو د خرسانو غوندې جوړښت درلود. د وخت په تېرېدلو سره پوه شوم چې سهارنۍ تگ مې باید له ټولو وړاندې وي. موږ د ډاکټر د کلورینو مخلوط د کړكې په ژی باندې د مکروبو او د بوی د كنټرولو لپاره كېښودل. ما د لاسونو مينځلو پر سهولت باندې د مکروبو ضد صابون ایښی و او د هرځل ملاقات وروسته مې د جراح په ډول لاسونه پرې موښل. که چېرې د کلا څخه بهر د مورچل په ډول د نری اوږده کلا جوړولی شوای، ما به کړې وای خو د کلي ماشومانو د کلا څخه د بهر لیدلو پر مهال نه راپرېښود.
دتشناب سهولت دگروپ په منځ كې دټوكولامل گرځېده، ځكه له دې چې ددغه حالاتوڅخه وژاړې، خندابهتره وه. په ځانگړي ډول دپېښوپه وخت كې كله به چې دپېښې مسؤل وپېژندل شونوگروپ به ټولوپرې ټوكې كولې، د کولمو پر خوځښت مو عادت وگرځېد. د اکمالاتو د راغوښتلو یوه تلگراف ته د گروپ کوم یوه د قرارگاه څخه د کوچنیو چې چلیپا پرې رسم وي، غوښتنه وکړله ، څو وکولی شو په بهتر ډول نښه برابره کړو. (اینې تر پایه راونه رسېدلې.) د اكټوبر په لومړیو کې په تشناب باندې د وړو ربړوونکو مچانو لښکر دغه بدمرغي نوره هم پسې ناوړه کړله. سټان په کلي کې پخوانۍ ډوله د مچانو د رانیولو لپاره سرېښناکه ریتاړه پیدا کړله او نوموړو ریتاړو د مچانو نفوس یو څه كنټرول کړ.
زموږ د سفر په بهیر كې يو بل مشكل ؤ چې موږ یې ځورولو. پاپي دمعدې دگازله زياتوالي څخه سرټكاوه، دغه سړى به سهارله خوب د ویښېدلو سره سمد تيزونو اچول پیل کړل هډوشپې ويده كېدلوپورې.موږبه ټولوپرې ټوكې كولې، حتى هغه ته به په قهرشوو، خوهغه به يوازې مټونه وښورول او وبه یې ويل چې ((زه څه وكړم مشكل لرم)) یو دقیقه وروسته به یې بیا دماغ بې سده کونكې گاز خلاص کړ. په دغه دردبرسېره پاپي ترټولوتكړه ساحوي ارتباطي افسرؤاودعمرتردغه وخت پورې يې دتكړه افسرشهرت ساتلى ؤ، د(سي، ائ، اې) ارتباتي سيسټم له هغه ټليفون اوانځور او مالومات لېږدوونكى كوچنى ترانزمېتر څخه چې تاسويې په فلمونوكې گورى، ډېرلوی او کارول یې ډېر ستونزمن دي.
پاپي دسفر دبكس په اندازه رسيور(Receiver) ماشين درلودچې دمحرمواوخوندي مالوماتواو غږ لپاره يې د کړكې په ژی باندې ایښی او د دوو لپ ټاپ كمپيوټرونوپواسطه یې كنټرولاوه، موږبه دخپلوكمپيوټرونوپواسطه برېښناليكونه ليكل اوبيابه موپه فلافي (يوډول کمپیوټري كسټ چې دمالوماتودلېږدولولپاره كارول كېږ ي. ژ) ډیسک كې اچول، پاپي به په وارسره دټولونه كېسټې ټولولې اوبيايې له يوې بشپړې پروسې وروسته قرارگاه ته لېږدولې، دغه مالوماتوله لېږدولو وروسته به يې سيسټم ته بدلون وركاوه، څو مالومات له واشنگټن څخه لاسته رواړي، زموږ دگروپ اړوند ټول پيغامونه چې له هرې منبع څخه به ؤ، قرارگا به زموږ د اړيکو تر نيولو پورې ځنډول.
نږدې دسلوپه شمېر برېښناليكونه به موله واشنگټن څخه اودېرش ياڅلوېښت كاري اوڅارگر رپوټونه په يوه ورځ كې لېږلو اوحاصلولوله امله دپاپي لپاره ډېر ستونزمن كار ؤ، په دې سربېره ده د جنرېټرونومسؤليت هم پرغاړه اخيستى ؤ، دجنرېټرونو دپاكوالي، په ورځ كې ديويا دوه ځلې دتېلواوفلترونوبدلون په شمول، همدا راز د كمپيوټرونو جوړول، په دوامداره توگه توكي د دوړو څخه پاکولو له امله دپاپي لپاره هره ورځ شل ساعته كار ؤ.
ماله ځانه سره له پخواپرېكړه كړې وه چې دده دمعدې دگازمشكل خودده دزياتې تجربې اوډالۍ په بدل كې ډېركم قيمت ؤچې موږيې اداكوؤ.
شپاړسم څپركى
په دره کې زموږ ددریمې ورځې د غرمې څخه لږ وړاندې، بک د هوايي ډگر له سېمې راغی او خبر یې راکړ چې د چورلکې لکۍ ته یې د راجسټر نمبر ورلیکلی دی. هغه خوښ و او له ما یې وغوښتل چې غرمې وروسته د چورلکې سره د انځور د اخيستلو په موخه ټول گروپ هوايي ډگر ته ویسو. د ریک په باور دا ښه نظر و، موږ د غرمې لږ وروسته هوايي ډگرته زموږ د افغان پیلوټ نصیر سره یو ځای د انځور د اخيستلو په موخه ورغلو.
هو، ښه نظر و او په راتلونکي کې به انځور ارزښتمن ثابت شي،خو دا ټول یو څه افراط ښكارېده. د راجسټر نمبر مې تر سترگو شو، په شنه شاليد باندې په غټو تور رنگه حروفو باندې (د سپټمبر د یوولسمې نېټې وروسته لومړنی گروپ. ژ) ۹-۱۱-۰۱ لیکل شوي و. مخ مې راواړه، گروپ ته مې وروکتل، د ټولو خوښ شوی و او موسكې و.
موږ د چورلکې د لکۍ لاندې په دوه لنډیو کتارونو کې راغونډ او په داسې وخت کې چې مو نصیر څلور یا پينځه انځورونه واخيستل، موسکا کوله.
دا دی موږ دلته یو، د سي ای اې افسران ؤ او په افغانستان کې د ۹/۱۱ څخه یوازې اوولس ورځې وروسته لومړني امرېكېیان و. زموږ په مخونو موسکا دا حقیقت چې موږ ټول په سیمه کې د شتون له امله خوښ و، ثابتوله.
دهغې ورځې په ماسپښین زموږ څارگره ډله هم ښه پرمخ روانه وه، په دې اړوند د کرېس او سټان د هڅو او د حافظ او ممتاز غوره همکاري د مننې وړ دي. وروستی یادو شویو کسانو(حافظ او ممتاز. ژ) د شمالي ټلوالې د ځواکونو په واسطه د ډېرو راغونډ شویو مالوماتو له جملې څخه د ښو او مهمو مالوماتو په را جلا کولو کې د یادونې وړ توان درلود.
د لومړیو کرښو په اوږدو د هغو نقطو څخه چې د شمالي ټلوالې لخوا ساتل كېدې، د طالبانو د مخابرو خبرې راټولیدلې، بیا یې په تفصیل سره لیکلې او بیا حجرې(استخبیاراتي ډلې ته. ژ) ته لیږل كېدلې. نوموړو ټكو د طالبانود ځواکونود جگړې د ډگر خوځښت څارنه او مشاهده هم رالیږله.
موږ هره ورځ د انساني منابعو څخه چې د طالبانو د موقیعتونو څخه تېرېدل، هم رپوټونه تر لاسه کول. دغه منابع خویا د طالبانو سرتېري و چې د شمالي ټلوالې لخوا خپل شوي و او یا خو هغه ملكې خلک و چې د شمالي ټلوالې د کرښو د ننه اوسېدل او د طالبانو د کرښوها خوا یې ملگري او کورنۍ غړي درلودل او د مالوماتو د راغونډولو لپاره یې د دښمن د کرښو څخه د تېرېدلو خطر پر ځان مانه.
کریس د حافظ او د شمالي ټلوالې د ځوان عمره افسرانو سره د کار د بهتر كېفیت او بشپړوالي په خاطر له نږدې کار کاوه. د یوې مياشتې په موده کې د سپټمبرد ۲۷ مې څخه د اكټوبر ۲۶مې پورې زموږ گروپ د څلور سوؤ څخه زیات څارگررپوټونه برابر کړل او زیات یې د گډې استخباراتي ډلې له برکته ترلاسه شول.
د نوموړو استخباراتي رپوټونو له برکته د امريكې پوځ د القاعده او د طالبانو موقیعتونه په ښه درستوالي سره ویشتلای او د بمبارۍ په سیمه کې یې زیات مالي زیان را کمولی شو. دا ټول یوه ښه لاسته راوړنه وه په ځانگړي ډول د هغو شرایطو لاندې چې موږ کار کاوه او د هغه دماغي فشار اود زیات خطر سره سره چې موږ ته هره ورځ متوجه وؤ.
کریس، سټان او د هغوی افغان همکاران باید په هغه څه باندې چې لاس ته یې راوړي و، زیات وياړ كاوه.
د مازدیگر پر مهال مو د انجينر عارف سره لنډه لیدنه وکړه اوهغه د کابل د لومړۍ کرښې څخه د جى، پى، اس د سروې د پيلولو لپاره د راتلونكي ورځ د ترتیباتو تصدیق وکړ. هغه وویل چې جنرال فهیم د گروپ په ډېر کوچنيوالي باندې ټینگار وکړ ، څو د امنیتي پېښو مخنیوی وشي. د شمالي ټلوالې لومړی کرښې د طالبانو کرښو ته دومره نږدې وې چې د دواړو خواؤ څخه خوځښت په سترگو لیدل كېده او دا یو جدي ستونزه وه.
وروسته خبر شو چې د ایران د انقلابې قول اردو د گارد IRGC دوه څارونکي د شمالي ټلوالې سره په لومړۍ کرښه باندې په دنده گومارل شوي و او فهیم له دې امله اندېښمن ؤ چې باید ایرانیان د امريكنيانو له شتون څخه خبر نه شي، لږ تر لږه د ماموریت په دغه پړاو کې خو باید خبر نه شي!
د جى، پى، اس د سروې لپاره سټان ښکاره انتخاب ؤ، هغه د جى، پى، اس ماهر ؤ او په تاشکند کې د انتظار پرمهال یې ټول گروپ د جى، پى، اس د کارولو لپاره روزلی ؤ. مېوري هم د سټان سره د کار كولو لپاره وټاکل شو هغه د SEAL(یو دول ځانگړی ځواک. ژ) د ځواک سره په کلونو ساحوي تجربه درلودله. ریک د گروپ رهبري په غاړه واخيسته، هغه هم په افریکا او بوزنیا کې د جى، پى، اس د کارولو ښه تجربه لرله. عارف وویل چې په دغه مهمه هڅه کې به جنرال بسم الله خان د ریک له گروپ سره شخصا کار وکړي. ممتاز به د گروپ سره یو ځای وي ، څو ژباړه ترسره کړي.
کریس د استاد سیاف سره مستقم مخابروي تماس نیولی ؤاو هغه زموږ سره لیدنې ته لېواله ؤ. عارف د دغه خبرپه اورېدلو خوښ نه ؤ خو ویې ویل چې هغه به حافظ او یو موټر چلوونكى زموږ د بدرگې لپاره په دنده وگوماري.
سیاف په یوه کلي کې چې گل بهار(د پسرلي گل) نومېده او د پنجشېرد درې څخه لږ وتلی او د شمالي په اوارو سیمو كې موقیعت لري، اوسېده.
دا هغه سړک ؤ چې د جى، پى، اس گروپ به هم پرې سفر کاوه خو هغوی د پنجشېر له درې څخه بهرد شمالي اوارو سیمو ته په رسېدلو سره ښی غاړې جبل سراج ته ور گرځېدل، دا هغه کلیواله سیمه وه چېرې چې د جنرال بسم الله خان قرارگا وه وه. راتلونکې ورځ د جى، پى، اس درې کسیزه گروپ د سپېدې چاود سره سم له کلا څخه روان شول. زما د شتون پرته گروپ دغه ماموریت د تگ اجازه ورکول راته اسان نه ؤ، خو زموږ گروپ هم کوچنی و او د گروپ هر غړي جلا ځواکمنتیا لرله.
په گروپ کې زه او کریس د خپلو افغاني کوربه گانو سره د سیاسي موضوعاتو د بحث لپاره بهترین کسان ؤ او زه او کریس د سیاف سره د لیدنې لپاره له دوی څخه یو ساعت وروسته له کلا ووتلو.
د درې د ښکتنۍ برخې ته د سفر لپاره د تیاری نیولو پر مهال پوه شوم چې موږ د سفر پر مهال د مسعود د قبر څخه هم تېریږو. ما له حافظ وغوښتل چې د مسعود له قبر سره ودرېږو ، څو موږ قوماندان ته خپل احترامات وړاندې کړو.
زما دغه غوښتنې حافظ یو څه حیران کړ، هغه ما ته د څو شېبو لپاره په غور سره راوکتل ، څو زما جدیت مالوم کړي، بیا موسكې شو او سر یې د هوکړې په ډول وښوراوه. په داسې حال کې چې موټروان د چمتووالي اشاره وکړه، حافظ وویل چې هغه د قوماندان یو کسټ لري چې دی ورته زیات غوږ نیسي.
موږ د جمپونو او له دوړو ډک سړک ته ورودانگل او د مسعود غږ په موټر کې انگازې پیل کړې. هغه په روڼ او درانه غږ په دري ژبه غږیده، داسې یو لړزونكې اهنگ سره چې اورېدونكې یې له ځان سره ساته.
حافظ شخ ناست ؤ(دومره شخ چې د جمپونو به اجازه ورکوله) او زه پوهېدم چې هغه په پخواني وخت او د مسعود سره یې د ځان انځور کاوه.
زموږ خت پت شوي جیپ له دې وړاندې ښې ورځې لیدلې وې، او اوس مهال په سختي کې ؤ. کله چې موږ د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلو موږ فکر کاوه چې د چورلکې د ډگرڅخه لنډ سفر له سختیو ډک و خو په هغه سهار د درې ښکتنۍ برخې ته پينځه دېرش میله اوږد او ظالم سفر په پرتله هیڅ هم نه ؤ.
سړک دقیقا په ټولو برخو د یوه نري لارې څخه زیات پراخوالی نه لري، د پخواني پاخه سړک حتی پاتې شونې هم نشته، اصلي سړک د زغره والو گاډو په واسطه مات، د بمونو، توپونو او درنو مځکني ماینونو په واسطه الوتی، د مځکې د ښوئېدلو له امله ړنگ او د شل کلنې بدبختۍ له امله ژوندی ورک شوی دی.
ستر غارونه زیات ځایونو کې به کندې په منطم ډول په سړک کې شتون درلود. سړک دومره وچ ؤ چې پر مخ یې پرتې دوړې نیږدې یواینچه ډبلې وې او د موټر خوا او شا به چورلېدې او تاوېدلې او څنگ ته د منظرې لیدل به یې بند او که زموږ په تعقیب کوم راروان وي، په ډاډ سره یې هغه ړوند کاوه.
سړک د پنجشېر د سیند په لوېدیځه غاړهتېرېده او د غونډیو هغه بیخ کې چې د درې لویدیځ دېوال یې جوړاوه، تېر شوی ؤ. په ځینو ځایونو کې ارتفاع د سیند برابره خو بیا په نورو ځایونو کې تر شپږ سوه فوټو پورې رسیږي، د سړک کتنه او څارنه نه كېږي پرته له څو زړو سپین ږیرواو د هغوی ځوان لمسیو څخه چې دسړک ترغاړې په سیورېو کې به د یوې مشخصې کندې سره جوخت ولاړ و.
کله به چې موټر نږدې شو نو دوی به یوه یا دوه بېلچې خاورې سوري ته ورواچولې بیا به یې بیلچه په لاس کې ونیوله، سر به یې په دې هیله چې موټروان به موټر دومره کرار کړي چې پکې شته مساپرین به ددوی د کار په مقابل کې ورواچوي، یو څه ټیټ کړ.
دسفر پر مهال مو سرونه د چت او یا د كړكيو سره لگېدل او گونډې به مو له ډاش بورډ او یا د وړاندیني سیټونو له شا سره لگېدلې. ځینې کندې خو به دومره لویې وې چې د لاستي هر څومره ټینگ نیولو سره سره به ټیټکۍ شخه او یا له دې بد تر خو د ملا تير شخ كېده.
له دې زیاته وارخطایي خو په هغه وخت کې چې مقابل لورې موټر سره به د سړک په نری او د سیند څخه په هسکه غاړه مخامخ شوؤ، وه. داسې ښكارېدله چې نا لیکل شوی شفر چې کوم موټر باید د غونډی لورې دېوال ته ودرېږي او مخامخ موټر ته د تېرېدلو ځای ورکړي، شتون درلود. زه په هغه وخت کې چې زموږ موټر د غره ډډې ته درېدلای نه خپه كېدلم، خو زیات وخت به زموږ موټروان د سړک بهرنۍ غاړې ته په داسې حال کې چې ټایرونه به یې په سلگونه فوټه هسک پاڼ څخه په یوه اینچه واټن کې ؤ درېده.
گرېنډ کانین(ژوره تړانگه چې د متحده ايالاتو په اریزونه ایالت کې موقیعت لري. ژ) ته په لومړي ځل په چكر باندې تلل ددغه خطرناکه سړک باندې د سفر سره پرتله كېدلی شي. موږ دغه دوه ساعته سفر چې ما ښه باور درلود چې د طالب دښمن په ډزو کې نه بلکې په ترافیكې حادثه کې به یا ټپي او یا خو وژل كېږي، پای ته ورسوه.
نږدې شل میله د درې په ښکتنی برخه کې د دواړو لوریو غونډی سره غزیږي او د سیند اوارې سیمې په یوه لوی V شکل باندې پراخېږي.
د سیند د کږلیچې په غېږ کې یو په زړه پورې کلی چې زموږ په وړاندې سیمه یې په شنو ونو پټوله، ؤ. د درې په لنډو د غونډیو یوه لړی د ښي لورې څخه گڅ لورې ته تلله او د کلي حدود یې ټاکل، خو زموږ سړک د غونډیو د مخکنۍ څنډې ته چې لومړی ښي او بیا گڅ لورې ته تاوېده، وه.
د قوماندان کسټ څو میله وړاندې پای ته رسېدلى و او حافظ تر دې مهاله چوپ ناست ؤ. هغه راوگرځېد او ویې ویل: وړاندې د غونډۍ په سرد قوماندان قبر موقیعت لري. د وروستي سیټ څخه موږ ورټیټ شوو، څو د شیشې څخه د غونډیو لړۍ ته ځیر ځیر وروگورو. د وروستنۍ غونډۍ سر باندې تازه رغنيز کار روان او د غونډۍ سر زیاته اواره سیمه یې را لاندې کړې وه.
د اوارې سیمې په یوې خوا باندې یو شمېر موټر ولاړ و او د شنه اسمان لاندې شنه بیرغونه رپېدل چې د شهید د قبر نښه وه. حافظ وویل چې د شهید په قبر باندې د کوچني څلي د جوړېدلو لپاره پلان روان ؤ او په نوموړې پروژه باندې کار ایله بیله اوس پیل شوی ؤ.
اوس مهال دا یو ساده قبر ؤ او خوا او شا سیمه یې د روان کار له امله چټله او ککړه وه. کله چې د غونډۍ سر ته ورسېدو او دوړې باد پاكې کړې، د کلي په سر او د درې په پورتنۍ برخه کې منظره بېخي زړه راښکونکې وه.
دا په دره کې د شنو ځایونو له ډلې څخه یو ؤ چې د غونډیو له لمنې څخه تر شا او خوا غونډیو سرونو پورې په ونو او وښو باندې شین ؤ.
د پنجشېر درې زیاته برخه ډبرینه، زیږه او شاړه ښکلا لري، خو دلته منظره نرمه، ارام بخښونکې او شنه وه.
د مسعود د وروستني ارام گاه لپاره بهترین ځای و. حافظ زه او کریس د خټو جوړ شوي ساختمان ته چې په سر یې کلک ترپل اچولی او د لرگیو په مټو یې درولی ؤ، وربدرگه کړلو.
یوه مستطیل شکل کوټې ته چې د لمر څخه په ترپال باندې پوښل شوې پلې لار ورغلې وه. د کوټې په منځ کې یو اوږد مستطیل ډوله د خاورو وړه غونډې وه چې واضحد مسعود قبر ؤ.
د قبر سیمې ته زموږ سره یو ځای لږ ترلږه شل افغانان چې زموږ د موټر د درېدلو په مهال په سیمه کې ؤ راغلل،ټول غلي ولاړ او موږ درېیو ته یې راکتل.
دا چې ټولو ځیر ځیر راکتل یو نا اشنا او عجیبه غوندې شېبه وه خو ما ورسره مقاومت وکړ او پر ځای مې په هغه یادونو او شېبو باندې فکر متمرکز کړ چې له مسعود سره مې تېرې کړې وې.
ما د خاورو ډمبوري(قبر) ته ورکتل او باور مې نه شو کولی چې یو څوک دومره زورور او ذیرک دې ددغه خاورو لاندې د همېشه لپاره پروت وي. ما د صلیب نښه جوړه کړله (د عیسویانو دعا. ژ) او د څو دقیقو لپاره مې چوپتیا غوره کړله. کله چې موږ د قبر څخه را تاو او د لمر وړانگو لاندې ودرېدو، ومې لیدل چې حافظ په ژړا دی او په خپلو غمبورو مې هم اوښکې احساس كړې.
پروفیسور سیاف هم د نېټې غلطوونكى دی(داسې یو څوک چې دوه شیان یا دوه پېښې همزمان وبولي، ولې په حقیقت کې همزمان نه وي. ژ) هغه د شوریانوپه ضد د جهاد پر مهال د مجاهدینو د اوو سترو سیاسي لیډرانو له ډلې څخه ؤ،هغه په کایرو کې د الاصغر له پوهنتون څخه فارغ او له دې امله چې د سعودې د وهابي سخت دريځه عقیدې سره یې نږدېوالی درلود، هغه د سعودي د شخصي منابعو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کاوه.
د تعلیم دغه تركيب، مذهبي عقيدې او پیسو په لرلو سره هغه وتوانیده چې یو ځواکمن پوځ اوپیروان ترلاسه کړي.
د فیلپین مسلمانانو هغه ترهگره گروپ چې په کال ۲۰۰۲ کې یې درې امريكېیان یرغمل ونیول،د همدغه پروفیسور ددرنښت لپاره چې ما ورسره په نږدې شېبو کې د لومړي ځل لپاره وپېژندل، دده په نوم یانې ابو سیاف ونوماوه،د خونړۍ خپل منځي جگړې پر مهال د ۱۹۹۲- ۹۴پورې چې د افغانستان زیاته برخه یې ورانه کړله، سیاف خپل اغېزه او حیثیت له لاسه ورکړل او ورپسې کلونو پرمهال هغه د صحنې څخه جلا او څنډې ته ووت.
په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو د پاڅون له امله سیاف د مسعود له شمالي ټلوالې سره بیا یوځای شو. سره له دې چې د سیاسي معادلې هومره تکړه لوبغاړی نه ؤ، خو هغه بیا هم دوه زره جنگیالي وساتل او د هغه ځواکونو د شمالي ټلوالې لومړی کرښو موقیعتونه چې د کابل د ختیځ څخه د جلال اباد په لورې و،ساتل.
زه د سیاف سره دلیدنې لپاره لېواله وم ځکه چې هغه په کال ۱۹۹۰- ۹۲د سعودي سره د اړیکو له لارې په هغه وخت کې نسبتاً ناپېژندل شوي مجاهد اسامه بن لادن سره ملگرتیا کړې وه.
بن لادن لا له پخوا لوېديځ ته له قهره لېونی ؤ او په هغه وخت کې یې هغه سازمان چې وروسته بیا موږ د القاعده په نوم پېژانده جوړاوه، هغه یوازې یو سعودي شتمن سړی ؤ چې غوښتل یې د مجاهدینو له عملیاتو سره مالي مرسته وکړي. بن لادن هغه سړی ؤ چې پیسې یې ورکولې او جگړه یې له لیرې څنډو خوښېدله.
موږ پوهېدلو چې سیاف د متحده ايالاتو ملگری نه دی، د خلیج د جگړې پرمهال هغه د متحده ايالاتو سره په جوت او ښکاره مخالفت ډېر کلک ؤلاړ ؤ خو موږ هیله مند ؤ چې د سپټمبر د یوولسمې وروسته به هغه زموږ سره همکارۍ ته غاړه كېږدي.
د شمالي اوارو سیمو څخه لږ مخکې د پنجشېر دره په یوه تنگه خوله چې سل فوټه پراخوالى لري بدلېږي. په دغه ځای کې د درې ډډې تقریبا بېخي نېغې اود اوبو جریان د چټکتیا له امله د واورې په ډول سپین كېږي.
سړک یو موړ جوړوي، ناڅاپه له درې بهر كېږي او د شمالي اوارې سیمې د میلونو(كېلومټرو) په واټن پراخېږي. سړک بیا سره جلا كېږى، گڅ ښاخی یې د جبل السراج او چاریکارو په لورې او ښی لوری یې په همغه سهار زموږ منزل، د گل بهار کلي ته ورته.
د سیاف وړوکې کلا دومره ښکلې نه وه خو له موږ سره ستړې مشی گرم ؤ. تېره شپه کریس د مخابرې او بیا د سټلایټ ټليفون له لارې د سیاف او د هغه کسانو سره د لیدنې د دایرولو لپاره اړیکه نیولې وه.
موږ اصلي ودانۍ او بیا د لیدنو کتنو کوټې ته په بیړه سره ور بدرگه او هلته په چوكيو كېناستلو. د لنډ خو مناسب ځنډ وروسته سیاف راغی.
سیاف د پنځوس کلنی په خوا او شا کې ؤ، د سپینې او اوږدې ږیرې له امله هغه د ایران مرحوم حیات الله خامنیي سره ډېر مشابهت کوي. په انگلیسي ژبه پوره مهارت لري او داسې ښکاري چې ملاقات کوونکو سره په نوموړې ژبه خبرې کول ډېر خوښوي.
سره له دې چې سیاف د ترهگری، بن لادن او د القاعده په وړاندې په جگړه کې صحیح شور ماشور(تبصرې) وکړ، خو کله چې زموږ سره د همکارۍ د څرنگوالي پر مشخصاتو باندې ټینگار وشو هغه په څرگندونو کې تت او بې وعدې ښکاره شو.
هغه له موږ سره هوکړه وکړه ، څو د بن لادن د عرب جگپوړي ایمن الظواهري په نیولو کې مرسته وکړي خو کوم مشخص څه تر لاسه نشول.
هغه غوښتل چې موږ ته زیات لکچر(وینا) چې ولې باید متحده ايالات روم ته شړل شوي پخوانی افغان پاچا، ظاهرشا هېواد ته د راتگ څخه ملاتړ ونکړي، راکړي. ما سیاف ته وویل چې د امريكې د متحده ايالاتو په دولت کې د گوتو په شمېر چارواكې باور لري چې پخوانی پاچا د طالبانو وروستني افغانستان کې اوږد مهاله اغېزه لرلی شي خوپاچا ښايي د طالبانود ماتي سمدستي وروسته په ثبات رامنځ ته کولو کې یو څه مثبته اغېزه ولري.
د لیدنې د پای په شېبو کې ما ورته وویل چې غواړم چې سیاف سره یو څه مرسته وکړم ، څو د راتلونکې جگړې لپاره خپل ځواکونه چمتو او زموږ منگولو ته د القاعده د لیډرانو په لمسولو کې مرسته وکړي. ما له خپل وړوكې بکس څخه د سل زره بنډل راواخیست او د مېزپه ها خوا، سیاف ته مې وروسپارلې او هغه هم د طبیعي خوی په اساس بنډل ورواخېست.
د هغه پیسو د ورکړې په برعکس چې ما شمالي ټلوالې ته ورکړې وې، د دغه پیسو بنډل مې په اصلي سپین پلاستیک کې پرېښود، څو سیاف یې په خپله وویني!
سیاف د پيسو بنډل ورواخېست او یو څو شېبې یې په حیرانتیا سره وروکتل او په هغه څه چې یې په لاس کې نیولي ؤ، باور نشو کولی.
بیا یې سترگې سره پراخې شولې او د خپل چاق سیاسي مشاور په لورې وروگرځېده، هغه د پیسو بنډل داسې لکه گرم کچالو یې چې په لاس کې وي، د نوموړي سړي غېږي ته وروغورځاوه.
سیاف ما ته راوکتل، سترگې یې سره تنگې شولې او ویې ویل: دا لومړی ځل دی چې تراوسه له چا څخه مستقیماٌ پیسې اخلم. هغه سر وښوراوه، داسې لکه څوک چې غولېدلی وي، ما ته یې په توجه سره راکتل او په شونډو یې موسکا خواره وه.
موږ پاڅېدو او د متحده ايالاتو سره د مرستې له امله مې له هغه څخه مننه وکړه او لاسونه مو سره ورکړل، کریس د هغه له سیاسي مشاور سره د یوې دقیقې لپاره پاتې شو، څو په راتلونكي کې د اړیکو نیولو ترتیبات ورسره وڅېړي او له هغې وروسته مو کلا ته د راگرځېدلو دوه ساعته سفر پیل کړ. له دردونكې سفر سره سره مې په لاره له ځان سره تكراراً وخندل!
اوولسم څپركى
ددښمن داندازې څرگندول
سپټمبر۲۹ اكټوبر -۰۱ ۲۰۰۱
كله چې زه اوكريس دپروفيسور سياف سره په ليدنه بوخت وو، ريك، ميوري، سټان اوممتازپه جيپ موټركې دسړك دخرپوالي له امله ښكته اوپورته كېدل، دوى غوښتل چې دجنرال بسم الله خان سره ليدنه وكړي.
دجبل السراج خواته له گرځېدو څوكيلومتره سړك وروسته پوخ ؤ، خو دبمونوله امله ځاى ځاى وران شوى ؤ.
ريك پردغه سړك دارام سفر په كولوسره حيران شو، هغه دسړك د ډېر خرابوالي له امله فكر كاوه چې پدغه هېوادكې نور هوار سړكونه هېڅ پاتې نه دي، د سړكونو ترڅنگ په پرتليز ډول پياوړي كورونه و، هغه كورونه چې په دره كې تراوسه موږنه ؤليدلي، كه څه هم چې د جگړې نښانې په كې وې او ټولوته د بيا جوړونې اړتيا وه خو بيا هم د دوامدارې پياوړتيا نښانې په كې وې.
دوى په ناڅاپي ډول پنجرې وليدې چې پرسريې اغزن سيمونه راتاو شوي وو اوپه منځ كې يې يوه ښه ساتل شوې ودانۍ وه، دزاړه T-72 ډوله روسي ټانك دتوپ برخې اولوى زاړه موټردودانۍ دانگړپه منځ كې ولاړاوپه ډلوډلوسرتېري سفرته تيارى نيولى ؤ، دموټرپه تېرېدوسره دهيچاپام هم دموټروپه لورې ونه گرځېده اوخلك له هغه غبرگون سره په مخالفت كې ووچې په دره كې زموږ پر وړاندې ترسره كېده.
ريك مخامخ يوه غونډۍ وليده چې پر سر يې څومختلفې ودانۍ جوړې شوې وې.
سرتېري دغونډۍ پرلمن له تېرېدو وروسته، دانگړدروازې ته ورسېدل، دووتنوسرتېرو چې پاك زرغون رنگه خاكي يونيفورم اونظامي خولۍ يې پرسرونو وې، موټرته د درېدلواشاره وكړه، يوسرتېرى چې كلاشينكوف يې درلودهحافظ سره دخبروكولولپاره دموټرخواته راغى، سرتېري درېيو بهرنيو ته ور وكتل او د سر په ښورولو يې د هو ځواب وركړ.
ريك دده چپ لوري ته د ترپال لاندې له شپږو بوجيو په جوړه شوې پوسته كې څلور تنه سرتېر وليدل چې 12,7 ملي متره توپ ورسره ؤ، له يوې لنډې محاورې اوبهرنيوته له بياكتنې وروسته يې موټرته دانگړپه لورې دتگ اجازه وركړه.
موټروان سملاسي موټرخام سړك ته چې دغونډۍ په بېخ كې ؤ وگرځاوه، دغه ځاى ديوې گوريلاډلې كمپ نه بلكې يورښتينى پوځي ځا ى ؤچې په نظم اودسپلين سره اداره كېده.
خان ديوې غونډۍ پرسردسرتېروديوې شپږكسيزې ډلې په منځ كې درېدلى ؤ او موږ ته په انتظار ؤ.
درې امريكنيان چې له اوږده سفر وروسته په سختۍ سره له موټرڅخه كوزاوخان يې له موسكاسره وليد اودهركلي لاس يې وروغزاوه، هغه دهر يوه لاس په جدي ډول په زورسره وښوراوه او ممتاز د جنرال د پېژندگلوى ژباړې ته دوام وركړ.
زه بسم الله خان يم اوزماځاى ته مودراتگ هركلى وايم.
خان نږدې پينځه فوټه جگوالۍ درلودچې غونډمنډ، ورين مخ اولنډه پاكه ږيره يې درلوده.
په گروپ كې نورافسران چې معرفي نشول په پوځي يونيفورم كې وو، خوبسم الله خان لوېديځ ډوله خاكي پتلون، بنيان، يوتور واسكټ اونصواري رنگه دغرونودتگ بوټان يې په پښو وو، دريك په گمان دخان عمر دڅلوېښتوكالوپه شا او خواكې و، كه څه هم چې هغه يوڅه غښتلى ښكارېده اودا دده دښه صحت نښه وه.
جنرال بسم الله خان دوى يوې ودانۍ ته رهنماكړل چې څومختلف دهلېزونه يې درلودل اودودانۍ پاسني پوړكې په يوه كوټه كې يې پر چوكيو دكېناستلو بلنه ورکړه.
كوټې لويه كړكۍ درلوده چې بهرترې دشمالي هوارې سيمې په زړه پورې منظره ښكارېده او د كابل خوا ديوه نصواري رنگه تتې ورېځې په ډول ښكارېده.
دكوټې په كونج كې يو پاك سوتره چپركټ ؤاوڅودانې لمپې د مېز پر سر ايښودل شوې وې.
دغه كوټه بې له شكه دخان د دفتر او خوب ځاى ؤ، په كوټه كې له كېناستلو وروسته درې ياڅلورو تنو ځوانو سرتېرو په بيړه ميوه او د چاى ډك پتنوسونه راوړل.
د پيالو د لگېدلو او د كسانو د شور ماشور پرمهال خان د گروپ لپاره بيا هم هركلى ووايه.
هغه ويل چې جنرال فهيم هغه ته ددوى دجى، پى، اس سروې په باب پوره مالومات وركړيدي اوله گروپ سره د هغه شخصاً د كار كولو له امله ډاډ وركړ.
هغه دخپلې تجربې له مخې پوهېده چې دراتلونكي بمبارد كمپاين لپاره د لومړيوكرښو دقيقه نقشه اخيستل يواړين كار دى.
ريك هغه ته په تكرارسره وويل چې دامريكې پوځ به دشمالي ټلوالې په شمول دجنرال بسم الله خان ځواكونوته دجگړې په وخت كې د زيان اوښتو د كچې راټيټولو ته ډېر پام وكړي.
جنرال په موسكاسره وويل چې كه رښتياووايم، زه علاقه لرم چې تاسې دښمن ترسختې بمبارۍ لاندې ونيسۍ، ښايي چې يوڅوبمونه به زماپه موقعيتونوولوېږي اوداپه جگړه كې پېښېږي.
كه چېرې تاسې دښمن دسختې بمبارۍ لاندې ونيسۍ، موږبه دغه ډول مرگ ژوبله له شكايت څخه پرته قبوله كړو. (1)
هغې خبرې دڅوشېبولپاره بندې كړې بيايې وويل چې هو خو بايدحتماًٌ له احتياط څخه كار واخيستل شي.
داكټوبرمياشتې په نيمايي كې، د بمونو څو بدمرغه سهوې وشوې چې له امله يې دشمالي ټلوالې څوسرتېري اوڅوملكي وگړي ووژل شول، خان په ارام سره دغه مرگ ژوبله قبوله كړه.
خان چې ودرېدو زه پوى شوم چې د چاى څښلومراسم پاى ته ورسېدل، خان وويل: ښاغلو راځۍ چې پيل يې كړو، خان اوگروپ له كوټې څخه بهرشول، د ډېروكار كوونكيو د منډو او ترړو بل پړاؤ پيل شو، دودى دگروپ لپاره دروازې خلاصولې اوپه گڼودهلېزونوكې يې ځانونه په دېوال نښلول څوگروپ ته دازاد تېرېدلواجازه وركړي.
خان د دوړو ډك خوښه ساتل شوى ټيوټا لنډكروزر موټرپه مخكيني سيټ كې كېناست اونور گروپ او ممتاز د موټر په وروستي سيټ كې ورسره ډمبار شول او د ورځې لپاره يې د اړتيا وړ توكي د موټر په شا كې واچول.
خان يوه لاسي كوچنۍ مخابره درلوده چې په دوامدارډول يې شوركاوه، دجيپ موټردخړواونصواري رنگه دوړوپه منځ كې راووت اوحركت يې وكړ، يوپيك اپ موټر يې له کتارسره يوځاى شو، ريك دموټرپه وروستنۍ برخه كې څلورسرتېري وليدل چې دموټرخړرنگه ميله يې نيولې اودگردونوپه منځ كې ولاړ وو.
خان د مخابرې په كارولولگياؤاوپه څرگندډول مخكيني موقيعتونه يې د كتار له ورتگ څخه خبرول، په مخابره كې دلنډې محاورې وروسته، خان گروپ په لنډ ډول د جگړې ډگرپه تكتيكي حالاتو پوى كړ.
زموږ لومړۍ كرښه په كوم ډول چې تاسې هيله لرئ په هغه ډول نده، زيات شمېرلوېدېځوالوخبريالانودغه ځاى ليدلى اوهروخت يې په دواړوخواووكې دمورچلو يوه دوامداره ليكه ليدلې ده.
موږلوړې نقطې تر ولكې لاندې لرواوپه مهمونقطوكې كلك دفاعي موقيعتونه لرو، لكه څنگه چې تاسې به يې وگورى ددغې غونډۍ لمن هم زموږترولكې لاندې ده، دپټېدلولپاره سخت ځايونه لروچې ډبل دېوالونه اوباندينۍ برخې يې دويشتلولپاره ځايونه لري.
له گل بهارڅخه لوديځي خواته اودبگرام دهوايي اډې زياته برخه دغونډۍ له بېخ څخه دكرښې په ځينوځايونوكې له شپږوڅخه تراتوميلو پور ې پراخېږي، دبگرام لوېديځې خواته يوه وتلې ټوټه وه چې دكابل په خوا غزېدلې وه.
دهسكونقطوپه درلودلوسره دخان ځواكونه وتوانېدل چې دښمن دهغوپه سيمه كې تر ډېرې اندازې پورې وڅاري اودښمن ته يې دخان څخه له وړاندې خبرولواوتياري نيولوپرته دزيات اودرانده يرغل لپاره دتياري اجازه نه وركوله.
خان وويل چې ددوى څارگرې ډلې دوى ددښمن له حركاتوڅخه په پوره ډول خبرساتي، زموږتوپخانه اوزمادلاندينيوليكوټانكونوله امله ددښمن پروړاندې د يرغل په پايله كې هغوى ته دروندزيان رسېږي اوهمدارنگه له لاندينۍ ليكې د اړتياپرمهال په چټكۍ سره ملاتړكولاى شم، كه چېرې دښمن دلاندينيوليكوپه ماتوولو وتوانېږي، ددښمن لپاره دغونډۍ دمخ پورته بريد كول دسختې پېچومي اوگړنگونوله امله ډېره گرانه تمامېږي، دغونډۍ په سركې يوازې يوڅوتنه كولى شي ددښمن د يرغل په مقابل كې هغوى ته درانده مرگ ژوبله واړوي.
دطالبانودتوپ هدف اونښې ناسمې اوغلطې دي اوددوى هوايي يرغل بريد بې اغېزې دي، موږپه دغوموقيعتونوكې ديوځل لپاره ډېركسان نه گمارو، خوزموږدځواكونوزياته برخه دساتندويه ځواك په ډول دكرښوپه شاكې پراته وي، دغه موجودكسان زموږ ډېرلږ ځواك دى.
ځكه چې زه دډېروكسانوپه لومړيوكرښوكې دساتلولپاره لوجيستيكي جوړښت نلرم، ساتندويه ځواك مودممكنه لويې بريد ددفاع په خاطرياكه خداى كول ديوه يرغل لپاره په پنجشېركې ساتلى دى، دلته زمادځواك دتوپخانې اوټانكونوپه درلودلوسره زه په اسانه توگه ديوې ورځې لپاره بريد په شاتنبولى شم اوساتندوي ځواك ترهغې له پنجشېرڅخه رارسېدلى شي.
خان مخابرې ته دځواب لپاره خبرې ودرولې اوبيايې وويل: ددښمن په طرف كې به تاسې ووينئ چې هغوى په هواره كې دكليوپه نيولوسره كرښه جوړه كړېده، دوى ټول محلي خلك له كورونوباسي اودهغوى كورونه يې په سنگرونوبدل كړي دي، كورونه له تيږودجوړشوو ډبلودېوالونواوكوچنيوكړكيوپه درلودلوسره ددفاع لپاره ډېرغوره دي اودهغوى ورانول ډېرمشكل دي، دتوپ گولى مستقيماً په چتونوباندې ډېرښه كاركوي.
هغه خبرې ودرولې اوموسكايې وكړه، ويې ويل چې دهغوويشتل حتى زماكسانولپاره هم ستونزمن دي، له نږدې واټن څخه مځكيني جنگ ته اړتياشته، ددېوالونودورانولولپاره بايدله تانگونواو درانه بې پسلگده وسلې خخه كار واخيستل شي، تاسې به ووينئ چې كلي ډېرسره نږدې دي، نوپه دې اساس دجگړې لپاره جنگي خونې لري، خودوى يوازې زموږدبريد په وخت كې په هغوځايونوكې جنگيالي اچوي.
دغه كلي دكابل په لورې هواره سطحه اوددغه ځا ى اوكابل په نيمايي كې غونډۍ ددويمې ښې دفاعي كرښې په توگه كارېدلاى شي، دطالبانواوعرب جنگياليوزياته برخه ساتندويه ځواك، دهغوغونډيوترشادى چې زمادتوپ دلگېدلوڅخه خوندي دي.
په ښكاره زه ددښمن دموقيعتونودماتوولوتوان نلرم خوزه اوزماكسان ترخپله وسه پورې كوښښ كوي.
سټان ترې وپوښتل، چې جنرال صيب دعرب جنگياليوپه اړه څه پوهېږې؟
هوښه پوښتنه دې وكړه، عرب قطعات دطالبانوله ځواكونوڅخه په جلاډول ساتل كېږي، په عمومي ډول هغوى دلومړيوكرښومهم ځايونه په واك كې لري، ددوى موقعيتونه په اسانه ليدل كېداى شي، هغه تعميرونه چې هغوى اشغال كړي دي دكانكريټ اودخاورو دبوجيوپه واسطه يې تقويه كړي دي، دوى ددغه ډول پرمختگونولپاره پيسې لري، دوى ښه مجهزاوپه ښه توگه روزل شويدي، دوى دشيطانانوپه څېرجنگ كوي، په ځانگړي ډول هغه مسلمان جنگيالي چې دچيچنيا او ازبكستان اوسېدونكي وي.
دغه شيطانان افغانانوته نامشابه اصلاً دډزوپرمهال نښه نيسي، دغسې نه (هغه خپل دوه لاسونه له سرڅخه پورته كړل، يولاس يې له بل څخه دوسلې دنيولوپه ډول مخكې كړاوبيايې خپلې سترگې پټې كړې اودلاسونوپه واسطه يې وړاندې او وروسته دافغاني ځواكونودويشتلوهغه معياري پېښې يې وكړې چې د ۱۹۷۸ كال راپه دېخوايې دجگړې داوږدوكلونوپه دوران كې ترسره كوي) اودوى (بهرني جنگيالي، ژ) تسليمېدل نه خوښوي، دوى په زړه ورتياسره جگړه كوي، دوى څه به درته ووايم، بيايې خبرې ودرولې او ويې ويل: هو دوى هغه سرېښ دي چې زموږدبريد په وخت كې دطالبانوځواكونه سره يوځاى ساتي.
دموټردشورله امله ريك وركوږ شو څو خبرې په پوره ډول واوري، جنرال وويل، د طالبانو موقعيتونه به په لنډ وخت كې د امريكې د هوايي ځواكونو هدف وگرځي او دروند زيان به ور واوړي، خو موږ تاسو ته دلومړيو كرښو د نقشې په گوته كولوكې اندېښمن يو، له دې كار وروسته به طالبان او عرب جنگيالي سره ټوټه كړو، موږ بايد له تاسوسره كار وكړو څو د نښې لپاره د لومړيو موقعيتونو يو لړليک جوړ كړو.
ښاغلى جنرال: ستاسره به دهمكارۍ لپاره به دامريكې ټول هوايي ځواك بدرگه وي.
جنراله په روڼ تندي ددغه نظرلپاره موسكاوكړه، انشاء الله كه داكارترسره شي اوكه چېرې ددوى لومړنۍ كرښې په پوره ډول زيانمنې شي، نو زما ځواكونه به وكولاى شي چې ويجاړتوب يې بشپړ کړي.
ايس يو وي(جیپ ډوله موټر. ژ)موټربريك ونيواوجنرال دموټردروازه خلاصه كړه اودموټرله ولاړېدوڅخه مخكې كوزشو، دگروپ دكوزېدوپرمهال جنرال له يوه غښتلي سرتېري سره چې افغاني كلتوري جامې يې اغوستې وې اوددرېيوسرتېروپه منځ كې ولاړ ؤ، پاروونكي محاوره وكړه، هغه سړى له موسكاسره دگروپ په لورې ور وكتل او دسرپه ښورولو يې سلام وكړ، جنرال دغه سړى په اوږو وټپاوه اودگروپ په لورې يې راوگرځاوه او ويې ويل چې دغه جگړن حاجي اغادى، دى ددغه ځاى امردى.
دده كسان په هغه سركي دي اوزموږانتظارباسي. سخته پېچومه ده، خونن ورځ بايدډېركارونه ترسره شي، نوددې لپاره بايد تلوار وكړو، له دې خبرو سره جنرال راتاواو د يوې توږل شوې كږې لارې په لورې روان شو، چې د غونډۍ ترتېرې څوكې پورې يې نيږې اته سوه فوټه جگوالۍ درلود.
جگړن له جنرال سره دپاتې گروپ تريوځاى كېدوپورې انتظارشو، ريك وليدچې دجگړن په شونډوموسكاخوره وه او د سر په ښورولوسره يې دگروپ هرغړي ته درناوى كاوه.
جگړن له ټولوڅخه وروسته په لار روان شو، د جنرال د پښو گامونه تېز شول او ريك ته ښكاره شوه چې هغه دلارې له هرې كږې څوكې سره لاگړندى كېده.
امريكايان له ډېرزيار وروسته په جنرال پسې نږدې كېدل، لارې ډېره پېچومه درلوده اوپه زياتوځايونوكې يې جغل پراته وو، له دې امله سوسته وه، له پينځه سوه فوټه ختلو وروسته ريك پوره په خولوكې ډوب ؤاوپه مشكله يې ساه اخيسته.
موږ د تېرو څو مياشتو په دوران كې د منډې وهلو له امله منندوى ؤ (د ورزش لپاره، ژ).
كه څه هم ريك پوهېده چې دغه تگ دروغتيالپاره ښه دى اوپه دې هم پوهېده چې دغه ځاى ۶۵۰۰ فوټه لوړوالۍ لري خوله دې نورهم لوړې ته خېژي.
ريك اورېدل چې سټان هم دده په شاكې دى اودده غوندې په مشكله ساه اخلي، هغه پوهېده چې كه چېرې لاره پلنه واى نوسټان به له دوى سره په څنگ كې روان وا ى.
ريك دسټان هغه خبرې چې د شونډو لاندې يې كولې اورېدې، هغه (لعنتي غرونه)ته ورته د رټلوخبرې د ساه د اخيستلو پرمهال اورېدلې.
ريك دورځې لپاره دسامان دروندبكس بلې اوږې ته بدل كړ او پورته يې وكتل، ميوري د جنرال پوندې كتلې او ريك لېده چې هغه دغه كار په مشكله سره كوي.
دوى ټول پوهېدل چې خان امريكنيانوته ځان ښوونه كوله او د درېيو كسانو څخه هېڅ يوه هم نه غوښتل چې خان ته اجازه وركړي چې د هغه څخه ډېر وروسته پاتې كېدو له امله ځان وښايي او يا خداى مه كړه چې هغه ته دساه دمشكل دپيداكېدوله امله دوى نه غوښتل چې له خان څخه وروسته پاتې شي.
كله چې خان دغونډۍ تېرې څوكې ته ورسېد، هغه دنورگروپ د رسېدلو لپاره څو شېبې انتظار ودرېد، هغه دوى ته په غونډۍ باندې دختلوپه وخت كې په احتياط سره كتل اودوى هم ده ته ور ورسېدل اوترې چاپېره شول، هر يو تن په مشكله سره ساه خيسته اومخونه يې لانده و، خوكوښـښ يې كاوه چې ځانونه عادي وښايي.
ممتاز د ستونزې له امله ترټولوخراب مالومېده، خوله گروپ سره ديوكېدلوپه وخت يې جنرال ته په موسكاور وكتل، جنرال بېخي په عادي ډول ساه اخيسته، لكه څنگه چې تاسې گورى دغه سيمه زمادلومړۍ كرښې چپ لورى دى اودغه غونډۍ دشمالي (نوم) هوارې دښتې ته درسېدووروستۍ غونډۍ ده، تاسې كولاى شى چې دجگړې ډگراودغونډۍ كرښه چې زموږښي لورې ته غزېږي ووينى اوپه ورته حال كې ددښمن اوزمادځواكونوموقعيتونه هم ليدلى شى.
هغه دغونډۍ ليرې خواته وكتل اوبيا راوگرځېد ويې ويل: سره له دې چې دښمن موږپه پوره ډول نشى پېژندلاى خوكه وپوهېږي چې غيرمعمولي خوځېدونه شته، شونې ده چې دتوپ هدف مو وگرځوي، كه څه هم ددوى دتوپ نښې دقيقې نه دي خوبياهم كله كله د هغوى بخت بېدار وي.
له دې خبروسره دى دغونډۍ دليرې پرتوموقعيتونوپه لورې وخوځېد.
جگړن حاجي اغا د جنرال خواته ورغى، ريك په پام سره موقعيتونه وكتل، دغونډۍ مخكينۍ برخې ته دخټودرې ودانۍ جوړې شوې وې اوددغوودانيو په منځ كې دگيدړودغارونوغوندې غارونه يوې بلې خواته شته و.
نږدې لس سرتېرې ولاړ وو، چې گروپ ته يې په موسكاكتل اوپرهمدې مهال يې پخپل منځ كې په كراره خبرې هم كولې.
د مجاهدينوپه ډول جامې يې په تن وې خووسله اونورسامان يې پاك اوسوتره ښكارېدل، دغه ځواكونه په خېټه ماړه اوغښتلي مالومېدل، يو زيډ اس يو-۲۳ ډوله دالوتكوضدتوپ چې غبرگ ميلونه يې درلودل دغونډۍ دسرپه لورې لگېدلى ؤ.
ريك وويل چې دتوپ دميلونومخكينۍ برخه يې لنډه كړې ده، څودغونډۍ دڅنگ په لورې ښه وويشتل شي اوپرهمدې مهال كې له ويشتونكي سره ډېره مرسته كوي.
دورانيوترمنځ يوكوچنۍ 14,5 ميلي متري ماشينگڼ هم لگېدلى و، دودانيوترمخ دغونډۍ په اواره برخه كې يو82m ملي متري هاوان هم لگېدلى ؤ.
مينځني ودانۍ ته په رسېدوسره موخپل بكسونه په ودانۍ كې كېښودل اودخان اوجگړن اغاپه تعقيب دسمڅې تياره داخل ته ورننوتو، ددغې سمڅې دېوالونوبه نږدې درې فوټه پلنوالى درلوداودچت دكلكوالي لپاره يې ډبلې مټې وركړې وې، خان زموږ د گروپ غړي ددغومټوپه ځنگل كې دهغودرېيوخلاصوكړكيوپه لورې وروستل چې دغې سمڅې ته يې يوازې رڼاوركوله، خان دكړكۍ په مركزي برخه كې اوممتازورپسې ودرېد، چې ژباړه وكړي، خان موږته له كړكۍ څخه بهردلاس اشاره وكړه او ويې وې: تاسې وينئ چې له دغه ځايه موږدلاندينۍ اوارې ځمكې په لورې دويشتلولپاره ښه ساحه لرو، هغه گڼ كورونه وگورئ اوپه لاس يې اشاره وكړه، په هغه خام سړك باندې دطالبانويوموټردحركت په حال كې دى، زموږ كسانو سرف جيپ ته ورته موټروليد، چې پرسړك په تېزۍ سره روان ؤاوترشاه يې دگردونوغونډۍ جوړولې اودودانيوديوې گڼې برخې په لورې روان ؤ.
د طالبانوله كرښې د شمالي ټلوالې دغه كرښه د اته سوه مترو په واټن كې پرته وه، ميوري له جنرال څخه وپوښتل، ايا تاسې كله په داسې وخت كې په دوى باندې ډزې كوى، ځكه ډېره اسانه نښه ښكاري؟
جنرال سرف موټرته وروكتل، ويې ويل: كه چېرې دڅوموټروكتارنه وي اويايې په نږدې وختونوكې پرموږډزې نه وي كړي نوموږزيات وخت په دغسې موټروډزې نه كوو، موږخپل مهمات ساتو، راځئ چې بهرلاړشواوكارپيل كړو.
سټان اوميوري خپل بكسونه خلاص كړل چې جى، پى، اس نقشه او قطبنامه برابر كړي، جنرال هم دوى په پام سره كتل، سټان اوميوري داړتيا وړ توكي تېر ماښام د شمالي ټلوالې د كرښو د نقشو په گډون يو ځاى برابركړي وو.
سټان جنرال ته وويل: كولاى شوچې ستا هغه نقشې چې ددغې سمې لپاره يې كاروي وگورو، څوستاسې نښانونه زموږ له نښانونوسره پرتله كړ؟
جنرال له جگړن اغاسره وغږېده اوهغه يوه نقشه چې په نرم ټوكركې پوښل شوې اودښيښې په سركې په يوه كوچني بكس كې راځوړنده كړې وه راواخيسته، سټان اوجگړن په ځمكه باندې خپل نقشې څنگ په څنگ سره كېښودې اوجگړن دهغوى موقعيت ورته په گوته كړل، سټان له هغې نقشې څخه ددغه موقعيت كورډيناټ واخيستل اوهمدغه كورډيناټ يې پخپله نقشه كې تطبيق كړل.
جگړن دشورويانودپوځ نقشه درلوده چې په تفصيل سره مالومات په كې و اوسټان سملاسې پرې پوى شوچې دغه دوه نقشې په مختلفوبڼوميزان شويدي، ديوه ميزان دحساب اړول بل ميزان ته ساده حساب ؤ، خوپه خاوروباندې دگوڼده وهلوپه حال كې به دغه كارستونزمن وي، په همدې مهال ميوري د جى، پى، اس پواسطه څومختلف كورډيناټ واخيستل، هغه او سټان په گډه ددغه دواړونقشوپر ياد شويوكورډيناټوسره موافق شول اوپه پام سره يې په نقشوكې په نښه كړل. ورځ هم اوږده وه، دغې سروې دماښام له شپږوبجوڅخه لږډېردوام وكړاوگروپ دشمالي ټلوالې له ټولوكرښوڅخه كورډيناټ واخيستل، دغه ورځ له هڅواوكوښښونوڅخه ډكه ننگونكي ورځ وه اوگروپ دكورډيناټوداخيستلولپاره په يو وارپه يوموقعيت كې د څو شېبولپاره درېدل اوبيابه په جنرال پسې شاته دراتلونكي موقعيت په لورې روانېدل. غرمه هم دچرگوغوړه غوښه وه، ياگروپ فكر كاوه چې دغه ډنگره اوبدرنگه غوښه دچرگې وه، وريجې، ميوه، خوږگرم چاى او د بوتل اوبه هم ورسره وې.
د اوږدې او گرمې ورځې په اوږدوكې جنرال خپله لېوالتياهېڅ له لاسه ورنكړه اوتر اخره پورې شاته پاتې نشو، هغه په روڼ تندې سره موسكاكوله، په داسې حال كې چې گروپ په سوكه سره په موټروكې دپنجشېرپه لورې ددوه ساعته له جمپونود ډك سفرلپاره تيارى نيوو، جنرال له هريوه تن سره مخه ښه كوله اوويل يې چې له كاره ډكه ورځ وه، كه چېرې دغې ته ورته څونورې ورځې كارهم وكړو، موږبه افغانان ستاسې په واک کې درکړو!؟ هغه دسړك په غاړه ولاړؤاوممتازهم ورته په موسکا سروښوراوه.
ريك دگروپ په لورې موسكاوكړه او پوهېده چې دوى (دگروپ غړي)دجنرال په خوښولوسره كامياب شول، دى په دې هم پوهېده چې ددغه برياليتوب دلاسته راوړلوپه بدل كې به دوى ټول راتلونكي څوورځې دبدن دغړوپه خوږېدو تېرې كړي.
اتلسم څپركى
راتلونكې څو ورځې مو د مختلفو ادارو پركارونو ډكې وې، له نوي چاپېريال سره مو د بلدېدو لپاره جگې او ټيټې تېرولې، زه تردې مهاله هم دلاندينيوكلموپه ستونزو اخته وم چې په لومړيو ورځو كې راته پيدا شوې وې، زمابدن له دې ستونزې او له ارتفاع سره د بلدېدو له امله د اوبو له كمښت سره مخ شو، ماستونزه اوكمزوري احساسوله خو د وخت په تېرېدو سره ښه كېدم، خو د پاپي د معدې د گيس ستونزه لاپسې زياتېدله، دگروپ له غړيوڅخه يوازې زه وم چې روغتيايي ستونزه مې درلوده، زما دناروغۍ دپړاو دغه حالت سره له دې چې پرهېزمې هم كاوه بيا هم فوق العاده و.
دهغې هيلې اوهمكارۍ په خاطرچې شمالي ټلوالې زموږ د گروپ راتگ ته گرم هركلى ووايه، په دره كې دگروپ له شتون څخه دځايي خلكودخبرېدو له امله دشمالي ټلوالې دمشرانواندېښنې هم راوپارېدې.
دپنځمې ورځې په سهار جان محمددنويوجاموله غټې دلۍ سره راغى او ويې ويل چې دگروپ دغړوپه خاطريې داجامې رانيولي دي، هغه په خوښۍ سره وويل چې انجينرعارف فكركوي چې د لوېديځ ډوله جاموله اغوستلوڅخه دمحلي جامواغوستل ښه دي، هغې دگروپ هرغړي ته بېل بېل وكتل اوبيايې يو، يوپرتوگ اويو، يو لوى كميس دگروپ هرغړي ته په لاس كې وركړل، جان محمددغاړې هغه دسمالونه چې پنجشېريان يې كاروي اوخوښوي هم دگروپ لپاره راوړي وو، چې د مالوچو له نري ټوكر څخه جوړ شوي وو اوگڼې تورې ليكې يې درلودې، هريوه دسمال درې فوټه مربع پلنوالى درلوداوپه حقيقت كې چې موږله هرافغان سره مخامخ شوي يو، دغه ډول دسمال يې په غاړه كې ؤ، كه څه هم په عادي ډول يې د كاؤباى (Cow Boy) په ډول له غاړې راتاواوه، خو دوى دغه دسمال د څو بېلا بېلو موخو لپاره كاراوه، موږدوى وليدل چې له غاړې به يې لرې كړل اوله همېشه شته گردڅخه به يې خولې اوپوزې پرې پټول اويايې دښځوغوندې شال غوندې د باران اوساړه پر وړاندې كاراوه، د هوا د خرابوالي پرمهال موږ داسې كسان هم وليدل چې خپلې پوزې به يې همېشه پرې پاكولې او بيا به يې بېرته له غاړې راتاو كړ.
جان محمدوويل چې دغه تورې اوسپينې ليكې دشمالي ټلوالې دغړيتوب دلودلونمونه ده، چې داحمدشاه مسعودهم ډېره خوښ وه، جان محمدزموږدگروپ دهرغړي لپاره له وړيوڅخه جوړې شوې هغه خولۍ وركړې چې نږدې هرافغان يې كاروي، دغه خولۍ له درنو وړيوڅخه جوړې شوې وې چې په سركې پلنې اوديوبنډل غوندې تاوشوې څنډې يې لرلې، دغه څنډې په غوږونوراكښته كېدلاى شي (پاكول، ژ)، پاكستان ته زمادپخوانيوسفرونوپرمهال دغه ډول خوليوته چترالي خولۍ ويل كېدې، ځكه چې دپاكستان په شمال غرب كې دچترال درې خلكودغه ډول خولۍ په سركول كلتوري دود دى.
پرتوگ اوكميس ته په اردوژبه كې شلواركميس ويل كېږي، پرتوگ هم ډېرپړسېدلى او ازاد دى، دپرتوگ دملااندازه د دوو لويوكسانوبرابره وه، خوله نېكه مرغه چې بگه لري او پرتوگ بدن پورې كلك نيسي، كميس يې اوږده لستوڼي لري اوعادي لوېدځ ډوله غاړې (كالر) اودوى لمنې لري چې يوه وروسته اوبله يې مخته تر زنگنو پورې رسېږي او د پرتوگ دپاسه پرتې وې، دغه جوړښت يې اغوستونكي ته اجازه وركوي چې په بهركې د تشناب حاجت داسې ترسره كړي چې په همدې مهال كې پټ هم وي او دا هغه څه دي چې هره ورځ ليدل كېږي.
دكميس پرڅرنگوالي برسېره فكرنه كوم چې دگروپ كوم غړي دې ددغه ډول عمل كوښښ كړى وي، موږپه لنډوخت كې په دغه ډول جامووپوښل شوو، خولۍ موپه موډبرابرې پرسرونوكړې اوله غاړې څخه موددسمالونودراتاوولولپاره تمرينونه ترسره كړل، ماپه ايېنه كې خپل ځانته له كتو وروسته فكر وكړچې هرافغان به موله ليدلو وروسته سملاسي وپوهېږي چې بهرنيانوافغاني جامې اغوستي دي، مادگروپ نوروغړيوته وكتل، حتى ميوري چې لنډه گيره يې هم درلوده په اسانۍ سره بهرنۍ مالومېده.
كله چې جان محمدولاړ موږ د نويو جامو په اړه سره وغږېدو، له واټن څخه ټول نارينه افغانان زموږ په ډول ښكارېدل اوموږته ورته جامې، خولۍ، دسمالونه او د پښوكولو بوټونه اوڅپلۍ يې درلودې، خوافغانانو كولى شول چې زموږ د جامو د بدل اغوستلو توپير په اسانه وپېژني او له يوې ډلې څخه مو بهر په گوته كړي.
پدغه قبيلوي ټولنه كې چې ژوندپه كوچنيوكليواوبېلو درو وېشل شوى دى، ټول يوتربله سره پېژنې اوبهرني ددوى په منځ كې ديوې خوږ گوتې غوندې چې په پټۍ تړل شوى وي ښكاري.
يوڅوكاله وړاندې په پاكستان كې ماله يوافغان قومي مشرڅخه وغوښتل چې دخپلې سيمې څخه بل كلي ته دده خپل څوكسان ولېږي څوميرعمل كاسي په سيمه كې ولټوي (ميرعمل كاسي په امريكې كې د سي اى اې دوه مامورين وژلي وو) هغه وويل چې دغه كارناممكن دى، ته فكركوې چې افغانان ټول يوتربله په ظاهري بڼه ورتوالى سره لري، خو يو افغان په چټكۍ سره پخپل كلي كې نا اشنا كس پېژندلاى شي، زما كسان به په سيمه كې له ليدل كېدو وروسته سملاسي ودرول او وپوښتل شي، كه چېرې ددوى خبرې ياپلمه په هرډول هغوى ته شكمنه ښكاره شي، دوى به ووژل شي.
دغه هم رښتياثبوت شوه، موږدمحلي جامودښه اوپه طريقه اغوستلواوله ستروږيروپه درلودلوسربېره بياهم په سيمه كې دگرځېدوپرمهال له ليرې بهرنيان ښكارېدو، يوځل كله چې زه اوكريس د شمالي اوارې سيمې څخه راوگرځېدو، په لاره كې دسړك دخرابوالي له امله د څو بزگرانو د خټو له جوړو شوو جونگړو په خوا كې ودرېدو، يو شمېر ماشومانو د سړك غاړې ته څېرمه په ورشوكې لوبې كولې، دسړك دجوړېدلودكارجريان ته يې كتل، دوه كوچني ماشومان زموږجيپ موټرته رانږدې شول اوله خلاصوكړكيوڅخه يې موږته په حيرانتياسره په ځيرځيركتل، په مااوكريس پورې يې دمحلي جاموداغوستلوله امله تېزه خندا اوژر ژر خبرې كولې، يواوبل ته به ورتلل اوموږته به يې په لاسونواشارې كولې، بياددوى كوچنۍ خور ورسره يوځاى شوه، دڅلوروكلونوپه عمركې وه، ډېره خوږه وه، خوډېره ناپاكه، مخ اولاسونه يې په خاوروخړپړ وو، هغه ودرېده اوماته يې په ځيرځير كتل، سترگې يې پراخې اوپه ژړايې پيل وكړ، لاسونه يې له مخ راتاوكړل اوله ويرې ډكې سلگۍ يې كولې، وگرځېدله، خپل ځان يې دورور په غېږ كې ورواچاوه اومخ يې دهغه په غېږ كې پټ كړ، زه اوكريس دغې صحنې ته په خنداشوواوحافظ له هلكانوسره وغږېده، هغه موږته مخ راواړاوه ويې ويل: هغه فكركوي چې تاسې بلاگان ياست، تراوسه يې بهرنيان نه وو ليدلي، وروسته ځوان هلكان دموټربلې خواته راغلل، يوه كراچي يې ترمخې كړې وه اوبل درنده بوجۍ په شاكړې وه، دغه يو ودرېداوكريس ته يې وروكتل، بيايې ترې په درې ژبه وپوښتل اياته عرب يې؟ كريس په دري كې ځواب وركړچې هغه عرب ندى بلكې هغه داروپا اوسېدونكى دى، دغه ځوان ورته په خنداشو ويې ويل: بختوريې ځكه چې موږعرب په هرځاى كې پيداكړو، بې له مرگه يې نه پرېږدو، گوته يې په كراره له ورمېږه راتېره كړه، څوپخپلوخبرو ټينگاروكړي.
موږدخپلوظاهري بڼودبدلولوله امله په دره كې دسفرپرمهال څوځله له داډول غبرگونونوسره مخامخ شوو، څووروځې ورسته موخپل ايل ايل ډوله (لوېديځ ډول جامې، ژ) دانگړاودكلي په نږدې ساحه كې اغوستلې وې، حتى دلومړيوكرښوپه ساحه كې زموږدگروپ څوتنومحلي جامې اونوروټولو لوېديځ ډوله جامې اغوستې.
زموږكوربه دلومړۍ ورځې، بياددويم ځل لپاره زموږ د جامو د اغوستلو موضوع رامنځته نه كړه، خوپنجشېرته دامريكې دځانگړوځواكونوپه نظامي لباس كې راتگ يوه لويه موضوع وه، دومره لويه چې نږدې له شمالي ټلوالې سره زموږاړيكې پاى ته ورسوي.
بله موضوع چې موږ يې ځورولو، دلېږد او رالېږد لپاره د وسايطونشتوالى ؤ، هغه (سي، اى، اې) گروپونه چې له دې وړاندې يې له احمدشاه مسعودسره په پنجشېركې ليدلي و، شمالي ټلوالې ته يې دهايلكس پيك اپ اوديوه ټيوټالنډكروزر موټرداخيستلوبوديجه وركړې وه، هوكړه داسې شوې وه چې دانجينرعارف كسان كولاى شي لدغه موټرخخه گټه واخلي خوكه د(سي، اى، اې) ملاقات كوونكي گروپونه درې ته راشي نوبايدهغوى ته دگټې اخيستلولپاره په واك كې وركړل شي.
دغه دوه موټر په حقيقت كې شته وو، خو د شمالي ټلوالې د ورځني كارونې له امله ډېر ځورېدلي وو، سره له دې چې هغه موټر بايد زموږ لپاره هر وخت منتظر ولاړ وي، خو موږ بيا هم ډېر كله د اړتيا پر مهال موټرو ته انتظار پاتې كېدو.
موږله جان محمدسره دگروپ لپاره ديو بل موټر د اخيستلو په اړه وغږېدو، هغه وويل چې په دره كې ډېركله روسي جيپونه پيداكېږي اوهغه به په خوښۍ سره په ماركېټ كې شته وي، ددغو موټرونو په اخيستلوكې به دې همكاري وكړي.
موږ فكر كاوه چې د استعمال كلمه ښايي د ښه استعمال په ماناوي، خو وروسته مو انتخاب نشو كولى.
ميوري مو ددغوډول دوه يادرېيو موټرو درانيولو لپاره وگوماره، څو د اړتيا پر مهال گروپ ور څخه په پرتليز ډول د شته ترانسپورتي وسيلې په ډول ډاډه كار واخلي.
جان محمديوه ورځ وروسته دڅوكارول شويو روسي جيپونوځاى ته بوتلو، ميوري څوساعته وروسته په گردونوپټ، په گريسولړلى، خولېواله راوگرځېده، هغه درې ښه موټر پيدا كړي وو، كه څه هم چې يو نه يو ډول ترميم ته يې اړتيا درلوده، خو داسې ښكارېده چې د گروپ له غوښتنې سره سم موټر به وي.
د هغودرې واړو موټرو اخيستو لپاره مو په ۲۱۰۰۰ امريكني دالره هوكړه وكړه، خو په يو شرط چې بايددترميم وړهغه ځايونه چې ميوري په كې پيداكړي وو، تر راتلونكي سهاره پورې جوړ كړي.
ما ورته پيسې وركړې، خو ميورې ته مې وويل چې د موټرو د را نيولو يو رسيدچې د موټرو نمبرې په كې ليكل شوي وي ترې را واخلي، زه په دې پوهېدم چې يوه ورځ به د موټرو د اخيستلو لپاره وپوښتل شم، نو ددې لپاره مې غوښتل چې ددغې معاملې لپاره منلي اسناد ولرم.
ميوري، جان محمداوڅوځوان افغانان د موټرونو د خرڅلاو ځا ى ته لاړل، څوساعته وروسته دگردونوله خړواو نسواري رنگه څپواوهارنونوسره راورسېدل، ميوري په خندا ؤ اوجامې يې بياهم په گريسوداغ داغ شوې وې، ويې ويل چې دمعاملې دجوړولواو هوكړې لپاره موډېره لويه غونډه وكړه، كله مې چې نوي ويلونه كتل، دوى غوښتل چې زاړه اوله كاره وتلي ټايرونه په كې راكړي اوديوه موټردماشين كاسه يې هم نه وه گريس كړې، دوى فكركاوه چې زه به دموټرلاندې دمعاينې لپاره په خپوړو ورلاندې نشم، خودوى ته مې دا اثبات كړه (يانې موټرمې له لاندې خوا وليد).
جان محمدوويل چې ښاغلى ميوري په رښتياه توندخوى اوټينگ معامله كوونكى دى اوقيمت يې تر۱۹۲۰۰ پورې راټيټ كړ.
هغه وويل چې دى اوميوري دجگړې له پاى ته رسېدو وروسته بايدپه كابل كې دانتيك سامان مغازه خلاصه كړي اودوى دواړه به شتمن شي.
دميوري پرباتوره هڅوسربېره لكه څنگه چې موږفكركاوه، جيپونو يوازې په لارباندې دتلوتوان درلود، دروسي تخنيك هنرډېركمزورى ؤاوپه موټركې دشيشودكښته كولووسيلې، د ايركنډېشن سيسټم اودجمپ دكمولولپاره سپرېنگونه په كې وه، دوه گېرونه يې درلودل اوداړتياپرمهال به دې چې موټركومك ته اچاوه نودگيرونودخرابوالي اوگډوډۍ لامل به گرځېده، دسړكونودخرابوالي، له سيمې سره زموږنابلدتيااوپه هره شېبه كې د موټر د خرابېدو له امله زموږكوربه ټينگاركاوه چې موږپخپله موټرواني ونكړو، نوموږهم په رسمي وخت كې له دوى څخه د دووموټروانانوغوښتنه وكړه چې همېشه راسره وي، څوسفر كې داړتياپرمهال دډريوردنشتوالي له امله ونه ځنډېږو.
د چلوونكو د نږدې ساتلولامل داؤچې زموږپيلوټان په ورځ كې څوځله دچورلكې دكېناستوځاى ته دچورلكې دڅارنې اودټوليزې معاينې لپاره تلل اوډېرنوركوچني سفرونه هم پېښېدل.
دجيپونوداخيستلوپه ورځ موله انجينرعارف سره دبلې اړينې وړنې راوړنې معامله ترسره كړه، هغه دچورلكې لپاره د ډاډوړتېلو ترلاسه كول وو، زموږدراتگ په وخت كې موچورلكې څوځله دهواله لارې دممكنه بشري مرستې (خواړه اونور، ژ) دغورځولولپاره ځايونه خوښ كړل اوپه همدې مهال مو دC-130 ترانسپورټي الوتكې دكېناستلولپاره ځاى هم وليد، هرځل دچورلكې لپاره دپوره تېلودپيداكولوموضوع يوجنجال ؤ، حتى دنږدې واټن سفرلپاره هم له دغه جنجال سره مخ وو.
زموږپه رسېدوسره موږته ډاډ راكړل شوچې تېل به وي، په حقيقت كې دچورلكې دكېناستوپه ځاى كې دتېلوڅوټانكره ولاړول، موږپوهېدوچې تېل له تاجكستان څخه په موټروكې راوړل كېدل اودتېلوراوړلوموټرپه پرتليزډول كوچني هم وو.
بله ستونزه دموټرو زوړوالى اودټانكر رنگ اوپه منځ كې يې دخاورو شتون ؤچې تېل يې ككړول اوفلتركولوته يې اړتيادرلوده.
دتېلوټانكربه دچورلكې كېناستلوځاى ته تر رسېدو وروسته دوه يادرې ورځې ولاړؤ، څوخاوره اوزنگ يې كېني، بيابه دكارونې وړ گرځېدل.
زمااودانجينرعارف ترمنځ دعملياتوپه اړه بحثونوكېدل خودتېلوپه اړه موبحث ته وخت وركاوه، په همدې ورځ انجينرعارف وړانديزوكړچې ده ته پيسې وركړم څوله دوشنبې څخه تېلويوټانكرواخلي اوله تاجكستان څخه به يې درې ته راوړي، دغه موټربه په پرتليزډول نوى اودتېلوټانكربه يې لوى اوپاك وي، ما بايد د چورلكو د تېلولپاره چې په يادشوي تانكركې راوړل كېدل پيسې وركړى واى، هغه وويل چې دترانسپورت يولوى موټرهم بايدواخيستل شي چې دسرف اوپيك اپ موټرو څخه په كې توكي په اسانه اوپه يوځل په كې يووړل شي.
ماد دغودواړوموټرو اخيستو ته غاړه كېښوده، عارف ته مې ۱۷۰۰۰ ډالردموټرو درانيولولپاره اوپنځه زره ډالرمې د ۱۷ ټنو تېلوداخيستولپاره وركړې، عارف وويل چې هغه به په دوشنبه كې خپلوكسانوته مخابره وكړي چې ددغې معاملې دترسره كولوامر وركړي اوموټربه په دوو ورځوكې راولېږدوي.
پيلوټان هم خوښ وو، موږ ټول دتېلوموټرونو راتگ ته سترگې په لار وو، په حقيقت كې دتېلوموټر درې ته راونه رسېدل اوياموږ نه ليدل، دموټرودراتگ يادونه زما، ممتازاوعارف ترمنځ يوه ټوكه وگرځېده، له عارف سره به مې په هره ليدنه كې دتېلودټانكردراتگ دوخت پوښتنه ترې كوله.
زمادهروخت پوښتنې وروسته به موټريادانجمن په كنډؤكې دلارې دبندېدوله امله بندؤاويابه دكنډؤپه هاخواكې دتوپان له وېرې ولاړؤاوكله كله خوبه له كنډؤ راتېرشوى هم ؤاوپه يوه يادوو ورځوكې درته رارسېده.
دپيسو له وركولوڅخه څواوونۍوروسته عارف وويل چې موتردرې ته رارسېدلى دى، په حيرانتياسره بياهم موټردچورلكې دكوزېدوپه ځاى كې ښكاره نشو، عارف وويل چې له ټانكرڅخه يوڅه تېل دانجمن كنډؤله تېرېدومخكې اخيستل شويدي، بياجنرال فهيم يوڅه برخه دخپلونظامي اړتياوو دپوره كولولپاره په دره كې له شته ټانكرڅخه اخيستي اودېته ورته هغه بل... هغه بل... اوهغه بل... !!! وروستى حقيقت داشو چې دامريكې حكومت چې ۲۲۰۰۰ امريكنى ډالر يې دلادركه موټراو اوولس ټنوتېلوداخيستولپاره وركړي وو، له لاسه وركړل، داپه دې ماناچې دچورلكې لپاره به پاتې تېل داړتياپه وخت كې همېشه كم اوخيرن وو.
كله چې په كال ۲۰۰۲ جنوري كې كابل ته راوگرځېدم اوله انجينرعارف سره مې دهغه په نوي دفتركې وليدل، يوځل مې بياهم ترې وپوښتل چې اياموټردرې ته كله هم راورسېد؟ ده يوازې وخندل اوټوكه يې په ماراوتپله اوزه هم په خندابريالى شوم.
نولسم څپركى
له كابل سره له لومړۍ كرښې څخه دجى، پى، اس د كورډيناټو اخيستلو ماموريت له بشپړولووروسته موږبايددېته ورته ماموريت دتخار په لومړۍ كرښه كې هم سرته رسولى واى، دغه ماموريت ډېرمشكل ؤ، ددغه ماموريت ترسره كوونكي بايدله انجمن كنډؤ څخه دهواله لارې تېر او بيا لوېديځو لومړيوكرښوپه لوروړل شوى واى دغه سفر حتى د هوا په ښو حالاتو كې هم خطرناك او ستونزمن ؤ.
د تخار لومړۍ كرښه درې بېلا بېلې خواوې لري چې له تاجك سرحد څخه د سويل لورې غزېدلې، دغه يوه خطرناكه سيمه وه، دشمالي ټلوالې له كرښوهاخوايوه اواره سيمه وه چې كوچنۍ اوټيټې غونډۍ يې درلودې اودهندوكش دغرونوله شمالي څنډې سره نښلېدې.
كه طالبانودغه كرښه ماته كړې واى نوپنجشېردرې ته د تاجكستان له لورې راتلونکو اكمالاتوته گواښ پيداكېده.د مقابل لور ي د ځواك تمركز د تاجكستان له پولې څخه سويل لورې ته هغه سيمه وه چې شمالي ټلوالې په كې د غونډ يو تېرې اولوړې څوكې نيولې اوله لسوڅخه ترزيات كيلومتروپه اندازه سويل ته غزېدلې وې، ددغې سیمېاراضي سويل لورې ته ډېره خنډيزه كېدله اوغونډۍ هم په خنډيزواوزېږوغرونوبدلېدلې، پرهغه سيمه جنگي عمليات تقريباً ناشوني وو، بې له دوونقطوڅخه چې د سوېل اولوېديځ لورېو ته له هغوخوړونوڅخه چې دخوړونوخولې په كې له غرونوڅخه وتلې وې، دغه دوه تنگيوغرونو تهطبيعي دننوتلولارې درلودې اودغو ځايونوبه طالبانوته دپنجشېردرې ختيځ لورې ته دورنږدې كېدواوبريالي كېدواجازه وركړې واى.
د شمالي ټلوالې ځواكونه په داسې ډول ځاى پرځاى شوي وو چې د تنگيودواړه خولې يې بندولې اودتخاردلومړۍ كرښې دويمه او درېيمه برخه يې جوړوله.
دغه سرويگانې بايدميورې اوسټان ترسره كړې واى، دوى دواړه له درې څخه داكټوبرپه لومړى نېته دسهار دسپېده داغ پرمهال دهواله لارې هلته يووړل شول.
نصير چې د شمالي ټلوالې پيلوټ ؤ، هم له دوى سره په دې سفر كې يوځاى ؤ، هغه دتخارلومړى كرښې ته له سلوڅخه زيات سفرونه كړي وو اودده تگ زموږله دوو تنوپيلوتانوسره په دغو كږلېچونو كې د لارښود په توگه ډېر اړين ؤ.
د گروپ كوربه په دغه ماموريت كې جنرال بريوله خان (ښايي بريالۍ خان يې ((بريوله خان)) ليكلى وي، ژباړن) ؤچې د تخار په لومړۍ كرښه كې د شمالي ټلوالې د ځواكونو قوماندان ؤ.
خان عجيبه څېره درلوده، عمربه يې ددېرشوكالوپه شا او خواكې وي، غښتلى اودپام وړبدن يې درلود، هغې خپله قومانده اوپرېكړې په پوره ډاډ ترسره كولې، هغه دحقيقي رتبوپه اخيستلوسره دشمالي ټلوالې دځواكونودتوپچي قوماندانۍ مقام ترلاسه كړى ؤ، هغه دځانگړي جرئت په لرلوسره مشهور ؤاوپه څرگنده يې له دوى سره مينه درلوده، هغه په انگليسي ژبه نه پوهېده خوپه روسي ژبه يې پوره مهارت درلود، هغه په روسيه كې زده كړې كړې وې اوله سټان سره يې په روسي ژبه بې له ژباړن څخه كارونه ترسر ه كول.
بريالى خان هم د هغه همنومي بسم الله خان ته ورته ځان غښتلى او ډېر لېواله ثبوت كړ.
سټان اوميوري هم باور پيداکړ چې دغه سروې به هم دكابل دلومړۍ كرښې په څېر په بيړه اوځواكمن ډول ترسره شي.
دخواجه بهاوالدين په هوايي ډگركې يې هوايي پرسونل پرېښو اودوى دخان لخوا د جبري چاى اوكلچو خوړلو مراسموته بدرگه كړى شول.
دغه مراسم دخان په يوه ښكلي باغ كې چې دخان دكورترڅنگ ؤاوله لومړيوكرښوڅخه يې زيات كيلو مټرهواټن درلود نيول شوي وو، له باغ څخه دلومړيوكرښوپرخوامنظره ډېره ښكلې وه، خان خپل اوددښمن موقعيتونه ور وښودل، هغه دخپل ځواك په ټاكنه كې رښتينى ؤ، دوى دومره ځواك نه درلودچې ددښمن كرښې ماتې كړي اوددښمن ځواك هم دومره نه ؤچې ددوى دفاعي كرښې له منځه يوسي.
سره له دې چې خان لوړه سيمه نيولې وه بياهم دغونډيو يوه كرښه وه چې طالبانوورڅخه ترټولونږدې اومخكني موقعيتونوته دخان دځواكونوله بريدڅخه په امن كې دفاعي او اكمالاتي گټه ترې اخيستله.
خان دامريكې دهوايي ځواكونودبمبارۍ په گټه پوهېده اودده لپاره ترټولوگټوره داوه چې دغه لومړۍ سروې پوره كړي، ددغوكرښو او د كابل په شمال كې د لومړيو كرښو ترمنځ يو د پام وړ توپير دا ؤ چې دلته د ډزو تبادله په دوام داره توگه په سيمه كې هرلورې ته له خوځښت سره سمه كېدله.
كله چې خان، سټان اوميوري خپل جيپ ته بېول هغه دوى ته خبردارى وركړچې نن به بې له شكه زموږپر وړاندې څوځله ډزې وشي، كه چېرې يوازې دسپكې وسلې ډزې وي، بياسخته نه ده، ځكه چې دلومړۍ كرښې په اوږدوكې څوعرب قطعات دي اوباقي افغانان، خوهسې هم دښې نښې ويشتلولپاره دهدف له نيولوسره ستونزې لري، دغونډۍ په مخ پورته دنښې ويشتلوتجربه له ډېروكموسره شته، هغه خبرې وځنډولې اوموسكې شو، ويې ويل: خوكه چېرې هاوان يې وكاراوه، بيانوزموږلپاره سخته تمامېږي، دوى دهاوانونودويشتلوډېرتمرين لري اودا يوازېنى شى دى چې دوى زده كړى دى. نوموږبايدبېدار واوسېږو.
ددې خبرې په كولوسره هغه موټروته لارښوونه وكړه اوپخپله دموټرپه مخكنې سيټ كې كېناست، هغه خپل ځوان موټروان په مټ باندې وټپاوه اوپه دري ژبه يې څه ورته وويل، چې موټروان يې كلچ پرېښوداودموټرپه په ريزيې پښه ټينگه كړه، ټول يې په سيټونوورو نښلول، دوروستيوټايرونوپه تاوولوسره يې شگې په هواكړې اودگردونوپه جوړولوسره موټر روان شو، كله چې موټردخان له تفريحي باڼدې څخه يوه كاږه موړته ورنږدې شو، سټان هغه پلاستيكي لاستى چې ددروازې په سرلگېدلى وي، ټينگ ونيو، څو موټر يې د ښويېدلو پر مهال چې د غونډۍ په مخ ښكته لورې روان ؤ خوږ نكړي، هغه ميوري ته وروكتل، هغه هم مسك ؤ اولاسونه يې دموټروان د سيټ پرسر ټينگ نيولي وو، سترگې يې دخوښۍ له امله ځلېدې، دموټروان چپ لورې ته موتردسړك له غاړې وښويېده اوموټروان نوره هم په ريزپښه ټينگه كړه اوميوري هم په خنداشو، سټان ديوې بلې اوږدې اوسختې ورځې هيله درلوده اولاستۍ يې ټينگ كړ.
په هغه ورځ دوه ځلې په دوى باندې ډزې وشوې، سره له دې چې جنرال له احتياط اودخطردشتون سخت خبردارى وركړى ؤ، هغه نږدې دگروپ دلارښوونې پرمهال دخطرپروان نه لرله، هغه به دغره پروړاندې نېغ اولك روان ؤاوميوري اوسټان به يې هغه نقطوته رهنماكول چې ددښمن موقعيتونه به يې ښه ليدلاى شول.
ځواكونو يې ټولو ښه احساس درلود، دوى ټولوخان ته له ويرې او حيرانيتا ډك احترام كاوه، هغه له هرسړي سره ټوكې اوخندا، په مټونوټپول، كله كله به يې د هغوى اغوستي كالي ور باندې برابرول او يا به يې ورته د كاليو د اغوستلوپه اړه نصيحت كاوه، داسې ښكارېده چې هرسرتېرى يې په ځانگړي ډول پېژاند، ښايي چې خپلوسرتېروته يې ځان ښوده اوښايي چې دووامريكنيانوته يې ځان ښوونه كوله، خوپه هرصورت خان دښمن ته په ځان ښودنه كې هېڅ ډاراحساس نه كړ.
په يوځاى كې دسروې دلومړۍ ورځې له پيلېدويوساعت وروسته خان هغوى دشپږوبوجيوپه واسطه خوندي شوې پوستې ته بوتلل، چې ۱۴، ۵ملي متري ماشېن گڼه په كې لگېدلې وه، پينځه ياشپږ سرتېري په كې وو، خان دپوستې سرته پورته شو، بيايې مخ راوگرځاوه، له ميوري اوسټان څخه يې وغوښتل چې ورنږدې شي، هغه دښمن ته نږدې په شپږ سوه متره واټن كې ښكاره ولاړ و، ميوري سملاسي په خپوړو ور وخوت او له جنرال سره ترڅنگ ودرېد، د ښه قضاوت په خاطر سټان هم د ميوري په تعقيب د پوستې بام ته ور وخوت، خان وويل: گورئ هغه د تېرې پرخې ترڅنگ د عربانو ډله ده، خان د موقعيتونو په لورې اشاره وكړه او ميوري ته يې د ښه ليدو لپاره دوربين وركړ.
جنرال وويل: عربان ډېر تكړه جنگيالي دي، د پاكستانيانو غوندې نه دي، پاكستانيان له طالبانوڅخه هم خراب جنگيالي دي، خو عرب او چيچنيان ډېر ښه مجهز دي، ښه زده كړه يې كړې اوسخته جگړه كوي او بل ددوى په موقعيتونوكې سمڅې ډېرې پياوړې دي.
په همدې شېبه كې ددوى د سرونوپه هواكې دچاودنې غږواورېدل شواوسټان دچابكې مرمۍ غږچې له ليري واټن څخه ويشتل كېږي وپېژاند، سملاسي همدېته ورته څونورې چاودنې هم واورېدل شوې، دوى په نښه شوي وو، دوى خان ته مخ ورواړاوه، په همدې شېبه كې نورې مرمۍ هم ددوى په سرونوپه هواكې وچاودېدې، خان په ارام سره وويل: هوپه موږباندې ډزې كېږي، په اشاره كولوسره يې له دوى څخه وغوښتل چې دبوجيوله سرونوراښكته شي، سټان لا له وړاندې ټوپ وكړ څو توپكو لاندې په كنده كې ځان پټ كړي، ميوري هم د سټان په څار ټوپ كړ دواړه مځكې ته ورسېدل او تر نږدې كندې پورې ور رغړېدل، دوى فكركاوه چې خان به ورپسې وي، دوى د بام په لورېوكتل، خان لا اوس هم نېغ ولاړ او د ډزو استقامت په لورې يې ځير ځيركتل، د خان په ښۍ خواكې نږدې د درې يا څلور فوټه په واټن له خاورو ډكه داسې چاودنه وشوه چې دماشين گڼې بوجۍ يې لړزولې، خان ښكته ټوپ كړاوددوو هك پك اوحيرانه امريكنيانوخواته نږدې ورغى، خان په موسكاسره وويل: هغوى ويشتل نسبتاٌ زده كړي دي، ښايي چې د14,5 ملي متري توپ نښه يې برابره كړې وه.
سټان پوهېده چې روسۍ 14,5 ملي متري توپ له امريكني 50 م ډوله توپك سره ورته والى لري چې وژونكې وسله ده.
خان وويل: راځئ دجى، پى، اس كورډيناټ واخلو اودغه ځاى موپه نقشه كې په نښه كړئ، زه به دڅوتوپ گوليودويشتلوامروركړم، څو دغه عربان سپي ورباندې غلي كړم.
موږ ددوى دغه موقعيت دمخالف په توگه د خپلو توپونو لپاره راجسټر او په نښه كړيدى. دده خبرې ريښتياوې، په مخابره كې دده له لنډو خبرو او خپلو كسانو ته ددښمن د موقعيتونو له كورډيناټو ويلو وروسته مو د توپونو د مرميو اواز واورېدچې زموږ په سرونو تېرې شوې اود مرميوپه چاودلوسره مځكه وښورېدله.
خان په داسې حال كې چې له پوستې څخه يې د مرميو د لگېدلو ځاى د هغه د اغېز مالومولو لپاره په ځير سره وكوت هغه وويل:ښايي هغه سپيوته يې له ډېرې زړورتيا څخه د ډډې كولودرس وركړى وي، هو زما كسانو ډېر ډزونه پرې وكړل او تر يو څه وخت پورې به یې سرونه ټيټ وساتي، راځئ چې لاړشو، زيات كار پاتې دى.
دويم ځل د خان په ځواكونوباندې يوساعت وروسته هغه مهال ډزونه وشول چې دوى دټيټي غونډۍ پرڅوكه ددوو مخكينيوموقعيتونوپه لورې روان وو، خان دهمېشه غوندې دخپلوكسانوپه سركې ؤ، خوداځل هغه له وېرې ټيټ، ټيټ روان ؤ، داځل دطالبانوموقعيتونه په پرتليزډول نږدې وو، سټان هم په بيړه دطالبانودموقعيتونوپه لورې مخ ور واړاوه.
د سټان د اټكل له مخې به د طالبانو نږدې موقعيتونو نږدې څلور سوه متره واټن درلود او د دواړو خواوو موقعيتونو د غونډيو د سرونو جگوالى سره برابر ؤ.
يو ناڅاپه ددوى ترشا د غونډۍ په هغه ډډه كې چې د دښمن په لورې وه چاودنه وشوه، چې دتوپكوډزونه هم ورسره وو، خان په منډه شو، سټان ته يې غږونه كول خو سټان سم نه پرې پوهېده، مگر انگېرله يې چې وايي ((دخپل ژوندساتنې په خاطر منډې كړې)) دېته ورته يوڅه يې وويل: سټان هم په منډه شوچې ميوري هم په ده پسې نښتى ؤ، سټان وپوهېده چې د كلاشينكوف ډزې پرې كېږي، ځكه چې اواز يې د 14,5 ملي متري څخه يو څه تېره او جگوالى او ټيټوالى يې درلود، د بارودو چاودنې د دوى ترشاه دوام درلود، دوى ټولو تر توپ لاندې په ټېلو ځانونه سره ورننه باسل، مرمۍ د دوى پر سر د خاورو په ټوپي چاودېدلې او د چابكه او اشنا مرميوغږونه يې هم اورېدل.
سټان شاخواوكتل، ويني چې خان په خندادى، په ښكاره هغه له دې حالت څخه خونداخيست، ډزې لكه څومره چې يوناڅاپه پيل شوې همدومره نڅاپي غلې هم شوې، دسټان په غوږونوكې انگازې وې اودخان غږيې هم گډوډاورېده، هغه ويل چې طالبانوهم ډزې زده كړيدي، د عرب ځواكونو څخه د طالبانو نوموړى موقيعت نږدې و.
خان وويل: راځى دوستانوخپل كورډيناټ موواخلى، موږد ددې غونډۍ ترشاكولاى شو ددښمن له سترگوڅخه پټ وخوځیږو، كله چې له دې ځاى څخه ولاړشو، زه به هم دتوپونوديوڅومرميودويشتلوامر وركړم څودښوډزو په مقابل کې انعام وركړم.
دوو نورو لومړنيوكرښوته يې سفربې له كومې پېښې ترسره كړ، چورلكې هم له كرښې څخه په ليرې واټن كې كېناستې اوخان هم دوى دسروې ترسره كولوته بدرگه كړل.
سره له دې چې خان د ورځې د پيل په شان غښتلى او لېواله ؤ، خو دا ځل ډېر محتاط هم ؤ او په مخكينيو موقعيتونو كې د دښمن له ډزو څخه په پام سره گرځېده.
سټان ميوري ته وويل چې خان اوس پوى شوچې كه چېرې دده تركنترول لاندې سيمه كې دغو دوو امريكنيانوته څه پېښ شي، نودى به د جنرال فهيم لخوا له سختوپايلوسره مخامخ شي.
هر څه دليل چې وي، ماسپښين ارام او سروې په تېزۍ سره ترسره شوه، چورلكه د خان قرارگاه ته را وگرځېده او اېډاوگريډ چورلكې ته د تېلو اچولو اجازه واخيسته، دوى د چورلكې كومكي ټانكۍ هم له تېلوڅخه ډكه كړه.
له انجينرعارف سره زموږ د چورلكې اوولس ټنه تېل باقي پاتې وو او زه ډاډه وم چې د پېشكي په ډول به د دغو تېلو اخيستل د هغه لپاره د خپگان موضوع نه وي.
خان دخداى په امانۍ پرمهال له احساساتو ډك ؤ اوسټان اوميوري ته يې دبياراتگ اوده سره يې دزيات وخت تېرولوبلنه وركړ.
سټان له جنرال سره دجگړې په كرښوكې دگرځېدوعلاقه نه درلوده، خوميوري دبياراگرځېدو ژمنه ورسره وكړه!
څلورمه برخه
اكټوبر ۲-۱۸، کال ۲۰۰۱
دجگړې حقيقتونه
شلم څپركى
دتخار په لومړۍ كرښه كې دجى، پى، اس له سروې څوورځې وروسته موږاحساس كړه چې دبم غورځونې ستراتيژي څومره چې موږته په پنجشېركې پرته وه اوتعريف كېدله هغومره په واشنگټن كې ښكاره او په چټكۍ سرهنه تعريف كېدله.
د اكټوبرپه دويمه نېټه سي ټي سي(CTC) يا د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مركز خبر راكړ چې د متحده ايالاتو بمباري به د هېواد په سويلي برخه كې په همدغه ماښام پيل شي.
موږ عارف خبر كړ او په شوق سره ورته انتظار ؤ، خوبيايې خبرراكړچې دبمباری كمپاين به دڅوروځولپاره وځنډول شي، عارف له دې پرېكړې سره خپه شو، ددې پرېكړې لپاره دليل په سيمه كې دهوايي ژغورنې گروپ نشتوالى ؤاوديوه امريكني پيلوټ لپاره دهڅې ناهيلي اونشتوالى دامريكې پوځ لپاره جدي موضوع وه.
زموږ پوځ نه غوښتل چې د بريد كولو له امله په ټيټ ارزښته هدفونو كې خپل پيلوټان له خطرسره مخامخ كړي.
په همدې وخت كې ډاكټر او پيلوټانوپه گلبهاركې يو سيم(1) د وزرو لرونكي الوتكې د كېناستو لپاره چې دسياف د اوسېدلو له ځاى سره نږدې ؤ، د ممكنه ډگر د ټاكلو لپاره سروې كوله، ددغه ځاى سپارښتنه د انجينر عارف او د هغه د مامورينو لخوا شوې وه، دوى فكر كاوه چې پخوا هلته هوايي ډگرشته ؤ، د هوا له لارې دغه ځاى په اسانۍ سره تر سترگو كېده، ځكه چې د شاه او خوا سيمې په منځ كې يوه اوږده او اواره ټوټه پرته وه.
ډاكټرله څومحلي كسانوسره دحافظ دژباړې په مرسته غږېدلى ؤ، په رښتياهم دغه سيمه په ۱۹۳۰ كال كې دبېرو(یو ډول مشربات) ديوه جرمني شركت لخوادهوايي ډگرپه توگه كارول شوې وه.
عارف ته مې ددغه ډگر د اوارولو اوبرابرلو لپاره لس زره ډالر ورکړل، او له هغه مې وغوښتل چې كاریې بايد ديوې اونۍ په اوږدوكې بشپړكړي.
زموږ پيلوټان ډاډه وو چې L-100 ډوله الوتكه به په اسانۍ سره پدغه ډگركې كېني اوپه دغه كاربه موږته دبيااكمال وړتياراكړي.
ستونزه به داوي چې د طالبانولومړۍ كرښې به په شاشوي نه وي، دغه هوايي ډگربه دتوپ اودراكټ ترهدف لاندې وي، خوموږغوښتل چې دغه وړوالی ولرو، حتى دلنډې مودې لپاره بياهم دهواله لارې داكمالاتود راغورځولولپاره ترې گټه اخيستل كېداى شوه.
ايډز موږ د كوچني ډگرلپاره بله مرجع دهغه كتاب له مخې چې دافغان اوانگليس دجگړوتاريخ په كې ؤ، د لوستلو له امله پيداكړى شوه، په ۱۹۱۹ كال كې د افغان او انگليس د درېيمې جگړې پرمهال، دبرتانيې هوايي قول اردو د كابل په ختيځ (ښايي منظور شمال وي او کومه یي سهوه وي. ژ) كې د گل بهار نومې یوه کوچني کلي کې يو هوايي ډگر جوړ كړى ؤ، زموږ ساختماني هڅو وروسته داثبوت په ډاگه كړ چې دغه هوايي ډگرپه رښتیا هم دبرتانيې پخوانى هوايي ډگر و.
راتلونكي ورځ موخبرترلاسه كړچې دخبرواترواوږدوالى په سويل كې جگړې ته دپښتنودراوړلوپه څرنگوالي څرخېده.
په اسلام ابادكې زموږ مشر هم هغه پاکستانی ډول(بابولاله چې په شمال كې زموږ تمركز او هلته د طالبانو پر وړاندې به زموږ پوځي هڅې تاجك شمالي ټلوالې ته اجازه وركړي، چې د افغانستان نيمايي، شمال پاك كړي او كابل ونيسي.
پښتانه به بياټوټې، ټوټې پاتې اوكمزورى نظامي ځواك به لېري اودغه كاربه تاجكان زړور كړي چې دپښتنوسيموته ورننوځي اودطالبانوله غورځېدودمخه سياسي گټې اوپخوانى حيثيت لاسته راوړي.
دغه ساز د واشنگټن په يو شمېر كړيو كې هم ډېر غږېده، په ځانگړي ډول د دولت په رياست او ملي امنيت د شورا په يو شمېر دفترونو كې.
كه چېرې شمالي ټلواله په خپل ځاى كې پاتې شي، نوموږكولاى شوچې په سويل كې دپښتنودقابليت په لوړولوباندې تمركزوكړو، په همدې مهال موږكولاى شول چې طالبان ددوى ثابتونظامي هډوباندې داساسي بمبارۍ پواسطه كمزوري كړو، بيا د څو اونيو په اوږدوكې وروسته له دې چې (سي، اى، اې) ته دطالبانوپروړاندې دپښتنودمقاومت دراغونډولوفرصت په لاس ورغلى واى، نوموږكولاى شول چې دهېواد په كچه د بمبارۍ منظم او انسجام شوی كمپاين مو پيل كړاى واى.
دغه کار به پښتنو ته له طالبانو څخه وروسته د ښه نظامي موقعيت د ترلاسه كولو فرصت وركړی وى، د حالاتو له تعبير سره سره ډېرې ستونزې وې او د دې ستونزو يوه برخه دا هم وه چې د طالبانو ځواك په قانوني ډول كوم جوړښت نه درلود ، كوم ځانگړى مركز یې نه لاره چې تر بمبار لاندې نيول شوى واى.
د ثابتو نظامي تاسيساتو بمبار لكه د اكمالاتو ډيپوگان، د موټر جوړولو اسانتياوې او په وروستنۍ برخه كې د پوځ متمرکز کول به ډېر لږ يا هېڅ تاثيرځكه ونلري چې د طالبانو ځواكونو زياته برخه په شمال كې راغونډوو او د شمالي ټلوالې سره مخ وو.
داكټوبرپه درېيمه مې يوليك وليكه چې په هغه كې د درېيوساحوارزښت ټاكل شوى ؤاوخپل نظريات مې زموږدپوځي هڅواو په شمال کې د طالبانو په وړاندې د بمبارۍ د اړتيا په اړه پکې راونغښتل.
دساحې ټاكنې چينل Channel (دفتر) يوبې جوړې اودسي، اى، اې د مشر په شمول يو اوږد مهاله تاسيس شوې پروسه ده چې د هغې له مخې په ساحه كې شته سي اى اې افسران كولاى شي چې د خپل لاس لاندې سیمه كې د ستونزې په اړه شخصي ارزيابي وكړي او رپوټ ولېږي.
دغه رپوټ د څارگره رپوټ په توگه وېشل كېږي، نو ددې لپاره د واشنگټن د كړنلارې جوړونكې ډلې په منځ كې په پراخه ډول گرځي راگرځي، دغه كله كله كارول كېږي، نوپه دې اساس دغه ساحوي ارزيابې مهمه اغېزه لري.
هانك سي راته وويل چې زما څېړنې د مركزي استخباراتو سي ای اېد مشر لخوا په صحيح ډول منل شوی خو شونېوو چې خبرې اترې به دوام وکړي ځکه چې د مختلف پوځي ځواک لاس ته راوړنې د هغوی په وړاندې د شته خطر سره پرتله كېدلې.
ماته ويل شوي ؤچې شمالي ټلوالې باندې فشار راوړم چې هغوى په خپلو موقیعتونو کې ترهغې چې دمتحده ايالاتو د پوځ لخوا د عمل ترسره کولو په اړه پرېكړه نه وي شوي، مقاومت وکړي خو سره له دې بياهم ددغه كارترسره كېدلوځانګړى وخت نامالوم دى.
موږ پنجشېر ته د ماموريت لپاره د امريكې ځانگړو ځواكونو ډلې ته هم سترگې په لار و چې موږ سره يو ځاى شي.
موږ پوهېدو چې پنجشېركې د ډلټه (ځانگړى ځواك، ژ) ځواك كاركوونكي دهډې جوړلو اوله درې څخه ددوى پواسطه دطالبانوله هاخوادالقاعده دمشرانوپرضدديرغل كولوپه سرهم خبرې اترې روانې وې، ښايي د امريكې دځواكونود اې ډله به رالېږل شوې واى، كه څه هم چې ددوى راتگ دځانگړي ماموريت څرگندونه كوله، خودوى غوښتل چې كورنيوځواكونوته زده كړه وركړي اوكه ښايي دلومړنيوكرښوپه اوږدوكې دلايزرټاكل وكړي.
دنورو قطعواومختلفودندوپه اړه هم خبرې اترې روانې وې خوپه ساده ډول دامريكې دپوځ ډلې په افغانستا ن كې په داخل كې دامريكې دپوځ په رول سره هوكړې ته نه رسېدل. دكړې وعدې سره سم نورې ورځې په داسې حال كې په تېرېدوويل چې زموږافغان كوربه به په تكراري ډول دامريكې دپوځ راتگ اوياددوى لپاره دهغې څخه نورمهم دبم غورځونې كمپاين دپيل كېدودوخت پوښتنې كولې.
داونۍ په تېرېدوسره په شمال كې هواپه بدلېدووه، داكټوبرپه څلورمه نېټه په داسې حال كې راوېښ شوم چې سوړسهارچې تېزبادونه ورسره مل وو او په شمالي غرونوباندې دباران ورښتونواوپه لوړې ارتفاع دواورې وروښت رپوټونه وكړل شوي ؤ.
ژمى په تېزۍ سره راروان ؤ، په ځانگړې ډول په لوړوغرونوكې په همغه سهارد درې په شمالي برخوكې دچورلكې لپاره دكوزېدومهال دټاكلوسفرته دپاى ټكى كېښودل شو.
په پوره ډول به دژمي په راتگ سره دغرونوغاښي بند شي، په شمال كې به د سركونو كار ودرول شي د ډېرو مشكلاتو ډك او د ملك په نيمايي شمالي برخه كې به هوايي عمليات د خرابې هوا له امله له خنډ سره مخ شي.
په عنعنوي ډول ژمى په شمال كې دجگړيزوعملياتودكچې راكمېدنه اوددوه اړخيزوراكټي او توپچي جگړې دبدلېدنې په مانا وو، چې ځمكنى ځواك په موثره توگه نه شواى كولى، كه چېر ې شمالي ټلوالې ددوى د كرښو څخه بهر شوى نه واى، كابل يې نيولى نه واى، او د لوېديځ په خوايې د راتلونكو څو اونيو په جريان كې فشار نه واى راوړى، ښايي چې دغه فرصت تر پسرلي پورې ځنډېدلى واى، د هانك لخوا د شپې نا وخته ټليفون د امريكې د پوځ د جگپوړو په منځ كې گډوډي او حيرانتيا تصديق كړه.
هانك وويل چې په تامپه (دځاى نوم دى) كې د ځانگړو عملياتو د مشرانو لخوا هغه ته ويل شوي ؤچې زه بايد ددغه ډلې مشرتوب هم وكړم او رسماً د ځانگړو عملياتو ځواك په پنجشېر كې له خپل گروپ سره د يو ځاى كېدولپاره دعوت كړم.
زه په خپل ځواب كې ډېرنرم وم، دوى به وغواړم چې سره يوځاى شي؟
موږ خو هر يوې كړۍ، ډلټه ځواك، ځانگړى ځواك، سېل ځواك او خړ گيډړ ځواك ټولو ته سوال او د هغوى څخه غوښتنه وكړه چې زموږ سره يو گروپ ولېږي.
ښاغلى ته وانك دغه حالات له واكه وتلي ښكاري، موږ بايد دغه گډوډي له منځه يوسو.
دا خو هغه څه نه دي چې زه يې له پنجشېر څخه حل كړم، ما خو تبليغ كړى ؤ، هانك زما په اندازه پنجشېر ته د ځانگړو عملياتو د ځواكونو د لېږلو ځنډېدلو او هوكړې ته دنه رسېدلو له امله سر درد شوى ؤ.
هانك دوه ښه خبرونه درلودل، دبمونودغورځولوكمپاين چې د اكټوبر د اوومې نېټې په ماښام پيل كېدل.
هانك وويل چې دغه يوثابت تاريخ ؤ، د امريكې د پوځ د سستيا له امله دجگپوړوكړنلاره جوړوونكيومامورينوپه منځ كې ناهيلي راپيداكېدله اوپه ښكاره جنرال ټامي فرانك په اوومه نېټه دبمبارۍ دپيل كېدوهوكړه كړې وه، كه چېرې نېټه په رښتياهم ثابته وي، نودايو ښه خبرؤ.
بل مانه غوښتل چې شمالي ټلواله دبمبارۍ دځنډېدوله امله يوځل بياهم خواشيني كړم، دالفاټيم څومشران، له قرارگاه څخه د سي اى اې دويم گروپ تاشكندته داكټوبرپه څلورمه نېټه سهارمهال رسېدلى ؤ، ترراتلونكي اوونۍ پورې به دغه گروپ سره راغونډېده اوبيابايددجنرال دوستم له اوزبك توكم ځواكونوسره چې دمزارشريف په سويل كې جنگېدل يوځاى شوى واى، په تاشكندكې دسي اى اې افسرانوله جنرال دوستم سره څومياشتې وړاندې اړيكې نيولې وې اوداړيكې له بريدڅخه ډېروړاندې نيول شوي ؤدالفاډلې اړيكې له دوستم سره ورتگ لپاره لاجريان درلود.
دالفاډلې مشري آر جې لخواپرمخ بېول كېده، افسرله آر جې سره ماپه ۱۹۸۸-۱۹۹۰پورې په اسلام بادكې كاركړى ؤ، نوموړي له يوشمېرمجاهدقوماندانانوسره كاركړى ؤ، دقومي حالاتوله څرنگوالي او د دري ژبې سره يې ښه بلدتيادرلوده، له دې امله هغه په ساحه ارزښتناك افسرؤاودامريكې دپوځ دپخوانۍ (Ranger) له افسرۍ (يو ډول ځانگړى ځواك، ژ) اونظامي تجربې له مخې د جنرال دوستم او د هغه له قوماندانانوسره چې د وروس لخوا تربيه شوي وو د كار كولو ښه وړتوب درلود.
ريك اومادبمبارۍ دكمپاين تاثيرپه باره كې خبرې وكړې او د پنجشېر درې څخه بهر دكابل جبهې سره نږدې مودعملياتودقرارگاه دممكنه بدلون لپاره فكروكړ، كه چېرې دبمبارۍ كمپاين سخت او دوامداره شي، ښايي چې د طالبانو كرښې په چټكۍ سره كمزوري شي، نو موږ غوښتل چې هلته نږدې او د شمالي ټلوالې كړنې مو له نږدې انسجام او څارلى وا ى.
دشپې په نهو بجومو له عارف سره دبمبارۍ دكړنې اويانشتوالي په باره كې خبرې اترې وكړې، زه خوښ وم چې عارف ته مې وويل چې په پاى كې داووم اكټوبرپه ماښام به كاروشي، يانې بمباري به پيل شي، هغه دځان دگټې په خاطرموسكاوكړه او ويې ويل چې دغه خبربه دفترته تررسېدوروسته جنرال فهيم ته ورسوي.
داښكاره وه چې ددويم اكټوبرله خبروروسته عارف داځل د(ته ودرېږه چې څه پېښېږي) عملي كارلپاره انتظارؤ، ماورته وويل چې دبمبارۍ دپيل څخه وروسته موږغواړوچې خپل دفترله درې څخه بهرسويل لورې ته ولېږدوو، هغه دا ومنله او ويې ويل چې دجبل السراج په خواوشاكې به وړ ځاى ورته وگوري.
موږ يوڅه نورموضوعات چې په تېروليدنوكې پرې سرسري تېرشوي وو، هم تربحث لاندې ونيول، دعارف افسرانودطالبانوپه كرښوكې له قوماندانانوسره پراخې اړيكې درلودې، دهغوقوماندانانووفاداري له طالبانوسره سرسري وه اودسيمه يېزوشرايطواوگټوله مخې چې دوى ترې لاسته راوړلاى شوې فكركېده چې داگټونكي خواوه.
دطالبانودموقعيتونوپروړاندې دامريكې دبمبارۍ دپيل كېدوله امله دوى هم په نښه كې راتلل، ددوى وفاداري نوره هم كمزوري كېده او د پام وړاندازه پيسووركړه به ټول دغه ډول قوماندانان دشمالي ټلوالې سره يوځاى كړي، زه هم ددغې جالبې پانگې اچونې سره موافق شوم.
موږ د شلټر نوموسيسې كسانوپه اړه چې طالبانوپه كابل كې بنديان كړي وو، هم خبرې اترې وكړې په كال ۲۰۰۱ كې داكټوبرپه درېيمه نېټه طالبانودشلټرنؤدبشري مرستې موسسې ټول مامورين دعيسويت دكتابونودخپرولواوعيسويت ته دمسلمانانودرابللوپه تورونيول، شپږ غيرافغانانوكسانوله ډلې څخه يې څلوراروپايان اودوه امريكني ښځې چې هيدي ميرسر۲۵ كلنه اوډاينه كيوري ۳۰ كلنې په شمول نيولي وو.
دغه ډله دكابل په زندان كې اچول شوي اوتراوسه هلته موجود وو، دطالبانودمشرانولخواچې ويل يې، دغه بهرنيان به دمذهبي تبليغاتودجرم په كولومحاكمه شي.
هغه جرم چې دطالبانودروڼ قانون لاندې يې دمرگ جزاوه، د 9/11 له بېښې مخكې ددغوبنديانولپاره نړيوالودخلاصون هڅې ناكامه شوي وې، د امريكې د بمبارۍ له پيل سره ددغوكسانودمصؤنيت اندېښنې نورې هم زياتېدې، عارف وويل چې هغه دطالبانوداستخباراتواوامنيت په دننه كې دجگپوړوسره اړيكي لري اوفكريې كاوه چې هغه ددغوبنديانودخلاصون لپاره پټې مذاكرې دپيسوپه بدل كې پيل كولاى شي، سره له دې چې موږزياتومالوماتوته اړتيادرلوده، ماورته وويل چې هرڅومره په بيړه چې كولاى شي، هومره زردې دغه كارپيل كړي، دغه موضوع دراتلونكوڅواونيوپه جريان كې په داسې حال كې چې موږغوښتل دبنديانودخلاصون لپاره پلان جوړكړو، دليدنوكتنوفرعي ببولاله وگرځېده، ماعارف ته ددغودووهڅودپيل كېدولپاره 250,000 امرياكايې ډالروكرړل.
يويشتم څپركى
داووم اكټوبرپه سهارميوري، پيلوټانواوبك د هغو دېرشو كسانو سره چې دفهيم پواسطه زموږسره دپلټنواو ژغورنې د دندې دترسره كولولپاره گمارل شوي وو، وليدل.
موږنه پوهېدوچې دڅه هيله وكړو، خوفهيم وويل چې دغه كسان ده دلښكرله بهترينوكسانوڅخه راخوښ كړي، خوهغه څه چې بياميوري وليدل، هغه بدل وو.
د دغودېرشوكسانوله جملې څخه ډېر د نوموړې دندې دترسره كولولېواله ښكارېدل، خوڅلوروكسانودغې دندې ته له گمارنې سخت سر وټكاوه، نو ميوري هم سمدستي ولېږل.
ډېريوكسانوله ځانسره كلاشينكوفونه راوړي وو خوهېڅ يوه د وسلې لپاره مهمات نه درلودل، شپږوكسانوهېڅ وسله نه درلوده اودرېيوكسانوبوټان نه لرل، محلي جوړې شوې پلاستيكي څپلۍ يې په پښو وې.
لومړني څوساعته ميوري دكلاشينكوفونواو د هغوى لپاره د مهماتو او د بوټونو د اخيستلولپاره د بوديجې په لگښت تېركړل، سره له دې مو بياهم له فهيم څخه وغوښتل چې دغو شپږ ويشتوكسانولپاره يونيفارم، بوټونه (مصرف به يې زموږپه اوږوي، ليكوال) برابر كړل.
په لومړۍ ورځ مې داېس اې آر يا د پلټنواو ژغورنې د ډلې زده كوونكو گډوډ گروپ تر سترگو شو، بك دچورلكې په وروستۍ برخه كې د اېس اې آر د عملياتولپاره د دوه گرديو دروازو د ليرې كولو د هدايت كار ترسره كاوه او ميوري دغه گروپ په دوو، ديارلس كسيزوگروپونو ووېشه، د هرې ډلې د پرمخ بېولولپاره يې افسران هم وټاكل، ميوري گروپونوته د چورلكې د لومړنيو تجربود حاصلولو، د چاپېريال جوړلو او د لاسونو پواسطه د اشارې كولو او د وېشتلو ډيسپلين زده كړه وركوله.
زده كوونكي ډېرلېواله وو او د ميوري دخوښولولپاره يې ډېرزيار گاله، تر مازديگر پورې اساسي زده كړې وكړې اوميوري كورته د گټورې ورځې د درلودلو له امله خوښ راوگرځېد.
ميوري راتلونكي دوې ورځې همدې ته ورته د ژغورنې تمرينونه تر سره كړل، چورلكه به په هوا شوه او د ښكته كېدلو په سيمه كې به يې په اوږده او ټيټه كړۍ كې په گړنديتوب سره الوتنې كولې او بيابه په ارامه ښكته شوه او وروستۍ لمبې (دپاملرنې لپاره كمياوي رڼابلول، ژ) به په داسې حال چې په چورلكه به دوړې راتاوېدې، گروپ دچورلكې وروستنۍ برخې ته دناڅاپه ننوتولولپاره راباله.
دميوري ترڅار لاندې د ډلې مشر به له چورلكې څخه بهر ټوپ كړاوخپلې ډلې ته به يې د دوى دموقعيتونوپه لورې لارښوونه كوله.
له دې وړاندې دوو يادرېيوتنوافغانانوپه چورلكه كې سفركړى ؤاودغه تمرينونه به گروپ تر ډېره بريده په خندا او خوښۍ كې ترسره كول، د تمرينونو په جريان كې كومه بده پېښه رامنځته نشوه او د اكټوبر د هنم په ماسپښن ميوري دغه گروپ د بېړنيو پلټنواو د ژغورنې د عملياتو د بريالي ترسره كولوجوگه وباله خو په دې شرط چې دامريكې ترڅارلاندې يې ترسره كړي.
زموږ چورلكې او د امريكې د هوايي ځواك لخوا د ژغورنې او پلټنودعملياتوپه گډه ترسره كولوكې لويه ستونزه په افغان اسمان كې دامريكې دپوځ او زموږ د چورلكې ترمنځ د اړيكو نشتوالى ؤ.
موږبايدله اواکس دهوايي خبرداري اوكنټرول بېسيم له چورلكې سره چې د دغې هڅې دنده يې پرغاړه درلوده اوله سي اى اېس (نېږدې هوايي مرسته) سره چې د غورځېدليوپيلوټانواوهوايي ساتنه به يې كوله اړيكې درلودلې واى.
د دغې اسانتيا د نشتوالي له امله ناشوني ښكارېده چې امريكايي پوځ به زموږچورلكې ته د دغه ژغورنې په ماموريت كې د برخه اخيستلواجازه راكړي.
موږځكه بختور وو چې د ژغورنې ماموريت ته هېڅ اړتياپيدانشوه، د اكټوبر مياشتې تر نيمايي پورې دامريكې پوځ د ژغورنې او پلټنولپاره خپلې وړتياوې پيداكړې، يوه چورلكه او غړي يې په شمال كې په ازبكستان كې ځاى پرځاى كړل اويوه چورلكه يې په سويل كې د پاكستان دكوېټې په عمومي سيمه كې چې جيك اباد نومېده ځاى پرځاى كړه، نو موږ د اېس اې آر يوگروپ بېرته جنرال فهيم ته وروسپاره او بل ديارلس كسيز گروپ مو د هوايي ډگر په شاو خوا كې د نڅاپي پېښو لپاره وساته.
د اكټوبر په اوومه د هوايي بمبارله پېلېدو وروسته پايلو ته په انتظار سره تېره شوه، په همدې وخت كې كريس اوسټان گلبهارته له سياف سره د بيا ليدنې لپار ه لاړل څو د هوايي ډگر دكارجريان وگوري، دوى په يوه نيمه بجه بېرته راوگرځېدل او دا خبر يې راوړ چې هوايي ډگر نږدې د تيارېدو په حال كې دى .
دوى هلته په ناڅاپي سفر ټول مامورين دسخت كاراودندې دترسره كولوپرمهال ليدلي وو، دغه مامورين دبدلون لپاره دامريكې يې وخت (پخپل وخت كاركول، ژ) تابع شوي وو، موږهريوپه ماسپښين كې دخپل سامان په برابرولويوڅه وخت تېركړ، څو لومړى كرښې ته دسفرتيارى ونيسواودبمباردكمپاين جريان له نږدې څخه وڅارو، په هغه وخت كې موږفكركاوه چې دبمبارتمركزبه دكابل په شمال كې په لومړيوكرښواوله تخارسره په لومړيوكرښوباندې وي.
دڅوورځوپه اوږدوكې ددرانده بمبار اوټكولوله امله شمالي ټلوالې هم دطالبانودكرښودماتولوهڅې پيل كړې، په همغه ماسپښين جان محمد، ما ته راغى او ويې ويل چې هغه كولاى شي زموږپه كوركې دسټلايټ اوډېش تلويزيون نصب كړي، دبي بي سي او سي اېن اېن خپرونې به تعقيب كړاى شو، موږهك پك شو، سټلايټ تلويزيون په پنجشېركې؟
هو شونې و، ډېش انټن همدلته محلي د المونيموله پاتې شونوتختوڅخه جوړشوى ؤچې د ليرې ختيځ څخه راوړل شوى اوكږې لښتې يې درلودې څوكاسه كلكه ونيسي، برېښنايي توكي يې له تاجكستان څخه راواردشوي وو، دغه برېښنايي توكي په اسانۍ سره نه ترلاسه كېدل او قيمتي هم ؤ، خوجان محمددوه مكمل سېټونه پيداكړي وو.
د څوساعتونوپه وخت كې كېدى شول چې سټلايټ ټلويزيون فعال شي، موږځكه ډېرلېواله ووچې دخبرونوتږي وو، له قرارگاه سره اړيكې يوازې د دندې اړوندې اړيكې وې او د ترورېزم پر وړاندې دجگړې په اړه د پېښو او په امريكې كې د 9/11 سپټمبر وروسته د پېښوڅخه بې خبر وو.
له خپلې ژمنې سره سم جان محمدسره له څلور يا پينځو افغانانو راغى چې د لكړوسرونه او بېخونه، چې د ټلويزيون سيم نه بلكې كباړ ښكارېدل ، له څوساعته كار وروسته ټلويزيون خپل شكل لاسته راوړ، پاپي له دوى سره دسيم دكيبلوپه برابرولوكې مرسته وكړه، څو د جنراټور د برېښناپه نشتوالي كې هم كاروكړي.
بك چې له ميوري سره د سار(SAR) له تمرين څخه راوگرځېد، هغه هم دغه مرستې ته ور ودانگل، هغه خو په ژبه نه پوهېده له مستريانوسره دسرپه ښورولود(ريسيور) ياڅپې اخيستونكي ماشين په برابرولوهوكړې ته ورسېد.
كله چې دشپې په نهوبجوهانك په كابل باندې دلومړي بمبارۍ څخه ويلي وو، موږ څوكسان بام ته وختلواودسويل تړانكې په لورودرېدو، څو د كابل په لورې بې ځنډه منظره ولرو، موږفكركاوه چې دبمونوپړكې چې د كابل پرسر په ورېځوكې به انعكاس كوي ووينو، ډېربه ونه وينوخودهركلي وړ ؤ.
ريك هيله درلوده چې ټلويزيون به دبمبارڅخه مخكې تيارشي او بيا وكولاى شي چې دسي اېن اېن له لارې يې وگوري، دادقيقاً هغه څه ووچې په 1991 كال كې موپه رياض باندې دسكډميزايېلودبريد پرمهال وكړ، كله به چې د سكډميزايېل غږ راغى نوسملاسي به مو سي اېن اېن ونيواودسكډ لوېدل به مو ولېدل.
دټلويزيون انځورونه او د چاودنو غږ زمااو بېټسي (دليكوال مېرمن، ژ) لپاره د ډېرې نا ارامۍ سبب گرځېده، ماښام نهه بجې راورسېدې اوتېرې شوې لس دقيقې وروسته بياهم څه نه ؤ، يوتېز زېړرنگه پړك دكابل په لورې ترسترگوشو، ماهيله درلوده چې د چاودنې غړمبهار واورم خوموږ ډېر لېرې وو، سره له دې چې موږپه خپل منځ كې نارې وهلې اويواوبل موپه شاټپول.
سملاسي څونورو پړكونو هم ليرې اسمان وځلاوه، ريك ته مې مخ ور واړاوه، سگريټ مې له جيبه راوويست اوريك ته مې ور وغزاوه، دغه صحنه د لمانځلووړوه.
دسپټمبر له يوولسمې نېټې وروسته له يوې مياشتې څخه په كمه موده كې موپه كابل كې د دوى پروړاندې بمباري پيل كړه، په هغو طالبانواوعربوباندې چې اسامه بن لادن اودهغه جگپوړوساتنه يې كوله، بمونه غورځول.
مادويم سگريټ راواخيست اود ښه ژوندپه هيله مو دودكړ.
له انگړڅخه غړمبهار راغى چې دلاسونوپه پړكولوسره يې ولمانځه، د ټلويزيون غړمبهار چې جان محمدراپيداكړى و، افغاني مستريان او زموږ افغان كاركونكو په انگړ كې خواره واره وواو د خوښۍ خبرې يې كولې، موږ هم ورگډ شو اوكه رښتياووايم په دغسې ځاى كې دسي اېن اېن ټلويزيون په ليدلوهك پك شوم.
د څو دقيقوپه اوږدوكې تازه خبر ؤچې ويل يې: په افغانستان كې د امريكې پوځ لخوادطالبانواوالقاعده پروړاندې دبمبارۍ كمپاين په نهو بجو پيل شو، خوبدبختانه دچاودنو ژوندي انځورونه نه وو.
ممتازراڅرگندشواودلمانځلولپاره موروغبړسره وكړ، هغه موسكى او خوښ ؤ.
د طالبانو پر وړاندې مود بمبارۍ داغېز په هكله مو خبرې سره وكړې، هغه غوښتل چې انجينرعارف ووينيو څودغه ښه خبر ورورسوي.
موږ د يو ساعت لپاره كېناستو، سگريټ موڅكول اوسويل ته د لومړۍ كرښوپه لورې دسفرپه اړه سره غږېدو.
موږ په خپل پلان كې نيمگړي وو، داسې ښكاره شوه چې داكټوبرپه اوومه نېټه دبمبار ډگر بې اغېزې ښكارېده، په راتلونكي سهارخبرشووچې د امريكې پوځ د هېوادپه كچه (31) هدفونه ويشتلي ؤچې له دغې جملې څخه په كابل كې يوازې درې بمونه غورځول شوي وو، د دغوهدفونوله جملې څخه زيات يې مهم ولې كم ارزښته وو، لكه د ټانكونو د بيا جوړولو وركشاپونه، دلښكرو د لېږلو وروستي ډگرونه او د خوړو اوتوكيوگدامونه، خو د لومړۍ كرښې جنگي موقعيتونه يې هېڅ ويشتلي نه وو.
انجينرعارف د سهار په اووبجوپه غيرمعمولي ډول لده سره دليدنې لپاره لږ د وخته راغى.
كه دعارف له څېرې څخه مواندازه اخيستلې واى، دشمالي ټلوالې دلوړپوړوچارواكوخپگان دلومړۍ شپې له بمبارۍ څخه له ورايه څرگندېده.
عارف وويل چې هغه دبمبارۍ دپيل له امله خوښ دى خوله كابل سره دلومړۍ كرښې قوماندانانودعرب اوطالبانودموقعيتونوپروړاندې دهېڅ بم دغورځېدلورپوټ رانه كړ، يوگدام اود پوځي موټرودترميم اسانتياوې يې له منځه وړي دي.
په لومړيوكرښوكې دعارف كسان دمخابرې دمحاوروپه ثبت كولوكې اوږده تجربه لري، هغوى دطالبانوداېچ اېف مخابروله لارې خبرې اورېدلي وې اوپه ټيټه كچه يې دطالبانوپه منځ كې دسكون خبر وركاوه اودبمبارۍ پايله محدوده ښكارېده.
دعارف په دعاسره مې سټان اوډاكټرجنرال بسم الله خان قرارگاه ته د څو ورځولپاره ولېږل، موږغوښتل چې لومړۍ درجه څارگر مالومات دبمبارۍ دپايلې اودبمبارلپاره دراتلونكيوهدفونوپه باره كې ترلاسه كړو.
سټان اوډاكټرددغه اوږده اوسخت سفرباندې دسهار يوولس بجې حركت وكړ، كله چې ددوى موټرله خلاصې ساحې څخه چې دگدام خواته وه تېرشواودبارك كلي په لورلاړل ماوويل چې دگروپ يوې برخې د سويل په لورې حركت وكړ.
كه چېرې دبمبارۍ حركت زيات نشي نودوى به يوازېني خلك وي چې هغه خواته ديوڅه وخت لپاره موجودوي.
هانك په همغه ماسپښين سي ټي سي ته دترورېزم پروړاندې دمبارزې رياست ته ټليفون وكړ، هغه وويل چې دولس مشرلپاره دسهارغونډه، چې لده سره ډي سي اى هم په كې گډون كړى ؤدبم غورځونې دكمپاين دپيل كېداپه اړه وه، او ويې ويل چې شمالي ټلواله دې ترڅلوروياپينځوورځولپاره په دغه ځاى كې تم شي، څوطالبان دبمبارۍ پواسطه كمزوري شي.
ماهانك ته وويل چې كه چېرې دتېرې شپې هڅې زموږوروستۍ هڅې وي نودطالبانودجنگياليوپروړاندې دبمبارۍ دډېرې اغېزې هيله بايدونكړي، ماورته پخوانۍ ارزيابې بياتكراركړه اوومې ويل چې دشمالي ټلوالې ځواكونه دامريكې دمهمې اولويې مرستې په نشتوالي كې ښكاره دومره ځواكمن نه دي چې له خپلوموقعيتونوڅخه رابهرشي اودكابل په لورې حركت وكړي.
هانك وويل چې دكابل دنيولولپاره پرېكړه دكړنلارې دجوړونكې ټولنې په منځ كې په خپله يوبحث دى، پاكستانيان، روسان اوايرانيان ټول په ښكاره ډول په كابل باندې دتاجك پلوه حكومت بريالي كېدلواو ورسره دوينې تويېدلوله امله اندېښمن ؤ.
په واشنگټن كې زيات وخت په دې تېرېده چې ملگري ملتونه اجازه وركړي څوديوازادكابل واگې په لاس كې واخلي اوټول مخالف ځواكونه، تاجك اوپښتون له ښارڅخه بهرپاتې شي.
مايوازې كولاى شول چې خپل سر په حيرانتياسره وښوروم، ما او هانك په دې هيله خداى په اماني سره وكړه چې راځه (نن شپه څه پېښېږي)
انجينرعارف دشپې په نهوبجوددويمې غونډې لپاره راغى خوداځل زه اوهغه دبمبار په مضمون باندې ونه غږېدو، زه دعارف نظرته غوږشوم چې هغه څنگه كولاى شي په هېوادكې دطالبانوترولكې لاندې سيموكې عمليات ترسره كړي،څوبن لادن اودهغه لوړپوړې چارواكي راونيسي.
عارف وويل: دى په دې فكردى چې دمجاهدينوپخواني قوماندانان چې دمسعوداودشمالي ټلوالې سره له پخواراهيسې همكار ؤ، پدغوځانگړودندوكې چې موږتربحث لاندې نيولې وې همكاري وكړي، خودطبيعي خوى په لرلويانې دپيسوپه بدل كې.
ماله عارف خخه وغوښتل چې له هغوقوماندانانوسره چې دى پرې باورلري اړيكي ټېنگې كړي اوله هغوسره وغږېږي چې هغوى داسامه اودهغه دجگپوړوپروړاندې څه كولاى شي.
عارف ژمنه وكړه چې په هغه ماښام دطالبانوله كرښوڅخه هاخواپيغام لېږدوونكي ولېږي، څوله هغوقوماندانانوسره چې دكابل په ختيځ كې اوسېږي اړيكې ټينگې كړي.
دعارف استخباراتوداسامه بن لادن لوړپوړى چارواكى ايمن الظواهري هلته په گوته كړى ؤ.
موږ د شلټرنو د بنديانوپه اړه بياهم بحث وكړ، عارف وويل چې دى دكابل استخباراتو د امنيت د ودانۍ له لوړپوړي غړي څخه د هغه په خوښه د بنديانو د خلاصون په اړه دمعاملې كولودځواب هيله لري.
ماعارف ته وويل چې دغه موضوع ته جدي پاملرنه وكړي.
دبمبارۍ په پيل سره كه طالبان هرڅومره گډوډهم وي دامريكايي او اروپايي بنديانوسره به سخته كړنه وكړي.
كله چې عارف لاړ زه بېرته خپل دفترته لاړم، څوورځې تېرې شوې پېښې قرارگاه ته ور ولېږم.
ريك اوكريس مې وليدل دواړه ناست اومخونه يې دپنجشېرپه دسمالونوباندې نيم پټ كړي دي، كرېس درېيو شمعوته اور وركړى ؤ څو دغه مضر بوى چې له پاپي څخه راروان ؤ له منځه يوسي (ليكوال دلته دپاپي دمعدې دخرابوالي له امله د بدبوى يادونه كوي، ژ) له بده مرغه ماهم بله چاره نلرله نواړشوم چې له دوى سره مېزشريك كړم، مخ مې په دسمال پټ كړ او كريس مې وپوښته چې څومره شمعې پاتې دي؟
هغه وويل چې دوه بكسونه نورهم لرم، ښايي چې څلوېښت دانې وي.
ماپاپي ته وروكتل او ويې ويل چې ښايي دغه تعدادمويوساعت يازيات وخت لپاره كافي وي.
زه بايدنن شپه په بيړه رپوټ وليكم، پاپي هم په خنداشواو زه هم په خنداشوم.
دوه ويشتم څپركى
دتېرې ورځې دحالاتوپه جاج سره راتلونكي ورځ چې داكټوبر لسمه وه، ډېره اړينه وه، ورځ له سپكوپېښوسره پيل شوه، يوه دبم غورځونې ستراتيژي اوبل افغانستان تهدځانگړوعملياتودپرسونل ننه ايستل.
ورځ ديخ حرارت اودوريځوله ډك اسمان سره چې دباران گواښ يې كاوه پيل شوه، دسهارله اووبجوڅخه لږمخكې مې يوه پياله كهوه جوړه كړه اوانگړته ووتلم څودبېسټي سره دپرمختللي جيوسټېشنري سټلايټ ټليفون دسيسټم له لارې خبرې وكړم.
ماله هغې سره دبل سيسټم له لارې چې پخوانى اريډيم ( يو ډول كيمياوي عنصر چې ژېړرنگ لري او د فلزاتوپه جوړولوكې ترې گټه اخيستل كېږي، ژ)اوټېټ مدارلرونكى سټلايټ ؤ، څوځلې غږېدلى وم، دغه ټليفونونه د سر درد ؤاو د سټلايټ سره وصل يې ډېر وخت نيؤه، كله به دې چې ټليفون ته ځواب وركاوه نوتماس به قطع شو، له دې سره سره مې لد غه سيسټم څخه دلومړي ځل لپاره ښه تماس ونيو، خود دغه سيسټم دروښانوالي او قوت لرلوته حيران وم، تردې چې د دې غږمې واورېداو د هغې له فعاليتونو خبر شوم او د ماشومانوله حال احوال څخه خبرشوم اوتر دې چې زموږ درې سپي په څه حال كې ؤ( ټول چت پوزي سپي ؤ، ليكوال) خبرشوم اوخونديې وكړ، ماهغې ته وويل چې كه څه هم وزن مې له لاسه وركاوه ښه احساس مې كاوه، سيپرو (يوډول انتي بېوتيك دارو، ژ) ښه كاركاوه، مادې ته مشوره وركړه چې كله شمالي ټلواله د دوى له دفاعي كرښوڅخه راووزي، دكابل په لورې حركت وكړي اوزه دامريكې متحده ايالاتونه راوگرځم نوموږبه پينځه ياشپږورځې په نوي اورلين كې تېرې كړو، موږدواړه هلته نه ووتللي، كه څه هم چې څوځله مودغه ښارته دسفرپه اړه خبرې كړې وې.
بېټسي هم له دغه نظرسره موافقه شوه، دبهرني خدمت دوه كسان (مېړه اوښځه، ژ) له چاسره چې بېټسي له اوږده مهال راهيسې ملگرې وه، لويزوناكې تقاعد اخيستى ؤاوپه باټن راگ كې يې كوردرلوداوپه نوي اورلين فرينچ كوارټركې يې دوه چپركټه اپارتمان درلودچې دخپلورخصتيوپرمهال يې ترې گټه اخيستله، دوى موږته بلنه راكړې وه چې هروخت موږ دغه ځاى ته په سفر راشو، كولاى شوچې له دغه ځايه گټه واخلو، دغه نظرموږ د مثبتې هيلې راتلونكې راكړه، دبېټسي سره مې دالله په اماني پر وخت ښه احساس كاوه.
په همغه سهاركله چې زه دفترته ورننوتم اودتورې كهوې غټه پياله مې ډكوله، زه د ريك په ليدلو حيران شوم، هغه ډېرپه قهراوخپه ؤ، پاپي هم هلته ؤ او داړيكوكنټرول يې كاوه، ريك دهغه ټليفون له امله چې د سي ټي ايس يا د ترورېزم پر وړاندې دمبارزې رياست نوي جگپوړي افسر فرانك-اې كړى ؤاو دسهارپه درې نيموبجو يې له خوبه راپاڅولى ؤ، چې بياسملاسي پاپي ځواب وركړى ؤ ډېرپه قهرشوى ؤ.
دغه موضوع (چې ريك يې له امله په قهرؤ) دهدف دكوارډيناتوموضوع وه اوفرانك – اې دسينټ كام(1) لخوا تر فشار لاندې ؤ څو د دغوكوارډيناتوتصديق وكړي، چې په هغه ځانگړوكوارډنياټو كې ملكي خلك موجودوو، زموږگروپ بايدسملاسي تصديق وركړى واى چې موضوع همدغه ډول ده.
پاپي فرانك ته ويلي ؤچې دغه هيله ځكه ناممكنه ده چې زموږگروپ په هدف باندې دسترگولرلوظرفيت نلري، دغه منطقه نږدې پنځوس ميله سويل خواته زموږله موقعيت څخه واټن لري اودلته خونيمه شپه هم ده، په دې خبره فرانك له حدڅخه زيات په غصه شوى ؤ، اوښكنځل يې كړي ؤ، ماچې دغه كيسې ته غوږنيولى ؤ، زه هم په قهرشوم، دتېروڅوروځوپه تېرېدوسره موږدسي ټي سي سره يوه اندازه ستونزې لرلې، دوى زموږ ورځينى رپوټ اواستخباراتي رپوټونه چې موږ ورلېږل نه لوستل، موږبه نن ددوى پوښتنې ته ځواب وركړاوراتلونكي ورځ به يې دهمدغومالوماتوبياغوښتنه كوله.
موږ دوى ته دكابل په شمال كې دجگړې په كرښه دطالبانواوعربانودهدف موقعيتونه هم وركړي ؤ، دغه كوارډينات مودانجينرعارف له استخباراتي افسرانوسره چې زموږدگډاستخباراتي دفتر يوه برخه وه په گډه اخيستي وواوموږډاډه ووچې دغه كوارډينات اوهدفونه دقيق ؤ، خوهېڅ امكان نه ؤچې موږهلته دملكي وگړونشتوالى تصديق كړى واى، زموږدشمالي ټلوالې كوربه گانوډاډ راكړ چې دكابل په شمال كې له دغه هواروسطحوڅخه ملكي خلك دطالبانولخواپه زور له خپلوكورونوشړل شوي دي خوپه دې هېڅوٰك هم نه پوهېدل چې خپله په هدفونوكې څوك موجودوو، دقرارگاه لپاره داحقيقت اومناسب نه ؤچې له موږيې د دغه اندازې د زياتواونورومالوماتوهيله او د مالوماتودتصديق غوښتنه كړې واى.
ددغه دلايلوسره سره دفرانك يادكوم بل يوه قهرېدل دپاپي يازموږهريوه سره دمنلووړنه وه، ماريك اوپاپي ته ډاډ وركړچې زه به دغه موضوع وروسته له دې چې په قرارگاه كې د ورځې كارپيل شي له هانك سره مطرح كړم.
موږگلبهارته هوايي سفرپلان كړڅوهوايي ډگر وگورواوسټان او ډاكټر هم له ځانه سره راواخلو، خوايډ رپوټ راكړ چې نصيرزموږافغان پيلوټ له خپلوځواكونوسره په باگرام هوايي ډگر كې غږېدلى ؤاو د الوتنې لپاره هوا ډېره خرابه وه، له كړكۍ مې بهر وكتل اوپه ډاډ سره باران ورېده، انجينرعارف په داسې حال كې چې باران ورېده راغى او خبر دا ؤچې دافغان شلټرنؤديوه بندي له پلارسره اړيكه ټينگه شوې وه اوهغه ومنله څو زموږ سره د ژغورنې په پلان نيولو كې مرسته وكړي، دغه سړى دخپل زوى سره دملاقات لپاره هره اونۍ دغه زندان ته ورتلو، عارف ډاډه ؤچې دغه كس به دزندان دامنيت اودبنديانودځاى په اړه مالومات راكړي.
دغه سړى په هغه ماښام دلته راتلواوعارف هم موافق شوڅودغه كس زموږسره دليدنې اودمالوماتو لپاره وغږوي.
په دوديزډول دغه دافغاني وخت ثبوت ؤ، افغاني وخت دقيق نه وي يوازې يو اټكل وي، دغه سړى دوه اويا ساعته وروسته راغى په هغه ماسپښين ما هانك ته دټليفون كولوكوښښ وكړخوهغه په غونډو كې بوخت ؤاو دوى ويل چې ترناوخته به بوخت وي، زه قرارگاه ته د فرانك د بې ادبه خبرواوزموږد ليكونودنه لوستلوپه سرتر اوسه هم په قهروم.
ماغوښتل چې زه له هانك سره پدغه موضوع باندې وغږېږم نوزه ځكه په انتظارپه اندېښنه كې كېناستم اودمهموموضوعاتوپه اړه مې رپوټونه ليكل.
ټليفون وگڼېداودا زماپخوانى ملگرى مايك ؤ، هغه په ۱۹۹۶ كال كې په اسلام ابادكې زمامرستيال ؤ، هغه دځانگړوعملياتودفرقې ساډ مرستيال ؤ اوپه پنجشېركې زما د وخت پرمهال يويا دوه ځله سره غږېدلي وو، زه حيران شوم چې هغه خبرې په دې پيل كړې چې قرارگاه خپه وه، په دې چې تراوسه مې افغانستان ته د ځانگړو عملياتو قطعاتو د ننوتنې لپاره ترتيبات نه ؤنيولي، هغې زه وپوښتلم چې ددغې ستونزې لپاره به زه څه وكړم؟
له مابېخې وركه شوه، ماورته وويل چې زه ددغه موضوع سره هيڅ كارنه كوم، زه دلته په افغانستان كې دشپږو(سي اى اې) افسرانوسره ناست يم اودبهر دنياسره محدودې اړيكې لرم او دمركزي قرارگاه سره اونورونظامي قطعاتوسره په دې موضوع كې غيرمستقيم تماس لرو.
دغه دامريكې دپوځ ستونزه ده، دسپټمبر په ۱۹ له متحده ايالاتوڅخه زموږله سفرڅخه وړاندې موږله خپلوپوځي نمايندگانوڅخه تكرارً داشتراك غوښتنه وكړه، خودځانگړوعملياتوپخپل منځ كې دماموريت كولوپه اړه دومره شخړې وې چې پايله يې هېڅ وه، قرارگاه څه فكركاوه چې موږد دوى د ستونزې په اړه څه كولاى شول؟ څومره چې زه غږېدم هومره په قهرېدلم، مايك له ماوغوښتل چې له ډگروال جان ملهولانډ چې دټاسك فورس ډگرقوماندان ؤ، سره خبرې وكړو.
نوموړي غوښتل چې دعملياتوقرارگاه دكرشي خان ابادپه هوايي ډگركې چې دازبكستان دتاشكندڅخه شمال لورې ته تقريباٌ سل ميله واټن لري جوړه شي.
مايك وويل چې زه بايددډگروال ملهولنډسره په دې چې څنگه دځانگړوځواكونود اې گروپ پنجشېرته راوړي څودژامې ماتوونكي گروپ سره يوځاى شي وغږېږم.
مايك ته ماوويل چې كه چېرې په قرارگاه كې چازموږرپوټونه لوستلي وي، دوى به وپوهېږي چې لاله پخوادډگروال ملهولنډسره دوام دارتماس لرو، ډگروال واضح وويل چې افغانستان ته دځانگړوځواكونو دلېږدولو واك او اختيار د سينټ كام اوسوكام يا د ځانگړوعملياتوله امريت سره دى.
دهغه دتكراري وړانديزونوسره سره بياهم دغه ډول امر پياده كول شونى نه ښكارېده، د دې څخه لابده يې داوه چې هغه په دې نه پوهېده چې څرگنده كړي چې داې گروپونودنده به څه وي؟ نوپه ښكاره توگه خو موږ دلته په ساحه كې دغه ډول موضوعات نشول حل كولاى، ما مايك ته وويل چې كه رښتياووايم دغه ټول چټيات دي، داهغه موضوع ده چې هلته په قرارگاه كې دكړنلارې دټولنې په منځ كې بايد حل شي، هغه وويل چې دغه ډول كړنې به دي په ستونزو كې راښكېل كړي.
ماورته وويل چې كه چېرې خلك هلته زماڅخه خپه وي او يا زما د گروپ د كاركولو له ډول سره خپه وي ۱:كولاى شي چې كونټي مې ښكل كړي (ښكنځل، ژ)
۲: كولاى شي چې له دغه ځايه مې وباسي كورته مې بوځي.
امكان لري چې دوى دلته له وظيفې خوندواخلي، ماورته وويل چې دا هغه ستونزه ده چې بايدهلته برابره شي اوبيا د دغه چټياتولپاره ماته ټليفون ونكړي، ټليفون مې بندكړاوراوگرځېدم څوريك پيداكړم، ومې ليدل چې ريك كريس، پاپي، ايډ، گريگ او بك ټول چوپ ناست او په حيرانتيا ماته گوري، ماخپلې اوږې وڅنډلې او يوازې مې وويل چې ښه داخوهم يوه خوندوره محاوره وه، اياتاسې فكركوى مايك به د دغه موضوع په اړه زماپه احساساتوپوهېدلى وي؟
پينځه دقيقې وروسته ټليفون بياوشرنگېده اوداځل راوډ ؤ، راوډ د ځانگړو فعاليتونود فرقې مشرؤ، هغه غوښتل چې له ماسره وغږېږي، هغه وويل چې څه حال دى؟ مايك وويل چې ته خپه اوپه غصه وې؟
زه تر هغې ارام شوى وم اوپوهېدم چې دايوچانس دى څوخپلو موخو ته ورسېږم، ماورته وويل چې هوزه خپه وم ، ما دقرارگاه د پام په نشتوالي باندې چې زموږځوابونوته پام نه كاوه بياكتنه وكړه، زه پوهېدم چې دترورېزم پر ضدمركز نوى په جوړېدودى خوداسې ښكاري چې هيڅوك زموږ رپوټونه نه لولي او پايله يې په نيمه شپه كې د دوى لخوا لمسوونكي ټليفونونه وي او هغه پوښتنې كوي چې هغوته موږڅلرويشت ساعته وړاندې ځواب وركړى وي او يا د دغسې مالوماتو د تصديق غوښتنه كوي چې هغوته موږكوم امكانات هېڅ نلرو، لكه په شمالي سيمو كې چې دكابل څخه دوويشت ميله واټن لري څوك خوځښت لري؟ او بيامايك ماته ټليفون كوي او وايي چې قرارگاه له ماڅخه غواړي چې خپله سستي پرېږدم، راپاڅېږم اوافغانستان ته دځانگړوځواكونودلېږلوموضوع حل كړم، دترورېزم پروړاندې د مركز او د شمال ختيځې فرقې ترمنځ په سلگونوافسران د دغو وظيفو د اجرا كولو لپاره موجود ؤ اوپه قرارگاه كې نورې برخې وې چې دهغوى يوازېنى دنده دا وه چې د سي اى اې او د امريكې د پوځ او نورو دولتي عناصرو ترمنځ انسجام اوهمكاري رامنځته كړي.
ماته داسې ښكاره شوه چې د دغو ستونزو لپاره چې ما يې يادونه وكړه حل په قرارگاه كې دننه دى.
راډ ډېرښه سړى دى اودخپل اعتبارپه خاطريې ماته اجازه راكړه چې وغږېږم، هغه په ډېرارام اوپه ښه ډول يې ځواب راكړاودپنځلسودقيقوپه شاوخواكې ستونزو ته په بياكتنې وغږېدو.
ماهغه ته دهغوستونزو په اړه چې له قرارگاه سره مودپوښتنو، ځوابونواوغوښتنوله مخې لرل اودهغو مالوماتو په اړه چې په سي ټي سي كې يادښت شوى اوثبت شوي ؤځانگړي مثالونه وړاندې كړل.
راډ ومنله چې افغانستان ته دامريكې دپوځ لېږدولوموضوع ښكاره بايدواشنټگن حل كړې واى، راډ ژمنه وكړه چې دغه موضوع به د ډي سي اى سره په همغه ورځ مطرح كړي اوهانك اوكاپر به دې ته وهڅوي چې دسي ټي سي جوړېدونكى ساختمان او دغه عمليات له نږدې په لاس كې ونيسي.
زماگروپ د سي اى اې دهغولسوگروپونوڅخه و چې افغانستان ته د دندې ترسره كولولپاره لېږل كېدل لومړى گروپ ؤ او ټولې ستونزې مخكې له دې چې نورگروپونه رالېږل كېږي بايدحل واى، وروستى موضوع چې له هغه سره مې ياده كړه هغه دطالبانوپروړاندې زموږدبمبار د كمپاين داغيزې نشتوالى او د هغوحالاتو وه چې په لومړيوكرښوكې شمالي ټلواله ورسره مخ وه.
دغه كمپاين درېيمې ورځې ته داخل شوى ؤخولاتراوسه هم د طالبانولومړۍ كرښې نه وې ويشتل شوې، دشمالي ټلوالې مشران اندېښمن ؤ او هغه څه چې موږ ليدل د دښمن له محاورو څخه دا څرگندېده چې طالبان نورهم تشويقوي او د دوى مورال ډېرلوړ ؤ، راډ وويل چې زه بايد د ساحې د حالاتو د ارزيابۍ لپاره بل رپوټ وليكم چې په هغه كې حالات څېړل شوي وي اوپه شمال كې حالات وروسته د دې چې كه موږخپله ستراتيژي د ېخوا راوگرځوو او د شمالي ټلوالې د ځواكونو پر وړاندې طالبان وټكوو، د حالاتو بدلون په كې څېړل شوى وي.
داځل مې چې ټليفون كېښود، نسبتاً ډېرښه احساس مې كاوه.
زه له ريك اوكريس سره وغږېدم اوپرېكړه مې وكړه چې د راډ هغه نظرچې ويل يې بايد د ساحې دحالاتو دارزښت ټاكنې لپاره بل رپوټ وليكم، ښه نظر ؤ، دايوازېنى رپوټ و چې ماباور درلودچې وبه لوستل شي اوماغوښتل چې زموږنظريې په واشنگټن كې دكړنلارې دبحث يوه برخه وگرځي، زه د رپوټ په ليكلو بوخت شوم.
شمالي ټلواله په افغانستان كې دامريكې پوځي مداخله ديوه خوب درښتينوالي په ماناگوري، بلې نوموړې ټلواله په هېوادكې ترټولوښه پوځي ځواك دى خوددوى داحتياط، پرسونل اودلوجستيك د نشتوالي له امله نشي كولاى چې پخپلومټودجگړې څپه دطالبانواودهغوى دعرب ملاتړوپروړاندې وگرځوي، كه چېرې دطالبانولومړى كرښې له منځه يوسوشمالي ټلواله كولاى شي چې شمالي سيمې اوكابل تر ولكې لاندې راولي.
طالبان به په كابل كې دپاتې كېدلوكوښښ وكړي خوكوښښ به وكړي چې سويل اوخيتځ اوښكته لور ې پكتيا، پكتيكااوگرديزته وتښتي، دشمالي ټلوالې مشران په دې پوهېږي چې دامريكې د دولت په منځ كې د دوى لخوادكابل دنيولوپروړاندې مقاومت شته خودجگړې ډگرحقيقت به ددغه عمل پېښېدل حتمي كړي.
كه چېرې شمال غرب كې امريكې دتخار لومړى كرښه بمباركړي نوشمالي ټلواله به هلته هم دكرښې دماتولو توان پيداكړي، تالقان به ډېرژر ددوى لاسته وغورځي اوشمالي ټلواله به تركندوزه ځان ورسوي، دامريكې په مرسته به قوماندان دوستم اواستادعطا مزارشريف ونيسي اوهمدې ته ورته به اسماعيل خان به هرات ونيسي.
دځواكمنې بمبارۍ له امله به دلومړيوڅواوونيوپه پاى كې دافغانستان نيمايي برخه شمال ترخپلې ولكې لاندې راولي، كه سم اوكه غلط وي خوشمالي ټلواله به له كابل څخه هاخوا د تگ كوښښ ونكړي، ځكه چې دوى كابل ته دخپلې مورنۍ ځمكې په توگه گوري اوچې طالبان كابل پرېږدي كابل ته د دوى ورتگ دتاريخ په اوږدوكې عادلانه اونژادي حق او د جگړې په ډگر كې حقيقت بولي، دوى پوهېږي چې تركابله هاخوا خوځېدنه به ځواكمن سياسي خطرات منځته راوړي اوشمالي ټلواله خپله هم وايي چې دوى له كابل څخه هاخوا د بريد لپاره بنسټيزې وسيلي او لوجيستيك نلري.
شمالي ټلواله به حتماً په نږدې وخت كې دمسعودسياسي اجنډاچې دلويې جرگې او د موقتې ادارې جوړښت ؤ په رامنځته كولوكې مناسب رول ولوبوي، يوه داسې اداره به رامنځته كړي چې په هغه كې به تاجك او نور لږكي يومناسب رول ولوبوي.
پاپي يوازې له نيمې شپې څخه لږوړاندې دساحې ارزښت ټاكنې رپوټ ولېږه.
زه وروسته خبرشوم چې دغه رپوټ ډي سي اى اغېزمن كړى ؤ او د اكټوبرپه يوولسمه نېټه يې چې راتلونكې ورځ وه ولسمشرته تشريح كړې وه، په غونډو كې اوس معياري بحث دا ؤچې كه چېرې شمالي ټلواله كابل تر ولكې لاندې راولي، پاكستانيان به څومره خپه شي او په سويل كې دپښتنودهڅونې او خوځښت لپاره بايدڅه ترسره شي.
ډي سي اى خپله وويل چې موږبايدپه شمال كې شمالي ټلواله له پړې خلاصه كړوڅوتالقان اوكندوزترولكې لاندې راولي، د دوى چټكه كاميابي په شمال كې طالبان اوعرب جنگيالي په لومه كې رانيولى شي يابه تسليم شي اويابه له منځه يووړل شي.
شمالي ټلواله بايد دكابل په شمال كې راټال كړوڅوپښتانه او(پاكستانيان، ليكوال) كراركړو، زموږكاميابي به په شمال اوسويل كې پښتانه قومونه حركت ته غښتلي كړي، هوداهغه څه ؤچې ماذكركړي ؤخودادومره څه ؤچې دغه دپرېكړې لپاره كړكېچن حالت له منځه يوسي اودجگړې ډگردكار وړستراتيژي منځته راوړي.
كه څه هم چې دغه بحث پاى ته ونه رسېدخوپه هرترتيب مابياهم يواوږدليك (نه ارزښت ټاكنې رپوټ) وليكه اودغه ليك دشمالي ټلوالې دمشرانونظريات دلومړى كرښې دبمبارۍ په باره كې اوپه عين وخت كې ددوى لخوادكابل دنيولو وروسته دمشكلاتودپيداكولوپوهېدنه په گوته كوله.
عمده مطالب په كې داليكل شوى ووچې شمالي ټلواله زموږله همكاريومنندويه ده خوكه موږدهغوى سره دجگړې په ډگركې مرسته وكړواوكه ويې نكړودوى به دژمي تر راتگ دمخه دكابل دنيولولپاره خپلې هڅې پيل كړي، شمالي ټلواله پرې باوري ده چې دكابل نفوس به هغوى ته ځكه ښه راغلاست ووايې چې دغه ښارپه بنسټيز او عنعنوي ډول يوتاجك پلوه ښاردى، ماورته وليكل چې دشمالي ټلوالې سره په پوره ډول زموږدمرستې بندول ددې لپاره چې دپښتنواوپاكستانيانو نيوكې كرارې كړويوه اشتباه ده، دشمالي ټلوالې سره زموږپوره مرسته به دشمالي ټلوالې په راتلونكي سياسي فعاليتونوباندې زموږ اغېزه غښتلي كړي.
ماخپل ليك لانه ؤ لېږلى چې له اسلام ابادڅخه يورپوټ راغى چې دبمبارۍ لومړى څلورورځې يې دسياسي خپگان په سترگه كتلي وو.
په اسلام ابادكې د سي اى اې ځايي مشرليكلي ؤچې پښتنواوس پنجره نوره هم ټينگه سره نيولې ده اوطالبان له ملاعمرڅخه نور راتاوېدل، رپوټ په دې تاكيدكاوه چې دپاكستانيانورول ددغه كړكيچن اوله ستونزوډك حالت كې مهم باله، دايې هم ويل چې دپاكستان ولسمشرجنرال مشرف د پاكستان داستخباراتوداى اېس اى په شبكه كې پراخ بدلون راوستلى اومذهبي اومحافظه كار ډايركټرجنرال اودهغه انډيوالان يې لا د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وروسته له دندې لېرې كړى ؤ، چې له امريكې سره دنږدې همكارى مخالفت كاوه.اى اېس اى نوى اعتدال خوښوونكى مشرته دجنرال مشرف لخوا د سي اى اې سره دترورېزم پروړاندې دپوره همكارۍ امروركړل شوى ؤ، رپوټ كې راغلي ؤچې اى اېس اى دافغانستان حالاتوسره په كلونوبلدتيادرلوده اولاله پخواڅخه يې په پېښوركې دپراخه نژادي (دافغان دولت په تبعيدكې) دولت دجوړېدلولپاره ډېرې هڅې روانې كړې وې، مشرليكلي وو چې موږبايدپه دغه هڅه كې دپاكستانيانوسره له نږدې كاروكړو، په سويل كې بايدتمركزوكړواودبمبارۍ كمپاين دراتلونكوڅواوونيولپاره په كراركړواودطالبانودلومړى كرښې ځواكونه په خپل حالت پرېږدوله دې امله بايد دغه اصلاٌٌيوه سياسي مبارزه وي نه پوځي مبارزه، پرېږدى چې دطالبانوپروړاندې په پښتنوكې مقاومت زيات شي، هغه هم په داسې وخت چې سي اى اې او اى اېس اى هلته يووسله وال مقاومت رامنځته كړي دغه به دطالبانووروسته په سياسي پروسه كې ميزان برابركړي. مادغه پيغام په پوره بې زړه توب ولوست، دغه دناكامۍ اودسياسي حيرانتيالپاره يوحتمي امرؤ، دغه هڅه چې پاكستانيان يې افغان لوبې ته بيارابلل يوه پرېشاني اورښتيني اشتباه وه، دوى ددغه ملك لپاره خپله سياسي اجنډا لري اوداهغه څه نه ؤچې دامريكې دولت يې دطالبانو وروسته په مهال كې څرگندېدل غوښتل. دواشنگټن هڅه په افغانستان كې ديوې گټونكي جگړې لپاره له ستونزو او خنډنو ډكه مبارزه وه.
درويشتم څپركى
له انجينرعارف سره ماپه خپله لومړى ليدنه كې داژمنه كړې وه چې امريكې پوځ به دشمالي ټلوالې ځواكونوته اړين پوځي اكمالات د هوا له لارې راورغورځوي اوهمدارنگه به بشري خوراكي اكمالات دهغو ملكې خلكولپاره چې د شمالي ټلوالې ترولكې لاندې دي دهواله لارې وروغورځول شي.
ما دغه موضوع د سي ټي سي يا ترورېزم پرضدله مبارزې مركزسره دليك له لارې ياده كړې وه، كه څه هم چې يوشمېرستونزې وې چې بايدددغې هڅې له ترسره كيدووړاندې اوارې شوى واى، خوهغوى ډاډه ؤچې دوى له دې كارسره پوره موافق دي هغوى به بشري هوايي ماموريتونه ترسره كړي.
كه څه هم چې ددغه كارپه ترسره كولوسره به دوى دغورځونې ساحې په زيات دقت سره ويشتلې واى خودامريكې هوايي پوځ نه غوښتل چې ديادوشويوتوكيولومړنۍ غورځونې له ټيټې ارتفاع څخه ترسره كړي.
دطالبانوځواكونوپه سلگونوامريكې جوړ اوږد واټن ويشتونكي سټېنگرميزايل او همدارنگه په سلگونوروسي اونور ډول له ځمكې څخه د هوا ضدميزايل په افغانستان كې لرل، د اېس اې ار (د پلټنې اوژغورنې) د ظرفيت دنشتوالي له امله يې دبار وړونكوالوتكوغورځونې بايدكړې واى، خو ډېر زيات خطر يې درلود، لومړنۍ غورځونې يې بايد له اوويشت زره فوټه ارتفاع څخه ترسره كړې واى، ددغه كارلپاره يوه اوږده پراخه او اواره سيمه پكاروه چې پنحشېردره ترهغه مهاله ترې بې برخې وه، خوكه د غورځونې ارتفاع راټيټه شوى واى بياكېداى شوه.
د اكټوبرپه لسمه نېټه موږته خبرراكړل شوچې اېن اېس سي پرېكړه كړې چې دخوړولومړۍ غورځونې په شمال كې دتاجكستان له پولې يوازې سويل لورې ته په اوارو سيمو كې چې دخواجه بهاوالدين ختيځ اوسويل ته غزېدلې وې ترسره كړي.
څلور سي-۱۷ C ډوله الوتكې دزرگونوپاونډه خوړو د غورځونې لپاره ټاكل شوې وې.
موږته ويل شوي ؤچې دخوړو دغه ډبي چې زموږاېم ار اي(1) ته يا په ډبيوكې دخوړلوتيارې شوې غذاته ورته دي دملكي بشري سازمان دكارونې لپاره جوړې شوي وې اوپه هرپاكټ كې كافي اندازه خواړه ؤ، چې يوبالغ سړي پرې ديوې ورځې لپاره قناعت كولاى شواى.
جنرال فهيم دغه ماموريت ته په خوشالۍ سره هركلى ووايه اوميوري داوطلبانه وغوښتل چې شمال ته وروگرځي اودخپل ملگري جنرال بريالي خان سره دغورځونې دسمي لپاره نقشه جوړه اوكوارډينات يې واخلي، څو وروسته دغه بكسونه لاس ته راوړي.
ميوري زموږ د چورلكې په واسطه د اكټوبر په دولسمه نېټه تر خواجه بهاوالدين ور پورې كېده او د هوايي بشري مرستې غورځونې د اكټوبر په ديارلسمه نېټه سهار وختي ترسره كېدې.
د ميوري له كوزېدو وروسته چورلكه د شپې د تېرولو لپاره دوشنبې ته لاړه څو تېل واچوي او دوه اضافه افسران چې غوښتل يې زموږله گروپ سره په پنجشېركې يوځاى شي له ځان سره راواخلي، په داسې حال كې چې ميوري ته دگريگ اونصيرپواسطه الوتنه وركول كېده، زموږدگروپ څلورغړي سويل درې ته ښكته دموټروپه كاروان كې لاړل، كريس او ايډ په يوه موټركې اوسټان او ډاكټرپه بل موټركې وو، كريس پلان درلودچې له سياف سره يوځل بياوويني اوايډ غوښتل چې په گل بهاركې زموږ د نوي بشپړ شوي هوايي ډگر دسپيناوي لپاره رسمي سروې وكړي، سټان اوډاكټربگرام ته دجنرال بريالي له استخباراتي كسانوسره دپاتې كېدولپاره ور روان وو، دوى كوښښ كاوه چې د دقيقوهدفونولپاره اضافه مالومات ترلاسه كړي.
پريډيټر يا(داړونكى ځناور) يو د بې پېلوټه الوتكونوى توكم په افغانستان كې د څو ورځو راهيسې په اسمان كې ځان ښكاره كړ، د دغه داړونكي ځناور دماموريتونودترسره كولوپه اړه زموږگروپ (له اړوندو كسانو سره)نېغ په نېغه په جريان كې نه ؤ، موږ د دغې داړونكي ځناور يا بې پېلوټه الوتكو د الوتنې له حقيقت څخه يوڅه پاتې شوني مالومات درلودل، موږ پوهېدو چې دغه پريډيټور د ماموريتونو پرمهال د(دوزخ اور) چې له نوموړيو الوتكوڅخه د وېشتونكيوتوغنديونوم دى مسلح ؤ، دغه مزايل د دښمن د ډېروپياوړيوموقيعتونودله منځه وړلولپاره اودهغوبې زغرې موټرو د ويجاړولو لپاره چې اسامه او د هغه جگپوړيو ورسره علاقه لرله جوړ شوي دي.
ددغه داړونكي ځناورو الوتنې په موږ باندې ډېر كم اغېز درلود، تقريباً د غرمې پرمهال له واشنگټن څخه ټليفون راغى ريك او زه د دفتر په سيمه كې وو او ليكونه مو لوستل، پاپي ټليفون ته ځواب وركړ، هغه تر يو څه وخت غوږ ونيواو بيا يې د ټليفون مايك په لاس بند كړ او ويې ويل چې د پريډېټر د ماموريتونو مشر د ټليفون په كرښه دى، هغه وايي چې اياموږ د هغه نوي جوړشوى هوايي ډگرچې دشمالي په اوارو سيمو كې دگل بهار نومي كلي خواته پروت دى، مالومات لرو؟ دغه كس غوښتل چې زموږ د هوايي ډگرپه اړه له يوچاسره وغږېږي، نومادټليفون غوږۍ پورته كړه، له هغې خواڅخه مې ديوځوان نارينه پوځي ډوله غږ واورېد، له پېژندگلوى وروسته هغه وويل: صاحب زموږپريډيټوردطالبانولخواديونوي جوړشوي هوايي ډگرپه سرگرځي او د نقشې كوارډينات يې په لاندې ډول دي.... هغه دعرض البلداوطول البلدنمبر راته ووايه او ما له ځان سره وليكه، ما نمبر ريك ته وركړ اوهغه ته مې دنقشودبنډل په لورې چې د مېز هاخواته ايښې وې اشاره وكړه، غږ دوام وكړ، سي ای اې تايدكړې چې دا د طالبانونوې جوړ شوي ځالې چې د تېرو لسو ورځو په خواوشا كې پرې ساختماني كار دوام لري.
پريډېټرهغه سرف موټرچې دخامې ځغاستې دلارې په خواكې ولاړدى او دوه سړي چې لوېديځ ډوله جامې يې په تن دي، ددغې ليكې خواته پياده گرځي په نښه كوي، دوى يقيناً چې افغانان نه دي اوموږ باورلروچې هغوى القاعده دي، يوسړى ډېر لوړاو ډنگراو موږ فكركووچې په خپله بن لادن دى، موږ غواړوچې له تاسې سره د دغودوو كسانواو جيپ موټر پر وړاندې د دوزخ ميزايل له بريد كولو د مخه پوښتنه وكړو، ماورته وويل چې تر څو چې موږ نقشې گورو تر هغې بايد انتظار وكړې.
ماريك ته مخ ورواړاوه اوورته ومې ويل چې... ستا به باور رانشي خو زه فكركوم چې پريډيټركريس او ايډگوري اوايډ باندې يې د بن لادن گمان كړى دى، دوى غواړي چې د دوزخ داور په ډز سره يې له منځه يوسي، ريك د نقشې هغه ټوټه راوړه چې دگل بهارسيمه په كې كښل شوې وه اوكوارډينات يې دگوتې په واسطه په كې تطبيق كړل، رښتيا هم دده د شهادت گوتې لاندې نقطه زموږ د گل بهار د هوايي ډگر ليكه وه، هغه وويل زماخدايه دوى ايډاوكريس وژني!
زه بېرته دټليفون په كرښه شوم اوهغه ځوان سړي ته مې وويل چې بريد ودروي، ځكه چې هغه دوه كسان دسي ای اې افسران دي، زموږ د گروپ غړي دي، هغوى دسي اى اې لخواپه جوړشوي هوايي ډگرگرځي، كوم چې په ښه واټن سره دشمالي ټلوالې دكنټرول په سيمه كې دننه دى او د طالبانو كرښې له دغه ځايه نږدې شپږ يا اووه ميله د لوېديځ خواته دي.
ايازه ډاډه وم؟زه باالكل ډاډه وم، موږ سي ای اې او ترورېزم په وړاندې رياست ته په دوام دارډول ددغه ډگردساختماني كار دپرمختگ په باره كې رپوټاوجغرافيايې كورډيناټ څوځله ورلېږلي وو.
زه به يې ومنم كه دامريكې پوځ پرې خبرنه وي، خوڅنگه ښايي چې سي اى اې تري ناخبره وي اوتردې لابده يې دا وه چې دوى څنگه د لومړيو كرښو څخه په دقيق ډول خبر ندي، خپه شوي ځوان افسرماته ډاډراكړچې دى به ټول اړوندپرسونل له دغې ناسمې پېژندگلوۍ او تېروتنې څخه خبر او پرېډيټور به د طالبانو د كرښو پر سر بيا هدايت كړي.
كه چېرې دغه افسرله موږ سره اړيكې ټينگې كړې نه واى، پرېډيټور به كريس او ايډ تر بريد لاندې راوستلى واى.
دا يوه بله پېښه وه چې دوى زموږ ليكونو ته پاملرنه نه كوله، موږبل مودب خوغښتلى ليك ټولو هغودفترونوته چې زموږدگروپ څخه يې ملاتړكاوه وليكه، ددغه پېښې ذ كرمې په كې كړى ؤ، موږ فكروكړچې په مساوي ډول دپام وړاوعجيبه خويې لادا وه چې ايډاوكريس له دې چې ددوى پرسرداړونكي ځناورگرځي اودوى ددوزخ(1) د اور تر بريد لاندې راغلي ؤ، هېڅ خبرنه ؤ، زه فكركوم چې دغه خبرد دوى څخه هغه خوند چې د دفتر د كارونوڅخه يې بهرپه تفرېح كې تېراوه بېرته واخيست.
راتلونكى سهارچې داكټوبرمياشتې ديارلسمه نېټه وه، ميوري دهغې بشري خوراكي مرستو د غورځېدنې په اړه خبر راكړ چې په خواجه بهاوالدين كي وختي په هغه سهار تر سره شوې وه، هغه وويل چې جنرال خان د دغې مرستې دترلاسه كولولپاره بهرته په پوره ډول تيار ورغلى ؤ، ميوري د غورځېدنې د ځاى مركز لكه څنگه چې د هوايي ځواكونولخوا هدايت شوى ؤ په نښه كړى ؤ، دى او خان د سلوڅخه له زياتو كسانو او له پينځو لويو موټرو سره انتظار ؤ، څو ورشي او د خوړو لكه څنگه چې هيله كېدله غټې بنډلې راغونډې كړي په ډاډسره د دوه سى -۱۷ ډوله الوتكو غږ سهار په دوه نيمو بجو په اسمان كې انگازې وكړې.
ځنډ ووت اوبيا په خلاصه هواكې له پورته لورې څخه د راغورځېدنې غږ او ور سره په سلگونود ټك اوخرپ اوازونوپه بدرگه سره داسې لكه د پټاكيو د چاودېدو اواز واورېدل شول، او دغه اوازونه ژر د سويل په لورې په وركېدو شول، دا هغه اوازونه نه وو چې ميوري يې هيله درلوده، لويې بنډلې چې د كارگو د پراشوټ څخه راوغورځېږي هر يو يې د درب اواز كوي، وروسته كسان د غورځېدنې سيمې ته ورغلل او د هغو گروپونو د رڼا پواسطه يې په مځكه باندې په سلگونوكوچني ژېړ رنگه بنډكي وليدل چې په سرونويې تړلي وو، ميوري څودانې راټول كړل اودموټر گروپونو رڼاته يې په غور سره وكتل، دوى په حقيقت كې دهغو انفرادي خوړو پاكټونه وو چې موږ يې د رسېدو هيله كوله، دغه پاكټونه ټول چاودېدلي وو، او په دننه يې خواړه يې سره گډوډشوي اوپه خاورو لړل شوي وو، دغه كسانوچې څومره پاكټونه په شپه كې پيداكولاى شول، راغونډ يې كړل، خو دغه په پراخ ډول سره د څو ميلونو په واټن سره تيت شوي وو اوزياته اندازه يې چې ميوري وليدل چاودېدلي اوخراب شوي وو.
كله چې سهار داخل شو، په سلگونوافغانان دغره په سيمه كې له كليوڅخه راښكاره شول او د غورځونې سيمې ته لاړل او د خوړو پاكټونه يې له سيمې څخه داسې راټول كړل لكه چرگې چې دانې ټولوي.
موږ ته څرگنده وه او د دفاع وزارت هغه فلم چې د سي – ۱۷ له داخل څخه يې اخيستى ؤ، تصديق شو، پراشوټونه يې نه ؤكارولي، خواړه د الوتكو له وروستۍ برخې څخه چې په لويو او د كلك پنډكاغذ څخه د جوړ شوي كانټينرونوكې بندشوي اوراټېل وهل شوي وو، چې سملاسې وروسته هغه سره مات شوي اوخواړه په انفرادي ډول ځمكې ته غورځېدلي وو.
د اووه ويشت زره فوټه ارتفاع څخه د خوړو له غوځونې وروسته، خواړه د سرعت وروستني پړاو ته رسېدلي او د غورځونې په ساحه د ميلونو په واټن سره په پراخ ډول تيت شوي وو، دوى له ځمكې سره دكوچني مزايل په ډول چې له لگېدنې سره سم چاودنه كوي لگېدلي وو، دغه غورځونه دشمالي ټلوالې مشرانوته يوځل بيا د خپگان سبب وگرځېد، يوځل بياموږ لويې وعدې كړې وې، خوپه دې ونه توانېدوچې سرته يې ورسوو.
د ماسپښين پرمهال له موږ سره ډگروال مل هولانډله خپلې قرارگاه څخه چې دكرسي خان ابادپه هوايي اډه كې ؤاوله تاشكندڅخه شمال لورې ته نږدې سل ميله واټن درلود، له خوندې ټليفون څخه اړيكه ټينگه كړه، مل هولانډ وويل چې دسينټ كام له لورې هغه ته اجازه وركړل شوې چې پنجشېر ته د اكټوبرپه پنځلسمه چې دوه شپې ليرې وه يود اې (A)گروپ دننه كړم.
ما هغه د نورو اجازو په اړه چې د ازبكستان د حكومت د هوايي ليكو څخه مو بايد لرلاى وپوښت، مل هولانډ وويل چې هغه تراوسه مالومات نلري خو هغه له امر سره سم حركت كاوه، ماورته وويل چې موږ به له شمالي ټلوالې سره اړيكه نيسو څو د كوزېدو لپاره ښه ساحه خوښه كړو، ما ور سره ژمنه وكړه چې زموږ پيلوټان به د دوى له هوايي كار كوونكوسره د ټليفون په كرښه وي څو په خوندي هوايي ليكه باندې راشي.
امريكايي پوځ په پاى كې پنجشېرته زموږسره د يوځاى كېدو لپاره د اې گروپ د لېږلو پرېكړه كړې وه خو زه د دغه ماموريت د تيارېدو لپاره د عمومي انسجام او اړيكو د نشتوالي له امله ځورېدم، د ازبكستان او تاجكستان دواړو سرحدونه د الوتكو ضد په مېزايلوباندې ساتل شوې وې، ځيني ځايونه يې د روسي ځواكونو لخواساتل كېدل، له رسمي انسجام او اړيكو پرته يو ناڅاپي او په خپل سر الوتنه د دې لامل كېده چې پدغو سرحدونو باندې له ممكنه ډزو سره مخ شي، د ماښام په شپږو بجو چورلكه له دوشنبې څخه د ميوري او دوه اضافه افسرانو په گډون راوگرځېده، دوه نوي راغلي كسان د سي اى اې افسران وو، فرډ چې داړيكو افسر ؤ د پاپي له دفتر څخه ؤ، فرډ له سي اى اې سره په نړۍ كې د دندو پرمهال يوكلك اواغېزناك شهرت درلود او موږ هم د ده له گروپ سره ديوځاى كېدنې له امله خوښ وو، پاپي دوه نورولاسونو ته اړتيادرلوده اوموږ هيله مندووچې د فرډ په راتگ سره به پاپي له شل ساعته دندې څخه يوڅه كار راكم كړاى شي.
بل كس چې براډ نومېده هغه دځانگړوفعاليتونوله فرقې څخه ځوان افسرؤ، هغه په نږدې وختونوكې له ځانگړوځواكونوسره دڅوكلونود دندې ترسره كولو وروسته له (سي اى اې) سره يوځاى شوى ؤ، دا ښكاره شوه چې براډ په پوځي او د لايزر د نښه كولوپه سيسټم سوفلام كې ماهر ؤ او له ځانگړو ځواكونوسره يې دغه دندې ترسره كړې وې، سره له دې چې سي اى اې د هدف په نښه كول (د لايزر پواسطه) د ترسره كولو اجازه نه درلوده اودغه كار د امريكې په پوځي پرسونل پورې محدود ؤ، براډ د سوفلام يا د لايزر پواسطه د نښه كولوسيسټم مكمل توكي له ځان سره راوړي و، دغه يوه سره ټوله اوسپكه د لايزر اله ده چې يوه سر تېري ته ددې اجازه وركوي چې د جگړې په ډگركې ديوه قوي رهبري لايزر يا(هوښيار بمونه) پواسطه هدف په نښه كړي.
موږ دسوفلام سيسټم په لرلوسره خوښ وو، ښايي دغه سيسټم د اې (A) گروپ لپاره چې داكټوبرپه پنځلسمه پنجشېرته دماموريت لپاره لېږل كېدل، گټورتمام شوى واى.
دگروپ له نويوغړيوسره دپېژندگلوى له گڼې گوڼې وروسته ميوري ماته اشاره وكړه چې له هغه سره ووينم، هغه له ورايه خوښ ښكارېده اوخندل يې، گيري فكروكړچې په چورلكه كې به نورڅه له دوى سره راوړل شوي وي، مخكې له دې چې زه ځواب وكړم، هغه دوام وركړچې زه لس مليونه نغدې لرم، پدغه كې يې زه ځكه بندكړم چې ماله قرارگاه څخه دنوروپيسوهيله نه درلوده، په ډاډسره افغان كار كوونكودكلك كارډ بورډ له كاغذه جوړشوي څلورلوى بكسونه دهلېزته راوړل اوپه كلكه پلاستيكې تسمه باندې سرغوچ شوي وو، ميوري بكسونوته اشاره وكړه او ويې ويل چې دسي، ټي، سي له نويوكسانوسره يې نورې پيسې هم رالېږلي دي، په دوشنبه كې مشر رانو وويل هغه خوښ ؤچې موږدغه پيسې دهغه له لاسه واخيستلې، هغه وويل چې دومره اندازه پيسې چې دده په خواكې پرتې وې، دى يې له اندېښنې سره مخ كړى ؤ، ريك هم له موږسره يوځاى شواوميوري دپيسوخبر هغه ته هم وركړ، ريك يوبكس په لغته وواهه او ويې ويل دوى فكركړى چې موږبه دغوپيسوته اړتيالروځكه چې هغه نورې درې ميليونه موډېرې زر مصرف كړې.
هغې سم وويل، ځكه چې وروستى توربكس چې خالي كېدلوته نږدې شوجنرال فهيم ته دپيسو وروستنۍ وركړې تقريباً بانك له نيستۍ سره مخ كړ، ماپه بكسونوباندې تسمې ته وكتل اوبكسونه يوځل خلاص شوي وو.
ميوري وويل چې بلې زماله ياده وتلي ؤ، ران بكسونه يوځل خلاص كړي، څو شمېر يې تصديق او تفكيك كړي، ما ورته وويل چې موږ بايد هر بكس پخپله وگڼو څو اندازه يې تصديق كړو، خپل ساعت ته مې چې وكتل نن شپه مو هم كولاى شو، خو يو څه ناوخت ؤ، زه غواړم چې د پيسو گڼل په دقيق ډول ترسره شي او درې بكسونه بېرته مهر كړو او يو بكس يې د كارونې لپاره پرېږدو، راځۍ چې ددفترپه كونج كې يې پرېږدوبيابه سباورځ كارپرې وكړو.
دنويوكسانودځاى پر ځاى كېدلوله امله په دفتركې بياگڼه گوڼه اوبېړه شوه، دخوراك لويه كوټه چې له انجينرعارف سره مو د غونډو لپاره كاروله، نيمه برخه دنويوراغلوكسانولپاره دخوب ځاى ته بېله كړه، جان محمددخوب لوى او هوار بالښتونه اويوه لويه سور رنگه پرده پيداكړه، څوپه كوټه كې يې ځوړنده كړي اونويوراغلوكسانوته يوه كوچنۍ پرده اوخصوصيت ورپه برخه كړي.
ما ممتاز پيدا كړ او هغه مې له دې چې د اې گروپ ددولس كسيزگروپ پنجشېرته داكټوبرپه پنځلسمه شپه دماموريت لپاره راځي اودهغوى لپاره په كومه ودانۍ ياكوركې موږته ځاى پيداكول اړين دي خبركړاو ورته ومې ويل چې زموږگروپ ته ددوو نويوافسرانودگډون له امله زموږداوسېدلوځاى تنگ دى، د اې گروپ بايدپه كوم بل ځاى كې ځاى پرځاى شي.
ماخپلوپيلوټانوته وويل چې له نصيراوحافظ سره په بارك كلي كې دښكته كېدلولپاره يومناسب ځاى خوښ كړي اوبايدچې له ممتازسره اړيكه ونيسي، څودگروپ دراتگ لپاره دامنيت اود لېږلو لپاره تيارى ونيسي. ماممتازته وويل چې له انجينرعارف سره دراتلونكي سهارلپاره دغونډې ترتيب ونيسي څود اې گروپ دراتگ په باره كې بحث وكړو، كله چې زه په هغه ماښام خوب ته دتللولپاره تيارېدم فكرمې وكړچې هرڅه دسمون په لورې روان دي، خوزه څومره لږپوهېدلم!!
دپلان بدلون؟
څلرويشتم څپرکى
تقریبا دسهارپه دووبجوزه دکولمودپخواني اشنا احساس، گډوډي راویښ کړم.
له دې پخوا ډېرښه وم او د سېپرو د داروهغه دوزچې ډاکټرراکړی ؤ، هغه مې هم خلاص کړی ؤ. مافکرکاوه چې له دغه ستونزې څخه خلاص شوی یم. دبخت دملتیا له امله یوتیارجوړشوی بوتل تیاراو زما په انتظارؤ.
د ناروغۍ د نښې دهرې څپې تر مينځ مې دشپې په تېرېدوسره خال خال خوب وکړ. دسهارسپېدې چاودې سره مې دډاکټرطبي الاتو باندې بريد وکړ څونورېسېپرو (یوډول انتي بیوتیک دارو. ژ) پیداکړم. ایموډیم اوټاکمېت (یوډول دارو) مې هم راپیداکړل. یو بله اوږده ورځ وه.
ممتاززموږدفترته راغی اوویې ویل چې انجينرعارف به زموږسره د وړانديز شوې لېدنې لپاره په نهه نیموبجوراځي.
ریک اوزه ورته سترگې په لارؤ. موږپه پای کې یوڅه مثبت لرل چې دهغه سره مو د امريكې دځانگړوځواکونوداوږدې مودې ماموریت چې پنجشېرته راتلل، تربحث لاندې ونیسو.
دهغه نیمگړي اومایوسه هوایي بشري غورځونې له امله چې یوه ورځ ترمخه وشوه، ماریک ته نظرورکړچې شمالي ټلوالې ته ۵۰۰۰۰۰) امريكني ډالرورکړوڅوپه سیمه ایز ډول دخوړواونوروتوكورانیونه وکړي. هغه هوکړه وکړه اوموږتوربکس راواخیست څوپیسې وگڼواوبندې یې کړو.
زه په ځانگړي ډول دهغه دبودیجې درارسېدلوله امله منندوی وم چې یوه شپه وړاندې رارسېدلې وې ځکه چې شمالي ټلوالې ته ددغه تادیې دورکولووروسته به دهغه درې ملیونه چې موږله ځان سره راوړې وې د 120000 څخه یوڅه زیاتې پاتې وای. په نهه نیموبجوعارف راغی. ځکه چې زموږدلیدنوپخوانی ځای ددوه نویوکسانوله خوا کارول كېده، نوموږباید دعارف سره دلیدنولپاره داستخباراتوگډ دفترکارولی وای.
کله چې له عارف سره كېناستوهغه یوڅه مایوسه ښكارېده. او په هغه وخت چې جبري چای اوکافي تیارشول، زه یې په لامل پوه شوم.
دعارف له خولې، تېره شپه ناوخته دشمالي ټلوالې مشرانوغونډه کړي وه، څودځانگړوځواکونودگروپونو په ماموریت باندې خبرې اترې وکړي.
پرېكړه چې دنورگروپ په واسطه وړاندیز شوې وه اودجنرال فهیم په واسطه تصویب شوې وه، داوه چې دځانگړوځواکونود دولس کسانو شمېربېخي زیات ؤ.
یوازې دوه سرتېري باید راولېږل شي اوهغوی باید د متحده ايالاتو د پوځ د یونیفارم په ځای ملكي جامې په تن ولري.
ریک اوزه ښايي چې گنکس ښکاره شوي ؤ. کله چې عارف خبرې بند کړې، دهغه سرمې داسې لکه مخکې او وروسته چې زانگې، ښكارېده. هغه زموږځواب ته انتظارؤ. ماله ده وپوښتل چې ولې دوی له هغه موضوع چې موږدوه اوونی وړاندې څېړلي اوهوکړه موسره پرې کړې وه، پښېمانه شول؟
عارف وویل چې له ده سره لیدنوپر مهال موږټینگارکاوه چې دځانگړوځواکونواېگروپونه به دشمالي ټلوالې ځواکونوته زده کړې ورکړي. عارف وویل چې ښكاره دشمالي ټلوالې ځواکونه په ساحه کې دجگړې یوویشت کاله تجربه لري اوجنرال فهیم وویل چې ترکومه حده چې امريكايان پوهېږي، فکرنه کوم چې داسې کوم شی دي زموږځواکونوته برابر کړي چې هغه به هغوی ته د راتلونکې جگړې په ډگرکې گټورتمام شي.
ددې څخه پرته دامريكې دپوځونوشتوالی په یونیفارم کې به شمالي ټلوالې ته دهغوی له گاونډیانوسره ستونزهراپورته کړي.
اودهغه امريكنيانوپه ضدبه کرکه اوقهررپوټته کړي چې دشمالي ټلوالې سره یوځای کارکوي.
زموږدراتگ په لومړی ورځ، ریک اوما دانجينرعارف سره دلیدلوپه مهال مود ځانگړو ځواكونوگروپونوممکنه رول دطالبانودموقیعتونودلایزرپه واسطه دنښه کولوپه اړه کوم بحث ونه کړ. په هغه مهال دامريكې دپوځ له خوا ددغه ماموریت په اړه کوم کلک تصمېم نه ؤنیول شوای یا عقلاُ ما اوریک ته دقرارگاه سره داړیکوپه مهال څه نه وویل شوي یا ډگروال مل هولانډ چې په ازبکستان کې ؤ، څه نه ویل شوي.
خودشمالي ټلوالې په واسطه دغه پرېكړه د اې گروپونوماموریت ته داحتمالي لویې ډبرې ښویدل ؤ. ما ورته د اې ټي ډي (دلایزرپه واسطه دهدف نښه کول)په واسطه دجگړې په ډگردامريكې دبمباری ددقت اولگېدنې په اړه تشریحات ورکړل. ریک په دې وتوانیده چې د الفا ياځانگړو ځواكونو دعملیاتوپه څرنگوالي، اوڅه ډول توكي به کاروي، دالوتکې سره به څه ډول اړیکې لري، اوپوره گروپ داړتیا په باره کې پوره مالومات ورکړل. موږکوښښ کاوه څوتاكيد کړوچې د اېگروپ اودهغوی د اېل ټي ډي (لایزرپه واسطه دهدف نښه کول)په باره کې دغه ډول واضح اوپوره مالوماتواوددغه دندې د ترسره کولولپاره دپوره گروپ دشتوالي داړتیا په اړه دپوره او ښکاره مالوماتودورکړې له امله، عارف هوکړه وکړه چې دغه موضوع به دجنرال فهیم سره بیا څېړي.
هغه وویل چې ددغه موضوع په اړه ماته په همغه ماښام خبرراکړي. دجلسې ددوام په پايله کې مودشلټرنودموسسې دافغان بندي له پلارسره دراتلونكې مرکې په اړه خبرې وکړې. دغه مرکه دکریس اوخافظ په واسطه وروسته په سهارکې ترسره كېدله.
عارف هیله مند ؤچې دغه لیدنه به مرسته وکړي اودنجات دماموریت دترسره دڅرنگوالي لپاره ټینگ پلانونه بیل کولای شو.
ماپلان درلود چې دبشري مرستې دهمکاری لپاره نقدي تادیه ورکړم خودیوناڅاپي بدلون دهغه موضوع چې دامريكې پوځونوراتگ ؤپنجشېرته، له امله مې پرېکړه وکړه چې تریوڅه وخت پایسې له ځان سره وساتم خوما یوه بله موضوع رپوټته کړه که څه هم چې دا یونظرؤچې دډاکټرعبدالله سفردامريكې متحده ایالاتوته اودادارې له لوړپوړوچارواکوسره دهغه لیدنه به دهغه اندیښنوپه بدلولوکې گټورتمام شي چې په واشگنټن کې یې زیات لري اووایي چې دشمالي ټلوالې په واسطه دکابل نیول به جدي مشکلات حلق کړي. ډاکټرعبدالله پخوا څوځله له واشنگټن څخه لیدنه کړې وه اوهغه یوواضح عږیدونكې، ځلاندویاندوی اوپه عامه غونډو کې یې خپل ځان ښه اداره کاوه. دتېروورځوپه جریان کې هغه د سي اېن اېن اود بي بي سي له تلویزیونونوچې دکابل سره دنږدې لومړیوکرښوڅخه یې خپرونې کولې، راښکاره شواوزما په فکر هغه دشمالي ټلوالې دنظریاتوپلانونواودپریکړوپه څرگندولوکې اعیزناکه دنده ترسره کړه. عارف له دغه نظرسره روښانه شواوددغه ممکنه ملاقات دبحث په مهال هغه ژوندی اومثبت شو. هغه ددغه نظرسره هوکړه وکړه اووعده یې وکړه چې په دفهیم اوډاکټرعبدالله سره به په هغه سهاردغه موضوع څېړي.
له دې سره غونډه پای ته ورسېده اوعارف په بیړه سره لاړ. دعارف دتگ سره سم ۵۰۰۰۰۰ موسمدستي بیرته خپل توربکس ته واچولې. په همغه وخت کې ما فکروکړچې دشمالي ټلوالې سره داې A گروپونودراتگ په باره کې دښویدونكې ډبرې موضوع زموږناکامي په دې کې وه چې موږدغه ماموریت په واضح ډول نه وه څرگنده کړي، چې په حقیقت کې دغه ماموریت د شمالي ټلوالې په گټه دی. دشمالي ټلوالې ځواکونوهغه ډول زده کړې چې د اېگروپونوهغوی ته برابر کولای شوې، ضرورت نه درلود. دوی کوچنی خوښه تنظیم شوی پوځ ؤ، نه غیرمنظم جنگیالي. زه په دې هم ناکامه شوم چې دډاکټرعبدالله كتنه له واشنگټن څخه دکړنلاروجوړوونکودډلودمخالفت اندازه په یادوساتم. دغه دواړه پېښې به په راتلونكې ورځوکې بیا موږپه تکراري ډول وځپي. دعارف دتگ څخه لږوروسته دشلټرنودزنداني له پلارسره مرکه پیل شوه.
کریس اوحافظ دغه مركه په مخ بوله. چې په مركه کې دهغه ځوان کس پلاراوترونه شامل ؤ. زه هم دغونډې په پیل کې ورگډ شوم څوددغه دواړوکسانولپاره ددوی داهميت ارزښت وینا وکړم.
دوی دواړه صادق ښكارېدل اوپلاریې راته یوڅه ساده اوډېراحساساتي دهغه حالات له امله ښکاره شو چې دی پکې ؤ. له دې چې دی ددوه سي اى اې افسرانوسره په یوه کوټه کې ناست ؤاودکابل دزندان څخه یې دخپل زوی خلاصول باندې غږیده، هیڅ متاثرنه ؤ. ماکریس دغه وظیفې ته پرېښود اوزه لاړم څودعارف سره په غونډه کې دطرح شویوموضوع گانوپه اړه رپوټولیکم. کریس اوحافظ دغونډې څخه دڅوصفحودمالوماتوپه درلودلوسره چې دزندان دبهرنی برخې یوه خاکه (نقشه)اودداخل برخې وه یوه نقشه په شامل دهغه کوچنی کوټې چې دده زوی پکې بندي ؤ، اودداخل اودبهر دساتونکوموقیعتونه هم پکې شامل ؤ، راووتل. دزندان دبهرنی برخې نقشه هغه انځورته ډېرورته والی درلودکوم چې موږدسټلایټ له لارې اخیستی ؤاوموږباوردرلود چې بندیان هلته موجود دي.
کریس دغه دوه کسانوته یوشمېر پوښتنې، لکه دزندانیانو روغتیا، هوساینه، درملنه اوددوه امريكني مېرمنودموقیعت په اړه دمالوماتوپوښتنې وکړې. پلارراتلونكې اوونی دخپل زوی سره په زندان کې دلیدنې سمدستي وروسته بله غونډه هم ترتیب شوي وه. ریک ډگروال ملهولانډ ته چې په ټاسک فورس ډاگرکې ؤټليفون کړی ؤاوهغه یې دشمالي ټلوالې سره دځانگړو ځواکونو د گروپ پنجشېر درې ته دراتگ په اړه د پرمختگونوڅخه خبرکړی ؤ. مل هولانډ تصدیق کړه چې دغه لومړی اې A گروپ چې او ډي اې ۵۵۵ یا Tripple Nickle(1)نومېده ددغه گروپ لومړنی دنده به دلایرزپه واسطه دهدف په نښه کول وي.
ریک اومل هولانډ دیونیفارم موضوع هم وڅېړله اومل هولانډ ټینگارکاوه چې دده کسان به په یونیفارم کې دننهكېږي نه په ملكې جاموکې. مل هولانډ اوس هم پلان درلود چې او ډي اې۵۵۵ (ددغه پوځي گروپ نوم. ژ)دپنځلس اوشپاړس اكټوبرپه شپه داخل کړي. کله چې کارونه یوڅه کرارشول، ریک اوما لس ملیونه ډالروگڼل. ځکه په دوشنبه کې بکسونه خلاص شوي وو، ما غوښتل چې هرڅومره ژرمبلغ تصدیق کړم.
ما فکرکاوه چې په هربکس کې به پنځه ويشت ملیونه وي خودڅه دلایلوله امله مقدارتوپيردرلود.
لس ملیونه وؤ. اوپه توربکس کې دپیسودكېښودلووروسته، ما اوریک ټول بکسونه په احتیاط سره وتړل اودهربکس په سرمودمبلغ اندازه دهغه ربړټيپ چې په سرموترې تاوکړای ؤ، ولیکله. پوښتنه داوه چې پیسې څنگه خوندي کړو؟
دغه څلوربکسونه ډېرلوی ؤاوداسې ځای نه ؤچې پکې موپټ ساتلي وای. دڅوځلوغلطوکوښښونوله امله مې پرېكړه وکړه چې په ښکاره ځای کې یې كېږدم.
ددفترله توكومویوکونج پاک کړاودوه لوړدېوالونه موترې جوړکړل. سمدستي له دغه ځای څخه به یادكېناستوچوکۍ په توگه اویابه دکافي دپیالې یاداوبودبوتل دكېښودلوځای په توگه کار اخیستل كېده.
دغه ځای دیوې سترگې خوب، ارام غږېدلواویا دلوستلولپاره مناسب ځای ثبوت شو. دازموږد خوب لپاره ترټولو لوړبیه (قیمتي)توشکه وه. دپیسودرارسېدلوڅخه یوه اونۍ وروسته موږته دسي ټي سي دمالي افسر له خوا ټليفون راغی. کله چې زه دټليفون په کرښه شوم هغه له دې چې دلیکونوله لارې مې دلس ملیونودرسيدونوتصدیق کړی وای ، مننه وکړه. بیایې له ما پوښتنه وکړه چې ایا موږدغه پیسې په یوه خوندي صندوق کې ساتو؟ما ورته وویل چې صندوق نه لرو. هغه پوښتنه وکړه:نوبیا پیسې چېرته ساتی؟ما ورته وویل چې تراوسه پورې په همغه لېږدونكو بکسونو كې دي اوددفترپه یوکونج کې مو ساتلي دي. دټليفون دکرښې له هغې خوا یوڅه غلمغال، ژوولې اودغوصې خبرې راغلې. کله چې مې یوڅه ساه واخیسته ویې ویل:هغه وویل چې دغه ساحې ته به دراتلونكې اکمالاتي سفرپه دوران کې یودانه خوندي صندوق درولېږم. ما ورته وویل چې نه مننه: موږهیڅ لارنه لروچې دلته زرپاونډه وزن لرونكى صندوق هاخوا اودېخوا انتقال کړوددې پرتهښایي چې درې یاڅلورصندوقونوته اړتیا ولروڅودومره پیسې پکې وساتو. نورې غالمغالې اودمقراراتوذکر یې وکړ. ما خبرې ورماتې کړې او ومې ویل:گوره پایسې زموږددفترپه سیمه کې دی چې شپه اوورځ عقلاً د سي اى اې یوافسرپه کې موجود وي. هیڅ افغانی ددفترساحې ته دبدرگې پرته نه راننوځي نوددې لپاره پیسې دگروپ غړي له نږدې كنټرول څخه بې برخې نه دي. په موجوده شرایطوکې څومره چې امکان لري هومره خوندي دي. بیا مې خبرې راغبرگې کړې اوومې ویل:سربیره پردې دغه بکسونه دیوې سترگې خوب لپاره بهترین ځای جوړوي. زه وروسته په هغه ماسپښین له هانک سره وغږیدم هغه زما لیک پنجشېرته دځانگړوځواکونودلېږلوشمېراودهغوی دیونیفارم دڅرنگوالي په اړه لوستلی ؤ. ما ورته وویل چې زما په فکر د ځانگړو ځواکونو لخوا د اېل ټي ډي (LTD) يا د لايزر په واسطه د طالبانو د مرکزونو په نښه کول به فهيم و هڅوي څو درې ته د گروپ ننوتل ومني.
سره له دې ما دسينټ کامدننه دكړنلارې جوړوونکواوددفاع وزارت څخه ډاډ غوښته چې د او ډي اې دغه گروپ ته به په رښتیا هم ددغه مهمې دندې دترسره کولواجازه ورکړل شي اوکه د اېگروپ دلته راشي اود اېل ټي ډي ماموریت ترسره نکړي، دابه داسې ښکاره شي چې ما شمالي ټلوالې مشرانوته ددې دپاره چې د او ډي اې ځواکونه ددوی هېوادته رادننه کړم، دروغ ویلي ؤاودابه سي اى اې اودامريكې دپوځ ارزښت ته په جدي ډول زیان ورسوي اوزموږماموریت به له خطرسره مخامخ کړي. مانک وویل چې هغه به دغه موضوع د امنيت د ملي شورا دمشرانوپه غونډه کې رایاده کړي. هغه وویل چې ډاکټرعبدالله دسفرنظرواشنگټن ته یوښه نظرؤ.
هغه وویل چې دی به په دغه موضوع دبهرنیوچارووزارت اود امنيت د ملي شورا سره پرې کارپیل کړي. په همغه ماښام د يوولس بجوڅخه لږوړاندې ممتازراغی ویې ویل چې هغه دشمالي ټلوالې دجگپوړوچارواکوسره په یوه غونډه کې چې دځانگړوځواکونوپنجشېرته دراتگ په اړه پوښتنه ده، گډون کوي. هغه وویل غونډه به ناوخته ترسره شي اوانجينرعارف به دفترته راتلونكى سهاردپایلوسره راشي. په عین وخت کې ریک یولیک راوښود اوپه هغه کې ویل شوي ؤچې د (دځانگړوفعالیتونوفرقه)افسرانویو شمېر ددرانده کارونوکارگوپراشوټونه پیداکړي دي اوپه جرمني کې دامريكې هوایي ځواکونویوې هډې ته لیږدول شوي دي. اوزموږافسرانوبایددهوایي ځواکونودکارگوبارپرسونل دخوړودیوې بلې بشري مرستې دښه سمبال لپاره چې دهواله لارې به ترسره كېدله، تربیه کړي وای داځل یې خواړه دپراشوټونوپه ذریعه په لویوبنډلوکې راغورځول. دوی فکرکاوه چې دغه باریاکارگودشپاړسم اكټوبر دسهاروختي ساعتونوکې کولای شي چې راوغورځول شي. په خواجه بها والدین کې به دغورځولوساحه یوځل بیا وکارول شي. داځل به خواړه په ښه اوداستعمال وړپه حالت راورسېږي. ریک نظرراکړ ، براډ چې نوی راغلی کس ؤباید دمېوري سره ولاړشي څودهغه سره په تيارولو کې مرسته وکړي. دوی ددیارلسم اكټوبر په ورځ یوځل بیا خواجه بها والدین ته ورپورې شي څوله جنرال بریالي خان سره بیا یوځای شي. موږتلویزیون دانگړڅخه دننه دهلېز ته چې ددفتردسیمې څخه لږ دباندې ؤ، وړى ؤ. دهوا دباراني اوسړه كېدلوله امله موټلویزیون حتی د دهلېز يا پټنځي لاندې هم نورپه بیدیا کې نشوکتلای. افغان کارمندان له دې امله چې ټلویزیون کتلوته مې نوره اجازه نه درلوده، مایوسه ؤ. موږهم یوڅه مایوسه شوو.
درې یاڅلور ورځې مود بيبي سي او سي اېن اېن دواړه شبکې درلودې خوبیا سي اېن اېن موله لاسه ورکړو. جان محمد وویل چې دهغه تخنیگروفکر کاوه چې سي اېن اېن ځکه سگنل بندوي چې په پټه سره د غلا کارولو مخه ونیسي(لکه موږ چې په وړیا ډول نوموړې شبکه کتله)(1). زما په باور ښه دلیل یې دا ؤ چې جان محمد په سي اېن اېن باندې د ښکلو ښځینه وياندويانو ته په كتلو گناهگار شوی و! د هغه افغان کارمندان به کله چې د سي اېن اېن د خبر په مېز باندې ښځینه راښکاره شولې، یو څه به مغشو ش شول، پاپي وویل چې د بيبي سي ټلویزیون په درلودلو سره له دخه خطراتو څخه نور په امن کې ؤ، ځکه چې د بې بې سي ښځینه نطاقې واضحً د دوی د ښکلا له امله نه وې گومارل شوې. کله چې ممتازلاړ، په دهلیز کې كېناستلم، او د تلویزیون د بې بې سي د خبرونو د کتلو لپاره مې هڅه وکړله، سر مې گرځېده، د بدن اوبه مې کمه وه او یو څه تبجن هم وم. گټریټ(یو ډول نوشابه. ژ) هم مرسته کوله او ایموډیم هم د ناروغی د نښو نښانو په راکمولو کې مرسته کوله.
زه پو هېدلم چې د سېپرو په خوړلو سره به د څوړ ورځو په بهیر کې نورمال حالت ته راوگرځم، د کېسۍ یوه برخه مې وکتله چې یوه افغانه کورنۍ چې د افغانستان په سويل په کندهار کې اوسېدل، بمبار شوې وه.
دغه یوازیني انځورنه وو چې ټوله ورځ مې په دغه تلویزیون لیدل. یو ژوبل شوی سړی چې په یوه تذکره کې پروت و، په یوه دهلیز کې چې د روغتون په نوم تېرېده، پروت و. او یوه کوچنۍ نجلۍ په یوه چپرکټ کې پرته وه چې په سر یې پټۍ راتاو شوې وې كېمرې ته په غم سره کتل.
ایډ وویل چې خدایه وبه وایي چې موږ یوازې ملكي خلک بمبار کوؤ!؟ څو ځله دغه یوه کورنۍ دوی په تلویزیون ښودلای شي(ځکه چې یوه افغانه کورنۍ ده که و هم وژل شي، ددې ارزښت نه لري چې د یوه تلویزیون په ښیښه راڅرگنده شي. ژ) ما خپل سرد کرکې په ښودلو سره وښوراوه. سر مې هم گرځېده او د خپلې کوټې په لورې وخوځېدلم!د وړاندینۍ دروازې څنگ ته د کثافت دانۍ ته ورغلم ، څو د اوبو دوه خالي بوتلې راواخلم.
زه ډاډه وم چې د سهارد رارسېدلو وړاندې به دواړو بوتلونو ته اړتیا پیداشي.
پنځه ويشتم څپركى
د پنځلسماكټوبرپه سهاردتلگراف په واسطه خبرراکړل شوچې ارجي اودالفا پاتېگروپ تاشکندته رارسېدلی اوافغانستان ته دراننوتلولپاره وروستىتيارى نيسي. دځنډ يوازېنی لامل يې دازبکستان اوتاجکستان حکومتونو څخه دالوتنې لپاره وروستنۍ اجازه وه. الفا گروپ له جنرال عبدالرشيد دوستم سره چې دشمالي ټلوالې جگپوړی قومندان ؤ او په لوېديځه برخه کې په سیمه ایزډول په خپلواکه عملیات کړل چې دهغه ځواکونه دمزارشریف په سويل کې متمرکزؤ. د سپټمبردیوولسمې څخه څومياشتې وړاندې!؟ سي ای اې دجنرال دوستم سره په تاشکند کې دهغه د استازي په واسطه په اړيكه کې وؤ.
دوستم يوکلاسيک جنگ سالار او يورښتينی خپل چاروكې(هغه څوک چې له وخت نه گټه اخلي)اودخپلو غوره شخصي گټوپه خاطردخپلې وفاداری په بدلولو اومعاملوجوړولوکې ډېرماهردی. هغه په شمالي کې دازبک لږكيو(عقليت)رهبردی.
اودجهاد په کلونوکې دجوزجان د ملېشو قومندان ؤ. د جوزجان ملېشه یوه ځواکمنه قوه وه، چې روسانوته یې خدمت کاوه. هغه په ۱۹۹۲ كال کې کله چې پوه شوچې دنجیب الله کمونست رژیم راپرځېږي، دمجاهدینودلیکوسره یوځای شو.
دکلونوپه تېرېدوسره هغه زورټيټ اوجږكېده، خود ۲۰۰۱ کال په پيل کې دشمالي ټلوالې اومسعود سره یوځای شواوبیا دطالبانوپه ضد دجگړې لپاره خپل قومي ټاټوبي، مزارشریف ته را وگرځېد.
جنرال دوستم ته دسي، ای، اې د دويم گروپ دلېږلولپاره دوه ساده خومهم لاملونه موجود ؤ. لومړی داچې دوستم سره دالفا گروپ دځایونې اوراوستلوپه خاطرداړین وخت لپاره ټینگې اړیکې درلودې، هغه دکمېت په لحاظ هم شهرت درلود اودجگړې د ډگر يو اغېزمن قومندان ؤچې نسبتاً مجهز اوښه روزل شوي ځواکونه يې درلودل. زه که څه هم چې د سي، ای، اې گروپ دلېږلولپاره موجنرال دوستم د پنجشېرڅخه بیدیاكې لومړی قومندان خوښ کړ، پوهېدم چې جنرال فهیم اودشمالي ټلوالې مشران به له دغه پرېکړې څخه نا رضا وي. سره له دې چې جنرال دوستم دمسعود سره جوړه کړې وه، هغه په خټه اوزبک ؤ، هغه دجهاد په وختونوکې دروسانولپاره په ډېرځناورتوب سره جنگېدلی ؤ. اوپه سختوجگړوکې دمسعود دځواکونوسره څوځله ټټرپه ټټرشوی ؤ. دشمالي ټلوالې مشران په هغه بې باوره اوهغه یې نه خوښېده. همدارنگه دویم ځواکمن قومندان په مزارشریف کې استاد عطاؤ.
هغه یوباوري تاجک اودمسعود دشمالي ټلوالې یوجگپوړی چارواكې ؤ. دعطا ځواکونه په ځواکمنتوب کې تقریبا ددوستم قواووسره مساوي وو، اودمزارپه ختیځ کې متمرکز وې. زما اوریک سره دلومړیولیدلوپه مهال جنرال فهیم دعطا څوځله یادونه کړي وه او ویل یې چې عطا په مزارکې ډېرغښتلی ؤاوموږباید له هغه سره معاملې وکړو. د او ډي اې ۵۵۵ گروپ دراننوتنې موضوع تراوسه دحل دنشتوالي له امله ما نه غوښتل چې انجينرعارف له دې چې موږ غوښتل چې د سي، ای، اې یوگروپ دوستم سره دیوځای كېدلولپاره په راتلونکوڅوورځوکې لیږو، خبرکړم. ميورياوبراډ خواجه بها والدین ته دتگ لپاره وروستني ترتیبات نیول. دبراډ لپاره به دغه دپېژندگلوی ښه ماموریت وي. ځکه چې مېوري دخوړودغورځونې ماموریت یوځل محکې هم ترسره کړی ؤاودجنرال بریالي خان سره یې ښه ارتباتات لرل، اوددغه اړیکوملگرتیا اوباوربه براډ ته هم انتقال شي. دسهار په لسوبجوعارف راغی اوموږیوه لنډه غونډه درلوده. هغه وویل چې دشمالي ټلوالې یوه شپه وړاندې ناوخته دڅوساعتونولپاره درې ته د اې گروپ دراتگ موضوع وڅېړي. جنرال فهیم له دې روښانه هدف چې دطالبانودموقیعتونودلایزرپه واسطه په نښه کول ؤسره دمکمل گروپ دراتگ سره هوکړه کړي وه خود اېگروپ دشمالي ټلوالې سره دعملیاتوپه مهال بایدملكې جامې واغوندي. عارف وویل چې دشمالي ټلوالې مشران دلایزرماموریت دې ته وهڅول چې د اېگروپ درې ته ددندې لپاره دراتگ سره هوکړه وکړي. زه په ادبې ډول غوږوم بیا مې عارف ته وویل چې زه له دې چې اېگروپ راتگ هوکړه شوي، منندوی یم خوداغوښتنه چې دوی باید یونیفارم په تن ونه لري، یوه جدي اشتباه ده. ما وویل چې زه به له دې سره سره دغه شرط له قرارگاه اوپه ټاسک فورس ډاگرکې له ډگروال مل هولانډ سره
ذکرکړم. ما عارف ته وویل چې زموږد سي ای اې دویم گروپ په تاشکند کې ؤاودجنرال دوستم سره دیوځای كېدلولپاره وروسته دهغې چې لوجستیكې ترتیبات اودهوایي لیکې اجازې یې اخیستي وای، تیارؤؤ. عارف هم په برابر توگه په ادب سره غوږنیولای ؤاوبیا یې وویل چې دماموریت دغه پلان یوه جدي تېروتنه وه. هو، دوستم هم دشمالي ټلوالې جگپوړی غړی دی خواستادعطا هم په مزارکې دشمالي ټلوالې یومهم قومندان ؤ.
جنرال فهیم به له دغه پریكړې له امله خپه شي. ما يوازې دومره ځواب درلود چې دغه پرېكړه زما دقرارگاه له خوا وروسته دښه فکرڅخه شوې وه. اودوستم سره موږ نېغ په نېغه په اړيكه کې ؤ. دالفا گروپ ننوتنه اوهلته تگ به حتماُ ترسره كېږي سره له دې چې که فهیم نیوکې وهم کړي. یوشی چې دعارف په شخصیت کې مې خوښېده هغه دا چې په شخړه ايېزه مسایلوباندې به په ډانگ پيېلې (صادقانه)ورکړه اوراکړه کوله اوبیا به هم دهغې وروسته مودب اوښه شخصیت پاتې كېده. موږبه دواړودااحساس کاوه چې بل وگړی (ددوی مشران. ژ)ددغه جدي موضوع په اړه غلط دی خوموږخبرې اترې مثبتې اومسلكي ساتلې. عارف غونډه پای ته ورسوله اوله ما یې غوښتنه وکړه چې دډاكټرعبدالله سره په ماسپښین کې دهغه وړانديز په اړه چې دواشنگټن څخه دده دلیدلې په اړهتېره ورځ کړی ؤ، بحث وکړم. عارف وویل چې عبدالله ددغه لیدنې په اړهلېواله ؤاوکله چې دغه موضوع دشمالي ټلوالې دتېرې شپې په غونډه کې ياده شوې وه، جنرال فهیم هم له دغې موضوع ملاتړکړی ؤ. موږدلیدنې لپاره سره وخت وټاکه اوعارف وویل چې ممتاز به دیوه موټرترتیبات ونیسي څوما اوریک دعبدالله کوچنۍ بانډې ته چې داستانې لاندې وه، ورسوي.
ریک په کرشي خان اباد کې ډگروال مل هولانډ ته ټليفون کړی ؤڅوورته ووایي چې شمالي ټلواله له دې سره هوکړه وکړله چې د ځانگړو ځواکونو گروپ ته هرکلی ووایي خو ټینگار يې وکړ چې باید ملكي جامې په تن ولري.
ډگروال قهر وچاودېد، هغه غوښتل چې کسان په پوځي یونیفارم کې وي. رېک ډگروال ته ډاډ ورکړ چې دغه موضوع به د بیا لپاره د ډاکټر عبدالله سره د ماسپښین په مهال وڅېړي. موږ هیله مند ؤ چې عبدالله به په حالاتو باندې د سیاسي اغېزې سره برابر او همغږي وي او ریک هم ډگروالمل هولنډ ته ډاډ ورکړ چې موږ فکر کوؤ شمالي ټلواله باید د یونیفارم د موضوع په اړه خپل دریځ بدلولو ته وهڅول شي.
ډگروال وویل چې دغهموضوع په سوكام(1) کې دده د امرونوکړۍ(سلسله مراتب) ته ورسوي(یانې مشران به له نومړې موضوع خبر کړي. ژ) خوهغه هیله مند ؤ چې د یونیفارم د موضوع دهوکړې او نه هوکړې په پام کې نه نیولو سره به ده ته نن ماښام د ځانگړو ځواکونو د نناباسلو امر وشي.
افغانستان ته د ځانگړو ځواکونو د ورنناباسلو له امله په هغه باندې ورځ په ورځ فشار زیاتېده. ریک د الوتنې د لیکې د اجازې د ورکړې پوښتنه ترې مطرح کړله خو مل هولنډ وویل چې په دې اړوند کوم خبر نشته. ممتاز مو په همغه ماښام د ځانگړو ځواکونو د گروپ د راتگ څخه خبر کړ او له هغه مو وغوښتل چې د لېږد او رالېږد وسایط په سیمه کې تیار ولري.
زموږ پیلوټانو باور درلود چې د استنې په هوایي ډگر کې چې زموږ چورلکه ولاړه وه، د متحده ايالاتو د ځانگړو ځواکونو د راتگ لپاره ترټولو ښه ځای دی.
سټان به د ځانگړو ځواکونو د رارسېدلو وړاندې هغوی ته د ښکته كېدلو محل د كېماوي څراغونو په واسطه په نښه کړي.
د امنیتي دلایلو او د ناڅاپي حیرانتیا لپاره د امريكې پوځ خپلې ځانگړې دندې د شپې په تیاره کې ترسره کوي. ددوی د چورلکو مامورین د شپې په مهال د الوتنې په تکتیک کې په نړې کې تر هرچا بهترین دي. ددغه ډول عملیاتو سره چې په ډگر باندې د دوستانه ځواکونو لخوا ورته هرکلی ویل كېږي، د ښکته كېدلوځای په ځانگړي نښه باندې په نښه كېږي چې په هغې سره پیلوټان د خپلو شپې د دوربینو په واسطه په اسانۍ سره لیدلای شي.
د یوه نامناسبه ځای د نښه كېدلو په نتیجه کې پیلوټ اړ كېږي چې ماموریت ته پای ورکړي او خپلې قرارگاه ته وگرځي.
سټان د سېمې د ښه او منظم په نښه کولو دپاره منطقې انتخاب ؤ. ما د ترورېزم په وړاندې ریاست مشر کاپر بلاک ټليفون وکړ ، څو د امريكې د پوځد بمباری ستراتیژي ورسره وڅېړم او په عین وخت کې یې د هغه ستونزو او ربړونو څخه خبر کړم چې موږ د شمالي ټلوالې سره د یونیفارم د موضوع په اړه درلودل.
کاپر خبر راکړ چې د امريكې مرکزي قوماندې قرارگاه په مزارشریف او کندوز سیمو کې هدفونه په نښه کوي او دا ځکه چې په کابل کې هومره ارزښتناکه هدفونه نه ترسره كېږي.
زه ددې په اورېدلو سره هک پک شوم، د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې نو موږ د قرارگاه اوسينټ كام(مرکزي قومانده) ته د کابل سره په سیمه کې د طالبانو د پوځي ځایونو په سلگونو جغرافیاوي کوارډیناټ ورکړي دي، اوارې سیمې چې دکابل د شمال څخه د شمالي ټلوالې د کرښو په وړاندې د چاریکارو او بگرام سره نږدې غزېدلې وې، د هدف لپاره یو غني چاپیریال ؤ، داسې یو چاپېریال چې په ټول افغانستان کې نه پیدا كېده. ما له دې پرته وويل چې دکابل په خوا اوشا سيمه کې دطالبانوبمباري یوه سیاسي پرېكړه وه، نه یوه نظامي پرېكړه. په مزاراوکندوزکې دملكي خلکودسراومال زیان يوازې دکابل په شمال کې داواروسیموسره په لویوالي کې برابردي. موږترخپله وس پورې کوښښ کاوه چې سينټ كام ته دقیق کوارډینات ورکړو. کاپروويل چې په رښتیا هم هغه سیاسي مناقشه چې دکابل په باره کې باید څه وشي، اوشمالي ټلوالې ځواکونوته دکابل په دښارپه نیولولپاره داجازې ورکولووروسته داحتمالي سیاسي ناهیلي او پايلو په اړه د اېن سي سي په منځ کې مشاجره تراوسه هم دوام لري.
او ډي اې۵۵۵ گروپ دداخلولوپه اړه، کاپروویل چې واشنگټن نن سهارخبرورکړل شو. چې ازبکستان اوتاجکستان ددوی دخاورې څخه افغانستان ته دنن شپې لپاره ددغه گروپ دننباسلو اجازه ردکړې ده اووایي چې دوی دحالاتودارزښت ټاکنې لپاره زیات وخت ته اړتیالري.
زه دیوې خواه، ددوی دبې مېلی سره ارام هم شوم.
دغې موضوع ماته وخت راکړڅودډاکټرعبدالله اوانجينرعارف سره دیونیفارم په اړه مباحثه وکړم. ما له دې پرته تاكېد وکړ، که د او ډي اېگروپ کله هم دلته راغی، دوی ته باید اجازه ورکړل شي څودلایزرماموریت ددوی اصلي دنده وگڼل شي. کاپرډاډ راکړچې په دغه موضوع باندې کارروان دی. په حیرانتیا سره که څه هم چې دوی دهوایي لیکې اجازه د او ډي اې۵۵۵ گروپ لپاره ردکړی وه، دازبکستان اوتاجکستان حکومتونود سي اى اې دالفا گروپ دپاره اجازه ورکړه. پلان اوس دالفا ؤچې د شپاړسم او او لسماكټوبرپه شپه باید ددندې لپاره الوتنې کړې وای. په ښكاره ډول ازبکستان اوتاجکستان په افغانستان کې د سي، ای، اې له پټوعملیاتوڅخه په ملاتړکولوکې کومهستونزه نه درلوده ، خودوی تراوسه په ښکاره ډول په سیمه کې دامريكې دپوځ دعملیاتوڅخه دملاتړکولولپاره سیاسي موضوعات نه وحل کړي.
کاپروویل چې دغه دلوړې سويې ډيپلوماسي موضوع ده. دولس مشراوددوی دواړه حکومتونوترمنځ ټليفوني اړیکې نیول شوې وې څودربړونواوستونزوډکه دغه موضوع حل کړي. کاپرډاډ راکړچې هغه به ماته دتیلگراف له لارې ددغه دیپلوماتیکه تمرینونودنتایجوپه هکله راتلونكي سهارخبرراکړي. ما ممتاز له دې چې د او ډي اې ۵۵۵ گروپ دندې دراتگ څخه دیوڅه وخت لپاره وځنډیده. اوهیله مند یوچې په راتلونکوڅوورځوکې به اجازه راکړل شي. ما ورته تاكېدوکړچې د اېگروپ يوازې وځنډیده اوکنسل شوی نه دی. ممتاز وویل چې هغه به سمدستي لاړشي څودغه خبرعارف ته ورسوي له دغه خبرسره مې دهغه په غږکې ارام وموند.
دعبدالله سره زموږلیدنه دمازدیگرپه پينځوبجوپیل شوه. عبدالله داستنې څخه سويللورې ته دڅومیلوپه واټن یوه بانډه (تفریحلپاره کوچنی ځای. ژ)درلوده، چې یوکوچنی یوطرفه سړک دغونډۍلورې ته ورغلی ؤچې ده ته یې دسیند اود درې په ختیځ لورې کې دغونډیویوه ښکلي منظره ورپه برخه کوله. لکه څنگه چې هیله مند وم، عبدالله تنهاؤ. اوگرم ښه راغلاست یې راته ووایه. هغه لکه په عادي ډول عربي ډوله جامې په غاړه وې اووروسته داجباري چای دراوړلوڅخه هغه په نرمه چوكۍ باندې دارام کولوپه وخت موږته هرکلی ووایه. هغه تردې مهاله زموږدهمکارۍ څخه خوښ ؤاوویې ویل چې هغه پیسې چې موږورته تراوسه ورکړي وې، له هغې څخه منندویه دی.
داهم رښتیا وه چې دکابل په شا او خوا کې شمالي ټلوالې دبمبارۍ هیله نه درلوده خوهغه پوهېده چې دبمبارۍ څرنگوالی اوډول دسیاسي فشارتراغېزې لاندې دی. دهغه صادقانه خبرې ددې لامل شوې چې زه په واشنگټن کې سیاسي حالات بحث ته چې موږورسره مخامخ ؤ، دروازه ورخلاصه کړم.
ماورته وویل چې هلته اندېښنې وې چې په کابل کې دتاجکوكاميابي به له پښتنوڅخه دغچ په خاطرچې دطالبانوملاتړیې کړی ؤ، دوینودډنډ دجوړېدوسبب وگرځي. دااندیښنې هم وې چې دشمالي ټلوالې له خوا دکابل نیول به هغوی دې ته زړورکړي چې دپښتنوکلتوري سیمو سويل اوختیځ ته لاس وروغزوي څودطالبانووروسته دقدرت په شریکولوکې دسیاسي خبرواترولپاره مهم اوستراتیژیکه گټه لاس ته راوړي. ډاکټرعبدالله وویل چې دی له دغه اندېښنوڅخه خبردی خوهغوی دستاینې وړنه دي. ده وویل چې په ۱۹۹۲ كال کې داحمدشاه مسعود ځواکونه په کابل کې له ښه راغلاست سره مخامخ شول، او يادونه يې وكړه چې دغه ځواکونودکابل دنیولوپه مهال دخلکوسره ښه سلوک کاوه. په کابل کې اعدام، په زندان کې اچونه، اومحکمه کول دهغه چا چې له روسانویا دنجیب الله رژیم سره خدمت کړی وي، نه ترسره كېده. عبدالله وویل چې دغه دپاکستانیانواوپښتنوهغه تبلیغ دی چې غواړي دشمال تاجک اونورلږكي له صحنې څخه جلا اوله پامه وغورځول شي څویومحافظه کارپښتون حکومت چې دپاکستان دزیات نفوظ لاندې وي، واگې ترلاسه کړې. ډاکټرعبدالله له دې هم خبرؤچې دجهاد د وختونویوجگپوړی پښتون قومندان عبدالحق هم په واشنگټن کې دكړنلارې جوړونکوسره نېغ په نېغهپه اړیکه کې ؤاودیوڅوشتمنوافغان ـ امريكايي سوداگروملاتړیې درلود چې هغوی دامريكې دکړنلارې جوړونکوله ټولنوسره غښتلي اړیکې درلودې. دغښتلي سیاسي هیلو پرتهعبدالحق دمسعوداودتاجکوهروخت مخالف ؤ. دبهرنیوچاروپه وزارت اود اېن اېس سي مهموچارواکوپه منځ کې دهغه ډېرشهرت دستونزولامل گرځېده ځکه چې ده به هم دتاجکوپه وړاندې هغه منفي نظرچې دکابل څخه دهغوی لیرې ساتل اوپه سويل کې په پښتنوباندې تمرکزؤ، له ځان سره درلود. عبدالله هیله درلوده چې که چېرې دی له واشنگټن لیدنه وکړي اودجگپوړوکړنلارې جوړونكې ډلې سره وویني، اودی به وتوانیږي چې دشمالي ټلوالې سیاسي کړنلاره ورته په ښکاره الفاظوکې بیان کړي اوهیله مند ؤ چې دهغه کسانوبې باوري اواندېښنې به له منځه یوسي کوم چې دافغانستان دتېرڅه دپاسه شل کلن ځورېدلي اوکړېدلي تاریخ باندې نه پوهېږي. زه هم له دې چې دده لیدنه له واشنگټن څخه مهمه ده، موافق شوم. ډاکټرعبدالله داوړانديز هم وكړچې له ده سره په دغه ليدنه کې دشمالي ټلوالې د نننۍ كړۍ اودمسعودکشر ورور، ولي مسعودهم ملگرتیا وکړي. ما کوښښ وکړ چې دغه نظرته زما منفي غبرگون پټ کړم خوكامياب نه شوم. ولي اودهغه ورور احمد ضیا مسعود دواړودا تجربه اوځلانه درلوده چې په لویدیځ سیاسي غونډې کې دشمالي ټلوالې استازيتوب په اغېزناکه ډول وکړي. ډاکټر عبدالله زما ربړوونکي غبرگون ته موسكى شو، او ویې ویل چې شمالي ټلواله د ولي مسعود په شاملولو کې جدي ده، په دغه کار سره به نوموړې لیدنې ته د مسعود د کورنۍ په ورگډولو سره مشروعیت ورکړل شي، او واشنگټن ته به څرگنده شي چې شمالي ټلواله حتی د مسعود د وژنې وروسته هم سره متحده او یو ځای ده.
د ولي مسعود د سیاسي مهارت او توان په اړه موږ دواړو هیڅ نظر ور نکړ، عبدالله وویل چې د شلم اكټوبر وروسته هغه هر وخت کولای شي چې واشنگټن ته سفر وکړي.
ما ورسره وعده وکړه چې خپل دفتر ته د رسېدلو سره به دغه پیغام د سي، ای، اې قرارگاه ته ورسوم. ما باور درلود چې هر څومره ژر دغسې لیدنه ترتیب شي، هومره به بهتره وي. کله چې غونډې دوام وکړ، ما ورته وویل چې د نن شپې د ځانکړو ځواکونو د ننوتلو پلان وځڼډیده.
بیا مې د گروپ درې ته تر رسېدلو وروسته د هغوی د یونیفارم موضوع یاده کړله. ما ورته وویل چې یونیفارم لرل نه یوازې هر سرتېري ته اهمېت لري بلکه په واشنگټن کې ددغه موضوع د اغېزې د پالیسي جوړونکو لپاره هم ډېره مهمه ده. ډاکټر عبدالله کوچنۍ موسکاوکړه او ویې ویل چې هغه د یونیفارم د لرلو په اهمېت ښه پوهېږي، هغه وویل چې دی په خپله د ځانگړو ځواکونو په یونیفارم درلودلو سره ملاتړ کوي خو ویې ویل چې د شمالي ټلوالې د رهبري په دایره کې به نور کسان د بهرنیو ځواکونو په ښکاره ډول ښودلو سره د خپل ځان سپکاوی وگڼي!؟
د شوروي اتحاد خاطرې اوس هم ژوندی دي او همدارنگه د بمباری بې اغېزې کمپاین او د طالبانو او د عرب ځواکونوپه وړاندې د بمباری د اغېزې د نشتوالي له امله د شمالي ټلوالې په مغزو کې د متحده ايالاتو حکومت د هغه وعدې په اړه چې د طالبانو په وړاندې د جگړې کول ؤ، پوښتنې رپوټته کړي. هغه وویل چې د خپلوملگرو سره به په نوموړې موضوع بیا وویني او د دغه موضوع په اړه به د مثبتې پریکړې لپاره زور واچوي. ما د غونډې د پرېښودلو پر مهال د پرمختگ احساس وکړ.
شپږويشتم څپركى
د شپاړسم اكټوبر پر سهار مو د مختلفو خبرونو په رارسېدو سره پيل کړ. لومړی له ژمنې سره سم زما او د کاپر تر منځ دپنځلسماكټوبر د خبرو په څار د کاپر څخه یو خوشبین لیک راغی.
د شپاړسم او اولسماكټوبر په شپه د سي ای اې لخوا مزار شریف سیمې ته د الفا گروپ د لېږلو په سر د کړنلارې جوړونکې ټولنې په منځ کې یو بل مېز(بحث) چې د شمالي ټلوالې او د کابل د خوا او شا په اړه بايد څه وشي، رامنځ ته کړ. ولس مشر د ژامې ماتوونکيگروپ لخوا په شمال کې د څېړنې څخه خوښ و او د شمالي ټلوالې خلاصون يې سپارښت کړل(ليکوال دلته د شمالي ټلوالې د لومړیو کرښو څخه د کابل په لورې پرېښودل منظور دي. ژ). (1)
افغانستان ته د پوځ د ځانگړو گروپونو په لېږلو کې د ځنډ له امله، د کابل په خوا او شا او د شمال په سیمو کې د طالبانو په وړاندې په جگړه کې د سملاسي پرمختگ د اړتیا فکر را پورته شو. په پای کې کاپر ما ته دا لاندينى دندې را وسپارلې.
ما باید د جنرال فهیم سره بیا لیدلى وای څو ډاډ مې ورکړی وای چې د امريكې حکومت د شمالي ټلوالې سره غواړي کار ته دوام ورکړي او همدارنگه باید فهيم مې هڅه ولای وای څو خپل ځواکونه د جگړې لپاره په بشپړه توگه تيار کړي.
ما باید فهیم ته د هغه د جنگیالو، په پنجشیر کې د ملكي خلکو سره د بشري مرستې او د شمالي ټلوالې هغه قوماندانانو لپاره چې د هېواد په شمال کې يې فعاليت درلود، په ځانگړي ډول استاد عطا ته چې هغه د سي ای اې د الفا ټيم د هغه له سيال جنرال دوستم سره يو ځای كېدلو له امله خپه كېده، نقدې پیسې ورکړې وای.
دغه یو خوشاله وونكې خبر و ځکه چې زه ډاډه وم چې د تېرو څو ورځو خپگان او مخالفت د شمالي ټلوالې شوق سوړ کړی و. د سهار په اوو بجو ميوري چې په خواجه بهاودین كې و، د پاپي سره يې د سپكې لېږدونكي مخابرې چې زموږ په کور کې د لوی مرکزی سیسټم سره تړل شوې وه،اړيكه ونیوه.
د هوا له لارې د خوړو بشري مرستي اکمالات که څه هم چې د همغه سهار د دوو بجو پورې ځنډېدلي و، په كاميابۍ سره تر سره شوي وو. د سي ای اې لخوا ورکړل شوي پراشوټونه، د خوړو درندې بنډلې په ټاکلي ټكي باندې روغ رمټ را غورځولي وو.
جنرال بریالی خان خوښ و او د سهار له سپیدې چاود سره سم یې جنرال فهیم ته ددغه خبر له امله د مخابرې اړيکه ونیوه. د خان کسان د وروستیو بنډلو په راغونډولو بوخت و او خان وویل چې هغه پلان لري چې په همغه ماسپښين به د خوړو وېشل پیل کړي.
موږ هوکړې ته ورسېدو چې ميوري او براډ هلته ددغه پروسې د څارلو لپاره پاتې شي او د اولسماكټوبر په سهار به دوی د چورلکې په واسطه له هغه ځايه را پورته کړای شي. په پاى كېمې یو څه ښيگڼې انجينر عارف ته وړاندې كړې.
خو بيا مې د سنټکام(1) لخوا ليک ولوست چې په هغې كې د ازبکستان او تاجکستان لخوا د الوتنی لپاره د اجازې ردولو او د شمالي ټلوالې د ملكي جامو موضوع ته پکې له قهره ډک غبرگون شوی و. د ترورېزم په وړاندې د ریاست څخه د سهار په تلگراف کې لیکل شوي و چې دغه ځنډ په وزارت دفاع باندې په افغانستان کې د امريكې د پوځ د بوټ اېښودلو موضوع د پرمختگ د نشتوالي له امله د اېن اېس سي يا د امنيت شورا لخوا نور فشار هم زیات شوی و.
که څه هم چې د ژامي ماتوونكيگروپ په پنجشیر دره کې شل ورځې تېریږي او په شپاړسمه او اولسمه شپه د الفا گروپ د مزارشریف سیمې ته ننوځي، تر دې مهاله د امريكې یو پوځي هم افغانستان ته نه دی ننوتلی. دغه حقیقتونه تېره ورځ د اېن اېس سي په غونډه کې د دفاع وزیر ته په خوږمنه توگه په گوته شوي و.
په پای کې د هانک لخوا یو تلگراف راغی او لیکل شوي و چې د کړنلارې جوړونکو ډلې لخوا په ځانگړي ډول د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ډاکټر عبدالله د ليدنې غوښتنې ته لومړنى غبرگون، منفي غبرگونونه و.
د بهرنیو چارو وزارت ځکه د ډاکټر عبدالله د ليدنې مخالفت کړی و چې د افغانستان سیمه ایز گاونډیان به د امريكې لخوا د شمالي ټلوالې د بهرنیو چارو وزیر د مېلمه کولو ته د تاجک شمالي ټلوالې ته د سیاسي تصدیق په سترگه وگوري. او پاکستانیان به په ځانگړي ډول له دغه خوځښت څخه خپه شي او بیا به دغه ليدنه په سويل کې په پښتنو قومونو باندې هم منفي اغېز وکړي.
تلگراف دا هم زیاته کړه چې دغه وړانديز شوېليدنه به د سي ای اې د قرارگاه لخوا ځکه ملاتړ شوې وهچې دغه ليدنه به د اېن اېس سي ټولنې(1) ته په ډاډه توگه وښيي چې څنگه د ځواکمنو تاجکو سره معامله وشي.
هانک لیکلی و چې په دغه موضوع باندې به کار کولو ته دوام ورکړي. عبدالله او شمالي ټلوالې ته دغه زړه بوږنونكى خبر و چې ما باید ور رسولای وای. ما له ځان سره پرېكړه وکړه چې یوه ورځ یا زیات وخت ياد نه کړم څو د ترورېزم په وړاندي مرکز یا سي ټي سي ته وخت ورکړل شيچې کوښښ وکړي او موضوع زموږ په گټه حل کړي.
انجينر عارف په همغه نهو بجو راغی څو د شلټر نو موسسې د بندیانو د ژغورنې په اړه تازه پرمختگونه راسره شریک کړي. لنډه خو مثبته غونډه وه. عارف وویل چې هغه کابل ته یو افسر لېږلی او د کابل په استخباراتو كې يې د طالبانو له جگپوړي افسر سره بيا اړیکه ټینگه کړې. دغه اړیکه گټوره ثبوت شوه.
د عارف افسر او د طالبانودغه افسر سره وینه شریکه وه(خپلوان و. ژ) او د شلټر نو د بندیانود پرېښودلو دپاره د طالبانو دغه افسر لېوالتيا درلوده چې د پیسو لپاره معامله او خبري اترې وکړي.
دده لوړ مقام ته په نظر او هغه شمېر خپلوان چې د کابل په پولیسو او امنیتي اورگانونو کې یي لرل، د طالبانو دغه افسر ډاډه و چې د بندیانو چټک خلاصون او د هغوی لېږدونه د شمالي ټلوالې کرښو ته ترتیبولای شي.
د بندیانو د خلاصون لپاره يې څلور ملیونه ډالر د انعام په توگه غوښتل. هغه د پیشکئ په ډول د کومو پیسو هیله نه کوله خو تاكيد يې کړی و چې ددغه ماموریت د سرته رسېدلو په پايلهکې د دغه مقدار پیسو غوښتونكى دی. ما ورته وویل چې ددغه ډول خطرناک خو مهم ماموریت د ترسره کولو دپاره څلور ملیونه یو مناسب انعام دی خو باید موږ په احتیاط سره په مخ لاړ شو.
د طالبانو افسر باید په پوره ډول مالومات راکړي چې دهغه پلان به څه ډول پیل شي او د ټولې پروسي په بهيركې به د بندیانو د خوندیتوب لپاره څه ډول گامونه اوچت کړای شي او له هغه وروسته چې بندیان زموږلاسونو ته راشي، موږ به هغه ته د پیسو دورکړې لپاره یو ترتیب جوړ کړو.
د طالبانو دغه افسر ته به تر هغه هیڅ پیسې ور نه کړل شي څو چې بندیان د شمالي ټلوالې تر ولکې لاندې سیمي ته په خوندي ډول لېږدولشوي نه وي.
عارف هوکړه وکړه چې ددغه افسر سره به په چټكې سره کار ته دوام ورکړي. زه د افغانانو په ټولنه كې هغه اړیکو ته حیران شوم چې دوه دښمنې ډلې چې د ژوندي پاتېكېدلو لپاره په جگړه كې سره ښكېل دي، وگړو ته دا اجازه ورکوي چې دداسې یوي سترې موضوع لپاره سره یوې معاملې کولو ته هوکړه کوي.
عارف وویل چې د طالبانو افسر او د هغه ادعاوو ته باید د احتیاط او شک په سترگه وگورو خو هغه ددغه سړي د شخصي گټو لپاره د خپل لوري د تېر ایستلو او غلطولو دغه عمل ته حیران نه و او دده په نړۍ کې(دده په نظر. ژ) هر هغه هوښیار سړی چې په دغه ډول بایلونكي او له لاس ورکوونكي حالت كې را ښكېل شي، باید دغه ډول کار وکړي.
په پای كې مې عارف ته وویل چې زه غواړم چې د فهیم او ډاکټر عبدالله سره هر څومره چې ژر وي، ووینم. ما ورته وویل چې د واشنگټن څخه زه مثبت خبر لرم. غواړم چې د شمالي ټلوالې سره د طالبانو په وړاندې د جگړې لپاره د ځانگړو تیاري نیولو لپاره نقدې پیسې ورکړم.
کله چې دروازې ته د قدم وهلو په حال كې و، څو خدای په امانى وکړو، عارف وویل چې هغه ته اوس یاد شول چې ډاکټر عبدالله غوښتل چې له ماسره په راتلونكي دوه ساعتونوكې وویني. کله مو چې لاسونه سره ورکول، عارف وویل چې ممتاز به د غرمې په مهال د موټر تيارى وكړي. څو عبدالله ته مو وروليږي.
ډاکټر عبدالله ما او ریک ته بیا د درې په کوزه برخه کې په خپله بانډه(د ښاره وتلې تفریحي کور. ژ) کې انتظار و. دا ځل مې دغه کورته په ښه پام سره وکتل را وکتل. دغه ځای ته د بانډې ویل یو څه تبلیغ كېده. دوه كېسئ کور(په یوه انگړ کې دوه مختلفېودانۍوې . ژ) چې د لویدیځ ډوله سیوري لرونكې چت یي درلود.
ماته ویل شوي و چې د پوښل شوي برنډې مخ لورې ته چمن اوگلان هم کرل شوي. سره له ښکاره غفلت کولو دغه کور اوس هم د پنجشیر د سیند او د درې زړه راښکونكې منظره لرله.
د کور په دروازه کې عبدالله له موږ سره د ستړي مشې کولو وروسته، موږ په هغه کوټه کې چې واضح د اوسېدلو کوټه ښكارېدله، كېناستلو ته دعوت کړو. یوه عصري چوكې چې سپین څادر پرې غوړیدلی و او څلور نوري کوچنۍ چوكې وې او د کړكۍ خواته یو مېز و چې په سر يې د ټایپینگ یو ماشین او ورسره یو سټلایټ ټليفون په مېز باندې يه داسې ډول ايښى و چې د څرخېدونکي چوكۍ څخه په اسانی سره د لاس په غزولو سره را اخيستل كېده.
د کوټې په کونج كې یو دوه کسیزه چپرکټ چې سپین څادر پرې غوړېدلی و، پروت و. ټول ښایسته او په منظم ډول سره اېښودل شوي و. ډاکټر عبدالله زموږ د ارامه خبرو اترو څخه په ناڅاپي ډول سره هغې جرگې ته د ځان پوهولو لپاره زموږ پام كړ چې هغه فکر کاوه چې په واشنگټن کې به د هغه د بحثونو موضوع وي.
هفه د جهاد په تاریخ باندې وغږېده او د شورویانو په وړاندې د مسعود تاجک ځواکونو رول وښود او د افغانستان د راتلونكي په اړهيې د مسعود سیاسي نظریو ته یوه کتنه وکړه.
عبدالله شمالي ټلوالې ته د واشنگټن په منفي نظر باندې پوهېده او تاكېد يې وکړ چې دی دغه سفر یو فرصت گڼي څو هلته خپله سوانح پهسمه توگه ثبت کړي. له دې امله چې دغه سړى په واشنگټن کې د جگپوړو سره د لیدلو د اړیتا په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړ، زړه مې پرې وخوږېده!!
د پخوانیو ليدنو په بهير کې عبدالله د بهرنیو چارو او د افغانستان د څانگې له مسول سره لیدلي و او په دوهمهناسته كې يې د افغان د چارو له مرستیال سره لیدلي و. دواړه په مناسب ډول(نسبتاً مهم. ژ) لوړ رتبه افسران و.
دا ځل هغه هیله درلوده چې د بهرنیو چارو له وزیر او د ولس مشر لپاره د ملي امنیت له مشاور سره لیدنه وکړي نو په دې اساس دده پیغام به داځل ډېر اغېزمن وای.
دده له لیدنې سره د منفي غبرگون په اړه مې هیڅ ونه ویل خو زه پوهېدم چې دده ليدنه او كتنه به ترسره نه شي. سي ای اې کولای شول چې تر خپل وس پورې ددغه ليدنې د كېدلو لپاره کوښښ وکړي خو په پاى كې دغه پرېكړېته د سیاسي نظرپه توگه کتل كېږي او د بهرنیو چارو وزارت به د ورځې په جریان کې خپل نظریات غږول.
بیا هم خوشالوونكيخبرې اترې وې، او د طالبانو په وړاندې د جگړې د څرنگوالي په اړه پکې هڅونكي نظریات تبادله شول. په حقیقت کې له ډاکټر عبدالله سره مې هر وخت خبري کول خوښېدل.
کله چې موږ له عبدالله سره په ليدلو بوخت وو، د باران ورېځې راټیټې شوې، زه او ریک هم کورته په موټر کې راروان شوو. باد تیز شوی و او د دوړو خړ-نصواري رنگه څپې را تاوېدلې او زموږ موټر یې په داسې حال کې چې د کندو او ژورو ډک سړک باندې ښکته او پورته كېده او زموږ سرونه موټر په چت باندې لگېدل، په شا باندې په زوره واهه.
د باران لومړی سیلۍ د موټر په ښیښه باندې دوړي په خټو بدلې کړې. حرارت هم را ټیټېده او زه په داسې حال کې چې له موټره ساړه څاڅكي را څڅېدل، وریږدولم. په موټر كې د اوږدې چوپیتا وروسته ریک وویل چې یاره ته خو خپه ښکارې، څه خبره ده؟ زما په فکر غونډه خو ښه پای ته ورسېده. هو ستونزه همدغه ده، که چېري دغه سفر ترسره نه شي هغه به مایوسه شي. یو بل مثال چې موږ د هغوی هیلې راوپارولې، او بیا مو تر سره نه کړې.
ریک وپوښتل: ایا ته ډاډه یې چې دغه سفر به تصدیق نه شي؟
ما ریک ته مخ ورواړوه او ومې ویل: ملگریه هیڅ امکان نه لري ځکه چې د سهار تلگراف ټول په ښکاره ډول په گوته کړي و او زه د افغانستان او پاکستان لپاره مرستیال سکرټر پېژنم. هغه د جهاد په کلونو كې په پېښور كې سلاکار جنرال و. او بیا د ۱۹۹۰ کال په وروستیو كې په اسلام اباد كې د امريكې د سفارت مرسیتال و.
ما او هغه د مسعود سره په ۱۹۹۷ کال په مني كې په تالقانو کې لیدنه وکړه. د موټر د څنگ له کړكۍ مې ښکته د درې په لورې وکتل. موږ تقریبا دوه سوه فوټه د غونډۍ مخپورته ختلي و او باران هم د موټر ښیښه د خټو څخه یو برخه پاکه کړې وه.
هغه تاجک نه خوښوي. ستا په یاد دي چې ددغه کال په لومړیو وختونو كې د طالبانو په وړاندې په جگړه كې د مسعود د ساتلو په خاطر د هغه سره د مرستې بحثونه و، نو دغه کس د مسعود سره د هر ډول مرستې کولو مخالفت کاوه.
دده په وینا موږ باید يوازې افغان ته اجازه ورکړو څو افغان ووژني. او موږ خپل هدف ته چې د بن لادن نیول دي، باید هیڅ ورنږدې نشو. یو سخت جمپ د دروازې سره په کلکه ووهلم او په خپل مټ درد ته مې په کرکه او په قهر سره وروکتل. په هغه وخت كې دده د څېړنو او تحلیل سره یوازینی ستونزه دا وهچې هغه وخت طالبان د خپلو پاکستانیو او عرب ملگرو په مرسته د غښتلي كېدو په لورې روان وو.
مسعود تنها ولاړ و او که چېري مسعود مات شوی وای نو طالبانو به افغانستان خپل کړى وای. او موږ به نن ورځ دلته په دره كې په دغه موټر كې خپل کوناټي د جمپونو له لاسه ښکته او پورته نه کول. موږ به اوس په تاشکند كې ناست وای او په دې به مو فکر کولای چې څنگه وکولای شو چې د طالبانو په وړاندې گروپونه یوځای کړو او د هغو په وړاندي مقاومت را منځ ته کړو.
اوه ويشتم څپركى
د اكټوبر پر اوولسمه نېټه د ترورېزم په وړاندې ریاست خبر راکړ چې د الفا گروپ ټول اته غړي د مزارشریف سويلي سیمې ته په كاميابۍ سره ننوتلي دي او د جنرال دوستم د ځواکونو سره د مهالوېش سره سم یو ځای شویدي.
تلگراف لږ خو موُجز و او د څو جملو په لوستلو سره مې احساسات وپارېدل، په شمالي افغانستان کې مو دوهم گروپ دندې ته تیار و او پلان هم جوړښت غوره کاوه. د الفا گروپ د امريكې د ځانگړو ځواکونو لخوا لېږدول شوی و. دا د امريكې د پوځ لخوا په سیمه کې لومړني عملیات و او دا هم د پرمختگ په لورې یو بل مهم گام و. د الفا گروپ ارتباتی سیسټم زموږ ارتباتي سیسټم ته ورته والی درلود نو په دې اساس موږ کولای شول چې دوه اړخیزه خوندي اړیكې ولرو.
ریک الفا گروپ ته د ښه راغلاست لپاره لنډ لیک واستاوه او همدارنگه د عطا ممکنه منفي غبرگون په اړه هم ترې وپوښتل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د وخت او شرایطو په اجازې سره موږ سره د خوندي مخابرې له لارې اړیگه ټیگه کړي، که چېرې د عطا لخوا کومهستونزه راخوټېدله، موږ مخکې له دې چې د جنرال فهیم سره مو په همغه سهار لیدلي وای، باید پرې خبر وای.
دتېرو څو ورځو په تېرېدو سره هوا د ژمي په كېناستلو سره نوره هم خرابه شوله. شمال خواته د هندوکش د غرونو لوړه ارتفاع کې د سختې واورې اټکل شوی و او جان محمد وویل چې د یوې اونۍ یا زیات وخت په تېرېدو سره باید د انجمن کنډو د موټرو د ټرافیک لپاره دراتلونكي پسرلي تر وروستیو پورې بندشي. سره له دېچې سهارشین اسمان و. حرارت بیا هممجبورکړوچې دژمي درنې جامې واغوندو.
ایډاوگریگ پلان درلودچې دوشنبې ته په چورلکه کې الوتنه وکړي څوهعه اکمالات چې موږدرې ته دراتگ څخه یوه اونۍ وروسته له قرارگاه څخه غوښتيراولېږدوي.
هغه الوتكې چې همدغه اکمالات يې له امريكې متحده ایالاتو راوړيو، دوشنبې ته يې سي اى اې یو درې کسیزه گروپ هم را لېږودولى ؤ. څو هلته د سي ای اې لنډ مهال دفترجوړکړي. ددوى لومړنۍاواصلي دنده دا وه چې زموږ اودسي ای اېنورگروپونه چې په شمالي افغانستان کې فعالیت کوي ملاتړ کړي. زموږافغان پیلوټ نصیرپه استانه کې دښکته كېدلو له ځايه دشمالي ټلوالې دمخابرې له لارې دهواله ناظر(کتونكي) سره چې د درې په پورتنۍ برخه اودانجومن کنډوپه سيمه کې اوسېده دهوا دکنټرول اوکتنې لپاره اړیکه ونیوله خوبیاهم ځکه چې هواهره شېبهبدلون کولای شو، نوهوايي کارمندانوسفرته دتیارېدولپاره سملاسي توب کاوه. مخکې ددې نه چې دوی چورلکې تهولاړشي ما بک ته ۸۵۰۰۰ ډالروبنډل چې د المونیم اوفلزپه نازکه پاڼوکې پیچل شوی ؤ، ورکړڅودوشنبې ته نوي راغلي افسر، رانته يې ورکړې.
موږ ته د كوربه افغانانو له خبرو اترو څخه وروسته دا څرگنده شوه چې په دوشنبې كې لږ ښه موټر پيداكېږي، ریک د ران سره د برېښنالیک له لارې اړيكه نیولېوه اوله هغه يې غوښتي ؤچې درې دانې كارول شويسرف (SUV)ټوېټا موټر(1) وپېري. ران باید موټر دشمالي ټلوالې استازي امرالله صالح ته ورکړي څوهغه يې درې ته راولېږي. جان محمد ډاډ راکړچې پينځه اتیا زره ډالربه ددریو موټرود پېرلو او همدارنگه په غرونوباندې دهغوی دراوستلوټول لگښت پوره کړي.
موږ يوازې داهیله درلوده څو موټردانجومن له کنډوڅخه راتېرشي، هوا به ودرېږي او د ژمي په داخلېدو به خرابه نه شي. ښایي چې دوی به زموږدتیلوټانکراوکاروان هم هلته پیداکړي، هوصحیح ده؟!
توربکس مې خلاص پرېښود، ما اوریک يو سل اووه ملیونه ډالر وگڼل څوجنرال فهیم اوډاکټرعبدالله ته یي دهمغه سهاردلیدنې په مهال ورکړو.
دشمالي ټلوالې دغښتلي کولو په اړه دکاپرله پیغام وروسته ماغوښتل چې دغه لیدنې ته ارزښت ورکړم هغه ډول ارزښت چې دشماليټلوالې درهبرانوهغه شک چې دامريكې دحکومت دصداقت اودهغوی په ژمنه یې درلود، په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د يو سل اووه مليونو ډالروڅخه یې اوه سوه پنځوس زره دفهیم لپاره وې چې باید دخپلوځواکونودجگړې لپاره دتیاري نیولولپاره یې ولگوي اودوه لکه پنځوس زره دهغه ملكي وگړودبشري مرستودبرابرولو لپاره وې چې دجگړې ډگرونوته نږدې وو. دغه لگښت دملكي خلکودجگړوله کرښوراباسل اوپه دره کې خوندي سیموکې دبیا ځای په ځای کولواوهمدارنگه دهغوی لپاره دخوړواودژمي دلباس درانیولولپاره ؤ. ما په ځانگړي ډول غوښتل چې قومندان عطاء سره دپیسومرسته وکړم څودهغه قهرچې دقومنداندوستم سره دتېرې شپې دالفا گروپ دیوځای كېدنې له امله پارېدلی ؤ، سوړکړم. دوه لکه پنځوس زره یوبل جلا بنډل موپه کاغذ کې پیچلی ؤاودبنډل په سرمې په دري ژبه دعطانوم پرې لیکلی ؤ. زه ډاډهنه ومه چې دغه پیسې به عطا ته ورسېږي. خوما غوښتل چې دسي اى اې هغه هڅه چې غوښتل یې ددوستم اوعطا ترمنځ اوبهسړې کړي، روښانه کړم. دیوسلواوه ملیونو څخه وروستني څلورلکه پنځوس زره ډالردانجينرعارف اودهغه داورگان دورځني عملیاتو اودطالبانو قوماندانانو ته دممکنه رشوت په خاطروې څوهغوی دشمالي ټلوالې سره دیوځای كېدلولپاره وهڅوي. ما دپیسود لېږدولو لپاره کوښښ وکړچې یوه کڅوړه پیداکړم خومجبورشوچې په یوه ناپاکه او مات شوي کلک کاغذي کارتن کې یې ورتخته کړو. ددې لپاره چې دپیسووزن ډېر ؤ نومجبورشوچې دکارتن بېخ په پلاستیكې تسمه کلک وتړو. غونډه د آستنې څخه لاندې په یوه ودانۍ کې چې زموږپکې لومړی ځل ؤ ترسره شوه.
داوداني دغونډۍ په اړخ باندې وه چې دپنجشېرسینداوختیځ لوري ته يې دغونډیویوه پراخه منظره درلوده. جوړښت یې اغېزناك ؤ او په رښتيا په بانډه كې يانې د ښار څخه بهریوتفریخي کور و او د ویلو ارزښت يې درلود.
په منځ کې يې دوه ودانۍ نورېوې چې بهرني دېوالونه یې دباسكېټبال په اندازه دغټو تیږوڅخه جوړشوی ؤ. دانگړچاپېره چمن یې دومره شین او منظمساتل شوی ؤلکه دگالف [یو ډول لوبه. ژ] دکلب په ډول او همدارنگه ونې اوبوټو ته یې ښه پاملرنه كېدله دکورسامان یې هم ډېرعصري لوېدیځ ډوله فرنیچراوغولی یې په روښانه کاشیو باندې جوړشوى او په افغاني گل لرونکو قالینو باندې برگ کړی ؤ.
دېوالونه یې دغولي څخه تر چت پورې په خوندورسپین رخت ټوټوباندې پوښل شوي ؤ. دغه کوردیوه شتمن افغان سوداگرؤ چې په ۱۹۸۰ كال کې دامريكې متحده ایالاتو ته تښتېدلی ؤ، په دره کې دجگړو په مهال دغه ودانيډېره زیانمنه شوې وه. داحمدشاه مسعود څخه د مننې لپارهچې روسان یې په زوره دافغانستان څخه وتلوته اړکړي وو، دغه افغان سوداگرنوموړی کورمسعود ته دسوغات په ډول ورکړی ؤ.
کور په صحیح ډول رغول شوی ؤ اودرې ته دلوړپوړو لېدونكو لپاره دمېلمستون په توگه کارېده. په حیرانتیا سره هغه دوه ژورنالستان چې مسعود یې وواژه په همدغه كور کې دمسعود سرهدمرکې لپاره د انتظارؤخت تېر کړی و. ما د کلک کاغذ څخه جوړ شوی کارتن له ځان سره واخیست اوکورته دننه مې یوړ. کله چې دغونډۍکوټې ته لارښوونه راته وشوه په بې احتیاطۍ سره مې په کوټه کې دننه په چوكۍ باندې کېښوده.
د جبري لاسونو ورکړې(1) اوستړي مشې وروسته موږټول په نیمه كړۍ کې په هوسا چوكيوباندې كېناستو.
جنرال فهیم زما ترڅنگ کښېناست او ډاکټر عبدالله اوانجينر عارف دهغه ښي خواته ناست وو. ریک زما گڅ خواته ؤاو ممتاز چې دیادښت اخیستنې دنده یې اجراکوله هم دده څنگ ته ؤ. له دې امله چې دغونډې دجوړېدوغوښتنه مې کړی وه، ماته د غونډې د پیل بلنه راکړل شوه. زه په چټكې سره په پنجشېرکې زما گروپ دراتگ څخه تراوس مهاله په پرمختگونوباندې په صادقانه ډول وغږېدم. ما دبمبارۍ له امله ددوی په خپگان په ځانگړي ډول دکابل سره په لومړۍ کرښه باندې اعتراف وکړ. ما یو څه نورو تېر وتنو ته هم اشاره وکړه، په خواجه بهاودین كې دبشري مرستې په خاطردخوړو دغورځولوناورین مې یوه بېلگه ورکړه ما همدارنگه بریالیتوبونه هم په گوته کړل لکه دانجينرعارف اغېزمنه څارگره اداره او په گل بهار کې نوی جوړشوی هوایي ډگر. ما دغه دریو افغانانوته ډاډ ورکړچې دامريكې حکومت طالبانوته په ماتې ورکولو هغوی د واك څخه په لرې کولواودالقاعده اوبن لادین په وړاندې جگړې ته په دوام ورکولو کې رښتینی دی. ددغه وړانديز په بهير کې مې له جنرال فهیم سره نېغ په نېغه خبرې کولې. په هغه باندې متمرکزوم او دا چې هغه په سترگو كې سړي ته مخامخ گوري ما هم ورته مساوي غبرگون ښکاره کاوه.
ماورته وویل چې دشپاړسم اكټوبر په وروستیو ساعتونوکې دالفا گروپ په كاميابۍ سره دجنرالدوستم سره یوځاى شو. دځانگړي ځواکونود اې گروپونه پنجشېر ته ددندې داجرا کولو په خاطر وروسته ددې څخه چې دازبکستان او تاجکستان حکومتونوسره بیورو کروتیک موضوعات پای ته ورسېږي، راځي. دایوواضح او مثبت ثبوت ؤ، دامريكې حکومت زموږ شریک دښمن ته په ماتې ورکولو کې صادق اووعده ورکوونكى دى. ماورته وویل چې شمالي ټلوالې ته مې دغې غونډې ته له ځان سره یوه زیاته اندازه پیسې راوړي دي. موږ غوښتل چې ډاډ ورکړو ، څو جنرال فهیم دجگړې لپاره دخپلوځواکونودپوره تیاري لپاره مالي اسباب ولري اوهمدارنگه وتوانیږيچې دملكي وگړواودشمالي ټلوالې هغه قومندانانوسره چې دپنجشېر څخه د باندې اودهېوادپه شمال لویدیځه سیموکې دي. اړینه مرسته اوهمکاري وکړای شي. په چوكۍ باندې کارتن ته مې اشاره وکړه اوورته ومې ویل چې په دغه بکس کې یو اعشاريه اووه مليونه ډالردي. دټولوسترگې دکارتن په لورې واوښتې اوزه پوه شوم چې زموږافغان کورباگان دپیسوددومره مقدارله امله خوښ شول. دپیسودوېش په باره کې مې مالومات ورکړل دځانگړوهدفونولپاره لکه پوځي عملیات بشري مرسته، اوڅارگر مالوماتو د كارولو لپاره مې دپیسومقدار ورته په گوته کړبیا مې دقومندان عطادپیسو په اړه بحث وکړ. ماورته وویل چې دجنرال دوستم سره د سي ای اې دگروپ دیوځای كېدنېپرېكړه دشمالي ټلوالې رهبران په ځانگړي ډول عطاخپه کړی دى. ما په مزار کې دعطاپوځي ځواکمنتوب اودهغه ارزښت په گوته کړاواعتراف مې وکړچې ددوستم سره د سي ای اې دښواړیکوپراختیاوه چې دالفا گروپ په چټكۍ اوخوندیتوب سره هلته ورساوه. دشرایطوپه برابروالي موږکولای شو چې دعطااودهغه دځواکونوسره نېغ په نېغه اړیکې ونیسو. په عین وخت کې دغه دوه لكه پنځوس زره ډالر چې ما دعطاء لپاره جلا کړي دي، دهغه مهمو قومندانانوسره چې په لویدیځه برخه کې دی، سره زموږد مناسبې معاملې دکولویوه نښه ده. زه هیله مند وم چې جنرال فهیم به دغه خبرې دقومندان عطا ترغوږونوورسوي او ډاډه يې کړي چې هر څومره ژرامکان ولري هغه ته دغه پیسې ورسوي. فهیم وروسته له دې چې د بودیجېلپاره له ما منني وکړي. په صادقانه ډول ځواب راکړ. هغه وویل چې هغه موضوعات چې مایې يادونه وکړه، په ځانگړي ډول دبمبارۍ داغېزې نشتوالي موضوع له ربړونو ډکه وه. دا ښه خبر و چې دامريكې حکومت دطالبانو په وړاندې دجگړې دراوړلو له پلان سره خوځښت کوي. هغه تاكيد وکړچې په دغه جگړه کې د كاميابۍ لار دهوایي ځواک په زور اوپه بمباری کې نه ده بلکه كاميابي دشمالي ټلوالې دځواکونولخوا دطالبانواودهغوی دعرب ځواکونو په وړاندې په ډگرباندې په جگړه اوهغوی ته په ماتې ورکولوکې ده. هغه وویل چې دقومندان عطاء سره به نن ورځ اړیکه ونیسي او هغه ته به زموږدمرستې ډاډ ورکړي. هغه وویل چې عواړي له قومندان عطاءسره ددې لپآره چې دجنرال دوستم سره دسي اى اې گروپ یوځای شوی هلته په حالاتو باندې وغږیږي. بیا ډآکټرعبدالله وغږېد اودبودیجې له ورکړې یې مننه وکړه. هغه هم جنرال فهیم ته ورته موضوعاتو باندې وغږید. هغه خبرې وځنډولې کوچنی موسکایي وکړه اوبیا یې وویل چې دغه زموږلخواسیاسي پرېكړه نه وه. دلومړیوکرښوسره دملكې خلکو لپاره دبشري مرستې په خاطرهرکلی وایو اود سي ای اې لخوادغه كړنه به دشمالي ټلوالې درهبرانودخوښۍ سبب وگرځي. هغه وویل چې دامريكې متحده ایالاتوته دهغه پلان شوى سفربه دبهترې جگړې دپرمخ بیولو په باره کې دنظریاتوتوپیرونه له منځه یوسي. د ځانگړو ځواکونو د یونیفارم موضوع یې ذکرنکړه، حاضرو کسانو ته مې د امريكې حکومت ته ددغه موضوع د ارزښت یادونه وکړه. امريكايي سرتېري ددې لپاره چې د شریک دښمن په مقابل کې و جنگېږي، دلته راځي او د شمالي ټلوالې سره څنگ په څنگ ودرېږي. دوی باید په ملكي جامو کې نه وي. بیا هم ډاکټر عبدالله او انجينر عارف خپلې اندېښنې څرگندې کړې او کله چې ماخبرې خلاصې کړې، ډاکټر عبدالله بیا په انگلیسي ژبه خبرې پیل کړې. هغه وویل چې د شمالي ټلوالې د مشرانو لپاره نوموړې یوه حساسه موضوع ده او سره له دې چې فهیم په خپل مقام باندې ثابت دی، د شمالي ټلوالې د ټولو مشرانو لخوا دغه پرېكړه تراوسه ټولو په پوره توگه نده منلې.
ډاکټر عبدالله د گروپ په منځ کې بحث ته دوام ورکاوه او زما په باور د نظریاتو د توپیر شته والی درلود، د جنرال فهیم د پوهېدو لپاره یې خپلې خبرې په انگلیسي ژبه ژباړلې، ما دري ژبه دومره زده وه چې هغه څه چې ډاکټر عبدالله به ویل، پرې پوهېدلم.
هغه د بحث په اوږدولو او د نظریاتو د توپیرپه اړه هیڅ ونه ویل، ممتاز چې په غونډه کې تر دې مهاله د ژباړن په توگه دنده اجرا کوله، د ډاکټر عبدالله د غږېدلو پر مهال چوپ ناست و. له دې سره غونډه و ځنډېدله. ریک او زه د گرمې خدای په امانی په ویلو سره له کوټې بیدیا بدرگه شوو. زه پوهېدم چې زموږ سره تر موټره د ممتاز د بدرگې پر مهال ډاکټر عبدالله، عارف او فهیم د پیسو په گڼلو بوخت وو. (1)
زما د وېش سربېره، ماپه دې کې چې د پیسو اصلي وېش به څوک کوي، شک نه درلود. زما یوازینۍ هیله دا وه چې جنرال فهیم دا په یاد ولري چې قوماندان عطا ته باید دوه لكه پنځوس زره ډالر ورسیږي.
ما نه غوښتل چې په داسې وخت کې چې د الفا گروپ يې په منځ کې را ښكېل وي، جنرال عطا او دوستم یو پر بل ډزې وکړي؟!
په همغه ماسپښین موږ ته خبر راکړل شو چې زموږ چورلکې له دوشنبې څخه خواجه بهاودین ته الوتنه کړې وه،. ميوري او براډ یې له ځان سره رااخيستى و خو د لوړو غرونو په سر د خرابې هوا له امله اړه شوه چې بېرته دوشنبې ته وگرځي. نوموړي کسان په دوشنبې کې د شپې لپاره پاتې او سهار یې بیا د راتگ هڅه کوله.
له دغه خبر پرته نور ماسپښین او مازدیگر دواړه هوسا تېر شول او د ورځې د پرمختگونو له امله مې مثبت احساس کاوه.
ما یو لیک ولیکه او په هغې کې مې د غونډې په اړه عمده مطالب او دپیسو د ورکړې له امله زموږ ددریو افغاني همکارانو د اغېزمن كېدلو طرح مې هم پکې وکړله.
د عبدالله د هغه ادعا په اړه چې د یونیفارم موضوع تراوسه تر څېړنې لاندې ده، ځانگړې یادونه وکړه.: کارونه د سمون په لورې خوځېدل او د شپې د ډوډۍ خوړلو وروسته په انگړ کې د ریک سره د سېگار(یو ډول غټ سگرټ. ژ) په گډه څکولو ته انتظار وم. ځان ته مې اعتراف وکړ چې زه باید تر دې ډېر پوهېدلای، تقریباً د شپې په اته بجې د ترورېزم په وړاندې له ریاسته څخه د خوندي ټليفون په کرښه اړیکه ونیول شوه او ویې پوښتل چې ایا زموږ گروپ کولای شي چې د ډگروال ملهولنډ سره په همغه ماښام د او ډي اې۵۵۵ گروپ دندې ته د لېږلو پخلى وکړي؟
سينټ كام د تروريزم په وړاندې ریاست ته خبر ورکړی و چې ډگروال ملهولنډ پلان شوې ننوتنه(دندې ته د گروپ لیږل. ژ) ترسره کوي خو دوی نه و توانیدلي چې د ټاسک فورس ډاگر(د نظامي هډې نوم. ژ) سره اړیکه ونیسي څو درپوټ تصدیق کړي. د تروريزم په وړاندې ریاست هم نه وتوانېدلی چې اړیکه ټینگه کړي. زه ددغه خبر په اورېدلو سره بالکل چوپ او گونگ شوم!!
ددغه هڅې په باره کې زما گروپ سره هیڅ ډول اړیکه نه وه نیول شوې او اوس مهال ددغه لوی گروپ د هرکلي دپاره ناچمتو و. د تروريزم په وړاندې ریاست تصدیق کړه چې ازبکستان او تاجکستان دواړو هېوادونو د خپلو هېوادونو له لارې دغه الوتنې ته اجازه نه ده ورکړې.
ټاسک فورس ډاگر سره د پخوانیو پلانونکو بحثونو په درلودلو سره پوهېدلو چې د او ډي اې 555 او گروپ به په اې اېچ53 ټیټ غږ لرونکي چورلکو کې الوتنه کوي.
دوی به اوس ددغه هېوادونو په هغه سرحدونو باندې چې دواړه یې له مځکې څخه فضا ویشتونكې روسي جوړ غورهميزایلو باندې سنبال و، ناخبره اوپه پټه الوتنې کوي.
دوی په لوړه ارتفا ع د ډارونكې او خرابې هوا سره مخامخ شوي ؤ. دا یوهغه حقیقت ؤچې موږکولای شوچې ورته تصدیق یې کړوځکه چې دهندوکش په سرونوباندې دهمدغه هواله حالاتوزموږخپلهچورلکه دوشنبې ته دورځې په پیل کې وگرځېدله. دانسجام څخه پرته الوتنه په دې مانا ده چې دکوزېدلومحل به نه وي په نښه شوي اودشمالي ټلوالې امنيتي چاپېريال به دنا اشنا(احتمالاً خطرناک. لیکوال)خلکودلیرې کولو لپاره شته والیونلري.
د سي اى اې کوم پرسونل به هم شتون ونلري څوپه سیمه کې ترکوزېدلو وروسته د او ډي اې لپاره انتظار او د لېږد او رالېږد وسایط ولري. دغه پرېكړه په لومړي سر کې یوناورین ؤ دشپې لخوا د او ډي اې 555 گروپ دننوتنې په اړه یواړخیزه نا انسجام شوېپرېكړه یوه بې باکه او نا سنجول شوېپرېكړه وه چې سړي پرې باورنه شوکولای.
که چېرې کومه غمجنه پېښه ددې لامل شوې وای چې ددغه اې گروپ غړي يې زخمي یامړه کړي وای. ښایي چېدامرېكېپوځ لخواددغه جنگ قانوني اوتعقیب کولوباندې یې لوی منفي اغېزې لرلي وای، خودشیطان غوږونه دي کاڼهوي اوس مهال دوه چورلکې دي چېدامريكېدځانگړوځواکونوسرتېريدزیان په لورروان کړي اود دوی مصونیت باید ترهرڅه لومړی شوی وای. ریک کرشي خان اباد هوایي اډې ته دخوندي مخابرې له لارې اړیکه ونیوه. نه ډگروال ملهولانډداوس لپاره موجود دی خوموږداتصدیق کولای شوچې او ډي اې 555 گروپ په دوو ټیټ اواز لرونكو اېم اېچ 53 چورلکو کې پنجشېرته ددندې لپاره ولېږدول شول.
په دره کې دښکته كېدلواټکل شوی وخت یې نن ماښام لس بجې دی ددوی د هركلي اوهغوی ته دهرڅه برابرونېلپاره موددوه ساعتونوڅخه هم کم وخت درلود.
ماممتازته دروازه وروټکوله اوپه دې مې خبر كړ چې د اې گروپ درې ته د خوځښت په حال کې دی، او له هغه مې وغوښتل چې دگروپ د رالېږدولو لپاره اړین وسایط تيار کړي. او همدارنگه ددولسو نویوکسانو لپاره داوسېدلو ځای اوهغه نورڅه چې ما یې هیله درلوده ددوه زروپاونډه وزن په خوا شا کې دهغوی سامان الاتولپاره ځای برابر کړي. ممتاز وویل چې له جان محمد به غوښتنه وکړي چې دغه کارترسره کړي اودی پخپله به انجينرعارف له دغه خبرکړي څودښکته كېدلوپه ځای کې عملي امنیتي تدابیرونیسي. په چارچاپېره غونډیوباندې ډېرکلي وو اوپه دې شپه کې ددوو چورلکو کوزېدل به حتماً دخلکووسوسې پیداکړي. ددې لپاره چې د اې گروپ لخوادوستانه ډزو(هغه ډزې چې په غلطۍ سره ددوست په وړاندې وشي او امريكایان یې عادتاً په افغانستان کې کوي. ژباړن) پېښه اویا هم په سیمه کې د اې گروپ په وړاندې دچورلکې څخه دکوزېدوپه مهال دطالبانو دملگروله خواپه هغوی بريد ونشي، بایدټولې هڅې په کارواچول شي.
ریک د هركليگروپ منظم کړی ؤاوهوکړې ته رسېدلي ؤچې هغه د کوزېدلو ځاى په نښه کولو مسولیت لري.
موږگمان کاوه چې راتلونكې چورلکه به داستنې په هوایي ډگرکې ښکته كېږي. زموږدتېروبحثونوپه مهال زموږپیلوټانودځانگړوځواکونوپیلوټانوته دهمغه ځای جغرافیایي کوارډینات اوهلته درسېدلولپاره یې د ښې لارې دکارولومشورې ورکړې وې. ډاكټر به د بیړني حالت لپاره له طبي سامان الاتو سره تیارزموږدگروپ دکوزېدلوپه مهال موجودوي. ریک د هركليگروپ رهبري کاوه اوما دپاپي سره دمخابرې دنوکریوالي دنده اجراکوله.
دریک گروپ دوه روسي جیپونو ته ورکوز شول اوپه توره شپه کې په داسې حال کې چې دموټروغړمبهاری په کراري سره وركېده، حرکت وکړ. زه ددفتر په ارامه سیمه کې كېناستلم اوپاپي مې په داسې حال کې چې دقرارگاه څخه یې لیکونه اوپيغامونه سمبالول اوهمدارنگه د ټاسک فورس ډاگر (دیوې هوایي اډې نوم. ژ)څخه یې هغه ټليفون ته غوږنیولی ؤچې دراتلونكې گروپ دموقف اودسفرتازه حال یې راکاوه، ورته وکتل ما يوازې دحالت دخرابوالي دڅرنگوالي په اړه فکر کاوه. ماددغه احمقانه اوناانسجام شوي هڅې داحتمالي سیاسي پايلې اودپېښې په صورت کې دالقاعده په وړاندې دامريكې حکومت په جگړه باندې دمنفي اغېزې په اړه فکر کاوه خوماته دغه اندیښنې هغه وخت بې ارزښته ښکاره شوې کله چې ماددغه ماموریت د او ډي اې 555 گروپ اوددوه چورلکوکارمندانچې بې له اړتیا یې په خطرکې اچول، په اړه فکروکړ. ریک د اېچ اېف(1) لاسي مخابرې له لارې له ما سره اړیکه ونیوه څورپوټراکړي چې دکوزېدلوډگردڅراغونو(ځانگړي څراغونه چې پيلوټان یي دشپې په دوربینوکې په اسانی سره ویني. ژ) په واسطه په نښه شوى اوممتازدیو جیپ اوټویټا پيک اپ موټرو سره سیمې ته راغلی دى. انجينرعارف د درې داړوند څانگې له قومندان سره اړيكه نیولې اوله هغه یې غوښتي ؤچې دکوزېدلو ځاى امنیت ساتلولپاره خپل ځواکونه ولیږي. تردغه وخته چې موږڅومره توان درلود، په همغه اندازه موتیاری ونیوه. دلسو بجوڅخه لږ وړاندې ډاگر ټاسك فورس خبرراکړچې چورلکې له خرابې هوا چې تېزباداویخ هم لري، سره مخامخ دي.
دوی ترحده پورې کوښښ کاوه خودهواترښه كېدلوپورې ددغه هڅه ښه نه ښكارېده. ریک ته مې ددغه خبردرسولولپاره اړيكه ونیوله اونورپه انتظارکښېناستلو. په کې دشپې په لس بجواوپنځهڅلویښت دقېقوباندې ډاگر ټاسك فورس خبرراکړچې دغه دوه ټیت اوازلرونكي چورلکې دخرابې هواله امله راوگرځېدلې اواوسمهال هوايي ډگرته دبېرته دحرکت په حال کې دي. زه ددغه خبرپه اورېدلو خوښ شوم. دمخابرهچي څخه مې مننه وکړه اوله هغه څخه مې وغوښتل چې له ډگروال ملهولانډ څخه وغواړي چې له ماسره سبا سهاراړیکه ونیسي څوددغه ماموریت پېښې ته بیا کتنه وکړو. زه ملهولانډ ته په غوسه وم اوفکرمې کاوه چې دغه پرېكړه له پوښتنې پرته یوبې باکه اوغلطه پرېكړه وه. نن شپه موددغه سرتېرودلېږلوله امله غلط ډزوکړاودوی ترې بچ شول خوداهغه مرمۍ وه چې په لومړي سرکې باید ویشتل شوې نه وای (لیکوال دلته بلا وه اوبرکت یې نه ؤله اصطلاح څخه منظور دی. ژ)ماله ریک سره تماس ونیوه اوورته مې وویل چې څراغونه له منځه یوسي اوکسان کورته راوگرځوي. له هغه مې وغوښتل چې ممتازته ووایي چې زه به سبا ته دشپې ددغهپېښې په اړه چې ولې دننوتنې څخه مخکې اړيكه نه وه نیول شوې، مالومات ورکړم. زه هم نوموړې لیدنې ته لېواله نه وم.
اته ويشتم څپرکى
راتلونکى سهار د سپیده چاود سره سم د انجينر عارف د راتگ او له ما څخه د تېر ماښام د گروپ د ننوتنې د ناوړه هڅې په اړه د هغه د پوښتنې په تمه وم خودده لخواحتی ترغرمې پورې کوم احوال راونه رسېد. زه دغه کاردیوه قهرجنې ليدنې څخه هم ډېراندېښمن کړم. دغرونوپه سرهواتراوسه خرابه وه اوزموږهوایي کارمندانودمخابرې له لارېخبرراکړچې هغوی به د هواحالات ددوشنبې دهوایي ډگرڅخه وڅاري. دوی وویل چې که چېرې هواماته شي هغوی به موږته خبرراکړي. احتمال یې ؤخوبیا هم زموږچورلکه به په دوشنبه کې دیوې بلې ورځې لپاره هلته ولاړه وي.
تېر ماښام ریک وویل چې هغه به سټان او ډاکټرله ځان سره دبگرام هوايي اډې ته بوځي اوهلته به دجنرال بسم الله خان داستخباراتي شبکې سره شپه تېره کړي. ددغه سفرله امله به له یوې خوا دهغوی مورال غښتلى شي اوله بلې خوابه دطالبانوپه کرښو دبمبارۍاغېزه له نږدې ارزیابۍ اوهمدارنگه وگوري چې ایا زموږدنغدوپیسوورکړه تراوسه پورې په کاراچول شوېده او كنه؟ددوی د تگ وروسته مې قرارگاه ته یوشمېرلیکونه ولیکل او دهغوی کاپي مې په ټامپه(1) کې سينټ كام ته هم ورولېږلې اودناکامه ننوتنې او اړوند پېښو په اړه مې مالومات پکې يادکړل. اوپه دغه لیکونوکې مې ځان هغوی ته سیده اوقهرجن وروپېژند. ماددغه پېښې له امله په شمالي ټلوالې باندې داغېزېکچه نشوه اندازه کولای خومادومره څرگندولی شوه چې اغیز یې منفي.
دغرمې لږوړاندې ممتازراغی اوویې ویل چې انجينرعارف غواړي په همغه ماښام په اووه نيمو بجو له ماسره لیدنه وکړي. ما ممتازته وویل چې زموږچورلکه پهدوشنبه کې دهوا دخرابوالي له امله بنده پاتې ده اودځانگړوعملیاتوهغه توكي چې موږ دعارف لپاره داسامه بن لادناودالقاعده په وړاندې دکارولولپاره راغوښتي ؤ،په گډوندټيټ غږلرونكي ټوپک او ټيټ غږلرونكي توپانچې، دوشنبې ته رارسېدلي دي اوکله چې چورلکه راوگرځي، له ځان سره به یې راوړي.
ماغوښتل چې عارف ته مخکې له دې چې نن ماښام یې ووینم، یو څه ښه خبر ورکړم. دغرمې وروسته مې له جان محمد سره دهغه سړک په اوږدوچې د درې شمال ته غزیدلی ؤپه چکرووتلم. که څه هم چې هوا له وریځوډکه اویو څه سړه وه، ورځ ارامه اوخوشالوونكې وه. دپنجشېرسیندهم دسړک غاړې ته غزیده. دسیندغاړه دکوچنیوونواوگڼوبوټوله امله شنه وه اوسطحي اوبه هم په کراره بهېدلې. دبارک دکلي په پنا كېدو سره اودسړک دموړسره څنگ ته داوبو په منځ کې یوکوچنی طبیعي ډنډ ؤ. چېپينځه متره يې پراخوالى درلوداو د ونو یوه ليکه اودگڼوبوټوچې دسیند ترغاړېدمځکې په نرۍ ټوټه شنه شوېوې، نوموړي ډنډ ته ښکلا وربښله.
دلرگیوڅخه جوړې شوې هېلۍ (دنورو مرغانودجلب لپاره دښکارپه هیله لکه لومه. ژباړن) داوبو په سرلامبووهلې اوځای په ځای دتارپه واسطه په تیږو تړل شوې او درول شوې وې.
ډېره زړه راښکونكې منظره وه ساده بې غږه اوچوپتیا وه. موږهلته په یو ځای ولاړو. اودهیلیودښکاراوپه دره کې دډېروکلونودجگړې ویجاړتیا وروسته دژونددبیا نورمال كېدوپه اړه په کراره په دري ژبه غږېدلو. پلي تگ ته مو دوام ورکړ اودسړک په اوږدومویوبل کږلیچی هم پیدا کړ.
هلته دسیندپه ختیځه شیله (اړخ) باندې چې موږته مخامخ ؤیوله خاوروجوړشوی کورؤچې په منځ کې یې یوه وداني اوچارديوالي وه چې مخ ته يې یوه اواره ټوټه ځمکه چې تقریباّلس متره مربع پراخوالی يې درلود، موجوده وه. دچاردېوالۍ ټولې خواوې دجگ اغزن تارپه واسطه په پوره ډول ساتل شوي وو اویوازې یوځای په کې خلاص ؤچې لویه دروازه یې لرله.
دخاوروجوړه شوې بله وداني ددروازې څخه يوازې یوڅه دننه موجوده وه، جان محمدوویل چې داهغه زندان دی چې شمالي ټلواله پکې نیول شوي جگپوړي طالب ملایان ساتي. هغه وویل چې اوسمهال تقریباً دېرش ملایان پکې زندانیان دي. کله چې یوڅه ورنږدې شوم ومې لیدل چې څلوریا پينځه کسان چې اوږدې جامې یې اغوستې وېدگټارې په منځ کې دودانۍ مخې ته ولاړو. جان محمد وویل چې هغوی دخوا اوشا سیمې پاکوالی کوي. دخوړوپه مقابل کې باید دوی هره ورځ کاروکړي. دپنجرې څخه بهردوه سرتېري چې کلاشنکوفونه ورسره ؤ، ولاړؤ.
جان محمد وویل چې دطالبانولیډران پوهېدل چې په دغه ځای کې په دقیق ډول څوک زندانیان ؤ اودقیقاً دغه زندانچېرې موقیعت لري.
دملایانوسره ناوړه سلوک نه كېده خوددوى ژوند او حالت له ستونزوډک ؤ.
هغه وویل چې دوی دبیمې کړنلارې ته ورته بېلگه ده ځکه دوی مهم ملایان دي اوددوی سره ښه سلوک دشمالي ټلوالې دهغه بندیانوچې دطالبانوسره په زندانونوکې ؤ، طالبان دهغوی په وړاندې ددوی سره دډېرزیات ظلم څخه منع کول. کله چې موږخپل کورته دراتگ په حال کې ؤموږددغه ملایانو له زندان څخه دتېرېدو په مهال لس یا زیات ملایان ولیدل چې دچاردېوالۍ په منځ کې په یوه کونج کې یې دکومې پروژې کارچې دمځکې كېندل ؤ، سرته رساوه.
داځل مې ولیدل چې په دواړو ودانيوکې کړكۍ نه وې يوازېدرې یا څلورنري اوږده چاوکټونه (نری اوږدغار) دمخكېني دېوال په پورتنۍ برخه کې و ،چې زما په فکریوڅه رڼا اوبادورپرېښوده ددوی لپاره ژوندپه رښتیاهم سخت ؤ.
الفاگروپ ماسپښین مهال ټليفون وکړ. اوارجي سره وغږېدلو اوددوستم له خواگروپ ته دهرکلي په اړه یېمثبت خبرراکړ. ظاهرٍٍاً دوستم زیات وخت خپل ځواکونه داسونو په واسطه لېږدول. او الفا گروپ اوسمهال رسماًداسونودکاروان غړي ؤ. ستونزه داسونو په سپرلۍ کې نه وه ځکه چې دغه اسونه دامريكې متوسط اسونو څخهکوچنيوو. ستونزه په هغه زینونواومېخونوکې و چې افغانانوکارول، زینونه کوچني اودنرۍ څرمنې څخه جوړشوي ؤاوشاتنۍ هغه موړه چې امريكايي زینونه یې لري، نه لرله.
ددې څخه لا زیاته ستونزه یې په رکاب (کریب)کې وه. چې امريكايي لویې پښې پکې نه ځایدلې. دوی مشکلات جوړول خوارجي وویل چې هغوی په همغه ورځ قرارگاه ته پیغام لیږلی اوله هغوی یې غوښتي چې ژر تر ژرهامريكايي زینونه اوگل مېخۍ ورولیږي.
ارجي وويل چې قومندان عطا ددوستم سره دالفا گروپ دیوځای كېدلو له امله لږڅه خپه ؤ.
دوستم ارجي ته ډاډ ورکړی ؤچې چې دده اوعطا ترمنځ به هرڅه ارام وي. اودهغه دغه ډول خپگان زموږترمنځه داوږد مهاله سیالۍ اومخالفت یوه برخه ده.
ارجي ددوستم دځواکونو لپاره په راتلونكي څوورځو کې دهوا له لا رې دوسلې او مهماتودغورځولو غوښتنه کړې وه. دغه غورځونه به په هغه سیمه کې ترسره شي چې دالفا گروپ ته پېژندل شوې اوپه نښه شوې وه، داپه دې ماناچې ټول اکمالات به ددوستم ځواکونو ته ورکړل شي.
ما ارجي ته څرگنده کړه چې د اکمالاتو غورځونه ښایي دنوموړو قومندانانوترمنځ دستونزودجوړېدولامل وگرځي، په داسې حال کې چې دالفا گروپ به یې په منځ کې راښکېل وي،. په عین حال کې ما ارجي ته ډاډ ورکړ چې زه به په جنرال فهیم فشار راوړم څوله عطا وغواړي چې ارام شي اوددوستم سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
په همغه ماسپښین دڅلورو بجو په شاوخوا کې مو دډگروال ملهولانډ پسې ډېرټليفونونه وکړل څودتېرې شپېناکامه ننوتنه وڅېړواودراتلونكې کاميابې هڅې دپاره پلان جوړکړو.
هغه ومنله چې دكامياب هرکلي لپاره یې باید زما دگروپ سره اړيکه نیولې وای خوهغه له دې چې سينټ کام ورته او ډي اې 555 گروپ دننوتنې اجازه لکه څنگه چې دده خو ښه وي ورکړې وه، هغه نه ماتېدونكې ؤ. دده سره بحث کول بې مانا ؤ. ملهولانډ وویل چې د اې گروپ همدغه ماښام دندې ته ولېږي خودهوا دحالاتو وړاندوینه څرگندوي چې دهواحالت دتېر ماښام څخه هم ناوړه دي.
دراتلونكينولسم اكټوبرلپاره هرڅه برابر او سم ښكارېدل. هغه وویل چې سينټ کام ته به خبر ورکړي چې دگروپونو د راتگ دماموریت لپاره به همدغه ثابته نېټه وي. ماله هغه وغوښتل چې زما گروپ په جریان کې واچوي اوله خپلوپیلوټانو وغواړي چې له گريک او ایډ سره سباورځ چې له دوشنبې څخه راگرځي، وغږېږي. دشپې ډوډۍ تیاره وه، ممتاز راغی او خبر یې راکړ چې انجينر عارف په همغه ماښام ترتیب شوې لیدنه نشی کولای. په راتلونكېورځ هم نشي کولای چې حاضرشي ځکه چې دمسعود دمرگ څلوېښتمه ورځ وه، مراسم اودعا دمسعوددقبرپه ساحه کې دورځې په اوږدو کې ترسره کېده.
زه پوهېدم چې ممتاز دڅلویښتمې ورځې دلمانځلواو ارزښت په اړه رښتیا ویل ځکه په اسلام کې دیو چا دمرگ وروسته دویرکولو دغه یو مهم پړاودی. سره له دې بیا هم ما فکرکاوه چې دغه ډول ښایي عارف دتېرې شپېد اې گروپ د ځنډېدلوله امله خپل قهر څرگندوي.
ارام ماښام ؤچې يوازې موږ څلور ددفتر په ساحه کې ټک ټک کاوه او بوخت ؤ. بهر باد چلېده او هوا سړه وه اوزه هم نسبتاًپه وخت خوب ته لاړم. دمهماتو دساتلوگدام ته دشپې دیوه بار وړونکي موټر راتگ له خوبه راویښ کړم. تقریباً د یوساعت په دوام د درندو بکسونو په زوره دکوزېدلوله امله گړنگهار و. داهم یوڅه داندېښنې وړؤخوپه وروستی برخه کې غږ لکه دوه شيان چې په زوره سره په مځکه راوغورځېږي، تبدیل شو.
له کړكۍ مې بهر وکتل اوومې لیدل چې یوشمېرسرتېري داسې شیان لکه يوسلو دوويشت ملي متره راکټونه ددوی دخلاصوغارونو څخه دموټر شا ته وړي او په چټكۍ سره بې احتیاطه او بې ترتیبه غورځول كېدل. اودلۍ یې ترې جوړوله. یوازې دومره مې کولای شول چې کټ ته بيا د خوب لپاره لاړشم. که چېرې دمهماتو انباراوگدام انفجار کړی وای، زه پرې هسې هم نه پوهېدلم. په حقیقت کې پاتې شپه مې ډېرارام خوب وکړ.
نهه ويشتم څپركى
د اې گروپونو ننوتل
د نولسم اكټوبر پر سهار دښوخبرونو په رارسېدوسره پیل شو. دترورېزم په وړاندې ریاست دلیک له لارې خبر راکړ دهر څه دلایلوپه اساس چې وي، دروسانوله خوا فشار یا دامریکې دپوځ له خوا د شپاړسم اكټوبرپه شپه دالفا گروپ په كاميابۍ سره دننوتلوله امله اویا هم په امريكې کې دادارې دجگپوړوچارواکو دهغه تجربې له امله چې ددغه لوړ پوړومامورینودلاسونو په تاوولو يا فشار اچولو کې یې لرله،دواړو د ازبکستان او تاجکستانحکومتونو د او ډي اې 555 گروپ دهوا له لارې د ننوتنې لپاره رسماً اجازه ورکړه. که چېرې دهوا حالات اجازه ورکړي، د اې گروپبه نن شپه الوتنه وکړي. په دوشنبه کې زموږ هوايي ډلې خبر راکړ چې دغرونو په سر هواپاکه دهاو دوی به دسهار په اتوبجوحرکت وکړي چې درې ته به لس نيمې بجې راورسيږي.
سټان ډاکټر اوریک دبگرام څخه تر اوسه نه ووراگرځېدلي نوځکه زه پیاده لاړم څوممتاز دچورلکې دراتگ اوله دې چې نن ماښام د اې گروپ راتگ تصدیق شوی او داځل یې وخت معلوم ؤ. له دې چې دڅلوېښتمې ورځې په مراسمو کې به ممتاز ته دغه خبر مزاحمت کوونکى وي ، بخښنه مې ترې وغوښته خوهغه د دغه خبر په اوېدو خوشال شو. هغه وویل چې مخکې له دې چې هغه مراسمو ته ولاړ شي هغه به دکوزردو په ځاى کې په همغه ماښام د رالېږدونې ترتیبات ونیسي. اوهمدارنگه کله چې ماسپښين هغه راوگر ځي د اې گروپونودهرکلي لپاره به هم ترتیب ونیسي. له دې چې له انجينر عارف سره مې تېره ورځ لیدنه ونه کړه ما وانگېرله چې شمالي ټلواله تر اوسه هم په دې پرېکړه ټینگه ولاړه ده چې د اې گروپونه درې ته دراتگ په مهال بایدملكي جامې په غاړه ولري. زه په مخابره باندې دډگروال ملهولانډدغبرگون څخه پوهېدم چې هغه به خپل کسان په یو یونیفارم کې رالیږي. دڅلویښتمې ورځې دمراسموپه ترسره كېدو سره نن ورځ دشمالي ټلوالېدکومجگپوړي مشر لیدل ناشوني ښكارېدل. له دې امله چې دڅلوېښتمې ورځې مراسم تر سره كېدل، نن ورځ دشمالي ټلوالې دکوم جگپوړي مشر سره زموږ لیدنه ناشوني ښكارېدله. ما نشو کولای چې دغه موضوع ورسره وڅېړم. او ډي اې به راشي یا په یونیفارم کې اویا دیونیفارم څخه پرته او بیا به وگورو چې څه پېښېږي. دموټرودراتگ داواز له امله (ميوري)او دچورلکې څخه یې سامان راوړټول دروازې ته ورغلوميوري خوښ ښكارېده او په ورین تندي یې موسکا کوله. له ما یې وپوښتل چې (گیري)فکر وکړچې زه به له ځان سره څه لرم؟ما ورته وویل چې نور لس ملیون ډالر. هغه وویل چې نه دهغه څخه یوڅه بهتر دی خندا یې کوله اوویې ویل چې سل پاونډه سټار بکس (یو ډول کافي)کافي لرم. زه ددغه خبر له امله خوښ شوم خونه پوهېدم چې ولې قرارگاه ددې فکر کړی ؤچې سټار بکس کافي راولیږي. هغه وویل چې ایا تاته په یاد نه دي چې دبیا اکمالاتو په خاطر مولویه غوښتنه کړې وه، کریس پکې دسل پاونډه سټار بکس کافي او دانجیل کتاب غوښتنه کړې وه. موږ ټولووخندل خودادى دلته راورسېدل. دوی هغه دوه دکافي چڼوونكي اوسپنیز چاینک هم چې کریس یې غوښتنه کړې وه، رالېږلي دى او هو انجیل یې هم رالیږلی دی. براډ دسټار بکس دکمپنۍ دوه لویې کڅوړې راواخیستې او هره یوه یې دیوه پاونډ ځمکنۍ کافي څخه ډکه وه. دپیکپ موټرپه وروستۍ برخه کې دوه داخیستنې کڅوړېموجودې وې. موږ ټول هلته په حیرانتیاسره ولاړؤ. ددېرشودقیقوپه جریان کې موږ تازهاوگرمه کافي بیا وڅکله. موږ جان محمد ته وروښودله چې څنگه دغه پخوانی ډوله کافي چڼوونكې څه ډول کارول کېږي اوباید څومره کافي پکې واچول شي. دورځې په جریان کې وروسته بیا هغه دوه نغري دکرسیون(یوډول تېل چې دسونگ موادو په ډول کارول کېږي. ژ)بخارۍ دپخلنځي دکړكۍ په باندینۍ برخه کې جوړې کړې وې او ځوان افغان يې ددغه لوښو دمسولینو په توگه ټاکلى و. داځای زموږدکافي دکان وگرځول شواو جان محمد له دې امله چې ځای یې ډېر پاک ساته زموږ له خوا ویاړ اخیستونكى شو.هغه هره ورځ یو لوښی دکافي څخه ډک او تیار درلود حتی دشپې دډوډۍ څخه تر ډېره ناوخته پورې. دمورال ساتلو لپاره دغه ټیله فوق العاده وه او دسهاردکا في لومړی پیاله هغه څه ؤچې موږ ټول به ورته انتظار ؤ. زه نه پوهېدم چې کریس به کله هم هغه غوښتل شوی انجیل لوستی وي خودترورېزم په وړاندې دریاست دلوجستیک افسردغه له فکره ډک عمل ؤچې دانجیل په اخیستلواو ده ته په رالیږلوکې یې اضافه هڅه کړې وه.
دېرشم څپركى
ریک سټان او ډاکټردکابل سره له لومړۍ کرښې څخه دغرمې لږ وروسته راوگرځېدل او خبر یې راکړ چې یو ساعت وړاندې په موټرکې د راتگ پرمهال یې د قوماندان مسعود دقبردغونډۍ سر دوېرکوونکو څخه ډک ولید. ما په دغه مراسمو کې د گډون هيله درلوده خو دعوت نه شوو. مانه غوښتل چې په داسې حال کې چې زموږ کورباگانو خپل احساسات څرگندول نابللی ورشم. په مراسمو کې زموږ گډون به دهغوی پام اړولی وای اومااحساس وکړچې دوېر او خپگان څرگندولو لپاره دغه وخت دهغه چا لپاره دی چې دقومندان سره اوسېدلي او دهغه سره یې په یو ځای جنگېدلي دي. دکړكۍ بهرنۍ برنډې کافي په چټكې سره پام ځان ته واړوه
او سټان، ریک او ډاکټرددغه کافي لومړنی پیالې په بیړه څښلې، فکر يې کاوه چې دکافي دوهمو پیالوتر ډکولو وړاندې به هغه ختمه شي.
ممتاز زموږ کورته دڅلور بجو په خوا اوشا کې راغی هغه له قهره ډک، خپه اوغلی ښكارېده اوویې ویل چې دقومندان مسعود لپاره مراسم ډېرپاروونكي ؤ. زه پوهېدم چې هغه ټوله ورځ ژړلي ؤاو زه پوهېدم چې دده لپاره دغه سخته ورځ وه. ما ورته وویل چې دغرونو په سر هوا ښه ده.
او زموږچورلکې له دوشبې څخه خوندي راورسېدې.
موږ هیله مند ؤ چې د اېگروپ به دخپل مهال وېش سره سم په همغه ماښام راورسېږي. ممتاز وویل چې هغه به په انجمن کنډوکې دهواله ليدونکي څخه دهواحالات وپوښتي اوهمدارنگه دشپې مهال دگروپ د ليږلو لپاره موټروانان او موټرونه د ښکته كېدلو په محل کې انتظار کړي.
دماښام په شپږوبجومودټاسک فورس ډاگر سره په تاشکند کې تماس ونیوه اوریک دډگروال مل هولانډ سره خبرې وکړې. دهغه ماښام لپاره دهوا حالات ښه اټکل شوي ؤخو په لوړو ارتفاعوکې دیخ سره دمخامخ كېدو خطرؤ.
۵۵۵ گروپ دندې ته تیار ؤ. دگروپ یوولس غړي به په دوه ټیټ غږلرونكو اېم اېچ 53 ډوله چورلکوکې دندې ته دتللولپاره الوتنه کوي. په استنه کې دکوزیدلوتخميني وختلس بجې ؤ. ایډاوگرېک هلته انتطار ؤاودچورلکوله پیلوټانوسره یې لس دقیقې یازیات وخت تېر کړڅو د هوایي کرښې دڅراغونو په واسطه دمځکې په نښه کول، اودمځکې جغرافیایي کوارډنیاټسره وڅېړي. جان محمد راغی اوله ما او رېک یې وغوښتل چې د اې گروپ داوسېدلولپاره دویم کورله نږدې وگورو. دغه کورزموږ دځای څخه تقریباً پينځه سوه فوټه لرې ؤاودبارک دکلي په یوه غاړه باندې پروت ؤ. دغه یو دوديز داوسېدلو دوديز کورؤچې دخټوجوړشوی لوړو دېوالونوپه واسطه درې کوچنی ودانۍ چې هغه هم له خټوجوړې شوې وې، چاپېره وو.
لومړنیودوه ودانيویو شمېر کوټې لرلې چې هره یوه یې پاکې اورڼاوې. دکوټوغولي خام ؤاودنویواوځیږوقالینو په واسطه پوښل شوي ؤ. دریمې ودانۍ دتشناب سهولت هم درلود. (غولی یې له کانگرېټ جوړ ؤچې په کونج کې یې یوغور ؤاوداوبو یو لویه بوکه ؤچې دکمود په توگهکارېده. (لیکوال)اویوه کوچنۍ سیمه یې درلوده چې دپخلنځي لپاره کارېدله. جان درې ځوانان درلودل چې ټولویې په پاک کاري او جاروکولو کې ډېر زحمت وباسه اوهغه ډاډ راکړ چې دغه ځای به درې ته دمېلمنودراتگ څخه وړاندې اوسېدلوته تیار وي. هغه وویل چې دمېلمنولپاره به تازه خواړه سره دچای اوکافي کورته دسرتېرودراتگ سره سمدستي تیار ولري. کله چې ریک اوزه خپل ځای ته راروان و، ومو لیدل چې دغه نوی کوردمهماتوډیپوته څومره چې زموږځای ورنږدې ؤ، هغومره واټن کې پروت ؤ. زما په فکر چې جان محمد غواړي چې ځان ډاډه کړي چې که چېرې دمهماتو ډیپوانفجار وکړي، باید موږ ټول پکې له منځه ولاړشو. ریک وویل چېهغه تراوسه هم د 122 ملي متره راکټونوغږچې درې شپې وړاندې هاخوا دېخواغورځېدلاوري.
په استنه کې په حقیقت کې دکووزیدلودوه ځايونه موجوددي. پاسنی ساحه په اسانی سره دوه چورلکې په ورته وخت کې ځایولای شي. نسبتاً کوچنی دویم محل دغونډی په ښکته لورې کې اودسیند سره په افقي سطحه پروت ؤ. شمالي ټلوالې خپل دوه اېم اى17 ډوله چورلکې په ښکتنی ساحهکې درولي وې. موږ هم خپله چورلکه ددوی دچورلکو سره یو ځای ودروله څودشپې دهوایي عملیاتولپاره پورتنی ساحه خالي شي. چې د اې گروپ یې لېږداوه کاوه باید دسويل لخواسیده اودرې ښکتنی برخې اودبارک دکلي له مخ څخه تېر اوبیا په سیند کې دکږلیچې سره چپ لورې ته چې دره پراخېږي، را گرځولی وای. دکوزېدلو دځاى دنښه کولوڅراغونه به دراتلونكې چورلکوپیلوټانوته په داسې حال کې چې ځاى ته رارسېږي دڅودقیقولپاره په اسانی سره سره لیدلای شي.
ډاکټربه یوځل بیا هم دخپلوطبيسامانونو سره دگړندي وخت لپاره منتظر ولاړ وي. کریس به له ممتاز سره له نږدې څخه کارکوي څو ډاډه شي چې ټول موټراودموټر چلوونكيحاضر وي اود اې گروپ به په چټكۍ اوموټرونوته واچوي. مېوري اوسټان غوښتل چې پکې شامل وای، ما هم غوښتل خوپه موټروکې ځای کم ؤنوددې دپاره باید زهله پاتې نور گروپ سره په خپل ځای کې پاتې وای. دشپې په نهو بجو د هرکليگروپ تیار اودکوزېدلو ځاى په نښه شوی ؤ. رېک داېچ اېف مخابرې په واسطه له موږ سره اړيکه ونیوه او ویې وویل چې ممتاز سره له ټرانسپورټ راورسېده. څلوردانې هایلوکس پک اپ موټرونه اوڅلورسرفجیپونهوو. تقریباًپه نهو نيمو بجوزه، ميوري اوسټان دکور بام ته وختلواوموږ دشپې عینکې هم درلودې څوچورلکې دکوزېدلو ځاى ته دتېرېدو په حال کې ووينو.
یوارام ماښام ؤاودتېرو دوه شپو څخه لږ څه گرم اواسمان هم پاک ؤاوسپوږمۍ هم دخپلوتیاره جاموڅخه دراوتلو په حال کې وه چې پریمانه چار چاپېره رڼا یې خوروله اودعینکوسره یې مرسته کوله. دراتلونكو چورلکوپیلوټانودالوتلولپاره ددې څخه غوره شپه نشوه پیداکولای.
په لس نيمو بجو مااوريک په مخابرې اړیکه ټینگه کړه څودراتلونكو چورلکو دراتگ حالت سره وڅېړواود ټاسک فورس ډاگر لخواوروستنی پیغام په نهو بجو او پنځه څلوېښت دقیقوباندې راغلی ؤاوهغوی خبر ورکړی ؤچې الوتنه دمهال وېش څخه لږوروسته پاتې ده ځکه چې د غرونو په لوړو څوکو د تیز باد اویخ سره مخ دي. موږ يوازې دومره کولایشول چې انتظارودرېږو. بیا دشپې په لس نيمو بجو موږشمال لورې ته دچورلکو وهونکو(درز لرونكې)څرخونو غږواورېد. دوی ټیټه الوتنه کوله اودغږڅخه موږ پوهېدوچې د درې په منځ کې سیده دسیند دجریان په تعقیب سره راروان ؤ. ماریک ته په داسې حال کې چې دوه توررنگه چورلکې زموږپه سر دتېرېدلو له امله غړمبهارکاوه، اوتقریباد يو سلو پنځوس فوټه په لوړوالي سره یې الوتنه کوله، دلاسي مخابرې په واسطه اړیکه ونیوه. دوی زموږ له موقیعت څخه په چټكۍ سره تېرې شوې اودکلي څخه لږوړاندې چپ لورې ته چې غټ کږلیچى ؤ، وگرځېدلې. دوی تقریبا یومیل دکوزیدلو ځاى ته ورنږدې شوې وې،خوکله چې دوی د درې کږلیچي ته ورننوتلې، دانجنونوغږیې بدلون وکړ. دا ښکاره وه چې دوی حرکت کراره اوپه هواکې درېدلوته یې تیاری نیوه. مېوري ډېرکوښښ کاوه چې ددې ښکته لورې ته په پام سره وگوري. ميوري وویل هغوی ښکته كېدلوته تیاری نیسي ددې فکرکوي چې دکوزېدلوکوارډنیاټو کې موقیعت لري خودوی یوميل یا لیرې زیات واټن لري. غږبیا بدلون وموند اوهغه وویل هوخدایه دوی خوښکته كېږي، داخوټوله سره گډه وډه شوه. ریک مخابره وکړه چې د درې په پورتنۍ برخه کې دوه چورلکې دکوزیدلوپه حال کېویني. بیا سمدستي یوې چورلکې پورته حرکت وکړاوله بلې چورلکې څخه لیرې ولاړه. کله چې ریک دپېښې په باره کې وغږیده، دوهمه چورلکه هم پورته شوه، داسې ښكارېده لکه دکوچنی غونډۍ څخه چې پورته شي اوبیاکېني تقریباً یوه دقیقه وقفه وه اوبیا دواړه چورلکې په هوا شوې اوانجنونویې غړمبهار تېز کړ. دکور دبام څخه موږ ولیدلچې دواړه چورلکې زموږخواته بیرته راروانې شوې اودرې سوه فوټه لوړې شوې اود درې شمال لورې ته زموږ په سرونوتېرې شوې. دکوم علت په اساس هغوى دکوزېدلوځاى غلط کړی ؤاود555گروپ یې په دوومختلفوځايونو کې کوز کړىوو. په مخابره کې دریک اواز مات شو. هغه وویل چې هغوی به له هغه ځایه حرکت وکړي څوگروپ پیداکړي. دوی سره بېل بېل ؤ. دوهمې چورلکې گروپ ډېر لرې د درې په ختیځه برخه کې ښکته کړی ؤ. ریک ته مې ځواب ورکړچې ميوري سټان اوزه به پیاده ووځو څوهغوی ولټوو. داسې ښکاري چې موږ ته به لومړنی گروپ ستاسې څخه نږدې وي. هلته به سره وگورو موږپه زینوکې ښکته منډې کړې، څراغونه موهم راواخیستل اودکلي په خواموښکته داستانې په لورې حرکت وکړ. موږډېرگړندي روان ؤتقریباً منډې ته نږدېؤاوله ځان سره مې پوښتنه پیداكېدله: چې څنگه كېدلای شي چې دغو کسانو دکوزېدلو ځاى غلط کړى وي. یواړخیزه ښکته كېدل خوهم نه ؤ، دښکته كېدلو ځاى هم په نښه شوی ؤ. دوی خوبایدله دوه میله واټن څخه هم لیدليوای. اوولې دغه دوه چورلکوگروپ سره بېل کړ؟که څه هم چې دوی پوهېدلي دي چې دوی په صحیح کوارډنیاټوکېنه ښکته كېږي، گروپ یې ښکته کړاوبیا یې ولې یوځای ښکته نه کړل. تقریبا دکلي څخه یومیل بیدیا، سړک دسیندغاړې سره غزېده. دکوچنیو کانالونویوه لړۍ دسیند اوسړک تر منځ بهېدله اوميوري له دغه لندې سیمې ورپورې شوڅوهغه نقطې ته چې موږ فکرکاوه چې لومړی چورلکه پکې کښیناستلهتېز ورورسېږي.
موږختیځ اوزموږمخامخ لورې ته چې سیمه په غونډیوبدلېدله، څراغونه لیدل. هغه سیمه چې لرگي ؤاودځنگلي واښو په واسطه پوښل شوې وه اویوشمېر څراغونه ښكارېدل چې ها خوا اودیخوا گرځېدل ميوري وویل چې هغه به گروپ وي. دوی پوهېږي چې په غلط ځای باندې ښکته شوي دي اوموږته اشارې کويهغه منډه کړه اودولاړوکانالونواوبه یې ورزولې. اودڅراغونو په طرف ورغی.
ما او سټان کوښښ وکړچې په هغه پسې ورورسېږوخوهغه اوس دمنډې په حال کې ؤڅراغونه هم زموږپه لورې راروان ؤ، اوميوري ورغږکړ موږ امريكایان یو، دېخوا موږ امريكایان یو، موږ دميوري څخه تقریبا شل فوټه لیرې ؤچې هغه دسیندغاړې ته ورورسېدداوبو جریان دلته تېزؤاوپه شپه کې داوبودژوروالي مالومول ناشوني ؤ. ميوري تراوسه هم اوږده قدمونه اخیستل اوداوبویخ جریان ته یې یوه سخته اوسطحي غوټه وروکړه. هغه په شدت سره لامبو وهله اوپه تیاره دلامبوله امله اوبه دسپین رش په ډول ښکارېدې. سټان اوزه ودرېدلواودغه منظره موسروې کړه. سیند دلته پراخه ؤخوزموږښی خواته تنگ ؤ. سټان تیږې ولیدې چې دسیند هاخواپورې كېدلې اوموږدتیږې په لورې حرکت وکړ. مېوري دسیند هاخواته ورسېد اودڅلورفوټه جگ دخټوله پولې (مورې)سره مخامخ شو. هغه دسیند له غاړې دخس اوخاشک (یو ډول بیکاره بوټي)څخه په تیزی سره تېر شواوبیا دپنجواوپښووهلوپه مرسته دښوینې پولې سرته پورته شو. کله چې ميوري ودرېده، څراغونه تقریبا دلسوفوټوپه واټن کې ؤاودده په لورې یې وربلولې. هې امريكايان يو، زه یو امريكایي یم اودلته راغلی یم چې له تا سو سرهوگورم. ولې ځواب نه راکوى؟
هغه کسانوچې څراغونه یې نیولي ؤمېوري ته ورنږدې شول. اومېوري ولیدل چې دوی دامريكې ځانگړي ځواکونه نه بلکې یوڅو افغانان ؤچې ددغه شوراو نا کرارۍ له امله له کورونوبهر راوتلي ؤ.
ميوري چې په خټو لړلی ؤ، اوټول لوند ؤچې دسرویښتان یې ټول په سر باندې سرېښ ؤ. هغوی ته په بهرنۍ ژبه کې چېغې وهلې.
دوی ښایي فکر کړی وي چې دی دبهرنۍ فضا کس دى. له نېکمرغه هغوی سره وسلې نه وې ، زه اوسټان دسیند څخه پورې غاړې کې و، چې پښې پورې شوؤ. ميوري هم زموږچپ لورې ته ؤ. دیوشمېرموټروڅراغونه هم زموږښکته اوپورته كېدل اوموږپوهېدوچې زموږد هرکليگروپ دی د اې گروپ په لټه کې ؤ.
موټروخپل لوري ته بدلون ورکړاوموږهم ددوی په خوامنډې پیل کړې. مېوري هم زموږمخې ته راغی او د 555 نیمایي گروپ هم همدلته په سیمه کې ؤ. دوی خپل سامان په یوه کړۍ کې ددفاع دپاره ایښى ؤاوزموږدرارسېدوپه انتظار ؤیوسرتېری چې وارنټ افسر ډي د کړۍ څخه راووت اودرارسېدونكيگروپ په لورې په احتیاط سره ورغی. ميوري هغه ته په داسې حال کې چې خپل لونداوپه خټوککړ لاس یې وروغزوه اوویې وویل: اې ملگرو، زما نوم ميوري دی:افغانستان ته په خیرراغلی. موټرتقریبا شل فوټه لیرې ودرېدل اود درېدو څراغونه یې بل ؤما ولیدل چې ریک دموټر څخه ښکته شواوما اوریک دځانگړوځواکونو گروپ ته درسېدو لږڅه وړاندې سره یوځای شو. ماخپل لاس وروغزاوه اوومې ویل: افغانستان ته راتگ له امله درته هرکلی وایم: موږدسي اى اې هغه گروپ یو چې تاسې به ورسره دلته کار کوی.
سرتېري یوڅه گنگس ښکاره شو. اودده داوږې هاخوا مې ولیدل چې د اې گروپ نورغړي زموږپه خوا دحرکت په حال کې ؤ. ماورته وویل چې موږ موټرلرواوموږبه تاسې سمدستي وروسته دهغې چې ستاسې پاتې کسان پیداکړوخوندي کورته ولېږدوو. کله چې تاسې هلته ځای په ځای شوی تاسې ته به تازه کافي اوتازه خواړه هم تیار وي راځی چې سامان موټروته ورواچوؤاو پاتې ملگري موپیداکړو. کله دغه کار ترسره كېده، ساعت ته مې وروکتل داوخت دشپې يوولس بجې وې. کریس وویل چې ددغه او ډي اې نیمایي گروپ سامان څلورپیک اپ موټرې ډکې کړې. هغه وویل چې دغه
موټرباید سامان ولېږدوي اوبیا دهغې خوا څخه خالي موټردگروپ بلې برخې سامان ته راولي. وارنټ افسر ( ډي) (1)زموږسره هوکړه وکړه. ددغه گروپ دوه کسان اوزموږ دگروپ څوکسان دخوندي کور په لورې ولاړل. د 555 گروپ پاتې برخه موسهارپه دولس بجو او دېرشو دقيقو پیداکړه. دوی هم خپل سامان په واسطه یوه دفاعي کرښه جوړه کړې وه اوددې لپاره چې یا چاپیداکړي وای اویا هم دسهارسپېدي چاودلپاره انتظارؤ. دگروپ قومندان تورن آر له دې امله چې موږیې ولیدو، ډېرخوښ شو. په دولس بجو او پنځه څلويښتو دقيقو مود او ډي اې ټول گروپ خوندي کورته راورساوه. د ژمنې سره سم جان محمدهم د خپلوهلکانو په واسطه گرمه ډوډۍ،چای اوکافي هم تیار کړيوو. سټار بکس کافي وه. موږدتورن آر(2)اودهغه کسان له دې امله خبر کړل. په سپین اورڼا کورکې دننه ومې لیدل چې ټول گرو پ په یونیفارم کې ؤموږ په دې چې ولې دغه دوه چورلکودکوزیدلوځاى غلط کړهیڅ پوه نه شوو. موږگمان وکړچې یاخوپیلوټانوته غلط جغرافیاوي کوارډيناټ ورکړلشوي اویا د هغوی فکرونه گډوډشوي اوفکریې کړی چې دوی په هدف باندې دي خود هرکليگروپ لا نشته، ددغه غلطۍ له امله څوک زخمي نه شول.خو غلطې ترسره شوه.
موږانجينر عارف ته ډېره ستاینه کړې وهچې ځانگړي ځواکونه په شپه کې هم په خپل هدف باندې دکومېستونزې څخه پرته كېنستلای شي اوموږبه د اې گروپ دکوزېدلو ځاى ته درسېدلو وروسته دڅودقیقوپه بهير کې هغوى راوباسو. ددې په ځای لکه موږچې په منځني ختيځ کې ويلي وو دایوتاریخي توپیر ؤ. د درې دټولوبرخوکلي وال په دغه لټون باندې خبر شول اوزیاتوکسانوخوپه لټون کې برخههم واخیسته. زه ډاډه وم چې دشپې دپېښې مالومات انجينرغارف ته دسهار دسپیدي چاودسره سم رپوټکړای شوياوهمدارنگه له دې چې گروپ په یونیفارم کې راغلی هغه ته خبرورکړل شوى. انجينرعارف سره دمعاملې کولولپاره یوبله په زړه پورې ورځ وه.
يودېرشم څپركى
د۵۵۵ د گروپ په راتگ سره ددې لپاره چې دورځې زیات کار مومخې ته پروت ؤنسبتاً وختي پاڅېدلو. موږبایدد اېگروپ په همدغه سهارزموږدشمالي ټلوالې دکوربه گانوسره دحالاتواوموضوع گانوڅخه خبر کړی وای، اوهمدارنگه هغوی مو انجينرعارف ته ورپېژندلي وای اوله هغوی موغوښتي وای چې ۵۵۵ گروپ یې بگرام ته لېږدولى وای څو له جنرال بسم الله خان سره یوځای شوي وای. مااوریک له سټان څخه وغوښتل چې د اې گروپ سره یوځای شي څوزموږاودهغوی ترمنځ اړیکه وصل شي. سټان ددغه رول دپاره منطقي انتخاب ؤ.
ځکه چې هغه دجنرال اودهغه مهموافسرانو سره ښې وظیفوي اړیکې درلودې. دې ته په مساوی ډول مهمداؤچې دسټان مهارت په روسي ژبه کې به د اې گروپ زموږافغان کوربه گانوترمنځ داسانه پوهاوي سبب وگرځي.
مېوري مخکې له مخکې دA گروپ دڅوکسانوسره ملگرتیا جوړه کړي وه اوهغه هم په خپله خوښه دسټان سره بدرگې ته تیارشو. ریک، کریس، سټان، مېوري اوزه د۵۵۵ گروپ خوندي سمڅې(1)ته پیاده ورغلواوسرتېروخپل توكي ددې په هیله چې دورځې په وروستی برخه کې به ددندې لپاره سويل ته ولېږل شي، تیارول.
دگروپ غړي ارام ښكارېدل اوواضحً دوی له دې چې افغانستان ته رارسېدلي ؤ، خوښ ؤ.
دوی له دې امله چې موږ ورته داوسېدلوښه ځای، سټاربکس کافي اودتازه خواړه ورکول، پام نشو اړولای. دوی دلته دراتگ سره فکر کاوه چې هغوی به بهرپه سخته هواکې دکمپونولاندې په خوندسره کارکوي. دغه هوسایي اوارامتیا دهغوی دپاره تقریباً دخپگان سبب گرځېده (لیکوال دلته د خپلو ځواکونو ستاینه کوي. ژ). تورن آر اوساتندویه افسر ډي او د گروپ جگپوړوغړوته ددې په اړه چې ورځ به څنگه تېره شي، تشریحات ورکړل. اوهمدارنگه مې هغوی له هغه پلان چې له مخې یې گروپ نن ورځ دبگرام هوایي اډې لېږدېده، خبر کړل. ما اوریک سټان اومېوري هلته پرېښودل څوټول گروپ ته تشریحات ورکړي. کله چې موږکورته راوگرځېدو، ممتاز خبر راکړ چې انجينر عارف غواړي چې په لسو بجو دليدنې لپاره دلته راشي. ریک د اې گروپ ته بیا ورغی څودگروپ مشر دانجينر عارف سره دلیدنې لپاره راوغواړي.
لیدنې ته دتیاری لپاره ډېرلږڅه اړین ؤ (موضوع ښکاره وه. ژ) موږقرارگاه ته تېر ماښام یولنډ تلگراف ولیږه څوهغوی د او ډي اې 555 گروپ دخوندي رارسېدلوڅخه خبر کړو خوما بیا هم غوښتل چې ددغه عملیاتو له مکمل تشریحاتوڅخه یې هم خبر کړم. ماغوښتل چې د اې گروپ لپاره زموږد هرکليگروپ د تیاري نیولو، دکوزېدلو ډگر په احتیاط سره په نښه کول، دلارې په اړه دځانگړوعملیاتو دپیلوټانواوزموږدپیلوټانوترمنځ مخکې له مخکې تماس اودکوزیدلو دمحل لپاره دجغرافیایي کوردنیاتوتايېد او تصدیق په صحیح ډول بیان کړم. ماشک گاڼه چې ټاسک فورس ډاگر به د اېگروپ د هوایي ډگر دغلطولواو په پايله کې دگروپ په یوځای کولوکې دگډوډۍ اوحیرانتیا درامنځ ته كېدلوله امله کومه موضوع جوړه کړي خوکهچېرې داسې شوي هم وای، ما ددغه موضوع حقیقت په رسمي تلگراف باندې غوښتنه کوله.. دسهارپه لیکونوکې یو لیک مخ ته راغی چې یوڅه خپگان زېری یې درلود. د اېن اېس سي په سویه باندې د سي اى اې لخوا ددوامدار فشار سره سره، دبهرنیوچارووزارت بې لا خره اوپه ټینگه سره دواشنگټن څخه دډاکټر عبدالله لیدنه رد کړه. ما باید عارف له دغه موضوع خبر کړی وای. عارف دقیق په خپل وخت راغی. کله چې ما اوریک هغه دغونډوکوټې ته بدرگه کاوه، دهغه طبعیت خوښ ښكارېده. هغه واضحاً له دې چې د اېگروپ رارسېدلی ؤ، خوښ ؤ.
ماله هغه څخه دتېرې شپې دگډوډۍ اوحیرانتیا له امله بخښنه وغوښتله اوددغه ستونزې پړه مې دلومړۍ چورلکې په غیبجنو اسبابوباندې ورواړوله. زه ونه پوهېدم چې عارف دزما په كېسۍ باورراغلی وي خوهغه دغه موضوع دلاس په ښورولو سره له منځه یووړله. هغه وویل چې مهمه داوه چې د اې گروپ دلته خوندي راغلی وي. عارف غوښتل چې پوه شي چې کله د اې گروپ بگرام ته دتگ لپاره تیار دی. ما ورته وویل چې هغوی همدا اوس هم دتیاری نیولوپه حال کې دي. کله چې لوجستیكې ترتیبات اودجنرال بسم الله خان سره اړیکه ونیول شي، گروپ سويل ته ددندې لپاره تیاردی. ما ورته وويل چې سټان اوميوري به دگروپ سره په دنده وگومارل شي څودجنرال بسم الله خان سره اړیکې ترتیب کړي. کله چې ماوویل چې زه غواړم چې عارف دگروپ قومندان ته وروپېژنم، خوله یې له خندا ډکه شوه. کله چې ریک لاړ څو آر را بدرگه کړي، ماله ځان سره وویل چې هو هغه خو په پوځي یونیفارم کې دی! تورن آر کوټې ته دریک څخه مخکې راننوت اودعارف مخامخ مېزته ودرېده. عارف ولا ړشواو آر په داسې حال کې وروکتل چې ورکوږ شوڅولاس ورکړي. دعارف له مخ څخه موسکا هیڅ ورکه نشوه. اولکه دنور وخت په څېریې داوسېدلودځای اودخوړو دښه والي په باره کې پوښتنې کولې. تورن آر عارف ته ډاډ ورکړ چې ۵۵۵ گروپ څنگه چې زموږافغان کوربه گان هغوی ته دتگ امر ورکړي، تیاردی. عارف هغه پوښتنه چې ما یې انتظار کاوه، ترې وکړه آیاد آر کسان به ددښمن دځايونو په ضددجگړې په ډگر دلایزر په واسطه په نښه کولوعملیات ترسره کړي؟آر په چټكۍ سره ځواب ورکړ. صاحب: دایواځنی دلیل دی چې موږافغانستان ته راغلي یو. څنگه چې دبگرام په هوایي اډه کې ځای په ځای شو، موږ به ددښمن ځايونه د بمبارۍ لپاره په نښه کول، پیل کړو.
دعارف مخ هم له موسکا څخه ډک شو اوویې ویل چې داخو ښه زېری دی. سويل ته دخوځښت لپاره به تیارى نیول دلیدنې وروسته سمدستي پیل شي. دعارف یا زموږدنوروافغان کوربه گانوله خوا دیونیفارم موضوع په هغه وخت یا وروسته هم هیڅ ذکر نه شوه. ما باور درلود چې د آر لخوادلایزرپه واسطه دهدف نښه کولوپوښتنې ته مثبت ځواب، دیونیفارم موضوع حل کړه. دامريكې لخوا دشمالي ټلوا لې ددښمن په ضدبم غورځول دشمالي ټلوالې رهبرانوته له دې چې د اې گروپ څه ډول لباس په تن ولری، ډېر زیات ارزښت درلود. ما اوریک دانجينر عارف څخه الفا گروپ شتون ته دقومندان عطا دغبرگون په اړه وپوښتل. عارف یوڅه ارام اوخپه شو. هغه وویل حالت هلته جدي دی. هغه د سي اى اې لخوا دپیسې دورکړې څخه منندوی ؤخوددوستم سره دالفا گروپ شته والی دمنلو وړنه ؤعطادمزارشریف په سیمه کې یو لوی قومندان ؤ او مزار شریف په دوديز ډول دتاجکوتر ولکې لاندې سیمه ده.
عطا له دوستم سره اړیکې درلودې اوله دې چې ماښام دهوا له لارې وسلې غورځول کېږي، خبر شوی ؤ. عطا خبر داری ورکړی ؤ چې که چېرې دوستم ته دغه وسلې وروغورځول شي، هغه به ددوستم په ځواکونوبرید وکړي. ما عارف ته وویل چې له دغه ډول عمل سره به واشنگټن ډېر زیات خپه شي. دالفا گروپ دغړو ژوند به له اړتیا پرته په خطرکې واچول شي. اوددې ثبوت چې دشمالي ټلوالې دوه قومندانان ددښمن مخې ته په خپل منځي جگړوکې ښکېل دي، په واشنگټن کې دزیاتوکسانودانظرچې دامريكې دمرستې تمرکز باید په سويل کې دپښتنو سره وي، تصدیق کړي.
ماله عارف وغوښتل چې له جنرال فهیم څخه وغواړي چې عطا اړ کړي چې ارام شي اود دوستم په ضد دجگړې هرډول پلان له منځه یوسي. عارف هوکړه وکړه چې له فهیم به وغواړي چې د ورځې په بهير کې له عطا سره اړیکه ونیسي. په دې وخت کې زه پوه شوم چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا دډاکټر عبدالله د ليدنې ردول ښايي چې د یوې مثبتې پايلې لپاره وکارول شي. دابه زما دهغه تبصروچې په لویدیځ افغانستان کې دشمالي ټلوالې ددوه لویوقومندانانودجگړې اغېزه یې په واشنگټن کې په گوته کوله، په ځواکمنولو کولوکې مرسته وکړي. ماله عارف څخه له دې امله چې دبهرنیو چارو وزارت دډاکټر عبدالله ليدنهونه منله، بښنه وغوښته خوداپه واشنگټن کې دلوړو پوړو چارواکو له خوا دشمالي ټلوالې داوږد مهاله هدفونوپه وړاندې دهغوی بدگماني تصدیق کوي. ما ترخپله حده کوښښ وکړڅوشمالي ټلواله په افغانستان کې زموږترټولوځواکمن ملگری په حیث وروپېژنم اوفشارمې راوړڅودامريكې دبم غورځونې کمپاین ټول زور دلته په شمالي کې دطالبانوپه وړاندې متمرکز کړي څوشمالي ټلوالې ته دبريد کولولار پرانستل شي. زمابحثونوتراوسه پورې دسي اى اې رهبري کړی اونورکسان د اېن اېس سي ټولنې په منځ کې ددغه ستراتیژی دسمولولپاره رضا کړي دي اوهیله مند یم چې په پايله کې درهبرۍپاتې کړۍ به هم له دې هوښیاری چې په شمال کې په جگړه باندې تمرکز وکړي، خبر شي. سره له دې ددوه جگپوړوقومندانانوترمنځ جگړهددې په سر چې څوک باید د سي اى اې گروپ مېلمه کړي، اویاڅوک یواندازه وسله اومهمات باید تر لاسه کړي، به داپه ډگرکړي چې دشمالي ټلوالې سره له مرستې بایدډډه وشي اوپه دوی باندې دطالبانوپه وړاندې دجگړې په رهبری کولوکې باور نشي کولای. عارف په مطلب پوه شواوویې ویل چې له دې امله چې عبدالله به ونه توانېږي چې دامريكې متحده ایالاتو ته سفروکړي، خپه شو اودی به عبدالله پخپله ددغه پرېکړې څخه خبر کړي. عارف ډاډ راکړچې هغه به له جنرال فهیم څخه وغواړي چې د دواړو قومندانانو تر منځ منځگړيتوب وکړي اوهغوی وپوهوي. لیدنه له دې سره چې عارف تصدیق کړه چې هغه به له ممتاز وغواړي چې د اې گروپ سويل بگرام ته ولېږدوي پای ته ورسېده. عارف وویل چې دمازدیگر پورې به هرڅه تیاروي. دالفا گروپ سره مې دمخابرې له لارې اړیکه ونیوه. آر جي ددوستم سره له لیدنې همدا اوس راوتلی ؤ. اوهغه هم تصدیق کړه چې عطا گواښ کړی ؤ چې که چېرې ددوستم ځواکونو ته دهوا له لارې اکمالات اووسلې راوغورځول شي. هغه به ددوستم په ځواکونو باندې بريد وکړي ، آر جي وویل چې حالت ترینگړی ښکاري اوله ما یې وپوښتل چې د درې په دغه برخه کې له شمالي ټلوالې سره څه پېښږي؟
ماورته وویل چې له جنرال فهیم مووغوښتل چې راودانگي وکړي څودواړه قومندانانوسره اړیکه ونیسي. اوددغه احتمالي خطرڅخه یې منع کړي. ماله آر جي څخه دعطا دبريد په صورت کې دهغه پلان په اړه وپوښتل. هغه وویل چې دوستم ډاډ راکړچې هغه به دوی ته دبريد په وخت کې په کافي اندازه کسان دالفا دساتنې لپاره ورکړي. آر جي وویل چې هغه احساس کوي چې دخوندي ساتنې دغه ډاډ قبول کړواونور خپل کارته دوام ورکړو، که چېرې عطا بريد وکړ، الفا گروپ به دحالاتو دپرمختگ سره سم عمل وکړي. ماورته وویل چې دماښام لپاره دوسلې غورځول وځنډوي خو آر جي وویل چې باید ترسره شي. ددوستم ځواکونه اکمالاتو ته اړتیا لري. اودامهمه وه چې دپنجشېرڅخه دباندي په شمال کې دشمالي ټلوالې له قومندانانوسره د سي اى اې مرستې پيل شي. دماسپښن وختيبرخه مودعارف سره دلیدنې د پايلو اوددوستم اوعطا ترمنځ په حالاتو باندې درپوټ په لیکلوتېره کړه.
ماواشنگټن ته مشوره ورکړه اوفکر مې کاوه چې دوستم ته دوسلې دغورځولوبندول به ترهغې چې حالات له خطره راووځي، هوښیاري وي. وسله مهمه وه خودوستم دوسلې په دومره لوی بهران کې نه ؤ. اوددې په هیله چې جنرال فهیم به مداخله وکړي. دیوې یا دوه ورځو لپاره داکمالاتو په غورځونه کې ځنډراوستل به یوه ښه کړنلاره وي.
څو له اړتيا پرته اورته ته تېل ورگډ نه کړو. ممتاز په درېو بجو راغی اوخبر یې راکړچې دجنرال بسم الله خان سره ټول انسجام اوترتیبات بشپړ شوي. او په شپږو بجود اېگروپ لپاره کورته دموټرورلېږلوترتیبات نیول شوي. څوهغوی سامان بار کړي. ما په تیاره کې دگروپ لېږدول په دغه کوږوږ، له جمپونوډک اوخطر ناک سړک له امله اندېښنه وښوده. ممتاز ډاډ راکړچې دهغه موټروانانوپه دغه سړک باندې ډېر ځله موټرواني کړې. دوی سړک سره دومره بلدیت لري. چې په پټوستر گوهم پرې موټرواني کولای شي. ماورته وویل چې همدغه دلیل دی چې زه یې اندیښمن کړی یم. ممتاز په دغه ټوکه پوه نه شو. موږسټان ته یوروسی جیپ موټرورکړڅود۵۵۵ گروپ سره په خپل موټرکې سفر وکړي اوهمدارنگه په بگرام کې خپل ټرانسپورټ ولري. دشپږوبجولږوړاندې مودهغوی سره جیپ موټرته دسامان په بارولو کې مرسته وکړه. ریک اوزه د اېگروپ کورته ورغلوڅوهغوی سره مخه ښهوکړو. دمهالوېش سره سم ممتاز دیوشمېر پیکپ موټرواوسرفجیپونوسره هلته موجودؤ. اودهغه کسانودسرتېرو دسامان دلویواودرنوبکسونو په وړلو بوخت ؤ. په همغه سهار مودشپې دسفرلپاره له دوی سره د توکو په ترتیب کولواودلۍ کولوکې مرسته وکړه اوماددغه بکسونودپورته کولوکوښښ کړی ؤ. فکر کوم چې دمځکې څخه مویواینچ جگ کړاوبیا تسلیم شوم. تقریبا دوه سوه پاونډه وزن یې درلود. دغه ځوان افغانانودغه بکسونه موټر ته اچول اویویویې په دریوکسانوشریک کاوه. یوځل دځانگړوځواکونویوه سرتېري هغه افغانانوته چې دبکس دپورته کولوکوښښ یې کاوه، ورغی. هغه په عادي ډول دغه بکس په یولاس کې ونیوه، اوپه یوه اسانه حرکت سره یې خپلې شا ته راوڅرخاوه. هغه دوه ځله خپلې مټې وښورولې څوبکس لږنورهم پورته کړي اوبیایې دانتظار موټروپه لورې حرکت وکړ. دغه دوه افغانان اوزه سرتېری ته چې سخت زور یې وکړ، په داسې حال کې چې خولې موخلاصې پاتې وې وروکتل. ما دخوندي ټلیفون له لارې دتوریرېزم په وړاندې په مرکز کې له هانک سره اړيکه ونیوه. هغه هم دالفا په شا او خوا کې د حالاتوله پرمختگ څخه اندېښمن ؤ. خوآر جې دمهالوېش سره سم په همغه ماښام داکمالاتودغورځولوټینگه سپارښتنه کړې وه. آر جې وویل چې دوستم دخپلڅولوړپوړي چارواكي له عطا سره د لیدنې لپاره لیږلي دي. اودوستم ډاډه وه چې دغه بحران به حل شي. هانک وویل چې ځکه چې ار جې هلته په صحنه باندې لوړ پوړی چارواكى دى هغه به دهغه سره ددندې په اجراکولوکې مرسته وکړي.
داکمالاتوغورځېدل به ترسره شي. ماله دغه پرېکړې سره ارام احساس نه کاوه خو هرڅه ؤ هغه به وي. ما يوازې هیله درلوده چې الفا دډزوپه منځ کې راښکېل نه شي. خوزه نه وم خبر چې په همغه شپه دالفا گروپ څخه موږ ته دډزوپه منځ کې په راښكېدلوکې ډېر خطر ؤ. په همغه ماښام د لسو بجولږڅه وروسته په داسې حال کې چې ددفتر کارونه مې خلاص کړي وو اودچېرکټ په لورې تگ ته تیارېدم، زموږسويللورې ته داتومات وسلوناڅاپي ډزې دکلي په سرتېرې شوې. دکلا شینکوپونو ډزو دوام وکړ. ډاکټر دخپلې کوټې څخه دهلېز ته راووت اوویې ویل چې دوسلوکرېټ به خلاص کړو اومنتظر به واوسي. زه دکور بام ته دشپې دعینکوسره وروختلم. سمدستي دگروپ څونور غړي راسره یوځای شول. اسمان شین ؤاوشپه هم سړه وه. بام ته دختلوسره سم دډزوغږنورهم تیز اوتېره شو. حتی دشپودعینکوڅخه پرته موږدټوپکو د خولو پړکې چې دغونډۍ په ډډه کې دکلي هاخواوې، لیدلې. دشپې دعینکوپه شین رنگه ځلا کې موږولیدل چې څوکسان دغونډۍ په ډډه باندې په لاره کې د خوځښت په حال کې ؤ. اودهغه کسانوپه وړاندې چې ددوی په لورې دغونډۍ له ښکتنۍ برخې دونوله کرښې څخه ددوی په لورې روان ؤ. ډزې کولې. دبل اړخ دټوپکوله خولو څخه هم پړکې كېدلې اوداسې ښكارېدله چې هغوی دغونډۍ په پورته لورې ډزې کولې. کریس راغی اوویې ویل چې ممتاز په داسې حال کې چې خوښ ؤاوستړی هم ؤ، راغی اوویې ویل چې اندېښمن نه شى. داسې يوازې دواده دمراسمودلمانځلو لپاره کېږي. موږدغونډۍ په لورې وروکتل ومولیدل چې تقریباًڅلورسوه فوټه لیرې دټوپکودخولوپړکې اوشورماشور زموږپه خوا راروان ؤ. ما ورته وویل چې دواده مراسم نه زما کوناټي!!هر کس یویوتوپک راواخلی، راځئ چې دراتلونکو مېلمنو لپاره انتظار شو. موږلاندې ښکته شواوزه اوریک په دهلېز کې په داسې حال کې چې دگروپ هرغړي دکرېټ څخه یویوکلاشینکوپ اودوسلې غاړه کۍ چې دېرش ډزې اوڅلوېښت ډزې شاجورې پکې وې، راواخیستلې. ریک وویل چې ددې لپاره چې دسیند لورى اوکلي لاندینۍ برخه موترنظر لاندې وي، دلاندینۍودانۍ بام ته څوکسان باید وروخېژی.
موږبه دغه بام وساتو اویوکس به دپخلنځي په بام وگمارو. هغه به وکولای شي چې دروازه اودغونډۍ لاندې لاره په هغه لوري وساتي. دا ښه پلان ؤ. او ټاکلو ځايونو ته مو دتگ لپاره بیړه وکړه. ډزې یوڅه کراره شوې، خوبام ته درسېدلوپه مهال ډزې بیا ډېرې شوې. دټوپک دخولوپړکوتقریباًدوه سوه متره لیرې دغونډۍ ډډې هم رڼا کړې خودهیڅ مرمۍ لورى زموږ په لوری نه ؤ. موږدبام په څوکۍ سرونه ټیټ کړل اوپه انتظار موورکتل. ممتاز څوورځې مخکې اعتراف وکړچې دطالبانوپلویان دلته په دره کې موجود دي. ښایي چې د۵۵۵ دگروپ له امله چې تېره شپه راغلي ؤ، خبر شوي وي. دغونډۍ په اړخ باندې لنډ مهاله تبادله بیا وشوه. په یوه شي باندې چې زه پوهېدم هغه دا و چې دادلمانځلواوخوښۍ ډزې نه وې. تقریبا پينځه دقیقې نور هم كېناستلواوډزې په کراره اولیرې كېدلې. دغونډۍ په سر کسان داسې ښكارېدل چې دغونډۍ په لمن کې له کسانو څخه پورته خواته په خوځښت اولیرې كېدل. په پای کې کسان دلویوتیږوسیموته ولاړل اوزموږ له سترگوپناه شول. بیا ډزې ودرېدلې. پينځه دقیقې دکومو ډزوڅخه پرته تېرې شوې. اودغونډۍ په لمن کې مې خوځښت ترسترگو شو.
ما دممتاز غږدلویې دروازې څخه واورېد، اوبیا مې داېډ غږ دپخلنځي له بام څخه واورېد. مخکې له دې چې داوسپنې دروازه له زنگېدلو سره خلاصه شي، یوڅه شور ماشور واورېده. اوممتاز په خبرو پیل وکړ. له بام څخه ښکته شوم اوزموږدودانۍ په دروازه کې مې ولید. هغه وویل:اوجنرال گیري خیر اوخیرت دی. تاسې کولای شی چې ارام وکړی. هغه په اندېښنه کې ؤخوهڅهیې وکړه څو په خندا يې تېره کړه. ماترې وپوښتل چې داډزې دڅه لپاره وې، اوهلته څه پېښه وه؟ممتاز تپتپانه كېده اوکوښښ یې وکړ چې ځان ارامه وښيې، خوناکام شو. ویې ویل څوکسان لاندې دښار له زندان څخه وتښتېدل. موږپسې ورغللو. خبره ختمه شوه، هیڅ ستونزه نشته. ما وپوښتل:دطالبانوبندیان وتښتېدل؟نه مجرمين اوداړه ماران ؤ. ما دسر په ښورولوسره دهوځواب ورکړاودپېښې په اړه مې نور هیڅ ونه ویل. دهغه څخه داضافه حقیقت دپیداکولولپاره نورې پوښتنې نه وې پاتې. زه تقریباً دخدای پامانی ویلو ته تیار شوم چې هغه وویل:هوهېره شوې مې وه. جنرال بسم الله خان له بگرام څخه اړيکه نیولېوه. د اېگروپ سټان ميوري، ټول تقریبا پنځلس دقیقې وړاندې خوندي راورسېدل. له ممتاز څخهمې ددغه خبرله امله مننه وکړه اوبیا مې دنوروکسانوسره یوځای وسله بېرته کرېټ (صندوق)ته واچوله.
دوه دېرشم څپركى
راتلونكې سهاردکافی څښلوپه مهال دتېرې شپې راغلو لیکونوته کتنه وکړه. دالفا(هغه گروپ چې ددوستم سره په مزار شریف کې یوځای شوی ؤ.)لخوا یولنډ لیک راغلی ؤاوپکې لیکلي یې ؤچې دوسلې اومهماتوغورځونه تېر ماښام دمهال وېش سره سمه تر سره شوه. په لیک کې ددغه اکمالاتودغورځونې له امله دعطا غبر گون په اړه څه نه ؤلیکل شوي،. ریک دخوندي مخابرې له لارې الفا گروپ سره اړیکه ونیوه. دهغوی دمخابرې افسر تصدیق کړه چې غورځونه ښه ترسره شوه اوټول نبډل ترلاسه شوی دی اوحالات ارام دي. آر جې اودالفا گروپ نور غړي ددوستم سره دلیدنې لپاره تللي ؤ. ریک له هغه وغوښتل چې آر جې موږسره هر څومره ژر چې وخت پیداکړي موږسره اړیکه ونیسي. داچې دعطا لخواسمدستی کوم غبرگون نه ؤ، د ستايلو وړوه. خودورځې په بهير کې به څه پېښ شي، داهغه څه ؤ چې موږیې اندیښمن کړي ؤ. دترورېزم په وړاندې له مرکز څخه یوپه زړه پورې لیک راغی چې ددوستم اوعطا ترمنځ په کې د حالاتو څېړنه شوې وه. په تلگراف کې لیکل شوي ؤچې ددغه ستونزې دحل ځواب یوداؤچې باید دعطا سره دیوځای كېدلو لپاره دسي اى اې بل جلا گروپ ولېږل شي. دعطا دجنگیالو شمېر ددوستم سره برابر ؤاودمزار شریف په سیمه کې دجگړیزوعملیاتودپیل سره سم دشمالي ټلوالې ددواړولویوقومندانانوسره سم د سي اى اې دگروپ شتوالی مهم ؤ. سي ټي سي (دترورېزم په وړاندې د مبارزې مرکز)نظرورکړی ؤچې دالفا گروپ په منځ نیم شي اودگروپ نیمه یې برخه دعطاسره یوځای شي. دغه سمون به دلنډ وخت لپاره وي ځکه چې دواړه گروپونه به دکارمندانودکموالي سره مخ شي خوسي ټي سي داضافه کارمندانودلېږلولپاره بېړنۍ هڅې روانې کړې وې. زموږلپاره چې دلته دمېز چار چاپېره ناست ؤو، داښه نظرڅرگندشوخوزموږلپاره ددغه پرېکړې په اړه دالفا گروپ دنظرڅرنگوالی په زړه پورې ؤ. دقرارگاه څخه وروستنی لیک کې لیکل شوي ؤچې سنټ کام غواړي چې دپنجشېر درې ته دویم اې گروپ راولیږي. سينټ کام او ټاسک فورس ډاگر مخکې له مخکې دلوجستیکوترتیباتونیول پیل کړي ؤ. ددې څخه پرته، ددې لپاره چې دلته دفعالیتونودانسجام اوددواړو او ډي اېگروپونولپاره دیوه امر دموجودیت په خاطرد او ډي اېاړوند سي سي اي (دقومندې اوكنټرول کسان)دگروپ پنجشېر ته رالېږلوپه سر هم بحث روان ؤ. ریک وویل چې په عنعنوي ډول دځانگړوځواکونویوگروپ دیوه تورن یا دلوړپوړي ساتندویه افسر (هغه افسرچې دگروپ دغړواوتوكودساتنې شول وي. ژ)لخوا قومنده کېږي. ددې لپاره د او ډي اې (دځانگړوگروپونوبل نوم. ژ)څوگروپونه ساحې ته لیږل کېږي. ددغه گروپونولخوا به دهوا له لارې دهدفونه په نښه کولوپه سيالۍ غوښتنې کېږي اود او ډي اې قومندان دپوځي خوړوله کمښت سره هم مخامخ ؤاودمنابعولېږلوته په حق اولیه ورکولوکې به داکمښت ستونزه رامنځته کړي. په هرځل دځانگړوځواکونود او ډي اې / سي سي اي ددویم بریدمن لخوا قومنده کېږي اودهغه رتبه دااجازه ورکوي چې دهوایي مرستې لپاره سياليزې غوښتنې انسجام اودهوایي دارایى (شتو)ویش وکړي. زه لهدې سره لېواله شوم. موږنظر داؤچې له هغوی وغواړوچې د او ډي اې دویم گروپ خواجه بها والدین ته ولېږل شي څودجنرال بریالي خان سره دتخار په لومړۍ کرښه باندې کار وکړي، اود او ډي اې/ سي سي اي (قومندې اوكنټرول کسان)گروپ زموږترڅنگ په هغه ودانۍ کې چې د او ډي اې لخوا خالي شوي وه، ځای په ځای کړای شي. ریک وویل چې هغه به له ټاسک فورس ډاگر سره اړیکه ونیسي څوله هغوددغه اضافه لیږنې په اړه وپوښتي.
دسهار په اووه بجو او لس دقیقوممتاز راغی اودانجينر عارف لخوا یې یوپیغام چې غواړي هغه له موږسره وڅېړي راوړ. موږدلیدنو اوکتنوکوټې ته چې دغه ودانۍته مخامخ وه. سره دکافي ولاړو. ممتاز خپه ښكارېده اودا ښکاره وه چې مخکې له دې چې هغه دعارف پیغام راواوروي، بدخبرؤ. هغه وویل چې دشمالي ټلوالې دمشرانوگروپ تېره شپه ددوستم اوعطا ترمنځ دحالاتودڅېړلولپاره غونډه درلوده. ممتاز په شرمندوكي ډول سره وویل چې ددوی غونډه په دې سره هوکړې ته ورسېده چې د الفا (Alfa)گروپ حتماً بایدددوستم څخه راووځي. جنرال فهیم اودشمالي ټلوالې مشرانود سي اى اې هغه پرېکړه چې ددوستم سره باید یو گروپ یوځای شي، یوه جدي تېروتنهده. داهغه ځواب نه ؤ چې ما یې هیله درلوده. زه پوهېدم چې په هیڅ وجه به سي اى اې شمالي ټلوالې ته اجازه ورنکړي چې زموږدساحويگروپونودچېرته اوچا سره دلېږلوپرېکړه په زور سره بدله کړي. الفا گروپ مخکې له مخکې موجودؤاوباید پاتې وای اولږتر لږه درېگروپونه دراتلونكو دوه اوونیو په بهير کې د رالېږلولپاره تیارېدل. ما ممتاز ته وویل چې زه پوهېږم چې په دره کې دشمالي ټلوالې مشران له دې چې موږدهېواد په لویدیځ کې دشمالي ټلوالې قومندانانوته په خپلواک ډول گروپونه ولېږل، خپه دي. سره له دې زموږپلان داؤچې د سي اى اې اودځانگړوځواکونوگروپونه دهېوادپه سطحه داغېزمنوقومندانانوسره یوځای کړوڅودطالبانوپه وړاندې جگړه په ښه ډول په مخ یوسي. دغه ستراتیژي داسې پرېكړه نه وه چې دشمالي ټلوالې ځواک ته په پټه زیان ورسوي. موږدعطا هغه اندیښنې چې ددوستم سره د سي اى اې اړیکې به هغه له ډگره غاړې ته وباسي، پوهېدوخوداپه حقیقت کې داسې نه وه. موږدعطا سره د سي اى اې دپرسونل دیوځای پلان باندې مخکې له مخکې بحث درلود اوښایي راتلونكو یوه یا دوه ورځوکې تر سره شي. ماله ممتاز وغوښتل چې دغه پیغام انجينر عارف ته ورسوي. زه پوهېدم چې زما له دغه ځواب سره هغه خوښ نه ؤخوهغه هوکړه وکړه چې هغه به هر څومره ژر چې وکولای شيله انجينر عارف سره لیدنه وکړي. څوزما خبرې هغه ته ورسوي. ممتاز په اته بجو بېرته راوگرځېد. عارف هم واضحاً چېرته نږدې کارکاوه اوممتاز له اول ځل څخه هم ډېرخپه ښكارېده. انجينر عارف هغه څه ته چې ما ددوستم اوعطا دحالت په اړه ویلي ؤ، توجه سره غوږنیولی ؤخودشمالي ټلوالې پرېکړه بدله نه شوه. دالفا گروپ باید ددوستم څخه راووځي. ما په چوكۍ کې تكېه وکړه سرمې وښوراوه اوپه ادبانه ډول مې ورته ورته وویل ممتاز دامريكې ددولت ترټولولوړپوړوچارواکوداپرېکړه کړې چې د سي اى اېگروپونه به دټولواغېزمنوقومندانانوسره چې دطالبانوپه وړاندې په مخالفت کې درېږي پرته له دې چې دهغوی مذهبي، نژادي اوقومې سابقه په پام کې ونیول شي. دهغوی سره دندولپاره یوځای کړي. موږدوهم گروپ ددوستم سره دامنیتي اواداري دلایلواوهمدارنگه ځکه چې هغه یواغېزناکه قومندان دی، ولېږه. موږبه یوگروپ عطا ته هرڅومره ژرچې ترتیبات ونیول شي، ورولېږو. موږدالفا گروپ ددوستم څخه راونه باسو. لطفاً عارف ته ووایه چې داپرېکړه دامريكې ددولت پرېکړه ده. زه په خوښی سره کولای شم چې دغه موضوع دعارف اویا دشمالي ټلوالې له نورومشرانوسره، هرډول چې دوی غواړي، وڅېړم. کله چې دروازې ته دتگ په حال کې وم، ممتاز ته مې موسکا وکړه، اوپه شا مې وټپاوه. هغه يوازې یوپیغام وړونكى ؤ. هغه ته ځان ډېر ښکته ښکاره شوما هم پرې زړه وخوږېده. زه باید دا ومنم چې ماته هم ځان ډېر ټیټ ښکاره شو. دغه حالات ښه روان نه ؤ. موږددوستم اودعطا دحالت په باره کې ښه هیله مندؤ. هغه ډول خبرچې دغه جنجال له منځه یوسي اوعطا دهمکاری کولوته وهڅوي. کله چې زه اوریک دفتر ته راورسېدو، کریس موسکا وکړه. هغه دالفا گروپ څخه راغلی تلگراف په لاس کې و. داهغه ښه خبر ؤ، چې موږورته اړتیا درلوده. آر جې لیکلي ؤچې دوستم تېره شپه دعطا له استازو سره په داسې حال کې چې آر جې اودالفا گروپ څونور غړي په کوټه کې موجودؤ، لیدلی ؤ. دوستم دگروپ غړوته ویلي ؤچې دهغه لپاره به دا وړ وي چې د سي اى اې ټوله مرسته یوازې دی ترلاسه کړي ځکه چې امريكایان افغانستان ته دشمالي ټلوالې سره طالبانوته په ماتې ورکولوکې دمرستې کولولپاره راغلی دي. امريكایان غواړي چې دغه یوه گډه هڅه شي اوهغه اکمالات چې په همغه ماښام موترلاسه کړي دي دعطا سره په مساوي ډول شریک کړل شي. دوستم خپلوخبرو ته دوام ورکړاوویې ویل چې دعطا استازي اودهغوټول قوماندان چې داکمالاتوراغورځېدلو ځاى ته بدرگه کړي. او وڅاري. بيا به دغه توكي زموږكېمپ ته راوړل شي اوهلته به په مساوي توگه وویشل شي. قومندان عطا چې هرکله تیارشو. کولای شي خپله برخه یوسي. دوستم وویل چې د سي اى اې لخواپه راتلونكې کې ټول راغورځېدونكي اکمالات به په مساوی ډول وویشل شی.
آر جې وویل چې په غونډه کې ددوستم ددښمن په لورې ددغه له سخاوت ډک غبرگون ته ټول هک پک ؤ. ددوستم دغه پرېکړه دهغه دخصوصیاتوڅخه بهر وه. اوددوستم دغه یوناڅاپي پرېکړه دعطا قومندانان دومره حیران کړل چې نور یې هیڅ ونه ویل خوله هغه یې مننه وکړه.
الفا گروپ ددوستم له قرارگاه څخه لیدنه وکړه څودعطا قومندانانوته دوسلې اومهماتو لېږدول چې هغوی دهایلوکس پیک اپ موټرپه کاروان کې خپله برخه وړله، له نږدې وکتله. آر جې وویل چې دالفا گروپ دنیمایي کولونظرسره موافق دی. هغه په همغه سهاردغه ددوستم سره شریک کړ اودوستم هم له دغه حرکت سره هوکړه کړې وه. دعطا سره هم په همغه ماسپښن دلیدنې لپاره وحت ټاکل شوی څو آر جېله عطا سره دغه نظر گډ کړي.
دایوفوق العاده خبر ؤ. زه پوهېدم چې جنرال دوستم یوهوښیارساحوي قومندان دی اوزه هروخت په دې عقیده وم چې هغه زیات دعمل سړی ؤنه یوسیاسي ټگ برگ اوغولوونكى سړی. د سي اى اې داکمالاتودشریک کولوعمل یې یوځیرک عمل ؤ. د سي اى اېگروپ نیمایي کول اوعطا ته نیمایي برخه گروپ ورلېږلوسره دهغه هوکړه هم ځیرکتیااوله لیدو، دوستم اوس په لوړځای ولاړؤ. اوعطا ته یې ددوستم سره دهمکاری کولوڅخه بل انتخاب نه و ایښی اوپه داسې نه کولوسره به عطا هغه ته کوچنی اوټیټ سړی پېژندل كېده څوک چې طالبانوته په ماتې ورکولوکې نه بلکې په خپل شهرت ،کبر اولویي ته تږى دی. که چېرې عطا دوستم سره همغږۍ ته تيار شي. دابه دجنرال فهیم دپښوڅخه قالینه راوباسي. ددې لپاره چې دوستم اوعطا په خپل منځ کې همکاري ولري اواکمالات سره وویشي. دالفا گروپ د مخې لېرې کولو لپاره کوم دلیل شتون نه لري. که چېرې داکارهغه ډول چې ما فکر کاوه، ترسره شي نوجنرال دوستم ته دیوې پگړۍ دکولو پوروړی کېږم. انجينرعارف په همغه ماسپښن زموږکورته تقریبا درې نیمې بجې راغی اوموږ نوي دقيقې غونډه درلوده څودغه موضوع حل کړو. ددوستم دغه ښه حرمت چې دقومندان عطا سره یې دهرڅه شریک کول ؤ، هغه بحثونه چې عارف دلیدنې په مهال رامنځته کړل له منځه یوړلې. دمزارشریف په سیمه کې دیوبل سره پرېکړه اومرسته کوي اودماموریت په بشپړولوکې چې دطالبانودځواکونوماتول ؤ، مرسته کوله. دغه حالت په پنجشېر کې دشمالي ټلوالې دمشرانودلاس څخه وتلی ؤ. الفا گروپ دوه برخې كېده چې یوه برخه یې براو (BRAVO) نومول كېده، له عطا سره یوځای كېدله موږهرڅومره ژر چې كېدله. دواړه گروپونه تقویه کول اوپه ځانگړو او ډي اېگروپونوباندې فشارراوړڅوله دواړوقومندانانوسره ددندې لپاره گروپونه یوځای کړو.
ماهغه ته د سي اى اې هغه پرېکړه واضحه کړه چې په شمالي افغانستان کې دامکان په صورت کې دهرڅومره اغېزمنوقومندانانوسره دگروپونویوځای کولوموضوع کې دبحث لپاره هیڅ ځای شتون نه لري.
انجينر عارف اوپه دره کې دشمالي ټلوالې نور څه نه شوکولای خودغه حقیقت حتمي پېښېدلو له امله غاړه اېښودلوته اړ ؤ.
دري دېرشم څپركى
ددوه ویشتم اكټوبر سهار په ساړه اوپاکه هوه پیل شو. اوموږخپل ځانونه دسهار مهال دسټاربکس کافي دڅوپیالوپه څښلو، داوبو په لگن کې دخاوروڅخه ډکواوبوپه واسطه دحمام کولواوما دتازه سيمه يېزې ډوډۍ سره دهمپیلود کوچوپه خوړلوباندې ځان بوخت کړ. ایډاوگریک دوشنبې ته داکمالاتودوړلوپلان درلود. اودغرونوڅخه دهوا حالاتوښه وړاندوینه شوې وه. دپاک اسمان په ټیټه ارتفاع کې بادونهراپورته شوي ؤ. دوی دوختي سفر لپاره په بېړه سره تیاری نیولو. دوی دهندوکش دغرونو هاخوا په فیض اباد کې هم باید درېدلي وای اودراگرځېدلوڅخه وړاندې په همغه ماسپشن باید یوځل په خواجه بهاودین کې هم باید درېدلي وای څوبراډ ښکته کړي اودجنرال بریالي خان سره اړیکه ونیسي. چورلکه به دبراډ د لېږدولو لپاره راتلونكې ورځ ورتلله. په فیض اباد کې دهغوی دنده اېل 100ډوله الوتکې لپاره دانجينر عارف لخوا وړاندیز شوى ممکنه هوایي ډگر سروې اوکتل ؤ. دترورېزم په وړاندې ریاست هره شونې لار لټوله څوشمالي افغانستان ته توكي واستوي اودهغه نظر چې ویل یې چې اېل100ډوله کولای شي چې دشمالي ټلوالې په منځ کې دماموریت لپاره کارول کېږي، چل اوغیرحقیقي ښكارېده. عارف وویل چې شمالي ټلوالې دفیض اباد دغه هوایي ډگردثابت وزرونولرونكې لپاره کارولی دی.اوهغه فکر کاوه چې اېل100ډوله الوتکه هم کولای شي چې هلته کښېني. زموږپیلوټان لېواله نه وو. فیض اباد دهندوکش دغرونوپه لیرې پرته سیمه کې موقیعت درلوداوله دې امله بیا دهندوکش په ناباوره غرونوباندې دباروړلولپاره زموږچورلکه اړېدله. دغرونوڅوکې دومره جگې وې چې هرڅومره توكي چې فیض اباد ته لېږل کېږي. هغه به ترراتلونكي پسرلي پورې هلته بندپاتې وي څوهوا بیا پاکه شي اودچورلکې دالوتنې لپاره لار خوندي شي. خوبیا هم موږسروې باید ترسره کړې وای. ممتاز دفتر ته راغی اوله دې چې انجينر عارف غواړي له موږسره ماسپښین ته لیدنه وکړي. خبرراکړ. دممتاز حرکتوته په پام سره چې ارام اوله موسکا ډک ؤزه هیله مند کړم چې راتلونكې لیدنه به دتېرې ورځې له لیدنې څخه چې مخکې اووروسته اومنفي نظریات تبادله وه، ډېره زیاته مثبته وي ریک په ټاسک فورس ډاگر کې دډگروال ملهولانډټليفون ته ځواب ورکړاودوی ددویم اېگروپ اود او ډي اې/سي سي ايگروپونودممکنه ننوتنې لپاره پلانونه وڅېړل. په هغه وخت کې پلان داؤ چې دواړه گروپونه باید د پنجشیر درې ته راوړل شي او په راتلونكې ورځ د اې نوی گروپ شمال ته جنرال بریالي خان ته ورولېږل شي څو د تخار په لومړۍ کرښه باندې کار وکړي. دخواجه بهاودین په سیمه کې مودشپې ننوتنې لپاره دکوزېدلو ځاى نه ؤ ټاکلى نوددې لپاره باید د اېگروپ یواضافه گام اخیستی وای اودپنجشېردرې ته راغلي وای اوبیا دورځې په بهير کې زموږدچورلکې په واسطه هلته تللي وای ملهولانډ وویل چې هغه غواړي چې دغه ماښام ننوتنه ترسره کړي ځکه چې دهوا دحالاتورپوټ ښه وړاندوینه کوله. انجينر عارف دماسپښن په درې بجې راغی اوډېر مثبت ښكارېده. دجنرال دوستم هغه پرېکړه چې دهغې له مخې یې له قومندان عطا سره وسله اومهمات شریکول، په مزارشریف کې کړكېچ پای ته رسولی ؤ. عارف وویل چې جنرال فهیم ددوستم له دغه حرکت څخه ډېر خوښ ؤاودعطا سره یې نیغ په نیغه خبرې وکړې. اوله هغه یې وغوښتل چې ددوستم سره پوره همکاري وکړي. د سياى اې هغه پلان چې الفا گروپ بایدنیمايې برخه باید له قومندان عطا سره وي هم پرته له کومې ستونزې لېږدول شوى و.
زه پوهېدم چې د درې څخه بهر دقومندانانوسره په مستقیم ډول دمعاملې کړلوموضوع به په راتلونكې موږبیا ښکار کړي. خوداوس دپاره اوبه ارامه بهېدلې. ریک دډگروال مل هولانډ سره سهار وختي خپله پرېکړه څېړلي وه
اوهغه ته یې زموږهغه غوښتنه چې د او ډي اې دوه اضافي گروپونه باید راولېږل شي. څویودجنرال بریالي خان سره دتخار په لومړی کرښه اوبل یې زموږسره دلته په بارک کلی کې مېشت شي څود او ډي اې گروپونه سره په لومړیوکرښوکې ؤاړیکه ولري. تشریح کړي وه. ریک هغه ته د او ډي اې/سي سي اي (دقوماندې اوكنټرول عناصر)ددندواودهغوی دموجودیت له امله دکابل اوتخار دلومړیو کرښوپه وړاندې دهوایي حملاتواجراکولولپاره دپېشنهادونوله زیاتوالي هم خبر راکړ. عارف ننوتنه تصدیق کړه اوویې ویل چې دغه زموږهڅوته دهر کلي وړزیاتوالی دی. هغه دکوچنی موسکا سره وویل چې هغه هیله مند دی چې د او ډي اې/ سي سي اي گروپ به دطالبانوپه وړاندې دبمونوپه غورځولوکې زیاتوالی راولي په ځانگړي ډول دکابل سره په لومړی کرښه باندې. موږدشلټرنوموسسې دزندنیانوپه باره کې دمالوماتودراټولودهڅودپرمختگ اودپرمختگ دنشتوالي په باره کې خبرې وکړې. دافغان زنداني پلار درې ته تراوسه دهغه پوښتنې لپاره چې کریس ورته دنده سپارلي وه، کوم ځواب نه ؤراوړی. عارف وویل چې دشمالي ټلوالې هغه افسرچې دطالبانوداستخباراتواوامنیتي اورگانونوله جگپوړوسره یې اړیکه درلوده، کابل ته تللی ؤڅودهغوی سره زموږدانعام تصدیق اوپه دغه هڅه کې دهغوی وفاداری اندازه واخلي خودهغه راگرځېدل هم ځنډیدلي ؤ. ماله عارف وغوښتل چې دزما اودجنرال بسم الله خان ترمنځ دلیدلو ترتیبات ونیسي. ما تراوسه دهغه سره نه ؤلیدلي خوما غوښتل چې هغه له نږدې وپېژنم. عارف وویل چې جنرال بسم الله دوه درځې وړاندې زما دلیدنې پوښتنه کړي وه. عارف وعده وکړه چې دفتر ته درسېدلو سره سم به جنرال ته ټليفون وکړي څوراتلونكې ورځې ته دلیدنې ترتیبات ونیسي. هغه وویل چې دتصدیق لپاره به ممتاز ته خبر ورکړي خوتر هغې زه بایددکابل سره لومړیو کرښوته دراتلونکې ورځې لپاره تیاری ونیسم. دتگ څخه مخکې عارف وویل چې دځانگړوځواکونوددوه گروپونودلېږلودپرېکړې په پايله کې باید هغه سمدستي خبر کړای شي.
دعارف دتگ وروسته زموږچورلکه ددوه حیرانتیاووسره سم راورسېده. پیلوټان اوبک دکوزیدلود محل څخه په موټر کې دغټ زېري سره سم راورسېدل اوهغه کارتن کې چې یوکوچنی برقي تنور پکې ؤ. اویخچال دسرف موټر له شا څخه راوتلی ؤ. دگروپ دغړوڅخه یوې ډلې په داسې حال کې چې یقین یې نه راته دکلک بنډ کاغذ کارتن ودانۍ ته انتقال کړ. گریگ سمدستي د یخچال په خلاصولو پیل وکړ ا و جورج د موټرو د موټرو څخه دوه کرتنه روسي بالتیکه بیر چې په نیم لیتره بوتلو کې و، راوړه.
ایډ چې زما ترڅنک ولاړ و، وویل: مشره موږ له تا څخه د بیر د راوړلو ترمخه ونه پوښتل که چېرې ته موافق نه يې نو يوازېهو يا نه ووایه. ما د گروپ غړو ته چې ټول زما په خوا او شا ولاړ وو وکتل ددې دپاره چې ټول یې واوري په زوره سره وویل: که د اعتدال سره سم وي او زموږ د کوربه گانو احساساتو ته احترام وشي یانې د هغوی په مخ کې ونه څښل شي، او بوتلان یې په مځکه ونه غورځول شي نو بیا سمه ده.
له دې سره د ټولو په مخونو موسکا خپره شوه. وروسته کله چې ما او ریک په انگړ کې سره كېناستلو، ما ورته وویل چې زه يوازې په هغه وخت کې چې کوم یو زموږ امتیاز ته تاوان ورسوي، او یا زموږ افغان کوربه گانو سره ترې کومه موضوع جوړه کړي، دبیرو په شتون نیوکه کوم. ما له ځان سره وعده کړې وه چې تر کومه په افغانستان کې وم، زه به شراب نه څښم. ما ددغه گروپ رهبري کول جدي گڼل اوغوښتل مې چې باید په هروخت کې څک او بیدار وم. ما هیله نه درلوده چې ددې وعدې لپاره به زه ازمویل كېږم خو دا دی اوس له ازموينې سره مخامخ شوم. زه باید خپلې وعدې ته رښتینی وم، د صحت دوام دار خرابوالي او د سیپرو (یو ډول انتیبوتیک دارو. ژ) کارولو راسره ددې وعدې په ساتلو کې مرسته وکړه. اصلي خبر د همغه ماښام د ۰۶:۰۰ بجو په خوا وشا کې راورسېد. د او ډي اې د گروپونو لېږل ځنډول شوي وو، په لوړه ارتفاع کې هوا نوره هم په خرابیدو وله، ډگروال ملهولنډ وویل چې تر سبا به انتظار وکړي.
راتلونكى سهار درويشتم اكټوبرهواحتی دتېرې ورځې څخه هم ښه ؤه. نسبتاً گرمه هوا وه، پاک اسمان اوپاکې اوسپینې ورېځې په هوا کې په کراره الوتلې. که څه هم چې تېره شپه دغرونوپه سر هوا خرابه وه، په دره کې هوا ښه وه. ډگروال مل هولنډ ښايي چې نن شپه د گروپونو په لیږلو وتوانیږي. د سهار د لسو بجو څخه لږ وړاندې د کابل سره لومړۍ کرښې ته روان شوم. ممتاز هم زموږ سره بدرگه و او د موټر په مخکني سیټ کې كېناست. زه په خپل همېشني ځای، د وروستني سیټ په منځ کې كېناستلم.
موږ خپل روسی جیپ کاروه او د پاکې هوا لپار ه مې کړكۍ خلاص کړل. د هوا د پاکوالي سیستم (ایر کنډیشن. ژ) یې نه درلود او یوازې بې سیکه او د دوړو ډکه هوا له دغه کوچنیو سوړو راننوتله. موټروان هو ټیپ ته کېسټ ورواچوله او موږ یې د یوه چنگن غږ په واسطه چې په ډاډ سره ایرانی سندرغاړى وه، خوشاله کړو. د ۱۹۹۴ کال څخه راپدیخوا په افغانستان کې نه وه ثبت شوې نو په دې اساس سندرغاړى باید ایرانی وي. ما خپل ځان ارام کړ او لنگي مې د سیټونو څنډوته وغزول او دواړه لاسونه مې د سیټ د سر څخه راتاو کړل څو ځان ټیگ کړم او د جمپونو سره مقاومت وکړم.
زه دغه لیدنې ته په انتظار وم. ماغوښتل چې د جنرال بسم الله سره وپېژنم ځکه چې هغه ددغه مهمې جگړې مهم لوبغاړی و، او هغه د او ډي اې او زما د گروپ کوربه هم و. زه دسټان له خوا خبرېدلم. چې د او ډي اې 555په راتگ سره، سره له دې چې دلایزر په واسطه دمهموهدفونوپه نښه کولووړتیالري، دبمونوپه غورځولوکې کوم دپام وړ توپیر نه دی راغلی.
ما غوښتل چې له دوی هم واورم، چې ددښمن په وړاندې په بمبارۍ کې ولې زیاتوالی نشي راوستلای.
ستونزه خودارزښتناکه موخونشتوالی نه ؤ. ما غوښتل چې ددغه حالت په اړه دجنرال بسم الله خان نظریات هم واخلم. دواشنگټن او سينټ کام سره دبمونودستراتیژۍ دبیا بحث لپاره به دغه غوره انرژي وي. یوڅه باید شوي وای، ما انجينر عارف ته ویلي ؤچې د او ډي اې دځای په ځای کولوسره به دبمونوپه غورځولوکې زیاتوالى راشي. اوسمهال دوی په لومړيو کرښوکې ؤ. شپه اوورځ یې کار کاوه خودبمونوپه غورځونه کې کوم مهم بدلون نه ؤراغلی. دسينټ کام لخواورځنی پلان شوي هوایي بريدونه اوس هم دطالبانو دهدفونو په ډېره وروستۍ برخه باندې متمرکز كېدل لکه اکمالاتي اوپه ځانگړي ډول لوجستیكي برخې یې د لړليک په لومړی برخه کې وې.
د درې لاندینی برخې ته هرسفر ډېردردناک ؤ. روسي جیپونه دلته اساسي مشینونه دي اوځواکمنې پرزې یې ددې دپاره چې ډېره سزا وویني سختې جوړې شوې دي. (لیکوال دسړک دخرابوالی منظور دی. ژ) دپخواني شوروي اتحادپه واسطه په ۱۹۳۰کال کې جوړشوي موټرانو دافغانستان په سړکونوکې ډېرښه کارکاوه. د ارام لپاره په دغه جوړي شوي موټر کې هیڅ پرزه نه وه اېښودل شوي. په هوا ولاړ جوړښت یې سخت اوشخ ؤاوجمپ ته یې هیڅ غبرگون نه ښود(مراد یې د جمپینونو نشتوالی دی). دموټر د وروستنی سیټ څخه چې زما ځای ؤ، ما دومره نه شولیدلای چې په سړک کې راتلونكې سوړه اودسړک څخه راوتلي کاڼي ته تیاری ونیسم نوپه دې اساس په ما باندې ددغه خنډونوسره دلگېدلوله امله پوره اغېزه راغورځېدله.
زما چپ لورې ته دسیند ها غاړې ته په زړه پورې منظرو د لیدلوله امله به دجمپونوسره دلگېدلوتوان په مشکله پورته کاوه. د درې دخولې پای ته رسېدلو سره سم مخکې له دې چې دشمالي اوارې سیمې ته ورننوزي ددې سیمې لیدلو ډېرخوندکاوه. دهغه پوخ سړک یوه ټوټه چې دبسم الله ددفتر تردروازې غزېدلې وه، زموږلپاره یوبدلون اوخوند اخیستل ؤ. جنرال زموږلپاره دخپلې قرارگاه ددروازې په مخکنۍ دروازه کې چې دغونډۍ په سروه، انتظارؤ. جنرال دچوكۍ غاړې ته رامخکې شواوڅنگلې یې په خپلو زنگونونوکښېښودې اوپه پوځي حالت باندې یې چې يوازې ددفتر له کړكۍ بیدیا پیل كېده، تبصرې پیل کړې. ښاغلىگیرې له دې چې تاسې د شمالي ټلوالې سره همکاري کوی، موږمنندوی یو. او له هغه بودیجې چې تاسې جنرال فهیم ته ورکړې وه، ما ښه گټه پورته کړله اوله دې چې تاسې په مزار کې زموږقومندانانوته وسلې اومهمات وغورځول، زه مننه کوم، په ځانگړي ډول د اېگروپ ميوري اوسټان له شتون څخه هم منند وی یم.
هغه خبرې یوڅه وځنډولې، موسکا یې وکړه اوبیایې خبروته دوام ورکړ، خوکه رښتیا ووایم که څه هم چې د اېگروپ دلته راغلی بیا هم دکابل په شا اوخوا کې په بمبارۍ کې ډېر لږ توپیر راغلی دی. هغه له چوكۍ پورته شو اوپه کوټه کې دلويې کړكۍ په لورى ورغی. ښاغلىگیري هلته وگوره په سلگونه دطالبانوموقیعتونه، دعربانوموقیعتونه هم په درجنونودي اوټول په ډېره اسانۍ سره لیدل کېږياوپه اسانۍ سره پېژندل کېږي. بیا هم ستاسې یوه یا دوه الوتکې په داسې حال کې چې په سويل کې دبمبارۍ څخه یوبم ورپاتې وي، دلته راځي. طالبان په داسې حال کې چې هرسهار خپلې کرښې گوري، خنداکوي اوبیا هم کوم تاوان نه دی وررسېدلی!ما هیڅ ونه ویلې دهغه تبصیرو ته مې غوږنیولی ؤ. زه ددغه کرښو څخه شاته یوه ښه روزل شوې قوه لرم اوزیاته برخه یې په پنجشېرکې ده. موږپه مناسبه توگه ښه مجهزاوکسان موځواکمن اوښه روزل شويدي. اودبريد په انتظار دي خوکه رښتیا ووایم زه دومره ځواکمن نه یم چې ددغه لوړونقطوڅخه ښکته لورې پرمختگ وکړم اودکابل په لورې لار خلاصه کړم. ستاسې دهوایي ځواک دمرستې په نشتوالي کې نه شم کولای چې داکار ترسره کړم. دوعدې سره سم دطالبانوکرښې ماتې کړه اوددوه یا دریو ورځو په بهير کې به کابل ونیسم. هغه په چوکۍ کې تكېه وکړه اوپه څیره یې دستونزې څپه تېره شوه. زه پوهېږم چې ددغه ځنډ لپاره دلایل موجود دي. په واشنگټن کې سیاسي بحثونه، پوښتنې اووېره اوډارشته خودغه ځنډ زما دسرتېرو په منځ کې سردردي رامنځ ته کوي. ژمى هم راروان دی اوژرترژره به دغه لوړې څوکې په واورو وپوښل شي. اوموږنه غواړوچې یوبل سوړژمى دلته په دغه سړوکې تېرکړو. خپل ځان یې راټول کړ او داسې ښکاره شول چې پر بدن یې د زور څپه راغله ویې ویل: ښاغلی گیري: نو ځکه درته وایم چې که څه هم چې د بم غورځونې کمپاین پرمختگ هم ونکړي، زه به بیا هم مخکې له دې چې ژمى راورسیږی، په کابل باندې برید وکړم.
زه ویره لرم چې برید د بریالی شي خو زه ترخپله وسه ټول ځواک او منابع کاروم.
ما دده له لورينې او رښتينولۍ څخه مننه وکړه. ما ورته وویل چې زه به هم په مساوي ډول په رښتينولۍ سره خبرې وکړم. تاسې سم وايى، بمباري دلته هغه ډول چې ما فهیم ته ویلي و، نه ده. د کابل راتلونکى چې ددغه کړكۍ څخه بهر ستا او ستا د دښمن ترمنځ پرته ده، همدا اوس په واشنگټن کې د بحث لاندې ده.
زما په باور حالت روڼ او ښکاره دي، طالبان دلته، کندوز او مزار شریف په خوا وشا کې مات او د هغوی ځواکونه په شمال کې په لومه کې راښکېل او بیا به له منځه یوړل شي، په دغه کار سره به په سويل کې پښتنو ته د كاميابی دروازه پرانستل شي.
زه باور لرم چې ډېر ژر به هغه کسان چې اوس په واشنگټن کې بحث کوي، په دغه حقیقت پوه شي. زه دلته ددې دپاره چې ستاسې نظریات واخلم او حالات پخپله له نږدې وڅارم او له واشنگټن سره به د هغه مهماتو په واسطه چې له دغه ځایه یې ټول کړم، وجنگېږم.
بسمالله خان موسکا وکړه او ولاړ شو ویې ویل: ډېر ښه، زه هم همدومره غواړم. راځی چې کار پیل کړو. هغه حرکت وکړ او ما او ممتاز هم د دروازې په لورې د هغه پسې ولاړو.
په ټویټا سرف ډوله جیپ موټر کې چې اسماني رنگ یې درلود، او په خړ نصواري رنگه دوړو باندې پوښل شوی و، سپاره شوو. موټر چلوونكى یو ځوان سرتېری و، او نوي خړ رنگه خاكي جامې یې په تن وې ، د جنرال او دغه امريكايي مېلمه د جگړې په کرښه په موټر کې د گرځولو څخه یې خوند اخیست.
بسمالله د موټر په مخکني سیټ کې او د لاسي مخابرې سره بوخت و. هغه په ښي لاس کې نیولې وه او د موټر د سیټ څخه یې دباندې نیولې وه، زما په باور د ښه انتن لپاره یې بهر نیولې وه.
کله چې موږ د هغه له دفتر څخه د لویدیځ په لورې په عمومي سړک باندې د جبل السراج څخه د چاریکارو په لورې و خوځېدلو، جنرال وویل: موږ د سرتېرو د بدرگې پرته په یوه موټر کې سفر کوو. هغه وویل چې زموږ مخامخ د هغه غونډۍ راوتلى سر د طالبانو لخوا ساتل كېږي او هغه د یوې غونډۍتېره سر ته چې د شمال څخه سويل ته غزېده چې تقریباً د اوارو سیمو څخه یې ارتفاع تر دوه زره فوټه لوړیدله، اشاره وکړه. دوی هلته دروند توپچي لري او د بمبارۍ د پیل څخه راپدیخوا هغوی د هر جذاب هدف په وړاندې په بیړه سره ډزې کوي او یو موټر چې تیز حرکت کوي او تنها وي، کوم جذاب هدف نه دی.
کله کله ددې لپاره چې د هدف د خطا كېدلو له امله خپله غصه له منځه یوسي، هغوی د توپ خوله کلي یا کوم بل ځای ته وربرابروي.
جنرال په هغه څه چې موږ لیدل، تبصره پیل کړه. د کورونو هغه کوچنی ډله چې د سړک دواړه غاړو ته پراته وو، په دوړو خړپړ، و نې یې راځوړند، پوټکې موښل شوي او وچې وې. بسمالله خپل سروښوراوه او ویې ویل: د دریو کلونو درنې او دوام داره وچکالۍ نښه ده. ددغه ځای خلک ډېر زغمي او فصلونه یې وچ دي، حیوانات يې هم له تندې مري او څاگانې یې له ډېر ه وخته وچې دي. زه فکر کوم چې افغانستان خدای هم هېر کړی دی!
زه په ۱۹۹۶کال زما کوربه ملگري مسعود خلیلي سره یو ځای په دغه سړک باندې تللی وم. په هغه وخت کې دغه سیمه ډېره شنه او زرغون باغونه یې درلودل، او دمني فصلونه یې ښه مست وو.
د جوارو فصلونه ځلیدل او هندواڼو د سرک ترغاړې کتارونه جوړ کړي وو. د جگړې له امله د سختې ویجاړتیا سره سره د فصلونو پریمانتیا او د منطقې طبیعي ښکلا سړي ته هیله او وعده ورکوله. دغه اوسنۍ صحنه چې مځکه یې وچه شوې او للمه فصلونه د لمر لاندې مړاوې وو، مایوسونکې منظره وه. موږ د سويل په لورې په خوځښت و، دغه سړک ته یې د کابل زوړ سړک ویلې. په ۱۹۸۰ کال کې شنو او زرغونه مځکې، گڼ شمېر کلیو او بانډو او د سړک تر غاړې رغړونکې عرضې د مجاهدینو لخوا د روسي ځواکونو په ضد چې د بگرام لویې اډې ته به له دغه لارې تلل او راتلل، کمينونه اجرا کول.
د ونو په لنډولو، د سړک ترغاړې د ودانيو په ورانولو سره بیا هم مجاهدینو بريدونه و نه درول نو روسانو د ختیځ په لورې څو میله وړاندې یو بل سړک جوړ کړ. د غه نوی سړک د پخواني سړک سره موازي غزیده خو په شنډه او ډبرینه مځکه کې تېرېده چې د مجاهدینو د بريدونو په وړاندې یې دفاع نسبتاً اسانه وه خو دغه سیمه د ویجاړتیا او زیان له امله بربنډه او ویروونکې ښكارېدله. مځکه د سويل په لورې مخ په ځوړ كېدله، او د چاریکارو ښار زموږ په وړاندې را نږدې او پراخیده. د موټر د غږ سره سم مو یو بې سیکه غږ واورېده. دا یو تیز او څرخیدونكى غږ وو او زه پوهېدلم چې د توپ مرمۍ وه او زموږ په سر په اسمان کې په تیزی سره تېره شوله. په همدغه شېبه کې د ښار څخه خاورې راپورته او گڼ شمېر ټوټې شوي توكي د تورو وریځو د کړۍ څخه په هوا کې هاخوا دېخوا ولاړل. جنرال بسم الله د مخابرې له لارې کوښښ وکړ چې اړوند کس سره اړيکه ټنیگه کړي، موټر چلوونكى یې په مټ ټپاوه څو موټر گړندی کړي. د دوه نورو چاودنو دوړې او لوگي تقریبا په مسلسله توگه له همغه ځایه راوخوټیده. جنرال په مخابره کې خبرې خلاصې او زما په لورې راوگرځېد او ويې ویل: دغه حراميانو بازار د توپ د ډزو لاندې ونیوه او دغه سیمه د ماركېټ او گڼه گوڼې سیمه ده. دوی پوهېږي چې دوی دلته زیات شمېر ښځې او ماشومان وژلای شي. هغه دښمن ته په دري ژبه څه وویلې خو زه پرې پوه نه شوم. بیا یې وویل چې موږ باید د بازار په لورې خوځښت ته دوام ورکړو اوزه باید د هغوی سره مرسته وکړم، پوهیږې؟
ما سر وښوراوه او ومې ویل چې بلې، بلې راځی چې مرسته وکړو. ممتاز ته مې وروکتل، هغه هم څومره چې ما احساس کاوه، هومره ترینگلی ښكارېده.
موټراوسمهال ډېرگړندی روان ؤ. اوهغه فکر چې موټر به دموټركنټرول له لاسه ورکړي، فکرتهراغی. هغه ژامې ټینگې کړې وې اوسټرېنگ یې دگوتوپه سرونونیولای ؤ. لږترلږه درې نورې چاودنې هم وشوې خودامهال موږدبازارغاړې ته ورنږدې ؤاوصحنه موله سترگوپناه وه. موږکله چې ښار ته ورگډشووحرکت مو کرارکړاوبسم الله موټروان دچاودنې ځای ته وربرابرکړ. موږوړاندې ولیدل چې لوگي پورته كېدل فکر کوم اورلگېدلی ؤ. موږدهغه ځایه چې دخلکوگڼه اوگوڼه راټوله وه، تقریبا نیم بلاک لیرې ودرېدلو!اوجنرال مخکې له دې چې زه له وروستنی سیټ څخه راپورته شي. له موټرښکته اوصحني ته یې ورمنډه کړه. وړاندې کوچنی څلورلارى وه اوهرې خواته یې دړې وړې شوي لرگي اوغرفې پرتې وې. دااوس دوژلوساحه وه. اوزموږوروسته دغرفې مخامخ دیوې ودانۍ څخه داورلمبې پورته كېدلې. هرډول کباړاوپاتې شونې، په کوڅه کې هرې خواته پراته ؤاوهرې خواته جسدونه په غیر منظم ډول پراته په خاوروککړشوي اوجامې ټولې تورې اوداغ داغ شوې وې. خلکومنډې وهلې څوخپلوملگرواودکورنۍ غړوته لاس رسی وکړي. اوددرداودقهر اوازونه پورته كېدل. جنرال دگډوډۍ په منځ کې په مخابره خبرې کولې اوتقریبا دچا ورته پام هم نه ؤ. زه هم ددې دپاره چې په صحنه کې ورگډشوم دده وروسته ودرېدم. ماهم په یوڅه باندې پښه كېښوده اوښکته مې وکتل اودانسان په یوه لاس باندې چې گوتې یې پورته وې، درېدلی وم. گوتې هم طبیعي ډول ته ورته راټولې شوې وې خیټې مې غورهاروکړاونفس مې وویست اوپه احتیاط سره مې دلاس څخه پښه په داسې ډول لکه چې ما خوږکړی وي، راپورته کړله. جنرال دسرتېروکوچنۍ ډلې ته لاس وښوراوه اوددوی په خوا ورغی هغوی ته یې امرونه کول اودزخميانوپه لورې یې ورته اشارې کولې. کله چې هغوی په کارپیل وکړ، هغه وویل. ښاغلی گیري دکلي خلک دزخميانوسره دمرستې په کولوپوهېږي. موږدومره مرسته نه شوکولای. طالبان ښایي ددې په هیله چې راټول شوي خلک ووژني، یویا دوه نورفیرونه هم وکړي. لکه دده په خبروچې هغوی پوه شوي وي زموږڅخه تقریبا درې سوه فوټه لیرې یوه زوروره چاودنه وشوه. اودڅلورلاري لوېدیځ لورې ته ودانۍ پرې ولگېدې. ټکر یې دومره زورورؤچې زه یې په مځکه راوغورځولم اودپراته لاس ترڅنگ ولویدم. جنرال زه له مړوندڅخه راونیولم اوپه پښویې ودرولم. هغه وویل گوره دوی په رښتیا هم شیطانان دي، راځه چې ځو. له چاریکاربازارڅخه راووتلواوتقریبا یومیل یازیاته اندازه دسويللورې ته ولاړو. جنرال موټروان ته اشاره وکړه چې دعمومي سړک څخه چپ لورې ته خام سړک چې وړاندې دونودیوه کتارپه لورې غبرگېده. وروگرځي. دونوپه یوه کتار کې یوه ډوب شوي سړک ته وروگرځېدلوچې ددواړوخواوڅخه دونوپه واسطه پوښل شوی ؤد حرارت درجه هم ټیټه وه اوسړک نسبتا اوارؤ. ما جنرال ته ددغه هوښیارسړک جوړونکوله امله څخه حیرانتیا څرگنده کړله جنرال وویل چې دغه سړک نه دی. داداوبویوپخوانی کانال (ویاله)دی چې تقریباً دوه کاله کېږي چې وچ دی اوموږیې ددې دپاره چې دموټروگردونه ښکاره نه شي اوپه غونډی باندې دلعنتي طالبانودنظرڅخه پناه وو، کاروو. له دې چې ونوښه سیوره کوله، ډېر منندوی وم. جنرال وویل چې دبگرام هوایي اډې ته دشا له خوا لاره په کاروه. جنرال وخندل اوویې ویل چې دشمالي په اواروسیموکې دشلوکلونوڅخه دزیات وخت جگړې په کولوسره هغه ددغه عرضي مځکې اینچ اينچ سره اشنا دی.
دلومړیوکرښوپه پټوځایونوکې به درېږواودطالبانوموقیعتونه به له نږدې گورو. بیا به د اې گروپ ،ميوري اوسټان چې په اډه کې چې دكنټرول له برج څخه خپله وظیفه اجرا کوله. ووینوموږدکانال څخه ووتلواواوسمهال دسويل په لورې نسبتا کرارروان ؤ. اوپه هغه تنگ سړک کې چې دروسي پوځ ورانې ودانۍوې په منځ کې کوږوږ غزېدلی ؤ، روان ؤ. دویجاړو ودانيویوې ډلې ته په رسېدلوسره جنرال هغه ودانۍ چې ساختمان یې سړک ته راوتلی ؤاشاره وکړه اوویې ویل چې دادروسانودټانک د رغونې مرکزؤدموږ دښار څخه په کراره تېرشوواودوروستی ودانۍ دسپورې شاته ودرېدلو. کله چې له موټرښکته شووومې لیدل چې دسمڅویوکتار دسړک له غاړې سره په موازي ډول زموږچپ لورې ته غزیدلی ؤ. زموږڅخه تقریباً شل متره په واټن کې دیوې سمڅې شاته یوڅه سرتېري ولاړؤ. جنرال وویل چې دازما ځواکونه دي اودغه سمڅې زموږلومړی کرښه ده. طالبان ددرې سوه متروپه نږدې واټن کې همدې ته ورته دسمڅوپه کتاریې لومړی کرښه جوړه کړي ده. دلته باید موږمحتاط واوسېږو. له دې سره خلاصې سیمې ته دسمڅوپه لورې حرکت وکړ. له هغه سرتېرو سره چې جنرال ته انتطار ؤروغبړوکړ. جنرال دسمڅې په یوه کونج کې یوننوتي زینې لارته اشاره وکړه هغه له ما وغوښتل چې دسمڅې افسر سره ددغه زینې له لارې ښکته لاړشم. اوویې ویل چې اوس به دښمن له نږدې وگوري. کوټې ته دیوې زینې رڼا دهمدغه دخول چې موږوکاروه. اوهغه دوه سمڅې چې دوسلې دپاره یې دسمڅې په مخکنۍ برخه کې جوړې کړې وې راتلله. دهغه لرگیومټوچې زما مخامخ ددرانده بام دحمایه کولولپاره لگېدلې وې، زما په مخ يې سيورى جوړ کړى و. جنرال هم راننوت اویوڅه غبرگ شوڅودکړكۍ څخه ددښمن لومړۍ کرښې وویني.
زه هم دسیمې دکتلو لپاره ورکوږشوم اوومې لیدل چې تقریبا درې سوه متره لیرې په شنوواښوکې پوښل شوي له خټوجوړه پوسته ښكارېدله. هغه کوټې چې گورې، هغه دطالبانودفاعي سمڅې دي. واښه یې دکوټوجوړښت پټوي خوستا چپ لورې ته دکوچنیوونوڅنگ ته وگوره یوطالب دی اوددوربین په واسطه موڅاري. دجنرال د لارښوونې په بنسټ مې ولیدل چې یوطالب دکوچنیوونوترڅنگ په خپوړوروان دی. بیا زما ښۍ خواته پړک شو. دسترگوداړولوپه وخت کې مې دماشین ټوپک دډزوغږواورېد. جنرال وویل. فکرکوم نن دوی ډارېږي. دوی زموږپه ضد ډزې کوي. زموږښۍ خواته درنۍ ډزې ولگېدلې. وقفه وه بیا دوهم ټوپک هم دلومړي ټوپک سره یوځای اوداځل مرمۍ زموږپه سمڅه باندې ولگېدله. هغه وویل ښاغلی گیري راځه چې ځو. کله چې ددروازې په لورې ځې کوښښ وکړه چې ددېوال ترڅنگ ووسې. په سیوره کې موترهغې چې ډزې یوڅه ودرېدلې. انتظاروکړاوبیا دخاورينې زینې له لارې رڼا ته په بیړه سره لاړو. دسمڅودېوالونه په پوره اندازه لوړؤچې موږیې ددښمن څخه پناکړي ؤ. ډزې په چټكې سره کمې شوې اوبیا ودرېدلې. کله چې دلمرلاندې ولاړواوخبرې موکولې، جنرال حالات په دغه برخه کې تشریح کړل. دواړوخواووزیات وخت په یوبل ډزې نه کوي. ځکه نه غواړي چې د اړتيا پرته مرگ اوژوبله وزغمي. دوی فکرکوم له دې چې په چاریکاروباندې یې دتوپ ډزې کړې وې. اندېښمن دي. دوی ښایي فکرکړی وي چې موږڅه پلان لرو. کله چې حالت یوڅه ارام شو. موږدموټرپه لورې حرکت وکړ. بیادكنټرول برج دلیدلولپاره ولاړو. ختیځ لورې ته په حرکت ؤاودشوروي اتحاددهوایي اډې دستروکنډوالوڅخه تېرشوو. دلته اوهلته ویجاړې شوې الوتکې پرتې وې اوچېرته چې ویجاړې شوې وې. هلته پاتې شوي وې. حتی دوه ماشینه روسي الوتکې داسې لکه دلومړۍنړيوالې جگړې الوتکې چې په فلمونوکې ښودل کېږي. ورانې اوغوڅې خوپه منظم کتارباندې ولاړې وې. کله چې موږدالوتکې دكېناستلولیکې ته ورگډشوموټروان دموټرپه اکسلټرباندې پښه ټینگه کړي اوگاډی یې گړندی کړجنرال زموږپه خوا راوگرځېد اوویې ویل. طالبان زموږچپ لورې ته هغه کلي په لاس کې لري. دوی کولای شي چې دالوتکې د پيکې په واسطه موږ داورلاندې ونیسي. دوی هلته په ډېر ځواکمن ډول ځای په ځای اوله هغه ځایه ددوی لرې کول به دډېروژوندنونوپه بيه ولوېږي. نوددې په خاطربایدموټرگړندی وچلوو. دكنټرول بورج يا ودانۍ هم یوه لویه حیرانتیا وه. ما دیوه ډېرلوی اولوړساحتمان هیله درلوده خوپه حقیقت کې دادوه كېسی لرونكې(دوه ودانۍ په یوه محوطه کې. ژباړن)ودانۍوې اودڅارنې کوټه یې په سروه. موږموټرنږدې ورودراوه اودافغاني غالمغال کوونكي افسرانوله خواهرکلی وشوټول دجنرال سره دلاس ورکولولپاره خوښ ؤ. دودانۍ دېوالونه دمرمېواوبمونودټوټودلگېدلوله امله داغ داغ ؤ. دكنټرول کوټې ته دکنگریټ څخه جوړه شوې یوه تنگه زینه ورغلې وه. سټان اوميوري هلته دیوه کوچني مېز څخه راتاوېدل اوپه نقشه باندې یې کارکاوه. دکوټې سويلي اوختیځ دېوالونه سره جوخت د555 گروپ شپږغړي ؤڅودانې ټلسکوپونه چې دهغه ټلسکوپونوڅخه چې ښکاریان یې دنښه کولولپاره کاروي، لوی وو، موجودؤ. مخابرې توكي، نقشې، دوه یا درې ډوله دوربینونه اونورتوكي په کوټه کې خواره وو. دکړكۍ څخه بهرصحني ته ټول کسان متوجه وو. دبام له خوا چې دزینې په کومه سوړه موږراننوتلو، هغه دهوان مرمې دلگېدلو له امله سوری شوې وه. اودکانکرېټ ټوټې دچت اودزنگ وهلى گاډرڅخه راځوړندې وې. په هیڅ کړكۍ کې شیشه موجوده نه وه اودكنټرول کوټې داخلي دېوالونه اوچت دمرمېودلگېدلوله امله داغ داغ ؤ. په دغه ځای کې کار کول له ورایه څرگندېدل. جنرال بسم الله خان مخکې له دې خپلوافسرانوته ورشي. دسټان، ميوري، اود اېگروپ دڅوکسانوسره یې روغبړوکړ. سټان اوميوري د اېگروپ له خوادکارکولوڅخه ډېرمتاثره وو. اومسول خوردظابط ته یې وروپېژندلم. هغه دلومړۍ کرښې حالات په صادق ډول وڅېړل. دلومړۍ کرښې هغه سیمه چې دوی ورسره مخامخ ؤ، په زیاته اندازه ارزښتناکه هدفونه درلودل. هغه کړكۍ ته بوتلم اودطالبانویوموقیعت چې تقریبا یومیل لیرې ؤاوددوربین پرته لیدل كېده. هغه وویل چې دگروپ لخوا دالوتکوغوښتنه ډېرځله له پامه غورځول کېږي ځکه چې دالوتکوبريد دهېوادنوروبرخوته پروگرام شوي دي. 555گروپ غوښتنې ته په هغه وخت کې چې الوتکې ته په بل ځای کې دموظف شوي هدف څخه یوڅه مهمات ورپاتې وو، ځواب ورکوي. یوه یا دوه الوتکې به راتتلې اوزیات وخت به یې کمزوري بمونه راوړل نه دوه زره پاونډ لرونكې بمونه چې دسمڅودورانولولپاره په کارېدل. گروپ دشپې په مهال له دې ځایه هم ورنږدې كېدل حتى دطالبانودموقیعت سره ترټولونږدې ځای ته دکارلپاره ورمخکې كېدل. دوی په دوام دارډول خپل ژوندپه خطرکې اچول اودهیجاني طالبانوځواکونوله خوا چې دوی ورسره مخامخ كېدل، هره ورځ پرې ډزې كېدلې. دغه افسر واضحً زړه مات شوی ؤ. خوکوښښ یې کاوه چې مثبت واوسي. هغه له دې سره چې دسي سي اي (قوماندې اوكنټرول عناصر. ژ)گروپ په راتگ سره به د555گروپ له خوا دبم اچونې غوښتنې ته پام واړول شي. ماله سټان سره دحالاتوپه باره کې ولیدل خوهغه هم دخور دظابط ټولې خبرې تایدکړې. دجگړې په ډگردپایلونشتوالي له امله زموږکوربه گان هم متاثره كېدل. دقطعې مسول ډگروال شمالي ټلوالې ته دامريكې دوعدونشتوالي له امله بې قدره کوونكې تبصرې وکړې. سټان وویل چې دتېروڅوورځوپه بهير کې دگروپ دژوند داوسېدلوحالات نسبتاً ښه شوي دي. دوی دلومړني ځای څخه چې دخټوجوړشوي چاردېوالي په منځ کې په دوه کوټوکې چې دتشناب سهولت یې نه درلودنسبتا یوه ارام ځای ته وړل شوي وو. خودوی زیاتوبوتلي اوبوته اړتیا درلوده ځکه چې حتى داوبود پاکولوتابلت (دارو)هم نه شوکولای چې دغه اوبه خوندورې کړي. ماله دې چې راتلونکى سهار به دوی ته اکمالات کوم، وعده ورکړي. اوله سټان مې وغوښتل چې د او ډي اې له گروپ سره داړتیايي توکوپوره لړليک برابرکړي. دتگ وخت ؤاوما هم په کورنۍ سره خدای پاماني وکړه. دا هغه ځای ؤچېرې چې عمل ترسره كېده اوددښمن په ضدجگړه ترې پیل كېدله. امريكايي سرتېري اود سي اى اې افسرانوخپل ژوندونونه په خطرکې اچول. فحر مې احساس کړخوپه عین وخت کې له دې زه هم باید ورسره وای یوڅه کستمني هم احساس کړه. خوددې سره سره له دې امله چې هغوی ته مرسته اوملاتړنه رسېده یوڅه په قهرکړم. په واشنگټن کې کړنلاره جوړوونكې له دې چې شمالي ټلواله بایددکابل ښارونیسي او كنه، زړه نازړه كېدل. اوداهغه پوښتنه نه وه چې له واشنگټن موکړي وای. زما په فکر دحالاتوسره برابره اومناسبه پوښتنه خوداوه چې ایا موږغواړوچې طالبانو ته ژرماتې ورکړواو كنه؟که چېرې ځواب هووای نوبیا دغه هدف ته درسېدلو لارپه شمالي کې دطالبانولومړی کرښې بمبارکول دشمالي ټلوالې لارخلاصول ؤ. په سويل کې دطالبانوپه وړاندې دپښتنودمنظم مقاومت دنشتوالي سره سره دکابل لوېدل دشمالي ټلوالې په لاسونوکې که ژروای اوکه وروسته وای، یوحقیقت ؤ. په عین وخت کې دلومړی کرښوسره امرېكایان په خطرکې ؤ. اودبمونودغورځولوهیله مندؤ. دماښام په شپږبجې خپل کورته ستړی، په گردونوککړ، اوشخ راورسېدواو ممتازله دې چې افسریې ترتیب کړی ؤ، مننه وکړه. سفرزړه ماتوونكى خوپه عمومي ډول گټورؤ. ریک دستړي مشي وروسته وویل چې ددوه اضافي او ډي اېگروپونوراتگ نن شپه ټاکل شوی دی. ډگروال ملهولانډوروسته دهغې چې زه له کوره وتلی وم، ټليفون کړی ؤاونظریې ورکړی ؤچې دغه دوه گروپونه بایدددې په ځای چې دغرونوپه سرتېرشي بایدپه خراجه بهاودین کې ښکته شي. ځکه دهندوکش څخه هاخواپه لوړه ارتفاع کې دهوا حالاتووړاندوینه ښه نه وه. تېرې څو ورځې د هوا حالات ښه و خو د شپې به بیا ډېر خرابیدل. هغه ویلې و چې کولای شي نن شپه گروپونه په خواجه بهاوالدین کې ښکته کړي او د هوا د ښه كېدلو په صورت کې به راتلونکى ورځ د سي سي اي(د كنټرول او قوماندې غړي) گروپ به درې ته د هوا له لارې ولېږدوي.
براډ د جنرال بریالي خان سره د گروپ راتگ ته تیاري نیولى و. د گروپ چورلکې به د ښکته كېدلو هغه ځاى چې ایډ او گریگ خواجه بهاوالدین ته د سفر په مهال کارولی و، استعمال کړي.
ریک له براډ سره اړيکه نيولېوه او له هغه یې غوښتې و چې د پلان د بدلون له امله له جنرال بسم الله خان نه هوکړه واخلي او له هغه وغواړي چې نن ماښام د گروپ هرکلي ته تیاری ونیسي.
ډېر کارونه و چې باید ترسره شوي وای خو ریک وویل چې هر څه تیار دي. بسم الله سمدستي له جنرال فهیم سره اړیکه ونیوه او جنرال فهیم د تخار له لومړی کرښو څخه د لیدنې په سفر و، فهیم هم نوی پلان تصدیق کړ. ایډ او گریگ د ډگروال مل هولنډ د پیلوټانو سره د خوندي ټليفون له لارې اړیکه ونیوله څو هغوی ته د ښکته كېدلو د ځاى جغرافیاوي کوارډينات او نور اړوند مالومات ورکړي.
دوی خبر ورکړ چې د كېمياوي چراغونو په واسطه د مځکې په نښه کول به جنرال بسم الله ترسره کوي. ریک ډگروال مل هولنډ له پلان څخه خبر کړ او ټول د پلان له امله خوښ او راضي وو.
د شپې په اتو بجو او شل دقيقو د ټاسک فورس ډاگر قرارگاه خبر راکړ چې هغه چورلکې چې د او ډي اې دوه گروپونه لېږدوي، په الوتنه يې پیل وکړ او په خواجه بهاوالدين کې به په لسو بجو او دېرش دقيقو ښکته شي. موږ له ممتاز غوښتنه وکړه چې انجينر ته دغه خبر ورسوي او هغه به بیا جنرال بریالی خان خبر کړي.
ریک له براډ سره د مخابرې له لارې اړیکه ونیوه او هغه ته یې پیغام ورساوه. براډ خبر راکړ چې د جنرال بریالی خان او د هغه کسان د چورلکې راتگ ته تیار دي، موږ هم انتظار كېناستلو. د شپې په نهو بجو او شل دقيقوممتاز زموږ دفتر ته پداسې حال کې چې پر مخ یې ښکاره ویره لیدل كېدله، راغی. جنرال فهیم د جنرال بریالی خان سره د چورلکو د كېناستلو په ډگرکې یو ځای شوی و، او د اېگروپ د ښکته كېدلو ځای یې نه و منلى ځکه چې د هغه په باور دا ځای ډېر بربنډ او د خلکو لخوا په اسانۍ سره لیدل كېدای شو. فهیم غوښتنه کړې وه چې د گروپونو راتگ ديوځنډول شي او چورلکې دې بېرته ازبکستان ته وگرځول شي. ما په هغه څه چې اورېدل مې، باور نه راته. د کوزېدلو ډگر بربنډ و او خلکو په اسانۍ سره لیدلای شو؟ موږ خو هغه ځای د خپلې چورلکې لپاره ډېر ځلې کارولی دی او هیچا هم خپل غږ اوچت نکړ. ما هڅه وکړه څو ممتاز ته په غصه نشم ځکه هغه یوازې پیغام وړونكې و. ماورته وویل چې پلان ته دومره ناوخت بدلون ورکول خوناشوني دي. د دېرشو څخه زیات امريكايي سرتېري همدا اوس په چورلکه کې دي هغوی له خطر سره مخامخ دي او ددغه ډول احمقانه دلیل دپاره د پلان بدلول به یو بې ځایه غلطي وي.
ما له ممتاز وغوښتل چې انجينر عارف خبر کړي څو له فهیم سره اړیکه ونیسي او له هغه وغواړي چې پریکړې ته بدلون ورکړي. ریک د براډ سره د مخابرې له لارې اړیکه ونیوه ، څو له ددغه موضوع په اړه وپوښتي.
ما او ممتاز د ټاسک فورس ډاگر هوايي ډگر سره اړیکه ونیوه او هغوی وویل که څه هم چې ناڅاپي مخامخ بادونه(هغه بادونه چې د حرکت په وخت کې ورسره مخامخ كېږي. ژ) شته والی لري، الوتنه دوام کوي او د ښکته كېدلو تخميني وخت لس بجې او پنځه دېرش دقيقې دی. ما ورته وویل چې د ښکته كېدلو د محل سره د ستونزو د راخوټیدلو له امله ښايي چې موږ د ماموریت ختمولو ته مجبور شو خو په راتلونکي لس یا پنځلس دقیقو کې به په ډاډي ډول پرې خبر شو.
د غه خبر له امله د مخابرې په هغه پای کې غبرگون خوشالونكې نه و. مخابره چې وویل چې هغه به له ډگروال مل هولنډ سره اړیکه ونیسي او زموږ د مخابرې ددوهم ځل اړیکې لپاره به یې د مخابرې سره انتظار کړي.
کله چې ممتاز په نهو بجو او دېرش دقيقو راوگرځېد، د هغه مخ ته په کتلو سره پوه شوم چې هغه بد خبر لري. جنرال فهیم بیا هم د ماموریت په پای ته رسولو تاكېد کړی و. د ممتاز سره د بحث او مباحثې کومه مانا نلرله. ما له ریک وغوښتل چې له ټاسک فورس ډاگر سره اړیکه ونیسي او ډگروال ملهولنډ له دغه حالت خبر او د هغه ته د ماموریت د پای ته رسولو سپارښتنه وکړي.
کله چې ریک د مخابرې کولو لپاره ولاړ، ما له ممتاز سره په ادبي ډول شخړه پیل کړه. ما ورته وویل چې زه په دې نه پوهېږم چې زموږ چورلکې هلته په رڼا ورځ د څو ورځو لپاره الوتنې کولې او د شپې لخوا د گړنديكېناستلو او بیا د سیمې څخه په بیړه د وتلو سره مخالفت وشو؟
د چورلکې هره الوتنه خطر لري خو بیا د دښمن تر ولکې لاندې سیمه باندې اوږدمهاله الوتنه خو لا ډېره خطرناکه تماميږي او سربیره پر دې په وروستی دقیقه کې د الوتنې دبیرته گرځولو پرېكړه خو باید یوازې د رښتیني او جدي امنیتي ستونزو د شتون پرمهال ونیول شي. ما ورته وویل چې هیله مند یم چې دا د فهیم د بې سنجشه او بې باکه پریکړو له جملې څخه نه وې او د امريكې د ځانگړو ځواکونود کوربه کولو په وړاندې د شمالي ټلوالې د کړنلارې د بدلون اشاره خو بېخي باید نه وي. ریک په داسې حال کې چې ما خبرې پای ته رسولې را وگرځېد، او ویې ویل چې په غصه شوي ډگروال مل هولنډ قرارگاه ته د الوتنې د گرځولو سره هوکړه وکړه خو هغه د شمالي ټلوالې څخه په راتلونکي سهار ددغه پرېکړې د جوتونې او تشرېح غوښتنه وکړله. ما له ممتاز سره خدای په اماني وکړ او هغه مې وغوښتل چې عارف ته زما پیغام او ډگروال مل هو لنډ غبرگون ورسوي. ما او ریک د فهیم دغه پرېكړې په اړه خبرې وکړې. زما باور دا و چې د فهیم د وروستی دقیقې پریکړې تر شا سیاسي دلایل شته. په خواجه بهاوالدین کې څه روان و چې فهیم یې د وروستی دقیقې دغه پریکړې ته چې باید امريكني پوځونه نن شپه هلته ښکته نشي، اړ کړ او په راتلونكې سهار پردغه موضوع د پوهېدلو هیله مې درلوده. د شپې خدای په اماني مو سره وکړه او خپل ځان مې د خوب ځای ته وروڅکاوه!
(1)ليكوال د استخباراتي مامورينو د هويت د خوندي ساتلو لپاره د هغوى نومونو يوازې سرټكي او نيم ليكلي دي. ژباړن
(1) ليكوال د ډي سي څخه منظور واشنټن ډي سي دى. ژباړن
(1)د دغسې بهران په مهال د لوړو چارواكو زامن او د كورنۍ غړي يا په رخصتۍ وي او يا دفتر ته ناوخته ځي!!
(1) SAD ساډ: Special Activites Divison يې پوره نوم دى او ما يې (ساډ) ليکلى دى. ژباړن
(1)(SEAL): يو ډول ځانگړى سمندري ځواك دى. ژباړن
(1) ارتباطي افسر څخه يې منظور د اړيكو نيولو ماهر دى چې د تخنيكي سامان الاتو سره بلدتيا ولري.ژباړن
(1)(NALT) يانې د شمالي ټلوالې لپاره د سي اى اې ارتباتي ځانگړى گروپ. ژباړن
(1) د لاورې د سيمې نوم دى. ژباړن
(1) مارټيني يو ډول شراب دي. ژباړن
(1) سي اى اې هغه اورگان دى چې پرته له ځانگړې موخې له چا سره اصلاً د اړيكې نيولو اجازه نه لري. ژباړن
(1) خليلي په هندوستان كې د حامد كرزي د دولت پر مهال د سفير په توگه د دولت د استازيتوب پر ځاى د جميعت بيرغ د سفارت په ودانۍ ځوړاوه. ژباړن
(1) ميگ 27 روسي جوړ الوتکې دي چې د روسانو له وخته په افغانستان کې پاتې دي. ژباړن
(1) د ليكوال دغه اعتراف څرگندوي چې د سپټمبر يوولسمې پېښه يوه ترتيب شوې سناريو وه. ژباړن
(1) ښايي ځکه اوس هم د امرېکې د بمباريو پر مهال د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې له امله د شمالي ټلوالې هيڅ لوړ پوړي چارواکې دفاع نه کوي او حتى يو ځل يې هم يادونه نه ده کړې. ژباړن
(1) دا هغه ډول الوتکې دي چې تقريباً چورلکې ته ورته څرخونه لري او په پرتليز ډول په کمه ساحه کې کېناستلى شي. ژباړن
(1) سينټ كام : د جگړې پر مهال هغه دفتر دى چې د جگړې د پر مخ بېولو قومانده او اداره ترې وركول كيږي. ژباړن
(1) په پاکټ کې بند تيار جوړ شوي خواړه دي چې معمولاً پوځ يې د وظيفې پر مهال کاروي. ژباړن
(1) امريكايان په خپل ټكنالوجۍ ډېرنازېږي او ددې دپاره د هر نوي يا نسبتاً ځواكمن ميزائل دپاره داسې يو طبيعي نوم خوښوي چې څوك ترې وېره ولري. ژباړن.
(1) (Triple) د درېو په مانا دى او (Nickle) د اوسپنيزو پيسو پنځه گون ته ويل كېږي يانې درې پنځه گونه يا (555) په مانا دى. ژباړن
(1) سي اېن اېن او زيات شمېر نور نړيوال ټلوېزيونونه د ليدلو په مقابل كې كارډونه پلوري او له دې لارې عايد لاس ته راوړي، ځينې وخت كېدلاى شي چې د كارډ د اخستلو پرته وليدل شي چې ليكوال ورته اشاره كوي. ژباړن
(1) (Socom) سوكام د ځانگړو ځواکونو مركزي قرارگاه ده چې د عملياتو د پرمخ بېولو مشرتوب كوي. ژباړن
(1) د بون د پرېکړې په اساس د کابل ښار ته د طالبانو د ماتې وروسته بايد لومړى د (ISAF) ځواکونه راغلي واى، چې شمالي ټلوالې د دغې پرېکړې په مخالفت کابل ته راننوتل او ځاى ځاى يې پښتانه وځورول. ژباړن
(1) سنټ كام : د امر وركولو مركزي قوماندانۍ ته وايي چې انگرېزې متن يې (Central Command)يا مركزي قوماندانۍ ده. ژباړن
(1) اېن اېس سي يا د امنيت ملي شورا. ژباړن
(1) (SUV) سرف ډوله يا فور رنر موټر ته ويل كېږي. ژباړن
(1) په لوېديځ كلتور كې د ستړي مه شې په وخت د لاسونو وركول ډېر رواج نه لري. ژباړن
(1) يوازې د څو ميلونو ډالرو په بدل كې شمالي ټلوالې د افغانستان خپلواكي وپلورله. ژباړن
(1) اېچ اېف لوړ فريكونسي لرونكي مخابرې دي چې پرته له اوږده انټن څخه تر ډېر لرې واټن پورې اړيكه ټينگولى شي، ژباړن
(1) ټامپه د يوې سيمې نوم دى چې (Centcom)يا د امريکې د پوځ مرکزي قومانده له هغه ځايه ورکول کېده. ژباړن
(1) وارنټ افسر هغه مسول کس و چې د گروپ د غړيو د خوځښت او خوندي اوسېدلو مسوليت يې په غاړه لري. ژباړن
(2) ليکوال د خپلو مامورينو د نومونو د پټ ساتلو لپاره د شخص د نوم يوازې يو حرف ليکى دى، هيله منديم چې لوستونکي ته د قضاوت په مهال ياد وي. ژباړن
(1)خوندي سمڅه هغه ځاى ته ويل کېږي چې د راکټ او مرمۍ د اصابت په پايله کې مقاومت ولري، دغه ډول سمڅه معمولاً د غره په لمن او يا د ځمکې لاندې جوړې وې. ژباړن