
د ایران شاه لېواله دی چې ولاړ شي
تر بندیزونو دمخه سعودي عربستان هره ورځ په پاسفیک سمندر کې د امریکا ۷ نمبر بېړۍ ته ۱۲۰ زره بېرله تېل ورکول. د تېلو دغه پلورل اوس بند شوي وو. د تېلو د پلور د بندېدو له کبله په مدیترانه کې د امریکا ۶ نمبر بېړۍ هم اغېزمنه شوې وه او پر هغې هم تېل درېدلي وو . شپږمه سمندري بېړۍ په عرب تېلو چلېده چې داېټالوي تصفیه خانې څخه ورته تېل ورکول کېدل. د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وېرېدل چې که یو ځل په لوېدیځې اروپا کې حکومتونو ته د کمو تېلو ورکړه عملي شوه نو بیا به په سمندر کې د بېړیو د ګرځولو لپاره کافي تېل موجود نه وي. په دې ډول به مدیترانه د شوروي اتحاد لپاره بې پردې ځای وي چې په سمندري ډلګیو ۹ سمبال جنګي بېړۍ په کې تګ را تګ کوي چې د ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره روزل شوي او سمبال شوي دي. د امریکا د متحدو ایالتونو د ستراتیژیک موقیعت لپاره دویم لوی سرخوږی بحرین جوړ کړ. دغه هېواد د اکټوبر په ۲۰ نېټه اعلان وکړ چې د امریکا متحدو ایالتونو سمندري ځواکونو ته یو کال وخت ورکوي چې په دغه هېواد کې خپل وړوکی خو خورا مهم سمندري سټېشن بند کړي چې په فارس خلیج کې د امریکا وروستۍ اډه وه. پر همدې مهال عراق د شوروي اتحاد د سمندري ځواکونو لپاره په یوه نوي بندر کې چې د ام القصر په نوم یادېده د اډې ورکولو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دغه بندر به د د روسي کارپوهانو په مټ جوړ شي .
سچلیزنجر یو ځلې کیسنجر ته وویل « ډېر ښه ، موږ یوازې یوه اډه لرو او زه ډاډه نه یم چې موږ به دغه اډه وساتلی شو او . . . »
کیسنجر د هغه نظر ور پرې کړ او ویې ویل« موږ غواړو چې پر دغه مسیر په همدغو شیانوحرکت وکړو»
د امریکا د متحدو ایالتونو په پوځي کړیو فشار په ډېرېدو و چې هغه رسوايي پای ته ورسوي چې ډېر و افسرانو په ملي کچه پېښه افتزاح بلله. «د سمندري ځواکونو جګړه ییز کالج د سمندري ځواکونو په ډګروالانو ډک وو او ها خوا دیخوا په کې تاوېدل را تاوېدل د یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي وویل، «موږ غواړو چې دغه دشتي پادوانان سرچپه په خپلو اوښانو سپاره کړو»
دلته په دغه کالج کې ټول ډېر په غوسه وو ځکه چې هوايي ځواک او سمندري ډلګۍ تر ټولو زیات د سعودي د تېلو له بندیز څخه اغېزمنې شوې وې. دغه دواړه برخې د سعودي شاهي دولت ددفاعي سیستم په رغولو کې خورا ډېرې ښکیلې وې.
د امریکا هوايي ځواکونه په دې هڅه کې و چې F-5Eنارتروپ جنګي الوتکې سعودي ته ورکړي . سعودیان دارنګه په دې لټه کې وو چې د امریکا له متحدو ایالتونو اجازه واخلي چې ۳۰ وزره پانتوم F-4 جنګي الوتکې واخلي. د هوايي دفاع ادارې دارنګه له ریاض سره دا تړون هم کړی و چې هغه رادار سیستم ورته نصب کړي چې له وړاندې د خبرداري ور کولو چاره تر سره کوي . اوس وېره د یر غل په اړه د امریکا د وړتیا له درکه وه، سعودي چارواکو له قرارداديانو وغوښتل چې خپل کار د الوتکو په جوړولو او را رسولو چټک کړي. تر دې مهاله سعودي عربستان له سیمه ییزو لېوانو د خپل ځان د ساتلو او دفاع لپاره د امریکا په ښه نیت او وسایلو باندې تکیه در لوده. د سعودي د تېلو وزیر شیخ یمني امریکایانو ته ګوت څنډنه وکړه او په مذهبي انداز کې یې وویل چې «موږ به د هر هغه بېرل تېلو مخه نیسو چې د امریکا متحد ایالتونو ته وړل کیږي .
چارواکي په دفاع وزارت کې په دې باور وو چې د زور ښوودلو ته اړتیا وه چې لږ تر لږه د فارس په خلیج کې د امریکا د زور کچه خو په سیمه او نړۍ کې نورو هېوادونو ته په ډاګه شي. او هلته چې کومې پېچلې پېښې رامنځ ته کیږي هغه د دوی تر کنټرول لاندې وي. ان که د یوې وړې ګوتې په اندازه د شیخانو خاوره هم په سیمه کې د ازادو کړنو حس وکړي نو دوی د امریکا پالیسیي او تګلارو جوړونکو ته ستونزې پېښولی شي. یو وړوکی هېواد لکه لیبیا او یا عراق کولی شي لوی خطر را پېښ کړي ځکه چې د دوی تېل او وسیله د لوېدیځ او ټولې نړۍ لپاره خورا مهمه ده او د دغه اهمیت د بندولو په مټ کولی شي هر څه د نړۍ په بل کونج کې دړې وړې کړي. له دوی سره اړیکې جوړول او پرېکول دواړه ساده کار نه دی. د قدرت د کرښو حدود باید روښانه وي چې لارښوونې عملي او د خطرناکو تېروتنو او یا بې پروا قمار وهلو امکان را کم کړي چې کېدای شي بله لویه او خطرناکه جګړه رامنځ ته کړي. د اکټوبر د بحران ټول مهم لوبغاړي لکه د امریکې متحده ایالات، شوروي اتحاد، اسرا ییل او عربي دولتونو هر یوه په خپل وار له خپله اړخه تېروتنې وکړې او په لوی لاس یې یو او بل خطرناکو وسلو ته د لاس اچولو لپاره هڅول. دوی ټول د یو لړ سترو او خطرناکو تېروتنو لامل شول چې بلاخره د امریکا لخوا په اتومي خبرداري او تیارسي سره پای ته ورسېدل. تقریبا غیر وسله والو تېل تولیدونکو هېوادونو اقتصادي وسلې د امریکا د متحد ایالتونوپر ضد استعمال کړې. ځکه چې په دغه لانجه شوروي اتحاد ښکېل و.
د سپینې ماڼۍ چارواکي په دې قانع شول چې د روسیې ولسمشر برژنیف به هیڅکله نور په منځني ختیځ کې د روسي ځواکونو د پیاده کولو په څیر بې باکه ګواښ ونکړي او هغه به په سیمه کې د امریکايي پوځ د وړتیا احترام ساتي . د امریکې متحده ایالات په دې هڅه کې وو چې بیرته په منځني ختیځ کې پر حالاتو د کنټرول لپاره خپل اغیز پر ټولو واچوي او پر همدې مهال د تېلو لګول شوی عربي بندیز هم دړې وړې کړي . سپینه ماڼۍ به داسې وضیعت ونه مني چې پک د امریکې متحده ایالات له منځني ختیځ څخه وویستل شي ، وسله وال ځواکونه یې د ګازو له زیرمو بهر کړی شي او د متحدینو اقتصاد یې د تېلو د څو وسله والو پاچاهانو د کړنو له لاسه په ټپه ودریږي او یا له سقوط سره مخا مخ شي .
دسپینې ماڼۍ د بحران د ارزونې ډلې د نوامبر په ۳ نیټه د شنبې په ورځ د سهار د چای څښلو پرمهال د نقشو په خونه کې له یوه او بل سره ولیدل . سعودیانو له اسرا ییلو سره جګړې ته سر تیري استولي وو . دوی پر واشنګټن د تېلو د پلور بندیز عملي کړ چې د امریکې سمندري او هوايي ځواکونو او په دوی پورې تړلې برخې یې سختې ځپلی شوای . اوس دوی دا ګواښ وکړ چې د ارامکو له شرکت سره تیر کال په لاس لیک کړي قرا ر داد کې ۲۵ په سلو کې ونډ ه باید تر لاسه کړي .د امریکې د دفاع وزیر سچلیزنجر وویل «سعودیان د تېلو د زور د تر لاسه کولو په برخه کې ډیر به بیړه کې وو. زه باور نه لرم چې دوی دې له لویدیځ څخه په راتلونکي کې جلا و اوسیدی شي .»
کیسنجر ځواب ور کړ « شاه به دغه لوبه ولوبوي . هغه لیواله دی چې په دغه لوبه کې مخته ولاړ شي. سعودیانو په دغه ډول نړۍ کې ډیر خطرناک ډول شتون غوره کړ او دوی باید له افراطیانو څخه هم ډیر افراطي وي.»
سچلیزنجر په دې باور وو چې هغه د ازموینې لپاره یوپه زړه پورې او ډیر مناسب ځای وموند چې د امریکا يي ځواک هغه خیالونه پکې رښتیا کړو چې د منځني ختیځ لپاره یې لرل او سعودي عربستان هم پکې را نغاړل کیږي . په متحده عرب اماراتو کې د تېلو له موندنې ۱۵ کاله مخکې ابوظبۍ د کبانو نیولو یو کلۍ یا ساحلي سیمه وه . په ۱۹۷۳ میلادي کال کې ددغه ښار ټول نفوس ۳۰ زره وو او د سړي سر کلنۍ عاید یې ۱۰۰ زره ډالره وو . ابوظبۍ د فارس خلیج په خوله کې پروت ښار دی او د امریکا لپاره تر ټولو مناسب ځای همدا وو چې په راتلونکي کې یې کولای شوای له همدې ځایه په ټوله سیمه کې نظامي عملیات تر سره کړي . د ابوظبۍ ۲۷ کلن د تېلو وزیر لومړنۍ کس وو چې د امریکې د متحدو ایالتونو پر ضد یې د تېلو بندیز اعلان او عملي کړ . سچلیزینجر وايي:« ما تیاری ونیو چې ابوظبۍ ونیسم » هغه داسې خیال پلو واهه چې روښانه جراحي عملیات تر سره او د عربي تېل لرونکو هیوادونه په زړه کې امریکايي سر تیري پلي مړي .«یو وړوکی شي ، خو ستر نه . له پوځي اونظامي اړخه مو کولی شوای چې یو عربي هیواد لاندې کړو ، زموږ پلان په رښتیا دوی وویرول او په غوصه یې کړل. دا کوم باټې وهل نه وو ، بلکې دا روښانه قصدي خبر دارۍ وو .»
سچلیزنجر د یوه بیړني ځمکني برید د اړتیا اټکل کاوو چې کیدی شي سمندري ځواکونه پکې کارول شوي وای .دوی د کلیفورنیا په موجوې دښته کې ددغه ډول احتمالي برید په موخه د اګست ټوله میاشت په پوځي تمرینونو تیره کړه .« سچلیزنجر ښاغلي کیسنجر، د سي ای اې مشر ویلیم کولبي ، موریر او سکوکروفټ ته وویلې : « ابوظبۍ به بهموږ ته هغه څه په لاس را کړې چې موږ یې غواړو . »
کیسنجر وویلې« شا پر موږ کافي بد ګمانه دی چې په دې اړه له موږ سره خبرې وکړي، خو هغه به دغه نظر ډیر خوښ کړي او زه بله اونۍ چین ته د سفر په لاره کې په تهران کې کوزیږم او هلته به له شاه سره په دې اړه خبرې وکړم . د پوځي مداخلې لپاره د نوامبر په وروستیو لسو ورځو کې نیټه وټاکل شو ه .په دغه وخت کې ګڼ شمیر امریکايي ویجاړونکې الوتکې او بیړۍ باید دفارس خلیج په دننه کې په یوه ځای کې ځای پرځای شوې وای چې د CENTO د پخوانیو پلان شویو سمندري تمرینونو کې یې برخه اخیستې وای .دا به ښه وي چې په خلیج او شاوخوا کې د امریکې د متحدو ایالتونو ، ترکیې ، ایران او برتانیې پوځیان په انتظار وي چې او د خلیج په سواحلو کې په ځمکنیو خاورینو نظامي تمریناتو بوخت وي . د USS هنکوک په نوم الوتک لیږدونکې بیړۍ سیمې ته د تلو لپاره وروستۍ تیارۍ نیولې چې اتیا جنګي الوتکې پکې بار وې . د امریکې ددفاع وزیر سچلیزنجر وویلې « موږ سیمې ته دهنکوک بیړۍ د رسیدو پرمهال د خلکو د هرکلي اړتیا لرله . »
کیسنجر ځواب ور کړ« دا ورځني عادي تمرینونه ووچې موږ له ډیرې مودې راهیسې پلان کړي وو ، زه به په دې اړه د ایران له شاه سره خبرې وکړم، که چیرې هغه وغواړي ، زه به تاسو بیرته پرې خبر کړم» پلان داسې وو چې هغو په را تلونکو څو ور ځو کې د منځني ختیځ او چین په لور روان شوی وای .هغه ویریده چې کیدی شي شوروي اتحاد له ۲ اونۍ مخکې خوځښتونو کوم پیغام نه دی ترلاسه کړی . هغه وویلې«روسیان کیدی شي پر موږ یو څه تیز راشي چې کله زه پر لاره وم . نو موږ باید څه وکړو »
کیسنجر ځواب ورکړو« که پریږدو چې اسراییل جګړه د مصر په پوځ بایلي او او سادات ته ووايي چې که هغه شورویانو ته اجازه ور کړي چې ازاد وي دا به ډیره بده وي . »دوی به دارنګه له ترکیې سره له نژدې کار وکړي چې د باسپیروس تنګۍ وتړي چې کیدی شي شوروي اتحاد دخپلو اتومي وسلو د لیږد جنګي بیړۍ له همدغه مهم تنګي څخه سیمې ته تګ را تګ کوي .
څو ساعته وروسته ، د نوامبر په ۴ نیټه د یکشنبې په ورځ ، د ایران شاه یو رسمي یاداښت تر لاسه کړ چې د امریکې د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونه چې هانکوک الوتک لیږدونکې بیړۍ یې په سر کې وه او ورسره یو شمیر ویجاړونکې الوتکې هم ملګرې دي د عمان د سواحلو په لور په یوه ځای کې د ځای پر ځای کیدو لپاره په همغه خوا په حرکت کې وه . هلمس د ایران له شاه څخه پوښتنه وکړه چې که هغه د امریکې د پي ۲( P2) جاسوسۍ الوتکو پرمخ خپل هوايي ډګرونو پرانیزي او دارنګه هغو الوتکو ته هم د ۲۰ ورځو په مخه په خپلو هوايي ډګرونو کې د کښته پورته کیدو اجازه ور کړي چې د هانکوک بیړۍ ته لنډ واټني الوتننې او تګ را تګ کوي . هغه دارنګه له ایران څخه امریکايي ځواکونو ته د سونګ توکو د ور کړې ډاډ وغوښت. دایران شاه غوښتل چې د ایران څخه دې د ایراني سمندري بیړیو په مټ امریکايي پوځیانو ته د سونګ توکي په غیر مستقیم ډول ور ورسیږي .
واشنګټن دا مهال په تهران ډیره زیاته تکیه درلوده ، شاید په داسې لاره چې ولسمشر نیکسون او کیسنجر یې هیڅ پلان نه درلود . ایراني بندرونه ، هوايي ډګرونه او د سونګ توکو زیرمې ټولې د امریکايي پوځیانو پرمخ پرانیستل شوې او امریکا یانو ته یې اجازه ور کړل شوه چې د لوی نړیوال ناورین یا بحران پرمهال به امریکا هغه کارولی شي . په لومړي څرک کې د سې و بریښیده چې د نیکسون دوکتورین ښه نتیجه ور کړه او امریکا ته به یې له کبله ګته ور سیږي.په دې برخه کې یو لړخطرونه دا وو چې نه واشنګټن او نه هم تهران په دې اړه ژور او کافي فکر کړی وو . د یوه شي لپاره دا معامله ښه شوه چې دا ضمانت یې را منځ ته کړ چې د ایران له شمالي ګاونډي سره دښمني کیدی شي او دا په اثبات ور سیده . له ماسکو سره د ۱۹۶۲ میلادي کال د شوي تړون د شرایطو لاندې د ایران شاه موافقه کړې وه چې« هیڅکله به هیڅ بهرنۍ قدرت د ایران په خاوره کې به د هیڅ ډول را کټونو د ځای پرځآی کولو سیستم نه دروي » شورویان په طبیعي ډول لیواله وو چې ایران له دې منع کړي چې دشوروی په سویلي پولو د لاس وهنو لپاره د امریکا د اډې په توګه ونه کارول شي . د اکټوبر د میاتشتې د ناورین پر مهال د ځانګړو امریکايي سمندري ځواکونو لپاره د سونګ توکو د برا برولو پټ تصمیم د هغه تړون شرایطو او مادو ته زیان ونه رساوو ، خو دغه کار پر شاه د ې نیوکو ته لاره هواره کړه چې پر هغه تور ولګول شي چې د امریکا متحده ایالاتونه په ایران کې د هیڅ ډول اډې جوړولو ته اړتیا نه لري کله چې دوی په ایراني خاوره کې بیلا بیلو اډو ته ازاد لاس رسی ولري . دې کار دارنګه د امریکې متحدو ایالتونو ته نتایج در لودل . واشنګټن په شرمونکي دریځ کې وو ، ځکه چې مخکې له دې چې له خپلو ملي ګټو څخه ددفاع لپاره اړین ګامونه پورته کړي د خپل یوه متحد څخه یې اجازه تر لاسه کړې.دلته کیدی شي یوه ځیرکتیا موجوده وي ، خو ژور تغیر ددوی په اړیکو کې را منځ ته شوی وو .
د ایران پا چا تر هر چا ډیر په دې ښه پوهیده چې د ۱۹۷۳ کال په وروستیو کې څرنګه د امریکې زور سولیدلی او له منځه تللی وو او د نیکسون د ادارې هغو پراخو اړیکو او ښه نظر ته زیان رسیده چې د پرلپسې مرستې لپاره یې درلودې . هغه سیا سي کړکیچ چې د واټر ګیټ او په امریکا کې د ګوښه والي د نظر په پراختیا سره را منځ ته شوی وو د امریکې کانګرس د امریکا دمتحدینو له ګټو څخه ددفاع د وړتیا په اړه پوښتنه وکړه . په داسې حال کې چې په ښکاره له ځانه دفاع کولی شي . اوړي په اوږدو کې د اردن پاچا ملک حسین سي ای اې ته اجازه ور کړه چې په دې پوه شي چې تهران ته د خپل وروستي سفر پرمهال شاه ورته وویلې: « د واټر ګیټ مسله له بده مرغه ټولو ته د تاسف وړ کیسه وه په ځانګړې توګه تر هغه وروسته چې په ډاګه شوه حکومت یې له سختو ستونزو سره لاس ګریوان کړ. دلته د امریکې د متحدو ایالتونو او د هغوی د ملګرو تر منځ ډیرې ستونزې وې او شاه خپلې ملګرتیا ته ور سره دوام ور کړ ، خو په دې وروستیو ورځو کې د دواړو خره یو ځای په یوه وټ کې ښه نه سره څریدل . »د هغه باور په را ټولېدونکو استخباراتي معلوماتو له منځه تللی وو او دې پایلې ته ور سید چې د ایران د استخباراتو د مشر دوه اونیز ور کول کیدونکي رپوټونه یې هم بند کړل .
کیسنجر د نوامبر د میاشتې په ۸ نیټه د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته له پاچا فیصل سره د ۳ ساعته خبرو اترو د تر سره کیدو لپآره ورسید.له کله چې سعودي عربستان پر امریکا د تېلو بندیز عملي کړ، ددغه هیواد د تېلو تولید چې د ورځې ۸،۳ میلیون بیرله وو ۶،۲ میلیون بیرلو ته را ټیټ شو . دملک فیصل او د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ دغه خبرې اترې په کړکیچن چاپیریال کې تر سره شوې .دواړه مشران په دې پوهیده چې دغه بندیز د امریکا سمندري ځواکونو پرمختګ تر کافي اندازې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړ او له بل پلوه یې د پاچا فیصل د دولت عایدات او پرمختیا هم له ستونزو سره مخا مخ کړل .د هانکوک سمندري په الوتکو بار بیړۍ یوازې ددې لپاره عمان ته استول شوې په رښتیا د اړیکو د ساتلو ځواک دی . سعودي عربستان تر یوه لوی مات شوي سټیشن څخه زیات دړې وړې هیواد وو چې لومړنۍ موخه یې د صنعتي ډیموکراسي اړتیا وو ته خدمت کول وو لکه چې د امریکې په متحدو ایالتونو کې وه . ملک فیصل دا پټه کړه چې هغه کواکې تیار دی چې د تېلو د بندیز د پای ته رسولو پر سر یوې معاملې ته تیار دی . ښاغلي فیصل ښاغلي کیسنجر ته په ډاګه کړه چې « تاسو باید د ۳ اونیو په دننه کې په بیړې سره اسراییل وباسۍ »پاچا پوښتنه او غوښتنه وکړه چې ایا تاسو له ما سره مرسته نشئ کولئ؟ایا تاسو ماته بیت المقدس نشئ را کولی ؟سخت زړي کیسنجر چې د اسراییلو ډیر خواخوږی وو پاچا فیصل ته وویلې«دا دې وروستۍ خبره وي . زموږ دښمنان غواړي چې موږ په دار وځړوي او له یوه اوبل سره موپه جنګ واچوي لکه دغه موضوع . موږ ته لږ وخت را کړه موږ به په دې اړه یو څه وکړو . » اوس د سپینې ماڼۍ لپاره ننګونه داوه چې د ملک فیصل په پله پل کیږدي .کیسنجر خبرې پیل کړې او ویې ویلې چې هغه په دې باور دی چې هغه دیته اړتیا لري چې دیپلوماسي مخته یوسي او هرڅه د ډیپلوماسۍ په ژبه تر سره شي .
د نوامبر په ۱۹ نېټه په همغه ورځ چې د CENTO سازمان تمرینونو د فارس په خلیج کې تر سره شول، سپینې ماڼۍ دا زیګنال ورکړ چې «د امریکا متحده ایالتونو تصمیم نیولی چې اوس د دې وخت نه دی چې د عربي هېوادونو پر وړاندې کوم عکس العمل تر سره کړي.» خو کېدای شي هر یوه د امریکا په حل لارې شک ولري. دوه ورځې وروسته کیسنجر په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې « که اقتصادي فشار په غیر مناسب او نا محمدود ډول دوام وموند نو د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت به «متقابل ګامونه » په پام کې ونیسي ». واشنګټن ته به هغه وضیعت هېڅ د زغملو وړ نه وي چې د منځني ختیځ د سولې په معامله کې د اقتصادي فشار مسئله په یوه ډول ښکېل وي. دا لومړی ځل و چې امریکايي چارواکو په ښکاره دا خبره په ډاګه کړه چې د تېلو د بندیز د پای ته رسولو لپاره له زور او وسلې هم کار اخیستی شو. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شیخ یمني هم تند ځواب ورکړ او ګواښ یې وکړ چې که لوېدیځوال هڅه وکړي چې د تېلو بندیز د متقابلو ګامونو په مټ له منځه یوسي نو کېدای شي د سعودي د تېلو تولید ۸۰ په سلو کې را کم کړي. او دا خبر داری یې هم ورکړ چې د نظامي عملیاتو یا غبرګون تر سره کول به د ټولې پرمختللې نړۍ لپاره د ځانمرګي برید یا ځان وژنې په مانا وي. «ځکه چې ستاسو ټول اقتصاد به په بشپړه توګه په نا خبرۍ کې دړې وړې شي. دلته په سعودي عربستان کې د تېلو ډېرې حساسې سیمې دي چې ټولې به وچوي.»
د سعودي عربستان د تېلو د بنسټونو د چاودنې ګواښ کومه ټوکه نه ده. په ټوله سیمه کې عرب حکومتونو د احتمالي پلان په جوړولو بوخت وو چې د چاودېدونکو موادو د کارونو پر مټ له خپلو پانګو څخه دفاع وکړی شي. ټولو داسې اټکل کاو چې کېدای شي پر دوی امریکا یرغل وکړي. «کویټ د خپلو تېلو له څاه ګانو ځمکنني ماینونه را تاو کړل او اعلان یې وکړ چې کېدای شي د اړتیا پرمهال یې والوځوي. پاچا فیصل هم دا اړتیا احساس کړه چې په ډاګه ووايي چې هغه له سرې کرښې پښې نشي بهر کولی او له خپلو هغې غوښتنې نه تیریږي چې اسرا ییل دې د ۱۹۶۷ کال پولو ته بیرته ورستون او ټولې لاندې کړې سیمې دې ژر تر ژره خوشې کړي، د فلسطینیانو حقونو ته دې درناوی وکړي او د بیت المقدس عربي نښانونه او اسلامي نښې دي بیرته ورغوي. خو د عامو خلکو له نظره پټ ملک فیصل له سپینې ماڼۍ سره یوې هوکړې ته په رسېدو و او خبرې یې ور سره روانې وې. هغه ډګروال قذافي نه و او هم یې نه غوښتل چې په وړیا ډول د امریکا يي زورواکو تر استعمار لاندې راشي. سپینه ماڼۍ په بشپړه توګه په دې پوهېده چې ملک فیصل له نیکسون څخه په دې باور تر لاسه کړی و چې په ۱۹۶۹ کال کې یې د لیبیا د شاهي نظام په را نسکورولو کې ونډه اخیستې وه. دا هغه حقیقت و چې دوی د ظاهري ګټې اخیستو لپاره کاراوه. سچلیزنجر ولسمشر نیکسون ته د مشورې په ډول وویل« دوی فکر کاوه چې موږ پاچا ادریس را نسکور کړ. په دغه بېلګه کې لږ تر لږه د ولسمشر نیکسون لیونۍ تګلارې هغه ډول چې پلان شوې وه کار ورکړ.»
د۱۹۷۳ کال د نوامبر د میاشتې په ۲۸ نېټه د سهار په ۱۰:۱۵ کیسنجر د دفاع وزیر سچلیزنجر ته تېلیفون وکړ چې ورته ووايي « هغه له ریاض څخه ډېر په زړه پورې پیغام لري او ورته ویې ویل چې ملک فیصل لېوال دی چې د تېلو بندیز او پرېکون سست یا اسانه کړي.»
د دفاع وزیر په ځواب کې ورته وویل « ډېر ښه، دا ډېر د ده لپاره ښه چانس او ښه ګام دی، ځکه چې هغه نور وخت ته اړتیا لري چې پوځي سرتیري د عملیاتو لپاره تیار کړي. دا کار ما ته دا چانس راکوي چې خپلې چارې او د امنیتي ځواکونو ځای پرځآی کول پا ی ته ورسوم. دغه کار به ۷ اونۍ وخت واخلي او په دغه موده کې به امریکايي سمندري ځواکونه د هند سمندر کې ځای پرځای شي.» په امریکا کې حکومت د ګازرو کباب پوخ کړی و او دې پایلې ته ورسېد چې له یوې خوا د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر له عربانو په ځانګړې توګه له سعودي عربستان سره د لانجې د حل په موخه دیپلوماتیکي منډې ترړې کوي او له بل پلوه د هغه بل همکار او د دفاع وزیر سچلیزنجر سمندري ځواکونه تیاروي چې عربان په ډیپلوماټیکه ژبه پوه نه شي یانې خبرې اترې ناکامه شي د ټوپک په میل به دا مسله یوه خواکړي. د هانکوک په نوم د الوتک لیږدونکې بېړۍ سیمې ته په رسېدو وه چې د ابوظبۍ د نیولو لپاره ګاډي او پوځي وسایل په کې بار و.
دوی په دې باور وو چې له پوځي لارې خپلې موخې ته رسېدای شي. د نوامبر په ۲۹ نېټه سهار وختي د پنجشنبې په ورځ WSAG ( د ولسمشر لخوا د ناورین د ارزونې لپاره ګمار ل شوې ډلې۹ دوه ځلې د نقشې په خونه کې غونډه وکړه. کیسنجر د ناورین ډلې ته له ملک فیصل سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه معلومات ور کړل او ویې ویل چې« هغه له موږ سره معاملې ته به رښتیا هم لېوال و. پاچا فیصل د امریکا د متحدو ایالتونو یو ملګری او دوست دی، خو پرهغه د بنسټپالو لخوا سخت فشار دی. هغه غواړي چې له را ډیکاله یعنې بنسټپالو سعودي چارواکو سره د پټ پټوني لوبه تر سره کړي او هغه له متحدو ایالتونو سره په دوستۍ نه شرمیږي . . . ما دا سې احساس کړه چې دوی موږ ته سترګک وهي.»
د سي ای اې مشر کولبي چې د دې خبرو شاهد و ، وویل « بالکل، دوی داسې لارې چارې لټوي چې موږ ته بیا تېل را کړي.»
سچلیزنجر ورزیاته کړه « دوی (سعودیان) د ارامکو په شرکت باندې لګیږي.» سعودیانو په پټه ارامکو شرکت ته ویلي چې ډېر تېل تولید کړي او دوی تیار وو چې واشنګټن ته د ښه نیت د ښوولو او له امریکا سره د جګړې د نه پېښېدو لپاره په پټه د امریکا سمندري ځواکونو ته په پټه د تېلو د ورکړې یوه لاره برابره کړي. پر امریکا د تېلو د بندیز له رسمي عملي کېدو ۵ اونۍ وروسته سعودي عربستان په پټه او شخصي توګه امریکايي پوځیانو ته د تېلو د ورکړې له لارې دا بندیز بېرته مات کړ. پر امریکا د عربو د تېلو لګول شوی بندیز ټوټه ټوټه شو. ملک فیصل اوس په دې قانع شوی و چې د امریکا حکومت د شرکتونو او سوداګرۍ له لارې په منځني ختیځ کې ښکېل شوی و او ولسمشر نیکسون ژمن و چې د عربو او اسراییلو د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو یوه مناسبه لاره او ځای پیدا کړي. خو تر ټولو ډېر هغه په خپل ژوند او څوکۍ ډېر وېرېده. د سچلیزنجر توپ وهنه په ګول کې تر سره شوه.
کیسنجر وویل:« دوی داسې لاره لټوله چې بېرته له پوځي دریځه بهر او پوځي ځوځښتونه پای ته ورسوي.»
د بحران ډله په دې موافقه وکړه چې په مدیترانه کې د امریکا يي پوځیانو بېتابي ارامه کړي. دوی تصمیم ونیو چې ټول سمندري ځواکونه بېرته له سیمې را په شا کړي، خو په داسې سیمه کې یې وساتي چې د فارس خلیج ته یې رسېدل ډېر اسانه وي. د هانکوک الوتک لیږدونکې ستره سمندري بېړۍ او پوځي اډه د ښه نیت ښوولو د ماموریت لپاره کینسا ته واستول شوه او ویجاړونکې بم غورځونکې الوتکې پوځي بېړۍ ایتوپیا یانې حبشې کې ځای پر ځای شوې، چېرته چې د اړتیا پرمهال بېرته ژر راغوښتل کېدای شوای. خو په داسې حال کې چې د سچلیزنجر خطرناک ماموریت بېرته ارام شو، موږ په سویلي اسیا(وېتنام) کې د بې ۵۲ الوتکو لپاره د سونګ تېل نه درلودل. « ۸۹ په سلو کې هغه تېل چې د امریکې د متحدو ایالتونو د پوځیانو لخوا په سویلي اسیا کې کارېدل د فارس له خلیج څخه تر لاسه کیدل.» د امریکا نقشه او تصور تر دې مهاله د فارس خلیج، ارام سمندر، مدیترانې او اوس د سویلي اسیا په اړه برابر او سم و. امریکایانو بلاخره په ډاګه کړه چې دوی په منځني ختیخ کې باید شتون ولري.
پنتاګون یوې داسې اډې ته اړتیا درلوده چې له هغه ځایه دوی وکولی شي د خپل ملت لپاره د تېلو تر لاسه کول ډاډ من کړي. دوی ته مناسب ځای د هند سمندر او دارنګه د سپین پوستو لږکیو تر واک لاندې افریقايي دولت لکه په سویلي افریقا کې د ډوربین ښار او په پرتګالي موزمبیک کې د لورنزو یا اوسني ماپوټو ښارونه. ایتوپیا یا جبشه بل ممکن ځای و. په ختیځه اسیا کې د پاکستان لومړی وزیر ذولفقار علي بوټو موافقه وکړه چې د امریکا د سمندري ځواکونو کوربه شي او وړاندیز یې ورته وکړ چې دوی ته به په خپله خاوره او اوبو کې اډې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي. دغه کار که کلونه نه و نو میاشتې وخت یې نیو چې د درواغو تړونونه شوي وای او په پوځي اډو کې ودانۍ او نورې اسانتیاوې تیارې شوې وای. د امریکا د دفاع وزیر سچلیزنجر وړاندیز وکړ چې له ۵ تر ۶ زرو سمندري ځواکونه په عربي وړوکي شاهي دولت بحرین کې ځای پر ځای کړي، خو د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر هغه ته په ځواب کې وویل چې ځانته سر خوږی مه جوړوه « دوی به هېڅکله موږ ته دا اجازه را نه کړي.» د کیسنجرد نا امیدۍ احساس پیاوړی و او د نوامبر د میاشتې په ۲۹ نېټه له خپلو نورو همکارانو سره پر ستراتیژۍ د بحث په ناسته کې هغه په ډاګه دا خبره اعلام کړه چې « یو شیخ هم له پښو مه غور ځوی، یوازې د دې لپاره چې موږ دوی ته وښویو چې دا کار کولی شو؟»