
ل: زلمی خلیلزاد
تېره اونۍ ولسمشر محمد اشرف غني د خپل مشرتابه لمړی دولتي سفر چین ته وکړ. د سیاسي محاسبې له مخې، د ولسمشر دې سفر له ځان سره د افغانستان لپاره ستره سیاسي موخه لرله ـــ ولسمشر غني غواړي چې په افغانستان کې د چین په سیاسي او اقتصادي حضور د ناټو او امریکا دکمیدونکي ملاتړ تشه ډکه کړي. آیا ولسمشر کولای شي چې په چین باندې له سترې اتکا پرته د بیجنګ امنیتي ملاتړ او پانګونه ور جذب کړي؟
لنډمهاله اړتیاو او اوږمهاله موخو ولسمشر غني دیته وهڅو چې چین ته سفر وکړي. لویدیځ ځواکونه له افغانستان څخه داسې مهال وځي چې افغان حکومت له یو لورې په اقتصادي لحاظ خورا کمزوری او له بل لورې د وسله والو طالبانو سره د جګړې توان نلري. په لنډمهال کې د افغان حکومت پایښت له نړیوال ملاتړ پرته بل کوم بدیل نلري. په اوږدمهال کې افغانستان غواړي د ځان بسیانې او ټیکاو په خاطر دوه اغیزمني وسیلې (طبعي سرچینې او ستراتیژیکي پروت) وکاروي. د افغاني زیربناو پرمختګ او رغښت کولای شي چې په سیمه کې افغانستان ته د ځمکني پول حیثیت ورکړي چې په مټ به یې نړیوالو بازارونو او سوداګریزو مرکزونو ته لاسرسی پیدا کړي.
په افغانستان کې د لویدیځ او امریکا دیارلس کلن حضور او ملاتړ ددې جوګه نشو چې افغانستان په سیمه ییز اقتصادي مرکز بدل کړي. تر اوسه امریکا په افغاني پروژو او سړکونو څلورمیلیاد ډالر لګولي مګر ناامنیو دا هرڅه بې اغیزې کړي. داسیایي پرمختیایي بانک د اټکل له مخې، په پورته مرسته سربیره، افغاني پروژې، سړکونه، ریل پټلۍ... دوه میلیارد ډالر نورې مرستې ته اړتیا لري. مګر امنیتي ننګونو او یو لړ نورو مشکلاتو له دې بهیر څخه د حکومت او اړونده ادارو پاملرنه اړولې ده.
د نوی مشرتابه سترګې چین ته اووښتي ـــ چین یوازینی هیواد دی چې د افغانستان رغونې ته سرچینې، ښه نیت او لېوالتیا لري. له دې وړاندې چين په افغاني زیرمو کې د پام وړ پانګونه کړې ده، چین په افغاني زیرمو کې د پانګونې په مټ غواړي په افغانستان کې سوداګریز دهلیزونه جوړ کړي تر څو د منځني ختیځ، ایران او په سویل کې د ګوادر په لور خپلې سوداګریزې اړیکې پراخه کړي.
د سوداګرۍ په موخه د ځمکې افغانی پول به له هر څه سربیره پاکستان ته هم دا موکه په لاس ورکړي چې منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي. پاکستان دامهال د کورني اقتصاد له ستونزو ستر لګښت ګالي ښایي همدا لامل وي چې په ځانګړي ډول د پاکستان ملي حکومت دافغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو او جوړجاړي ملاتړ کوي.
د افغانستان په اړه د پاکستان نه بدلیدونکې پالیسي ددې لامل شوه چې افغانستان چین سره اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. له دوه زره یو راهیسې چین په افغانستان کې د تروریزم ضد مبارزه کې دومره ښکاره ونډه نه اخلي او هڅه کوي چې خپلې اقتصادي ګټې یقیني کړي. په عین حال کې چین له پاکستان سره هم تودې اړیکې پالي او په افغانستان کې د پاکستاني پوځ د تګلارې په اړه کوم ځانګړی دریځ نه څرګندوي.
مګر په دې وروستیو کې داسې بیلګې رامنځته شوې چې په چینایي تګلاره کې بدلون ښيي ــ بیجنګ دا نه غواړي چې طالبان دې واک تر لاسه کړي مګر د تندلارۍ په پریښودلو یې په اوسني سیاسي سیستم کې د ګډون امکان نه ردوي. چین څه موده وړاندې د کابل او طالبانو تر منځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز هم وکړ. دا هغه نښې دي چې له مخې یې چین غواړي افغانستان سره مستیقیمې اړیکې وغځوي ــ پخوا به چین، د پاکستان سره خپلې اړیکې په نظر کې نیولې بیا به یې له افغانستان سره د اړیکو خپله اناتومي جوړوله. په دې سربیره، بیجنګ د یو داسې سیمه ییز فورم به رامنځته کولو لګیا دی چې له مخې یې غواړي افغان ــ بیا پخلاینه یقیني کړي. افغان حکومت د چین له یادو هڅو هرکلی کړی. په اړه د طالبانو غبرګونه تر اوسه مالوم نه دی مګر ښایي چې د چین او پاکستان اړیکې د طالبانو په دریځ سیوری وغوړوي. د پالیسۍ په برخه کې داسې ویل کیږي چې په تیرو څو لسیزو کې چین په دې توانیدلی چې د پاکستان د پوځ اعتبار را خپل کړي، شاید همدا فکتور پاکستانی پوځ دېته اړ کړی چې خپله تګلاره بدله کړي.
د سیمې په اړه په چینایي ارزونه کې امنیت تر ټولو مهم فکتور دی. چین اوسمهال د یو شمېر توندلارو ډلو د شتون له امله د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اندیښمن دی.د ختیځ چین تروریستي ډلې په پاکستان کې روزل کیږي او بیا په چین کې ناکراري رامنځته کوي. چین له دې ویره لري چې د امریکا له وتلو وروسته افغانستان د چینایي ضد اورپکو په خوندي سیمه بدل نشي د یادونې ده چې له وړاندې د داعش ډلې له چین څخه د ختیځ ایالت د بیلولو ګواښ کړی.
په اقتصادي ډګر کې د چین اقتصادي او امنیتي مرستې له خطره خالي نه دي ـــ اوسمهال افغان ادارې دومره پیاوړې نه دي چې چینایي پانګوال دېته چمتو کړي چې د قراردادونو ټولې اړتیاوې پوره کړي، افغانان په کار وګماري او په نړیواله کچه د چاپيریال او روغتیا منل شوي معیارونو ته ژمن پاته شي.
تر ټولو مهمه، که په ګانده کې د امریکا او چین اړیکې خرابیږي، کیدای شي افغان لوری د اړخ ټاکلو ته اړ شي.دې کې شک نشته چې افغانستان د سړې جګړې پر مهال د شوروي او امریکا له همهاله مرستو څخه ګټه پورته کوله مګر هغه مهال واشنګتن پریکړه وکړه او افغانستان یې د شورویانو نفوذ ته پریښود. اوس هم، په چین باندې بشپړه اتکا به افغانستان ته هغه وخت خطرناکه شي که امریکا، افغانستان همداسې پریږدي.
د افغانستان او سیمې جغرافیوي طبیعت ته په کتو سره، افغان حکومت باید د چین سره د اړیکو په پراخولو کې له احتیاطه کار واخلي، د چین سره باید اړیکې په داسې دول محاسبه کړي چې د لویدیځ سره یې په اړیکو سیوری و نه غوړوي.