
د ډاکتر کیسنجر فوق العاده خطر
د اکټوبر په ۲۲ نېټه د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر له مسکو څخه د اسراییلو پلازمینې تل ابیب ته ورسېد، په همدې ورځ د اسراییلو او عربو تر منځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا منل شوي اوربند عملي شو. امریکايي هوايي ځواک له هوا څخه شین څراغ ورکړ او په ځمکه د سویز کانال په ختیځه څنډه کې د مصر پوځ مېشت شو، خو په همدې حال کې هم اسراییلي مشران تیار نه وو چې په خپلو سیمو کې ځای پرځای شي. په داسې حال کې چې کیسنجر په تل ابیب کې و نسبي ارامي حاکمه شوه او هرې غاړې له خپلو وروستیو تر لاسه کړو خاورو د دفاع لپاره هڅې کولې. دا یو فوق العاده قمار و ځکه چې شوروي اتحاد دېته سترګې په لار او تیار و چې د مصر ولسمشر انور سادات به ژر ترېنه د مرستې غوښتنه وکړې. کیسنجر بېرته د اکټوبر پر۲۴ نېټه ماښام واشنګټن ته ورسېد او پر همدې مهال د شوروي اتحاد مشر برژنیف ښاغلی نیکسون وننګاوه چې په ګډه د منځني ختیځ د سولې د تینګ ساتل کېدو لپاره سیمې ته سوله ساتي سرتیري واستوي چې د سولې رامنځته شوی تړون ټینګ او د جنګ ښکېلې غاړې سره جلا کړي. برژنیف دا روښانه کړه چې هغه دېته تیار دی چې د هغه له تصمیم پرته په مصر کې روسي سرتېري پیاده کړي.« ماسکو به د مصر د پوځ د له منځه تلو زغم ونه لري چې خورا پیاوړی پوځ و.» په دغه پېچلي حالت کې د برژنیف ضرب الاجل په داسې ماښام راغی چې په دغه شپه نیکسون د واترګېټ تر فشار لاندې ویلې کېده.
کیسنجر ته د تېلیفون پرمهال ولسمشردومره احساساتي و چې ما تر اوسه نه لیدلي او نه هم اورېدلي وو. نیکسون د هغو یو شمېر کسانو پرضد وو چې په کانګرس کې وو او هغه ته یې له هرې خوا لغتې ورکولې. « دوی دا کار کاووه، ځکه چې دوی غوښتل چې ولسمشر په نفس کې ووژني او کېدای شي دوی په خپلو دغو هڅو کې بریالي شي. زه کېدای شي جسما مړ شم.» غمګین او ګناهګار ولسمشر وغوښتل چې غلی پاته شي او یا دغه کیسه د تل لپاره غلې کړي. « زه غواړم چې هغه د دغه هېواد چار پرمخ یوسي او ووینم چې دوی څه کوي.»
په داسې حال کې چې د نیکسون د ملي امنیت ډله (د واشنګټن د خاص عمل ډله) د شپې په ۱۰:۴۰ په سپینه ماڼۍ کې سره را غونډه شوه، خو ولسمشر خپل بستر ته ولاړ او هلته یې استراحت وکړ او د رپوټونو ترمخه نشه یې هم وکړه. کیسنجر او د سپینې ماڼۍ د کار کونکو مشر الکسانډر هېګ دې پایلې ته ورسېدل چې نیکسون ډېر ناتوانه و چې د بحران د ارزونې په ناسته کې ګډون وکړي او د مسکو ورکړل شوي چلېنج باندې بحث وکړي. کیسنجر له ښاغلي هېګ څخه وغوښتل « چې که هغه ولسمشر له خوبه را بیدار کړي. خو هېک ورته وویل چې داسې نه شي کولی». نیم ساعت وروسته ښاغلي هېګ له ښاغلي کیسنجر څخه وغوښتل چې که هغه له ښاغلي نیکسون سره خبرې وکړي .
کیسنجر ځواب ورکړ: ( نه، زه داسې نه شم کولی. هغه به په قهر شي..... زه فکر نه کوم چې موږ دې ولسمشر ته مزاحمت وکړو.) دوی ومنله چې ولسمشر نیکسون ډېر پرېشانه دی او ضرور نه ده چې په دغه لومړنۍ غونډه او پرېکړو کې برخه ولري.
هغه نظر چې تمه وه د څو ساعتونو په جریان کې خپور شي د یوې لویې ډرامې او نندارې لپاره د تمې حالت ته ورته و. کیسنجر او ښاغلي هېګ خپلو نورو همکارانو لکه د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر، د لوی درستیزانو د مرکزي قومندانۍ مشر او د دفاع وزیر ته د ولسمشر د ریښتیني وضیعت په اړه معلومات ور نه کړل. په عوض کې یې دوی ته په لوی لاس هسې خوشې بهانې وړاندې کړې. کیسنجر مذاکرات یا غونډه مخ ته بیوله په داسې حال کې چې ښاغلی هېګ د ولسمشر د اوسېدو د خونې او د وضیعت خونې یا د بحران د ډلې د غونډې تر منځ لاره کې تلو او راتلو چې د ولسمشر او غونډې له جزیاتو نور څوک خبر نه شي . د دفاع وزیر سچلیزنجر له خولې داسې رپوټونه هم ور کړل شو چې ویې ویل ولسمشر زموږ وړاندیزونه ومنل. خو ښاغلي هېګ رپوټ ورکړ چې« ولسمشر ټولې پیښې له نژدې تعقیبوي» نور نه وو خبر چې ولسمشر نیکسون د خپلې ولسمشرۍ په یوې تر ټولې خطرناکې شپې کې ویده شوی دی.
د بحران ډله د هغه استخباراتي رپوت په اړه ډېره اندېښمنه وه چې په کې ویل شوي وو چې شوروي اتحاد مصر ته د ۸ ترانسپورټي الوتکو الوځولو ته تیاری نیسي او په ختیځ جرمني کې یې خپل ځواکونو ته د تیارسۍ امر کړی. او دارنګه یې خپلې الوتکې هم د تیارسۍ په حال کې درولي دي. د دفاع وزیر سچلیزنجر وویل چې « دغه رپوټ موږ ته دا اندېښنه او احتمال را په ګوته کاو چې دوی په رښتیا هم په دې اړه جدي فکر کوي. داسې برېښېده چې په اتومي وسلو د سمبال شوروي وسله وال سمندري ځواکونه او بېړۍ د مدیترانې پر لوري د تلو تکل لري. د ایران شمالي پولې هم د اور اخیستو یا بلېدو له بالقوه ګواښ سره مخ وې. «موږ د ایران د شمالي پولو په اړه یو لړ اندېښنې درلودې، خو ایرانیانو له موږ څخه زیاته اندېښنه په دې تړاو درلوده» پنتاګون په دې پوهېده چې دا به د روسیې لپاره اسانه نه وي چې «د البرز د غرونو لخوا پر موږ او زموږ پر دوستانو ځمکنی برید وکړي.» خو بېړنۍ اندېښنه د دوی خبرتیا وه چې شوروي اتحاد په وروستیو ورځو کې خپلو ځواکونو ته د فوق العاده بېړني تیارسي امر کړی و. سچلیزنجر وویل چې د بحران ډله له دې په وېره کې وه چې « د شوروي ترانسپورټي ځواکونه به په عربي هیوادونو کې او د تېلو په زېرمو را ښکته شي.»
لیونۍ او وحشي خبره په دغه مهال کې د واټرګېټ لانجه وه. دوی وېرېدل چې که برژینیف دا خبرې واورېدې چې د واټرګېټ په مسئله کې پر ولسمشر نیکسون تور پورې شوی، کېدای شي دې پایلې ته ورسیږي چې د امریکا متحده ایالات د خپلو کورنیو ستونزو له کبله دومره له کاره غورځېدلی چې د منځني ختیځ په جګړه کې هیڅ هم نه شي کولی. « نو د همدې لپاره په دغه شپه باید زموږ غبرګون او عمل ډېر پیاوړی او د لیدو وړ وای، خو په غونډې د شورویانو د وروستیو حرکتونو او په کور دننه د ولسمشر د ستونزو سیوری غوړیدلی و او موږ وېرېدو چې په امریکا کومه غیبي ټکه را ونه غورځیږي.»
له نیمې شپې څو د قیقې مخکې د وضیعت څارنې په خونه کې د امریکا ۷ مهم چارواکي دې موافقې ته سره ورسېدل چې ولسمشر ته به لارښوونه وکړي چې د امریکا د پوځ د تیارسي کچه پورته کړي. د نظامي دفاعي وضیعت (DEFCON) د خبرداري د سیستم اوچته شمېره له DEFCON 5 (ډیفکون ۵ ) څخه د تیاري تر ټولو ټیټې کچې DEFCON 1 ته را ټیټ کړي چې د جګړې په مانا ده. د نیکسون سلاکارانو تصمیم ونیو چې د خبر داري او پوځي تیاري کچه DEFCON 3 ته له پنځو څخه ټيټه کړي چې ښاغلی کیسنجر یې د لامل د روښانتیا په اړه وايي : ( د تیارسۍ کچه په داسې ډول پورته کړی شوه چې د جګړې د پېښېدو اراده په کې نغښتې نه وه. د تیارسۍ دا کچه د تمرین لپاره وه چې د ضروري سوله ییز وضیعت لپاره د تیاري په مانا وه.) د بهرنیو چارو وزیر هیله درلوده چې که د امریکا متحده ایالتونو په نړیواله کچه اتومي خبرداری ورکړی وای او پوځونو ته یې د فوق العاده تیارسي امر کړی وای، برژینیف به منځني ختیځ ته د شوروي ځواکونو د استولو له ګواښ څخه تېر شوی وای.
هېګ د وضیعت څارنې له خونې ظاهرا په دې موخه ووت چې ولسمشر نیکسون ته دغه وړاندې شوې سپارښتنې ورسوي. کله چې بېرته را وګرځېده، هغه خپلو همکارانو ته وویل چې نیکسون ( چې لاهم ویده وو) د دوی تصمیمونه تایید او تصویب کړل. کیسنجر د لوی درستیزانو د کمېټې مشر امیرالبحر توماس مورور ته ورغی او ترې ویې غوښتل چې د ولسمشر لارښود عملي کړي او ځواکونو ته د تیارسۍ د امر په کولو سره شوروي اتحاد ته خپل پیغام ورکړي. د نیکسون سلاکارانو ۸۲ مې هوايي فرقې ته د تیارسي خبر ورکړ او لارښوونه یې ورته وکړه چې ۳ الوتکې او سرتیري لیږدونکې بېړۍ «فرانکلین ډیلانو روزویلټ، انډیپنډینټس او جان کینیډي» دې په ټول سرعت سره د ختیځې مدیترانې په لور حر کت وکړي. او لا رښوونه یې ورته وکړه چې اتومي بمب لیږدونکې الوتکې دې تیارې وي او امریکايي سمندري ځواکونه دې هم « د شوروي اتحاد سواحلو کې یوه پټ موقعیت ته په بېړه ځانونه ورسوي او برید ته دې تیاري ونیسي.»
کیسنجر وروسته په ډاګه کړه چې د وضیعت د څارنې په خونه کې د ګواښ له جدیت سره ټول موافق نه وو. لکه چې هغه وروسته روښانه کړه، هغه دې لارې ته د شک په سترګه کتل:« که موږ هغه څه تر سره نه کړو چې سم دي، نو کېدای شي ووژل شو، نو موږ باید هغه څه تر سره کړو چې سم دي. موږ به په کورنیو رسنیو کې له هغو تورونو سره مخالفت وکړو چې دغه مسایل را پورته کوي. ریښتینې کیسه داده چې له دغې مسلې سره نرم چلند کوو»
سپینې ماڼۍله مسکو سره د خپل تصمیم او هوډ په اړه خبرې اترې وکړې. د څو شېبو لپاره نړۍ د ۲ اتومي سوپر طاقتونو ترمنځ د وروستۍ درجې سیالۍ ننداره کوله او د خپړو د لګولو پیل ته یې شېبې شمارلې. برژنیف له خپل تهدید یا ګواښ څخه په شا شو. په دا سبا سهار یې په اتو بجو کله چې هغه ته د کیسنجر او هیګ لخوا شخصي لنډ معلومات ورکړل شول چې ولسمشر نیکسون غواړي دا درته ووایو چې هغه په نړیواله کچه د اتومي تیارسي امر صادر کړي. هغه د دوی له هوښیارتیا مننه وکړه او د ولسمشرۍ ستاینه یې وکړه.
کیسنجر هېګ ته په ډېرې خوښۍ سره وویل: « زه او ته هغه ته یوازیني منلي کسان یو. دغه نور ټول کسان په ماڼۍ کې ډېر خفه او په ژړاوو.» په تهران کې د ایران شاه د اتومي خبر داري د خپرېدو وروسته ډېر سخت وېرېدلی و، خو له دې ټولو سره سره هغه له وړانډې د تنظیم شوي سفر پر لور پرمخ روان و چې د کارمن کار کړنې وویني. هغه ډاډه و چې شورویان به واشنګټن له چټک ځواب پرته له خپل ملاتړ او خوځښت څخه په شا نه شي.
یو ځل کله چې بحران تېر شو د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر د اسراییلو سفیر سیمچا ډینیټز ته تېلیفون وکړ او تر ې ویې غوښتل چې په دې پوه شي ولې اسراییلي استخباراتي چارواکو د تیارسۍ تصمیم وننګاوه. هغه وویل چې «تېره ورځ مې له هر تلویزیون څخه اورېدل چې د اسراییلو د استخباراتو اداره په دې نظر وه چې د شوروي اتحاد د مداخلې ګواښ د دوی په باورنه شته.»
ډینیټز وویل« ما تر اوسه دا ډول خبرونه نه دي اورېدلي.»
کیسنجر وویلې « ما له ـــــــ څخه دا واورېدل، تاسو پوهیږئ دا د اسراییلو استخباراتي چارواکي وو چې له هېڅ ډول غیر معمولي فعالیتونو او کړنو نه وو خبر.»
ډینیتز دغه ډول رپوټونه « خندونکي» وبلل.
کیسنجر د اسراییلو سفیر ته په خطاب کې وویل: « ښاغلی سفیر هغه څه چې زه غواړم تاسو ته پرې ټینګار وکړم دادي چې : که تاسو هرڅو مره فشار او اغېز چې دلته یې په رسنیو لرئ هغه وکاروئ ـــــ زه پر خپل ځان لعنت نه وایم ځکه چې تاریخي اسناد به زموږ ملاتړ وکړي.»
خو موږ تر اوسه د لرګیو له ډیریه نه یو وتلي او که روسیان دېته وګوري او ویې ویني چې موږ په ژور بحران کې ښکېل یو او بیا دغه ډول مسایل رسنیو ته ور کړي دوی کېدای شي ښه ګټه ترې پورته کړي. دغه وروستۍ ټکی چې رسنیو زموږ تصمیمونو ته په انتقادي ډول پوښښ ورکړ کېدای شي روسیان په تشویش کې واچوي او د وی د دويم ځلې خطر په قبلولو سره را مخې ته شي. کیسنجر د دې لپاره د اسراییلو سفیر را غوښتی وو چې په کور دننه د عادي امریکایانو عامه نظریاتو په کنټرول کې ورسره مرسته وکړي او په نړیواله کچه د تشوېش د رامنځ ته کولو او تحریک کولو لپاره یوه توجیه وړاندې کړي . « زما موخه دا ده چې که تاسو د چکسلواکیا وضیعت ته وګورئ مخکې له دې چې دوی حرکت ور وکړي دوی یو لړ ویرې درلودې.» هغه په ټینګار سره سفیر ډینیټز ته وویل چې د امریکې په سناتورانو، د کانګرس په غړو او خبریالانو کې لابي یا په خپله ګټه هڅونکي تبلیغات وکړي چې ددغه تیارسۍ ملاتړ وکړي.
« ځکه چې موږ ډېر زیات خطر منلی دی» هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې د امریکا حکومت کېدای شي پر اسراییلو فشار راوړي چې په ځمکه له عربو سره د سولې جوړ جاړی وکړي. تاسو کېدای شي هغه څه خوښ نه کړی چې موږ یې په ملګرو ملتونو کې تر سره کوو....»
سفیر ډینیټز وویل « هغه بېله مسئله ده »
کیسنجر وویل« خو دا د تاکتیک پوښتنه او خبره ده ـــــــ په ستراتیژۍ کې موږ ډېر مهم خطر منلی دی.»
ډینیټز وویل« سمه ده، سمه ده ، بیخي دقیقه ده، زه په بشپړه توګه تاسو سره موافق یم او تېره ورځ هرڅه تنظیم شول، او موږ باید نن د هغه لپاره نور کار وکړو»
دا کیسه کېدای شي په زړه پورې خطر هم ولري. په عین وخت کې همغو امریکايي چارواکو چې په نړیواله کچه یې مصر کې د شوروي سرتېرو د پیاده کېدو د مخنیوي په موخه د اتومي برید د تیارسۍ امر ورکړ، د خپل پلان سره سم پرمخ روان وو او دوی غوښتل چې د فارس په خلیج کې نظامي مداخله هم پیل کړي. کله چې اوربند رامنځ ته شو دوی بلاخره د ملک فیصل لخوا د تېلو د بندیز ورانونکي حالت ته متوجه شول او کیسه ورو ورو بدله شوه.