په پوهنتون کې له ناکامۍ تر میلیاردرۍ د « چارلېز ډولان» ژوند

 
امریکایی چارلېز ډولان د ۱۹۲۶ زېږدیز کال د اکټوبر په ۱۶ نېټه د اوهایو ایالت په کلېولنډ کې زېږېدلی دی. دی له ښوونځي تر فراغت وروسته د جان کارول پوهنتون ته کامیاب شو، خو وروسته په همدې پوهنتون کې ناکام او اخراج شو. په پوهنتون کې له کانامۍ وروسته یې له خپلې مېرمنې سره په کور کې کاروبار پیل کړ. دوی دواړو به فلمونه اېډېتول. جارلیز به د تلوېزیونونو لپاره په ځانګړي ډول د لوبو د جالبو صحنو لنډکي فلمونه جوړول. وروسته یې دا کار پرېښوود او د نیویاک ښار ختیځې برخې ته کډه شو.
نوموړي په نیویارک کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ کال کې د تېلې ګوایډ په نوم کمپنۍ جوړه کړله. دې کمپنۍ د نیویارک ښار هوټلونو ته د کېبل له لارې معلومات رسول. په همدې شپېتمه لسیزه کې یې د منهاتن سټېرلېنګ کېبل په نوم د کېبل له لارې د تلوېزیوني خپرونو کمپنۍ رامنځته کړله. دا په هغه وخت کې لومړنۍ کمپنۍ وه چې په نیویارک کې یې د کېبل له لارې د تلوېزیونونو خپرونې کولې. وروسته یې د هوم باکس افېس په نوم یوه بله کمپنۍ هم جوړه کړله.
چارلېز دا دواړې کمپنۍ وپلورلې او په ترلاسه کړو پیسو یې د کېبلوژن په نوم کمپنۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ چې په لومړنیو وختونو کې یې ایله ۱۵ سوه مشتریان لرل اوس په نیویارک کې د کېبلي خپرونو تر ټولو ستره او د ټولو متحده ایالاتو په کچه اتمه ستره کمپنۍ ده.
د کمپنۍ ډېری مشتریان په نیویارک، نیوجرسي، کونېکټيکېټ او د پنسلوانیا ایالت په یو شمېر برخو کې دي. دا کمپنۍ د کېبلي خپرونو ترڅنګ د ګړندي انټرنېټ خدمات هم وړاندې کوي. چارلیز د دې کمپنۍ ترڅنګ د اې. اېم. سي نېټورکېنګ په نوم د کېبلي خپرونو او د مېډسون سکوار ګارډن په نوم د سپورت او سرګرمۍ کمپنۍ هم لري چې تر ډېره یې فعالیتونه د کېبلوېژن تر کنټرول لاندې دي.
د کمپنیو چارې اوس د نوموړي زوی جیمز  پر مخ وړي. جیمز د کېبلوېژون او مېډسون سکوار ګارډن کمپنیو اجرایوي مشر دی. دغه راز یې نور اولادونه هم د کمپنیو په اجرایوي بورډ کې دندې لري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د نوموړي او کورنۍ پانګه یې اوسمهال څلور میلیارده ډالره ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۰ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۳۸ ام میلیاردر دی.
چارلېز ډولان واده کړی، شپږ اولادونه لري او د نیویارک ایالت په اویستر بای سیمه کې ژوند کوي. 
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.