
v تاسې خو په نړیواله کچه دالقاعدې پیغامونه لیږدول ایا له ابو قتادة سره مو کار کړې دی؟
v زه ابو قتادة پيژنم، څو ځلې مې ورسره لیده کاته شوې دي ځکه ما ورته له افغانستانه پیغامونه راوړي دي، په لومړي ځل مې په لندن کې دده په کور کې ورسره لیده کاته شوي دي، نوموړي به دطالبانو او هغو مشرانو په اړه پوښتنې کولې،چې ده پيژندل ، ما به ورته هغه مالومات ورکول،چې ده غوښتل، ابو الولید الفلسطیني ،چې دده مرستیال په څېر و تل به ورسره و ، زه باورلرم،چې ابو الولید اوس دپاکستان تر کنترول لاندې قبایلي سیمه کې میشت دی .
الفلسطیني به وخت ناوخت دالقاعدې مجلې ته لیکنې کولې دلندن په مارلبون سیمه کې دابو قتاده مسجد له یو تالار څخه عبارت و دا ځای دمارلبون دښاروالۍ ملکیت و ابو قتاده به هره جمعه د دوو نیمو ساعتونو لپاره دجمعې لمانځه ته په کرایه نیوه . دتالار څښتنې به دامنیتي چارواکو خبره نه منله نوموړې دبیان ازادي خبره رامخته کړه . زه به تل د ابو قتاده او ابوالولید الفلسطیني لیدو ته ورتلم ، له نوموړي سره به عرب ځوانان و مشهور یې شاکر عامر دسعودي و او دانګلستان دایمي ویزه یې درلوده، دولس کاله کیږي،چې په ګونتنامو کې بندي دي. دابو قتاده دجمعې خطبې ته به له ګردې اروپا څخه عرب ځوانان را روان وو.دا نو نړیواله شبکه وه ،نوموړي په 1994 ز کې شین کارت تر لاسه کړ پخوا ګډوال و ، بیا سمدلاسه استرالیا ته ولاړ او هلته یې له سخت دریځو سره اړیکې جوړې کړې دا خبرې رسنیو ته مالومې نه دي.
v تاسې فکر کوې،چې دا مالومات کره دي؟
v هو ، په القاعده کې ټول پردې خبر دي، خو په رسنیو کې نه خپاره شوي زه دا ویلای شم ،چې ابو قتاده په سډني کې له بنسټپالو سره اړیکې درلودې ، هغه مهال په استرالیا کې له اپارتمانونو دمسجدونو کار اخست ځکه مسجد ته رسمي اجازه نه وه ورکړل شوې . په 1994 ز کې ابو قتاده دا شبکه پراخه کړې وه په 2005ز کې 14تنه شکمن ونیول شول دوی پلان درلود،چې په استرالیا کې 13 ځانمرګي بریدونه وکړي. دې ډلې داسترالیا په اتومي بټیو کې زده کړې تر لاسه کړې وې، خو داسترالیا حکومت له 1998 ز څخه دې ډلې ځېر و.
v ایا تاسې له هغه سازمان سره، چې کار مو ورته کاوه استرالیا ته تللي یاست ؟
v هو، په 2000 ز کې داولمپیاد لوبو دامنیت په موخه ، هلته مې دا ټول مسجدونه له نږدې ولیدل زه یو یو پيژنم .
v ستاسې دا لیدنه دالقاعدې دغړي او که دجاسوس په توګه ؟
v د دواړو په توګه ، په دې پلمه ، چې زما کورنۍ لېوالتیا لري په استرالیا کې له اولمپیاد له لوبو څخه وړاندې هلته پانګونه وکړي. ما د طالبانو او استرالیا حکومت تر منځ د اولمپیاد دلوبو دامنیت په موخه تړون کړې و،چې نه طالبان او نه کومه جهادي ډله به پر لوبو برید نه کوي.
ما ابو قتاده ته وویل : زما دکورنۍ ځینې غړي غواړي په استرالیا کې پانګونه وکړي ، ایا څوک پيژنې،چې له موږ سره مرسته وکړي ؟ هغه راته وویل : هو خپله ډله یې راته وښوده ابو قتاده په 1994 ز کې هلته یوه میاشت تیره کړې وه او نږدې شپیته لیکچره یې وړاندې کړي وو په بله مانا هره ورځ دوه لیکچره دده دشبکې / ډلې ډیری ځوانان دلبنان سني ځوانان دي.
څه، چې وشول په 2000 ز کې استخباراتي سازمان له ما وغوښتل،چې دمالوماتو راټولولو له لارې باید داسترالیا اولمپیاد لوبې خوندي کړو او دا جوته کړو،چې اسلامي ډلې دبرید نیت او پلان لري او کنه ؟ د1972 ز په څېر دمونيخ پېښه تکرار نه شي. له استرالیا وړاندې ما باید لبنان ، پاکستان اوافغانستان ته سفرونه کړې وای دا زما ددندې یوه برخه وه . دلبنان په عین الحلوة ، طرابلس پنډغالو او پاکستان کې مې داسې څه تر لاسه نه کړل،چې اسلامي ډلې دې پر اولمپیاد د برید نیت ولري.
افغانستان ته له رسیدو وروسته یو ملګری راڅخه وغوښتل راځه ،چې په جلال اباد کې دننګرهار والي وګورو، دوالي په دفتر کې مو دطالبانو دحکومت دځوانانو وزیر ولیده ، ورته مې وویل : زه غواړم څو ورځې وروسته دځینو خپلوانو دلیدو لپاره استرالیا ته ولاړ شم ، هغه هم داسترالیا دلېدو لېوالتیا وښوده ،چې په اولمپیاد کې برخه واخلي ، زیاته یې کړه طالبانو داولمپیک نړیوالې کمیسون ته غوښتنلیک وړاندې کړې ،چې دافغانستان استازیتوب باید طالبانو ته ورکړل شي ، خو په ملګرو ملتونو کې دافغانستان څوکۍ له شمال ټلوالې سره وه او بلنه هم هغوي ته استول شوې وه ، طالب وزیر وویل : ټلواله 05% سلنه ځمکه په واک کې لري او 95% زموږ تر کنترول لاندې ده ، خو داستازیتوب حق هغوي ته ورکړل شوې دی، غوره وه،چې دا حق طالبانو ته ورکړل شوې وای نه شمال ټلوالې ته طالب وزیر وویل : موږ غوښتل،چې دنړیوال اعتراف راجلبولو په موخه په دې لوبو کې ونډه ولرو . دا مهال له لیونتوب ډک فکر مې مغز ته راغی ، اټکل مې نه کاوه،چې کوم اغیز دې ولري.
v کوم فکر ؟
v ما ورته وویل : زما یو لبنانی خپلوان په استرالیا کې په اولمپیک کې کار کوي ، کولای شم خبرې ورسره وکړم وګورم ،چې څه مرسته را سره کولای شي ؟ خوغواړم یو کوچنی خدمت راته وکړې داسترالیا حکومت ډاریږي ، چې په افغانستان کې 13جهادي ډلې شتون لري او هسې نه،چې دوی پر اولمپیاد برید ونه کړي ده راته وویل : موږ به هیڅ یوې ډلې ته ،چې دلته شتون لري اجازه ورنه کړو ،چې پر اولمپیاد برید وکړي . ما ورته وویل : تاسې استرالیانو ته دا خبره کړې ده ؟ وزیر وویل : نه زموږ ا و هغوي ترمنځ اړیکې نشته . ما ورته وویل : ایا شونې ده،چې له دې جهادي ډلو څخه داسې تضمین واخلو،چې دوی به په استرالیا کې پر اولمپیاد برید نه کوي؟ وزیر وویل : یوه اونۍ کې به ځواب درکړم .
اونۍ لا پوره نه وه،چې دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر ملا وکیل احمد متوکل استازی راغی راته یې وویل : ملا عمر له بن لادن او نورو جهادي ډلو سره خبرې کړې دي او ورته یې ویلي دي( هیڅوک حق نه لري،چې له افغانستانه په استرالیا کې پر اولمپیک لوبو برید وکړي ) ملا عمر ټولو ته ویلي دي ( اولمپیک سور خط دی موږ له هیڅ یوې ډلې نه غواړو ،چې برید پرې وکړي ځکه موږ غواړو داسترالیا له حکومت سره خبرې اترې وکړو)
له ما یې وغوښتل، چې داسترالیا حکومت ته ووایه ،چې طالبان چمتو دي،چې له دوی سره خبرې وکړي ما هم ورسره ژمنه وکړه او دا مې وغوښتل،چې زما په اړه هیچا ته څه نه وایې .
د2000 ز داګسټ پر 15 مه دسډني هوايي ډګر ته ورسیدم ، داسترالیا استخباراتو او بل هغه،چې ما ورسره کار کاوه راته منتظر و ، په ناسته کې مې ورته دهغه نوښت په اړه مالومات ورکړل ،چې ما په خپل سر کړې و او طالبان مې پرې خبر کړي وو، دوی ډېر خوښ شول او زیاته یې کړه موږ ، خو داسې اټکل نه کاوه او یوه یې د ټوکو په بڼه راته وویل : تاسې اوس خپل دنده په ښه توګه ترسره کړه ، داولمپیک لوبې مو خوندي کړې ، اوس کولای شې هغه هېواد ته ولاړ شې ،چې ورڅخه راغلي یاست . ما دا خبره ونه منله او ټینګار مې کاوه،چې زه باید اوه اونۍ دلته پاتې شم .
ما دې ډلې ته وویل : دا ملا عمر ژمنه ده او ټول جهادي حرکتونه اړ دي،چې ورته ژمن پاتې شي دوی وویل : څرنګه به پوه شو ،چې دوی پر خپله ژمنه ودریږي؟
ورته مې وویل : دطالبانو دځوانانو چارو وزیر رادعوت کړئ،چې په اولمپیک کې دڅارونکي په توګه دطالبانو استازیتوب وکړي او دوی به دا باوري کړې،چې دا خبره رښتیا او کره ده ، زما له خبرو 48 ساعته وروسته استرالیايي رسنیو خبر خپور کړ، چې داسترالیا حکومت طالبانو ته بلنه ورکړې ده،چې په اولمپیک لوبو دڅارونکي په توګه ونډه واخلي.
رښتیا هم وزیر او درې تنه نور راغلل ، دوی له دې ګډون څخه ډېر خوښ برېښیدل او دطالبانو بیرغونه ورسره وو ، طالب وزیر استرالیا حکومت ته وویل : ملا عمر ددې تړون ضامن دی ، طالبانو انګیرله ،چې داسترالیا په اولمپیک کې زموږ ګډون به په ملګرو ملتونو کې دڅوکۍ دراخپلولو لپاره لومړنی ګام وي.
v بیرته به راشو دابو قتاده فعالیتونو ته ویل کیږي : دده پلویان، چې کومې بسپنې ابو قتاده ته ورکوي دا دغلا پیسې دي، خو طالبانو هم ورته کار کاوه دخپل فعالیت لپاره یې دمخدره موادو سوداګري کوله ؟
v دطالبانو کېسه جلا ده ، دوی پر خپله خاوره په خپل هېواد کې کوکنار کرل او همدلته یې ترې مخدرات جوړول، خو وروسته یې بیا په 2001 ز کې دا ټوله لړۍ بنده کړه، ابو قتاده بیا انګلستان خپل هېواد نه بولي ځکه هلته له بانکونو ، هوټلونو ، له مخابراتي شرکتونو څخه غلا او شوکه توجیه کوي او له دې بد خو دادی،چې یو شمېر جهادي ډلې لندن ته د (دارحرب ) په سترګه ګوري.