دسايبېريه  ژورغالى!

 
په دغه انځور کې يو ډېر لوى او پراخ  ژورغالى لېدل کېږي. دا د روسيې په سايبېريه سيمه کې د الماسو سرلوڅى درنګ ( کان) دى چې اوس مهال وزګاراو نافعال دى. دا کان (٥٢٥) متره ژور او (١٢٠٠) متره قُطر لري. سره له دې چې دا ژورغالى په کافي کچه لوى دى،خوبياهم د نوموړي دننه د هوا چټک بهير منځ ته راغلى او هغه يو رودونکى او راښکونکى حالت ځان ته غوره کړى دى او هرڅه  چې يې پرسر ورشي، سملاسي يې د ځان خوا ته ورکاږي. نو ځکه د نوموړي ژورغالي برنى هوايي حريم  د نورو څيزونو سربېره د چورلکو تېرېدا پرمخ  هم تړل  شوى دى.