
v دسپټمبر دپېښو په اړه یو څه ووایه ، القاعدې څرنګه ترسره کړل ، چمتووالی یې څه وو؟
v د 1999 ز یوه پېښه مې تر اوسه په یاد ده ، دا مهال له استخباراتو سره زما د کار یو کال پوره شوې و . له ابو مصعب الزرقاوي سره په کابل کې دالقاعدې دیو مصري مشر د واده ولیمه وه. ابو حفص المصري هم شتون درلود . په دې ولیمه کې نږدې څلویښت تنه جهادي مشران لکه طاهر جان مشهور په طاهر یلداش د ازبکستان داسلامي خوځښت مشر ، مصطفی ابو الیزید. د ډوډۍ پرمهال ابو حفص المصري له جیبه څه پاڼې راوویستې او زیاته یې کړه - زه دهغه خبرې کټ مټ را اخلم - اې ځوانانو دا د( یویشتمې پیړۍ لپاره دامریکا پروژه ) تر سرلیک لاندې عربي ژباړه ده دا تېر کال دبیل کلنټن لپاره چمتو شوې ده، له نوموړي څخه غواړي ،چې پر عراق د برید لپاره چمتو شي . ابو حفص په هماغه ناسته کې زیاته کړه دا ژباړه په امریکايي رسنیو او انټرنټ کې موندلې شئ دا کومه محرمه / سري مسوده نه ده ، له ولسمشر کلنټن څخه غوښتل شوي دي،چې په عراق کې دصدام حسین حکومت ړنګ اوعراق په سیمه کې د دیموکراسۍ مخبیلګه او دامریکا دنفوذ ساحه شي . یویشتمه پیړۍ باید امریکايي پیړۍ وي دابو حفص دخبرو له مخې په دې متن کې ډیک چیني ، بول ولویتز ، ډونالد رامسفیلډ ، کینس ایډل مان ، جورج بوش ، کونډالیزا رایس لاسلیکونه کړي وو دا وړاندې له دی،چې دوی په 2001 ز کې واک ته ورسیږي .
ابو حفص زیاته کړه ولسمشر کلنټن ورته وویل : واشنګټن به بله جګړه ونه کړي او نه به پر کوم هېواد برید وکړي ځکه د چاپان د(بیرل هاربر) په څېر کومه نړیواله پېښه نشته په هغه پېښه کې 2270 امریکایان وژل شوي وو.
ابو حفص وویل : موږ به (بیرل هاربر ) ورکړو دا خبره یې بیا تکرار کړه ، ابو مصعب الزرقاوي د ټوکې په دود وویل : موږ ته په کار دي،چې دچاپانیانو په څېر درې جنګي بیړۍ تر لاسه کړو ،چې دا کار وکړو ، ابو حفص ورته وویل : شونې ده،چې څلور الوتکې ولرو ، ولې نه ؟ زیاته یې کړه موږ دا توان لرو، چې څلور الوتکې واستوو ، دسپټمبر پېښو دا څرګنده ،چې دوی څلور الوتکې یادولې نه څلور جنګي بیړۍ . دا خبرې د ډوډۍ پر سر وې نه په کومه رسمي غونډه کې . دا ددې ښکاروندی دی، چې القاعدې کوم پلان درلود، خو هیچا دا باور نه کاوه ، چې دا به دسپټمبر دپېښو په کچه وي .
v تاسې کوم بل دلیل لرئ،چې القاعدې دسپټمبر دپېښو لپاره چمتووالی نیوه؟
v بل دلیل ، د2001 ز په جولای کې زه په کندهار کې وم او زما پر شتون درې میاشتې تیرې شوې وې، هغه مهال ما اروپا ته دتګ لپاره ځان چمتو کاوه. یو کس ،چې له ماسره په کوټه کې یوځای اوسیده راته راغی ، راته یې وویل : ابو حفص دې غواړي ، ما ورته وویل : خیر خو به وي ولې ؟ کله ،چې ورغلم ابو حفص وپوښتلم کله لندن ته سفر کوې ؟ ما ورته وویل : درې ورځې وروسته له کراچۍ څخه پرواز لرم .
دا خبره او لیدنه دسپټمبر له پېښې نهه اونۍ وړاندې شوې ده ابو حفص راته وویل : غواړم په لندن او برمنګهم کې دې څلورو کسانو ته زما دا پیغام ورسوئ " دسپټمبر له پیل څخه وړاندې باید تاسې انګلستان څخه راووځي او افغانستا ن ته راشئ ، که چیرې له سپټمبر وړاندې د وتلو زمینه برابره نه شوه بیا هملته پاتې شئ او هیچیرې مه ځئ "
v دا څلور کسه څوک دي ؟
v په لندن کې سواد المدني ، ابو الولید الفلسطیني د ابو قتاده مرستیال ، ابو حذیفة الکشمیري او ابو عائشة الکشمیري ، دا وروستي دوه په برمنګهم کې و ، ما ورسره دپیغام درسولو ژمنه وکړه ، ابو حفص زما لاس ټینګ کړ او زیاته یې کړه " ستره پېښه به رامنځته شي ، که چیرې وشوه ، بیا ددې ډېره شونتیا ده،چې پر افغانستان به برید وشي " ما ورته د1998 ز په څېر برید ،چې کروز توغنديو برید و . راته یې وویل: له دې هم ستر او افغانستان به د جګړې ډګر وي ، ځکه خو زه غواړم ،چې درته ووایم " که چیرې پر افغانستان برید وشو او دلته زموږ پر ضد جګړه پیل شوه، هملته په اروپا کې کینه ، دلته مه راځه هملته ځانته ارام ځای وګوره " ما ورته همداسې به وکړم ابو حفص راته وویل : " زه پوهیږم،چې زما سپارښتنه به ځمکې ته نه غورځوې ، که چیرې دا پېښه رامنځته شوه دا به خونړۍ وي ، تاسې به هملته وې موږ به درسره اړیکې نیسو" كله مې ،چې داخبره او مالومات له استخباراتي سازمان سره شریک کړل بیا مې دې څلورو کسانو ته هم دابو حفص پیغام ورساوه.
v دا څلور کسه له انګلستان څخه ووتل ؟
v هو ووتل ، سواد او ابو حذیفة په افغانستان کې له نیولو وروسته ګونتنامو زندان ته ولیږدول شول ، ابو حذیفة بیا وروسته پرېښودل شو، ابو الولید تر اوسه له القاعدې سره دی ، ابو عائشة په جګړه کې ووژل شو، زما اټکل داوه،چې دوی له امریکا بهر په لسګونو امریکايي سفارتونه په نښه کړي ، رښتیا القاعده توانیدلې وه،چې دمالوماتواو عملیاتو محرمیت په پام کې ونیسي ځکه خو درز ونه کړ او څوک پرې خبر نه شول .
v ایا استخباراتي سازمان ته مو دا مالومات ورکړل دهغوي غبرګون څه و ؟
v هو ټول مالومات مې ورکړل هغوي هم وویل : ځینې نښې نښانې داسې دي،چې یو څه پېښدونکي دي، خو پردې نه پوهیدل ،چې څرنګه او چیرته ؟ ټول سفارتونه وار له مخه خبر شوي وو او تیارسي په حال کې و . اټکل داو ،چې القاعده به په البحرین ، یا جبل طارق کې دامریکا پنځمه سمندري بیړۍ په نښه کوي ځکه خو ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
v القاعده څرنګه وتوانیده،چې د دومره ستر برید یا پېښې په اړه مالومات پټ وساتي او بهر ونه وځي ؟
v کله ،چې بن لادن په 1999 ز دسپټمبر دپېښو لپاره پر پلان جوړولو پیل وکړ ، په هر ځای کې دا لوحې ولګیدې ( ځانپوهنه داړتیا په کچه ) دا ددې مانا لري،چې محرمیت اړین دی او دوی هم ټینګار کاوه،چې هر څه باید پټ پاتې شي . له برید وروسته بن لادن تل رادیو اوریده هغه لېواله وپوه شي،چې څه پېښ شول ، یو ځوان راته وروسته وویل : له برید وروسته بن لادن زموږ ډلې ته راغی او وویل : اې ځوانانو خپلو ملګرو ته مو دعا وکړئ هغوي بریالي شول . هغه ډېر خوشاله و له ډېرې خوشالۍ یې ژړل ، دا خبره یې مشهوره ده " امریکا پیاوړې کلا ده ، مسلمانان ونه توانیدل،چې فتحه یې کړي ځکه پر منجنیق ویشتل روا دي" د اخبره یې درسول الله له هغه خبرې استنباط کړه،چې دطائف دغزا پر مهال یې کړې وه.
v دالظواهري غبرګون څنګه و ؟
v دومره خوشاله لکه واده یې ،چې وي ، خو ورته وخت کې دومره ټینګ امنیتي تدابیر و دوی پوهیدل،چې امریکا به سخت غبرګون ښايي ځکه خویې له برید وړاندې له کندهاره خپلې وسلې او مهمات نورو خوندي ځایونو ته ولیږدولې ، ددې ترڅنګ یې کتابتون او نورو لاسوندنونه هم وویستل او پلمه یې داوه،چې یو شمېر نور مرکزونه ورته اړتیا لري .