د لېمې نيازۍ څو ښکلي شعرونه

زما ښوونځی ورانوې
زه به ډاکټره نه شم
خو دا په یاد ولره
سبا به ته ناروغ شې
 
خیال مې د دنګو غرو شاهین دی
افسوس پر دې چې وزر ماتی پروت دی
یو خوا جګړې بل خوا رواج ځپلی
....................................................
  
ستا په یاد هغه شیبه د خیال او فکر
چې شوه موږ ته خاطره د خیال او فکر
څوک مصنف وه څوک شاعر واړه لګیا ول
ځکه وه هلته جګړه د خیال او فکر
که قلم او کاغد وسوزي بیا ګوره
ځوانیمرګه مړه ډیوه د خیال او فکر
باغ د ژوند به دې سمسور شي بیا به یی وینې
که راتاو شې پرې څپه د خیال او فکر
بیا مې سوزي د ښوونځې په بیلتانه کې
ټیټه شوې ده شمله د خیال او فکر
که د نن او صبا ګورې نو بیا غوږ شه
ما لیدلې آینه د خیال او فکر
اې هېواده ضروري به دې ودان کړم
دا لیمه او دا وعده د خیال او فکر