
سرچينه: بهرنۍ
ژباړه : فضل وزير هيله من
چنګېز او درباريان يې ښکارته ولاړل . له درباريانو سره غشي او لېندۍ وې، خو چنګېزخپل ګران باز په څنګل کېنولى ؤ. باز ترهرغشي تېزاو ترهر ښکاري تکړه ؤ، ځکه تېزو سترګو يې په ډېرلېرې ځاى کې هغه څه ځيرول، چې د ډېر پياوړي نظرخاوندان هم هورې څه نه شواى لېدى. خو هغه ورځ د ډېرو هڅوسره _ سره چنګېز ته هېڅ ښکار په لاس ورنه غى. چنګېز بې حده ستومانه ؤ، خو دا يې وړ ونه بلله، چې خپلو کسانو ته تش لاس ورشي، ځکه فکر يې کاوۀ،که يې رعيت پوه شي، چې ده څه نه دي ښکار کړي، نو دده په وړتيا او ځواک به يې اعتبار کم شي. له همدې کبله په ځنګل کې پاتې شو. د اوړي موسم ؤ، سخته ګرمي وه. چنګېز تږى شو، په ځنګل کې په اوبو پسې ډېر وګرځېد. ويالې او چينې وچې وې . اخر يې د اوبو په يوه وړه چينه سترګې ولګېدې، چې څاڅکى _ څاڅکى اوبه ورنه را تويېدې . چنګېز خپل ګران باز له څنګلې راکوز کړ، په ځمکه يې کېناوۀ او له جيب نه يې خپل زرين جام راوايست اوبو ته يې ونيو. ښه شېبه وروسته جام له اوبو ډک شو او، چې کله يې خولې ته نېږدې کاوۀ، باز کوڅر ورپول او جام يې نسکور کړ. چنګېز په قهر شو. خو باز ورباندې ګران ؤ او بل په زړۀ کې ورتېر شول، چې ښايي باز به هم دده غوندې تږى وي، نو څه يې ورته ونه ويل . په خاورو کې لوېدلى جام يې را پورته کړ، پاک يې کړ او بيايې اوبو ته ونيو. دا ځل د جام ډکېدا لا ډېر وخت واخېست، خو چنګېز لا را اوچت کړى نه ؤ، چې باز بياهم ورانى وکړه او جام يې په بل مخ واړاوۀ . که ددې باز پرځاى بل هر ژوى واى، نور به يې سر له تنه بېل شوى واى . خود چنګېز په ذهن کې د خپل وفاداره يار د وفا او ملګرتيا ډېرې کېسې پرتې وې، اودې چارې بازيو ځل بياله مرګ نه وژغورۀ. خوکه دغه صحنه له کوم لېرې ځايه بل چالېدى او چنګېز د باز د بې ادبيو پر وړاندې غلى ورښـکارېدى، نودا به د چنګېز د برم او پرتم خلاف خبره وه. همد لامل ؤ، چې چنګېز خپله توره له تيکي راوايسته، جام يې څاڅکو ته ونيو او بازيې هم ترسترګو لاندې څاره، چې بيا بې ادبي ونه کړي . باز له اوږده انتظارنه وروسته ډک شوى جام پړمخې نسکور کړ او له دې سره سم يې د چنګېز د تورې ګوزار ټټر دوه ځايه کړ. نور نو څاڅکي نه تويېدل،د اوبو بهير درېدلى ؤ او ډېر تږى شوى چنګېز د اوبو د سرچينې په لټه را پاڅېد. چنګېز ډېر ستومانه ؤ، خو تندې اړ کړ، چې د سرچينې په لټه د ځنګل منځ لور ته وخوځيږي . هورې يې سرچينه ومونده او د هغې په اوبو کې يې يو ډېر زهرجن مار وليد، چې مړ پروت دى . د مار د بدن زهرو ټولې اوبه زهرجنې کړې وې . چنګېز پوه شو، چې که يې دغه اوبه څښلې واى، اوس به په دې نړۍ کې نه واى. نو له لوړې را کوز شو، خپل وژلى باز يې په ټټر پورې ونيو، ښکول يې کړ او د ځنګله را ووت، د درباريانو کېږديو ته يې ځان ورساوۀ او امريې وکړ، چې د دې باز زرينه مجسمه دې جوړه شي. مجسمه جوړه شوه او د چنګېز په خوښه يې په يوه وزر وليکل شول، چې : ستاسو ملګرى که ان داسې کارهم کوي، چې ستاسو نه خوښيږي، نو بياهم ستاسو ملګرى دى او په بل کوڅر يې وليکل شول، چې، د هرهغه عمل پايله پښېماني ده، چې د قهر په لمسه ترسره شي.
فضل وزيرهيله من